د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ


ع کريم حليمي
30.09.2006

محترم لرغونې صاحب او ښاغلې   زرملوال  وروره  سلام !
[quote:1c964a9846]حليمي صيب لومړى خو تاسو د زرملوال د ليكنې په هلكه څه نه دي ويلي چې رښتيا هم د غوث ... په اړه افراط شوى او كه نه؟ [/quote:1c964a9846]

لرغونې صاحب !
زرملوال لويه خطا کړې  داسي ئې ليکلي چه:
[quote:1c964a9846]دا غوث الاعظم لقب زما په له انسان سره نه ښايي غوث خو هغه يي
چى دستونزوپه مهال مرسته غوشتونكو ته رسيږى او دا كار دانسان له وسه وتلى دى او دا راز دى (پيران پير) هم بلل كيږى او اصلا دا نوم بيخى غلط كيښودل شوى دى اصلا بايد (پير پيران) واى [/quote:1c964a9846]

هو ! سيدجيلاني ، مصريانو په لهجه سيد ګېلاني 
غوث الاعظم  د عصر ؤ ، په عصر کښي تر ده بل غوث نه ؤ 
د غوث الاعظم لقب ورسره ښايي 

غوث الاعظم ١٠٧٧ اويا ١٠٧٨  کال ولادت دده په بغداد کښي سويدي 
او وفات دده  په ١١٦٦ سنه کښي سويدي 
غوث الاعظم دعصر درس او تعلم په بغداد کي حاصل کړي ؤ ، 
کله چه ئې درس خلاص سو  ، نو په ښوونه او تبليغ ئې شروع وکړه 
د درس او تبلغ له لاري ئې ډير شاګردان ، پيرو ئې پيدا کړه ، درس ئې جذب ،
کشش درلودي ، او په تبليغ ئې خلګ مجذبه کيدل او ټوله اسلامي نړي ته 
ږغ ورسېدي ،او د اسلام اولين واعظ دي چه يوازي او يوازي ئې په وعظ 
يهود او نصارا و اسلام ته را اړولي دي ، او  جهاد اکبر ئې اصول وه 
او قتل اوقتال ئې هيځ وخت ندي کړي ، تبلغ او وعظ ئې د جهاد اکبر ؤ 
دده ټوله فکر ،تصور،عقيده پر جهاد اکبر ولاړه وه !

او خپل نفس تسخير کړي ؤ او خودبيني ئې ړنده وه ، نو طبعا به ئې کرامتونه 
شاګردانو ليدلي وي ، او دغه شاګردان او هغه خلک چه د ده په وعظ او تبلغ 
په واسطه په اسلام مشرف سوي وه ٠ او دئ ؤ دوی ته غوث الاعظم  وو 
د ژوند تر ډيره وخته ئې چاته ئې د طريقت دعوت نه وو کړي 
د ژوند په ورستي وخت کښي ئې  دقادرية طريقه  شروع کړه 
تر دې له مخه هم  دده دعصرخلک پوهېدل چه دئ مرد خدا دی 

 نه ګرامري غلطي وينم په نامه د غوث الاعظم کښي ٠ نه کومه عقيده وي 
زه پخپله زما و اولادوته غوث  يم ، فرياد ئې اورم او په فرياد ئې 
رسېږم ، او هر وخت ورته وايم چه اول زما څخه تشکر وکړي او دوهم بيا 
حمد دالله واياست ٠ (اسماني ليکلي اخلاق ) 
څوک چه چاته په کومک ور ورسيږي ، اخلاقا دي اول تشکر وکړي 
ورسته دي بياحمد وايي 

[quote:1c964a9846]دا چې ويل كېږي چې په بخاري شريف كې د امام ابوحنيفه مذهب ډېر كمزورى ښودل شوى او حتى ډېر ځله د بعضې اهله كوفه خطاب ورته كېږي ايا دا رښتيا ده؟ [/quote:1c964a9846]
ما پخپله په بخاري کښي داسي څه نه دي ليدلي ((د امام ابوحنيفه مذهب ډېر كمزورى ))
او داخو ډيره ښايسته خبره ده چه د   اهله كوفه خطاب  ورته کوي 
علم د حجاز، شام، يمن، عراق، مصر او کوفې په خلکو کښي وو،  

لکه نن ورځ چه موږ  وايو ، الاذهر خلک داسي نظرلري او ديوبند خلک داسي 
نظر لري  
[quote:1c964a9846]بله دا چې د دعاء قنوت په هكله بيا هم پوه نه شوم چې دا په حديث شريك كې شته او كنه او كه نه وي نو ولې پرخلكو واجب شوې ده ؟ [/quote:1c964a9846]
اول خو دا واجب راته تعريف که !! چه بيا زه سم درسره پوه سم ، اوسم 
جواب درته وليکم 


زرملوال
01.10.2006

محترمو وروڼو سلام
حليمى صيب روغ او خوشاله اوسى ډيره مننه چى زما غلطى مو راته په
ګوته كړى ده لوى څښتن دى شاد او اباد لره خو دومره وضاحت كوم چى
زمونږ دتصوف كړۍ له غوث نه بل څه مراد كوى هغوى يي دهر ډول ستونزوله پاره ور بولى او وايي (اغثنا يا غوث الاعظم )
اوبل ما هسى يو خيال ښكاره كړى دى كه تاسو ځير شئ داد (الاعظم)
په تورى كى دعظمت اخيرى حد نغښتى دى او دا ډول تورى ديوه انسان
له پاره كارول كه هر څومره لوى وى نه شايي موخه مى داده چى مونږ
خبره خرابه كړى ده كه نه شيخ عبد القادر خورا لوى شخصيت و

او بل تا سو مهربانى كړى ده :
[code:1:aef73d28c9]نه ګرامري غلطي وينم په نامه د غوث الاعظم کښي ٠ نه کومه عقيده وي
زه پخپله زما و اولادوته غوث يم ، فرياد ئې اورم او په فرياد ئې
رسېږم ، او هر وخت ورته وايم چه اول زما څخه تشکر وکړي او دوهم بيا
حمد دالله واياست ٠ (اسماني ليکلي اخلاق )
څوک چه چاته په کومک ور ورسيږي ، اخلاقا دي اول تشکر وکړي
ورسته دي بياحمد وايي [/code:1:aef73d28c9]

دګرامرى غلطى خبره ما د (پيران پير)په لقب كى كړى ده نه د غوث الاعظم په لقب كى او هغه شايد تاسو هم راسره ومنى

لرغزنى ليكى :

[code:1:aef73d28c9]دا چې ويل كېږي چې په بخاري شريف كې د امام ابوحنيفه مذهب ډېر كمزورى ښودل شوى او حتى ډېر ځله د بعضې اهله كوفه خطاب ورته كېږي ايا دا رښتيا ده؟
تاسو ليكلي چې امام صاحب تابعي و دا ما هم اوريدلي نو بيا مذهب جوړولو ته څه اړتيا وه خو د نورو تابعينو او صحابه وو كرامو غوندې به يې د خداى په كتاب او د رسول الله ص په احاديثو عمل كاوه نو په خپل نوم د مذهب جوړولو اړتيا څه وه؟ [/code:1:aef73d28c9]

په دى كى شك او شبه نشته چى امام بخارى له امام ابو حنيفه سره مخالفت لرى او ښه دروند مخالفت ځكه هغه په خپل صحيح كى 22 ځايه تقريبا په امام صيب ښه ژور ردونه كړى دى او دا ردونه يي د (قال بعض الناس) په جمله سره راوړى دى او ډير ځايه يي چي داهل الرأيه په نامه په چا نيوكى كړى دى علماء ليكى چى موخه يي امام ابو حنيفه دى
خو د امام بخارى دټولو نيوكو له پاره ډير پاخه او كره ځوابونه شتون لرى
او حتى ددى قال بعض الناس په نيوكو خو يي يو مستقل كتاب هم ليكل شوى
چى ما ټول كتلى او ډير شكلى كتاب دى

نو امام بخارى په خپله لوى امام دى هغه حق لرى چى دخپل نظر يا مذهب
په دفاع كى په مخالف لورى نيوكى وكړى خو ددى دا معنى هيڅكله نشوه
چى نو په دى سره ګواكى د امام ابو حنيفه مذهب كمزورى شو ځكه كله چى
داحنافو ځوابونه سړى ووينى نو بيا به په خپله پوهه شى چى دچا نظر كمزورى دى ؟

او بل لرغونى صيب امام صيب هيڅ كله هم په رسمى توګه دخپل مذهب
اعلان نه دى كړى او نه يي هغه مهال كوم داسى منظم كار پر مخ بيولى
چى ګواكى دا لاره او په دى چو كاټ كى زمونږ مذهب دى
او په دى خبره بايد سرونه خلاص كړو چى بل كوم امام هم داسى كار نه
دى كړى چى په اصطلاح په رسمى توګه يي خپل خپل مذهبونه اعلان كړى
وى دامام ابو حنيفه په زمانه كى نور هم ډير امامان وو او هغه مهال ددى نن
په څير ځانګړى مذهبونه نه وو عامو خلكو به د مختلفو امامانو په ويناو او فتواوو عملونه كول مذهبونه خو بيا وروسته او هغه هم دوخت په تيريدو سره
ددى امامانو شاګردانو منظم كړل او بيا نو دخداى خوشه وه چى دكوم امام مذهب ته يي مقبوليت ور كړهغه په خلكو كى ومنل شول او هغه مقبوليت خداى ددى څلورو امامانو مذهبونو ته وركړ

كه مونږ تاريخ وګورو په هغه پير كى به ډير داسى امامان بيامومو
چى له دى څلوروامامانو به لا زيات وو شه شه علمونه او خورا زيات متقى انسانان وو اودبيلو بيلو نظرونو او مذهبونو خاوندان وو خو بس خداى ددى
څلورو امامانو مذهبونه مقبول او يا مشهور كړل او نو ر هغسى نه شول
والله يختص برحمته من يشاء والله ذو الفضل العظيم

په مينه



ع کريم حليمي
01.10.2006

سيد زرملوال صاحب او سيد لرغوني صاحب سلام !
[quote:d0c7031e2d]اوبل ما هسى يو خيال ښكاره كړى دى كه تاسو ځير شئ داد (الاعظم)
په تورى كى دعظمت اخيرى حد نغښتى دى او دا ډول تورى ديوه انسان
له پاره كارول كه هر څومره لوى وى نه شايي [/quote:d0c7031e2d]
نه داسي نه ده ټول علما زموږ وامام ته د الامام الاعظم ابي حنيفة النعمان په نامه
ليکي بيله سلفيانو يعني وهابيان دوی داسي خبري کوي 
دعا ومړوته نه کوي ولي چه مبارک عليه السلام د خپلي مور قبر ته 
تللی ؤ او دعا ئې نه وه کړې ٠ 
دغه خبري د  وهابيانو دي  ٠ 

يقول تعالى (فلا تجعلوا لله اندادا وانتم تعلمون) 
له ندادا خلک راګرځوۍ ، کوښښ وکړۍ چه خلک د قتل او قتال 
(جهاد اصغر )څخه راوګرځوۍ ، او جهاد اکبر ته ئې برابر کړۍ ٠ 

او تر لمانځه ورسته هم دعا وکړي 
بسمه تعالی :   وَإِذَا سَأَلَکَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِيْ وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ ﴿ 186 ﴾ بقره

حَدَّثَنَا اِسْمَاعِيلُ قَالَ حَدَّثَنِي مَالِكٌ عَنْ اَبِي الزِّنَادِ عَنْ الْاَعْرَجِ عَنْ اَبِي هُرَيْرَةَ اَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ يَدْعُو بِهَا وَاُرِيدُ اَنْ اَخْتَبِئَ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِاُمَّتِي فِي الْاخِرَةِ

او مبارک يوه دعا ساتلې د اخرت ورځي ته د امت له پاره او دعا ئې مستجابه 

 


larghonay1
01.10.2006

حليمي صيب بيا هم سلامونه !
لومړى خو به د واجبو هغه تعريف درته وكړم چې ما د احنافو له كتابونو څخه زده كړى دى :
واجب هغه عمل دى چې په دليل ظني سره ثابت شوى وي او رسول الله ص يې په كولو ټينګار او هميشه والى كړى وي .
كول يې ثواب او نه كول يې عذاب دى.
د فرضو سره يې توپير دا دى چې د فرضو په انكار سره سړى كافر كېږي او د واجبو په انكار سره سړى نه كافر كېږي.
بل توپير يې دا دى چې په لمانځه كې د فرضو په پرېښودو لمونځ فاسدېږي او د واجبو په پرېښودو د سهوې سجده.

البته شيعه ګان فرضو ته هم واجب وايي او اهل حديث يا په اصطلاح وهابيان بيا دغه د وتر لمانځه ته سنت وايي.

حليمي صيب خداى دې وكړي چې سم تعريف مې كړى وي او كه تعريف مې كړى وي او كه سم هم نه وي له تاسو به يې زده كړم.
[color=red:7b0850f96e]ټوكه :
حليمي صيب اوريدلي مې دي چې پخوا به چې د ملايانو تر منځ مناظره وه نو موضوع به يوه وه او دوى به په شين زور د بندولو غوښتنه كوله او يا به يې خپل خپل طالبان پوهول چې له كتاب څخه يې هغه بروزي بې ځايه كړي چې د موضوع له پاره يې نښه كړي دي. [/color:7b0850f96e]
تاسو هم له ماڅخه د واجبو تعريف غوښتى . كه زما ياد نه واى نو تاسو به د قنوت د دعا په اړه معلومات نه راكاوه؟
زه خو څه ملا نه يم چې تاسو راڅخه پوښتنې كوئ !
زه چې په څه شي كې تشويش ولرم نو خامخا يې پوښتنه كوم.


زرملوال
01.10.2006

حليمى صيب سلام

كور مو ودان ستاسو شفقت او مهربانى زمونږ
زمونږ حوصلى نورى هم اوچتوى

محترمه كله كله ستا په يوه نيمه ليكنه پوره پوهه نه شم
او كله مو بيا ډيره واضحه ليكلى وى او ښه پرى پوهه
شم كيدىشى دا به زما ناپوهى وى


رښتینی
01.10.2006

ټولو وروڼو ته سلام

داستاسو مجلس خو مى بيخى خوښ شو ډيرى تودى او دكار خبرى اوليكنى روانى دى په قلمونومو بركت شه او لوى څښتن مو اندونه تاند لره

حليمى صيب يو ځاى كاږى

[code:1:67ad0738ea] کوښښ وکړۍ چه خلک د قتل او قتال
(جهاد اصغر )څخه راوګرځوۍ ، او جهاد اکبر ته ئې برابر کړۍ ٠ [/code:1:67ad0738ea]

محترمه كه دا جمله يو څه نوره هم وسپړئ شه به وى
يعنى له جهاد اصغر نه دخلكو منعه كول ضرورى دى ؟؟

اوبل ځاى ليكى

[code:1:67ad0738ea]او تر لمانځه ورسته هم دعا وکړي
بسمه تعالی : وَإِذَا سَأَلَکَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِيْ وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ ﴿ 186 ﴾ بقره

حَدَّثَنَا اِسْمَاعِيلُ قَالَ حَدَّثَنِي مَالِكٌ عَنْ اَبِي الزِّنَادِ عَنْ الْاَعْرَجِ عَنْ اَبِي هُرَيْرَةَ اَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ يَدْعُو بِهَا وَاُرِيدُ اَنْ اَخْتَبِئَ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِاُمَّتِي فِي الْاخِرَةِ [/code:1:67ad0738ea]

ترلمانځه وروسته كه دعا ونه شى څومره ګناه لرى ؟

اودا ايت او حديث شريف دعامى دعا په اړه دى او كه
دلمانځه نه وروسته دعا ته خاص دى ؟

ستاسو د توضيحاتو په تمه



ع کريم حليمي
02.10.2006

محترمو او قدرمنو لرغونې صاحب ، زرملوال صاحب او حامد صاحب 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
ښاغلې زرملوال صاحب !
بخښنه غواړم  ! داچه زه ليکم  (راوګرځوۍ ، او جهاد اکبر ته ئې برابر کړۍ ٠ )
مطلب عام دی ، او تاسو مي مطلب نه ياست ، باور وکړه 

محترم لرغونې صاحب !
پښتنه د دې له پاره وه چه د نور وړونه هم پوه سي چه اول دا واجب چشي دي 
تاسو ډير مستند تعريفونه ليکلي دي ٠ مننه 
اوس به  د الوتروخبره راواخلم 
وهو واجب
قال أبو حنيفة لأن النبي - صلى الله عليه وسلم- قال ‏(‏إذا خفت الصبح فأوتر بواحدة‏)‏ وأمر به في أحاديث كثيرة والأمر يقتضي الوجوب وروى أبو أيوب قال‏,‏ قال رسول الله - صلى الله عليه وسلم-‏:‏ ‏(‏الوتر حق فمن أحب أن يوتر بخمس فليفعل ومن أحب أن يوتر بثلاث فليفعل ومن أحب أن يوتر بواحدة فليفعل‏)‏ رواه أبو داود
‏من خاف أن لا يقوم من آخر الليل فليوتر من أوله‏ ٠ رواه مسلم‏ (دغه وخت وأبو حنيفة‏
خوښ کړي ) تقوا داره خلک وتر ځنډوي ٠ او که بېره وه چه راکښنستلاي نه سي 
نو د عشا د لمانځه سره دې وکړي 

‏الوتر حق فمن لم يوتر فليس منا الوتر حق فمن لم يوتر فليس منا الوتر حق فمن لم يوتر فليس منا‏)‏ رواه أحمد

أيضا وعن خارجة بن حذافة‏,‏ قال‏:‏ ‏(‏خرج علينا رسول الله - صلى الله عليه وسلم- ذات غداة فقال‏:‏ إن الله قد أمركم بصلاة فهي خير لكم من حمر النعم وهي الوتر فجعلها لكم فيما بين العشاء إلى طلوع الفجر‏)‏ رواه أحمد‏,‏ وأبو داود وعن أبي بصرة قال سمعت رسول الله - صلى الله عليه وسلم- يقول ‏(‏إن الله زادكم صلاة فصلوها ما بين العشاء إلى صلاة الصبح الوتر الوتر‏

اول خو دا معلومه سوه چه واجب دي ، أبو حنيفه واجبو ته عقيده لري 
او نور اکثر امامان ئې په واجب نه مني ٠ 

او امام  أحمد‏ ئې سنت مؤكد ګڼي او وايي که چا په قصد او اراده پرېښوول 
نو فهو رجل سوء‏ ، راوړي ئې دي چه د الوتر د فرض په منزلت کي ندي !
حال داچه فرض او واجب ډير لږ فرق لري ولي چه !
بسمه تعالی ٠ وَمَا آتَاکُمُ الرَّسُولُ [color=white:ba30e8298d]فَخُذُوهُ[/color:ba30e8298d] وَمَا نَهَاکُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ

دغه  دعاقنوت نبي عليه السلام و حضرت الحسن بن على رضي الله تعالى عنهما
ته ور ښوولې وه 

أن يقول في قنوت الوتر ما روى ‏(‏الحسن بن على رضي الله تعالى عنهما قال‏:‏ علمني رسول الله - صلى الله عليه وسلم- كلمات أقولهن في الوتر‏:‏ اللهم اهدنى في من هديت وعافنى في من عافيت وتولنى في من توليت‏,‏ وبارك لي فيما أعطيت وقنى شر ما قضيت إنك تقضى ولا يقضى عليك‏,‏ وإنه لا يذل من واليت ولا يعز من عاديت تباركت ربنا وتعاليت‏)‏ أخرجه أبو داود‏,‏ والترمذي وقال‏:‏ [color=blue:ba30e8298d]هذا حديث حسن ولا نعرف عن النبي - صلى الله عليه وسلم- في القنوت شيئا أحسن من هذا[/color:ba30e8298d] ويقول ما روى على رضي الله عنه ‏(‏أن النبي - صلى الله عليه وسلم- كان يقوله في وتره‏)‏ وقد ذكرناه وعن عمر رضي الله عنه ‏(‏أنه قنت في صلاة الفجر‏,‏ فقال‏:‏ بسم الله الرحمن الرحيم اللهم إنا نستعينك ونستهديك‏,‏ ونستغفرك ونؤمن بك ونتوكل عليك‏,‏ ونثنى عليك الخير كله ونشكرك ولا نكفرك‏,‏ اللهم إياك نعبد ولك نصلى ونسجد وإليك نسعى ونحفد‏,‏ ونرجو رحمتك ونخشى عذابك إن عذابك الجد بالكفار ملحق .

او أبو حنيفه داسي الفاظ ترې خوښ کړي چه :
اللهم انا نستعینک ونستغفرک و نومن بک و نتوکل علیک ونثنی علیک الخیر و نشکرک و نکفرک و نخلع و نترک من یفجرک، اللهم ایاک نعبد و لک نصلی و نسجد و الیک ونسعی ونحفد و نرجوا رحمتک و نخشی عذابک ان عذابک باالکفار ملحق .

او د سورت بقرې اخر اياتونه هم اصحابو ويلي دي په الوتر کښي 
لاَ يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْساً إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْراً كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلانَا فَانصُرْنَا عَلَى القَوْمِ الكَافِرِينَ

خدای دي وکړي چه د سوال جواب دي په لاس درغلی وي ٠ 


منلی
02.10.2006

ټولودوستانو سلامونه قبول کړي
ورونو رښتا هم چي دادسوال اوجواب لړۍ ډيره ښه روانه ده .

ښاغلي استاد حليمي په قلم موبرکت شه .
امام ابوحنيفه (رح) دجمعي لمانځه لپاره شرطونه ايښي چي بايد ښار،وخت، خطبه ،جماعت ،سلطان اواذن موجودوي .

امام صاحب (رح) په دي شرطونوکښي يوڅوپوښتني پيداکيږي

١- دښارتعريف څه ده ؟
٢ - آياپه کلواوباڼډوکښي دجمعي لمونځ کيږي ؟
٣- سلطان چاته ويل کيږي ؟
٤- کوم اسلامي هيوادچي دکافرانو له لاس لاندي وي په هغه کښي دجمعي لمونځ کيدي شي ؟
ستاسودښومعلوماتوپه هيله


larghonay1
02.10.2006

حليمي صيب سلامونه !
استاذه ستاسو له رانقل شوي حديث څخه خو معلومېږي چې دغه مروجه دعاء قنوت چې مونږ يې اوس په وترو كې وايو : ( اللهم انا نستعينك ...) دا دسهار په لمانځه كې ويل شوې چې قنوت نازله هم ورته وايي نه د ماسختن په وترو كې .
ايا داسې حديث شته چې رسول الله ص د ماسخوتن په وترو كې دغه الفاظ ويلي وي؟



ع کريم حليمي
02.10.2006

لرغونې صاحب سلامونه !
[quote:21bcfb5203]دا دسهار په لمانځه كې ويل شوې چې قنوت نازله هم ورته وايي نه د ماسختن په وترو كې . [/quote:21bcfb5203]
قنوت نازله چشي دي ؟؟؟؟ زه قنوت نازله نه پېژنم !
دغه يو تاق رکات لمونځ مبارک عليه السلام ځنډاوه او په داسي دسهار 
په وخت کښي ئې کاوه چه د سهار دلمانځه وخت به نه ؤ داخل سوی 
او يا داسي وخت چه ماښام چه به ويده يا بيده سو چه هر وخت به بيا 
راکښېنستلی د دوو رکاتو سره به ئې يو وتر وکړي ٠ چه دغه وخت ته 
هم الصبح  ويل کيږي ٠ 


زرملوال
03.10.2006

السلام عليكم

كه دا بحث له سره وكتل شى نو وبه وينو چى له ځوابونو پوښتنى اوس
هم ډيرى دى او ډيرى مهمى پوښتنى بي ځوابه پرتى دى خو لرغونى صيب
دقنوت خبره ډيره اوږده كړه او حليمى صيب هم لا پوره ځواب نه دى ورته ويلى په هر حال بايد نورى بى ځوابه پوښتنى ځواب شى

خو ددى ټولو پوښتنو ځوابول دحليمى صيب له پاره هم ګران كار دى
ددى فورم بل مسؤل شاغلى طالب جان ولى برخه نه په كى اخلى ؟



ع کريم حليمي
04.10.2006

لرغونې صاحب سلام !
وروره !
دغه نن ورځ چه موږ لمنځونه کوو ! فرض لمنځونه مو هم هغسي دي لکه 
د مبارک ، او سنت لمنځونه چه کوو په هغه اندازه ندي لکه 
د مبارک عليه السلام ، دسنتونو تعداد علماوو ترتيب کړي چه امت بايد 
څومره سنت لمنځونه وکړي مبارک فرمايلي چه :
أَخْبَرَنَا أَحْمَدُ بْنُ يَحْيَى، قَالَ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بِشْرٍ، قَالَ حَدَّثَنَا أَبُو يَحْيَى، إِسْحَاقُ بْنُ سُلَيْمَانَ الرَّازِيُّ عَنِ الْمُغِيرَةِ بْنِ زِيَادٍ، عَنْ عَطَاءِ بْنِ أَبِي رَبَاحٍ، عَنْ عَائِشَةَ، رضى الله عنها عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ ‏"‏ مَنْ ثَابَرَ عَلَى اثْنَتَىْ عَشْرَةَ رَكْعَةً بَنَى اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ أَرْبَعًا قَبْلَ الظُّهْرِ وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَ الظُّهْرِ وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَ الْمَغْرِبِ وَرَكْعَتَيْنِ بَعْدَ الْعِشَاءِ وَرَكْعَتَيْنِ قَبْلَ الْفَجْرِ ‏"‏ ‏.‏
ترجمة : چا چه په دولس رکعاته سنتو باند ي هميشوالي وکړه الله به ورله په جنت کي کور جوړ کړي ، څلور رکعتونه د ماسپښين لمانځه نه مخکي ، او دوه رکعاته د ماسپښين نه روسته ، او دوه رکعاته د ماښام نه روسته ، او دوه رکعاته د ماخوستن نه روسته ، او دوه رکعاته د سهار د لمانځه نه مخکي .
او په بل حديث شريف کښي فرمايي چه :

حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، قَالَ حَدَّثَنَا يَحْيَى، قَالَ حَدَّثَنَا هِشَامٌ، قَالَ حَدَّثَنِي أَبِي، عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يُصَلِّي، وَأَنَا رَاقِدَةٌ مُعْتَرِضَةً عَلَى فِرَاشِهِ، فَإِذَا أَرَادَ أَنْ يُوتِرَ أَيْقَظَنِي فَأَوْتَرْتُ‏.‏
ترجمه : مبارک عليه السلام چه به لمونځ کاوه زه به (عَائِشَةَ) بيده وم 
هغي خواته پر ځای نو کله چه به مبارک قصديا اراده د وتر کوله نو مبارک 
به زه  (عَائِشَةَ ) راويښه کړم نو ما به هم وتر وکړه 

دانن چه موږ سنت لمنځونه کوو اساس ئې دغه دوه حديثونه دي 

نو موږ په ٢٤ ساعته کښي ١٢ رکاته سنت او يو رکات  الوتر لمنځ کوو 
................................................................................................................................
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ، عَنْ مَالِكٍ، عَنْ مَخْرَمَةَ بْنِ سُلَيْمَانَ، عَنْ كُرَيْبٍ، أَنَّ ابْنَ عَبَّاسٍ، أَخْبَرَهُ أَنَّهُ، بَاتَ عِنْدَ مَيْمُونَةَ، وَهْىَ خَالَتُهُ، فَاضْطَجَعْتُ فِي عَرْضِ وِسَادَةٍ، وَاضْطَجَعَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَأَهْلُهُ فِي طُولِهَا، فَنَامَ حَتَّى انْتَصَفَ اللَّيْلُ أَوْ قَرِيبًا مِنْهُ، فَاسْتَيْقَظَ يَمْسَحُ النَّوْمَ عَنْ وَجْهِهِ، ثُمَّ قَرَأَ عَشْرَ آيَاتٍ مِنْ آلِ عِمْرَانَ، ثُمَّ قَامَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم إِلَى شَنٍّ مُعَلَّقَةٍ، فَتَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ، ثُمَّ قَامَ يُصَلِّي فَصَنَعْتُ مِثْلَهُ فَقُمْتُ إِلَى جَنْبِهِ، فَوَضَعَ يَدَهُ الْيُمْنَى عَلَى رَأْسِي، وَأَخَذَ بِأُذُنِي يَفْتِلُهَا، ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ أَوْتَرَ، ثُمَّ اضْطَجَعَ حَتَّى جَاءَهُ الْمُؤَذِّنُ فَقَامَ فَصَلَّى رَكْعَتَيْنِ ثُمَّ، خَرَجَ فَصَلَّى الصُّبْحَ‏.‏

لنډه ترجمه ; ابن عباس نقل کوي چه زه د خاله کره يعني د بي بي ميمنی رض
کره د شپې بيده سوم د مبارک د بلښت شاته د بالښت په اوږدو 
٠٠٠٠٠٠٠٠٠ مبارک لږ بيده سو دشپې تر نيمايي پوري راکښېنستلي  مخ ئې په لاسو 
مښلی او لس اياته ئې د  آلِ عِمْرَانَ وويل نو ولاړ سو د اوبو  مشق ته چه هلته 
ځړېدلی او اودس ئې تازه کړي او پر لمانځه و درېدلی ، ما هم دغه سي وکړه 
او څنګ ته ئې و درېدلم مبارک لاسته لاس زما پر سر کښېښولی او د غوږ
پېچ ئې هم راکړي ، نو دوه رکاته لمنځ ئې پنځه واره وکړي اواخر ئې په يوه 
وتر لمنځ خلاص کړي ، نو برته پرېوتي تر هغه وخته چه مؤذن راغلي بيا 
ولاړ سو دوه رکاته د سهار سنت ئې وکړه نو بيا ولاړي ووتلي مسجد ته 
دوه رکاته د سهار يا فجر وکړه ٠ 
 
 نو بل مطلب زما دا دي چه وتر اصلا لږ وختي د سهار تر لمانځه مبارک کول 
چون امت ضعيفه دي داسي نسي کولی نو فقهاوو د ماخوستن يا دعشا سره 
يوځای کړي ٠ 
او مبارک هم داسي فرمايلي د وترو په باب کښي چه : بين العشاء إلى طلوع الفجر

پوښتنه مي ستاسو څه داده چه تاسو څرنګه دا ليکلي چه :
[quote:6f7f4893fe]دا دسهار په لمانځه كې ويل شوې چې قنوت نازله هم ورته وايي نه د ماسختن په وترو كې . [/quote:6f7f4893fe]
[color=cyan:6f7f4893fe]زماپه ليکنه کښي خو داسي څه نسته لکه تاسو چه ليکلي !!!!![/color:6f7f4893fe]



ع کريم حليمي
04.10.2006

محترم او قدرمن زخمي صاحب او درنو لوستونکو
سلامونه او ښې هيلي !

[quote:061ff6c173]امام ابوحنيفه (رح) دجمعي لمانځه لپاره شرطونه ايښي چي بايد ښار،وخت، خطبه ،جماعت ،سلطان اواذن موجودوي .
امام صاحب (رح) په دي شرطونوکښي يوڅوپوښتني پيداکيږي
١- دښارتعريف څه ده ؟
٢ - آياپه کلواوباڼډوکښي دجمعي لمونځ کيږي ؟
٣- سلطان چاته ويل کيږي ؟
٤- کوم اسلامي هيوادچي دکافرانو له لاس لاندي وي په هغه کښي دجمعي لمونځ کيدي شي ؟ [/quote:061ff6c173]
ښار يا بَلَد ، مصر وهغه ځاي ته ويل کيږي چه هلته د خريد او فروش دوکانونه وي
په هغه کلو کښي چه بازار وي بايد د جمعي لمونځ وسي ، ادا سي 
په بانډو کښي دجمعي لمونځ  نه دی ضرور چه ادا سي 
هر سړی چه پر سراسر ملک  سلطه ولري اونائبان ، والي او  قاضيان
ولري نو سلطان دی ٠ 

کوم اسلامي هيوادچي دکافرانو له لاس لاندي وي دا دوې معناوي لري 
ترلاس لاندي يو دا چه بنديان وي او د ځان او عبادت اختيار نه لري 
او يو بيا داسي چه داخلي ازاد وي خو سياسي ازادي نه لري 
نن په دواړو حالته کښي  دجمعي لمونځ فرض دی 
حتی په محبس کښي هم فرض دي ، ولي چه نن اسلام غالب دي 
څوک ئې مخنيوی نه کوي ٠ 
نن مسلمانان سياسي ازادي نه لري ، د دين او عبادت ازادي نن يو قانوني 
مسلم حق دی ، که د دين ازادي نه وه نو جهاد فرض سو او فتوا ته 
هم ضرورت نسته ، چه علما او مفتيان دي فتوا ور کړي 
که د لمانځه مخنيوی چا وکړي ٠ بيله فتوا جهاد کوه او کوم ئې (قتل او قتال )
او که يو ملک د کتابيانو تر لاس لاندي وي او د عبادت مخه ئې نوي 
نيولې ، نو جهاد ندي فرض ٠ 
د سياسي استقلال له پاره جهاد نه فرض کيږي ، سياسي مبارزه ئې حق مسلم ده 
که په مشروع مبارزه کښي مړ سو ، نو بيا هم شهيد دي ٠ 
او په تېره بيا چه په جهاد اکبر کښي ولاړ وي ٠ نو پها 


larghonay1
04.10.2006

دغه دعاقنوت نبي عليه السلام و حضرت الحسن بن على رضي الله تعالى عنهما
ته ور ښوولې وه

[color=red:28a0724f5c]أن يقول في قنوت الوتر ما روى [/color:28a0724f5c]‏(‏الحسن بن على رضي الله تعالى عنهما قال‏:‏ علمني رسول الله - صلى الله عليه وسلم- كلمات أقولهن في الوتر‏:‏ اللهم اهدنى في من هديت وعافنى في من عافيت وتولنى في من توليت‏,‏ وبارك لي فيما أعطيت وقنى شر ما قضيت إنك تقضى ولا يقضى عليك‏,‏ وإنه لا يذل من واليت ولا يعز من عاديت تباركت ربنا وتعاليت‏)‏ أخرجه أبو داود‏,‏ والترمذي وقال‏:‏ هذا حديث حسن ولا نعرف عن النبي - صلى الله عليه وسلم- في القنوت شيئا أحسن من هذا ويقول ما روى على رضي الله عنه ‏(‏أن النبي - صلى الله عليه وسلم- كان يقوله في وتره‏)‏ وقد ذكرناه وعن عمر رضي الله عنه ‏([color=darkred:28a0724f5c]‏أنه قنت في صلاة الفجر[/color:28a0724f5c]‏,‏ فقال‏:‏ بسم الله الرحمن الرحيم اللهم إنا نستعينك ونستهديك‏,‏ ونستغفرك ونؤمن بك ونتوكل عليك‏,‏ ونثنى عليك الخير كله ونشكرك ولا نكفرك‏,‏ اللهم إياك نعبد ولك نصلى ونسجد وإليك نسعى ونحفد‏,‏ ونرجو رحمتك ونخشى عذابك إن عذابك الجد بالكفار ملحق .

او أبو حنيفه داسي الفاظ ترې خوښ کړي چه :
اللهم انا نستعینک ونستغفرک و نومن بک و نتوکل علیک ونثنی علیک الخیر و نشکرک و نکفرک و نخلع و نترک من یفجرک، اللهم ایاک نعبد و لک نصلی و نسجد و الیک ونسعی ونحفد و نرجوا رحمتک و نخشی عذابک ان عذابک باالکفار ملحق .
حليمی صيب له ځوابونو مو مننه خو زما چې كوم تشويش و هغه ستاسو له خوا پورتني رانقل شوي حديثونه وو .
لومړى خو كه په پښتو وژباړل شي نو نور به هم پرې پوه شي او بله دا چې په لومړي كې تاسو رانقل كړي (( أن يقول في قنوت الوتر ما روى )) او په دويم كې چې د اللهم انانستعينك كې راغلي چې (( ‏أنه قنت في صلاة الفجر)) نو فجر خو روښانه ده چې د سهارته وايي. او داچې كه څوك پر ځان باور لري نو د وترو لمونځ دې د شپې په اخري برخه كې ادا كړي ، د دې خو دا معنى نه شوه چې د سهار د لمانځه پر وخت دې يې ادا كړي.
بله دا چې د حنفي فقهې په ټولو كتابونو كې له درې ركعتونو پرته هډو يو يا پنځه مني نه.
او دا هم بايد په ياد ولرو چې ځينې سنيان د سهار له لمانځه كې هغه وخت چې كوم عذاب رانازل شي قنوت وايي .
او د حنفي فقهې په هيڅ كتاب كې هم د وترو لمونځ د سهار د لمانځه سره نه دى شمېرل شوى ، بلكې د ماسخوتن له لمانځه سره يې شمېري.
مننه
هيله ده چې بې حوصلې نه شې .
ستاسو لاروى


رښتینی
05.10.2006

محترم لرغونى صيب سلام

يو ځل دټوكو په بحث كى هوتك صميم ته ليكلى و چى ګومان كوم
هغه دلنډى صدرى وال پدرى اخوند يي خو هسى دځان ناګاره كړى
دى نو اوس ته هم داسى را مالوميږى چى ملا يي خو خو چى نه يي
منى شايد دابه دنفس وژنى په موخه وي
په هر حال زمونږيار يي شايد په دى ټوكه مو خپه نه شى

په مينه


منلی
05.10.2006

حليمي صاحب اوټولوورونو اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته .

حليمي صاحب مننه
الله پاک دي جزائي خير درکړي
اوس غواړم چي يوه بله پوښتنه درځني وکړم

لکه څنګه چي زمونږ په هيوادکښي عمومنً رواج ده چي دوه کورني په خپلو کښي دهلکانو اوجلکۍ ګانو واده دراکړي ورکړي په طريقه سره کوي .
کله داسي هم ليدل کيږي چي دڅوکورنيو په مينځ کښي دراکړي ورکړي طريقه وي . دمثال په ډول احمد دمحمود زوي سره ،محمود دعمر زوي سره اوعمر داحمد زوي سره دخپلو لورګانو واده کوي .
په دي صورتونوکښي عموماً مهر يوه اندازه وي بعضي ديني علمان صاحبان وائي چي دي طريقي ته شغار وائي اوشغار مبارک (ص) منع کړي بلکي حرام کړي يي ده .

که تاسي مونږ ته په دي هکله څه وليکي ډيره مهرباني به مووي ولي چي زمونږ خاص کر په پښتانوکښي داطريقي ډير زور نيولي .............................



ع کريم حليمي
07.10.2006

ډېر محترم زخمي صاحب سلام 
ستاسو د ليکني په تائد د شغار موضع يو څرګنده حقيقت دی چه په اسلامي 
قانون کښي ناروا عمل بلل شويدی
مبارک فرمايلي چه :‏"‏ لاَ شِغَارَ فِي الإِسْلاَمِ ‏"‏ !
 يوه صحابي پوښتنه وکړه چه :
وَحَدَّثَنِي زُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ، وَمُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى، وَعُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ سَعِيدٍ، قَالُوا حَدَّثَنَا يَحْيَى، عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ، عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ‏.‏ بِمِثْلِهِ غَيْرَ أَنَّ فِي حَدِيثِ عُبَيْدِ اللَّهِ قَالَ قُلْتُ لِنَافِعٍ [color=cyan:d46f120e32]مَا الشِّغَارُ[/color:d46f120e32].

چه شغار څه ته  ويل کيږي
 
حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى، قَالَ قَرَأْتُ عَلَى مَالِكٍ عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم نَهَى عَنِ الشِّغَارِ ‏.‏ وَالشِّغَارُ أَنْ يُزَوِّجَ الرَّجُلُ ابْنَتَهُ عَلَى أَنْ يُزَوِّجَهُ ابْنَتَهُ وَلَيْسَ بَيْنَهُمَا صَدَاقٌ ‏.‏

نو په جواب کښي ئې ورته ويل چه 
چه يو سړی خپله لور چاته به نکاح ورکړي او هم هغه بيا دده لور په نکاح 
کړي بيله مهر څخه (يعني چه دوې نجونی موخۍ کړي )
يعني که ئې زامنانوته په نکاح کړي او که پخپله نکاح کښي ئې راولي 
په دواړو حالتونو کښي دا طريقه په اسلام کښي نشته ، يعني داسي بايد 
ونشي !

وړونو! دوې نجوني  موخۍ کول يو ډېر سپک او پاسک کار دی 
او د دغه موخي کېدلو مخ نيوی ساده او يو اسانه کار ندی 
که څوک غواړي چه دغه کلتور لمنځه څخه پر مخ ورک کړي 
نو اول بايد يو څه نور کلتوري مناسبات له منځه ورک کړي ، يو څه نوي 
مناسبات جوړ کړي ، او يا زمانه ئې پخپله منځ ته راځي چه شغار
(موخي ) کېدل له منځه وړي !

اول بايد په ټولنه کښي هر هلک او نجلۍ ته کار پيداسي 
او هلک اونجلۍ پسله درس له خلاصيدو ورسته پر خپل کار ؤ دريږي 
او د اقتصاد له نګاه ئې تکيه پر بل چا نوي او پخپله دژوند مسئول وي 
او خپلي فيصلې پخپله وکړي ، او مسئول وګڼل  سي 
نو دغه وخت  چه هلک پر خپلو عايداتو ولاړ وي او خپل واده په خپولو 
عايداتو سره رسولی سي ٠ نو دغه وخت هلک نه غواړي چه د واده تصميم
ئې پلار ور ونيسي ٠ او همدارنګه کله چه نجلۍ خپل کار او وظيفه ولري 
نو ځوانان ويني نو خپل انتخاب کولی سي ٠ 
چه کار نه کوي ، خپل عايدات نه لری ، او اينده ئې معلوم نه وي 
نو طبعا په هر څه رازي کيږي ٠ که څه هم د شغار او ناروا واده وي 
غاړه ورته ايږدي ٠ ولی چه تر نامعلومه حالت د شغار واده بياهم ښه ګڼي 

اوکله چه نجلۍ کار نه لري، عايدات نه لري ، او په څلورو دېوالو کښي
ناسته وي ، نو کله چه ئې عمر تر شل کاله زيات سي او د مرکې درک هم 
نوي معلوم چه نن به مرکه راسي کورته او که لس کاله ورسته دا ډير سخت 
حالت دی ونجلۍ ته !

په امريکا کښي هم ښځي ډيري تر ستم لاندي وې کله چه دوهم جنګ جهاني 
شروع سو او نارينه په جنګ کښي ولاړ وه ، نو ښځي د کار ميدان ته را ووتلې
او  کارونو ته نجوني و درېدلې ، او له همدغي ورځي څخه ښځي خوش بخته 
سوې ! او له ظلم څخه خلاصي سوې ٠ 

پا کستان په اسلامي ملکونو کښي تر يوې اندازي ښه مناسبات لري 
پېغلاني نجوني خپل کار کوي تر هغه وخته چه واده کوي 
او کله چه ئې سړی پيدا کړي او واده وکړي نو بيا پر کور کښېني 

هر ملک يا ټولنه چه پسمانده وي بيعلمه وي او صناعت نه لري 
نو د شغار اخته وي او هري نجلۍ چه د شغار څخه ډډه وکړي 
هغه بيشرمه او بده کڼي 

بسمه تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ يَحِلُّ لَکُمْ أَن تَرِثُوا النِّسَاءَ کَرْهاً وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن کَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَي‏ أَن تَکْرَهُوا شَيْئاً وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْراً کَثِيراً ﴿ 19 ﴾ نساء
په پخوا زمانه کښي داسي ظلم پر ښځو شروع وو کله چه ديوې ښځي مېړه
به مړ سو نو ښځه به په ميراث  پاته کېدل و ورور ته 
دغه پورته ايات شريف نازل سو  ، چه دغه طريقه ئې ناروا و بلل 



ع کريم حليمي
14.10.2006

محترم هيواد صاحب السلام عليکم !
[quote:fb34764788]د ذوالقرنين او جوج ماجوج يادونه پرته لۀ قران شريف څخه بل ځای هم شوې ده او کنه ؟ [/quote:fb34764788]
ذوالقرنينو خبره يوه تاريخي پوښتنه ده چه د مبارک عليه السلام څخه شوې وه 
او  الهي وحي جواب ورته ويلی په ايات ٧٣ ،٨٦ ،٩٤ کښي (الکهف )
داسي پوښتني همېشه يهوديانو له مبارک څه کړي ، ولي چه يهود ډير زوړ 
تاريخ لري ، د شداد نقل هم د يهودو په تاريخ کښي سته ، اما د مبارک 
څخه ئې د شداد او د شداد دجنت پوښتنه نده کړي ولي چه ممکن ده 
د شداد او دجنت نقل ته به د يهودو علماوو هم د حقيقت او واقعت په 
سترګه نکتل ٠ 

نو له قراني وحيو داسي معلومه سوه چه ذوالقرنين تاريخ رشتيا دی 
يهود لس زره کاله ژوندي تاريخ لري ٠ ممکن ده چه د ذوالقرنينو
نقل به په يهودو کښي خوله پر خوله پاته وو او دوی به هم د ذوالقرنين
په باب پوره تاريخ او اثار نه درلوده ، نو له مبارک څخه ئې پوښتنه 
کړې وه ، چون چه په لس زره کاله کښي امکان لري چه هغه دېوالونه 
تر خاورو لاندي سوي وي يا زلزلې سوي وي اوهغه ديوال خراب کړي وي 
نو الهي وحي قوي دي ، ضعيفه او کمزوري کتابونه هر څه د تشرح سره ليکي 
چه د لوستونکو اعتماد پر راسي ، خو الهي وحي يوازي کليات دي 
که ضرورت ؤ و تشرح ته نو مبارک تشرح ورکوله !
او هغه د فسادمخلق په طبعا د خدای په قحر مړه سوي او يا به هدايت ورته 
سوی ، او داسي د فساد مخلق به بيا پيداسي او ورک به سي او بيا به پيداسي
او بيا به په يو بل نامه د ذوالقرنينو په شان صالح خلګ پيداسي 
او دا صالح مخلق به هم ولاړ سي ، څوک وړاندي څوک باندي ٠ والله اعلم

[color=blue:fb34764788]"‏ اَحْسَنُ الْكَلاَمِ كَلاَمُ اللَّهِ وَاَحْسَنُ الْهَدْىِ هَدْىُ مُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ ‏.‏[/color:fb34764788]

 



ع کريم حليمي
16.10.2006

درند هيواد صاحب سلام !
[quote:f1efc1cb39]د څلورمې سپارې لن تنالو دريم ايت پۀ هکله مشرح معلومات راکړئ ٠[/quote:f1efc1cb39]
بسمه تعالی ٠ : فَمَنِ افْتَرَي‏ عَلَي اللّهِ الْکَذِبَ مِنْ بَعْدِ ذلِکَ فَأُولئِکَ هُمُ الظَّالِمُونَ جزء 4 / آل عمران ﴿ 94 ﴾ يعني  د څلورمې سپارې دريم ايت
فرمايي الله پس هر چاچه وتړل په الله دروغ ورسته له هغه پس دغه کسان 
هم دوی دي ظالمان 
وروره ! دلته خبره د حلال او حرام پرته ده ، چه حرام کوم څه دي او حلال کوم څه !
يهود په دغه بد بختي اخته وه اوهم دي نن ورځ 
دروغ ويل ډېر بد کار دی ،او په خدای پوری تړل نو بيا لوی ظلم دی 
يعني يو شئ حلال بلل  او حرام بلل په الله اړه لري ، بنده حق نلري 
که يو سړی ووايي له خپله ځانه چه مثلا سګرېټ حرام دي 
نو دا لويه بې انصافي ده او په الله او رسول پوري دروغ تړل دي 

او که داسي وويل سي چه سګريټ بد ښئ دي د طب له نظره نو بيا 
خبره اصله سوه او حق خبره ده ، اما راغلو دې ته چه زه اوته او ډاکتر 
داحق نه لرو چه  حرام ئې و ګڼو !!!!
هو ! حکومت داحق لري چه يو شئ غيري قانوني کړي ، اما حرام ئې نشي 
بللی ٠ نو که هر انسان يا ټولنه يو ښئ حرام وګڼي نو له حق څخه و باطل ته 
مائل سوه ٠ 
نو که خبره ډېر د قيقه و شنو نو بيا خبره ئې کفر ته رسيږي ٠ 
دلته يوه بله خبره سته چه هغه د تأوِيل خبره ده 
هو ! د ايات شريف تأوِيل حق لري ، اما د ايات له مفهوم او معنی څخه دحرامو
حکم نسو رااستلی ولي چه تأوِيل  Absolute ندی يعني مطلق ، قطعي 
ولي چه الله فرمايي چه وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ
نه پوهيږي په (حقيقي معنی او ) مطلب د هغه مګر الله 
 
نوټ ٠ درواغ ويل ګناه کبيره ده 
که پر کوم شي باندي حکم د حرام څوک کوي نو قراني ايات به لري که نوي 
نو دروغجن دی 
هو ! داسي حديث سته چه : ‏"‏ كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ ‏"
په فقه کښي و چرس څکوولو ته جزا نسته 
په افغانستان کښي چه به پوليسو سړی و نيولی پر چرسو نو چلم ئې ور ماتولی 
او يوه ورځي به ئې د پوليسو سټېشن په جارو کاوه ، او بېرولی ئې چه بيا
دي ونه وينو پر چرسو څکوولو 

دسګرټو څکول د سرطان د ناروغۍ سبب ګرځي !!!!!!!
اما مروانه (چرس ) د سرطان د ناروغۍ  د درد علاج کوي ٠ 


hewad
25.10.2006

ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ ،اختر مو نېکمرغه ٠
ښاغلی حليمي صاحب سلامونه مې ومنئ ،هيله ده چې نېکمرغه اختر مو پۀ خير تېر کړی وي٠
د روژې پۀ مبارکه مياشت کې مې پۀ عذاب نۀ کړئ اوس غواړم د پوښتنو لړۍ اوږده کړم ،هيله
ده چې ځوابونو ته يې وخت ولرئ ،همدا ډول يو ځل کۀ بياددې بحث ټولې پوښتنې تر نظر تېرې
کړئ او هغه پوښتنې چې بې ځوابه پاتې دي ځواب کړئ ډېره لويه پېرزوينه بۀ مو وي٠
لۀ ښاغلي طالب جان څخه هم هيله کېږي چې خپلې پېرزوينې لۀ موږ ونسپموي او زموږ پوښتنو ته
ځوابونه ورکړي هم بۀ اجر وګټي او هم بۀ موږ لۀ خپل علم څخه برخمن کړي٠
پۀ درنښت هېواد
١-د مونځ ترتيب د څۀ شي پۀ بنسټ شوی دئ ؟ زما موخه دا ده چې ولې ټول مونځ پۀ ولاړې يا پۀ ناستې
او يا هم بل ډول نۀ دئ ؟
٢-د روژې د مياشت د پيل او اختر پۀ هکله ولې مخالفت وجود لري ،علت يې څۀ دئ ؟
٣-کۀ يوې ښځې دوه يادری ځلې نکاح تړلي وي او جنت ته لاړه شي همدا ډول د دې مېړونه هم جنتيان وي
دا بۀ لۀ کوم يوه سره هلته ژوند کوي ؟ ايا د رضايت حق هلته لري چې انتخاب وکړي؟
٤-د پينځه وخت مونځ وخت د څۀ شي لۀ مخې ټاکل شوی دئ؟
٥-د الانبيا د ٣٠-٣١ ايتونو پۀ هکله مفصل معلومات راکړئ؟
٦-د الانبيا ٨٢ ايت پۀ هکله مفصل معلومات راکړئ؟
٧-د الحج سورې ٣٩ ايت پۀ هکله مفصل معلومات راکړئ؟
٨-د النور سورې ٢ ايت پۀ هکله معلومات راکړئ؟
٩-د النور سورې ٣١ ايت پۀ هکله معلومات راکړئ؟
١٠-د النور سورې ٣٣ ايت پۀ هکله معلومات راکړئ ؟
١١-د العنکبوت ٤٦-٤٧ ايتونه پۀ هکله معلومات راکړئ؟
١٢-د لقمان سورې ٢٠ ايت پۀ هکله معلومات راکړئ؟
١٣-د الاحزاب سورې ٥٠ ايت پۀ هکله معلومات راکړئ؟
١٤-د قدر شپې پۀ هکله خلک ډول ،ډول کيسې کوي،پۀ دې هکله معلومات راکړئ؟
١٥-د حورو او غلمانو دنده پۀ جنت کې څۀ شی ده؟
١٦-پر ټولو پيغمبرانو کلمه ويل شوې کۀ يواځې پر محمد رسول الله؟
١٧-محمد(ص) څو نومونه لري؟
١٨-د امر بالمعروف او نهي المنکر پۀ هکله معلومات راکړئ؟
١٩-نصيب او قسمت څۀ شی دئ؟
٢٠-د زيارت کرامات څۀ ډول دي؟اوليا کرام وروسته لۀ رحلت څخه هم کرامات لري؟



ع کريم حليمي
25.10.2006

محترم هيواد جانه سلام !
س [quote:ff64ef43cf]-د مونځ ترتيب د څۀ شي پۀ بنسټ شوی دئ ؟ زما موخه دا ده چې ولې ټول مونځ پۀ ولاړې يا پۀ ناستې
او يا هم بل ډول نۀ دئ ؟ [/quote:ff64ef43cf]
ج - دا ښکاره خبره ده چه دلمانځه اصل غرض او غايه د يو څو پاکو جذباتو 
اظهار او ښکاره کول دي ، او دا يو انساني فطرت دی ٠ 
که قهراو غصې په حالت کي مخ سور کيږي 
په خوشحالی کښي مخ غوړيږي 
د خپګان  په حال کښي مخ ګونجی کيږي 
لمونځ اصلا دعاوي کول دي دعا په معنی د غوښتنو ده ، او دعا امريه ده 
نو که له چاڅخه سوال کوې او څه شي ورڅخه غواړي نو مخته به ئې درېږي 
او عاجزي به ښکاره کوې او تعظيم به ئې کوې او پورته کښته به ورته کېږي 
نو که بنده ته پورته کښته سي هم څه په لاس کښي درکوي 
اما دغه په لمانځه کښي پورته کښته کېدل وخدای بيا نسکور هم پرېوزې 
نو داد جذباتو څرګندوني هغه فطري طريقي دي چه په هر قام کښي تقريبا 
په يوه ډول رواج لري ٠ 
وروره ! لمنځ د ابراهيمي ملت ډېر لوی خصوصيت ؤ 
هغه وخت چه ابراهيم ع ته  تعمير حکم وشو نو د لمانځه حکم او وښودل هم ورته
 وشوه ٠ چه قيام ، رکوع ، سجده 
بسمه تعالی : طهرا بيتي للطائفين والعاکفين والرکع السجود.  سورت حج 
زما کور  طواف کوونکو ، درېدونکو، رکوع کوونکو او سجده کوونکو د پاره 
پاک او صاف کړه 

بقره : حافِظُوا عَلَي الصَّلَوَاتِ وَالصَّلاَةِ الْوُسْطَي‏ وَقُومُوا لِلّهِ قَانِتِينَ ﴿ 238 ﴾ جزء 2
او د مځني لمانځه ساتنه وکړي او د خدای په مخ کښي په ادب ودرېږي 
او په ايات نمبر238   ساتنه د لمانځه  فرض سوه ، سجده ، رکوع او ولاړه يا قيامه 

او په دغه لاندي ايات شريف کښي ناسته هم فرض سوې ده 
آل عمران : الَّذِينَ يَذْکُرُونَ اللّهَ قِيَاماً وَقُعُوداً وَعَلَي‏ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَکَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هذَا بَاطِلاً سُبْحَانَکَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ﴿ 191 ﴾

او د لمانځه وختونه هم فرض دي 
اقم الصلاة لدلوک الشمس الی غسق اللیل وقرآن الفجر ان قرآن الفجر کان مشهودا ﴿78﴾ ومن اللیل فتهجد به نافلة لک عسی ان یبعثک ربک مقاما محمودا ﴿79﴾
لمنځ دروه ، دلمر د انحطاط په وخت ، د شپې په تياره کښي ، ظهر ،عصر ،
 عشا، فجر 
نه پوهېږم چه دغه بس ده او که نور تفصيل ته ضرورت سته ؟؟؟



ع کريم حليمي
25.10.2006

محترم هيواد صاحب سلام ! 
س ٠ [quote:03516f9deb]د روژې د مياشت د پيل او اختر پۀ هکله ولې مخالفت وجود لري ،علت يې څۀ دئ ؟ [/quote:03516f9deb]
ج - فقها په دې موافق دي چه د روږې ، اختر ، عرفات ورځي د پوږمۍ په ليدو
اړه لري يعني نه په جنتري ٠ که سپوږ مې په يوه ملک کښي وليدل سي 
نو پر ټوله نړۍ روژه سوه ٠ نن چه تکنالوجي سته همداسي ده

د مخالفت اصلي سبب سياسي دی ٠ هر ملک غواړي چه د اسلام ټېکداري 
په لاس کښي واخلي ، او مسلمانان اکثره خاين پرسته ، غل پرسته ، 
دووس پرسته ، غدار پرسته دي ٠ نو وينو ئې چه د قيامت ورځ ده 
حق پرسته نن په مسلمانانو کښي نسته ٠ د حق حفاظت څوک نه کوي !
د خپل مال په حفاظت اخته دي ، حق ويلو ته وخت نه لري ، 



ع کريم حليمي
25.10.2006

س -د زيارت کرامات څۀ ډول دي؟اوليا کرام وروسته لۀ رحلت څخه هم کرامات لري؟
ج - هو ! د قبر احترا م کوه ! پر قبر ختل اولوېدل بې احترامي ده 
مبارک فرمايي چه د قبرونو پر سر مه ګرځي ، 
د قبر عمر شرعا پنځوس يا شپېته کاله دی ٠ ورسته کولای سوو چه 
د قبر پر ځمکه يا هدير کور ودان کړو 
هو ! داوليا وو مرګ هم د شهداوو دي او شهدا مړه نه دي ، 
او مکرم دي ٠ شفاعت کولی شي الهي د انبياوو او صالحينو  او شهدا وو 
په روئ مي وبخښه ، امين 



ع کريم حليمي
25.10.2006

س- [quote:1bc6c23cb3]محمد(ص) څو نومونه لري؟ [/quote:1bc6c23cb3]
ج - دوه نومونه لري ، تر زېږېدو له مخه ئې نوم احمد وو او چه په نړۍ کښي 
سترګي خلاصي کړې نو بيا محمد شو 
او ابو القاسم ئې نوم نه دی ، دا يو عربي کلتور وو او نن هم داسي ده 
اما صفات ئې ډېر دي ، امين ،امی ، صادق ، رسول الله ، خاتم الانبياء
خاتم النبوة ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠



ع کريم حليمي
26.10.2006

سؤال -کۀ يوې ښځې دوه يادری ځلې نکاح تړلي وي او جنت ته لاړه شي همدا ډول د دې مېړونه هم جنتيان وي
دا بۀ لۀ کوم يوه سره هلته ژوند کوي ؟ ايا د رضايت حق هلته لري چې انتخاب وکړي؟

جواب - پورته سوالونو ته جواب ويل شوی دی 
"د ښځو برښليك په جنت كې"
پاڼي ته لاړ شئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more