نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Nazar
05.12.2007
بس کړه په دغه ځای یې پریږده
څوک چی ښایسته اشنا لرې غمجن به وینه
:cry:
:cry:
:cry:
Mohammad Hassan
05.12.2007
(د خلکو غولولو ته هڅه خورا خطرناک او ناروا کار دی! )
(چې خدای کوی هغه به کيږی
. جانانه مه زانګه د فکر په ټالونه)
05.12.2007
اقتباس:
«کينه او غچ اخيستنه د بې عقلۍ نښې دی. »
پتنګ صیب دغه پورتنۍ جمله په یوه مشخص حالت کې سمه خبره ده، خو ستا خبره په دغه عام ډول نه !
که مجرم پښیمانه وي، پښیماني څرګنده کړي او بخښنه وغواړي او د سړي د لاسه بخښنه هم کیدای شي باید ورته یې وکړي، که سره له دې چې نوموړی ورته بخښنه کولی شي او بیا یې هم د رواج، یا کوم تربور د بیځایه پیغور له ویرې نه بخښي
او د نورو له خاطره دغچ پسې ګرځي نو بیا په رښتیا هم بی عقله او بی شهامته دی .
اوکه ظالم نه بخښنه غوښتې وي او نه یې غواړي اوکه پلمه یې وموندله بل ځل هم پرې تیری کولو ته ګواښیږي نو په هغه صورت کې که مظلوم غچ اخیستلای شي او نه یې اخلي او بخښنه کوي، ښایي ددغسې چلند په صورت کې چې ظلم ته د ظالم د هڅولو سبب ګرځي، بخښنه د خدای تعالی د رضا له پاره نه ، بلکې د بیغیرتۍ له امله وي، نو بیا یو ناوړه او فساد زیاتونکی عمل دی چې باید ډډه ترې وشي . !
عصمت الله
05.12.2007
یو ښه زوی خپل پلار نیکمرغه کوی څلویښت بد زامن په یوه وربشه نه ارزیږي .
يوه ورځ سپیڅلی ژوند د سل کاله چټل ژوند څخه ښه دی .
که غواړې چې بده خبره وانه وری نو هیچا ته بده خبره مه کوه.
هغه بد چې مو کړي او روزلی دي لکه چې الماس کلکه ډبره ماتوی همداسی به موږ هم ټوټې ټوټې کړي .
څوک چې خپله خوشحالی د نورو په کړاوونو کې لټوی په هغه دنیا کې په خوشحالی ونه وینی .
05.12.2007
[quote:006acc60e3]څوک چې خپله خوشحالی د نورو په کړاوونو کې لټوی په هغه دنیا کې په خوشحالی ونه وینی .[/quote:006acc60e3]
ورته مطالب په ډیرو نبوي احادیثو کې بیا ن شوی .
له دې پورتنۍ جملې څخه څه انګیرلی شئ، آیا ښه اجتماعي چلند د هغې دنیا وسیله ده که د هغې دنیا د خوشحالۍ هیلې د ښه ټولنیز چلند له پاره هڅونه ده ، کوم یې کومې دنیا ته خدمت کوي او کومه یوه د بلې تابع ده؟
اجتماعي خیر ، سوله او د مسلمانتانو وحدت ولې تر لمانځه هم ستر عبادت ګڼل شوی ، آیا د مسلمانانو اتفاق ، ښه د ټولنیز ژوند ، سوله او پرمختګ په اسلام کې تر ټولو لوی هدف دی ؟
که همداسې وي نو آیا ددغه هدف په لور په اوسنیو شرایطو کې ملي او اسلامي ولسواکي تر ټولو غوره لار نه ده ؟
مازدیګر
06.12.2007
په پیسو به ډیر ښه شیان رانیسی
خو د نړۍ په ټولو پیسو هم قناعت نشی رانیوې
پتوال صیب خبره مو په ګل بدله خو یو عرض لرو
او هغه دا چه دلته زموږ موخه یوازي دغوره اقوالو
راټولول دي او ښکاره ده چه ددی خبرو په ارزښت کی
کلام نشته نو دا چه موضوع هم یوه نه ده په ځای ددی چه په یوه موضوع
پوري تړلې سوال جواب او بحث تری جوړ کړو ښه به نه وي چه بس دغه
اقوال او فرمودات څرنګه چی دې همدغسی رانقل کړو بیا نو لوستونکې
پوه شه او عقل يې که څنګه مو خوښه ده؟
06.12.2007
[quote:4e7fb026d0]لېونتوب په افرادو کې استثنا ده ، خو په ډلو ، ګوندونو ، ولسونو او دورو
کې اصل دی [/quote:4e7fb026d0].
دې ته اندښت په کار دی، چې فرد نه، خو ډلې، ټپلې او ګوندونه ولې زر لیوني
کیږي ؟ یو داړونکی حیوان لکه سپی لیوه او نور ځانله پر چا دومره برید نه کوي، خو کله چې دوه شي په هر یو ۀ کې د برید ګواښ زیاتیږي، یو لیوۀ یواځې تر ګیدړ لږ توپیر لري خو ډیر لیوان په ډله کې هومره ر خطرناک وي څو مره چې د هغه کسانو شمیر کم وي چې دوی پرې برید کوي!
داسې بریښي چې د انسانانو په ډله ییز قدرت کې د برید او ځپلو حیواني تلوسه هم
لوړيږي په تیره بیا په هغو هیوادونو کې چې ولسواکي په کې نه وي او یایې پرمختګ نه وي کړی . دخلقیانو، پرررررچمیانو، مجاهلینو او طالبانو وحشتونه هم په همدغسې نیمه حیواني کُلېکتیویزم ، ګوندي یا ډله ییز قدرت ولاړ وو . دې میکانیزم پخوا دلویو امپراطوریو په رامنځته کولو او د ولسونو په لاندې کولو، ځپلو او وژلو کې زیات رول لوبولی دی !
بومي سره پوستان هندیان ډیر سوله ییز خلک وو، خو کله چې به یې څوک تر برید لاندې راغی هرڅه به یې تباه کول او افراد به یې تر هډوکو پورې تر پښو لاندې جو جو کول ، د افریقایانو ډله ییز برید د وحشت او ځناورتیا یوه هیبتناکه ننداره وي !
د خدای تعالی کور کعبه شریفه به هم بالاخره د یوې وحشي ډلې په برید کې د یوۀ افریقايي په مشرۍ ورانیږي او د نړۍ ړنګیدل به د قیامت په توګه پیل کیږي !
البته د طالبانو له خوا د افرادو بی کرکې سرغوڅونې هم دوحشت سمییز ټیپ په ګوته کوي .
هو!، فردي حقوق او فردي آزادي د ډله ییز قدرت سره ایغ په نیغه تضاد لري او ددواړو ترمنځ توازن په ولسواکۍ کې رامنځته کیږي، خو په کمونستي، فاشیستي او مذهبي واکمنیو کې فرد او معقولیت دواړه تر پښو لاندې کیږي او ډلیز لیونتوب ته مخه پرانیستل
کیږي . صلیبي جګړې، دوه نړیوال جنګونه او نور هم تر ې خالي نه وو . ۱۱ د سپتمبر هم ددغسې یو ډله ییز ځانمرګي برید جرئت و چې طالبي دیکتاتوري په کې لړه شوه . تاسو د کوشان له خوا د وړاندې شوې ملغلرې په اړه ، چې د الماني فیلسوف نیچې یوه زرینه فلسفي جمله ده ، څه اندښت لرئ ؟
منلی
06.12.2007
د پېښ صورت حال او ردعمل په مینځ کې یوه خلاوی ، دغه خلا زمونږ دازادی او ردعمل اختیارولو ځای دی، اوپه دغه ردعمل کې زمونږ دترقی اوازادی راز پټ دی .
که تا چېر وږی ته ماهی ورکړ تا هغه ته یو وخت ډوډی ورکړه او که تا هغه ته دماهی نېولو چل وښوود لکه چې ټول عمر دی ډوډی ورکړه
د ارادی په قوت کنټرول حاصلول ډیر مشکل دی، خوهمدغه دحقیقی خوشحالی جوهر دی .
مازدیګر
07.12.2007
دالله رحمت دی وی په هغه چا چه ما ته زما عیبونه په ګوته کوي
حضرت عمر فاروق(رض)
Mohammad Hassan
07.12.2007
(( ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه
. چې همدا غشی به ستا په لور ګذار شی
کوهی مه کنه د بل سړی په لار کې
. چيرې ستا به د کوهی په غاړه لار شی
آدم زاد په معنی واړه يو صورت دی
. څوک چې بل آزاروی، هغه آزار شی))
. «رحمان بابا»
mehman
07.12.2007
[color=green:359f01c434]دوستی با مردم دانا نکوست
دشمن دانا بِه از نادانِ دوست[/color:359f01c434]
[color=yellow:359f01c434]دشمن دانا بلندت میکند
بر زمینت میزند نادان دوست[/color:359f01c434]
pattang
07.12.2007
[quote:6f1276e02c]دوستی با مردم دانا نکوست [/quote:6f1276e02c]
دوستي په عام ډول نه يواځې له (دانا) سره بلکې خپله نيک کاردی که
له هر چا سره وي .
[quote:6f1276e02c]دشمن دانا بِه از نادانِ دوست[/quote:6f1276e02c]
دا داسې ده : دشمن دانا بِه از [color=orange:6f1276e02c]دوست[/color:6f1276e02c] نادانِ
[quote:6f1276e02c]دشمن دانا بلندت میکند
بر زمینت میزند نادان دوست[/quote:6f1276e02c]
داخو کومه مانا د ملغلرو په اند نه ورکوي٠
???????????????
عصمت الله
07.12.2007
نیکې داسی شی دی چې وسلوال بې وسلی کوی .
قار څرګند او تیریدونکی دی خو کینه تل تر تله او ورانو ونکی ده .
قار لومړی لیونتوب دی او وروسته پښیمانتوب دی .
پاک او سپیڅلی عادتونه د نالایقو او خرابو خلکو په راشه درښه ناوړه کیږی .
منلی
07.12.2007
ښاغلی کوشان ته !
هرکله چې دجاهل خلکو سره دلیل پاتی نه شی بیا دمقابل لوری په توهین باندی شروع کوی اودهغوی په توهین کولو کې ورته خپله کامیابی ښکاری .
مازدیګر
08.12.2007
توره یوازې ظاهري تن ټپي کوي خو دبدي خبرې زخم په روح لګیږي
عثمان غنی(رض)
Mohammad Hassan
08.12.2007
((زموږ لرغونی ملت يوازې د وياړ نه ډکو خاطرو ډير اوږد تاريخ نه لری بلکې د لويو ملی ارادو ډير لنډ تاريخ هم لری، چې موږ په سيالۍ کې له امريکايانو څخه د مخه کولای شی.))
. «عبد الجليل وجدی» د (زړونو او دماغونو ماينونه) له کتاب څخه.
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
دروند محمد حسن صاحب ، ایا ژباړه مو په بیړه کړې اوکه تیروتنه د وجدي صاحب ده .
ښايي [color=red:2e2414c0b6](نۀ) [/color:2e2414c0b6]دلته د( يواځې ) د نفې مختاړی وي ، نۀ هلته د (لري) نفې وي، ځکه دا دواړه جملې یو شی نۀ دي او سمه یې دابريښي :
((زموږ لرغونی ملت [color=white:2e2414c0b6]نۀ[/color:2e2414c0b6] يوازې د وياړ نه د ډکو خاطرو ډير اوږد تاريخ لری ، بلکې د لويو ملی ارادو ډير لنډ تاريخ هم لری، چې موږ په سيالۍ کې له امريکايانو څخه د مخه کولای شی.)). آیا همداسې ده ؟
وطنمل
mehman
08.12.2007
دوستان عزیز سلام بر شما!
[quote:909d720a28]اقتباس:
دوستی با مردم دانا نکوست
دوستي په عام ډول نه يواځې له (دانا) سره بلکې خپله نيک کاردی که
له هر چا سره وي .
اقتباس:
دشمن دانا بِه از نادانِ دوست
دا داسې ده : دشمن دانا بِه از دوست نادانِ
اقتباس:
دشمن دانا بلندت میکند
بر زمینت میزند نادان دوست
داخو کومه مانا د ملغلرو په اند نه ورکوي٠
???????????????
_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ
[/quote:909d720a28]
[color=green:909d720a28]دوستی با مردم دانا نکوست
دشمن دانا بِه از نادانِ دوست [/color:909d720a28]
[color=yellow:909d720a28]دشمن دانا بلندت میکند
بر زمینت میزند نادان دوست[/color:909d720a28]
دوست عزیز آقای پتنگ!
1- این چهار مصراع در کُل یک مفهوم را ادا میکنند. ازینرو نباید بالای یک مصراع به تنهائی تبصره نمود. دو مصراع اخیر در تشریح ادعای دو مصراع اول است!
2 - نادانِ دوست و دوست نادان همان یک مفهوم دارندکه شاعر احتمالاً بخاطر وزن شعر [color=green:909d720a28]نادانِ دوست[/color:909d720a28] نوشته است.
البته این شعر ناصر خسرو دو مصراع دیگر هم به ارتباط دوستی دارد:
[color=blue:909d720a28]دشمن دانـــا نیــازارد ترا
گر بیـازارد ترا نادان دوست[/color:909d720a28]
با تقدیم حرمت
مازدیګر
09.12.2007
دبل حق مه وهه خو خپل حق حاصلولو ته تل تیار او تکړه اوسه
حضرت علی(رض)
مازدیګر
10.12.2007
منفي دماغي حلت له ځان سره ډیر ځانګړې شیان راوړي
لکه ډار بې پریکړه توب ځنډ تیروتنه او غصه چې داشیان
خلک در څخه پورې وهي او په څټ کوي يې ګټور او غوره
فرصتونه له لاسه ورکوي .
لیکن مثبت دماغي حالت له ځان سره عقیده لیوالتیا ځاني لار ښونه
په ځان واک د خیال او تصور قوه او د مقصد څرګندونه پلان او نخښه راوړي
چې دا حالت خلک ځان له راغواړي او د فرصتونو څخه ګټه پورته کوي.
Mohammad Hassan
10.12.2007
د وطن درنه خدمتګاره ډاکتر وطنمله، سلام!
تاسې داسې پ،ښتنه کړی :
[quote:2f8dbf5ffb]، ایا ژباړه مو په بیړه کړې اوکه تیروتنه د وجدي صاحب ده . [/quote:2f8dbf5ffb]
دا ليکنه ژباړه نه، بلکې «د زړونو او دماغونو مينونه» له پښتو کتاب څخه را اخيستل شوی، د افغانستان يوه پاخه او درانه ژورناليست، ملی سياستوال او ټولنپوه، خدای بښلی عبدالجليل وجدی، ليکلی او په جرمنی کې د پښتنی فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنې په مصارفو چاپ شوی دی. دا يوه ډيره طبعی خبره ده، چې په کتاب کښې دا سې څه شته چې زه يې په هکله بل ډول نظر لرم او ورسره موافق نه يم، خو په مجموعی توګه په دې کتاب کې مطرح موضوعاتو ته د رښتينې ملی زاويې څخه کتل شوی، نه داسې چې د نورو په څير يې خپلو مخالفينو ته د تعصب او بې ځايه کرکې له مخې بد او رد ويلی او بې منطقه سپکاوی يې کړی وی.
ما دادی دا کتاب بيا ولټاوه، ومې موند او جمله ورپکې کټه مټه همغسې په ۱۷۱ مخ کې په دوهم يا دريم پراګراف کې ليکل شوې ده.
بيايې داسې توضيح ورکړې چې «امريکايان پخپله خوله وايی چې افغانان د ملی انقلاب په راوستلو کښې ور څخه قدامت لری. د امريکې يو مهم سياسی شخصيت سپیرو اګنيو کابل ته د خپل راتګ په وخت کې دا خبره کړې وه چې د امريکې بابا (جارج واشنګټن) لا ۱۵ کلن ځوا ؤ، چې احمد شاه بابا په افغانستان کښې د امريکې انقلاب ته ورته يو انقلاب راوستلی وو. ..»
روغتيا مو غواړم.
ډاکتر وطنمل
10.12.2007
منلي لیکوال ښاغلي محمد حسن ته سلامونه او نیکې هیلې!
له ځواب څخه مو مننه، چې زما له پوښتنې سر بیره مو یو بل ټکی روښانه کړ، کوم چی مو د وجدي صاحب له کتاب څخه نوی راخیستی دی .
ښايي ستاسو به تر ما زیات دې ټکي ته پام راګرځېدلی وي چې په ملي اړخ کې د افغانانو اوامریکایانو آزادي یو شان دخپل مستقل دولت د بنسټ ايښودلو لامل وګرځېد او په هغې کې افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو څخه مخکې رامنځته شو. خو که نوموړي انقلابونه سره وکتل شي ، د ټولنیزې منځپانګې له مخې سره نه پَرتَله کیږي .
هلته برژوا دموکراتیک انقلاب تر سره شو او ملي آزادي او ملي دولت یې هم منځته راوړل، دلته څو کاله د مخه یو مستقل دولت منځته راغي، خودکوم ټولنیز انقلابي بدلون رنجه یې نه درلوده . له دې کبله ددې پایلې ضعیفې او د امریکا هغه ډیرکوټلی او تر نن ورځې پورې یې په ګرده نړۍ کې د امریکا مخکښ رول ساتلی دی .
داچې آیا احمد شاه با با هم تر کومې اندازې پورې د قومي قبیلوي ماقبل فیوډالي ژوند څخه فیوډالي ټولنې ته د پښتنې ټولنې دلیږ د مخه پرانیستله که نه، دا کیدای شي یوه څیړنیزه سکالو وګرځي!
زما پوښتنه بل شی وه، او هغه پوښتنه هم نه بلکې د وجدي صیب په یوه راخیستل شوې جمله کې د ( نۀ ) توری ځای ته یو اړین بدلون ورکول و ، کوم چې زما په اند د خدای بښلي وجدي صیب په اړونده جمله د ګرامر او معنی له پلوه د نیمګړتیا لامل و او بس .
مازدیګر
12.12.2007
ګټونکی تل عقیده لرونکی وي او بایلونکی تل ریشتونی عقیده نه لري
مازدیګر
12.12.2007
که تاسو په خپل ځان باور نلری نوستاسو عقیده په لوی رب هم مکمله نده
هغه ذات چي تاسو يې پیدا کړی یاست
pattang
12.12.2007
کتابونه دريابونه دې خو شالونګين هم پکښې شته٠
Nawabi
14.12.2007
پېغمبر(ص) به همېشه خوښ ښکارېده، طبيعت يې ازاد اوخوى يې نرم و نه بدويونکى او غوسه ناک و،نه چېغې وهونکې، بدويونکى، پړه آچوونکى او ستايونکى نه و، څه شى چې به يې نه خوښېده ځان بۀ يې پرى ناګاره کړ، اوهېڅوک ترې نه نا امېده کېده )).