د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

و.افغان
28.01.2008

[quote="momtaz"][quote:1711cb1141]دا ادعا اساس نلري! ساپی صاحب لکه چې دا هجوم مو له کنتروله وتلئ دﺉ !

هره ټولنه که دینداره ده یا لادینه دخپل ځانګړﺉ کلتور لري! تاریخ شاهد دﺉ چې داسلام د دین له خپریدو څخه مخکې هم افغانی ټولنه د خپل کلتور درلود! هغه خلک چې په یوې ټولنې کې ژوند کوی د خپلو کړو وړو سره که ښه دي که بد د هماغې ټولنې کلتور جوړوي او حق هم لری چې د خپل کلتور په اړه وغږېږي!!!

والسلام[/quote:1711cb1141]

لا دینه ټولنې په ټولې نړۍ کې هیڅ وجود نه لري،
هو لادینیان وجود لري، چې دا فوروم يي هم شاهد دې،
دغو لا دینیانو دټولو ټولنو په ضد بغاوت کړې دې.
په هیڅ تاریخ کې دا نه دې ثبت شوې چې یو ښار کې دې معبد نه وو، دنړۍ ټول خلک د خداي قایله دې.
په افغانستان کې تر اسلام مخکې هم مذهب موجود وو، خلک لا دینه نه وو، نو ځما خبرې هیڅکله په هغوي نه څرخیږي.
ځما په دې موضوع کې رد په ملحدینو او لادینیانو باندې دې.

په مسکو چې نږدې سل کاله کمونستي الحادي حکومت واکمني وکړه، خو اوس نږدې وخت احصائیه دا ښيي، چې ۹۷٪ خلک په مسکو کې دخداي اودمذهب معتقدین دي.


و.افغان
28.01.2008

[quote:054bb704c0="کوشان"][
[color=white:054bb704c0]ښاغلی وهاج ما سوچ کولو چې اسلام د مينې دين دی ، خو ستا د پورتنۍ ليکنې نه ښکاري چې اسلام د نور خلکو د توهينولو دين دی .[/color:054bb704c0] نو اوس ته ووايه چې ايا اسلام افغاني ټولنې د پاره چې يو ښه دين دی او که زردوشيت چې په وحدانيت ولاړ دی او د نفرت په ځای د ورورګلوۍ تبليغ کوي ؟؟[/quote:054bb704c0]

:lol: :lol: :lol:


momtaz
28.01.2008

[quote:0af9322dc0]ځما په دې موضوع کې رد په ملحدینو او لادینیانو باندې دې. [/quote:0af9322dc0]
که دا ستا په خبره ملحدین او لادینان زمونږ په ټولنه کې شته دي نو واضح خبره ده چې دغه خلک هم زمونږ د ټولنې یوه برخه ده او زمونږ کلتور جوړوي او پدې توګه حق لری چې زمونږ په کلتور باندې وغږېږي!


pattang
28.01.2008

ته خو بيا ددوکانداري په چرت کې غرق يې او هميشه حقيقت پټوې ، دروغ خرڅوې!
که يوه ټولنه په خپل حرکت کې يوه ځای ته ورسيږي نو ټول خلک ورسره عادي وي
او د ټولني په خاصو ابعادو او کوارديناتو پورې تړلی وي ٠
اوکه دحرکت علت له بله ځايه د خپل هدف لپاره رهنمايې کيږي او انرجي اخلي نو
بيا ټولنه خپل ځان تړې ، دبدلون او تغير قدرت يې نلري٠
اوس به پښتني ژبه درته ووايم :
دغه چټله غربي ديموکراسي ،د بيان ازادي او داسې نور، پردي اوصاف دي چې
پردي خلک زمونږ ټولنه پرې مرداره وي ٠ داشيان هلته منل کيږي او خوند کوي چې
هغه زمونږ خپل وي ، په پښتو او په دين پورې تړلي وي٠

[quote:a8e16cb58f="momtaz"][quote:a8e16cb58f]ځما په دې موضوع کې رد په ملحدینو او لادینیانو باندې دې. [/quote:a8e16cb58f]
که دا ستا په خبره ملحدین او لادینان زمونږ په ټولنه کې شته دي نو واضح خبره ده چې دغه خلک هم زمونږ د ټولنې یوه برخه ده او زمونږ کلتور جوړوي او پدې توګه حق لری چې زمونږ په کلتور باندې وغږېږي![/quote:a8e16cb58f]


Bahram
28.01.2008

وهاج سا‍پی
اسلام د عربانو کلتور او فرهنگ ده.


و.افغان
29.01.2008

[quote:18fd112997="Bahram"]وهاج سا‍پی
اسلام د عربانو کلتور او فرهنگ ده.[/quote:18fd112997]

تا ځما دې لاندینې سوال ځواب ونه ویلو،
او هلته دې داسلام دعوی هم وکړه، او وې هم ویل: چې اسلامي کورنۍ کې پیدا شوې یم، او بیا راځې دا خبره کوې؟
نو اوس ته دې حالت کې ضرور دروغجن کیږي.
زه خو په خو په دې عقیده لرم چې اسلام دالله جل جلاله دېن دې، ځکه پرې ځان هم قربانې کوم،
او که چیرې ته دا عقیده لرې چې اسلام دعربانو فرهنګ یا کلتور دې، او بیا ځانته مسلمان هم وايي، او وايي: چې مسلمانې کورنۍ کې هم پیدا شوې یم؟
نو تر دې لویه بیغیرتي بله شته ده؟؟ چې خپل خراساني فرهنګ پریږدې، او عربي فرهنګ رانیسي.
ښه ورځ درته غواړم

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25315#25315

[quote:18fd112997="Bahram"][quote:18fd112997="kabuli"][color=white:18fd112997]آ راستي، شما ګفتید که بسیاري دستانهاي دیني درست نیست،
از صحبت شما معلوم میشود که داستانهاي دیګر حقیقت دارد، دیګر شما حرمت این عمل مشین، وبدرنګ را از کجا ګرفتید، به نص کدام دین شما عقیده دارید که او شمارا از زنا محارم نهي میکند.
واګر عقیده به یک دین داشته باشید باز بګویید که به کدام اساس نصوص یک دین را صحیح وغلط میبنید[/quote:18fd112997]
سلام کابلی جان،
من مسلمان به دنیا آمده ام و تا هنوز هم مسلمان باقی مانده ام ولید.[/quote:18fd112997]

[color=white]جرأت دسړیتوب یوه نښه بلل کیږي.[/color:18fd112997]


و.افغان
30.01.2008

له ټولو ورونو څخه احترامانه هیله کوم، چې له طرحه موضوع شوه څخه پرته
نور څیزونه دلته ونه لیکي، او نه موضوع پرې ګډه وډه کړي، ځکه چې زه اراده لرم دغه موضوع موسوعي موضوع کړم، او استمرار پیدا کړي.

له محترم وطنمل صاحب څخه هیله کوم چې هره لیکنه چې دلته ځما دموضوع لاندې کیږي او ددی موضوع سره تړاو ونه لري، نو مسحه يي کړي.
ورونه کولاي شي چې خپل هر رنګ بحث لپاره نوۍ سرلیک پرانیزي.

هیله کوم چې خفه نشۍ.


sabawoon azadkhial
31.01.2008

ساپۍ صیب!
تاسې ليکلي:
مسلمانو ورونو: [i:1ecaf8b1b1]((دګنده علمانیت ، سیکولریزم، الحاد، او کمیونستۍ په وړاندې هجومې حالت غوره کړۍ، او له دفاعي حالت ..))[/i:1ecaf8b1b1]
تهاجمي حالت څنګه غوره کوې ؟ په څه شي؟ سيکوليرستان (متمدنه نړۍ) خو کار کوي ، ټوپک او الوتکه جوړوي، اقتصاد يې وده کوي ، دارايي او شتمني لاس ته راوړي، اردو جوړوی شي، اتوم بم جوړوی شي، مزدوران نيوی شي، ملايان اخيستلی شي، لنډه داچې يو ځواک دی چې په مقابل کې دريدل يي دځان وژنې مانا لري. خو ته څه کوي؟ ټوله ورځ د جومات په کنج کې ناست يې او په ځان قول هولا چوف کوې. ايا په دې چوفونو سره تهاجم کولی شي؟. ته خو دعلم ضد يي چې دا ګواکي داسلام ضد کاردی. پس توپ او ټوپک نه لرې. په وجود هم کمزوری يې ځکه چې سپورت ښه نه بولې ، چې مبادا دپښو پونډۍ دې څوک ونه ګوري، نو پس حرکت دې هم کم دی او واضح ده چې دچاغۍ او ورسره د شکرې ، زړه او نورې مزمنې ناروغۍ به هم ولري، خو بيا هم غواړې تهاجم وکړې.
نن جګړه په تکنولوژۍ کيږی ،خوته لا اوس هم د چاقو او تورې خبرې کوې. بايد درک کړې چې نن زمانه زور په پيسو کې دی اوپيسې هغه څوک لري چې کار کوي او په تکنولوژۍ کې برلاسي شي. نن دلويديځ زور ته سعودي عربستان لاس په نامه دی، مشرف ورته په ګونډو دی او کرزی هم ورته اتن کوې. همدغسي نور اسلامې هيوادونه درواخله. کوم يو یوېې خپلواک دی؟ اوس بېله زمانه ده او دزورورو اطاعت به کوې که دې زړه غواړي او کنه ! دا دزمانې فلسفه ده. په افغانستان کې ټول جهادسالاران دډالرو نوکران دي. ايا طالبانو پخپله اعتراف ونه کړ چې د کفري او غير کفري هيوادونو څخه کمک ترلاسه کوي؟ نو ايا دغه کمکونه وړيا دي؟؟ او که بايد مقابل کې يې اجر ادا کړې؟
خوته نن ورځ د يو کمزوري ، تش لاسي ساده ګل په حيث راولاړيږې او وايی چې هجومي حالت غوره کړی! ستا خبرې زما ياد ته په ننګرهارکې يو ډيرکوچنی مرغه ياد ته راوړي چې خلک ورته چتی وايي. وايی چتی چې دشپې ويده کيږي خپلې پښې پورته نيسي چې که اسمان رالويږي بايد په خپلو پښو يې ونيسي او دمځکې دفاع وکړي.
نووروره که غواړي دسيالانو سره سيال شي نو له جوماته راوځه ، کار او کسب وکړه، علم ته مخه کړه، تکنولوژي زده کړه، اوچې په دې ډګرکې دې برياليتوب ترلاسه کړ نوبيا ځان، ټولنې او اسلام ته هم ښه خدمت کولی شي، غير له هغې ستا تهاجم د خودکشۍ مانا لري نو که ځان وژنې خپله دې خوښه خو نورو ته دا لار مه توصيه کوه. که لږ علم ته مخه کړې ډير نوی شيان به زده کړې. مذهبي زده کړه ښه ده ، خو دعصري علومو زده کړه به دې هم سترګې روښانه کړي او که دې دا ډول پوهنه لږ څه هضم کړه بيا به هيڅ کله داسې بې اساسه ليکنې ونه کړې.
دعلمي اومنطقي ځواب په هيله.
د په تنګ له تبصرې بښنه غواړم.


و.افغان
31.01.2008

[quote:2ea0cbc6cc="sabawoon azadkhial"]ساپۍ صیب!
تاسې ليکلي:
مسلمانو ورونو: [i:2ea0cbc6cc]((دګنده علمانیت ، سیکولریزم، الحاد، او کمیونستۍ په وړاندې هجومې حالت غوره کړۍ، او له دفاعي حالت ..))[/i:2ea0cbc6cc]
تهاجمي حالت څنګه غوره کوې ؟ په څه شي؟ سيکوليرستان (متمدنه نړۍ) خو کار کوي ، ټوپک او الوتکه جوړوي، اقتصاد يې وده کوي ، دارايي او شتمني لاس ته راوړي، اردو جوړوی شي، اتوم بم جوړوی شي، مزدوران نيوی شي، ملايان اخيستلی شي، لنډه داچې يو ځواک دی چې په مقابل کې دريدل يي دځان وژنې مانا لري. خو ته څه کوي؟ ټوله ورځ د جومات په کنج کې ناست يې او په ځان قول هولا چوف کوې. ايا په دې چوفونو سره تهاجم کولی شي؟. .[/quote:2ea0cbc6cc]

آزاد خیال صاحب:
په خیر راغلې.
که تاسی ځما ددې موضوع شروع کتلې وه، نو کیداي شي دا لیکنه مو نه وه کړې، او داسی څه مو نه وو لیکلې، ځما دغه یوآځې هغو خلکو ته تخاطب کوي چې ځمونږ ددین، ټولنې، کلتور او وطن سپکاوۍ کوي، او موخه مې هم له هجوم څخه فکري هجوم دې، دې فوروم کې ځیني لادینیان، او ملحدین لیکنې کوي اسلام پسی مسخرې کوي، ناروا تهمتونه په اسلام لګوي، او دلته ورونو یواځې ددغو حملو مقابل کې دفاعي سنګر نیولې وو، نو ما غوره کړه چې ددفاعي سنګر سره سره فکري هجومي سنګر هم ونیول شي، ځکه هغه څیزونه چې هغوي يي مونږ پورې وايي، تهمتونه دي، او نفس دغه تهمتونه په هغوي کې په زرهاوو دي، دا خبره پرته له مبالغې کوم، او ځما راروانې لیکنی به ددې تصدیق کوي.
پاتی شوه خبره دتقدم، ټیکنالوجۍ، او نورو څیزونو نو زه په دې کار پوره خوشالیږم، او هڅونه ورته کوم، او د الله جل جلاله امر هم دې، او هر کله چې له دوستانو خبریږم چې فلانې ملګرې یا دوست په کوم خپل عصرې شق کې مخکې روان دې نو له خوشالۍ څخه په جامو کې نه ځاییږم.
زه یواځې دخپلو اخلاقو، دین، کلتور، او ټولنې پر ضد هجوم نشم برداشت کولې، او ددی څیزونه لپاره هرې قربانۍ ته تیاریداي شم.

[quote:2ea0cbc6cc="sabawoon azadkhial"] ته خو دعلم ضد يي چې دا ګواکي داسلام ضد کاردی. پس توپ او ټوپک نه لرې. په وجود هم کمزوری يې ځکه چې سپورت ښه نه بولې ، چې مبادا دپښو پونډۍ دې څوک ونه ګوري، نو پس حرکت دې هم کم دی او واضح ده چې دچاغۍ او ورسره د شکرې ، زړه او نورې مزمنې ناروغۍ به هم ولري، خو بيا هم غواړې تهاجم وکړې..[/quote:2ea0cbc6cc]

زه د علم ضد نه یم، او نه داسلام دعلم ضد دې، اسلام علم او علماوو ته ډیر لوړ مقام ورکړې، او الله جل جلاله فرمايلي دي:
قل هل یستوي الذین یعلمون والذین لا یعلمون.
اسلام په شرعي او عصري ټولو علومو زیات تأکیدکړې، الله جل جلاله فرمايي: وأعدوا لهم مااستطعتم من قوة.
خو دبې حجابۍ دتقدم سره څه تعلق؟؟؟ ددین سپکاوي دتقدم سره څه تعلق؟؟
هوکې: دغربي ټولنې تخلف سبب محرف شوې مسیحیت وو، او ځمونږ دټولنې تخلف سبب داسلام څخه لرېوالي دي، مسلمانانو داسی تاریخي حضارت درلود، چې د اوسنۍ غربي حضارت علماوو له اسلامي حضارت څخه زده کړې ده، او هغه يي ددغه تقدم سبب شوې.
پاتې شوه دسپورټ او نورو علومو خبره، نو واوره:
زه یو متمدن مسلمان یم، خپله دسپورټ ډیر شوقي یم، عمر مې اوس څلورویشتو کالو ته رسیږي، دفوټبال ډیر شوقي یم، او مخکې به مې هره ورځه دوه ګهنټې دفوټبال لوبه کوله، او اوړې په رخصتیو کې خو دسهار له لمانځه څخه وروسته له ملګرو سره یو ځاي وخوځیدم، او دوه درې ګهنټې فوټبال به مې وکړ، او دومره مې خوښ دې، چې حتا یوه ورځ مې په ډیر سخت بارانه کې هم له ملګرو سره دوه ګهنټې وکړ، او دا هم درته ووایم: چې څو کرته په کې دلویدلو له امله مې لاس هم ختلې دی، یو څه ناڅه کراټه مې هم کړې، او تر نږدې وخته پورې مې کوله، خو اوس دځیني علمي بوختیاوو له وجهيي را څخه پاته شوه.
پر دې سربیره ما مکتب ویلي دې، نه مدرسه،
او دغه عصري مواد، بیالوژي، فزیک، کیمیا، الجبر، هندسه، او ورسره نور علوم مې هم ویلي دي،کافې انګلش ژبه مې زده کړې، او له دولسم څخه وروسته مې دشرعي علومو شق اختیار کړ، او الحمد لله ددی تر څنګ دنړیوال قانون دماسترۍ مرحلې په زده کړه هم بوخت یم.
الحمد لله په جسم روغ یم، او ناروغۍ خو دالله جل جلاله له طرفه وي، الله مو دې تری وساتي.

[quote:2ea0cbc6cc="sabawoon azadkhial"]
نن جګړه په تکنولوژۍ کيږی ،خوته لا اوس هم د چاقو او تورې خبرې کوې. بايد درک کړې چې نن زمانه زور په پيسو کې دی اوپيسې هغه څوک لري چې کار کوي او په تکنولوژۍ کې برلاسي شي. نن دلويديځ زور ته سعودي عربستان لاس په نامه دی، مشرف ورته په ګونډو دی او کرزی هم ورته اتن کوې. همدغسي نور اسلامې هيوادونه درواخله. کوم يو یوېې خپلواک دی؟ اوس بېله زمانه ده او دزورورو اطاعت به کوې که دې زړه غواړي او کنه ! دا دزمانې فلسفه ده. په افغانستان کې ټول جهادسالاران دډالرو نوکران دي. ايا طالبانو پخپله اعتراف ونه کړ چې د کفري او غير کفري هيوادونو څخه کمک ترلاسه کوي؟ نو ايا دغه کمکونه وړيا دي؟؟ او که بايد مقابل کې يې اجر ادا کړې؟.[/quote:2ea0cbc6cc]
ځما په فکر له دښمن سره داسلحي له جګړې څخه خطرناکه جګړه فکري جګړه ده، او دغه فکري جګړه ما دخپل ژوند برخه ګرځولې، اسلام چې دتاریخ په اوږدو کې خور شوې دې، دجنګونو له امله یواځې نه دې خور شوې،
دغو لږو کمزورو مسلمانانو هیڅکله نشو کولاي چې دغه لوي لوي طاقتونه مات کړي، خو داسلام ددین حقانیت دخلکو قناعت دېته اړ باسل چې اسلام راوړي او اسلامي قانون ته غاړه کیږدي، ځکه چې دجزیرة العرب څخه بهر دمسلمانانو شعار دا وو، چې لا اکراه فی الدین قد تبین الرشد من الغي.
هیڅوک نه دې مجبور شوي چې خپله عقیده پریږدي، هر څوک چې اسلام کې داخل شوي له پوره قناعت او رضا څخه داخل شوي، پرته له یو عدد منافقینیو چې دتخریب لپاره به اسلام ته داخلیدل.

[quote:2ea0cbc6cc="sabawoon azadkhial"]
خوته نن ورځ د يو کمزوري ، تش لاسي ساده ګل په حيث راولاړيږې او وايی چې هجومي حالت غوره کړی! ستا خبرې زما ياد ته په ننګرهارکې يو ډيرکوچنی مرغه ياد ته راوړي چې خلک ورته چتی وايي. وايی چتی چې دشپې ويده کيږي خپلې پښې پورته نيسي چې که اسمان رالويږي بايد په خپلو پښو يې ونيسي او دمځکې دفاع وکړي..[/quote:2ea0cbc6cc]
آزاد خیال صاحب :
بیا درته وایم چې ګرم مه خوره چې غاښونه به دې وژیږي، ځما مطلب فکري هجوم دې، او دا ځما مسلم حق دې، دبیان آزادي ده، دتعبیر آزادي ده، آیا دا غواړې چې دغه حق هم له ماڅخه سلب کړې که څنګه؟؟، هیله لرم چې دخلقیانو له ټیم څخه ونه اوسي، ځکه هغوي دیکتاتورانو له هرچا دغه حق سلب کړې وو.
اګر چې ستا لیکنه په داسی سویه ماته لیکل شوې وه، چې باید ما نه وې جواب کړي، خو بیاهم ما ستاسو دغلط فهمۍ په خاطر ځواب کړه.

[quote:2ea0cbc6cc="sabawoon azadkhial"]
نووروره که غواړي دسيالانو سره سيال شي نو له جوماته راوځه ، کار او کسب وکړه، علم ته مخه کړه، تکنولوژي زده کړه، اوچې په دې ډګرکې دې برياليتوب ترلاسه کړ نوبيا ځان، ټولنې او اسلام ته هم ښه خدمت کولی شي، غير له هغې ستا تهاجم د خودکشۍ مانا لري نو که ځان وژنې خپله دې خوښه خو نورو ته دا لار مه توصيه کوه. که لږ علم ته مخه کړې ډير نوی شيان به زده کړې. مذهبي زده کړه ښه ده ، خو دعصري علومو زده کړه به دې هم سترګې روښانه کړي او که دې دا ډول پوهنه لږ څه هضم کړه بيا به هيڅ کله داسې بې اساسه ليکنې ونه کړې.
دعلمي اومنطقي ځواب په هيله.
د په تنګ له تبصرې بښنه غواړم.[/quote:2ea0cbc6cc]
وروه:
زه په جومات کې هم وخت تیروم، او بهر هم ژوند کوم، او په هر ځاي کې خداي ځما رب دې، دا الله جل جلاله تقسیمات دې چې دچا مخه يي عصري علومو ته کړې، او دچا مخه يي دیني علومو ته کړې،
او ما ته الله جل جلاله مخه دیني علومو کې راکړه، او انسان خو کمزورې دې ټولو علوم خو نشي حاصلولې، اګر که دا امید لرم چې آینده طب دوراثت تخصص کې زده کړې وکړم، خووخت ته به ګورو.
ما سره چې په لیسه کی کوم ملګري وو، ځیني يي اوس ډاکټران دې، او ځیني يي اینجنران دې، او ځینو يي ځما غوندې شرعي علومو ته مخه کړه، داسی نه چې زه عصري علومو کې کمزورې وم، دخداي په فضل له لمړي ابتدايي صنف څخه نیولې تر فاکولتې فارغیدو پورې مې لومړۍ پوزیشن له لاسه نه دې ورکړي، ځما سره په صنف کې یو ملګرې چې دوهم نمره وو، او ډیر تنافس مو سره درلود یو درې کاله مخکې له دکابل داینجنرۍ پوهنځۍ څخه فارغ شو.
خو زه په دی اختیار له خپل رب څخه ډیر خوشاله یم، او خداي دې وکړي چې دوطن او دین مصدر خدمت وګرځم.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: من یرد الله به خیرا یفققه في الدین.
ژباړه: هر چا باندې چې دالله جل جلاله دخیر اراده شي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي.
او زه دعا چې الله جل جلاله مې په دغو خلکو کې راولي.
تاسو دخودکشۍ باره کې څه لیکلې، زه نه پوهیږم چې زه دپښتو په لیکلو نه پوهیږم، او که ته يي په ویلو نه پوهیږي، تا دا دخودکشۍ خبره له کومه ځايه څخه راخیستلې؟؟؟؟
او که ځما دې لیکنو ستا په شمول نورو یاروانو ته څه درد رسولي وي، نو زیرې درباندې کوم چې دغه لیکنې به نورې هم اوږدیږي، او ډیر تسلسل به پیدا کوي، او هیله کوم چې نورې يي هم غني کړم، ځکه چې ځما دغه لیکنې له سلهاوو لیکنو څخه یو جز ګڼل کیږي، کومې چې به زه دې موضوع سره پیوسته کوم،ځکه چې ستا غوندې دخلکو لیکنې ما نور هم دیته هڅوي چې خپلې لیکنې لا پسې ژورې او دملحدینو بیخکندې کړم.

[quote:2ea0cbc6cc="sabawoon azadkhial"]د په تنګ له تبصرې بښنه غواړم.[/quote:2ea0cbc6cc]

بخښنه غواړم، ځما پورتنۍ لیکنه محترم ورور پتنګ صاحب ته متوجه نه وه، بلکه ځینې هغو کسانو ته متوجه وه چې خپل ځانونه ښه پیژني، او غواړې چې موضوع کې تخریب وکړي، خو ډاکټر وطنمل صاحب دې ورته خداي ویښ لري چې هر کله هم هغوي دموضوع دتخریب لپاره چټیات لیکي چې هغه ګل کړې، او په دې کار به د ډاکټر وطنمل صاحب ډیر ممنون اوسم.

په درنښت.


sabawoon azadkhial
31.01.2008

ساپی صيب له لېکنې څخه مو مننه
تاسې په خپله ليکنه کې دځان سپيناوی کړی او خپله بيوګرافي مو ليکلې ده خو که زما مقصد يوازی شخصا تاسی وای ما به درته ايمايل ليکلی وای او نه به می دټول افغان دلارې خپله ليکنه وړاندې کړې وای. ستاسې ليکنې ديوې خاصې ډلې اوسياسي - مذهبي مکتب استازيتوب کوي نو له دې کبله زما موخه ستاسې د ټول حرکت اوپاليسۍ څخه وه نه شخصا تاسی.
دخپل ۲۴ کلن عمر په تناسب دليکنې په استعدادکې خورا ښه ياست، اوزه درته مبارکي وايم. خو دژونددرازونو او لوړو ژورو ژورې پيژندنې له پاره ۲۴ کلن عمر لا کافی نه دی . په دې عمرکې انسان لا خون ګرم او احساساتي وي خو دوخت په تيريدو اوپخپله د ژوند څخه په زده کولو سره ورکې سترفکري بدلونونه رامنځ ته کيدی شي.
د په - تنګ له تبصرو څخه بښنه زما دليکنې په باب وه، نه ستاسې ليکنې ته کومه اشاره. هغه خوبې له شکه ستاسې نژدي دوست دی.


و.افغان
31.01.2008

[quote:1c6c323a1b="sabawoon azadkhial"]ساپی صيب له لېکنې څخه مو مننه
تاسې په خپله ليکنه کې دځان سپيناوی کړی او خپله بيوګرافي مو ليکلې ده خو که زما مقصد يوازی شخصا تاسی وای ما به درته ايمايل ليکلی وای او نه به می دټول افغان دلارې خپله ليکنه وړاندې کړې وای..[/quote:1c6c323a1b]
زه ستا په زړه څه پوهیږم، ستا لیکنې ته ګورم، تاسی ځما په اړه یوه خیالي بیوګرافي ترتیب کړې وه، او دلته مو ټولو لوستونکو ته ایښي وه، او ما دهغي خیالي بیوګرافۍ په مقابل کې خپله حقیقي بیوګرافي لوستونکو ته کیښودله.

[quote:1c6c323a1b="sabawoon azadkhial"]
ستاسې ليکنې ديوې خاصې ډلې اوسياسي - مذهبي مکتب استازيتوب کوي نو له دې کبله زما موخه ستاسې د ټول حرکت اوپاليسۍ څخه وه نه شخصا تاسی..[/quote:1c6c323a1b]
زه هیڅ سیاسي مکتب سره تړاو نه لرم، او نه کوم مذهبې مشخص مکتب سره، او نه علمي بوختیاوو ددی وخت راکړې، زه یواځي یو مسلمان یم، او دخپلې ټولنې دترقۍ، او خدمت امیدوار یم، او ددغه کار لپاره زه له خپل قلم، او ژبې څخه کار اخلم.

[quote:1c6c323a1b="sabawoon azadkhial"]
خو دژونددرازونو او لوړو ژورو ژورې پيژندنې له پاره ۲۴ کلن عمر لا کافی نه دی . په دې عمرکې انسان لا خون ګرم او احساساتي وي خو دوخت په تيريدو اوپخپله د ژوند څخه په زده کولو سره ورکې سترفکري بدلونونه رامنځ ته کيدی شي..[/quote:1c6c323a1b]

درټلو، او بیا دنصیحت کولو څخه دی مننه!!!

[quote:1c6c323a1b="sabawoon azadkhial"]
د په - تنګ له تبصرو څخه بښنه زما دليکنې په باب وه، نه ستاسې ليکنې ته کومه اشاره. هغه خوبې له شکه ستاسې نژدي دوست دی.[/quote:1c6c323a1b]

الله جل جلاله فرمايي:
انما المؤمنون اخوة.
ټول مؤمنان سره ورونه دي
او هر مسلمان زما ورور، او ځما دزړه سر دی.


و.افغان
31.01.2008

اوومه ډالۍ: دا لیکنه دافغانستان هغو کمیونستانو ته ډالۍ کوم، چې دخلکو دغولولو لپاره ناکام کوښښ کوي چې مارکسیزم او دخداي وجود دواړه په یوه وخت ثابت کړې، یا په بل عبارت چې وايي: چې مارکسیزم او پر خداي یا دین اعتراف کوم تضاد نه لري.
ځما ګرانو ورونو: زه به دې لیکنه کې تاسو د ځیني کمیونستي معتمدو کتابونو څخه خبرې را نقل کړم، او تاسې پرې فیصله وکړۍ:

غواړم چې دجورج بولیټرز، جيبیس، موریس کافین، له کتابو څخه دغه عبارتونه راواخلم، او دغه کتابونه دکمیونستۍ دپیژندنې لپاره مهم او اساسي کتابونه پیژندل شوي، چې مبتدئین او متخصصین ټول ترې استفاده کوي.

دجورج بولیټرز کتاب (دمارکسي فلسفې أصول) کوښښ کړې چې دمارکسی فلسفي ټول أصول په مختصر ډول په یوه کتاب کې راغونډ کړي، دا کتاب له نورو کتابونو ډیر مهم دې، ځکه چې دنورو کتابونو کې مارکسي اصولو تر څنګ دګوندونو، سیاسي پروګرامونو، دانقلابي تنظیم طبیعت او داسی نور مسائل ګډ شوي دي.

ځکه خو په دغه کتاب کې به مو دمارکسي فلسفې دپیشوایانو لکه مارکس، انجلز، ماوتچې تونګ، جوزیف ستالین، لینین او دداسی نورو ډیر اقتباسونه دمطالعي پر مهال تر سترګو کیږي.

په پورته یاد شوې کتاب کې یو وړوکې فصل شتون لري چې د دین څخه عموما اودخداي دوجود څخه خصوصا دمارکسیزم موقف ډیر ښه واضحوي، ددغه فصل نوم دې: (مارکسیت او دین).

او دغه وړوکې فصل د ۲۳۶ صفحي څخه نیولې تر ۲۴۵ صفحې پورې غزیدلې دې، ///دصیدا مکتبې چاپ، بیروت لبنان.

[color=white:c5a2924b5e]لومړۍ اقتباس:
دکتاب لیکوونکې وايي:
کومه چې مادي نظریه ده، نو مادې ته دهغې نظر، اودمادې داخلي ضروري ودې ته دهغې کتنه هغه مجبوروې چې په دې قائله شي چې دا نړۍ یا دا کون همیشه پاتې کیدونکې دی، او په خپل همیشنې تحولاتو او تغییراتو کې نهایت نه لري، او دا چې ماده فنا کیږي نه، اونه پیدا شوې ده.[/color:c5a2924b5e]

دوهم اقتباس:
په دې کې هیڅ شک نشته چې دخداي فکره، دیني عواطف، او دیانت په نړۍ کې شتون لري، خو دغه څیزونه یو تفسیر ته ضرورت لري،[color=blue:c5a2924b5e] او په ځاي ددی چې مونږ ووایو چې انسان یو الهي مخلوق دی، چې په خپل ذات کې الهي عنصر، او طبیعي عنصر جمع کوي، لکه څرنګه چې دمرګ او همیشوالې عنصرونه په دې دنیا او په آخرت کې جمع کوي،
پکار ده چې ووایو: خداي او دیانت دواړه یو انساني جوړ څیزونه دي، ځکه چې الهي عنصر دانسان لاس جوړ دې، او انسان دالهي عنصر لاس جوړ نه دې. [/color:c5a2924b5e]

دریم اقتباس: بیا مارکسي عقیدې ددین دتفسیر لپاره وروستي عناصر مینځ ته راوړل، او دادې ددغه تفسیر مبادئ:

لومړۍ مبدأ: ددیانت لومړنۍ صورت، او همدارنګه روحاني مراسم، دطبیعي اواجتماعي اوښتونو مثالي یا میتافیزیقي بدائي تفسیر، او همدارنګه ددیانتونو هغه لوړ صورتونه چې په فلسفي، اخلاقو نظریاتو، او په روحاني مراسمو ولاړ دي، لکه لمونځ، اوتصوفي قربانۍ،[color=white:c5a2924b5e] دغه ټول څیزونه دیوه انساني حقیقي لاس جوړونې څخه تعبیر کوي:
او هغه دا چه: دانسانیت په شروع کې انسان ډیر عاجزه وو، دطبیعت په وړاندې عاجزه وو، دا هغه کمزورتیا وه چې دکمزورې انتاج ودې پورې يي تړاو لره، همدارنګه دغه انسان داجتماعي مظاهرو په وړاندې عاجزه وو، کوم چې په طبقاتي ظلم، دامید ورکیدا، او داجتماعي پوهې کمزورتیا پورې اړه لري .....
خو که چیرې دیانت مونږ ته دعملي ژوند دورکړل شوو څیزونو انځور کاږي، نو ضرور ددغه څیزونو سرچپه انځور کاږي.[/color:c5a2924b5e]

دمثال په طور: دغه دیانت مونږ ته دخوبونو، او دهغه انسان دخواهشاتو انځور کاږي کوم چې دجهل ښکار شوې دی، نو بیا خداي دهغه لپاره لوړ بچوونکې شي، او تر هر څه کاملترین جوړ شي،

[color=blue:c5a2924b5e]او هغه تناقض او تضادونه چې مونږ دخداي په فکره کې پیدا کړي، یواځې او یواځې دداخلي فکري تضادونو تعبیر کوي، کوم فکري تضادونه چې په پوره کمال، پوره پیژندنې، او پوره خوشالۍ کې انسان دخپل ځان لپاره جوړوي.
او دغه ټول فکرونه خیالي، میتافیزیکي فکرونه دې، چې دغه انسان په کې دخپل واقعي نړۍ، او خیالي غوښتنو، انځور ویني، کوم انځور چې هغه ته دهغه ناپوهې کاږي.[/color:c5a2924b5e]

[color=white:c5a2924b5e]دویمه مبدأ: پکار ده چې ددین باره کې دڅیړنې یو بل اهم عامل هم وپیژنو، هغه دا چه هر کله دین له جهل او ناپوهۍ څخه ځیږیږي، نو په دې وخت کې دعلمي تفسیراتو ځاي خیالی تفسیرات نیسي، نو په واقع پټه کړي، او داوښتونو اوتغییراتو په حقیقی یا موضوعي تفسیر باندې پردې واچوي.[/color:c5a2924b5e]

نو ددې په خاطر متدین شخص هر وخت دعلمي مبادئو ضد وي، او دغو علمي مبادئو ته دشیطان عمل وايي، ځکه چی هغه دیندراه په خپلو وهمونو باندې ډیر حریص وي، او په ټولنه کې استفاده جو طبقي کوښښ کوي چې دغه خاصیت استعمال کړي، تر څو خپله استفاده جويي له زیارکښو طبقو څخه پټه کړي، لکه څرنګه چې مو مخکې درس کې ورته اشاره وکړه، نو دغه استفاده جو طبقي دزیارکښو طبقو جمود او سلبیاتو ته ډیر ضرورت لري تر څو چې دهغوي ټکول همیشوالې پیدا کړي، همدا رنګه هغوي په حاجت کې دي چې سر ټیټ کړي او په شوې قضا او قدر باندې ایمان راوي.
دا له یوه اړخه، له بل اړخه پکار ده چې عام خلک دیوی بلې دنیا دخوشالیو په طرف وهڅول شي، او د همدې لپاره جنت ته دداخلیدو ارزو، او تسلي مینځ ته راشي، او دا دخلکو ته وویل شي، چې دغه ارزو او تسلي ستاسو دهغو قربانیو عوض دې، کومې چې تاسو په ځمکه تر سره کړي دي.
نو دلته عقیده واړول شي، او هغه خلکو چې دغو سختیو ته يي دیوه سخت مصیبت په سترګه کتل، هغه نظر يي په آخرت کې د خلاصیدو په امید بدل شي.

[color=blue:c5a2924b5e]څلورم اقتباس: نو اوس پوه شو چې دیانت له لومړیو پیړیو څخه دیو فکري قوت په څیر استعمال شوې دی، تر څو نظام وساتي، او دا دیانت دخلکو لپاره نشه کوونکې آفیین دي، لکه څرنګه چې مارکس ویلي دي، سره له دې چې روشنفکرې حاکمې طبقي دهغو نظریاتو په یوی کلمې هم اعتقاد نه کوو، کوم نظریاتو چې هغوي په عامو طبقو باندې دتأثیر دهمیشه لپاره استخدامول.[/color:c5a2924b5e]

[color=white:c5a2924b5e]پنځم اقتباس: له دې درس څخه په دې فکر ه ووځو، چې دا نړۍ مادي ده، او مادي دیالکتیکي عقیده ځمونږ په دې وخت کې یواځينۍ انقلابي عقیده ده.
نو هر کله چې دخداي فکره، او دروح فکره، یواځي یوه تشه فکره شي، او یواځې دپخواني انسان د رنګارنګ جهالتونو لپاره یو رمز شي، نو نشته هیڅ کله هیڅ یو لوي خلاصوونکې چې انسان خلاص کړي.[/color:c5a2924b5e]نشته دانسان لپاره هغه څه چې هغه ييي غواړي مګر هغه کار چې دۍ خپله په دې دنیا کې ترسره کوي، او لاس ته يي راوړي. او مادي نظریه دا ښوونه ورښيي، چې نړۍ چې څنګه ده هماغسې ده، نړۍ په خپله صحيح وضعه کې ده، نه په سرچپه وضعه کې.

ځما محترمو ورڼو: د فریډریک انجلز له کتاب څخه ((انټي دوهرنګ، یا ضد دوهرنګ، ))) دغه خبره تاسو ته را اخلم.
نوموړې دخپل کتاب (ضد دوهرنګ، انجلز، دار التقدم،) په ۳۶۶ صفحه کي وايي:
[color=blue:c5a2924b5e]بیشکه دین چې کوم دی، هر یو دین چې وي، دخلکو په ذهنونو کې یواځې دهغه بهرني قوتونو انعکاسي خیال دې کوم چې په هغوي باندې په روزمره ژوند کې تسلط او سیطره لري.[/color:c5a2924b5e]دا یو داسې انعکاس دې چې په هغه کې ځمکنې قوتونه ځانته دغیر ځمکنې قوتونو شکل غوره کوي.

ځما محترمو وروڼو: دغه ځینې خبرې چې ما دمارکسیانو له کتابو څخه نقل کړې ددې په څیر په سلهاوو خبرې نوری هم شته دې چې ټولې يي ددغه قانون څخه نتیجه ګیرې کوي، او هغه داده : چې فکر دمادې څخه زیږیدلې دې، یا ماده له فکر څخه مخکې ده، او یا فکر او عقل دمادې په نتیجه کې مینځ ته راغلي دي، په دې معنا چې ماده یو ازلي ورکوونکې موجود دې، او فکر ددغه ازلي ورکوونکې موجود په نتیجه کې مینځ ته راغلې، او ددغې مادې انعکاس کوي، نو فکر دوهم ورکوونکې چې له دغه اول ورکوونکې څخه زیږدیدلی دی.
انجلز په یوه بل ځاي کې وايي: ددیانت اصول په څو محدودو جاهلو نظریاتو کې راټولیږي، کوم چې په همجي حالت کې مینځ ته راځي.
ګرانو ورونو: له پورتنیو خبرو څخه ښکاري چې هغوي الحاد ته دعوت کوي، او نه په رب، او نه په کوم دین اقرار کوي.

[color=white:c5a2924b5e]نو له دې وروسته چې څوک په یوه وخت کې دمارکسیت او دیانت دعوی لري،
یا خو دمارکسیت په اصولو جاهل دې، او یا هم درواغجن او منافق دې، ددې لپاره چې جاهل ځوانان دهغوي په ګنده پنجرو کې ورغورځیږي.[/color:c5a2924b5e]

او که دا فرض کړو چې دغه سړې جاهل دي، او په جهل سره په یوه وخت کې دمارکسیت او دیانت دعوی لري، نو دغه ایمان هیڅکله هغه ته ګټه نه رسوي، ځکه چې دهغه دا نظر دی چی دمارکس دخداي جل جلاله تر شریعته بهتر دې،
[color=blue:c5a2924b5e]بلکه لوي حماقت دادی چې ځیني له دوي څخه دا ګمان وکړي، چې یواځي دخداي په وجود باندې ایمان له هغوي څخه مسلمانان جوړوي،[/color:c5a2924b5e] نو دا څرنګه مسلمان دې، چې دخداي شریعت په ځاي پریږدې، او دمارکس شریعت پری بهتر بولي، دا څنګه مسلمان دې چې دالله جل جلاله له امرونو څخه سرغړونه کوي، او دمارکس شریعت ټکې په ټکې تطبیقوي.

[color=white:c5a2924b5e]محترمو وروڼو: په حقیقت کې ددې قاعدې چې فکر دمادي په نتیجه کې مینځ ته راغلې، او دالله جل جلاله وجود تر مینځ هیڅ توافق نشي راتلاي، او مارکس خپل ټول قوانین ددغې قاعدې په بنا ایښي، په دې معنا چې که چیرې دغه قاعده ماته شي نو دمارکس ټول اقتصادي، او سیاسي فلسفه له مینځه ځي، او له دی سقوط وروسته به دمارکسیت په اړه غږیدل هم صرف لیونتوب وي.[/color:c5a2924b5e]

خو ددې قانون دسقوط سره څرنګه ټول مارکسیزم له مینځه ځي؟؟ دا به ان شاء الله په آینده کې ښه په تفصیل شرحه کړم.


اور- بل
02.02.2008

عزتمند ورور وهاج صیب ته سلامونه دعا او نیکې هیلې وړاندې کوم .
د ټول افغان لوستونکو ته ډیر ښه چانس په لاس ورغلی چې ستاسو له علمي پانګې څخه برخمن شي .
دغه موضوع مو هم ډیره په زړه پورې موضوع راپيل کړې خدای (ج) دې توفیق درکړي چې ددین په ګټه الحاد مات کړئ او اړونده پوښتنې چې راپورته کیږي تاسو یې په روښانه توګه ځواب کړئ .
تاسو دالحادیانو ډیرې پوښتنې په کلا سيکواثارو کې تشخیص کړي ، خو زماپه اند کلاسیک آثار نه څوک لولي او نه دومره اغیز لري ، نو خطر یې هم ډیر نه دی .
خو لرعکس هغه پوښتنې چې د سړي سره د ادیانو په متن کې راپورته کیږي او لاینحل پاتې کیږي پایلې یې منفي تمامیږي ، چې ځینې پیغلې او ځوانان ژر بی لارې کولی شي !
که لوستونکي خپلې دغسې پوښتنې مطرح کاندي او تاسو یې ځواب کړئ له ډیرو مسلمانو پیغلو او ځوانانو سره به مرسته وکړئ .
ځینې پوښتنې چې له ماڅخه شوي او ما یې بشپړ ځواب نه دی موندلی په لاندې ډل وړاندې کوم :

۱ـ دموسی (ع) ۷ مسلسلې معجزې تاریخ نه دي ثبت کړي ، هغه وخت خو هیروغلیف لیک او نور لیکدودونه موجود و، دغسې سترې پیښې له تورات پرته ولې په مصر کې ثبت نشوې او ولې یې آثار نه دي پاتې شوئ؟

۲ـ د تورات آسماني اصل نسخه په لاس کې نشته او موجوده نمونې یې لږ تر لږه د موسی (ع) له وفات څخه ۵۰۰ کاله وروسته لیکل شوي دي ، چې نه یواځې تاریخ یې دسند په حیث نه مني بلکې اسلام هم وایي چی ګوتې په کې وهل شوي او د اصل تورات سره یوشی نه دي . د تورات د اسماني لیک نسخه ولې نشته ، څشوه او هغه لس ډبرینې تختې څشوې چې لس شرعي احکام پرې بیل بیل کښل شوي وو ؟؟

۳ـ ډیر پوښتونکي وایي موسی (ع) د طور په غره څلویښت ورځو ته څه اړتیا لرله ، تورات خو له اسمانه بشپړ راتلو او په همغه لومړۍ ورځ یې راوړلی شو . دا څلویشت ورځې په کې ده څه اصلاحات کول که څنګه (؟) چې قوم هم ترې په همدې څلویښتو ورځو کې بدرا شو او ډیر یې سامیري ته ترې واښتل او په خپل ورور هارون (ع) یې هم لاس پورته کړ ؟

که دقلزم له سیند څخه موسې (ع) په هغسې زبردسته معجزه راتیر شوی وي او قوم یې دا او نورې ټولې معجرې د سر پّه سترګو ولیدې، نو بیا څنګه او ولې په نوموړو څلویښتو ورځو کې ګمرا ه کیدای او د سامیري سره تلای شول ؟

٤ ـ که صحیفې حقیقت لري نو آسماني لیک به د لومړني او وروستني لیک په توګه موجود وای ،که صحیفې رښتیا په لیکلې شکل راغلې وي تر هیرو غلیف د مخه ولې اسماني لیکدود د صحیفو په شکل مروج نشو. آیا تر لیک لوست بله مهمه ښودنه شته ؟ هغه پیغمبران چې صحیفې یې لوستلې ټول باسواده وو نو په قوم کې یې څنګه دلیک لوست آثار او سلسله پاتې نشوه او بشر د لیک د ایجاد له ربړې سره مخ پاتې شو ؟؟؟

٥ ــ وایي چې د موسی (ع) ژبه نښتله، نو د فصیحو خبرو له پاره یې له خدایه وغوښتل چې ورور هارون (ع) ته یې هم د نبوت درجه ور په برخه کړي او له دۀ یره د یو مرستیال په توګه مرسته وکړي . پوښتنه داده چې : هغه ولې له خدابه د ژبې د رغیدو غوښتنه نه کوله او خدای (ج) څنګه دهارون پرځای دده د توتله ژبې علاج
نه کاوه ؟
٦ ــ داچې هارون (ع) تر موسی (ع) دمخه نشو پیغمبر کیدای، خو د هغه دمرستیال په توګه پیغمبر شو، دا ښیي چې سواځې د موسی (ع) غوندې یو ستر نابغه پیغمبر کولی شو چې اسماني کتاب پرې ز نارل شي لکه څنګه چې وروسته عیسی (ع) او محمد (ص) هم ستر نابغه کتاب لرونکي پیغمبران شول .
پوښتنه داده چې د نوابغو تر پیدا کیدو پورې د نوي اسماني کتاب نزول هم معطل پاتې کیده ، ددې اصلې وجه څه ده ؟ آیا اسماني کتاب له نبوغ پرته پر بل بیغمبر نشو نازیلیدای ؟

٧ـــ کله چې له ۱۲۴۰۰۰ پیغمبرانو څخه یواځې پر څلورو پیغمبرانو کتابونه نازل شوي، نور ۱۲۳۹۹۶ ټول یې تر موسی (ع) دمخه تیر شوي. که په هریوه صحیفې نارل شوي وي نو دادومره صحیفې څه شوې ؟ که یواځې دریمه برخه یې صحیفې لرلې هم ډیرې دي ، دا ټولې ولې ورکې او په شفاهي ډول هم کومې ژوندۍ پاتې نشوې ، دا ولې ؟؟؟
یو څوخپلې اصولي پوښتنې هم شته ، چې سوچه دیني پوښتنې دي خو که لومړی دا پورتنۍ ځواب شي نو د الحادیانو له شر او د شاګردانو له جنجال څخه به مې غوږونه په آرام شي ، بیا به خپلې پوښتنې هم وړاندی کړی شم .
په درنښت !


درويش
03.02.2008

د ساپي صاحب نه به يو سوال زه هم وکړم (نور ملايان يې هم که وغواړي ځواب راته ويلاى شي)
اسلام وايي چې خداى پاک انسانانو ته څلور مذهبونه او کتابونه راليږلي دي او دا هم وايي چې خداى پاک د خپلو پيدا کړو انسانانو سره دومره مينه لري لکه يوه مور د خپلو بچو سره. او دا هم چې خداى پاک عالم الغيب دى.
خو تاريخ وايي چې په نړۍ کې تر ټولو ستر او زيات جنګونه د دې څلورو مذهبونو د منونکو ترمنځ شوي دي. دا به کېدل ځکه چې ته يوه اوږده زمانه خلک يو مذهب ته رابلې او بيا ورته يو دم وايې چې دغه مذهب منسوخ دى اوس دا ومنئ، لکه امريکا او پاکستان چې شل کاله افغانانو ته ويل چې مجاهدين شئ خو بيا يې يو دم ورته پاليسي بدله کړه او هماغو خپلو مجاهدينو ته يې ترهګر ويل پېل کړل نو يو نوى جنجال راپېدا شو.
طبيعي ده چې کله خداى پاک د خپلو پېغمبرانو له لارې تر يوې اوږدې زمانې پورې خلک يو مذهب ته رابلل او بيا يې هغه مذهب منسوخاوه اوبل ته يې دعوت کول نو جنجال به پېدا کېده. هغه خلک چې په پېړيو پېړيو يې يو مذهب منلى وي په اسانۍ سره بل مذهب ته نه اوړي.
سوال دا دى چې ايا خداى پاک په دې نه پوهېده چې ديو مذهب د منسوخولو او بل مذهب د نازولو په وجه به دا جنجالونه او جګړې منځ ته راځي؟ که پوهېده نو په هماغه اول سر کې يې يو مذهب (لکه اسلام) ولې نه رالېږه او بيا بيا د مذهبونو بدلولو ته څه اړتيا وه؟ خو د زبور، تورات، او صحيفو په ځاى به يې په هماغه اول سر کې قران نازل کړاى وى او خلکو ته به يې ويلي واى چې تر قيامته همدا ستاسو مذهب او همدا مو کتاب دى. نو په نړۍ کې به دا د مختلفو مذهبونو او دينونو ترمنځ جګړې او د مذهبونو په نومونو عامه وژنې نه واى. نه به صليبي جنګونه واى او نه جهاد. نه بمباريانې او نه حلالول.


اور- بل
03.02.2008

درویشه وروره له سلام اودرناوي وروسته درڅخه یوه هیله لرم :
زما پوښتنې اصولي او اړینې پوښتنې دي ، له ډیزو مناقشو څخه داوتلې پوښتنې دي ، که ځواب شي ډیرومسلمانانو ته ګټه لري ، خو ستاسې پوښتنې سطحی او یو ډول پولېمیک ښکاري، چې تر یوې اندازې پورې یې ما غوندې یوه کم معلوماته خور هم درته ځوابولی شي ، نو وهاج صافي صاحب به پرې نه ځوروو:
لومړی خو ستا له څلو رو مذهبونو څخه څلور دینونه یا څلوز اسماني کتابونه مطلب دی، ڼه څلور فقي مذ‌هبونه چې همدا اوس په لسلامي فقه کې شته !
۲ ـ بنشټي خبره داده چې د څلورو اسماني کتابون سره څلور دینونه نه دي راغلئ ، بلکې درې دي چې د تورات انجسل او قران کریم پیروان دي ، زبور په اخلاقیاتو کې
د تورات بشپړاوی و او بس ، بیل دین یې نه دی رامنځته کړی .
۳ ـ اسلام هماغه لومړنی او وروسانې دین دی چې له ادمه تر قرانه پورې اسماني هدایات راهغاړي ، صرف تورات زبور انجیل یې بشپړنکې برخه نه ، بلکې قران کریم د پولو آسماني کتابونو بښئزونکی کتاب دی . په تودات او انجیل دواړو کې د قران او محمد (ص) د پیغمبرۍ وړاند وبونکی زیری اړوندو امتونو ته ورکړل شوی دی ة خو لکه چې وبنو ګورو تورات له لومړي نزول څخه ۵۰۰ کاله وروسته او انجیل له خپل نزول حخه ۳۰۰ کاله وروسته کلیسا په خپله خوښه له لاسوهنو او تغیراتو وروسته چاپ کړی او د اسلام ، قران او محمد (ص) په اړه یې تحریف کړی
دی .
۴ـ سره ددې هغه ادیان بشپړ نه و او تر قیامته پورې یې نویو دیني اړتیاو هم ځواب نشو ویلی او هغه وخا د قرآن د درک کولو له پاره د بندګانو دشعور سطحه په کافط اندازه لوړه نه وه چې له اول څخه یې ورته ًرآن رالیږلی وای . قًران د محتوا، شرعي او
اخلاقي احکامو او په تیره بیا د ژبیزې جمله بندۍ له مخې هم یوه ستره معجزه ده !
نو ستاسې دا پرتلنه چې امریکا لومړی مجاهدینو ته داسې او بیل دهغې برعکس داسې لو دایې ویل د تبزو ادیانو او اسلام له پاره پرځای پرتلنه نه ده . اسلام باید
هم د محتوا له مخې او هم د تاریخي اړینتیا له مخې د تپرو اسلامي ادیانو( تورات او انجیل) تکمیلونکی ، توحیدونکی او ادغامونکی دین وبلې، نو هله بیا دعسې پوښتنې درته نه مط رح کیږي !
او اسلام هم د دیهودیزم او عیسویزم په څیر د بتپرستۍ پر ضد راغلی او هلته خپور شوی چې هلته بتپرستي یا آتشپرستی وه، د اسماني کتابونو د پیروانو سره یې [color=white:8c8c20c01f]اساسي[/color:8c8c20c01f] ټکر هم نه دی راغلی !
که قناعت مو حاصل نه وي بیا به هم وهاج صاحب رما د پوښتنوله ځوابولو وروسته ستاسې هغه هم در ځواب کړي . انشا الله !


و.افغان
03.02.2008

درنې غوټۍ خورې:
سلامونه مې ومنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
څنګه چې ما دا سرلیک یواځې دخداي دموجودیت په اړه، دملحدانو سره دمناقشي لپاره پرانیستې، او ستاسو سوالونو ځما دیوه سرلیک: (((داسلام په اړه شبهې او هغه ځوابونه)) سره ډیر اړخ لګاوه، نو په تفصیل سره ستاسو دسوالو ځوابونه هلته کړي، دي، تاسو کولاي شۍ چې هلته ورته مراجعه وکړۍ.
دا لینک کیکاږۍ:

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25515&sid=2f6cb7d4a9336af89dd1611b0eebba41#25515


و.افغان
03.02.2008

[color=white:8573696fdc]اتمه ډالۍ:

له ملحدینو، او دخداي دمنکرینو څخه یوه پوښتنه کوم، او هغه دا چه:
تاسو عقیده لرۍ، چې دا نړۍ دیوه لوي انفجار په نتیجه کې مینځ ته راغلې، او هغه داسې چې لایتناهې الحجمه کتلې کې بلیونونه کلونه مخکې یو عظیمه چاودنه وشوه، او ددغې کتلې بڅرکې ددې کون په ټولو اړخونو کې خواره شول،.... او په همدې چاودنې، ځمکه، ستوري، او په فلک کې نور مخلوقات مینځ ته راغلل.

صحي ده، دا خو یوه نظریه ده، که چیرې په قطعي او یقیني دلائلو سره دا ثابته شې، مونږ يي هم منو، او دقطعي دلائلو څخه موخه داده کوم چې ددغه علم دخاوندانو لپاره قطعي وي، ځکه چې هغوي يي متخصصین دي.

خو سوال دادی:
چې لږ نور هم مخکې لاړ شه او فکر وکړه، چې دغه کتله کومې کې چې چاودنه وشوه، له کوم ځایه راغلې، آیا له لا وجود څخه راغلې؟؟
چا پیدا کړې؟؟؟[/color:8573696fdc]


و.افغان
07.02.2008

نهمه ډالۍ: دانسان حقوق او اخلاق یوه میتافیریکي قضیه ده.

محترمو وروڼو: دانسان حقوق او ښه اخلاق یوه سوچه میتافزیکي قضیه ده، نو کله که څوک ووايي: چې ټول انسانان په حقوقو کې مساوي دي،
نو دهغه دا خبره هغه وخت ممکنه ده، هر کله چې دغه انسان دیوه خداي مخلوق وي، ځکه چې دانسانانو تر مینځ برابروالې یو اخلاقي خصوصیت دې،
او هیڅکله هم طبیعي، مادي، او عقلي خصوصیت کیداي نشي.
ځکه چې انسان دمادي، طبیعي، او عقلي نظر له مخې پرته له کوم شک څخه غیر مساوي دي، او یواځې او یواځې ددین په اساس ضعیف انسانان کولاي شي چې دمساواة مطالبه وکړي، او خپل حقوق وغواړي.
نو دغه ضعیف بدنه خلک، او دمال، صحت، او عقل فقیران همیشه دمحفلونو له دسترخوانونو څخه لیري وي، او هغوي له ځانه سره هیڅ کوم دلیل نه لري، پرته له دې چې دین دلیل ونیسي، او داوچتو طبقو خلکو ته ووايي چې ددوي حقوق له هغوي سره شریک دي، او کیداي شي چی دالله جل جلاله په نیز له دغو خانانو یاغنیانو څخه ډیر افضل او بهتر وي.
او دا خبره دمساوات په ښکاره کولو کې ددین دلوي اهمیت ښودنه کوي،
مادي نړۍ په خپل طبیعت سره ټول امتیازات او مجاملات دقوي خلکو لپاره ذخیره کوي، او دکمزورو، فقیرانو، او غریبانو خلکو لپاره يي په قاموس کې پرته له ریشخند وهلو بل څه نشته؟؟

[color=white:76929f421b]
ځکه خو یو مادي، ملحد، او لادیني حق نه لري، چې دانساني حقوقو، او اخلاقو په نوم وغږیږي، او ددې نومونو لاندې خپل زهر جن تبلیغات خلکو ته ورسوي.[/color:76929f421b]


و.افغان
09.02.2008

لسمه ډالۍ: داروینیزم او دداروین اولاده په کارتوني انځورونو کي:
هیله ده چې خوښ مو شي:

[img:4cbf85d840]http://www.cartoonstock.com/lowres/gpi0036l.jpg[/img:4cbf85d840]

[img:4cbf85d840]http://www.cartoonstock.com/newscartoons/cartoonists/mba/lowres/mban2161l.jpg[/img:4cbf85d840]

[img:4cbf85d840]http://www.cartoonstock.com/newscartoons/cartoonists/mba/lowres/mban1476l.jpg[/img:4cbf85d840]

[img:4cbf85d840]http://www.cartoonstock.com/newscartoons/cartoonists/cgo/lowres/cgon32l.jpg[/img:4cbf85d840]

[img:4cbf85d840]http://www.cartoonstock.com/newscartoons/cartoonists/cgo/lowres/cgon349l.jpg[/img:4cbf85d840]

[img:4cbf85d840]http://www.cartoonstock.com/lowres/dre0535l.jpg[/img:4cbf85d840]

[img:4cbf85d840]http://www.cartoonstock.com/lowres/dre0141l.jpg[/img:4cbf85d840]

[img:4cbf85d840]http://www.cartoonstock.com/newscartoons/cartoonists/rbr/lowres/rbrn15l.jpg[/img:4cbf85d840]

[img:4cbf85d840]http://www.nearingzero.net/screen_res/nz049.jpg[/img:4cbf85d840]

[img:4cbf85d840]http://www.nearingzero.net/screen_res/nz334.jpg[/img:4cbf85d840]


Mohammad Hassan
10.02.2008

ښاغلی وهاج صافی ته سلامونه!
ما د تاسې تر دې عنوان لاندې دوه ، دری ليکنې ولوستې . تاسې په داسې حال کې چې ځينی شيونه توضيح کړی هم دی، ډير سوالونه مو هم ځانته راجع کړی دی، چې د هغو له جملې څخه به زه دلته ستاسې د يوې ليکنې په اړه څو سوالونه طرحه کړم، هيله ده چې د هغو په هکله راته لازم توضيحات راکړی.

تاسې ليکلی دی چې:
[quote:ca4d41d4f8]
دوهمه ډله:
اۍ کمیونستانو، مارکسیانو، او ملحدینو!!!!!
سره له ډیر احترام یو سوال او هیله ده چې خفه مو نکړي
[/quote:ca4d41d4f8]

تاسې په کوم دليل کمونستان له مارکسيستانو او دا دواړه بيا له ملحدينو سره په يوه کتار کې راوستلې دی؟ لطفا توضيح کړی چې ستاسې له نظره کمونستان څوک دی، او مارکسيست چاته واياست ؟

بل ځای مو ليکلی دی:
[quote:ca4d41d4f8]څنګه چې ستاسو عقیده چې ددې عالم رب نشته، یعني خداي نشته، لکه څنګه چې تاسی دعوی لرۍ،
نو آیا څه مانع شته، داسی څه شته چې تاسی دستاسو دمورګانو، خورګانو، لورګانو، له واده کولو څخه منعه کړي، ځکه چې ستاسو په قاموس کې حرام او حلال نه شته.
نو بیا په دغه کار هم اقدام وکړۍ، او خپل شجاعت مونږ ته راوښايي او په جرأت سره اعتراف وکړۍ.[/quote:ca4d41d4f8]

د تاسې د معلومات پر اساس کومو کمونستانو له خدايه انکار کړی، او آيا داسې کمونستان په تاريخ کې نشته چې په خدای او دين کلک معتقد ؤ؟
د تاسې د معلوماتو پر اساس د تاريخی پس منظر د په نظر کې نيولو سره کولای شی وواياست، چې د مورګانو، خورګانو، لورګانو او نورو محارمو سره نکاح او جماعت څه وخت منعه شوی دی او علتونه يې څه ؤ؟

تاسې په کوم ځای کې اوريدلی، ليدلی او يا لوستلی دی، چې په کومه ټولنه کې د له محارمو سره جماع او نکاح منعه نه وی؟
آيا په مسکو او شوروی کې له محارمو سره نکاح رواج ده او که نه ده رواج، نو علت يې څه بولې؟
کولای شې چې معلومات وليکې چې د لومړی ځل له پاره په کوم دين کې له محارمو سره جماع او نکاح منعه شوه؟
آيا دا محارم هم يوه «مټافزيکی قضيه» بولې چې د تاريخ په اوږدو کې يې فرق نه دی کړی؟ او که دا يوه ديالکتيکی او تاريخی قضيه بولې چې د وخت په مرور يې فرق کړی دی؟
يا په بل عبارت سره، محارم په ټولو اديانو کې يو ډول دی، او که په مختلفو اديانو او کلتورونوکې محارم هم فرق لری؟

ستاسې د سمو او منطقی ځوابونه په هيله!
روغ او جوړ اوسې!


و.افغان
11.02.2008

محترم ورور ښاغلې محمد حسن صاحب
وعلیکم السلام:
په خیر راغلې.

[quote:f00db92cb4="Mohammad Hassan"]

تاسې ليکلی دی چې:
[quote:f00db92cb4]
دوهمه ډله:
اۍ کمیونستانو، مارکسیانو، او ملحدینو!!!!!
سره له ډیر احترام یو سوال او هیله ده چې خفه مو نکړي
[/quote:f00db92cb4]

تاسې په کوم دليل کمونستان له مارکسيستانو او دا دواړه بيا له ملحدينو سره په يوه کتار کې راوستلې دی؟ لطفا توضيح کړی چې ستاسې له نظره کمونستان څوک دی، او مارکسيست چاته واياست ؟![/quote:f00db92cb4]

ځما مقصد دلته دکمیونستۍ څخه هغه کمیونستي ده چې دکارل مارکس او دهغه دملګري فریدریک انجلز په لاسونو يي بنسټونه او تاداوونه وویستل شول، چې سوچه په الحاد بنا ده، او دالحاد لپاره يي دا کافي ده، چې له هر څه مخکې په دی معتقد دي چې ماده په فکر مخکې ده،او فکر دمادې پیداوار دی، او بیا يي خپل ټول دیالکتیکي، حتمي (البته دهغوي په نظر) قوانین ددغې قاعدي پر بنا ایښي دي، او که چیري دغه قاعده يي له مینځه یوړل شي، نو دمارکسیت ټول قوانین او اصول پرې له مینځه ځي، هغه که اشتراکیت دي، یا تاریخي مادیت، او یا که نور قوانین دي.
دا درسره منم چې دتاریخ په اوږدو له ډیر پخوا څخه ځینو فیلسوفانو داشتراکیت نعری وهلي دي، او هم يي په خداي باندی دعقیدې دعوه درلوده،
دا هم منم چې ځیني خلک اوس ځانته سوچه مارکسیان وايي، او په عین حال کې ځانته مسلمان وايي، نو دا سړې له دوه حالتو خالي نه دې، یا خو دمارکسيت په الحادي اصولو نه دې خبر، او یا غواړي چې دټولنې د ویرې له امله له منافقت څخه کار واخلي، او دغه دواړه نوعه خلک ځمونږ وطن کې شته دی.
اوسنو کمیونستانو ته ملحدان په دی وایم، ځکه چې هغوي ټول اوس دمارکس په فلسفه روان دي، مارکس خپل لوي پیشوا ګڼې، او په قطعي دلائلو سره ثابته ده چې دمارکس فلسفه په الحاد ولاړه ده، دا کار ددې په خاطر کوم، چې که څوک دمارکس په الحادي فلسفه غولیدلې وي، نو خپل براءت ترې اعلان کړي، او که چا پرې ښه ځان موړ کړې وي، او پوره معتقد يي وي ، او بیا هم داسلام دعوی کوي، چې خلکو ته دهغه منافقت ښکاره شي.

دمارکسیانو دالحاد په اړه ما دهغوي صریح اقوال راټول کړي، هیله ده چې ويي ګورۍ، او خپل نظر پرې څرګند کړۍ:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25463&sid=c9e79ffe42760a32c4a9a621f73abe3a#25463

[quote:f00db92cb4="Mohammad Hassan"]
بل ځای مو ليکلی دی:
[quote:f00db92cb4]څنګه چې ستاسو عقیده چې ددې عالم رب نشته، یعني خداي نشته، لکه څنګه چې تاسی دعوی لرۍ،
نو آیا څه مانع شته، داسی څه شته چې تاسی دستاسو دمورګانو، خورګانو، لورګانو، له واده کولو څخه منعه کړي، ځکه چې ستاسو په قاموس کې حرام او حلال نه شته.
نو بیا په دغه کار هم اقدام وکړۍ، او خپل شجاعت مونږ ته راوښايي او په جرأت سره اعتراف وکړۍ.[/quote:f00db92cb4]

د تاسې د معلومات پر اساس کومو کمونستانو له خدايه انکار کړی، او آيا داسې کمونستان په تاريخ کې نشته چې په خدای او دين کلک معتقد ؤ؟
د تاسې د معلوماتو پر اساس د تاريخی پس منظر د په نظر کې نيولو سره کولای شی وواياست، چې د مورګانو، خورګانو، لورګانو او نورو محارمو سره نکاح او جماعت څه وخت منعه شوی دی او علتونه يې څه ؤ؟

تاسې په کوم ځای کې اوريدلی، ليدلی او يا لوستلی دی، چې په کومه ټولنه کې د له محارمو سره جماع او نکاح منعه نه وی؟
آيا په مسکو او شوروی کې له محارمو سره نکاح رواج ده او که نه ده رواج، نو علت يې څه بولې؟
کولای شې چې معلومات وليکې چې د لومړی ځل له پاره په کوم دين کې له محارمو سره جماع او نکاح منعه شوه؟
آيا دا محارم هم يوه «مټافزيکی قضيه» بولې چې د تاريخ په اوږدو کې يې فرق نه دی کړی؟ او که دا يوه ديالکتيکی او تاريخی قضيه بولې چې د وخت په مرور يې فرق کړی دی؟
يا په بل عبارت سره، محارم په ټولو اديانو کې يو ډول دی، او که په مختلفو اديانو او کلتورونوکې محارم هم فرق لری؟![/quote:f00db92cb4]

محمد حسن صاحب:
کله چې خداي جل جلاله آدم علیه السلام او حواء بي بي پیدا کړه، له هغوي څخه يي جوړه جوړه ماشومان پیدا کول، چې یوه جنۍ به وه، یو به هلک وو، دوهمه جوړه چې به هم دغسې پیدا شوه، بیا به په دې دواړو جوړو کې مخکیني هلک وروستنۍ جلکۍ سره واده کوو، او مخکینۍجلکۍ به وروستني هلک سره، (((په دې معنا چې شرعي نکاح وه))) دا دې په خاطر چې انساني نسل دوام پیدا کړي، او دالله جل جلاله اراده وه چې ټول بشر دآدم علیه السلام له نسل څخه کړي.
څه ځنډ وروسته دغه کار حرام شو، ځکه چې مخکنۍ علت منتفي شو.
دتاریخ په اوږدو ټولو مذاهبو او ادیانو دځینو محارمو ښځو دواده کولو په حرمت په اجماع سره اتفاق کړې، چې دغه محارم: مور، خور، لور، ترور، او خاله دي، له دینه ما وراء اختلاف په حرمت اوتحلیل کې موجود وو، البته دغه خبره د واده باره کې ده، هیله کوم چې لوستونکي دې نقطي ته متوجه اوسي، یو واده دې یعني شرعي نکاح ده، او یوه زنا ده، دواړه ځمکه او اسمان فرق لري.
[color=white:f00db92cb4]
زه خو په دیالتیک ایمان اوعقیده نه لرم، تاسو محمد حسن صاحب خو دمارکس ددیالکتیک څخه پوره دفاع کوۍ، نو له تاسو هیله کوم چې دغه مسئله تاسو ددیالکتیکي قوانینو له مخې واضحه کړۍ، سوال مې په کې دادې چې:
اوس وخت کې چې په ډیرو غربي دولتونو کې ورځ په ورځ دمحارمو سره زنا زیاتیږي، او اروپايي هیوادونو او امریکا يي ډيرې بیلګې لیدل کیږي، آیا دا هم ددیالتیکي حتمي قوانینو نتیجه ده؟؟
او که داسي وي، نو بیا دمحارمو سره زنا به یوه ښه کار وي،
ځکه چې ددیالکتیک له نظره هر څیز ښه طرف ته حتمي تطور کوي، او انتخاب همیشه داصلح لپاره وي. او که داسی نه ده؟؟؟[/color:f00db92cb4]

[quote:f00db92cb4="Mohammad Hassan"]
ستاسې د سمو او منطقی ځوابونه په هيله!
![/quote:f00db92cb4]

مطمئن اوسه، ځوابونه به مې منطقي وي، زه کوښښ کوم چې هغه څه ولیکم په کوم څه چې پوهیږم...
خو یو مشکل لرم، چې دمارکسیزم باره کې مطالعه مې په عربي کتابونو کې کړې،
او په خپل کتابتون کې هغه مارکسي کتابونه مې راټول کړي کوم چې عربي ژبې ته ژباړل شوي دي.
ځکه چې په پښتو کې خاص کتابونه ځما لاس ته نه دي رارسیدلي، ځکه خو به مې لیکنه په عربي اصطلاحاتو مړه وي، البته ځما لپاره مهمه داده چې مخاطب ته خپل فکر وروسوم، او هغه ځما فکر درک کړي، او نیمګړتیاوې خو ډیرې دي، الله مهربان دې.


دا ډول دينی تبليغات د مشخصو کړيو د سياست له پاره ګټور دی!

Mohammad Hassan
15.02.2008

ښاغلی وهاج صافی او د بحث نورو لوستونکو او ګډون کوونکو ته د زړه له تله سلامونه!
ښاغلی وهاج ليکلی:
[quote:4e956dc4dc]ځما مقصد دلته دکمیونستۍ څخه هغه کمیونستي ده چې دکارل مارکس او دهغه دملګري فریدریک انجلز په لاسونو يي بنسټونه او تاداوونه وویستل شول، چې سوچه په الحاد بنا ده، او دالحاد لپاره يي دا کافي ده، چې له هر څه مخکې په دی معتقد دي چې ماده په فکر مخکې ده،او فکر دمادې پیداوار دی...
دا درسره منم چې دتاریخ په اوږدو له ډیر پخوا څخه ځینو فیلسوفانو داشتراکیت نعری وهلي دي، او هم يي په خداي باندی دعقیدې دعوه درلوده[/quote:4e956dc4dc]
او بل ځای:[quote:4e956dc4dc] او په قطعي دلائلو سره ثابته ده چې دمارکس فلسفه په الحاد ولاړه ده،[/quote:4e956dc4dc]
له دې او ډيرو نورو ليکنو د داسې ښکاری چې تاسې تر اوسه د فلسفې، سياست
او حقوقی نظام ترمنځ حد نه ټاکې ا و همدا راز ددې ټولو فرق له دين سره نه کوئ.
له همدې کبله تاسې ماټرياليسم، دياکتيک او نور فلسفی موضوعات له
سوسيالیسم، فيوډاليسم، برده ګۍ ټولنيز – اقتصادی او سياسی نظامونه د
سيکولاريسم له حقوقی سيستم سره ګډوی. دتاريخ په اوږدو کې او په تېره بيا په
اوسنۍ زمانه کې د دين، فلسفې او مشخصو علومو د موضوعاتو او همدا راز د
هغوی د تحقيق د ميتودونو ترمنځ بايد فرق په نظر کې ونيول شی. په غير له هغې
څخه په کلياتو باندې خبرې کول نتيجه نه ورکوی.

[quote:4e956dc4dc] ا وسنو کمیونستانو ته ملحدان په دی وایم، ځکه چې هغوي ټول اوس دمارکس په فلسفه روان دي،[/quote:4e956dc4dc]
تاسې ډير ناوخته دنياته راغلی ياست. دا موضوعات د نولسم او شلم قرن ګرم
موضوعات ؤ. په يوويشتم قرن کې د هغو د بيرته تازه کولو له پاره کار ناوخته او
بې ځايه دی. له تاسې مخکې ډیر نور د مارکس او د هغو له خوا د وړاندی شوی
کمونيسم مخالفان تیر شوی او هغوی په کافی اندازه ورباندی بحثونه کړی، تاسې
ته نوې موضوع نه ده پاته. د مارکس د فلسفې د الحاد ٍثبوتول؟ دا څه مانا ورکوی؟

تاسې چې په ورکړل شوی لينک کې څه شی ليکلی، هغه د مارکس او د تاسې په
ژبه د الحاد په ګټه دی، نه د اسلام. ستاسې دا ليکنه سوالونو ته ځواب نه، بلکې
د تشويشونو او شکونو په راپيدا کولو کې مرسته کوی.

او بيا:
[quote:4e956dc4dc]کله چې خداي جل جلاله آدم علیه السلام او حواء بي بي پیدا کړه، له
هغوي څخه يي جوړه جوړه ماشومان پیدا کول، چې یوه جنۍ به وه، یو به هلک
وو، دوهمه جوړه چې به هم دغسې پیدا شوه، بیا به په دې دواړو جوړو کې
مخکیني هلک وروستنۍ جلکۍ سره واده کوو، او مخکینۍجلکۍ به وروستني
هلک سره، (((په دې معنا چې شرعي نکاح وه))) دا دې په خاطر چې انساني نسل
دوام پیدا کړي، او دالله جل جلاله اراده وه چې ټول بشر دآدم علیه السلام له نسل
څخه کړی [/quote:4e956dc4dc]

دې ته مو هم فکر کړی، چې هغه کافر چې په اسلام او قرآن باور نه لری، ستاسې
په دې قصه به باور وکړی چې تاسو د آدم (ع) او بی بی حوا او د هغو د اولادو په
اړه ليکلې ده؟ تاسې غواړی چې د داروين نظريات چې د ټولو نواقصو او
خاليګاوو سره سره د بيولوژی او جنيټيک د علم پر بنسټ را منځته شوې دی، په
داسې مذهبی دلايلو او د هغوی خبره په (خيالی افسانو) ردکړی؟ د هغو د رد له
پاره لومړی د جنيټيک علم ژور زده کړی او بيا د هغو د تجربو او نتيجو پر اساس
ورته خپل د رد دلايل وليکي، چې د بې علمه، غيرمسلکی او عوامو ديندارانو د
غولولو باعث نه، بلکې د مسلک د محققينو او عالمانو له پاره د منلو وړ وګرځی.

دا هم په نظر کې ولره چې تر اوسه پورې چا؟ د علم او جنیټیکی (وراثت)
د اصولو پراساس د داروين نظريات رد کړی دی او که يې رد کړی دی نوڅنګه؟ د
داروين نظريات چې د بيولوژی او وراثت د علم پر اساس بنا شوی دی، د همدې
علم د زده کړی او تحقيق له لارې په ثبوت رسیدای شی. او ددې له پاره د همدې
مشخص علم په ساحه کې لازمې پوهې ته اړتيا ده او بس.

څو کاله ترمخه چې انسان د لومړی ځل له پاره سپوږمۍ ته ختلی ؤ، نو په مسجدو
کې ددې خبرې په کولو د هغو وخت مکتبيان تحقير او تکفير کيدل او ملايانو به
ورته د (سبع سموات والارض) موضوع په مخکې نيولې وه او نه يې شوای
منلای، چې څوک د د آسمان له مختلفو هوایی او فلزی طبقو تير او سپوږمۍ ته د
وخيژی. مګر اوس يې موږ او تاسې وينو چې سرمايداران او تجاران ورته داسې
هوايی ميدانونه جوړوی، چې خلک د مخصوصو «الوتکو » په واسطه د تفريح له
پاره سپوږمۍ او حتی نورو سيارو ته پورته کړي.

نو که د داروين نظر د جنيټيک او بيالوژی د علم پر اساس رد نه شی، د تاسې په
شان د هغې په ضد عاميانه، مسخره ای او بې دليله مخالفت هم کټ مټ په هغو
وخت کې د همغو ملايانو له مخالفت سره مشابه دی.

بيامو ليکلی چې:
[quote:4e956dc4dc] د مارکسستانو د الحاد په اړه ما دهغوي صریح اقوال راټول کړي، هیله ده چې ويي ګورۍ، او خپل نظر پرې څرګند کړۍ:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25463&sid=c9e79ffe42760a32c4a9a621f73abe3a#25463

[/quote:4e956dc4dc]

وروره تا يوازې په دا مارکس پسې را اخيستی او يا د هسې کوم څوک د مارکس
په ضد لمسوی. که تاسې د کفارو په ضد تبليغ هدف وی، له کمونستانو پرته
نورکفار چې په اوس زمانه کې د افغانستان او اسلام له پاره تر کمونستانو ډیر
خطرناک دی، هم وجود لری. که غواړې چې د اسلام او دين په دفاع کې خپل عقل
پوخ او د پخوانيو عالمانو نظريات انتقاد کړی، په دې کې دې کوم پټ سياسی
هدف نه وی او يا د نورو د مشخصو اهدافو له پاره کار نه کوې، نو بيا يې ولې له
مارکس څخه را شروع کوی؟ دا خو تر مارکس له مخه او تر هغې وروسته هم ډیرو
عالمانو، فيلسوفانو دين او په مشخصه توګه اسلام تر انتقاد لاندې نيولې دي.

مثلا د ۱۸ عيسوی پېړۍ په دوهمه نيمايی کې ژان ژاک روسو دين تر انتقاد لاندې
نیسی او هغه د جنګونو او له دولتی ځواک څخه د ناوړې ګټې اخيستنې اساسی
منبع او ستره بهانه بولی.
نوموړی دين د بشری ټولنې د نظم له اسبابو څخه ګاڼه او د انسانانو د پوهې او
درک محصول ئې باله .ده د داسې يوه حليم، برده باره او زغمناک مدنی دين
دجوړښت او تحکيم وړانديز کاوه، چې د سياسی تغيراتو په غوښتنه او د هغو
د پايلو سره سم بدلون ونه مومی او يو او یابل د قدرت څښتن د خپل ځان د واک
د ساتلوپه خاطر د خلکو د غولولو له پاره ترې ناوړه ګټه وانخلی او د هغو د
پراخولو په بهانه اود خپرولو له پاره هم د نورو ملکو او عقيدو څښتنان تر بريد
او فشار لاندې ونه نيسی. ده داسې نظر لاره چې داسې يو مدنی او زغمناک دين
بايد رامنځته شی، چې د ټولنې د ټولو افرادو له پاره په يوه شان اعتبار ولری او
د ټولنې د ثبات او تحکيم په لاره کې خدمت وکړی، نه دا چې د وګړو د نفاق،
جدایۍ، نفرت او جنګ او جدل وسیله وی. نوموړی د انسانی جامعې د ودې ،
پوهې، تصور او سياسی شعور له په نظر کې نيولو او د ټولنيز کلتور په جوړولو،
ساتلو او بدلولو کې د دين او مذهب د رول له په نظر کې نيولو سره په دې نظر ؤ،
چې د ده په نظر په مدنی دين کې بايد د خدای موجوديت ومنل شی، له مرګه
وروسته په بېرته ژوندی کيدو او د ښو کارونو په مکافات او عوض او د بدو
کارونو په مجازاتو او همدا راز د دولتی قانون په قدسيت او مراعات بايد د خلکو
عقيده وساتل شی.

لوډويګ فايرباخ هم په ۱۸ مه پېړۍ کې دين تر انتقاد لاندې ونيو، د هغه د
رامنځته کېدو تهداب يې د کائناتو د فعل او انفعال او د انسانانو په وړاندې د
طبيعت د حوادثو په اړه د بشر لومړی او په کښته کچه پوهه او آګاهی وبلله چې
هرې ټولنې د خپلې پوهې او عنعنو مطابق د حوادثو د توضيح له پاره خپل خدای
او يا خدايان ومنل. د دين پيدایښت یې کومه آسمانی حادثه نه، بلکې د ځمکې د
مخ د انسانانو پیداوار وبلل. څرنګه چې د انسان پوهه له طبيعت او خپلې شاوخوا
څخه د وخت په تېرېدو او د تجربو په زياتېدو د تاريخ په اوږدو کې وده او فرق
کوی، کلتوری نارمونه او د انسانانو ترمنځ د راشې درشې روشونه او داسې نور...
تغير مومی، نو ځکه وخت په وخت نوی او نوی دينونه او مذهبونه يو په بل پسې
رامنځته شوی دی.

کارل مارکس هم لکه د نورو پوهانو او فيلسوفانو په شان د ټولنې د سياسی او
کلتوری جوړښت تر څنګ د نړۍ د پیدايښت او همدا راز د دين په اړه هم خپل
نظر څرګند کړی دی. مارکس په داسې حال کې چې د يوه داسې ټولنيز نظام د
جوړولو طرفداری کوی چې په هغه کې د توليد پر وسايلو خصوصی مالکيت او
له دې لارې د انسان له خوا د انسان استثمار او زبېښاک نه وی، هغې ته رسيدل
بيا له خپله نظره د توليد او توليدی ځواکونو د قانونمندې ودې په نتيجه کې
ضروری هم ګڼی. دی د پخوانيو پوهانو نه زيات د ټولنې د سياسی جوړښت او
انقلابی بدلون خواته زياته توجه کوی او بورژوازی سياسی نظام کلک تر انتقاد
لاندې نيسی.
مارکس په اقتصادی علومو کې هم څېړنه کوی، په توليداتو کې د ثابتې او
متحولې سرمايې په رول، د عرضې او تقاضا، د ارزش او اضافی ارزش پر توليد،
د بورژوازی رقابت او د هغو په نتيجه کې په سرمایداری اقتصاد کې د دورانی
بحرانونو قانونمندی، د ټولنيز ژوندانه په بدلون او وده کې د توليد او توليدی
ځواکونو رول او داسې ډیر نور موضوعات هم تر بحث او څېړنې لاندی نيسی.

د خدای د موجوديت او د دين د حقانيت په اړه هغه په فایرباخ پسې په دې نظر دی
چې ماده له ازله موجوده ده، او تر ابده به وجود ولری. دا نه چا رامنځته کړی او نه
یې څوک له منځه وړای شی. د کائناتو دا جوړښت او په هغو کې يو او یابل ډول
تغيرات پخپله د مادې او د هغو د مختلفو اجزاوو او اشکالو ترمنځ د فعل او
انفعال نتيجه ده. له ماليکول او اتوم څخه نيولې بياد مادی تر لوړو، پيچلو او
غټو اشکالو اولمريزو سيستمونو پورې ټول د مادې د خپلو داخلی خواصو او
قوانينو په واسطه عيار شوی او چليږی. هر کله چې دا توازن خراب شی، د مادې د
مختلفو اشکالو او سيستمونو ترمنځ په اړيکو کې بدلون راځی او دلته او يا هلته
حالات تغير کوی.

دلته دا خبره لازمه ده چې مارکس هر هغه شی ته چې د انسان له مغز د باندې
قرار لری، ماده وايی.

څرنګه چې موږ همدلته د مارکس په هکله خبرې کوو، په دې بحث کې د يوې
موضوع يادون ضرور بولم او هغه داچې د يوه او يابل عالم او فيلسوف په اړه د
قضاوت په کولو کې باید داسې ونه کړو چې يا ټول رد کړو او يا ټول ومنو. دا نه
معقول روش دی او نه د منلو له پاره ممکن دی. که څوک د مارکس فلسفی
نظريات د دينې او مذهبی زاويې څخه ردوی، خو د ډیرو اقتصاد پوهانو له پاره
ناممکنه ده، چې د اقتصاد ی مسئلو او اقتصادی تاريخ د زده کړې او تحقيق په
لارکې له مارکس او مارکسيسم څخه په پټو سترګو تير شی.

هغه فيلسوفان چې د مارکس د کمونيستی ټولنې د جوړېدو او د انتاګونيستی
طبقاتی مبارزې په نتيجه کې د ټولنې په طبيعې تاريخی تکامل او همدا راز د
بورژوازی نظام د توليدی ځواکونو د بې مثاله چټکې ودې په پايله کې د مادی
نعمتونو د توليداتو د حجم د بې ساری ګړندی زياتوالې پر اساس په راتلونکی
تايخ کې د سوسياليسم د حتميت له نظر سره موافق نه دی، هم نه شی کولای چې د
فلسفې تحقيق او د فلسفې د تاريخ په څېړلو کې د مارکس فلسفی نظريات هېر
کړی.

که په مشخصه توګه مثلا يوازې د اقتصاد په برخه کې څيړونکی د مارکس
نظريات لولی، دا امکان لری چې د مارکس له ځينو اقتصادی نظرياتو سره موافق
او له ځينو نورو سره يې موافق نه وی.، له ځينو نظريو څخه یې کار واخلی، خو
ځينې نورې يې ورته له کاره لویدلې ښکاره شی. ځينې يې یوه او يابله نظريه يو
ډول او نور يې بيا بل ډول تعبير او تشريح کړی. په علمی تحقيقاتو کې انتقادی،
خو بيطرفه چلند ته اړتياده چې سړی بايد له مخکنی ښه او يا بد قضاوت او یا
تعصب څخه په خلاصو سترګو او ددې او يا هغې له اوله ټينګو منل شوو دينی
او ايديولوژيکی باورونو له چنګاله ځان خلاص او يوازې د مخکې له مخه منل
شوې عقيدې او مفکورې له تنګې زاويې څخه مسئلو ته ونه ګوری.

په عامه توګه د دين او په خاصه توګه د اسلام منتقدين، مخالفين او دښمنان بې
شماره دی. سلمان رشدی په دې دريځ کې يوازې نه دی. هغه بنګالۍ پيغله وه او
که ښځه؟ چې نوم مې يې له ياده وتلی (چې تسليمه نسرين وه، که کوم بل څه؟) هم
يوازې مسلمانه نه ده، چې د دين، اسلام او قرآن په انتقاد يې لاس پورې کړی دی.
دا ډول کسان د نړی د علمی، فلسفی شخصيتونو، ليکوالانو او علمی محققينو
ترمنځ کم نه دی. نو دا بايد له ځانه وپوښتو چې ولې د ډيرو دينی مبلغينو خبرې
تر هرچا زياتی د مارکس په ضد دی؟ په داسې حال کې چې ډيرنور له مارکس څخه
زيات د دين او اسلام په ضديت کې واقع کسان شته!

همداسې چې د مارکس ترمخه، همدا ډول د مارکس څخه وروسته او پخپله د
ماکس په همزولو کې هم داسې ډير کسان شته چې له مارکس څخه زيات او په ډیر
شدت او حدت يې دين رد کړی او د خدای له خدايۍ یې انکار کړی دی، ولې په
هغو پسې دا د دين مبلغين څه نه وايی؟

وګورئ، دا خبرې د «فريد ريش نيچه » دی چې ويلی یې دی چې «خدای مړ دی،
هغه مړ پاته کيږی او هغه موږ وواژه، او اوس به موږ د ټولو قاتلانو د قاتل په
مرګ ځانوته څه ډول تسکين ورکوو...»

نيچه دين د تاريخی او طبعی علومو دښمن باله او د علومو پرمختګ يې د دينی
مورال او اخلاقو د له منځه تلو علت باله. دينی عقيده يې یو اجباری کار باله او
دين يې د طبیعت او ماحول د حادثو په وړاندې دانسانانو روحی وسواس او بچه
ګانه، ساده او ابتدايی عکس العمل باله. دی په دې نظر ؤ، چې لرغونو او
ابتدایی انسانانو نشوای کولای چې د خپل ماحول او طبيعت د پېښو اصلی علت
او علمی سببونه ومومی، طبعی ځواکونو ته به يې د انسانی فرد په څېر کتل او هر
هغه شی چې به یې په نظر قوی او زورآور ورغئ، د هغه په عبادت به يې لاس
پورې کړ او د خپلې ناپوهۍ، ناچارۍ او بېوسۍ له کبله به يې له هغو څخه مرسته
غوښته. لکه يو کوچنۍ طفل چې د ځان په دفاع کې ناتوانه او د حوادثو له اصلی
علته ناخبر وی فکر کوی چې دده پلار دده ساتندوی دی او دا ورته له هربل چا
او هر بل څه څخه قوی ښکاری. د لرغونو انسانانو له خوا د لمر ،د نيل درياب، د
اور او اوبو او نورو شيانو د پرستش علت په همدې کې وينی. نيچه له دې څخه
هم زیات او سخت د دين او خدای ضد خبرې کوی، خو د موږ د بحث له پاره يې
ذکر ته اړتيا نشته.

ددې امکان نشته چې موږ د ټولو هغو عالمانو، ليکوالانو او فيلسوفانو نومونه او
د کلام نمونې دلته راوړو، خو له دې خبرو څخه يوڅه باید موږ ته ځان له ورايه
څرګند کړی، چې د مارکس او مارکسيسم په ضد د دين او دينی مبلغينو تبليغ تر
هر څه له مخه سياسی جنبه لری چې د بورژاوزی نظام په خدمت کې ترې کار
اخيستل کيږی. په اوس وخت کې د راديکالو دينی افراطيانو او بنيادګرو
فاندمنتاليستی «ديندارو» عالمانو تبليغ ، یو سياسی ، هدف، وسيله او تبليغ
دی چې د ځواک، واک ، پيسو او عیاشيو د امکاناتو د ترلاسه کولو او ساتلو په
خاطر د عامه ديندارو ولسونو د غولولو له پاره له دينی او ايديولوژیکی وسيلی
څخه کار اخيستل غواړی. په افغانستان کې له دې نامه څخه او تر دې پرده لاندې
د افغانانو د نفاق او شقاق او په تېره بيا پخپله د پښتنو د ځواک او قدرت د پاشلو
او د تودو ترمنځ د هغو د روشنفکری او مکتب خوانه قشر د تجريد او بې اعتباره
کولو په لارکې ترې کار اخلی.

په پای کې: ښاغلی ساپی، ستاسې ليکنې تر هر بل د پښتون ضد او افغان
دښمنه تبليغ څخه زياتې اول پخپله د پښتنو او افغانانو ضد دی. تاسې که
ورباندې پوهيږۍ او که نه، خو تاسې د دين له خدمته زيات د پښتنو او نتيجتا د
افغانانو د نفاق، او شقاق په لاره روان ياست. له لرې عربستانه د غريب افغانستان
د داخلی او خارجی دښمنانو د پلان مطابق د وطن د ورانولو، تجزيې او د هغو د
له منځه وړلو په لار او کار کې مصروف ياست. د بحران او بې امنيتۍ اورته لمن
وهئ. تاسې يوازې د پښتنو د يوه قوی، روشنفکری ځواک (خلقيانو) پر ضدد دين
د تبلیغ تر نامه لاندې، زهر شيندی. تاسې نور څوک نه يادوی، خو دا خلقيان
بېچاره ګان چې همدا اوس په نظر او عمل کې له تا څخه ډير زيات د خپل قوم،
وطن او کلتور په ساتلو کې نقش لوبوی او د پښتنو او ټولو افغانانو د ډيرو
دښمنانو د سترګو اغزی او سترګې يې ترې سوځی، تاسې اول همدوی تر حملې
لاندې نيولی. نور مو ټول هير دی اويايې پيژندل او تفکيک درته ګران دی، او که
څنګه؟

نور به يې همدلته بس کړو!
بريالی او روغ اوسې!


salam
15.02.2008

محمد حسن صيب سلا مونه
هر کله چې يو سړى د تعصب پۀ اور کښې سوزى او منطقى سوالونه د جذ باتو
پۀ ژبه ورکوى د هغۀ سره بحث کول د وخت د ضياع نه زيات بل هيڅ نۀ دى
هغه ټول سائنسى تجربات چې شوى هر مذهب نن دا کوشش کوى چې دخپلى آيډيالوژۍ پۀ رڼا کښى ئ تشريح کړى . خو د تاريخ پۀ اوږدو کښې چې مونږ وينو
نو هر وخت د مذهب ټيکدارانو د خپلى ټيکدارۍ ختميدو ديرى د وجى د هر سائنسى
فکر مخالفت کړې دے . خو چې کله ئ دلائل کمزورى شوى نو هلته ئ بيا
د سائينس تشريحات د مذهب پۀ رڼا کښې کړى او خپل کارو بار ئ جارى سا تلے
د کارل ماکس د ټولو نه لويه کارنامه داس کيپيټال ده آ يا پۀ داس کيپټل کښې يوه جمله داسې شته چې پۀ هغى کښې دمور يا خور سره د جنسى تړون ذکر شوے؟
دمارکس سره دشمنى صرف د مذهب د ټيکدارانو نۀ ده بلکه د هغه روشن فکره ماديت پسندو هم ده کوم چې پۀ معاشره کښې هر څۀ ته تيار د‌‌‌ ى خو صرف دى ته
نۀ دى تيار چې محکوم او بے وزله اولسونو ته هغه اختيارات ورکړل شى کوم
چې دوۍ خپل حق ګڼې .
مارکس کيدے شى چې پۀ مذهب هيڅ تنقيد هم نۀ وے کړے ځکه چې دهغۀ جنګ دمذهب سره نۀ وو بلکه د سرمايه دارى نظام سره وو. خو هغۀ وليدل چې
مذهب دمعاشرى د بې وزله خلکو دپاره د افيمو کردار ادا کوى هغوۍ اودۀ کوى
او هغوۍ دخپل حق نه محرومه کوى . بلکه د هغه بے وزله خلکو نه سوال ګر جوړوى . مالدارانو ته وائي چې دوئ ته خيرات ورکوۍ او غريبانو ته وائي چې
تاسو پۀ خپل قسمت صبر کوۍ. چې پۀ اصل کښې دمعاشرے د محدودو واکدارانو
واکدارۍ ته دوام ورکوى .
مارکس د مذهب داصلاحى پروګرامونو مخالفت کله هم نۀ دے کړے . چونکه هغه
پۀ مذهب عقيده نۀ لرى ځکه دمذهب اصلاحى پروګرامونه د تاريخ ارتقائي عمل ګنى
پۀ عسائت کښې د پروټسټنټ او کتولک او پۀ مسلمانانو کښې د جبريه او قدريه جنګ
هغه وخت مينځ ته را غے کله چې دهغوۍ ذاتى مفاداتو ته خطره پيښه شوه يو نوى
سماجې رشتو کښې خپله بقا ليدله او بل پۀ زړو سماجى رشتو کښې .
ديو دپاره بادشاه دخدائ دطرفه وو او دنورو دپاره دانسانانو دطرفه.
خو دمارکس موضوع پۀ هر حال مذهب نۀ وو . د مارکس موضوع دانسانى ژوند
طبقاتى تقسيم وو پۀ کوم کښې چې جاګيردارۍ او سرمايه دارۍ لوۍ رول لوبوى
لوۍ جاګيرداران يا سرمايه داران کۀ شپه ورځى شراب سکى او کۀ شپه ورځى پۀ کعبه کښې مونځونه کوى دواړه دبل پۀ محنت عيش کوى . د مارکس دپاره دواړه يو برابر دى . او هغه دد واړو مخالفت کوى . او دهم دغه تضاد پۀ وجه مارکس ددواړو دشمن ګرځيدلے ځکه چې ددى خيال نه ددى دواړو مفاداتو ته خطره ده
دغه مخالفت ددىوجى نه نۀ دے چې مارکس مذهب نۀ منى پۀ دى وجه دے چې مارکس دغهظلم نۀ منى .
سګمنډ فرائيډ وائي چې د کليسا يا د جو مات منارے د جنس علامت دے صرف دا نۀ بلکه داهم وائي چې د واعظ وعظونه پۀ اصل کښې دخپلو جنسى خواهشاتو اظهاردے خو د کليسا او جومات واکداران دهغۀ دومره مخالفت نۀ کوى ځکه
چې ذاتى مفاداتو ته ترى خطره نشته .هغه دا نۀ وائي چې طبقاتى سسټم دى ختم شې ، هغه دا نۀ وائي چې استحصال دى ختم شې . هغه دا نۀ وائئ چې دجاګيردارو او سرمايه دارو بدمعاشى دى ختمه شى ځکه څوک داهم نۀ وائي چې فرائډ مذهب نۀ منې ياد مذهب دومره لويه بې حرمتى کوى.
خو مارکس چې د بے وزله خلکو خبره کوى د ډم ،شا خيل ، نجار ، کلال ، مزدور
دهقان ، نو بيا دهر طرف نۀ سترګى سرى شې چې دا خلک به زمونږ برابر وى؟
نو ځکه بيا دمارکس مخالفت پۀ هغه بنيادونو نۀ کيږى کوم چې د سرمايه دارو دجاګيردارو او دهغو دتالى څټو خلاف دى بلکه پۀ هغه بنيادنو کيږى کوم چې مارکس دسره منى نۀ.
مارکس چرته هم اخلاقيات خپله موضوع نۀ ده ګرځولى ځکه هغه وائي چې اخلاقيات دهرى معاشرى د ضرورتونو مطابق تشکيليږى هغه چرته هم دجامد سوچ خبره نۀ ده کړى هغه معاشره جامده نۀ ګڼى چاله دچا سره وادۀ کول پکار دى دا دهغۀ موضوع نۀ ده.


منلی
16.02.2008

ټولو وروڼو سلامونه !
داخبره روښانه ده چې مارکس په سینه کې دردمند زړه درلود دهمدی لپاره یی غوښتل چې هغه نظامونه له منځه یوسی کوم چې په انسانیت بی حده ظلم او تیري کړی اوکوی یی
لیکن ددی لپاره هغه داسی اساس پیدا نه کړی شوو چې په دلیل اوبرهان ولاړ وی ځکه یی دجبریت دونی سیوری ته پناه یوړه یعنی تاریخی وجوب چې یوه داسی اصطلاح ده چې تراوسه څوک پری نه پوهیږی اوهمداسی دی ته (Historical determinism) تاریخ جبریت هم وایی
(که مونږ پوه شو و اوکه پوه نه شوو په هرحال کې به داسی کیږی اوهیڅ قوت ددی مخه نه شی نیولی )

ښاغلی سلام لیکی
[quote:e90d4275da]مارکس کيدے شى چې پۀ مذهب هيڅ تنقيد هم نۀ وے کړے ځکه چې دهغۀ جنګ دمذهب سره نۀ وو بلکه د سرمايه دارى نظام سره وو. خو هغۀ وليدل چې
مذهب دمعاشرى د بې وزله خلکو دپاره د افيمو کردار ادا کوى هغوۍ اودۀ کوى[/quote:e90d4275da]
سوال داده چې هغه دی نتیچی ته څنګه رسیدلی وو ددی جواب ډیر اسانه اوساده ده هغه یو یهودی النسل وو او دیهودانو له پیړیو څخه حالت داسی شوی وو چې ددنیا ذلیل ترین قوم تری جوړ وو، نه دا چې دهغوی خپل حکومت نه ووبلکی هغوی داوسیدو ځای هم نه درلود، سر په سحرا قوم وو اودهغوی ددی حالت ذمه دار دهغوی مذهب وو مارکس له ټولو لومړی له دغه مذهب څخه لاس په سر شووهغه څخه وروسته دهغه مخی ته عیسایت وو چې نتایج یی انسان کوشی وه ، بیګانه خو بیګانه خپله عیسویان هم ترینه بی زاره وو
کیدی شی مارکس یهودیت اوعیسویت او داسی نور مذهبونه مطالعه کړی وی خو ددنیا لوی مذهب اسلام دهغه مخی ته وو هغه له په کار وو چې ځان یی پری پوه کړی وو او که چیر ی داسی شوی وو زه یقین لرم چې دهغه فکر به دومره تخربی لاره نه وه اختیار کړی دهغه په هیڅ لیکچر کې دقران نوم نه ښکاری
لڼډه داچې هغه یو دردمند زړه درلود خو ورسره یو جذباتی سړی وو دخپلو جذباتو په سیند کې لاهو شوی وو هغه انسانیت ته لوی نقصان ورساوه ، بلکی هغه ته خپله چې دکوم نظام لپاره یی بی شمیره سختی او مصیبوته برداشت کړی وو دګونګی خوب اوناممکن العمل فلسفه تری پاتی شوه .



ع کريم حليمي
16.02.2008

مکرم محمد حسن صاحب سلامونه او ښې هلي مي و مني 
 [quote:9dd115d2c5]دې ته مو هم فکر کړی، چې هغه کافر چې په اسلام او قرآن باور نه لری، ستاسې
په دې قصه به باور وکړی چې تاسو د آدم (ع) او بی بی حوا او د هغو د اولادو په
اړه ليکلې ده؟ تاسې غواړی چې د داروين نظريات چې د ټولو نواقصو او
خاليګاوو سره سره د بيولوژی او جنيټيک د علم پر بنسټ را منځته شوې دی، په
داسې مذهبی دلايلو او د هغوی خبره په (خيالی افسانو) ردکړی؟ د هغو د رد له
پاره لومړی د جنيټيک علم ژور زده کړی او بيا د هغو د تجربو او نتيجو پر اساس
ورته خپل د رد دلايل وليکي، چې د بې علمه، غيرمسلکی او عوامو ديندارانو د
غولولو باعث نه، بلکې د مسلک د محققينو او عالمانو له پاره د منلو وړ وګرځی. [/quote:9dd115d2c5]
زه ستاسو سره د تکامل فلسفه منم !
نه داسي تکامل چه ; بيزو دي تکامل وکړي او انسان دي ترې جوړ سي 

ايا تاسو تاسو دا نظريه منلې ؟؟؟چه بيزو تکامل کړي او انسان ترې 
جوړ سو 
پوهېږم چه خپلي ليکني ته مو داسي قيد هم وراچولی ((د داروين نظريات چې د ټولو نواقصو او خاليګاوو سره سره ))

او بيا تاسو ليکلي چه 
((په داسې مذهبی دلايلو او د هغوی خبره په (خيالی افسانو) ردکړی؟ ))

ايا تاسو د آدم (ع) او بی بی حوا په خيالی افسانو کښي حسابوۍ ؟؟
او د بيزو پرتکامل بار لرې ؟؟؟ 

که څنګه ؟؟
په درنښت 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more