د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

perkhaumayd2009@tolafghan
13.02.2009

SALAM TO ALL
I do not have enough idea about ISI but one thing i want to tell to all AFGHAN people that there is not just ISI who is doing interpretation in our country, but there is a large number who is taking part in the distruction of my country
and the main thing i want to say that no one can distroy you un till you do not allow him,so it is our mistake and uor weakness that every one can play game on us .We have one sulotion to protect our country from mor distruction ,and that is education and we must be well enformed
NEVER THINK THAT YOU ARE ONE YOU CAN BRING A BIG CHANGE FOR YOUR COUNTRY


Helmand.M
11.07.2009

د پاکستان پوځ اعتراف وکړ چې ای ایس ای له طالبانو سره رابطه لري
Saturday, 07.11.2009, 07:27am (GMT)

تاند – د پاکستان د پوځ ویاند اطهر عباس سي این این تلویزیون ته څرګنده کړه چې د پاکستان پوځ د ملا محمد عمر په ګډون له طالبانو سره اړیکي لري او هڅه کوي چې دوی د روغې جوړې خبرو ته وهڅوي.

تورن جنرال اطهر عباس وویل چې پاکستان هغه وخت له خپل ځواکه کار اخلي او طالبان د خبرو میز ته کښنوي چې امریکا پر هند د پاکستان په ګټه فشار راولي.

د سي این این تلویزیون په وینا تورن جنرال اطهر عباس دا هم ویلي دي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل پرمهال د پاکستان استخباراتي ادارې، ای ایس ای له مجاهدینو سره نژدې راوبط وو او اوس هم ای ایس ای د طالبانو له مهمو کسانو لکه ملا عمر، جلال الدین حقاني، ملانذیر او ګلبدین حکمتیار سره روابط لري.

تورن جنرال عباس زیاته کړه چې د شوروي د یرغل پرمهال ای ایس ای هر ډول مرستې له مجاهدینو سره کولې خو اوس نه له طالبانو سره مادي مرستې کوي او نه هم د هغوی کسان روزي یوازې رابطه لري.

سي این این تلویزیون تر اوسه د پاکستان د پوځ د ویاند دغه مرکه بشپړه نه ده خپره کړې.

په افغانستان کې به د طالبانو په لیکو کې داسې کسان لږ نه وي چې فکرکوي د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له دوی سره د اسلام او انساني همدردي په نوم مرستې کوي خو له دې به هله خبر شي چې د تیر ځل په څېر بیا هغه طالبان چې له پاکستاني مشرانو سره یې نژدې روابط و زندانونو ته واچول شي او د دوی پر سر پاکستاني مشران له بهرنیو پیسې واخلي.

یعني د افغانانو پر سر به بیا هم سودا بل کوي او ګټه به یې دغه خوار ملت ته نه رسیږي.


Ghairat
04.08.2009

[quote:537d2841b3="pattang"]زه د isi په کارو پرده نه اچوم خو په دغسې يوه پرو پاګنده دلاسپوڅي ،جنايتکاره
دولت بې شرمانه پروپاګنده غندم او رسوا کوم يې ، درې سوه دالر لاسپوڅي دولت
يوه بيجاره غريب ته ورکړي چې په راديو کې داسې خبرې وکړي اوبس٠
د تڼيوال قاتلان کله مالوم شوي دي او کله مالوم دي ٠ حقيقت دادی چې تڼيوال ته
په خوست کې ډېره خلقو بد وېلي او ټولې ښې مځکې يې دځان، خپلوانو او يارانو
په نوم کړې وې او داعلت هم و چې دخوستيانو داحتجاج او نارزايې له کبله
تبديل شو، تڼيوال لکه سور لېوو داسې کارونه کړي دي ٠
د تڼييوال د خښولو په مراسمو باندې هم حمله شوې وه او مرګ او ژوبله اوښتې
وه نو تاسې دومره فکر وکړۍ چې دهغه شخصي دوښمنانو څومره نفرت له تڼيوال
ځخه لاره٠ د isi لپاره تڼيوال دومره هم سړی نوو٠
[/quote:537d2841b3]
د پتنګ خبرې پر ځای دي، سر بیره پردې په لاندې جمله کې لومړی وییزی هم جعلي دی او په مهاجرت کې یې د ړندوپه بازار کې ناحقه په ځان پسې تړلی و :
[quote:537d2841b3][color=red:537d2841b3] پوهاند[/color:537d2841b3] حكيم تڼيوال آى ايس آى وژلى وو [/quote:537d2841b3]
خواوس دې الله تعالی مغفرت ور په برخه کړي!


Helmand.M
14.08.2009

Friday, 08.14.2009, 12:00am (GMT)

ډاكټر الف. الف. ستانيزى
پښتانه او نوي مرهټيان
(امريكايان په افغانستان كې جګړه پراخوي)

د مرهټيانو له يوې كړۍ نه به يې پيل كړو:

حمیدګل
جنرال حميدګل د آى ايس آى د جاسوسي دستګاه پخوانى رئيس هغه لوى غدار دى چې د پاكستان بقا د افغانستان په تباهۍ او د افغانانو د وينو په تويېدو كې لټوي. كله چې دى په اردو ژبه خبرې كوي او غواړي هغه په اردو ژبه كې خپرې شي، دى ځان يو ډېر ښه مسلمان او د اسلامي امت يو غوره شخصيت معرفي كوي، خو كله چې له انګرېزانو سره په انګرېزي خبرې كوي د ده اصلي څېره د يوۀ مكار ګيدړ په توګه څرګندېږي. له انګرېزانو سره دى ځان يو امريكايي پلوه او د ډيموكراسۍ غوښتونكى ګڼي، خو له نېكه مرغه ټول د دۀ اصلي څېره پېژني او دۀ او د آى ايس آى نورو غدارانو ته تور ماران وايي.

اوس دا د خندا خبره ده چې حميدګل، كرنيل امام، جنرال احمدشجاع پاشا او داسې نور هڅه كوي ځانونه نورو ته د افغانانو او افغانستان دوستان ور وپېژني. دوى په يوۀ اواز وايي چې له طالبانو سره بايد خبرې وشي او دوى دې ته تيار دي چې د طالبانو او امريكايانو تر منځ منځګړيتوب وكړي. دا به د طالبانو لويه تاريخي تېروتنه وي چې پاكستان يا د آى ايس آى منځګړيتوب ومني.

دا ټولې نړۍ ته جوته ده چې په ۲۰۰۱م كال آى ايس آى او پاكستان د طالبانو د سنګرونو او نور ټول اړوند اطلاعات امريكايانو ته وركړل. امريكا په وار- وار ويلي دي چې له دوى سره پاكستان د طالبانو په له منځه وړلو كې غټه ونډه اخيستې ده. جنرال مشرف په امريكا كې په يوه ټلويزوني مركه كې ويلي و: "او امريكايانو! په دې پوهېږئ چې كه چېرې پاكستان او آى ايس آى له تاسو سره همكاري ونه كړي نو تاسو به په افغانستان كې په ګونډو شئ".

دا هم حمید ګل دی

په لوېديځو مطبوعاتو كې ويل شوي دي چې د طالبانو د سنګرونو په بمبارۍ كې او د طالبانو د مشرانو په وژلو كې آى ايس آى له امريكايانو او انګرېزانو سره پټه همكاري كړې ده. يوه امريكايي سناتور په ډاګه كړه چې پاكستان لومړى دوى ته اطلاعات وركوي او بيا د همدې اطلاعاتو پر بنسټ امريكايي بې پيلوټه الوتكې پر هدفونو باندې بمبارۍ كوي.

د آى ايس آى نوى رئيس جنرال شجاع پاشا د جرمني له شپېګل مجلې سره په يوه مركه كې ويلي دي چې "پاكستان اوس له هند سره خپل رقابت او تربګنيو ته پاى وركوي او د هغه پر ځاى پر تروريستانو او طالبانو ګوزارونه كوي. ښايي موږ په پاكستان كې يو څه كم عقله يو خو لېوني نه يو. د پاكستان اصلي دښمن تروريزم دى، نه هندوستان".

د شپېګل مجله زياتوي چې امريكا د پاكستان د همكارۍ په بدل كې يواځې په تېرو اوو كلونو كې دې هېواد ته يوولس مليارده ډالر وركړي دي. د امريكا پوځيان د طالبانو پر ضد ټول اطلاعات له آى ايس آى څخه لاس ته راوړي. آى ايس آى د لس زرو كاركوونكيو برسېره د جاسوسانو خورې او ورې شبكې هم لري".
څه موده دمخه د پاكستان نظامي وياند بريد جنرال عباس له سي اين اين سره په يوه مركه كې وويل چې پاكستان دې ته لېوال دى چې د امريكايانو او طالبانو تر منځ وساطت وكړي، په دې شرط چې امريكايان پاكستان ته ځينې امتيازونه وركړي.

خو ځينې لوېديځ سياسي شنونكي په دې باور دي چې دا د آى ايس آى له پروپاګند نه پرته بل هيڅ نه دى ځكه آى ايس آى او د پاكستان پوځ تل له هر چا سره مكاري، غداري او دوه مخي كړې ده. پر آى ايس آى به څوك باور وكړي؟

د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د ۲۰۰۸م كال د جولاى په شلمه وليكل: "د آى ايس آى د همكارۍ نه پرته په پاكستان كې د امريكا جاسوسان مهم كار نه شي كولاى، دوى نه شي كولاى چې د القاعده او نور "اسلامي افراطيون" ښكار كړي. پرته د امريكا د ملينونو ډالرو څخه به آى ايس آى ونه كړاى شي د هند پر ضد هيڅ هم وكړي".

تېره اوونۍ د امريكا د نيوزويك مجلې سره په يوه مركه كې د طالبانو يوۀ مشر ملا برادر د دې سوال په ځواب كې چې "آيا دا سمه ده چې د طالبانو مشران همدا اوس هم په كوټه كې ميشت دي؟ وويل: "دا يوه بې بنسټه پروپاګند دى. د طالبانو د شورا د عملياتو حوزه په افغانستان كې دننه ده".
د بلې پوښتنې: آيا تاسو ته آى ايس آى مشوره دركوي او يا له تاسو سره مرسته كوي؟ ملا برادر وويل: "دا يو زهرجن پروپاګند دى، دا هيڅ واقعيت نه لري".
د بلې پوښتنې: آيا دا رپوټونه ريښتيا دي چې د پاكستان آى ايس آى تاسو ته وايي چې اوس له امريكايانو سره د خبرو اترو څخه ډډه وكړئ؟

نوموړى وايي: "د افغانستان اسلامي امارت د خپلو تصاميمو او لوزنامو په اړه خپلواك دريځ لري. موږ هيڅ وخت له هيچانه او نه هم له هيڅ دولت څخه اغېزمن يو.

د بلې پوښتنې: آيا تاسې ډارېږئ چې پاكستان به تاسې د دې هېواد له خاورې څخه د استفادې نه منع كړي؟

برادر وويل: "دوى موږ ته حتى اوس هم له خپلې خاورې څخه د استفادې اجازت نه دى راكړى. دا خبره اوس ريښتينې ده چې پر پاكستاني پنجابي واكدارانو باندې باور لرل ځان وژنه ده، ځكه پنجابي جنرالان د انګرېزانو ازلي غلامان دي. د دوى په دروغجنو څېرو هيڅوك نه غولېږي، حتى پنجابى ملا هم د اعتبار وړ نه دى، ځكه پنجابي ملا تل هڅه كړې چې سپېڅلى افغان ملا پر انګرېزانو خرڅ كړي. پنجابي ملا سر په سجده ايښى خو زړه يې په لندن كې ګرو دى.

مولانا فضل الرحمن يو وخت ځان يو ښكاره طالب ګاڼه، خو اوس دا دروغجن او قلابي ملا وايي: "پاكستانه هوښيار اوسه چې طالبان اسلام اباد ته را روان دي".

د نيويارك ټايمز ورځپاڼه د يوۀ خبريال له خولې د ۲۰۰۹م كال د اپرېل پر ۲۳مه ليكي چې مولانا صاحب دا هم وويل: "كه طالبان په دې چټكۍ را روان وي، ډېر ژر به دوى د اسلام اباد دروازې را وټكوي". خبريال زياتوي چې په ۲۰۰۸م كال كې دۀ په كوټه كې د جمعيت علماى اسلام پاكستان په يوه غونډه كې- چې د بام پر سر جوړه شوې وه- ګډون وكړ. هلته ټولو ملايانو رياكاري كوله او پر طالبانو بد رد ويل. مولانا وويل: "ما يو مولوي چې مولوي نورمحمد نومېدۀ له جمعيت نه و شاړه، ځكه چې دۀ د طالبانو پلوي كوله".

خبريال زياتوي چې بيا دۀ د مسلم ليګ د يوۀ مشر مشاهد حسين سيد سره مركه وكړه، هغه وويل: "په صوبه سرحد كې هيڅوك د مولانا فضل نه په چارو ښه نه پوهېږي، موږ هلته يوۀ داسې سړي ته اړتيا لرو چې اوږده ږيره او پټكى ولري".

خبريال وايي چې مولانا او د دۀ ګوند ټول تېرايستنه كوي. مولانا په پاى كې وويل: "زه لكه نورو غوندې يم كه اوړى شي تود شم او كه ژمى شي سوړ".

پرون د انګليستان د ايريش ټايمز ورځپاڼې له جنرال حميدګل سره د يوې مركې په ترڅ كې ليكلي دي:

"جنرال حميد ګل د راولپينډۍ په پوځي ښار، د خپل كور په كتابتون كې ناست دى، د پاكستان ولسمشر آصف علي زرداري هغه وخت چې امريكايانو له دۀ وغوښتل چې جنرال حميدګل بايد په بند كې واچوي، وويل: "هغه يواځې جهادي ايډيالوژۍ ته تبليغ كوي، هغه هيڅ وخت پر خپلو خبرو عمل نه كوي. مطمئن اوسئ ".

حميدګل وايي: زما اسلام خوښ دى خو پاكستاني هېوادپالنه مي اصلي هوس دى، پاكستان ماته له هر څه نه زيات دى. دى زياتوي:
"د پاكستان پوځ خوشې لشكركښي وكړه او د پاكستان په سوات كې يې خلك له خپلو كورونو بېځايه كړل. دوى دې ته اړه نه درلوده ځكه چې د سوات خلك ټول د حكومت پلوي كوي او د طالبانو له اعمالو كركه لري. زه له امريكا هيله كوم چې ژر دغو سيمو ته مرستې و رسوي، ځكه چې ځوانان به بيا د دښمن خواته مخ كړي او دا به بيا ګواښونه را منځ ته كړي".

حميدګل زياتوي: "زه وايم چې له طالبانو سره بايد خبرې وشي، ځكه دوى د بري په درشل كې دي. كه چېرې له دوى سره خبرې اترې وځنډوئ دا به د هغوى په ګټه وي... زه وړاندوينه كوم چې د اكتوبر په مياشت كې به ناټو له طالبانو سره خبرې پيل كړي او د راتلونكي كار تر پايه به دوى له افغانستانه ووځي".

كه موږ لږ څه د حميد ګل خبرو ته ځير شو، د دۀ په لاشعور كې به يوه ويره او يو شيطاني مكر ومومو. دى په دې پوهېږي چې د افغانانو په تېره بيا د پښتنو په مټو كې د الله په اذن يو قوت پروت دى چې نه ماتېږي. حميدګل د سومنات او پاني پت يادونه لري او له دې كبله د شيطاني حيلو په ترڅ كې غواړي پښتانه تېرباسي او د خپلو بشري ضد ناكردو كفاره زموږ د خلكو د وينو په بيه واخلي.
تېر كال هغه وخت چې په هند كې تروريستي يرغل وشو، پاكستاني انګرېزي ورځپاڼې، ډيلي ټايمز پر هندوانو غږ كړى وو چې خيبر او پاني پت په ياد ولرئ، پښتانه بيا را روان دي. دې ورځپاڼې هڅه كړې ده چې هندوان د پښتنو پر ضد را و پاروي او دا ووايي چې اصلي دښمنان پښتانه او طالبان دي، راځئ چې هند او پاكستان په ګډه دوى له منځه يوسي.

حميدګل بيا په خپله مركه كې انګرېزانو ته چل ور ښيي چې څنګه طالبان د خبرو اترو په دام كې واچوي. دى وايي: "كه چېرې تاسو طالبانو ته د قرآن مجيد هغه آيتونه وړاندې كړئ چې وايي: "كه چېرې دښمن تاسو ته د سولې په مقصد درشي تاسو هم نيمه لاره ورشئ"، نو په دې ډول به هغوى ستاسې له غوښتنې څخه ونه تښتي".

دا د پښتنو د عزت دښمن بيا وايي:

"كه امريكايان په افغانستان كې زيات پاتې شي نو طالبان به په خپل زور حكومت جوړ كړي، خو زه هيڅكله دا نه غواړم. د طالبانو حكومت په ۱۹۹۰مه لسيزه كې د خلكو په خوښه نه و جوړ شوى، بلكې د دوى حكومت د تورې په زور جوړ شوى و".

حميدګل په خپله مركه كې بيا د طالبانو د دورې صفتونه كوي، خو وروسته بيا د ده پنجابي ريښتينې څېره څرګندېږي چې دى زياتوي: "طالبانو ډېر بد كارونه هم وكړل. دوى له ښځو سره ناوړه سلوك درلود او دوى پر خلكو جبر كاوه. دا ټول غيراسلامي اعمال وو".

په افغانستان كې روانو حالاتو دا جوته كړه چې افغانان او په تېره بيا پښتانه څوك په زوره نه شي ماتولاى، خو د پاكستان پنجابي زمامداران له ټولو نه زيات په ويره كې دي، چې پښتانه د دوى په ناكردو پوه نه شي.

پښتانه كه وغواړي او كه نه، د پاكستان پنجابي زمامداران د دوى اصلي مدعيان دي. پنجابيانو د پښتنو زړه ټوټه- ټوټه كړى دى. د اسلام په نوم، د ورورۍ په نوم يې دوى له شا نه په چړو وهلي دي، نو له دې كبله له امريكايانو، حتى د شمال د ائتلاف له مجرمو مشرانو نه هم د دوى ويره زياته شوې ده، خو هيڅوك به دا فكر ونه كړي چې پښتانه لا هم هوښيار شوي نه دي. لكه حميد بابا چې وايي: پښتانه په زړه ډېر ساده خلك دي، خو يو مار دوى د دوهم ځل لپاره چيچلاى نه شي. خداى دي همداسې وكړي.

د لر او بر پښتانه بايد پوه شي چې پنجابي زمامداران، د انګرېزانو ازلي غلامان د دوى معاصر مرهټيان دي. د شمال د ائتلاف هېوادپلورونكې كورنۍ مرهټيان دي، خو دوى په هيڅ شمېرل كېږي.
د يادولو ده چې آى ايس آى په ۱۹۴۸م كال- كله چې انګرېزانو پاكستان جوړ كړ- د يوۀ انګرېز بريد جنرال ويليام كاووتون له خوا جوړ شو. په اتيايمه لسيزه كې دې جاسوسي ځالې په ملياردو ډالره له امريكايانو څخه تر لاسه كړي دي. پر افغانستان د امريكا د يرغل نه وروسته بيا د آى ايس آى غوا لنګه شوه او له امريكا او انګرېز نه يې په تول پيسې اخيستې دي او لا يې اخلي.

څه موده دمخه د ګارډين ورځپاڼې په ډاګه كړه چې آى ايس آى دوې وېروونكې څانګې لري، يوه يې (ايس) نومېږي چې د اسلامي ګوندونو پر ضد فعاليت كوي او له پنجابي ملايانو سره هم اړيكي ساتي، بله يې (سي) نومېږي چې د سي آى اې او نورو اطلاعاتي شبكو سره نښتې ده. پر دې برسېره په دې څانګه كې يوه بله شعبه ده چې د امريكايانو د ګټو څارنه كوي او ټوله بوديجه يې د سي آى اې له خوا وركول كېږي. د ګارډين ورځپاڼه زياتوي چې نوموړې دوې څانګې يوه يو څه وايي او بله يې بل څه.

د پاكستان تر څنګه امريكا ولاړ دى او امريكايان اوس- اوس په بيړه هڅه كوي په افغانستان كې په لسګونو زره نور پوځيان او درنې وسلې راوړي. دوى په دې تمه دي چې دوى به هغه تجربه چې په عراق كې يې پوځي او سياسي بهير پخپله ګټه واړاوه په افغانستان كې هم تكرار كړي. امريكايي جنرالان او سياستوال په يوۀ غږ وايي چې بايد لږ تر لږه څلوېښت زره نوي عسكر بايد افغانستان ته واستول شي.

د مثال په ډول د امريكا د بهرنۍ پاليسي مجلې د اګست د مياشتې په ګڼه كې وليكل چې كه چېرې امريكا په افغانستان كې خپل نظامي حضور پياوړى كړي، خپل كمپاين له سره سمبال كړي، امريكا به په افغانستان كې جګړه وګټي. همدا ډول د امريكا د خارجه چارو مشهورې مجلې هم په روانه ګڼه كې ټينګار كوي چې سږ كال او نوى كال به امريكا د عراق په شان په افغانستان كې نظامي حالات بدل كړي.

د امريكا د پوځي پياوړتيا سره به پاكستان هم په پښتونستان كې د پښتنو نسل وژلو ته نور قوت وركړي. امريكا، انګرېز او پاكستان هغه نظامي او سياسي مثلث دى چې د پښتنو د قوت د ماتولو په هڅه يې نوې ستراتيژۍ موندلې دي. كه چېرې د امريكا او انګرېز قوتونه په افغانستان كې د بهرنيو پوځونو په سلو كې ۹۰ تشكيلوي، نور نو په افغانستان كې ناټو او ايساف تش په نامه خبرې دي.

امريكايان اوس دې نتيجې ته رسېدلي دي چې له پښتنو څخه د بدل اخيستلو لپاره د انګرېز زوړ استعماري سياست خپل كړي. د انګليستان پخواني صدراعظم چرچل يو وخت ويلي و چې پښتني قبايل او كوردان د وژلو وړ دي، په ۱۹۹۷م كال كې چرچل د پښتونستان په مالاكنډ كې خبريال و. چرچل په خپل كتاب كې ليكي چې پښتانه د كاڼو (حجر) په دور كې ژوند كوي، خو د دوى چقمقي توپكونه پر انګرېزانو سخت ګوزارونه كوي. د انګرېزانو په وخت كې په ۱۹۳۲م كال په وزيرستان كې زهرجن ګاز وكارول شو، چې په زرګونو پښتانه يې و وژل. په هغه وخت كې د زهرجنو ګازو كارول منع شوي وو، خو د نړيوالې لومړۍ جګړې په وخت د انګليستان صدراعظم لېود جورج ويلي و چې: "موږ ټينګار كوو چې پر تورپوستيو د بمبارۍ حق ځان ته وساتو". په دې ډول د افغانستان د راتلونكيو اوضاعو څخه د خير بوى نه راځي. له واشنګټن او لندن څخه داسې نښې نښانې څرګندېږي چې كرزى او د ده مافيا بيا نصب كېږي.

كه چېرې داسې وي نو بيا ملګرو ملتونو ولې هغه درې زره خرۀ د ټولټاكنو د چارو لپاره په كرايه نيولي دي. ټول پوهېږو چې د كرزي په شاوخوا كې د ده وروڼه او د شمال د ائتلاف افراطي او سكتاريستي ډلې ټپلې را ټولې شوې دي. د دۀ وروڼه لكه د داستايوفسكي د ناول د كارا مازوف وروڼه دي. دوى له هره پلوه لكه د كارا مازوف وروڼو ته ورته دي خو په يوۀ غټ توپير. د كارا مازوف وروڼو يو بل له منځه وړل، خو كرزيان بيا طبقاتي وروڼه دي، دوى په دونيايي مال او منال او په ډالرو او درهمو دومره مين دي، چې هر څه يې له ياده ايستلي دي. د نيويارك ټايمز مجلې د اګست په مياشت د كرزي او د هغۀ د سكه او ناسكه وروڼو د چور او چپاو په هكله څوارلس پاڼې ليكلې دي. امريكا اوس- اوس د دوى او د دوستم، محقق، فهيم او داسې نورو سخت ملاتړى دى، خو دوى د روسانو په شان نه دي. امريكايان د نيمو شپو ياران دي. كه چېرې هر چا يو ډالر پټ كړى وي امريكايان به يې په پاى كې ټولو ته څرګند كړي.

دا هم ويل كېږي چې ښايي د امريكايانو تر فشار او ټينګار لاندې ډاكټر اشرف غني هم كرزي ته د همكارۍ كولو لپاره وهڅول شي. بايد په ياد ولرو چې اشرف غني هم ډېر غټ كار كولاى نه شي، دا ځكه په كابل او نورو ښارونو كې اصلي دولتي ځواك او فاعلانه لاس بري د بدخشان او پنجشېر د شاهزادګانو په لاس كې ده. دوى ځانونه پاچاخېل ګڼي. د نظامي سياسي او ډيپلوماتينك ځواكونو مركزونه د دوى په ولكه كې دي. هغه پښتانه چې د كرزي په بېروكراسۍ او دسترخوان كې را ښكېل دي يواځې د پښتنو پېښې كوي.

په كابل كې ميليونران، د مېډيا او مطبوعاتو ميليونران، سفيران، سوداګر، بانك لرونكي او نور سېټان ټول دوى دي، نو په داسې حال كې به اشرف غني څه وكړاى شي. دا به داسې وي لكه چې ګاډۍ د آس په وړاندې ودروو. غني كه څه هم د بې استعداده او مداري كرزي نه زر ځله پوه او د درانه شخصيت خاوند دى، خو ټول دولتي ماشين د نورو په لاس كې دى. امريكا او انګرېز له هغو سره دى، ځكه د شمال ائتلاف يو منظم نظامي او سياسي جوړښت لري او امريكايان په دې ښه پوهېږي چې كه چېرې ائتلاف كمزورى يا مات شي، دا به د دوى وسلوال مخالفين پياوړي كړي. دا به زموږ ډېره خوشباوري وي چې له اشرف غني څخه د يوۀ غټ ريفورم هيله ولرو.

برسېره پر دې له امريكايانو سره لويه ستونځه دا ده چې دوى د افغانانو او په تېره بيا د پښتنو په ديني او اخلاقي ارزښتونو نه پوهېږي. د دوى پوهه تر روسانو ډېره كمه ده، دوى فكر كوي چې دوى حيرانوونكى او په بشري تاريخ كې تر ټولو لوى وژونكى نظامي ماشين لري او پيسې هم پرېمانه لري. دوى فكر كوي د توپك او ډالرو په زور به په پاى كې پښتون مېشته افغانستان دا د افغانانو لوى اكثريت اېل كړي.

د نيويارك ټايمز مجله ليكي چې كرزى د منځنيو پېړيو په چل او ټګمارۍ حكومت كوي، دۀ ځمكه خرڅه كړې ده، معدنونه يې خرڅ كړي دي، سفارتونه ټول خرڅ دي، د افغانستان ټول ملي او فرهنګي تماميتونه يې خرڅ كړي دي. كه څه هم انګرېزان او امريكايان د ده په جنايت كې ښكېل افراد په ډاګه كوي، خو د پردې تر شا همدا اوس دوى هڅه كوي كرزى صاحب بيا پر اقتدار كښېنوي.
همدا اوس كابل تر مضاعف اشغال لاندې دى، يو يې بهرني ځواكونه دي او نور يې د شمال د ائتلاف ملېشې دي چې كابل يې د مغولو په شان تالان كړ. كابل شته خو كابلي به په دارو هم ونه مومې. د روسانو په وخت كې به هر هغه څوك چې مؤمن كمونيست و، روس ته به وفادار و، چې په ايډيالوژۍ به پوهېده هغه به پر لويه څوكۍ ناست و، خو اوس چېرته چې جنايتكار دى، چېرته چې شارلاتان، غبي او نالايقه دى په لوړ مقام كې ناست دى. د كرزي اته كلنې دورې پښتنو ته دومره ستراتيژيك تاوان او بربادي ور په برخه كړې ده چې په لسيزو به يې جبران ونه شي.

په ۲۰۰۱م كال هغه وخت چې د بن توافقات تر سره شول او زلمي خليلزاد كرزى د انتقالي دورې رئيس وټاكه، كرزى په پاكستان كې و او ظاهراً يې دعوا كوله چې دى په كندهار كې دى. ليزدوسيت د بي بي سي مشهوره خبرياله چې په بن كې وه خپل ګرځنده ټليفون را واخيست او كرزي ته يې ټليفون وكړ:

"ښاغليه مبارك مو شه، ته د انتقالي دورې رئيس شوې".

كرزي اول باور ونه كړ او وې ويل:
"ريښتيا واياست؟ "

همدا اوس كرزى بيا هره ګړۍ د همدې ډول بل ټليفون په انتظار ناست دى.

په پاى كې ټول پوهېږو چې افغانان او په تېره بيا پښتانه له ستر تاريخي ګواښ سره مخ شوي دي. زموږ په لرغوني هېواد كې د وحشت او وينو تويېدو بهير په بيړه روان دى، خو يو شى ښكاره دى او هغه دا چې د افغانستان مقررات او برخليك په وينو ليكل كېږي. د پښتانه هر څاڅكى وينه بايد هرومرو د پښتنو او د افغانستان په ګټه توى شي او بس.


Helmand.M
06.09.2009

افغان چارواکي : آی ایس آی د افغانستان په ټولو ادارو کې نفوذ کړی
Sunday, 09.06.2009, 02:21pm (GMT)

تاند(یکشنبه/سپټمبر۶) د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال نن مشرانو جرګې ته وویل د کندهار په نا امنیو کې د پاکستان استخباراتي شبکه ای ایس ای لاس لري.

د دفاع وزارت مرستیال ډګرجنرال محمداکرم دا هم وویل چې د پاکستان استخباراتي شبکې د کندهار دولتي ادارو ته لاره کړې ده .

هغه زیاته کړه : د کندهار ولایت او ښار په منځ کې ټول امنیتي خطرونه له بهره دي. په ځانګړې توګه ای، ایس، ای په دې توانیدلی دی، چې د دولت په ټولو ارګانونو کې خپل ایجنټان ځای پر ځای کړي، خو د امنیتي ځواکونو له خوا به ورته ځواب وویل شي.

د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت او د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو د وروستیو امنیتي پېښو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره ورغوښتي ول.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال هم د پاکستان استخباراتي شبکه ای، ایس، ای تورنه کړه چې له القاعده او طالبانو سره یو ځای د افغانستان د ثبات د ګډ وډولو هڅه کوي.

په پاکستان کې د اصف علي زرداري په مشرۍ د پیپلزګوند له واک ته رسېدو وروسته افغان چارواکو هیڅوخت پهدومره صراحت د پاکستان استخباراتي اداره د افغانستان په ناامنیو کې په لاس لرلو نه وه تورنه کړې .

افغان امنيتي ځواکونو د کندهارله وروستۍ خونړۍ بمي چاودنې وروسته چې په ترڅ کې یې په لسګونو خلک مړه او ژوبل شول، په دغه ښار کې امنیتي تدابیر شخت کړي دي.
‌ډګر جنرال محمد اکرم مشرانو جرګې ته وویل، له دغه ښاره یو امنیتي کمربند را تاوو شوی، څلور دیرش امنیتي پوستې په کې ځای پر ځای شوي دي او په ښار کې دننه او بهر هره ورځ تصفویوي عملیات ترسره کیږي.

ډګرجنرال محمداکرم په دې وروستیو کې په کندهار، لغمان او کندز کې زورورې چاودنې وشوې چې په لسګونو ملکي او پوځي کسان په کې مړه او ژوبل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال ډګرجنرال منیرمنګل وویل، دوی د افغانستان په ختیځ، جنوب او جنوب ختیځ کې له امنیتي ستونزو سره مخامخ دي او اوس د دغو ستونزو لمنه د هېواد شمال ته هم غځیدلې ده.

هغه کندز، بغلان، فاریاب او جوزجان هغه شمالي ولایتونه وبلل چې په دې وروستیو کې د وسلوالو مخالفینو فعالیتونه په کې راټوکیدلي دي.
منګل وویل، په شمال کې د دغو فعالیتونو د مخنیوي هلې ځلې روانې دي:

هغه زیاته کړه : په رښتیا سره هم په کندز کې موږ کوم مشخص جبهه یې جنګ نه لرو، واړه ګرځنډه ډلې دي چې د کندز او بغلان وضع یې خرابه کړې ده او د دوی د له منځه وړلو لپاره ایجابوي چې مشخص امنیتي ځواکونه تنظیم شي او عملیات وکاندي. د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې له هغو امکاناتو کار اخیستی چې لري يې او له نورو امکاناتو نه به هم ګټه واخیستل شي.


pattang
06.09.2009

داخو دلاسپوڅې ګوډاګي ،مفعول ،بېکاره ، نالايقه ، مذدور ، اجنټ او دالر خوداره
دولت خبرې دي . داکار هغوی کړی دی چې غواړي په افغانستان کې جګړه دوامداره وساتي ترڅو چې اشغالګرپه کا لنو کالنو په افغا نستان کې پاته شي او د دالرو او قدرت قطار پرې نشي اود خپلو جنايتونو سوال او ځواب دمحکمي څخه د اشغالګرو په مرسته په تعويق واچوي٠
نو اوس تاسو فکر وکړۍ ? څوک به پردې کار کې ډېره علاقه لري isi که cia او ګوډاګی رژيم ٠
نو چې پر دې عقيده هم لرې چې دلته او هلته isi کاکوي نو ستا په
غره کې ولې دالرو مېږوی تلی او بې حرکته کړی يې ٠ ستا سو حراميانو دمخ تور شي
ټول د لټ او ناپوهه زامن يو ځای سره را ټول شوي ياست اوله ډېره خوراکه مو څېرې
دومره غټې شوې دي لکه د خنځير . نه ننګ لرۍ نه ناموس له پردو سره مو يوځای
پښتون وژنه شروع کړې٠
ټولې نړۍ دالمان د عسکرې قواو عمل چې 150 بې ګناه کسان پکشې سکار ه شوي
دي وغانده خو لاسپوڅي دولت چې دپښتون ضد دولت دی داکار ښه وګاڼه او حتا تر دې حده پورې چې دغه راپور هم د يوه افغان مخبر لخوا چې المانانو ته يې مخبري کوله ور کړل شوی دی تر څو چې پښتانه په شمال کې له منځه يوسي٠


Helmand.M
09.09.2009

نواز شريف پنځه ځله له اسامه بن لادن سره ليدلي
Wednesday, 09.09.2009, 11:36am (GMT)

تاند د سپتمبر نهمه : د پاکستان د استخباراتو يوۀ مخکيني اسفر يوۀ خصوصي پاکستاني تلويزيون سره په مرکه کې په ډاگه کړې ده چې د دغه هيواد مخکيني لومړي وزير نواز شريف څو ځله د القاعدې له مشر سره د اسلامي خلافت د جوړولو په باب خبرې کړي دي .

د پاکستان د استخباراتو د بدنامې ادارې اى ايس اى يوۀ مخکيني افسر خالد خواجه چې لويه ږيره يې پرايښې وه ، بريت يې خريلي و او خولۍ يې په سر وه د اې ار واى تلويزيون ته وويل چې دۀ د اسامه بن لادن او نواز شريف ترمنځ پنځه ځله د ليدو موقعې برابره کړې ده .

ښاغلي خواجه وويل دا هغه زمانه وه چې د بېنظير بوټو حکومت په پاکستان کې واکمن و .

د اى ايس اى دغۀ مخکيني افسر تور ولگاوۀ چې نواز شريف موقع پرست دى او د اسامه د پيسو په مټ يې غوښتل چې د بېنظير حکومت ونړوي او خپله اسلامي شريعت او د دۀ په وينا د الله حکومت نافذ کړي .

ښاغلي خواجه د نواز شريف او اسامه بن لادن د ليدو ځاى ځايگى ونه ښوود او دقيقه نيټه يې هم ياده نه کړه .

خو د بېنظير د حکومت د نړولو خبرې ته په پام سره شايد دا هغه کلونه و چې طالبان په افغانستان واکمن و .

د سياسي چارو شننونکي وايي چې د اى ايس اى د يوۀ مخکيني افسر له خوا دا څرگندونې دا خبره سپينوي چې د اى ايس اى او اسامه بن لادن ترمنځ اړيکي خورا نژدې وې .

د پاکستان استخباراتو او حکومت تل دا خبره رد کړې چې گواکې دوى له اسامه بن لادن سره نژدې اړيکي لرلي دي .


pattang
09.09.2009

ددې مردار خورو خبرې نه حقيقت لري نه مانا ، اوس زمونږ او تا سو وظيفه څه شی
دی ???????????????????????????????????

[quote:c642c0d8d2="Helmand.M"]نواز شريف پنځه ځله له اسامه بن لادن سره ليدلي
Wednesday, 09.09.2009, 11:36am (GMT)

تاند د سپتمبر نهمه : د پاکستان د استخباراتو يوۀ مخکيني اسفر يوۀ خصوصي پاکستاني تلويزيون سره په مرکه کې په ډاگه کړې ده چې د دغه هيواد مخکيني لومړي وزير نواز شريف څو ځله د القاعدې له مشر سره د اسلامي خلافت د جوړولو په باب خبرې کړي دي .

د پاکستان د استخباراتو د بدنامې ادارې اى ايس اى يوۀ مخکيني افسر خالد خواجه چې لويه ږيره يې پرايښې وه ، بريت يې خريلي و او خولۍ يې په سر وه د اې ار واى تلويزيون ته وويل چې دۀ د اسامه بن لادن او نواز شريف ترمنځ پنځه ځله د ليدو موقعې برابره کړې ده .

ښاغلي خواجه وويل دا هغه زمانه وه چې د بېنظير بوټو حکومت په پاکستان کې واکمن و .

د اى ايس اى دغۀ مخکيني افسر تور ولگاوۀ چې نواز شريف موقع پرست دى او د اسامه د پيسو په مټ يې غوښتل چې د بېنظير حکومت ونړوي او خپله اسلامي شريعت او د دۀ په وينا د الله حکومت نافذ کړي .

ښاغلي خواجه د نواز شريف او اسامه بن لادن د ليدو ځاى ځايگى ونه ښوود او دقيقه نيټه يې هم ياده نه کړه .

خو د بېنظير د حکومت د نړولو خبرې ته په پام سره شايد دا هغه کلونه و چې طالبان په افغانستان واکمن و .

د سياسي چارو شننونکي وايي چې د اى ايس اى د يوۀ مخکيني افسر له خوا دا څرگندونې دا خبره سپينوي چې د اى ايس اى او اسامه بن لادن ترمنځ اړيکي خورا نژدې وې .

د پاکستان استخباراتو او حکومت تل دا خبره رد کړې چې گواکې دوى له اسامه بن لادن سره نژدې اړيکي لرلي دي .[/quote:c642c0d8d2]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more