د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه


فرښته
05.12.2003

سلامونه سلامونه٠
ورونو مونږ خو مسافر يو چې يوورور مو لږ غلې شې مونږ وارخطا شو او دستي بي بي سي کې اعلان کوو٠
دهيواد ورور دبېدرکۍ خبر خو اوس خپور شوې اوځه خير پدې پردۍ نړۍ کې خو هسې هم مونږ څوک نه پيژني
پدې توګه به هېواد ورور لږ شهرت پيدا کړي ٠ :D :D :D :D
خه نو ځه به هم يوڅو لنډۍوليکم٠

جانانه ولې ليونې شې :( :( :( په لاره ځې په تيږو ولې زيارتونه
که تا نه سل ځله توبه کړم :cry: :cry: په تا مين زړه مې توبه نه قبلوينه
بيابا دې نوم په خوله وانخلم :( : :( بېګاه دې مور له دروازې شړلې يمه
عاشق سړې درنګه تور وي :lol: :lol: سوې په اور وي معشوقې رټلي وينه
په سپينه ګيره راپسې شوې :lol: :lol: خدای خو دې مړ کړه دلمسۍ په ځې دې يمه

نور بيا٠٠


انځورګر
09.12.2003

:lol: :lol: ګراني خور د خپل کشر ورور سلامونه ومنه !



فرښته
09.12.2003

ډير محترم هادي لالا د خپلې کشرې خور سلامونه ومنۍ٠
وروره تاسو ليکلي وو [color=indigo:ad027f5c81]چې مې پر سپينه خولګۍ نه کوې پوښتنه٠[/color:ad027f5c81]

ستا به ګيله له مانه کيږي :( :( :( ماته ګيلې د بيلتانه ولاړې دينه
له مانه ولې ګيله من يې:lol: :lol: کم عقله ياره د پردو اختيار کې يمه

ستا خو په يو پيغور رنګ زيړ شو :cry: :cry: زه دپېغور رسۍ په غاړه ګرځومه
په غم کې ستانه کمه نه يم :cry: :cry: لېونۍ نه يم چې به کلي خبرومه

په درناوي٠



shaheen jana
11.12.2003

درنو وړونو او پتمونو خوندو زما سلامونه دي ټولو ته په لمړي ځل د ښو هيلو سره يوځای در ورسيږي
په ټول افغان کي مي تر نوربحث فورم ځکه پښه را واړوله چه زه غواړم په ځانګري توګه په دې موضوع کي ستاسو ښاغلو سره ګډون وکړم ځکه زما لنډۍ فطرتاٌ او تر حد زياتي خوښيږي او د ټولو وړونو او خوندو څخه دا هيله لرمه چه تل په خپلو ښکلو لنډيو دا موضوع توده او خوندوره وساتي ............په درنښت
[color=red:ee268ac26f]څنکه دي خواره کړمه خدايه ..........چه نور دي ګل کړل زه غوتۍ ورژيدمه[/color:ee268ac26f]
[color=yellow:ee268ac26f]senga di khwara krema khudaya
chai nor di gul krel zeh ghotai worazheedema[/color:ee268ac26f]
او دهادي جان څخه به ځانګرې مننه په دې وکړمه چه ماته ئې دې فورم ته بلنه راکړه
...............................ستاسي خور شاهين



فرښته
11.12.2003

درنې خورې شاهين جانې د ټول افغان پاڼې ته درته دزړه له کومې ښه راغلاست وايم٠
خورې خوشحاله شوم چې په لنډيوليکلو کي راسره شريکه شوې
ځه هم دهادي ورور څخه مننه کوم چې تاسو ته يې بلنه درکړه٠

[color=blue:da97d67bd5]زړه مې په تورو غرومين دي :( :( د تورو غرو مزل کوم ژړاراځينه٠[/color:da97d67bd5]



shaheen jana
11.12.2003

يو ځل بيا ټولو ته سلامونه او نيکي هيلي
زماګراني ، مهرباني او قدرمني خور فريشتې جاني تا ليکلي دي ( زړه مې په تورو غرومين دي )
خو زما خوارکۍ دا نوه در باندي پيرزو نو ځکه به داسي درته ووايمه
[color=yellow:f19710e672]ليلا ستا قد دختو نه دئ .........په سپين منګل زخمي کوې د غرو سرونه[/color:f19710e672]
ستاسي خواخوږې خور شاهين



هيواد شېرزاد
12.12.2003

محترمې او د قدر وړ خورې شاهين!
ټول افغان پاڼې ته دې راتګ بختور شه. ډېر خوښ يم چې يوه بله خور هم زمونږ سره د پښتو په چوپړ کې ځان شريکوي.
هادي وروره، وار دې مه خطا کوه، که مو خويندې پښتنې دي نو ما او تا خو هم پښتانه يو :) که څنګه؟ تر څو چې مو وسه رسيږي نو غاړه به ورسره تاوو :) خدای پاک به مو ورته نه پړوي :)

ښه دادي يو څو د مساپرو لنډۍ واورئ:
........................ د مساپر يار زکندن دی
................................... مخ يې وطن ته کړئ چې سا يې وخېږينه
......................... سپوږمۍ په غره راپورته کېږه
.................................... که مساپر په سيند ګډيږي غرق به شينه
......................... خاونده ما خو داسې نه وېل
.................................... چې مساپر شم څوک دې خېر نه راکوينه
نور بيا [size=24:1ed2d065ac]...[/size:1ed2d065ac]



فرښته
13.12.2003

سلام خويندو ورونو٠
شاهين جان خورې تاسوډيره ښکلې لنډۍ ليکلي٠

[color=darkblue:a87df20939]قد او قامت مې هم بد ندې :) :) خو په همت د مينې غر چپه کومه
عادت چې غمه سره نه وي :( :( د ښکلو مينه دې په زړه کې نه ساتينه
صادق د مينې اشنا نشته :( :( ارمانژن ځکه هر عاشق له دنيا ځينه٠[/color:a87df20939]
نور بيا٠٠٠



shaheen jana
19.12.2003

سلامونه ګرانو وړونو او پتمونو خوندو خدای دي وکړي چه خوشحاله روغ او جوړ ياست !
هادي ګله د ټول افغان پرده هر وخت پورته کومه ستاسي سنګيني او خوږې ليکني کله کله ګورمه خو ددې توان لا تر اوسه مي نه دې موندلئ چه څه وليکمه که خدای کوله نو ستاسي د ټولو ليکونو جواب به پر يو ځائ درکمه دادي ستاسي پر ما پور وي :
ګرانه ته خو په مينه کښي داسي غورځيدلۍ ئې چه هيڅ دي نه دي پکښې پريښي داسي خو هم نه ده خو زه بيا په دې اند نه يمه زه اوس هم مينه عبادت بولمه او ستا ددې ليکني په ځواب کي [color=red:3d7be52ef1]جانانه څه شوې ستا خبري[/color:3d7be52ef1] وايمه
[color=yellow:3d7be52ef1]چه کله کله راپيادشې ............ديوال ته کښينم ځان ته غلې وژارمه[/color:3d7be52ef1]
ژوندي او سر لوړي اوسئ



shaheen jana
26.12.2003

سلامونه او ښې هيلي
ګرانو داسي ښکاري چي لنډۍ مو خلاصي شوي دي ځکه چپ ناست ياست
خوفرشتې خور ته دونه وايم
[color=yellow:cd1d7f1616]کاغذه لاړ شه په هوا شه .........پريار مي وايه د زخمي زړه سلامونه[/color:cd1d7f1616]
په درنښت ...........ستاسي خور شاهين


نقاد
28.12.2003

خيال ته مې داسې لنډۍ راغله .....چې دسلام سره يې غبرګه وړاندې کمه :

ستا په بڼو مې [color=green:ddf16a99ff]زړه [/color:ddf16a99ff][color=red:ddf16a99ff]زخمي [/color:ddf16a99ff][color=yellow:ddf16a99ff] شو [/color:ddf16a99ff]...... د زړه په [color=red:ddf16a99ff]وينو[/color:ddf16a99ff]به دې شونډې [color=red:ddf16a99ff] رنګومه[/color:ddf16a99ff]


انځورګر
18.01.2004

پاڅون وال ګله قدم پر لېمو و دې موضوع ته !


م ن غروال
22.01.2004

[color=blue:392a0f1788]زما خوږو د لنډۍ مينه والو ،
په دا خپلې له مينې څخه ډک فورم کي د نه شاعر کس سلامونه هم ومنئ٠[/color:392a0f1788]

تاسی چه ګورم نو، اه مې له خولې پورته شي، چه ته اوس زمونږ دا بدبختۍ ته وګوره چه يو ساعت چرت وهو يوه لنډۍ نشو جوړوﻻئ، چه اوس لدغو خوږو عزيزانو سره څنګه يو چل مل وکړو چه مونږ هم له ځانه سره شريک کړي٠ خو خير٠ يوه پوښتنه٠ کوﻻئ شي سړۍ چه په پاړسي هم لنډۍ ووايي؟
دا خو په کابل د پښتو ټولنې په کتابتون کي ناست وم چه نور ياران هم هلته وؤ، نو دوئ په لنډيو سره بحث او لنډۍ به يې ويلې، نو د ور په خوله کي بابه رمضان هم ناست وؤ، زړه تنګ شو ويې پوښتل چه، اي چيه که شما مينه مينه موګين؟ يوه حاضر جوابه دا د لنډيو د سجل او سوانح په تشريح کولو لګيا شو، خو بابه رمضان يې نورې خبرې قطع کړې او ويې ويل، ايره خو مه هم ګفته ميتانم٠ ټولو وخندل چه لکه کومه لنډۍ يې زده کړې ده نو ټولو ورته وويل چه، بابه جان خئ بګو٠ بابه رمضان وايي،

[color=yellow:392a0f1788]کجا بودي کجا رفتي٠٠٠٠٠٠٠٠٠ يکدفعه خو بيا که کديت کار دارم مينه[/color:392a0f1788]
په مينه او درنښت


انځورګر
26.01.2004

پر پښتو مين غروال او ټولو پښتنو ته سلامونه


N
26.01.2004

دهنراوادب مېنه والو اغلو اوښاغلو ته سلامونه اوښي چاري !
نن ښاغلي حېدري صېب ټول فورمونه ډک کړي دي, کوريي ودان.
زه به هم يوه لنډۍ وليکم:
په صبر, صبر پوره نه سوه
سبا مي خيال دئ, بي صبرئ ته ملا تړمه.

ښاداوأباداوسئ.


انځورګر
27.01.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


انځورګر
29.01.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



ليلماـ الفت
30.01.2004

محترم او ښاغلی استادهادي ( حيدري ) صاحب !
سلامونه او نيکي هيلي دي درته ډالۍ وي چه ګيلمن نه شې دادئ زه هم درسره په لنډيو کي ملګرئ کومه
[color=yellow:30e3b5bac9]که د ديدن لايق دي نه يم ـــــ کله نا کله مي په خط کوه پوښتنه
د غم قلمه را اوچت سه ــــ د جانان لور ته زما اوليږه غمونه
د غم قلمه سر اوچت که ــــ د اشنا لور ته زه ليکمه سلامونه[/color:30e3b5bac9]
او پاته سوه ستاسي د خوښۍ خبره نو دغه لنډۍ خو مي ډيره خوښه ده تر هغه بلي
خواره ځواني به نيمخوا کړم ______ که دي زما د يارۍ واخستل لاسونه
په کليواله پښتنه مينه ستاسي____ خور ليلما



فرښته
30.01.2004

زما ګرانو خوږو خويندو ورونو سلامونه مې ومنئ٠
تاسو خودادلنډيو مجلس ښه ګرم ساتلې او ځه خبره هم نه يم خوشحاله شوم ښې لنډئ مو ليکلي ٠
ځه به هم يو څه وليکم٠
مين زړګي ته مې سلام دی :( :( :( :( چې تمامي عمر په صبر تيروينه

جانان مې ستورې د اسمان دې :cry: :cry: :cry: نه ورختې شم نه زړه صبر کوينه


انځورګر
30.01.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


انځورګر
30.01.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



فرښته
03.02.2004

سلامونه اود لوي اختر موبارکي خپلو ګرانو خويندو ورونو ته وړاندی کوم٠
هادي وروره تل ښکلې لنډۍ ليکی٠

راکړی ګل دی بيرته واخله :cry: :cry: :cry: زه د هجران په سفر ځم مړاوی به شينه
بيلتون د خلکو د خندا کړم :cry: :cry: :cry: ځکه هر وخت ګريوان شليدلی ګرزومه

په مينه فرشته٠


انځورګر
03.02.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



فرښته
09.02.2004

خوږو خويندو ورونو سلامونه مې ومنۍ٠

که څوک بادشاه د زمانې شي :cry: :cry: :cry: د جانان مينه يي کوڅو کې ګرځوينه

مسافري په بې غمي کړه :o :o :o زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه

عمر چې تير شي جانان هير شي :cry: :cry: :cry: ستا دې قسم وي چې ما هير نکړی مينه

په احترام٠فرښته


م ن غروال
09.02.2004

[color=blue:4c550fb891]سلامونه دې درته ډالئ وي
ښه هادي جانه، خدای د نکړي چه ته تر چا ځار سي، الله ج دې پخپل امانت کښي وساته،[/color:4c550fb891]

[color=yellow:4c550fb891]هادي جان خو ځواب راکئ،،،،،،،،،، نېلۍ خور ده چه دچا نه کوي پوښتنه
الفت خور مې په غرنو پنا سوې،،،،،،ورته نارې کړئ چه غروال لنډۍ ليکينه[/color:4c550fb891]

بخښنه زياته غواړم که شاعري مي غلطه وي چه له بده مرغه استعداد يې نلرم٠ يوازې د شوخۍ پر مخ مې وليکل چه بې ادبي مي معاف کړاست٠ د ورورۍ په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more