نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
monir
03.01.2007
ګرانه وروره پتنګ صاحب او نورو دوستانو ته سلامونه ،
عجبه زمانه ده ، محترم غفار ورور پتنګ ورور ته لیکي :[quote:5182a1ffa9][color=white:5182a1ffa9]پتنګه وروره اختر دې مبارک شه ![/color:5182a1ffa9][/quote:5182a1ffa9]
او قدرمن پتنګ صاحب په ځواب کې لیکي: [quote:5182a1ffa9]غفار لا لا دګوډاګي دولت ويانده[/quote:5182a1ffa9]او بیا لکه چې د ورځې مود خبر یې آخو دې خوا اوریدلي د رسیستي اصطلاح په تشریح کولو کې بیا لیکي: [quote:5182a1ffa9] لوده خانه رسيسم او ناڅو نا ليزم خوفرق سره لري خو ته ګرم نه يې ستا يو رګ مردار او غيرې پښتني دی[/quote:5182a1ffa9]
دروند وروره پتنګ صاحب ! په دې لنډې مودې کې چې زه کله کله دې پاڼې ته راځم او دنورو تر څنګ ستاسو لیکنې لولم راته دومره څرګنده شوه چې تاسې د ولسمشر کرزي، د هغه د حکومت او په ټولئیزه توګه د موجود نظام مخالف یاست، چې په یوه دموکراتیک نظام کې د هر چا حق دئ ! خو د تعجب وړ دا دئ چې تاسې نورو کسانو ته دا حق نه ورکوئ چې بل نظر ولري او که دغه بل نظر په ځانګړي توګه ستاسو د نظر مخالف وي بیا نو تاسو ته پرته د اهانت د ژبې هیڅ بل معیار د منلو وړ ندئ .
بښنه غواړم چې خپه نشئ تاسې کله کله په ریښتیا هم نه پوهېږئ، چې څه لیکئ !
تاسې د رسیسم او ناسیونالیزم د توپیر په تشریح کې غفار ورور ته لیکئ:
[quote:5182a1ffa9][color=red:5182a1ffa9]خو ته ګرم نه يې ستا يو رګ مردار او غيرې پښتني دی[/color:5182a1ffa9][/quote:5182a1ffa9]، یعنې غیر پښتني رګونه مردار دي !!!
ګرانه وروره ! که دا رسیستي لیکنه نده نو څه ده؟ آیا رسیسم یا نژادی توپیر لکۍ یا ښکر لري؟
په درنښت
pattang
03.01.2007
[quote:492b708f7c="khaishkai"]ګرانه وروره پتنګ صاحب او نورو دوستانو ته سلامونه ،
عجبه زمانه ده ، محترم غفار ورور پتنګ ورور ته لیکي :[quote:492b708f7c][color=white:492b708f7c]پتنګه وروره اختر دې مبارک شه ![/color:492b708f7c][/quote:492b708f7c]
او قدرمن پتنګ صاحب په ځواب کې لیکي: [quote:492b708f7c]غفار لا لا دګوډاګي دولت ويانده[/quote:492b708f7c]او بیا لکه چې د ورځې مود خبر یې آخو دې خوا اوریدلي د رسیستي اصطلاح په تشریح کولو کې بیا لیکي: [quote:492b708f7c] لوده خانه رسيسم او ناڅو نا ليزم خوفرق سره لري خو ته ګرم نه يې ستا يو رګ مردار او غيرې پښتني دی[/quote:492b708f7c]
دروند وروره پتنګ صاحب ! په دې لنډې مودې کې چې زه کله کله دې پاڼې ته راځم او دنورو تر څنګ ستاسو لیکنې لولم راته دومره څرګنده شوه چې تاسې د ولسمشر کرزي، د هغه د حکومت او په ټولئیزه توګه د موجود نظام مخالف یاست، چې په یوه دموکراتیک نظام کې د هر چا حق دئ ! خو د تعجب وړ دا دئ چې تاسې نورو کسانو ته دا حق نه ورکوئ چې بل نظر ولري او که دغه بل نظر په ځانګړي توګه ستاسو د نظر مخالف وي بیا نو تاسو ته پرته د اهانت د ژبې هیڅ بل معیار د منلو وړ ندئ .
بښنه غواړم چې خپه نشئ تاسې کله کله په ریښتیا هم نه پوهېږئ، چې څه لیکئ !
تاسې د رسیسم او ناسیونالیزم د توپیر په تشریح کې غفار ورور ته لیکئ:
[quote:492b708f7c][color=red:492b708f7c]خو ته ګرم نه يې ستا يو رګ مردار او غيرې پښتني دی[/color:492b708f7c][/quote:492b708f7c]، یعنې غیر پښتني رګونه مردار دي !!!
ګرانه وروره ! که دا رسیستي لیکنه نده نو څه ده؟ آیا رسیسم یا نژادی توپیر لکۍ یا ښکر لري؟
په درنښت[/quote:492b708f7c]
خيشکيه سلامونه !
وروره ژبه دې پسته خو زهر ناکه ده ، اڼډيواله د رسيسم په مانا ته هم نه يې پوه شوی
لکه چې له غيرو پښتني وګړوځخه دې دفاشيستي کليمه ډېره اورېدلي وي او فکر
دې نوي پکښې کړی چې دا ولې ? ٠ خدای دپوه کړه ٠
پښتون چې دپښتنودقوم په ضدوي هغه ته پښتانه داسې وايې :
( دهغه يو رګ مرداردی، مردار رګ ور ګډ شوی دی ..... ) ، نو زه نه پو هيږم چې وروره
ته چيرې لوی شوی يې ???????
بله خبره دې : ديموکراسي٠٠٠ :
ديموکراسي اومدنيت چې تاسو، Mr. چپن قره قولي اودهغه بې مسلکه او
جنايتکارې کابينې ورځنی شعارګرزولی دی ، يوله بل سره اړکي لري خودواړه
بايد دکلتور سره يوځای لوی شي ترڅو چې ديموکراسي په اولس کې دخپلې
بقالپاره باسيس پيدا کړي.
تحميلي انتقال شوې ديموکراسي يوا ځې لودګي اوناپوهي دي٠
غربيانواول هدف لاره چې کمونيزم په اسلام مات کړي هغه کاريې وکړاوکامياب
شول ٠ اوس غواړي چې دې ديموکراسي په نوم اوددالرو په زوراسلامي او پښتني
کلتور مات کړي ، که دا کار يې وکړ نو دوی بيا مو فق دي .
ديموکراسي په افغانستان کې =: رشوت + فحشا+ دکلتورمرض + داسلام نابودي +
دجنګي جنايتکارانو خپلواکي + غلا+ بې قانوني + دالربازي + .....=: دغربيانو او
امريکايانو کاميابي٠
زه دديموکراتي بر خلاف نيم خو هغه بايد په کلتور او عنعناتو کې پېچلې وي اونه
برعکس ٠
08.01.2007
درنو رونو ورونو ، اختلافات به قطع او بیا چور له منځه ورک کړو ! زه راځم بیرته د غفار صیب یوې په زړه پورې پوښتنې ته : [quote:d52ac63fc6]
مخکې لدې چې زه ستاسو د یادونو او پوښتنو په هکله خپل نظر څرګند کړم باید عرض شي، زما بحث د موجود دولت د ترکیب په هکله نه، بلکه زه په یوې ولسواکۍ یا دموکراسۍ کې د دولت ترکیب د قوم، ژبې، سیمې او مذهب پر بنسټ مناسب نه بولم[/quote:d52ac63fc6]
قدرمنه وروره ، که مو خوښه وي لږ به بسټیز وغږیږو:
لومړی خو د قوم له څنګ څخه دا نور اوبه خړونکي توکي ( ژبه ، سیمه، مذهب ) لیرې کړه چې خدای مکړه کبونه پکې راڅخه ونه نیسې ، ځکه دغه توکی چانه دي ښودلي او زه یې هم دفاع ته حاضر نه یم !
تاسې د اوسنی حکومت په ترکیب کې نه، خو په دموکراسۍ کې قومی ترکیب ردوئ، نوستاسو پر اند هم د حکومت ترکیب دموکراتیک نه دی .ددې علت له ۲
ټکو بل شی نشی کیدای : یابه دلیاقت پر اساس چوکۍ نه وي ویشل شوې او یابه
دقومونو تناسب په کې له پامه غورځول شوی وي . ښایی لومړې ټکې ستاسو د پام وړ ټکې وي چې وایاست قومی معیار په دموکراسۍ کې اعتبار نه لري .
د دواړو حالتونو د مخالفینو له پاره د حکومت اوسنی ترکیب غیر دموکراتیک اوله دې امله دغندنې وړ دی ، ایا همداسې نه ده؟
داچې ددغو دواړو غوښتنو ، لیاقت او قومی تناسب ، مراعاتول په یوه وخت کې نه یواځې ممکن ،بلکې اړین او سره تړلي دي، تاسو له پامه غورځولي . هو ، آن دا مو هیر کړي چې د قومی تناسب په چوکاټ کې باید د لیاقت معیار پلی شي !
خو تاسو دلیاقت مهم اصل ته ه ګوته نه ه نیولې ، بلکې د د قومونو پر بنسټ د دولت د څوکیو ویشل مو له دې امله چې ګواکې عملی بڼه نه لري ، رد کړي . خو دعملي بڼې دنه درلودلو د پلمې له پاره مو دغسې یوتیرو بیر دلیل وړاندې کړی :
[quote:d52ac63fc6] د مثال په توګه کله چې د مالیې یو وزیر په دنده ګمارل کېږي هغه دافغانستان د مالیې وزیر او مکلف دئ پخپل کاری چلند کې د ټول ملت ګټې، په هر قوم پورې چې تړلي وي، په نظر کې ونیسي، [color=red:d52ac63fc6]نه د خپل قوم [/color:d52ac63fc6]!!![/quote:d52ac63fc6]
دا دلیل د مو ضوع سره هیڅ تړاو نه لري او هیڅوک له قومی اصل څخه دا سی درک نه لري چې ګواکې هر سړی دې خپل خپل قوم ته خدمت کوي او لکه د غلو او داړه مارانو په څیر دې صرف ځانته ډنګرۍ وهي . تعجب کوم چې دقومی توازن له دموکراتیک اصل څخه دغسې یو تصور وړاندې کیږي . حال داچې د قومی توازن اصل د دموکراسۍ په لومړی پړاوکې د ملی وحدت ، ورورۍ او برابری له پاره د تبعیض ، بی باورۍ او په ملی واکمنۍ کې د بی برخې کیدو پر ضد یو ستر بنسټیز اواړین ګام دی !
ایا د ګډ حکومت معنی په لومړی قدم کې په حکومت کې د ورونو قومونو متوازن ګډون دی که نه دی ؟ که ه وي ، نو بیا ولې ټول قدرت يواځې ستر قوم لکه پښتنو ته نه پارل کیږی چې لږترلږه ثبات خو رامنځته کولې شي ! بیا له دیکتاتورۍ څخه څوک ولې سر ټکوي او د دموکراسۍ چیغې د څه له پاره وهي ؟ دلږکیو حقوق اوبشري حقوق بیا څه معنی لري ؟
ټول وطن او ټول ملت ته خدمت په هروخت او هر پړاوکې تل تر تله مطرح دی ، که حکومت قومی توازن ولری هم مطر ح دی او که یې ونه لری هم ، خو به قومی متناسب حکومت کې یې چاس زیات اوله سرغړونې څخه یې ښه مخنیوی کیږی ، ځکه ولسواک کنترول غښتلی وي او د سرغړونو د مخنیوي بشپړځواک لري. نو دا لاندې پوښتنه مو چې
[quote:d52ac63fc6]ښایي دا پوښتنه مطر شي، چې ولې همدا اوس ځینې چار واکي د دغه اصل رعایت نه کوي؟ [/quote:d52ac63fc6]پخپله مثبت ځواب مومی او ددغسې اوږدې لارې نیولو او خاینانوته د لا زیاتې موقع ورکولو غلطۍ ته اړتیا نه پیدا کیږي چې ګواکې :
[quote:d52ac63fc6] مونږ باید چې د هغو دولتي چارواکو په وړاندې، چې د دولتی څوکۍ څخه د خپل قوم په ګټه ناوړه ګټه اخلی، د قانون په چوکاټ کې هر اړخیزه مبارزه وکړو تر څوهغه اصلاح شی. [/quote:d52ac63fc6]
تاسوغوښتل د خپلې څرګندونې په تائید په دې هکله د افغانستان د نوي اساسی قانون د ۳۵ مادې یوه برخه داسې را نقل کړئ : [color=white:d52ac63fc6]... د افغانستان اتباع حق لری د قانون له حکمونو سره سم، سیاسی ګوندونه جوړ کړی، خو د قوم،ژبې، سیمې او فقهی مذهب پر بنسټ دګوند جوړول او فعالیت کول جواز نلری [/color:d52ac63fc6]
غفار صیب لږ ځیر شئ چې دلته څه لیکل شوي ؟ ، وګورئ ،هلته لیکل شوي :
[color=red:d52ac63fc6]((دګوند جوړول او فعالیت کول جواز نلری ))[/color:d52ac63fc6]
لومړی خو مطلب د یو قوم په نوم ګوند جوړول او ګوندی فعالیت کول دي ، نه د ټولو قومونو ( افغانانو ) یعنې ملت په نامه . دوهم ، په دې توګه قوم اوقومونه سره فرق لري ، د یوه قوم امتیازغوښتل ملی خیانت دی ، د ټولو میشتو قومونو حقوق پلی کول ملی خدمت دی ، نور نو تاسو هم پوهیږئ چې په ملی واکمنۍ کې د ټولو ورونوقومونو متناسبه ونډه ملی خیانت بلل کیږی که ملی خدمت ؟
د سلیم عقل پر حکم که ملی خیانت وي نو هغه به نامتناسبه ونډه وي او بس، که دا دغهخیانت د ډیرکی په رایو ټاکل شوی کرزی صیب زغمی اومعامله ګري پرې کوي، که یې قانونی او ربانی غواړي ، که یې د نورو لږکیو استازي غواړي او یا یې خدای مکړه زما اوستاسو په شمول نور افراد شعوري یاغیرشعور ي ومني ، خیانت خیانت دی که څوک یې کوي یایې څوک د مخنیوي پر ځای زغمي او یا ورته څوک ډمبکی وهی!
که داسمه وي نوبیا دغه جملې هسې د تیروتنې او تیرایستنې پرته بله څه معنې لرلی شي چې :
[quote:d52ac63fc6]مونږ باید هڅه وکړو، چې په افغانستان کې دغه پیل شوې اولسواکي بریالیتوب ته ورسوو، ځکه په یوې ریښتینې دیموکراسۍ کې د ټولو مېشتو وګړو حقونه تضمین کیدای شی، بیا نو د قومونو بې ځایه بحث ته به ضرورت نه وي.[/quote:d52ac63fc6]
دموکراسی خو په ملی خیانت بری ته نه رسیږي ، بلکې نوره هم ناشونې ګرځي !
د قومونو متناسبه ونډه په ملی حاکمیت کې د ولسواکۍ لومړی ګام دی ، چې تاسو یې ردوئ، نو ایا دا پخپله د دموکراسۍ شنډول نه دي ؟ ایا په افغانستان کې مشت ورونه قومونه مشت وګړی نه دي ؟ که د ورونو قومونو حقوق پیمال شي ، د وګړو حقوق به څنګه تضمین شي ؟ ایا قوم لکه پښتون ، تاجک ، ازبک او هزاره د وګړو نوم او هویت نه دی ؟ د [color=cyan:d52ac63fc6](( انا جعلناکم شعوباً و قبائل لتعارفوا )) [/color:d52ac63fc6]مبارک ایت خو به مو اورېدلی وي ، که نه ؟
[color=white:d52ac63fc6]اقوام ملت عضو یک دیګر اند ....چو در آفرینش ملت ز یک جوهر اند
اګر قومی به درداورد روزګار .... دیګر قومهای افغان را نماندقرار !
په مینه ، درنښت او سلامونو !
والسلام[/color:d52ac63fc6]
ghafar
13.01.2007
د بحث عزتمنو ګډون کوونکو او نورو دوستانو ته سلامونه او نیکې هیلې !
محترم ځواکمن صاحب لیکي:[quote:61f260453d]قدرمنه وروره ، که مو خوښه وي لږ به بسټیز وغږیږو[/quote:61f260453d]
که موضوع په بنسټیزه توګه مطرح کېږي، نو دا پوښتنه به اجازه وي، چې د هېواد مېشتو وګړو ته په لومړي ګام کې څه شئ مهم دئ؟ آیا په یوې واکمنۍ کې د هغه د قوم زیاتو ګډونکوونکو شمېر او یا د هېواد ټولو وګړو ته د یوې واکمنۍ د خدمت کچه ؟
[color=blue:61f260453d]زما په نظر معیار باید دا نوي، چې په یوې واکمنۍ کې د یوه قوم د ګډون ونډه په کومې اندازې ده، بلکه په امن او عادی شرایطو کې معیار بایدپه یوه ټاکلي زمان کې یوه قوم یاسیمې ته دیوې واکمنۍ د ټولنیزو خدمتونو اندازه وي ! [/color:61f260453d] ځکه په یوې واکمنۍ کې د یوه قوم د زیاتو شمیرو ګډون یواځې د ځینو خلکو زړه خوښول وي او بس، ښائي د ګډونکوونکو اشخاصو لپاره ګټه ولري، چې ځینې امتیازونه اخلی ،خو د قانونی او بېلا بېلو نورو دلیلونو له امله د دې تضمین نشی کیدای، چې دغه کسان واقعاْ د خپل قوم لپاره خدمت وکړئ شئ او یا یې وکړي.
[quote:61f260453d]ا د ګډ حکومت معنی په لومړی قدم کې په حکومت کې د ورونو قومونو متوازن ګډون دی که نه دی ؟ [color=blue:61f260453d] که ه وي ، نو بیا ولې ټول قدرت يواځې ستر قوم لکه پښتنو ته نه پارل کیږی چې لږترلږه ثبات خو رامنځته کولې شي ! بیا له دیکتاتورۍ څخه څوک ولې سر ټکوي او د دموکراسۍ چیغې د څه له پاره وهي ؟[/color:61f260453d][/quote:61f260453d]
عزتمن ځواکمن صاحب ! مونږ ټول پوهیږوو، چې په یوې ټولنې کې ثبات او امنیت یو مهم عنصر دئ، خو د یوه هوسا ژوند لپاره انسانان د ثبات او امنیت تر څنګ نور انسانی او ټولنیز ضرورتونه هم لری،چې یواځې د یوې [color=green:61f260453d]رښتینې[/color:61f260453d] دموکراسۍ په چوکاټ کې تضمین کیداې شی، نه په دکتاتورۍ نظام کې !!!
مونږ د دکتاتورۍ وروستۍ تجربه د طالبانو په دوران کې وکړه، چې ټول حاکمیت د پښتنو په لاس و. طالبانو په ریښتیا هم د خلکو دلاسونو اوسرونو غوڅولو او نورو ځورونو په بیه په هېواد کې نسبی امنیت ټینګ کړئ و، خو د دولت په نورو چارو کې د هغو ناتوانی او پاتې رسوائي یې هم د هیڅ چا نه پټه پاتې نه ده !!
نقل:
[color=white:61f260453d]... د افغانستان اتباع حق لری د قانون له حکمونو سره سم، سیاسی ګوندونه جوړ کړی، خو د قوم،ژبې، سیمې او فقهی مذهب پر بنسټ دګوند جوړول او فعالیت کول جواز نلری [/color:61f260453d]
[quote:61f260453d]لومړی خو مطلب د یو قوم په نوم ګوند جوړول او ګوندی فعالیت کول دي ، نه د ټولو قومونو ( افغانانو ) یعنې ملت په نامه .[/quote:61f260453d]
ګوندونه د څه لپاره جوړېږي؟ آیا د ګوندي مبارزې په پای کې قدرت ته د رسیدو هدف نلري؟ چې لری !! نو که یو ګوند دقومی پر بنسټ جوړ شوئ وي او واکمن شي، آیا بیا د یوې دکتاتورۍ خطر نه احساسېږي؟
[quote:61f260453d]اقوام ملت عضو یک دیګر اند ....چو در آفرینش ملت ز یک جوهر اند
اګر قومی به درداورد روزګار .... دیګر قومهای افغان را نماندقرار ! [/quote:61f260453d]
که دقومی بحث څخه تېر شو او د سعدی دشعر اصلی متن ته ، چې د انسان او انسانیت په هکله دئ پاملرنه وشي د ټولو انسانانو په ګټه به وي!
[color=green:61f260453d]بنی آدم اعضای یکدیګرند
که در آفرینش ز یک جوهرند
چو عضوی بدرد آورد روزګار
دیګر عضو ها را نماند قرار
تو کز محنت دیګران بی غمی
نشاید که نامت نهند آدمی[/color:61f260453d]
په درناوي
pattang
18.01.2007
تو لانت په داسې ګوډاګي دولت چې افغانان خارجيانو ته تسليمه وي او په خپله
قضا نلري٠ نعلت په داسې وزير چې د اشغالګرو پلا نونه مخ ته وړي ٠
دولت : پكتيكاكې دوه تنه طالب قو ماندانان نيول شوي
چاپي بڼه
د دفاع وزارت يوه خپره شوې پاڼه وايي چې د ملي اردو ځواكونو پرون د پكتيكا ولايت د ډيلى او ګومل ولسواليو كې يې د ملا اختر محمد او ملا پهلوان په نومونو دوه تنه طالب قو ماندانان له يو ميل وسلې سره نيولي[color=brown:727caeb152] او د ايساف ځواكونو ته يې سپارلي دي .[/color:727caeb152]
(بېنواخبري څانګه)
pattang
18.01.2007
[quote:8c16549937]
بنی آدم اعضای یکدیګرند
که در آفرینش ز یک جوهرند
چو عضوی بدرد آورد روزګار
دیګر عضو ها را نماند قرار
تو کز محنت دیګران بی غمی
نشاید که نامت نهند آدمی [/quote:8c16549937]
تاجکان که اوزبکان که هزاره دي
.........................................................ديوه ادم له زاته پر ګنه دي
دا يواځې پښتانه دي له بل زاته
.........................................................ادم زاتو دوی تړلي زولانه دي
ځانته کړي ادم زاتو دولتونه
..................................................د ليلې شهيدان ګوره چې پراته دي
دمزار دشهيدانو په قبرونو
.........................................دوی دي سترګې پټې کړې چې هيڅ ندي
ای ناپوهه پښتنوخپل ځان خبر کړئ
.................................................دا شعرونه د سعدي ټول مسخره دي٠
ghafar
18.01.2007
درنو دوستانو سلامونه او نېکې هیلې!
[quote:ec0d208907]تاجکان که اوزبکان که هزاره دي
.........................................................ديوه ادم له زاته پر ګنه دي
دا يواځې پښتانه دي له بل زاته
.........................................................ادم زاتو دوی تړلي زولانه دي
ځانته کړي ادم زاتو دولتونه
..................................................د ليلې شهيدان ګوره چې پرات دي
دمزار دشهيدانو په قبرونو
.............................................. سترګې پټې يې نيولې چې هيڅ ندي
ای ناپوهه پښتنوخپل ځان خبر کړۍ
........................................................دا شعرونه د سعدي ټول مسخره دي٠
_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ[/quote:ec0d208907]
پتنګه وروره ، که د قومي تعصب د ناروغۍ نه د انسانیت کچې ته پورته شې ستا ټولې ستونزې به حل شي . ځکه پښتانه خو هم الحمدلله انسانان دي ! ته تل په پرون او وړمه ورځ کې ژوند کوې،داسې ښکاري، چې دا تېر دېرش کاله له تا څخه همداسې تېر شوي دي، چې پرې خبر هم نشوې او که خبر شوئ هم اوسې پر تایې اغېزه نده کړې. که ته تاریخ پوه او تاریخ لیکونکئ نه یې، تیرې پېښې تاریخ لیکونکو ته پرېږده، هغو به په ډاده توګه تېرې پېښې هغسې چې وې په تاریخ کې ثبتې کړي .ځکه تاریخ ډېر ظالم دئ او د هیح چا لحاظ نکوي. ته باید ځان پر نننئ موجودو واقعیتونو پوه کړې او د طالبانو څخه د ملایانو دجوړولو له پلان څخه تېر شې ، چې ناشونئ دئ ، ځکه هغو پخپل واک ندي. ښه به دا وي ، چې د پاڅون او انقلاب د شعارونو نه تېر شې ، چې ښي او کیڼ انقلابونه زمونږ خلک او هېواد یې ډېر زیانمن کړ ل، ښه به دا وي ، چې دخپلو امکاناتو په چوکاټ کې د هېواد د موجودو ستونزو د حل لپاره، چې کمې ندي، مرسته وکړې. که نه نو کاروان به تېر شي او ته لکه چې نن د پرونیو پېښو له امله خلکو تا لانت وایې او هرې خوا ته لاړې بادوې ،صباح به د نن ژړا وکړې او بل صباح د صباح ژړا.
په درناوي
pattang
18.01.2007
[quote:1040f6a62a]پتنګه وروره ، که د قومي تعصب د ناروغۍ نه د انسانیت کچې ته پورته شې ستا ټولې ستونزې به حل شي .[/quote:1040f6a62a]
وروره هغوی چې اوس په افغانستان کې قومي تعصب لري، حتاپښتو ژبه طالبي
ژبه بولي او حکومت کوي نو دانسانيت کچه نلري ?? که يې نلري نوته ولې دهغوی
د نيمښه او نيمښورو کارونو خبريال اوپروپاګنديست يې ? خو ته هم زما په شان
لاړې پرې تف کړه٠
[quote:1040f6a62a]ځکه پښتانه خو هم الحمدلله انسانان دي ![/quote:1040f6a62a]
ولې نه دا خو زه نه وايم ، زه په سياسي بيدارو پښتنو ډير وياړ لرم او ترواړه پورې
په ما ګران دي خو نه هغه پښتانه خرڅونکي لکه اوس دکرزي ډله ٠
[quote:1040f6a62a]ته تل په پرون او وړمه ورځ کې ژوند کوې،داسې ښکاري، چې دا تېر دېرش کاله له تا څخه همداسې تېر شوي دي، چې پرې خبر هم نشوې او که خبر شوئ
هم اوسې پر تایې اغېزه نده کړې. که ته تاریخ پوه او تاریخ لیکونکئ نه یې، تیرې
پېښې تاریخ لیکونکو ته پرېږده، هغو به په ډاده توګه تېرې پېښې هغسې چې وې په
تاریخ کې ثبتې کړي[/quote:1040f6a62a] .
نه غفار صيب داسې ندي زه د تېرې اونن ورځې عدالت او حقوقيت غواړم ،تاريخ
يواځې د وخت او واقعاتو يو نوټ دی ( .... Zeitdokumentation für ) او حق
په حقدار نشي رسولی٠
[quote:1040f6a62a]ځکه تاریخ ډېر ظالم دئ او د هیح چا لحاظ نکوي. ته باید ځان پر نننئ موجودو واقعیتونو پوه کړې او د طالبانو څخه د ملایانو دجوړولو له پلان څخه تېر شې ، چې ناشونئ دئ ، ځکه هغو پخپل واک ندي. ښه به دا وي ، چې د پاڅون او انقلاب د شعارونو نه تېر شې ، چې ښي او کیڼ انقلابونه زمونږ خلک او هېواد یې ډېر زیانمن کړ ل، ښه به دا وي ، چې دخپلو امکاناتو په چوکاټ کې د هېواد د موجودو ستونزو د حل لپاره، چې کمې ندي، مرسته وکړې. که نه نو کاروان به تېر شي او ته لکه چې نن د پرونیو پېښو له امله خلکو تا لانت وایې او هرې خوا ته لاړې بادوې ،صباح به د نن ژړا وکړې او بل صباح د صباح ژړا.[/quote:1040f6a62a]
غفاره وروره دتاريخ په برخه کې ما مخ کې عرض وکړ چې دوخت او حوادثو نوټ دی
او د حقوقيت او عدالت درېدلو او ورکلو پيمانه نلري ،که طالب ملا کېږي او که نه
خو حقيقت بايد وويل شي ، پاتې شوه دامکاناتو مسئله:
امکانات هغه شرائط او دکار يوپلان دي چې د يوه سنجول شوي مېوه لرونکي
عمل دتطبيق لپاره زيمه واري کوي .
نو که امکانات مې نوي ولې ځان تاريخي مسئول کړم نوښه به داوي چې خپل ټغر
مې را ټول کړم ٠ دښمن خو اوس او هم هلته هغه کار کوي چې ګټه يې وي نو زما
موجديت څه شی دی ? او يواځې خپل جيب به ډکه وم ٠
غفار صيب امکانات شته خو مهديسين يا په څلورو روان او يا له خپل سورې
ډاريږي خبرې ډېري دي لنډې به يې پرې کړو.
بيله مانه دنورو خلقو غږونه هم اوره!
pattang
22.01.2007
[size=14:d714ab5e23]دا ټــــــــــــــــــولي لــــــــــــــــــــوبي د څه له پـــــــــــــــــــــــــــــــاره؟
چاپي بڼه
اېمل افغان
دا خو ټولو ته بهتره مالومه ده چې زمونږ ګران هېواد افغانستان پر له پسې جګړې او ناورين داسې يوه حال ته رسولى. چې نن ورځ مو تر نيم ډېروګړي په پوره ګېډه ډوډۍ نه لري، دزدكړې زمينه نده ورته برابره، كار نشته، امنيت نشته هېڅ چاته دژوند اسانتياوې نه دي برابرې، په تېرو ناورينونو كې ډېرى ښځې كونډې، ماشومان يتيمان، او ډېر ولس بې كوره شو. ورسته تر كورنيو جګړو د طالبانو دوره وه چې په لومړيو كې ولس تر ډېرې اندازې ورته خوشاله ؤ خو د وخت په تېرېدو سره هغوى هم داسې كارونه وكړل چې نن ورځ څوك د ملا او طالب نوم نشي اخيستى، د نجونو ښوونځي يې نه پرېښودل، خلك يې په ډېر كوچني جرم وهل او بې ابرو كول، د عكسونو اخيستل، تلويزيون او كسټونه ټول بند ؤ، دا هر افغان ته جوته اوښكاره ده زه نه غواړم د طالب د دورې موضوع دومره اوږده كړم چې اصلي خبره پاته شي. د هغوى دوره هم پاى ته ورسېده د كرزي په راتګ سره يو ځل بيا د خلكو روحيه تازه شوه او راتلونكي ته يې هيله پيداشوه، ځكه چې نوي دولت له خلكو سره ژمنې كولې: چې نور به په هېواد كې ولسواكي وي خلكو ته به كار پيداكېږي، ښوونځي به جوړېږي، پلونه او سركونه به جوړېږي، توليدي پروژې به په فعاليت پيل كوي خپل د برېښنا بندونه به جوړوي، د بيان ازادي به وي.
ټولو خلكو په همدې هيله ښاغلي كرزي صيب ته رايه وركړه څو خپلې ژمنې سرته ورسوي، ټول ولس د كرزي صيب په غوړو ژمنو تېر وتلى ؤ، هغوى نه پوهېدل چې دا ژمنې او غوړې غوړې خبرې يوازې او يوازې د چوكۍ د اخيستو لپاره دي، كله چې يې چوكۍ لاس ته ورغله اوس كه په افغانانو هر څه كېږي پروا يې نلري كه ولس وږى دى كه ولس بې كوره دى كه د ولس ښځې د عيسوي لښكرو لخوا بې ابرو كېږي وژل كېږي او كور يې بمبار كېږي اوس يې كرزى په كيسه كې نه دى له خپل بوش سره په ګرمو خبرو لګيا دى، تېره ورځ مې د بېنوا له سايټ څخه يو خبر واورېد چې ناټو په موسىٰ كلا كې اويا جنګيالي وژلي ولې دوى داسې نه وايي چې په موسيٰ كلا كې مو څو سوه كسه د ماشومانو او ښځو په شمول په خپلو كورونو كې تر خاورو لاندې كړل .
ددې ولسواكۍ ګټه څه ده؟ چې ولس وږى، بې كوره او بې كاره وي خپل اولاد ته يوه مړۍ ډوډۍ نشي پيداكولاى.تر دې دمه د طالبانو د حكومت د ړنګېدو شپږ كاله تېر شول ولې اوس هم زمونږ امنيت نشته. دا څنګه كېداى شي چې طالبانو په يوه سوټي د افغانستان په هره برخه كې امنيت راوستى ؤ خو د نړۍ ټول هېوادونه له خپلو ټولو عسكري امكاناتو سره راغلي خو بيا هم د هر ولايت يواځې په مركز كې حاكميت لري څنګه طالبانو په يوه فرمان سره په ټول هېواد كې ترياك بند كړل خو نن د هېواد له پانګې يا مرستو څخه په مېليونو ډالر پرې مصرفېږي خو تر اوسه لسمه برخه نه دي بند شوي او س دلته هم پوښتنه پيداكېږي، چې بهرني ځواكونه د څه لپاره؟ چې نشي كولاى امنيت راولي ولې نه وزي تر دې خو همغه د سوټي امنيت ښه ؤ ، كوم پرمختګ ؟ كومه بيا رغونه؟ او كومه وفا دوى له ولس سره وكړه؟
په شپږو كلونو كې يواځې د كابل كندهار سرك د بهرنيو ځواكونو د اكمالاتو لپاره په ډېر خراب ډول جوړ شوى ودانۍ او پلونه په داسې ډول جوړېږي چې يو يا دوه كاله كار وركړي، امنيت نشته، لوږه تر پخوا ډېره ده، توليدي پروژې نشته، برېښنا له ازبكستان څخه راولي چې بيا اسمعيل خان دې ته هم خدمت وايي دا هم د خدمت په ليست كې راولي! دغه لگښت چې تاسې د ازبكستان څخه پر برېښنا راوستلو كوئ پر دې لګښت باندې دې د برېښنا يوه فابريكه جوړه كړي كه نوې نشي جوړولاى دومره بوديجه نلري هغه پخوانۍ دې پرې ورغوي چې لږ تر لږه په برېښنا خو به مو پيسې نه ځي خپله وړيا برېښنا خو به ولرو په اوس وخت كې كه هرې فابريكې ته ورشو نيمې ويجاړې دي ولې يې نه جوړوي؟ د لته په پوره ډول څرګندېږي چې امريكا او نور هېوادونه نه غواړي افغانان په خپلو پښو ودرېږي.
هغوي نه غواړي چې افغانان له احتياج څخه خلاص شي، توليدي پروژې ولري، پرمختګ وكړي. د دولت تر ټولو څرګند او لوى كار او خدمت دادى چې هر پسرلى وزارتونو او نورو دولتي ودانيو ته نوى رنګ وركړي، د ښځو د حقوقو، د ماشومانو د حقوقو، د ځوانانو حقوقو، بشري حقوقو، د ترياكو له مېنځه وړلو او نورو په نوم سيمينارونه جوړ كړي چې د هر سيمينار لګښت په ډېره لوړه اندازه وي. سيمينار هم د وزارت په تالار يا بل وړيا دولتي ځاى كې نه جوړوي. په انټركانټينينتل هوټل، شام پارېس، يا يې هم په كابل سيرينا هوټل كې جوړوي، اخير به تر څو پورې ټول كارونه په سيمينار او كميسيون باندې تكيه لري څه وخت به د دغه كميسيون او سيمينار ليكل شوي توكي د عمل جامه اغوندي اخير دا ټولي لوبې د څه لپاره؟
يا هم بهرنيا ن څه فكر كوي چې افغانان ويده دي يا نه پوهېږي .
كه دا ټول په ځاى پرېږدو بله لويه لوبه چې په افغانستان كې روانه ده هغه د بهرنيو سلاكارانو واردات دي هېڅ يوه دولتي اراده نشته چې په هره پروژه كې دې څو كسه بهرني سلاكاران هلته نه وي چې هر سلاكار له شل څخه تر څلوېښت او پنځوس زرو ډالرو پورې معاش لري خو كه مونږ ددې سلاكارانو پوهې او لياقت ته ورشو هېڅ فكر نكوم چې زمونږ تر انجينرانو او نوروپوهانو دې دوى ډېره پوهه ولري، مونږ په ادارو كې وينو چې بهرني سلاكاران يواځې د يوه څارونكي په ډول په پروژه كې شتون لري خو معاشونه يې د شل زره دارو نيولې تر پنځوس زرو دالرو پورې دي خو د دولت مامورين په كال كې ۶۰۰ سوه دالره معاش لري يو سلاكار چې هغه ټيټ معاش شل زره واخلي تاسو خپله حساب وكړئ چې د يوه مامور د څومره وخت معاش ترې جوړېږي اخير ولې تر څو به په افغانانو ملنډې وهل كېږي؟
تر څو به نور هېوادونه زمونږ په هره اداره كې د كورنيو مامورينو په ډول لاسوهنه كوي؟
اخير تر څو به د مرگ په خوب ويده ؤ؟
زمونږ ولس مشره! ښاغلىه كرزيه ولې په خپلو افغانانو زړه نه سوزې؟
كه دې په وس نه وي پوره استعفا وركړه نوم خو به دې په تاريخ كې د يوه غدار په ډول نه ليكل كېږي خلك به وايي چې د خپل ولس د نيكمرغۍ په خاطر يې استعفا وركړه.
خوټول چارواكي او مشران چې نن ورځ ځانونه د خلكو خدمتګاران بولي بايد پر دې پوه شي چې ملت ته هر څه په ډاګه دي او ملت په هر څه پوهېږي، يوه ورځ به همدا ملت حساب درسره وكړي، او د نورو غدارانو په ډول به مو محاكمه كړي.
(دبېنوا ويبپاڼي اداره)
[/size:d714ab5e23]
[color=brown:d714ab5e23]غفار لا لا دا خلک څه وايې ته خو په انجينري کې هم لا س وهې ? [/color:d714ab5e23]:
دا خلک څرنګه دالرو لېونيان کړي اوکه دهقانان دي ، خو خوشې وزيران دي.
د سوټي سماعيل خان يې په بر ق څه ??
ايا کرزی ګوډاګی او دهغه وزير پر دې پو هيږي چې برقي انرجي په ډېرو اوږدو
واټنوڅرنګه اوڅومره مصرف لري، ګټه اومالي تاوان يې څرنګ متنا سب دي٠?
- ايا د لين مقاومت او د انرجي ضايع څرنګه روابط لري : خطي او که غيرې خطي .
-- ايا پوتنسيل څومره جګ شي ( ايا ازبکستان دا کارکوي او څومره نور مصرف پرې راځي ) چې برقي انرجي کابل ته راشي ٠
-- ايادلين دحرارت په واسطه څومره انرجي له منځه ځي او تناسب يې څه شی دی ??
-- اياددې اوږده لين دانرجي ساتنه ( Wires Isulation ) دلين د مخصوص پوښ / قشر موادڅومره مصرف لري ?
- - اياددې ډېر لوړ پوتنسيل + دانرجي ساتلوټول مصرف او بيا داخستونکوکورونو
برقي مصرف لدې لارې په افغانيو، له يوه اوسط مروج مصرف ( پخوا وختونه کابل ، پاکستان .....) سره څرنګه تناسب لري. ==> دهقان وزير ، لوده مشاورجيبونه ډک کړل او دبرق اخستونکو يې کور ور ګډ کړ او ملت يې غلط او قرضداره کړ٠
-- بيا به نو دوی پردې جنګي حالت کې دبرېښنا لکړې څرنګه ساتي اودبرېښنا
په هره ستن (پايه/زينه)به دکرزي خان امريکايې باداران پيره کوي ٠
-- اي دا مسلکي خره او غوايې بل فکر نشي کولی چې انرجي لاسته راولي ?
نالت په کرزي ګوډاګي او دهغه په بيکاره او بي مسلکه جنايتکاره کابينه .
[quote:d714ab5e23]په شپږو كلونو كې يواځې د كابل كندهار سرك د بهرنيو ځواكونو د اكمالاتو لپاره په ډېر خراب ډول جوړ شوى ودانۍ او پلونه په داسې ډول جوړېږي چې يو يا دوه كاله كار وركړي، امنيت نشته، لوږه تر پخوا ډېره ده، توليدي پروژې نشته، برېښنا له ازبكستان څخه راولي چې بيا اسمعيل خان دې ته هم خدمت وايي دا هم د خدمت په ليست كې راولي! دغه لگښت چې تاسې د ازبكستان څخه پر برېښنا راوستلو كوئ پر دې لګښت باندې دې د برېښنا يوه فابريكه جوړه كړي كه نوې نشي جوړولاى دومره بوديجه نلري هغه پخوانۍ دې پرې ورغوي چې لږ تر لږه په برېښنا خو به مو پيسې نه ځي خپله وړيا برېښنا خو به ولرو په اوس وخت كې كه هرې فابريكې ته ورشو نيمې ويجاړې دي ولې يې نه جوړوي؟ د لته په پوره ډول څرګندېږي چې امريكا او نور هېوادونه نه غواړي افغانان په خپلو پښو ودرېږي[/quote:d714ab5e23].
ghafar
24.01.2007
عزتمنو دوستانو سلامونه اونېکې هیلې!
[quote:cad62e6719]غفار لا لا دا خلک څه وايې ته خو په انجينري کې هم لا س وهې[/quote:cad62e6719]
په هر دلیل چې دﺉ ښایي ولسمشر کرزﺉ ستا پشان د دغو خلکو هم نه خوښېږي او د هېواد د بیارغونې څخه ځورېږي او پدا ډول ګډوډه لیکنه د خپل دزړه بړاس وباسي![quote:cad62e6719]په شپږو كلونو كې[color=blue:cad62e6719]يواځې[/color:cad62e6719]د كابل كندهار سرك د بهرنيو ځواكونو د اكمالاتو لپاره په ډېر خراب ډول جوړ شوى ودانۍ او پلونه په داسې ډول جوړېږي چې يو يا دوه كاله كار وركړي[/quote:cad62e6719]
سالمې نیوکې او پر ځای انتقادونه د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي، خو یو چا ته ، چې ادعا کوي، چې په تېرو شپږو کلونو کې په هېواد کې یواځې د کابل - کندهار سړک جوړ شوﺉ او هغه هم د بهرنيو ځواكونو د اكمالاتو لپار ه، د ځواب ورکولو ارزښت نلري. ځکه دا ډول خلک یوه کارنده بحث ته کومه مینه او علاقه نلري . خو سره لدې هم زه به د ستا او نورو لوستونکو د معلوماتو لپاره د ستا پوښتنو په هکله تر خپل وسه یو څه ولیکم:[quote:cad62e6719]ايا کرزی ګوډاګی او دهغه وزير پر دې پو هيږي چې برقي انرجي په ډېرو اوږدو
واټنوڅرنګه اوڅومره مصرف لري، ګټه اومالي تاوان يې څرنګ متنا سب دي٠?
- ايا د لين مقاومت او د انرجي ضايع څرنګه روابط لري : خطي او که غيرې خطي .
-- ايا پوتنسيل څومره جګ شي ( ايا ازبکستان دا کارکوي او څومره نور مصرف پرې راځي ) چې برقي انرجي کابل ته راشي ٠
-- ايادلين دحرارت په واسطه څومره انرجي له منځه ځي او تناسب يې څه شی دی ??
-- اياددې اوږده لين دانرجي ساتنه ( Wires Isulation ) دلين د مخصوص پوښ / قشر موادڅومره مصرف لري ?
- - اياددې ډېر لوړ پوتنسيل + دانرجي ساتلوټول مصرف او بيا داخستونکوکورونو
برقي مصرف لدې لارې په افغانيو، له يوه اوسط مروج مصرف ( پخوا وختونه کابل ، پاکستان .....) سره څرنګه تناسب لري. ==> دهقان وزير ، لوده مشاورجيبونه ډک کړل او دبرق اخستونکو يې کور ور ګډ کړ او ملت يې غلط او قرضداره کړ٠ [/quote:cad62e6719]
که کرزﺉ او د هغه وزیر پخپله په ددغو مسلکی کارونو نه پوهېږي، زه اطمینان لرم چې د انرژی او اوبو په وزارت کې مسلکي انجینران او نور کارمندان شته، چې په دغو پروژو کې نورو ښکېلو کار پوهانو سره په ګډه پرمختیایي پروژې طرح او ډیزاین کړي !
څوک چې په هېواد کې د برښنا انرژي د ستونزو حل غواړي، مخکې لدې باید په هېواد کې په لاندې موجودو واقعیتونو وپوهېږي :
- د انرژي او اوبو وزارت د چارواکو په حواله په هېواد کې په ټولﺉیزه توګه څلوېښت زره ( ۴۰۰۰۰ ) مګاواټه برښنا ته اړتیا شته، چې کیدای شی په راتلونکو شلو کلونو کې دغه اړتیا رفع شي.
- په اوس وخت کې په ټول هېواد کې د ۴۵۴ مګاواټو په شاو خوا کې د برښنا انرژي تولیدېږي.
- د کابل د ښار د برښنا موجوده اړتیا د ۷۵۰ مګاواټو په شاو خوا کې اټکل کېږي .
- هغه تولیدي فابریکې چې کابل په برښنا سمبالوي په لاندې ډول دي:
۱- د نغلو فابریکه چې څلوېښت کاله مخکې په ۱۳۴۶ کال کې جوړه شوې او په هغه وخت کې یې ۱۰۰ مګاواټه برښنا تولیدوله او تر ترمیم لاندې ده او ۷۰٪ کار کوي
۲- د سروبی فابریکه چې ۲۲ مګاواټه برق تولیدوي.
۳- د ماهیپر فابریکه چې ۶۰ مګاواټه برښنا تولیدوي.
۴- د کابل حرارتی فابریکه چې ۴۵ مګاواټه برښنا تولیدوي
د کابل لپاره، چې په اوس وخت کې د پنځو میلیونو په شاو خوا کې نفوس لري د برښنا کومه بله تولیدي منبع نشته !!
نو دغو واقعیتونو ته په پام سره د ستونزې د لنډمهالې یواځینۍ د حل لاره له ګاونډیو هیوادونو څخه د برښنا انرژي پیرودل دي . ځکه د اوبو د نویو بندونو او د برشنا د فابریکو جوړول ډېر وخت ته اړتیا لري.
له شمالي ګاونډیو هېوادونو څخه کابل او د هېواد نورو برخو ته د لوړ ولتاژ برښنا د مزیو غزول دا ګټه لري، چې ددغو مزیو په دواړو خواو په نږدې واټن کې ګڼ شمېر کلي او ښارونه پراته دي، چې په برښنا سمبالیدﺉ شي. او کله چې په اوږد مهال کې د اوبو بندونه او د برښنا فابریکې جوړې شي، بیا کیدای شی، چې د دغو مزیو له لارې کابل او نورو کلیو او ښارونو ته برښنا ولېږدوي. نور نو د ګاونډیو هېوادونو برښنا ته به اړتیا نه وي.
دتخنیکي له لحاظه هم د اندېښنې وړ ندﺉ او کومې سترې ستونزې نه تر سترګو کېږي، ځکه په اوږد و واټنونو کې د ۲۲۰ او ۱۱۰ کیلو ولتو مزیو له لارې د برښنا په لېږدولو کې په کافی اندازه تجربه موجوده ده.
په اوس وخت کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د هېواد ځینې برخې په لاندې بیه تغذیه کېږي:
۱- له ترکمنستان څخه د بادغیس، فاریاب، سرپل او جوزجان لپاره یو کلیوات په ۲ سنت .
۲- له تاجکستان څخه د قندز او په راتلونکی کې د تخار لپاره یو کلیوات په ۲ سنت .
۳- له ازبکستان څخه د بلخ او په راتلونکي کې د کابل او میمنه لپاره یو کلیوات په ۲ اعشاریه ۲۳ سنت .
۴- له ایران څخه د هرات او په راتلونکي کې د فراه او نیمروز لپاره یو کلیوات د ۲ اعشاره ۲۵ سنت .
پتنګه وروره دا نور سوالونه دې په دې موضوع پورې اړه نلري او مسلکي هم ندي !!
په درناوي
pattang
26.01.2007
غفار لا لا څرنګه خوند يې در کړ ?? هغه نور ددرغو ځوابونه دې هم زه در
سپينه ومه ?
دوه اوونۍ کېږي چي د هلمند او كندهار برېښنا نشته
چاپي بڼه
له تېرو دوو اوونيو راهيسې د هلمند او كندهار ولايتونو برېښنا د يوه نا معلوم لامل له مخي نه ښكاري.
د هلمند ولايت اوسېدونكي وايي چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د برېښنا بهير ټكنى شوى او دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په دې اړه په ځانګړې توګه ځينې كسبګر شكايتونه كوي چې وايي په شخصي جنراتورونو خپل كار و بار نه شي چلولاى، د هلمند د برېښنا رئيس انجنير فيض الله وايي چې د دې ستونزې وجه په كجكي كې د برېښنا له يوې پايې سره د يوې الوتكې ټكرېدل دي چې يو كېبل يې غوڅ كړى دى، خو د كندهار د برېښنا رئيس انجينر فضل محمد بيا د كندهار له سيمه ايز ټلوېزون سره په مركه كي د برېښنا نشتوالى يوه امنيتي ستونزه بللې ده، دا چي امنيتي له امنيتي ستونزي يې موخه څه وه، نوموړي يې په اړه نور وضاحت ورنكړ. خو د كندهار په ښار كې د خلكو په منځ كي داسي ګنګوسې خپرې دي، چي [color=darkred:da149a17fd]پر كندهار او هلمند ولايتونو د برېښنا جريان د دولت مخالفينو (طالبانو) بند كړى دى، او په بدل كي يې له افغان حكومت څخه د پيسو غوښتنه كوي.
ځيني كسان په دې اند دي چي ښايي له امنيتي ستونزو څخه د كندهار د برېښنا رئيس انجينر فضل محمد موخه هم طالبان وه، چي برېښنا يې پر دواړو ولايتونو بنده كړې ده.[/color:da149a17fd]
ghafar
26.01.2007
عزتمنو دوستانو سلامونه او نیکې هیلې!
[quote:2df187d9cd]ځيني كسان په دې اند دي چي ښايي له امنيتي ستونزو څخه د كندهار د برېښنا رئيس انجينر فضل محمد موخه هم طالبان وه، چي برېښنا يې پر دواړو ولايتونو بنده كړې ده[/quote:2df187d9cd]
پتنګه وروره ښایي دا خبره سمه وي، دا ډول کارونه د دغو ورانکارو ماهییت سره سمون لری. اوس خو خلک دا ورانکار ځواکونه پېژني. دغه د پوهې او د خلکو د سوکالۍ دښمنان کله ښوونځي او یا جوماتونه سوزوي او کله دغه لوټماران لارې نیسي او مسافر ان لوټوي او اوس خلکو باندې برښنا بندوي ! لکه تا غوندې بې مسؤلیته خلک په دغو ورانکاریو خوشحالېږي او ورته لاسونه پړکوي !!! آفرین !!!
pattang
26.01.2007
غفار لا لا !
نه داسې نده ، خلک دغه تحميلي او پردی رژيم نغواړي او نه غواړي چې زمونږ
راتلونکی نسل هم دديموکراسي په نوم داسې مردار شي لکه داشغالګرو ،
که چېر ې دپښتون دحقوقو، داسلامي او کلتوري ساتندوی ملي حکومت راشي
نو پتنګ به دښمنانانو سره هره ډول جګړه وکړي .
[quote:0047f41f40="ghafar"]عزتمنو دوستانو سلامونه او نیکې هیلې
![quote:0047f41f40]ځيني كسان په دې اند دي چي ښايي له امنيتي ستونزو څخه د كندهار د برېښنا رئيس انجينر فضل محمد موخه هم طالبان وه، چي برېښنا يې پر دواړو ولايتونو بنده كړې ده[/quote:0047f41f40]
پتنګه وروره ښایي دا خبره سمه وي، دا ډول کارونه د دغو ورانکارو ماهییت سره سمون لری. اوس خو خلک دا ورانکار ځواکونه پېژني. دغه د پوهې او د خلکو د سوکالۍ دښمنان کله ښوونځي او یا جوماتونه سوزوي او کله دغه لوټماران لارې نیسي او مسافر ان لوټوي او اوس خلکو باندې برښنا بندوي ! لکه تا غوندې بې مسؤلیته خلک په دغو ورانکاریو خوشحالېږي او ورته لاسونه پړکوي !!! آفرین ![/quote:0047f41f40]
ghafar
26.01.2007
پتنګه وروره !
[quote:beae14dc70]پتنګ به دښمنانانو سره هره ډول جګړه وکړي . [/quote:beae14dc70]
ستاسو دښمنان عام خلک دي،ځکه تاسو د هغو برښنا بنده کړې ده، نه د هغو کسانو چې تاسې یې دښمنان بولۍ !!!
pattang
26.01.2007
نه داسې نده د ځينو عامو خلکو اودکرزيخيلو په جاسوسي عام خلک بمباري کيږي
،بي عزته کيږي بنديانيږي اودا دومره نامرده او غلامان دي په دوی دې نالت وي چې
داپوزيځيون نه څوک ګير کړی نو هغه خپلو بادارانو ته ور تسليمه وی
اياتاسو قضانلرۍ ? که يې لرۍ نو ولي دافغان طبعه او حتی بل څوک اشغالګرو
ته په خپل ملک کې تسليمه وی ، نا لت دي وي په هغه انسان چې په خپل ملک کې
نيول شوي انسانان وحشي امريکايانو ته تسليمه وی او دخيرات په پيسو نيمښه
نيمښوره ابادي په وياړ سره دلته يادوی او لکه لوده پر دې هم نه پوهېږي چې پر دي
خيرات خوړل دخپل ناموس خرڅ ول دي ٠ ستاسو نه خو ملا عمر سل ځله شرف لري
هغه ١٣٠٠٠طالبان پرې مړه کړه خو بن لادن يې تسليم نکړ او دکرزي بې ناموسان خپل
ناموس هم اشغالګرو ته په منجمه کې وړاندې کوي ٠
نالت په بيکاره دون همته مړ څټيو ګوډاګيانو٠
ghafar
27.01.2007
د ملا عمر او بن لادن شاګرده پتنګه اوس ورو ورو اصلی څېره دې څرګنده کېږي ![quote:c8da0d8a34]ستاسو نه خو ملا عمر سل ځله شرف لري هغه ١٣٠٠٠طالبان پرې مړه کړه خو بن لادن يې تسليم نکړ[/quote:c8da0d8a34]
پتنګه وروره خبره دې بېخي سمه ده . ملا عمر د آی اس آی په لمسون د خپل خېښ بن لادن سلامتي لپاره نه یواځې ستا په خبره ۱۳۰۰۰ ناپوهه مظلوم طالبان یې قربان کړل، بلکې هېواد یې هم برباد، پښتانه یې تحقیر او نړیوالو ته په ناحقه ترهګر معرفي کړل او په نهایت کې نړیوالو ځواکونو ته یې، چې ته ور څخه دومره سر ټکوې، د مداخلې ضمینه برابره کړه . ملاعمر خیلان دې د دغو ۱۳۰۰۰ زرو طالبانو میندو، پلرونو ، کونډو او یتیمانو په کیسو کې ندي . مقصد هغه او د هغه خېښ بن لادن ژوندي پاتې شي او آی اس آی راضی وي !!!
pattang
27.01.2007
غفار لا لا !
ستا بې منطقي ماژړه وي !!!
-- اول دملا عمر ، طالب اوپښتنو برابرول له تروريستانو القاعده سر لوی بشري جنايت دی اوداسياسي مېديائي ريتوريک د اشغالګرو cia اودهغوی د لا سپوڅيو کرزيخېلو دی چې اشغالګرو ته په افغانستان کې داشغال ، بمباري ، بيناموسي او خپلواکۍ دصلبولو قانوني شکل ورکړي اوبس ٠
-- دوهم په پټو سترګو ناسته لوده خانه ايا کرزی او دهغه حکومت CIA ندی
حتی په دې اندازه چې ستاسو په خپل ملک کې قانونيت هم نلرۍ .
ايا ته هغه وخت ستاملګرې ، رباني KGB نه وو ايا دا اوس ولسي جرګه د مشرانو
جرګه د ISI شاګردان او اجڼټان ندي ?
که پېغور راکوي نو د سيال په ډول او نه دکوڅې دخلکو په ډول , پتنګ دهيچا
شاګردي نکوي که مې کولی اوس به زه هم دکرزي څنګ ته ناست او يا به دمرکزي
کميټې غړی وی٠
[color=brown:7f6cca571f]دپتنګ استادان هغه دي چې د پښتنو حق ،کلتور اوعزت غواړي٠ [/color:7f6cca571f]
مرګ په لاس پوڅيو او اشغالګرو چې دالقاعدې په پلمه يې افغانستان اشغال کړی
خواصل هدفونه يې اقتصادي ، کلتوري اوداسلام له منځه وړل دي ٠
[quote:7f6cca571f="ghafar"]د ملا عمر او بن لادن شاګرده پتنګه اوس ورو ورو اصلی څېره دې څرګنده کېږي ![quote:7f6cca571f]ستاسو نه خو ملا عمر سل ځله شرف لري هغه ١٣٠٠٠طالبان پرې مړه کړه خو بن لادن يې تسليم نکړ[/quote:7f6cca571f]
پتنګه وروره خبره دې بېخي سمه ده . ملا عمر د آی اس آی په لمسون د خپل خېښ بن لادن سلامتي لپاره نه یواځې ستا په خبره ۱۳۰۰۰ ناپوهه مظلوم طالبان یې قربان کړل، بلکې هېواد یې هم برباد، پښتانه یې تحقیر او نړیوالو ته په ناحقه ترهګر معرفي کړل او په نهایت کې نړیوالو ځواکونو ته یې، چې ته ور څخه دومره سر ټکوې، د مداخلې ضمینه برابره کړه . ملاعمر خیلان دې د دغو ۱۳۰۰۰ زرو طالبانو میندو، پلرونو ، کونډو او یتیمانو په کیسو کې ندي . مقصد هغه او د هغه خېښ بن لادن ژوندي پاتې شي او آی اس آی راضی وي !!![/quote:7f6cca571f]
Mohammad Hassan
28.01.2007
ټولو ملګرو ته سلامونه!
ما د غفار خان په ليکنه کښې ولوستل چې:
[quote:4d2be426c1]د ملا عمر او بن لادن شاګرده پتنګه اوس ورو ورو اصلی څېره دې څرګنده کېږی[/quote:4d2be426c1]
نو ماته داسې سوال پيدا شو چې که ملا عمر او بن لادن هومره عالمان، هوښيار او دموکراتان وی چې پتنګ د هغوی په شاګردانو کښې حساب شی، نو بيانو له طالبانو او ملا عمر سره مشکل په څه کښې ده؟
د پتنګ له ليکنو او د هغه د ژوند له ډول او د استوګنې د ځای، تحصيلاتو او کار څخه خو داسې ښکاری چې نوموړی د افغانستان د اوسنيو واکمنانو له مطلق اکثريت څخه،پوه، هوښيار، په وطن مين دموکرات او متمدن شخصيت دی. او که څوک ووايی چې نه، پتنګ يو غير دموکرات او پښتون نشنليست دی، نو يو ځل د خپل سر ګريبان ته کړی او ودې وايی چې کرزی، خليلی، محقق، ربانی، سياف، مجددی، ګيلانی، قانونی او نور او نور يې = چې په وارو وارو يې جنايتونه ، ځان پلورنه او وطن پلورنه د لمر غوندې روښانه ده= دموکراتان دی؟ او آيا يو له هغو هم له پتنګ غوندې شخٌصيت سره د مقايسې وړ کيدای شی؟
ګرانه غفار خانه! که ملا عمر له پتنګ څخه ښه او پتنګ د هغه شاګرد وی، ته د له خپل وجدان سره قضاوت وکړه چې بيا د اوسنی لاسپوڅی دولت پرځای، ولی د طالبانو له پاره دومره تبلغ نه کوی؟ او که نه دلته د شخصی مادی ګټه او رتبه زياته ده؟
څه فکر کوی چې کومه به ډيره بده وې، د کرزی، ربانی، خليلی او د نورو شاګر دی او که د ملا عمر؟ زه فکر کو م چې خړ سپئ د ليوه ورور دی.
دا به څومره مسخره او د خندا وړ وی چې د يوه لوری شاګرد را پورته شی او د بل لوری شاګرد ته د شاګردی طعنه ورکړی!!! لکه چې يوه بلا، بلې ته ووايی = اوخ خ خ=
. او زما په نظر پتنګ د ملا عمر شاګرد بلل ستره غلطی او لوی تهمت او د جزا وړ شخصی تعرض دی، چې خدای د موږ او تاسې ټول د داسې غلط کار له تکراره وساتی/ آمين يا رب العالمين
monir
29.01.2007
محمد حسن خان او نورو دوستانو ته سلامونه
[quote:45ff869e1c]د پتنګ له ليکنو او د هغه د ژوند له ډول او د استوګنې د ځای، تحصيلاتو او کار څخه خو داسې ښکاری چې نوموړی د افغانستان د اوسنيو واکمنانو له مطلق اکثريت څخه،پوه، هوښيار، په وطن مين [color=darkblue:45ff869e1c]دموکرات او متمدن[/color:45ff869e1c] شخصيت دی.[/quote:45ff869e1c]
ګرانه محمد حسن خانه ! جوړ اوسې په دې ټوکې سره دې ! پتنګ ورور او ( دموکرات او متمدن ! ) پدې ټوکې سره دې آن پیشوګانې په خندا راوستې !
[img][img:45ff869e1c]http://img254.imageshack.us/img254/2461/2ktzchenmz2.jpg[/img:45ff869e1c][/img]
په درنښت
pattang
29.01.2007
لېونه!
ددې استعداهم نلري چې په internet کې ستاله ادعا سره سمې پيښوګانې
پېداکړې ، ستاپيښوګاني برعکس ستا لېونتوب ته ژاړي ٠
[quote:8e221867b2="khaishkai"]محمد حسن خان او نورو دوستانو ته سلامونه
[quote:8e221867b2]د پتنګ له ليکنو او د هغه د ژوند له ډول او د استوګنې د ځای، تحصيلاتو او کار څخه خو داسې ښکاری چې نوموړی د افغانستان د اوسنيو واکمنانو له مطلق اکثريت څخه،پوه، هوښيار، په وطن مين [color=darkblue:8e221867b2]دموکرات او متمدن[/color:8e221867b2] شخصيت دی.[/quote:8e221867b2]
ګرانه محمد حسن خانه ! جوړ اوسې په دې ټوکې سره دې ! پتنګ ورور او ( دموکرات او متمدن ! ) پدې ټوکې سره دې آن پیشوګانې په خندا راوستې !
[img][img:8e221867b2]http://img54.imageshack.us/img54/2853/2ktzchenjw5.jpg[/img:8e221867b2][/img]
په درنښت[/quote:8e221867b2]