وطن پال او نور ګټور شعرونه
larghonay1
27.08.2006
ګران كوشان صيب لمنې لمنې سلامونه !
ښاغليه باور وكړه كه ما په دې موخه دغه ليكنه كړې وي چې زه دې خداى مه كړه ستاسو د ليكنو مخه ونيسم!
بلكې يوازې د دې له پاره چې لنډۍ زمونږ د ولسي ادب يوه ډېره قوي او په زړه پورې برخه ده او سياست هم زمونږ لومړنې اړتيا ده. ځكه مونږ په هر ډګر كې ګټلې خو په سياست كې مو اكثره وخت بايللې ده . نو زما هڅه داوي چې بايد په تول پوره لنډۍ وليكل شي، كه سياسي هم وي.
او دا د دې له پاره چې هيڅكله هم نه شو ويلى چې ټولې لنډۍ شاعرانو جوړې كړي دي.
دا نو د پښتنو له پيدايښت سره راروانې دي او ټولې عام ولس جوړوي. اړينه نه ده چې خامخا دې شاعر وي.
لنډۍ په ولس كې جوړېږي خو هغه لنډۍ چې خلك يې ومني هغه بيا ډېره پايېږي او سينه په سينه يې له يوې پېړۍ بل ته لېږدوي.
زه وايم كه مونږ په سياسي لنډيو كې كرزى، هيوادمل، امريكا او نور د وخت داړونكي وغندو خو په تول پوره لنډيو كې ، نو زمونږ لنډۍ به ولسي بڼه غوره كړي او خلك به يې سينه په سينه يو بل ته ولېږدوي چې دا به هم د تاريخ يوه برخه شي.
پرېږده چې د خاينانو خيانتونه د خلكو خولو ته ولوېږي اوعام ولس ته په بېلابېلو بڼو ور وپېژندل شي.
مونږ په ټول افغان كې د ټوكو ټكالو ځانګړې پاڼه لرو كه د چا ټوكو ته زړه كېږي هلته يې هم پر مخ دروازې پرانيستي دي.
نور نو كه تاسو په بحث كې نه يئ دا به زمونږ بدمرغي او د ټول افغان يوه تشه وي.
زه د دې ويب پاڼې هر ګډونكوونكي ته بشپړ احترام لرم خو دا چې نظر مو سره جلا وي ، دا د هر چا خپل حق دى.
[color=red:7bb03181b7]او د دې بل ورور چې د پلار په نامه ليكنې كوي په اړه هيڅ نه وايم.
ځكه چې كيدى شي د دوى په كورنۍ كې پلار همداسې حيثيت ولري لكه د ده چې دى. [/color:7bb03181b7]
داود فايز
28.08.2006
تاسي خبلو بحثونو ته دوام وركري زه به دا درته ډالي كرم
د ضعيف خان كتاب مي ولوست
اوښكي مي تويي په ګريوان شولي مينه
د ګوانتنامو انځور چي لولم
راته راياد شي خپل مظلوم طالبان وروڼه
الله دي دوي له بنده خلاص كړي
ما ورته نذر كي روژي نيولي دينه
كرزيه په غبرګو سترګو ړوند شي
تا خو ويل چي زه به جوړ كړمه ملكونه
طالب ته مه وايه چي بد يي
د طالبانو ښيرا زر لګي مينه
وطن يي ګل طالب بورادي
بورا كه ځان له منځه وړي خو كل ساتينه
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،
أبو عمر
Miwand Patang
29.08.2006
:lol: ټولو وروڼو یارانو او دوستانو ته ټکورۍ ټکورۍ سلامونه
ستاسو له خوندورو بحثونو او لنډیو یوه نړۍ مننه. یوازې یوه خبره کوم هغه دا چې راځئ ځوابونه هم یوه او بل ته په داسې لنډیو ورکړو چې په تول برابرې او شاغلي لرغوني یې هم وړاندیز کړی دی.
دا دي درواخلئ
:twisted: رباني وایي:
پل صراط به ورته نیسم
له آرماني چوکۍ به غیږه ګرزمه
زه خو پرې هسې مین نه وم
ما پکې غوړې غونډارۍ لیدلې وینه
د ریاست چوکۍ زما وه
ما پرې د زړه تاورنه ټول بایللی وونه
ما پرې وژلي ډیر وګړي
کابل ته ګوره ړنګ بنګ مې کړ مینه
ستمه مینه مې ریښتنې
یوارې ګوره دارالامان ړنګ دیوالونه
ما وې پښتو به نوره نه وي
زه به پاړسي په هر طرف کې چلومه
حکمتیار زما هیلې کړې ورانې
خود جوش لښکروله کابله وویستمه
شمال یې هم را څخه ونیو
زه یې کولاب ته فراري کړمه مینه
هی هی ته څومره بې وفا وې
د تا لپاره مې کول پلي مزلونه
خوږه چوکۍ زما په شا وه
ما پرې کتلي د تخار د غرو غارونه
ما د پوتین لاسونه ښکل کړه
ما ته یې را کړلې وسلې نوي ټانکونه
مسعود زما د لارې خنډ وو
نوم به زما وو ورکول ده فرمانونه
مسعود مې داسې زړه راشین کړ
لکه ډیران کې چې اغزی شیندلي وینه
مسعود زما زړګی را خوړین کړ
په مایې وکړه د ابلیسو پساتونه
شوری نظاره ځوانیمرګه
تا نیمه خوا کړه د برهان خواږه خوبونه
زه د پرچم د ډلې یار شوم
ما ته یې راکړه د کارمل ټول نیرګونه
د کاجی بی د جال شوم غڼه
ما ډیر مچان د شوروي خوړلي دینه
په ایتلاف کې یې شریک شوم
زه یې یارانو په وعدو و غولیدمه
دوستم خو داسې ټک راکړی
په مایې شپه او ورځ یوه کړې وه مینه
هزاره داسې زه رنځور کړم
په خدای چې زه یې په زړګی ویشتلی یمه
د قبر منځ کې به نارې کړم
زه آرماني د یوې چوکۍ راغلی یمه
رښتیا، رښتیا، دروغ، دروغ دي
د چوکۍ وړ خو پښتانه افغانان دینه
جنون وو، هسې لیونتوب وو
زه د مسعود په وعدو تیر وتم مینه
پرچم خو داسې کړم بې لارې
دوی خو تباه وو له اسلام یې وویستمه
مسعوده خدای دې دوزخي کړه
تا یرغمل کړم له سیالۍ دې وویستمه
ما د پښتون مشري منلې
ما وه منلې، زه منم، زه یې منمه
دا وکالت زما قبول دی
چیرې تاجک او چیرې دومره لوړ خیالونه
کاغذه هر تاجک ته وایه
پښتون مې هر وخت په مشرۍ منلی دینه
په تاجکانو مې سلام دی
هغه تاجک چې د پښتون په امر ځینه
سیافه څومره غټ غویی وې
تا رباني په ښکرو وواهه مینه
سیافه ستا شیطانتونو
زه رباني په مجرمانو حساب کړمه
زه به قاضي ته کړم څه ژبه
ما خو ړنګ کړي د وطن ښکلي ښارونه
د شوروي وم پټ ملګری
ما ته یې راکړلې وسلې نوي جیپونه
زه ګنهګار یم افغانانو
امریکایان مې لاس په لاس راوستي دینه
خط اول یې راته مات کړ
ما ورته ښوده د طالبو مورچلونه
ما وې بمبار ته ښه زور ورکړه
د چوکۍ مینه مې په زړه وهي ټوپونه
خو چې کابل یې را ته ونیو
بیا نیمه خوا شوه زما غوړ غوړ آرمانونه
زه یې فرار کړمه له ارګه
په بې شرمۍ یې زه په زوره وویستمه
دا آخري مسرۍ دې دا وي
تاجکو پریږدئ د مشرۍ عبث خوبونه
یوه دې بله ورپسې وي
ما به حتما د عدالت ډګر ته وړینه
Miwand Patang
29.08.2006
برهان الدین رباني ته:
رباني ګیر کړ پرچمیانو
ور خوشی نه یم چې دوه نور ور وشکیرمه
رباني بیا ولاړو مسکوته
د پوتین مخ ته په ورو ورو ږدي قدمونه
رباني بیا ایران ته ولاړو
خدای زده چې بیا یې دي لیدلي څه خوبونه
د خمیني خورده به وخوري
خامنه یی به ورته وکړي تاویزونه
رباني لاړ تاجکستان ته
د شیطانت غوټې به پرانیزي مینه
Miwand Patang
29.08.2006
:mrgreen: رباني وایي:
کرزی وراره زه یې کاکا وم
وراره مې لوی شو اوس مې نه کوي پوښتنه
په خپله خوله یې را ته ووې
ته مې کاکا یې احترام به دې کومه
هی هی له ارګه یې بهر کړم
څه بې وفا زما وراره شولو مینه
کرزی مین په پنشیریانو
دا پنشیریان خو د لستوڼي ماران دینه
زما د زړه احوال دې واخلې
چې پنشیریانو سوړې سوړې کړ مینه
اصلي وطن مې دوشنبه دی
افغانستان ته زه نصیب راوړی یمه
څو شپې مې پریږدئ افغانانو
که نه زه بیرته دوشنبې ته ځم مینه
Miwand Patang
29.08.2006
د ابو عمر الافغ د لنډۍ په ځواب کې:
وطن که ګل طالب ملخ دی
ملخ د ګل پاڼې له منځه وړې دینه
ضعیف کتاب ما هم لوستلی
ما ته بربنډ سوه پنجابیانو پساتونه
ملا ضعیف یې په لاس ورکړ
داسې به هر طالب په لاس کې ورکوینه
مجبورستان چټلستان دی
دوی په ډالرو ضعیفان پلوري مینه
اول یې و ګومارل دلته
بیا یې سپارلي بندې پښې او بند لاسونه
طالب دې بیا پرې باور نه کړي
مجبورستان خو خپلې میندې خرڅوینه
ضعیفه خدای دې کړه پیاوړی
چې را برسیره کړې ټول پټ حقیقتونه
Miwand Patang
30.08.2006
:evil: احمد شاه مسعود ته:
مسعوده لاړې ګورستان ته
په جهنم کې درته غواړم سره اورونه
قاتله ځواب د خدای به څه کړې
هیواد دې چور کړ تا وژلي ولسونه
ما د غازي له سترګو جار کړې
هغه غازي چې د مسعود سر ماتوینه
مسعوده ته دکاجي بي وې
د روس خبرې دې ضرور منلې دینه
یو خو جاسوس او داړه مار وې
کابل دې چور کړ هم دې وکړه ډیر قتلونه
عبرت په کار دی بیلتون پالو
د کبر ډک پکول مو چیرې لاړ مینه
د خونکار هر عکس ایرې کړئ
چې په لیدو یې تازه کیږي تور یادونه
ملي غدار محاکمه کړئ
هر بیلتون پالی ځینې واخلي عبرتونه
د سقاوو زویه لیونیه
د پلار تاریخ ته خو دې وګوره مینه
پنشیریان ګرده لیونیان دي
اعصاب خرابي، کله خام کوي جنګونه
پنشیریان ګرده لیونیان دي
کرزیه واخله له یارۍ نه یې لاسونه
مسعود د روس داسې بچی وو
د کي جي بي په تار یې ګرد تړلی وونه
مسعوده خدای که به پاچا شې
تا د هیواد په خلکو بل کړه سره اورونه
مسعوده خدای که به پاچا شې
تا کي جي بي ته د یارۍ ورکړه لاسونه
د فرانسې د ایډز یاره
ستا په پالنګ باندې شین سترګې پرتې وینه
ستا د بړستنې میلمنې وې
تاریخ لیکلي ستا د ایډز پټ رازونه
مسعوده ستر خانه خراب وې
دا ړنګ، بنګ کابل ښیرا درته کوینه
مسعود د ځمکې زړه ته لاړو
د ځمکې زړه ته تللي کله بیا راځینه
تاریخ به تا محاکمه کړي
ما اوریدلي داسې ډیر ډیر خبرونه
دا پاکه خاوره د افغان ده
افغانان خپل هیواد په خپله جوړوینه
د خائنانو به لاس لنډ کړي
سقاو، مسعود او د پنشیر ګرد پکولونه
تا د و طن پلونه ویجاړ کړل
پل صراط ته به دې څه وي ځوابونه
تا په مینونو باندې ړنګ کړل
پل صراط به دې دوزخ ته غورزوینه
پل مټک په چیغو ژاړي
پل صراطه ځینې واخله کساتونه
سالنګ سلګۍ وهې خاوند ته
مسعود زما په زړه کې کیښودل مینونه
زما یې ستنې کړې ویجاړې
د هلاکو لمسي بدرنګه کړم مینه
پل صراط دې ځینې ساته
مسعود په خپل کفن کې وړي دي بمونه
مسعود وه داسې ژمنه کړې
پل صراط به خوامخوا ویجاړومه
زه یم ماهر د ورانولو
پل صراط ته چیچم هر وخت خپل غاښونه
pattang
30.08.2006
دالڼډۍ زه لږ څه اصلاح کوم او اوس لږ وخت نلرم:
ميوند صيب ډېره ښه موضع غوره کړې دی
پتنګ
که ټک او ټوک د طالب نوي
نظاريان بيابه پښتانه حلاله وينه
ګلم جم بيا کابل ته راغی
طالب يې هير دی دوباره ظلم کوينه .
د پوليسي په شنه جاه کې
ګلم جم بيا پردي کورونه چوروينه
..................................................
احمد شاه مسعود ته:
مسعوده لاړې ګورستان ته
په جهنم کې درته غواړم سره اورونه
قاتله ځواب د خدای به څه کړې
[color=brown:79aa6321e4]د خدای ځواب به قاتل څه کړي [/color:79aa6321e4]
هیواد دې چور کړ ده و ژلي ولسونه
ما د غازي له سترګو جار کړې.
[color=brown:79aa6321e4] ما د طالب (غازي ) له ستر ګو جار کړې [/color:79aa6321e4]
هغه غازي چې د مسعود سر ماتوینه
[color=brown:79aa6321e4]هغه طالب چې مسود قبر ته ليږينه[/color:79aa6321e4]
مسعوده ته دکاجي بي وې
د روس خبرې دې ضرور منلې دینه
یو خو جاسوس او داړه مار وې
کابل دې چور کړ هم دې وکړه ډیر قتلونه
عبرت په کار دی بیلتون پالو
د کبر ډک پکول مو چیرې لاړ مینه
د خونکار هر عکس ایرې کړئ
چې په لیدو یې تازه کیږي تور یادونه
ملي غدار محاکمه کړئ
هر بیلتون پالی ځینې واخلي عبرتونه
د سقاوو زویه لیونیه
د پلار تاریخ ته خو دې وګوره مینه
پنشیریان ګرده لیونیان دي
اعصاب خرابي، کله خام کوي جنګونه
پنشیریان ګرده لیونیان دي
کرزیه واخله له یارۍ نه یې لاسونه
مسعود د روس داسې بچی وو
د کي جي بي په تار یې ګرد تړلی وونه
مسعوده خدای که به پاچا شې
تا د هیواد په خلکو بل کړه سره اورونه
مسعوده خدای که به پاچا شې
تا کي جي بي ته د یارۍ ورکړه لاسونه
د فرانسې د ایډز یاره
ستا په پالنګ باندې شین سترګې پرتې وینه
ستا د بړستنې میلمنې وې
تاریخ لیکلي ستا د ایډز پټ رازونه
مسعوده ستر خانه خراب وې
دا ړنګ، بنګ کابل ښیرا درته کوینه
مسعود د ځمکې زړه ته لاړو
د ځمکې زړه ته تللي کله بیا راځینه
تاریخ به تا محاکمه کړي
ما اوریدلي داسې ډیر ډیر خبرونه
دا پاکه خاوره د افغان ده
افغانان خپل هیواد په خپله جوړوینه
د خائنانو به لاس لنډ کړي
سقاو، مسعود او د پنشیر ګرد پکولونه
تا د و طن پلونه ویجاړ کړل
پل صراط ته به دې څه وي ځوابونه
تا په مینونو باندې ړنګ کړل
پل صراط به دې دوزخ ته غورزوینه
پل مټک په چیغو ژاړي
پل صراطه ځینې واخله کساتونه
سالنګ سلګۍ وهې خاوند ته
مسعود زما په زړه کې کیښودل مینونه
زما یې ستنې کړې ویجاړې
د هلاکو لمسي بدرنګه کړم مینه
پل صراط دې ځینې ساته
مسعود په خپل کفن کې وړي دي بمونه
مسعود وه داسې ژمنه کړې
پل صراط به خوامخوا ویجاړومه
زه یم ماهر د ورانولو
پل صراط ته چیچم هر وخت خپل غاښونه.[color=orange:79aa6321e4][/color:79aa6321e4][color=green:79aa6321e4][/color:79aa6321e4]
Miwand Patang
30.08.2006
پتنګ صیب!
دا د سیاسي لنډیو د مسابقې برخه ده او که څوک د خپلو لنډیو اصلاح ته اړ وي نو له مقابل طرف څخه د خپلو لنډیو د اصلاح غوښتنه کوي. ما خو له تاسو شاغلي څخه داسې کومه غوښتنه نه ده کړې او نه مې دا صلاحیت چا ته ورکړی چې زما په لنډیو کې ګوتې ووهي. نو ته داسې وکړه چې نوې لنډۍ ولیکه یوازې د خپل نوم د څرګندولو په موخه داسې مه کوه چې له اجازې پرته په اصلاحاتو او سمونونو لاس پورې کړې. ته یوازې کولای شې چې زما د لنډیو مترادفې او یا متضادې لنډۍ ولیکې او بس. که زه چیرې ستا مرستې ته د خپلو لنډیو د اصلاحاتو او سمونونو په هکله اړ شوم نو بیا غږ درباندې کوم خو اوس مهال لدې کار څخه تیر سه او د نووسیاسي لنډیو په جوړولو لاس پورې کړه.
درواخله:
له اصلاحاتو لاس په سر شه
پتنګه نوې لنډۍ جوړې کړه مینه
په مینه
میوند پتنګ
Ajab
30.08.2006
د مشرف نه لاره ورکه
دا بلوچان به يې اوس توت ته خېژوينه
که پاکستان په ماتېدو شو
دا طالبان به چيرته ځي خړ خړ سرونه
که پښتانه لږ رابيدار شي
د پاکستان نه به خپل واخلي بدلونه
القاعده په ژړا سر ده
پاکستان مري دوى شوکوي غاړې سرونه
د طالبانو مرګ نژدي شو
د پاکستان وخت زنکدن دى زر به مرينه
افغانستان به نور جوړېږي
طالب، القاعده او پاکستان له منځه ځينه
(خداى دې د افغان ولس دا ارمان پوره کړي چې دا درېواړه فسادونه (پاکستان، القاعده او طالب) له منځه لاړ شي او نه يواځې افغانستان بلکې نړۍ هم په امن شي) امين
Mohammad Hassan
30.08.2006
شمعه.
طالبه خدای که به ملاشی
کتاب د پرېښود ړنګوې کلی کورونه
خدای د هغه طالب مردار کا
چې د انګريز په قومانده آزان کوينه
پتنګ.
چې په ظاهر يې غلط نه شې
تر چپن لاندې يې شيطان ساتلی دينه
له خدای رسول ځنې منکر دئ
پردئ نوکر د امريکا کړی خدمتونه
منځګړئ.
يوه خوا طالب بله کرزئ دئ
د خلاصون لاره په يوه خوا کې نه وينمه
يو يې له ځايه عقل کم دی
بل د غماز په اشاره نخرې کوينه
Mohammad Hassan
31.08.2006
(کوشانه ) ته خپلې ګيلې کړه
نور آشنايان به تازه ساتی خپل بزمونه
(ميوند پتنګ ) ته دې سلام وی
ډيرې پخې لنډۍ ليکی خوښې مې دينه
(عجب ) عجيبې لنډۍ ليکی
چې په لوستو مې د زړه باغ تازه کوينه
(پتنګه ) خدای د عمر اوږد کړه
ستا هر مضمون مې د زړه زنګ لرې کوينه
او بيا نو.
د مددګار په نامه راغلل
بربادوی مو تاريخی افتخارونه
بيا رغونه ئې عنوان کړه
راجوړوی زموږ د ورکې پلانونه
د دوی له خيره مو توبه ده
رانه د وباسی لښکرې او فوځونه
له تروريسم سره جنګ کړی؟
تروريستان په تروريسم ورکوينه!!!
Miwand Patang
02.09.2006
محمد حسن صیب ته:
محمد حسنه ژوندی اوسې
ستاسې لنډۍ په تول کې سمې دي مینه
تا خاینان پکې رسوا کړه
تا غلامانو ته ورکړي ځوابونه
ستا د لنډیو طرز مې خوښ دی
الله دې درکړي ښه توفیق عالي خیالونه
کوشان صیب ته:
کوشانه لږ نور کوشش وکړه
لنډۍ کړه سمې بیا به ډیر ډیر خوند کوینه
خپلې لنډۍ کړه مانادارې
چې د لوستونکې تنده ماته کړي مینه
هر یو خاین پکې رسوا کړه
چې پاتې نه شي د تره کي تور کارونه
د کار مل هر عمل بربنډ کړه
په خلق پرچم دې خدای لعنت کوز کړي مینه
امین په اصل لوی غدار وو
نجیب تباه کړه د هیواد ټول ولسونه
د کمونیزم کور دې وران شي
زموږ هیواد یې په پردو پلورلی دینه
Mohammad Hassan
02.09.2006
کوشان ته!
که د لږ نور زحمت پرې و ايست
کوشانه ستا لنډۍ به سمې ــ دمې شينه
چا د په خوله خولپوټی ايښی؟
هغه ليکه چې څه د فکر ته در ځينه!
که چا په تا نيوکې وکړې
ته هم په نورو باندې کړه انتقادونه
که ته کافر که مسلمان يې
ماته انسان يې احترام درته کومه
د کفر نوم نه مه ډاريږه
ډير غمازان به په تا وايی تهمتونه
نه نخره ګر يم نه نخرې کړم
خدای د ما اوتا له نخرو دواړه وساتينه
آخرينۍ مسرۍ د داوی
خدای د زموږ يارانه نه خرابوينه
دا يوه د بله ورپسې وی
که مې وخت وموند بيا د اخلم احوالونه
Miwand Patang
03.09.2006
دوستم ته:
دوستم خو داسې ستر ناپوه دی
لکه په خره باندې چې بار کړې څو ټانکونه
دوستم په اصل کې غدار دی
افغان ولس یې ټول چور کړی دی مینه
هزاره او وحدتیانو ته:
د وحدتیانو مور شه بوره
چې خمیني ته له بامیان کړي سلامونه
تر لاس د هغه افغان جار شم
چې مزاري یې جهنم ته ولیږنه
په یکاولنګ ولاړ زاریږه
اوسې بامیان کې د ایران کوې چمونه
خدای که به ستا آرمان پوره شي
دغه هیواد د پښتنو دی جوړ بې کړینه
پیت پوزو ځان ته نظر وکړئ
جیوالي چیرې پاچا شوی دی مینه؟
Miwand Patang
03.09.2006
هغو تورمخو او جاهلانو ته چې ښوونځۍ ورانوي:
خدای دې لاسونه درنه غوڅ کړي
تا د رڼا په خونو بل کړه سره اورونه
ستا دې قسم په ذوالجلال وي
د ښوونځۍ ګناه په څه کې ده بې دینه
تا د قران مخ دی سیزلی
ما یې لیدلې دي په مکتب عکسونه
د خدای قرآن ته به څه ځواب کړې
جاهله خدای به دې په اور کې سوزوینه
ښوونځۍ باغ طالب چنجی دی
چنجي د باغ ګلان پرې کړي دي مینه
Miwand Patang
03.09.2006
تورمخو جاهلانو ته:
تا د قرآن مخ دی سیزلی
ما یې لیدلي دي په هر مکتب عکسونه
خدای به بدل در څخه اخلي
تا د کوکنار لپاره وران کړه مکتبونه
خوله یې له خاورو کړئ ور ډکه
دا تریاکي طالبان وږي تږي دینه
Mohammad Hassan
03.09.2006
ميوند پتنګ ته سلامونه!
لنډۍ د ښې په تول پخې دی
مضمون د ځينو يې د مار زهر شيندينه
افغانستان کې ټول افغان دی
هر يو يې حق د واکدارۍ لری مينه
که څوک پښتون که هزاره دی
يو برابر او مساوی حقوق لرينه
ما له هغو تاجکو جار کړی
چې د وطن حفاظت نورو غوندې کړينه
د جوالی په پړی وياړۍ
درانه بارونه چې د نورو سپکوينه
په جنګسالارو د لعنت وی
د اجنبی نوکری کړی، پرموږ ظلمونه
د فيوډالانو دا خاصيت وی
بشپړ هيواد د ځان له پاره خرڅوينه
د فيوداليسم سرکرده دی
جنګسالاران به خود په نورو کړی ظلمونه
چې د افغان په ضد جنګيږی
که څوک پښتون او که تاجک دی ورک د شينه
دا آخری مسرۍ د داوی
د نفاق مه شيندۍ په مېنه کې تخمونه
دا يوه د بله ورپسې وی
خدای د هغه راپېښوې چې خير مو وينه
[quote:426a80b16e]
هزاره او وحدتیانو ته:
د وحدتیانو مور شه بوره
چې خمیني ته له بامیان کړي سلامونه
تر لاس د هغه افغان جار شم
چې مزاري یې جهنم ته ولیږنه
په یکاولنګ ولاړ زاریږه
اوسې بامیان کې د ایران کوې چمونه
خدای که به ستا آرمان پوره شي
دغه هیواد د پښتنو دی جوړ بې کړینه
پیت پوزو ځان ته نظر وکړئ
جیوالي چیرې پاچا شوی دی مینه؟[/quote:426a80b16e]
Mohammad Hassan
03.09.2006
ميوند پتنګ ته سلامونه!
لنډۍ د ښې په تول پخې دی
مضمون د ځينو يې د مار زهر شيندينه
افغانستان کې ټول افغان دی
هر يو يې حق د واکدارۍ لری مينه
که څوک پښتون که هزاره دی
يو برابر او مساوی حقوق لرينه
ما له هغو تاجکو جار کړی
چې د وطن حفاظت نورو غوندې کړينه
د جوالی په پړی وياړۍ
درانه بارونه چې د نورو سپکوينه
په جنګسالارو د لعنت وی
د اجنبی نوکری کړی، پرموږ ظلمونه
د فيوډالانو دا خاصيت وی
بشپړ هيواد د ځان له پاره خرڅوينه
د فيوداليسم سرکرده دی
جنګسالاران به خود په نورو کړی ظلمونه
چې د افغان په ضد جنګيږی
که څوک پښتون او که تاجک دی ورک د شينه
دا آخری مسرۍ د داوی
د نفاق مه شيندۍ په مېنه کې تخمونه
دا يوه د بله ورپسې وی
خدای د هغه راپېښوې چې خير مو وينه
[quote:ddd96fac43]
هزاره او وحدتیانو ته:
د وحدتیانو مور شه بوره
چې خمیني ته له بامیان کړي سلامونه
تر لاس د هغه افغان جار شم
چې مزاري یې جهنم ته ولیږنه
په یکاولنګ ولاړ زاریږه
اوسې بامیان کې د ایران کوې چمونه
خدای که به ستا آرمان پوره شي
دغه هیواد د پښتنو دی جوړ بې کړینه
پیت پوزو ځان ته نظر وکړئ
جیوالي چیرې پاچا شوی دی مینه؟[/quote:ddd96fac43]
Mohammad Hassan
03.09.2006
ميوند پتنګ ته سلامونه!
لنډۍ د ښې په تول پخې دی
مضمون د ځينو يې د مار زهر شيندينه
افغانستان کې ټول افغان دی
هر يو يې حق د واکدارۍ لری مينه
که څوک پښتون که هزاره دی
يو برابر او مساوی حقوق لرينه
ما له هغو تاجکو جار کړی
چې د وطن حفاظت نورو غوندې کړينه
د جوالی په پړی وياړۍ
درانه بارونه چې د نورو سپکوينه
په جنګسالارو د لعنت وی
د اجنبی نوکری کړی، پرموږ ظلمونه
د فيوډالانو دا خاصيت وی
بشپړ هيواد د ځان له پاره خرڅوينه
د فيوداليسم سرکرده دی
جنګسالاران به خود په نورو کړی ظلمونه
چې د افغان په ضد جنګيږی
که څوک پښتون او که تاجک دی ورک د شينه
دغه وطن مو مشترک دی
د يو او بل په وړاندې مه چيچۍ غاښونه
دا آخری مسرۍ د داوی
د نفاق مه شيندۍ په مېنه کې تخمونه
دا يوه د بله ورپسې وی
خدای د هغه راپېښوې چې خير مو وينه
[quote:a95e52fc14]
هزاره او وحدتیانو ته:
د وحدتیانو مور شه بوره
چې خمیني ته له بامیان کړي سلامونه
تر لاس د هغه افغان جار شم
چې مزاري یې جهنم ته ولیږنه
په یکاولنګ ولاړ زاریږه
اوسې بامیان کې د ایران کوې چمونه
خدای که به ستا آرمان پوره شي
دغه هیواد د پښتنو دی جوړ بې کړینه
پیت پوزو ځان ته نظر وکړئ
جیوالي چیرې پاچا شوی دی مینه؟[/quote:a95e52fc14]
Miwand Patang
04.09.2006
محمد حسن ته:
محمد حسنه ژوندی اوسې
تا د یووالي په بڼ ګل کرلي دینه
را ته منظور ده ستا غوښتنه
خدای دې جنت کې درکړي لوی لوی مقامونه
زما هدف ځناوران دي
جګړه ماران چې یې چپه کړه زموږ کورونه
اوس په چړچو باندې اخته دي
د کرزي ګل دربار یې ګرد نیولی دینه
له شنې چپنې یې را تاو دي
په قره قل کې یې جوړ کړي پټ ځایونه
دا د لستوڼي ستر ماران دي
چې وخت پر وخت کوي د زهرو سخت ټکونه
Miwand Patang
04.09.2006
محمد حسن ته:
حسنه تا ته مې سلام دی
سمسور ګلونه دې لنډیو کې وینمه
خوله را نږدې کړه زما ګله
چې یې د قندو او ممیزو ډکه کړمه
موږ خو ریښتنی سمون غواړو
هغه یووالی چې یې حق ویلی وینه
هر یوه افغان ته خپل حق ورکړي
په کارنامو د افتخار پوښلی وینه
زه هر افغان ته احترام کړم
هغه افغان چې ځان له ملک نه ځاروینه
که څه هم سک د دې وطن وي
مهمه دا ده چې ريښتنی افغان وینه
د بیلتون پالو کور دې وران شي
و جود یې دلته د پردو چوپړ کوینه
دوی د هیواد آب دانه خوري
په پټه پټه دسیسې راته کوینه
چې وفادار وي دې هیواد ته
افغانستان ته د زړه مینه ورکوینه
بیا احترام یې په ما فرض دی
هغه افغان ته چې صادق ا ومومن وینه
خدای دې چراغ د پوهې بل کړي
چې شي څرګند د افغانانو کوششونه
Mohammad Hassan
05.09.2006
وطن د ټولو مشترک دئ
د يو او بل په وړاندې مه چيچۍ غاښونه
خپل نظر خلکو ته ښکاره کړه
حق او ناحق په نورو مکړه تهمتونه
د خپل نظر بيان د وکړه
د نورو هم په دقت واوره دليلونه
په خپل منطق د غره مشه!
په نورو مکړه د کم عقلو ګمانونه
که هزاره او که پښتون دئ
مشترک يون د ارتجاع په لوری وړينه
د ارتجاع مقابلې ته
دترقۍ مينه وال لاس تر لاسه ځينه
څوک په پښتو څوک دری ليکی
د شعارو يې مشترک دی مفهومونه
دا آخری مسرۍ د داوی
خدای د زموږ ملت واحده وساتينه
Mohammad Hassan
05.09.2006
چاره له ټولو نه خطا شوه
د تهمت کاڼی يو پر بل ورغورځوونه
که مجاهد که پرچمی دئ
چې افغانی دئ زه يې ځان سره ساتمه
د رهبرانو يې ګناه ده
ساده صفوفو پسې مه ولئ توپونه
څوک په جهاد کې مليونر شول
چا د اسلام په نامه جوړ کړل تعميرونه
چا بې حسابه ښځې وکړې
ځينو تيار کړل هره خواکې ګاسټ هوسونه
pattang
05.09.2006
له خولې دبوی دخلقي خيځي
ستاپه دوران کې پښتنې سر تور ې شوينه
زه دې په دام دپښتو ګير کړم
اخيرغلام خودپردوراوختينه.
نه مسلمان او نه پښتون وي
ټوله ګناه اوس په رهبر وراړوېنه
اي دمادي فلسفې ياره
ولې تومت په خپل رهبر ور اچوينه
قران دخدا ی دې حکايت وو
اوس راته وايې چې رهبرګناګار کړېنه
له کرزي خيلو ځان جدا کړه
که نه تاريخ به دي تکرار محکومه کړينه.
ماته يوه ګيله دريږي
خړ پښتانه دې ډير له خاورو لاندې کړنه
په هيچا بند نوي هلکه
ته سور خلقی د (ک ج ب ) په امر وينه
ستانه ګيله ده زما ډېره
چې پښتانه دې ترابده تورن کړنه٠
دخلقي بريت دپښتون نه وو
دستالين پردي بريتونوتبا کړنه
پتنګه خپل غيرت دکلک کړه
بيده بازان دپښتنوبيدار به شينه .
پتنګ
[quote:cc5a3898b2="Mohammad Hassan"]چاره له ټولو نه خطا شوه
د تهمت کاڼی يو پر بل ورغورځوونه
که مجاهد که پرچمی دئ
چې افغانی دئ زه يې ځان سره ساتمه
د رهبرانو يې ګناه ده
ساده صفوفو پسې مه ولئ توپونه
څوک په جهاد کې مليونر شول
چا د اسلام په نامه جوړ کړل تعميرونه
چا بې حسابه ښځې وکړې
ځينو تيار کړل هره خواکې ګاسټ هوسونه[/quote:cc5a3898b2]