اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
mahboob
14.08.2006
ټولو دوستانو ته سلامونه ;
ملايان يواځي باعمله عالمانو ته ويل کيژي ، هغوي چي علم لري ، خو په هغه علم له عمل کولونه بي برخي وي لايزال خداي پاک ورته (خره) ويلي ,
په سورت جمعه5 ايت کي الله تعالی فرمايي ;
ترجمه; (مثال دهغو کسانو چي مکلف شوي وو په عمل دفرموداتو دتورات بيابارنکړ هغوي تورات يعني عمل يي پرونکړ په مثل دخره دي چي په شاوړي کتابونه او فايده نشي تري اخيستلاي )
نودسياف ، رباني ، شنواري ،ارسلا اونورو پګړۍ بندو ګوډاګيانو په اړه دا شوه خدايي فيصله اوقراني قضاوت ، نو پدي سربيره دغو کسانوته ملايان ويل اودهغوي بي عملي ، بدکارونه ، خيانتونه اوګوډاګي توب ملايانوته په مخ ور مژل ، او په نيټ پاڼواو ياهم خبرونوکي دي نااهلوکسانوته د ديني عالم ياملانسبت کول دملايانو توهين او له قراني قانون څه مخالفت دی چي له دي نه ځان ساتل فرض دي ٠
هيله لرم چي اوس به مو ملايان په رسميت پيژندلي وي ٠
ع کريم حليمي
14.08.2006
[quote:e039a9f12b]ستاسي په وينا ددښمن تر فشارلاندي ياست چي غالب مرادمو کفاردي [/quote:e039a9f12b]
يا صاحبه داسي نه ده !
د خناس او شيطان تر فشار لاندي يوو
شيطان چه ولاحوله ولا قوة الا بالله واوري ورک سي
اما دخناس له واسواس څخه ځان خلاصول په ولاحوله ولا قوة الا بالله سره هم
نه کيږي ٠ ورور او رور جنګوي ، د مېړه او مېرمني په منځ کښي نفاق اچوي
ملت او حکومت په جنګ اخته کوي !!!!
خناس هغه شيطان ته ويل کيږي چه پر دوو پښو ګرځي
کله ځان د ورور شکل ښکاره کړي کله ځان د ثالث بالخير په شکل ښکاره کړي
او داسي هم پېښه سي چه ځان د اسلام د غاوير په شکل ښکاره کړي
خناس او شيطان چه لاس سره يوګړي نو مثال د سپي او شرموښ لري
شرموښ او سپی چه سره يولاس سي ٠ نو بيا چوپان تر سخت فشار لاندي سي
موږ افغانان او مسلمانان هيڅ وخت د کفر تر فشار لاندي نه راځو
د خناس او شيطان تر فشار لاندي يوو ٠
بسمه تعالی ٠ قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ
1 . Say : I seek refuge in the Lord of mankind ,
مَلِكِ النَّاسِ
2 . The King of mankind ,
إِلَهِ النَّاسِ
3 . The God of mankind ,
مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ
4 . From the evil of the sneaking whisperer ,
الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ
5 . Who whispereth in the hearts of mankind ,
مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ
6 . Of the jinn and of mankind .
larghonay1
15.08.2006
ټولو ته سلامونه !
زما په نظر دا به نور د بحث پاى وي او غواړم په همدې پاى كې د يو حديث مفهوم داسې ووايم چې ( د عالمانو سره ناسته ولاړه او يا ورسره تګ هم ثواب لري.).
نو دا چې د حليمي صيب سره مو دومره تګ وكړ په رښتيا چې له ډېرڅه يې خبر كړو او ډېرې كړمې يې هوارې كړې.
كه زحمت مو وركړى وي خداى دې اجر وركړي.
او محبوب هم بايد په دې پوه شي چې دغه نومونه چې ده اخيستي كيدى شي دا به حكومتي ملايان وي خو دومره هم نه لكه ده چې ورته كوم خطاب كړى دى.
كه داسې وي نو محبوب خانه ته چې په كوم ځاى كې اوسې دغه امريكايان د همغوتش په نامه ملايانو له بركته راغلي دي چې تايې هيڅ نوم قدرې هم نه دى اخيستى.
او اوس به ګيلمه من اشنا ته همدومره ووايم چې ما مخكې هم عالمانو ته كومه سپكه خبره نه وه ليكلې او بيا مې هم نيت نشته . او هغه كوم څه مې چې په لومړي ځل ليكلي هم نه يم پرې پښيمانه .
ځكه ما په خپله لومړۍ ليكنه كې هم د ملايانو هغه بد اعمال غندلي چې تر قيامته به يې غندم.
او دا چې تاسو ته مې د اخون خطاب كړى دا مې له بده نيته نه دى كړى.
ځكه چې ستاسو او د صافي صيب په خبرو كې ما تر پايه د اسې خبره ونه لوسته چې يا د كوم ايت يا حديث مفهوم وي .
نو ځكه مې وويل چې والله سړى عالم يا مولوي نه دى بلكې اخوند او ښه سړى دى.
نو اخوند مونږ ديندار او متقي ته هم وايو ځكه مې تاته د اخوند خطاب وكړو او صافى خو پېژنم. پلار يې ښه عالم سړى دى او دى بېچاره اخوند هم نه دى.
خو كه اخوند يې او كه عالم زه دا قضاوت هم نه شم كولى، ځكه چې سړى څوك له نږدې ونه ګوري اويا يې ډېر ونه لولي نو په يوه يا دوو ليكنو به يې څه وپېژني.
كه په اخوند خپه يې نو غروال صيب به درته ووايم چې بېرته خوشاله شې او وخاندې.
خو ګوره يو خو په قهقهه خندا ونه كړې چې حرامه ده او بل مې دا هيله ومنه چې ډېر احساساتي كېږه مه او په زوره مه غواړه چې څوك د ملايانو يا ديني عالمانو سره دښمن كړى او يا يې دې ته وتړې چې سنګر ورسره ونيسي.
زه خو په خپله نيمچه ملا يم او هيڅكله هم د ريښتوني عالمانو بد نه وايم خو ستادغه لهجه كه چېرته يو داسې څوك چې ملا نه وي ولولي نو په زوره دې د ملايانو دښمنۍ ته وتاړه.
ته خلك تر داده نه پرېږدې يوازې په (خداى ... ) ويلويې كافر كوې.
ټوكه.........
فاضل حليمي صيب بيا هم بښنه غواړم كه كستاخي شوې وي .
خو دا چې ستاسو هره خبره په تول تللې او پوره وي نو انشاء الله چې هر څوك به ستاسو له علم څخه برخمن شي.
په همدې هيله
ستاسو لاروى
pattang
15.08.2006
لرغونيه سلام عليکم !
دلته څکوې ستا وظيفه خو دافغانستان اوسنی سياسي حالت وو، دا ولې ته ټوپونه وهې اوبلې خواته څې له تيروپند واخله او له نرخه مه وزه ٠ حليمي صيب محترم مشر دی او دمشرانو بايد احترام وشي ٠
زمونږ پرابلم ديني علما ندي بلکې سياسي ګوډاګيان دي چې جالي قدرت يې په لاس کې دی٠ که سياست ښه شي ټول کارون سميږي٠
د پښتنولي په مينه پتنګ
[quote:31a9b51993="larghonay1"]ټولو ته سلامونه !
زما په نظر دا به نور د بحث پاى وي او غواړم په همدې پاى كې د يو حديث مفهوم داسې ووايم چې ( د عالمانو سره ناسته ولاړه او يا ورسره تګ هم ثواب لري.).
نو دا چې د حليمي صيب سره مو دومره تګ وكړ په رښتيا چې له ډېرڅه يې خبر كړو او ډېرې كړمې يې هوارې كړې.
كه زحمت مو وركړى وي خداى دې اجر وركړي.
او محبوب هم بايد په دې پوه شي چې دغه نومونه چې ده اخيستي كيدى شي دا به حكومتي ملايان وي خو دومره هم نه لكه ده چې ورته كوم خطاب كړى دى.
كه داسې وي نو محبوب خانه ته چې په كوم ځاى كې اوسې دغه امريكايان د همغوتش په نامه ملايانو له بركته راغلي دي چې تايې هيڅ نوم قدرې هم نه دى اخيستى.
او اوس به ګيلمه من اشنا ته همدومره ووايم چې ما مخكې هم عالمانو ته كومه سپكه خبره نه وه ليكلې او بيا مې هم نيت نشته . او هغه كوم څه مې چې په لومړي ځل ليكلي هم نه يم پرې پښيمانه .
ځكه ما په خپله لومړۍ ليكنه كې هم د ملايانو هغه بد اعمال غندلي چې تر قيامته به يې غندم.
او دا چې تاسو ته مې د اخون خطاب كړى دا مې له بده نيته نه دى كړى.
ځكه چې ستاسو او د صافي صيب په خبرو كې ما تر پايه د اسې خبره ونه لوسته چې يا د كوم ايت يا حديث مفهوم وي .
نو ځكه مې وويل چې والله سړى عالم يا مولوي نه دى بلكې اخوند او ښه سړى دى.
نو اخوند مونږ ديندار او متقي ته هم وايو ځكه مې تاته د اخوند خطاب وكړو او صافى خو پېژنم. پلار يې ښه عالم سړى دى او دى بېچاره اخوند هم نه دى.
خو كه اخوند يې او كه عالم زه دا قضاوت هم نه شم كولى، ځكه چې سړى څوك له نږدې ونه ګوري اويا يې ډېر ونه لولي نو په يوه يا دوو ليكنو به يې څه وپېژني.
كه په اخوند خپه يې نو غروال صيب به درته ووايم چې بېرته خوشاله شې او وخاندې.
خو ګوره يو خو په قهقهه خندا ونه كړې چې حرامه ده او بل مې دا هيله ومنه چې ډېر احساساتي كېږه مه او په زوره مه غواړه چې څوك د ملايانو يا ديني عالمانو سره دښمن كړى او يا يې دې ته وتړې چې سنګر ورسره ونيسي.
زه خو په خپله نيمچه ملا يم او هيڅكله هم د ريښتوني عالمانو بد نه وايم خو ستادغه لهجه كه چېرته يو داسې څوك چې ملا نه وي ولولي نو په زوره دې د ملايانو دښمنۍ ته وتاړه.
ته خلك تر داده نه پرېږدې يوازې په (خداى ... ) ويلويې كافر كوې.
ټوكه.........
فاضل حليمي صيب بيا هم بښنه غواړم كه كستاخي شوې وي .
خو دا چې ستاسو هره خبره په تول تللې او پوره وي نو انشاء الله چې هر څوك به ستاسو له علم څخه برخمن شي.
په همدې هيله
ستاسو لاروى[/quote:31a9b51993]
mahboob
15.08.2006
ټولو دوستانوته سلامونه ;
شاغلي حليمي صاحب تاسي ليکلي ;
[quote:bb6616e400]خناس هغه شيطان ته ويل کيږي چه پر دوو پښو ګرځي
کله ځان د ورور شکل ښکاره کړي کله ځان د ثالث بالخير په شکل ښکاره کړي
او داسي هم پېښه سي چه ځان د اسلام د غاوير په شکل ښکاره کړي
[/quote:bb6616e400]
دا خو لا څه کوي خناس په هررنګ ځان ان دملا په رنګ هم ځان شکاره کوي ځکه خو زه وايم چي هر سپين پګړي ته ملا ندي ويل پکار ممکن هغه دي خناس وي اودخلکو دتيرايستلو لپاره دي سپينه پګړۍ تړلي وي او ځان دي ملا شکاره کوي .
larghonay1
15.08.2006
پتنګ صيب سلامونه !
وروره دا ډېر اوږد بحث دى كيدى شي له سره يې ولولې نو هله به دې د چا خبر سر پرې خلاص شي.
او بله دا چې كه په تېرو بحثونو كې مې ستاسوسره څه ناڅه مخالفت راغلى وي بښنه غواړم خو هيله ده چې د ټول افغان د نورو پاڼو له ګټې اخيستې مې بند نه كړئ.
زه يوازې د سياسي بحثونو پاڼه نه، بلكې د ټول افغان له ټولو پاڼوګټه اخلم.
خو هغه سياسي پاڼې ته ډېره ترجيح وركووم.
او محبوب خان ته وايم . وروره د يوه حديث مفهوم دى چې : ( ظن المؤمنين خيراً مالم شرً ا يره). كه الفاظ مې غلط ليكلي وي بښنه غواړم.
مانا دا چې په پتنګ، غروال، بل او بل مسلمان به تر هغې پورې بد ګومان هم نه كوې چې شر دې ترې نه وي ليدلى.
نو تا كه كله د كوم سپين پګړي يا سور پرتوګي څخه شر وليده بيا پرې بد ګومان كولى شې او كنه نو [color=blue:3e7fd8ae0f](بې ځايه شك كولو نه خو جك وهل هم ښه دي) ټوكه.[/color:3e7fd8ae0f] :D
ع کريم حليمي
15.08.2006
ډير قدرمن غروال صاحب ، larghonay1 صاحب ، د ميني پتنګ صاحب
او شاغلی محبوب صاحب او درنو لوستونکو
پر تاسو ټولو دي د ايمان زيري (سلام ) واورول شي !
غروال صاحب !
[quote:ac202b7aaf]حليمي صاحب يوازې د الله ج لپاره وواياست چې ښاغلی محبوب اقتباس:
ملايان يواځي باعمله باکرداره اشخاصوته ويل کيژي
درسته خبره او اصله خبره نده کړې؟ [/quote:ac202b7aaf]
هو ! همداسي ده
اما داسي خبره ده چه
کرد ټوله او هرڅوک کوي خو بعضي خلک د اغزيو کرد کوي او څوک د ګلو
که د ( باکرداره ) پرځای (ښه کرداره ) وليکل سي
ملايان يواځي باعمله ښه کرداره اشخاصوته ويل کيژي
هو! نو زه د داسي ملايانو د پښو خاوري به خرده کړم او د سترګو رانجه به ئې کړم (لکه د البخاري د قبر خاوره چه خلګو وړل او خرده کول ئې او خداي د البخاري د قبر په خاوره کښي شفا ايښې وه )
او پر شفا سربېر ئې د قبر د خاورو ئې د مشقو بوی تللی
larghonay1 صاحب !
ملا له (ملاح ) نه اخيستل شوى او ملاح بيړۍ وان يا كشتي بان ته وايي
وروره !
ملح خو مالګه ده او ملاح د مالګي تاجر ته ويل کيږي ،
هو ! voa داسي ليکلي دي چه :
هفت ملاح روسي که در يک تحت البحري گير مانده اند
په انګريږي خو sailor ورته ويل کيږي او په فارسي کښي ملوان ورته ويل کيږي
صافی
15.08.2006
محترمو لوستونکو! السلام علیکم :
لرغونیه ! پتنګ سمه خبره درته کړی :دلته څه کوی؟ دملا او ملاح ترمنځه په توپیر نه یې خبر .
په وچه چاپلوسۍ خو بحث نه کیږي، یو څناڅه پوه او ادب هم غواړي.
اوبل محترم حلیمی صاحب خو پوخ اډوکی دی هغوی په غوړه مالۍ نه تیروزی. غوړه مالی با ید ښاغلی محمدی ورور ته وکړی چې نور دې رسوا نه کړي.
هو: چې ایر مې نشی دا دخپل ځانه لکه داکتر نجیب په مبارکه احادیثو ولې استناد کوی ؟ چې نه یې په متن خبری او نه یې په معنی ، او نه یې راوی پیژنی او نه یې مسند؟
ښاغلی لاروی! تاسو لیکۍ :
او صافى خو پېژنم. پلار يې ښه عالم سړى دى او دى بېچاره اخوند هم نه دى.
خو كه اخوند يې او كه عالم زه دا قضاوت هم نه شم كولى، ځكه چې سړى څوك له نږدې ونه ګوري اويا يې ډېر ونه لولي نو په يوه يا دوو ليكنو به يې څه وپېژني.
زه وایم:
دا چې زما محترم پلار مو ددینی علماو په جمله کې شمیرلی ډیره مننه.
ستاسو ښاغلی او محترم قبله ګاه ته دې زما هم ډیر احترام وي ، خو په کمال دتآسف درته ویلې شم چې تاسو په خپله په بحث او لیکنه کې دمتقابل ادب په ساتلو کې پاتې راغلی یاست.
او خبرې مو ګډی وډی دي ، دیوې خوا وای صافي پیژنم چې اخوند هم نه دی، او بیا وایی خو که اخوند وي او که عالم زه دا قضاوت نه شم کولی .
نو لرغونی صاحب خدای دې وکړی چه ټوله پوه مو همداسی نه وي. کنه قیاس خو په همدې دلالت کوي .
صافي
صافی
15.08.2006
[quote:90c38bad7a="صافی"]محترمو لوستونکو! السلام علیکم :
لرغونیه ! پتنګ سمه خبره درته کړی :دلته څه کوی؟ دملا او ملاح ترمنځه په توپیر نه یې خبر .
په وچه چاپلوسۍ خو بحث نه کیږي، یو څناڅه پوه او ادب هم غواړي.
اوبل محترم حلیمی صاحب خو پوخ اډوکی دی هغوی په غوړه مالۍ نه تیروزی. غوړه مالی با ید ښاغلی محمدی ورور ته وکړی چې نور دې رسوا نه کړي.
هو: چې هیر مې نشی دا دخپل ځانه لکه داکتر نجیب په مبارکه احادیثو ولې استناد کوی ؟ چې نه یې په متن خبری او نه یې په معنی ، او نه یې راوی پیژنی او نه یې مسند؟

صافي[/quote:90c38bad7a]
صافی
15.08.2006
ړنګه شوه

م ن غروال
15.08.2006
محترم صافی ورور سلامونه ومونئ!
ما ډير کوښښ وکړ چی پر ملا تهمت او پر هغه د ملنډواو مسخرو او بې احتراميو لپاره د محترم حليمي صاحب برأت اسناد پيدا کړم خو لا تر اوسه هم بريالی شوی نه يم٠ يوازې يو شی کيداي شي چې علت وي چې هغه چون واقعاً حليم (حليمي) مشر دي که نه نو دا ډول :[quote:1a336b69c6] نو دا ملا يا ستا په اصطلاح رهبر او لارښود چېرته دى چې ووايي مه كوئ؟ [/quote:1a336b69c6] [quote:1a336b69c6]غروال صيب دغه يوه مو ډېره كاكه جمله ليكلې او زه يې هم منم چې :
اقتباس:
(او ملا د مسلمانانو د ټولو نيمګړتياؤ او بدبختيو مسئول ته ويل کيږي).زه خو وايم افغانستان همدغو اخوندانو را وران كړ،[/quote:1a336b69c6][quote:1a336b69c6]ډم اصلاً د ډول سره تړاو لري. كوم بد نوم نه دى.
داچې په خلكو كې يې بد شهرت موندلى همدا ملايانو مشهور كړى دى! [/quote:1a336b69c6]
او بالاخره : [quote:1a336b69c6] يو ډم ډول وهي او سل پښتانه ورته ګډېږي يا اتڼ كوي نو هغه يو بېچاره ولې ګوناه ګار شو؟
دا چې كوشان صيب ډم او ملا دواړه سره مله كړي ، ملامت نه دى ځكه چې ډم په يو ډول سل زاړه او ځوانان څرخوي او ملا يې په يو الله اكبر ركوع او سجدې ته ټيټوي.
البته دايې ديني تړاو يا يو پر بل فضيلت نه دى او نه ما تر اوسه ويلي چې كوم يو يې غوره دى [/quote:1a336b69c6] خبرو لپاره چپ پاتې کيدل ـــــ څه ووايم نو ــــــ ، خو خير!
ما ددې خبرو لپاره چې هر څه وليکل خامخا بد او غيرې شرعې به مې ليکلي وي او که نه نو :[quote:1a336b69c6]دنيا همدغسې اخوندانو ورانه كړه لكه غروال او پتنګ !
دوى هر وخت د اخوندانو غوندې تشې ټاپې لګوي، نه دليل لري او نه منطق! [/quote:1a336b69c6]او : [quote:1a336b69c6]زه شكر الحمد لله مسلمان يم،او په اسلام كې ملا هم يو انسان دى او ډم هم. [/quote:1a336b69c6]خير زه پوه شوم چې خبره چيرته ده٠
دا داسلام خبرې دي د پلار پروا هم نده په کار! او په ريښتيا که مې منطق درلودو نو په خپله نامه مې په ټول افغان کي څه بد کول د قلم په ژبه د اسلام په هکله د کوڅې بنډار :[quote:1a336b69c6]او پتنګ او غروال ته د ريښتونې مسلمانۍ بلنه وركووم نه د دوديزې او تش په نوم مسلمانۍ! [/quote:1a336b69c6][quote:1a336b69c6]چې ته غروال نه بلكې د تودو اوبو كومې څنډې كې لوى شوى يې!! [/quote:1a336b69c6] صافی صاحب! دا ټول پدې وجه چې ملا يعنې عالم ندې ځکه خو په آيت او حديث نه ثابتيږي نو سم د لاسه يې وليکل چې: [quote:1a336b69c6]حليمي صيب ما هم پخپله ليكنه كې ملا ياد كړى نه عالم [/quote:1a336b69c6]
پداسې حال چې غروال ايمان لري چې د ملايانو درجه او مقام او منزلت رتبه او حيثيت ديني عالمانو څخه هم زيات دي!
که څوک وايي چې ، نه! چې د همدغه عنوان لاندې ورسره بل بحث پيل کړم٠
خير صافی صاحب خبرې ټولې پرتې دي دا ښه وشول چې هر څه رابرسېره شول٠
تاسو ته د سر خوږولو له وجې بخښنه غواړم٠
په درناوې
م ن غروال
15.08.2006
محترم حليمي صاحب وروسته له درنښت او احترامه!
با کرکټره انسان ته څوک ښه کرکټره انسان نه وايي او که با کرداره يې ووايو همدا معنی ورکوي چې ښه کرداره !
او که سړی ډير ښه کردار ولري نو ټولنه (افغاني ټؤلنه) يې با کرداره بولې نه، ښه کرداره! اما په هرحال!
په درناوې
صافی
15.08.2006
ډیرمحترم او ښاغلی غروال صاحب! دسلام او نیکو پیر زوینو نه روسته عرض کوم : چې بلکل همداسې ده ښاغلي حلیمي قسم کړی چې مړ به مې کړې خو پړ به مې نه کړې.او دهغه دبرآت دلیل به هیڅکله هم پیدا نه کړۍ ، دد ښویه خوا ص دماهی په شان دي چې هیڅکله به هم په لاس درنه شي.او خدای دي وکړي چې دﺉ په خپل موجودیت او نظر دازمونږ نظر نسکور ثابت نه کړي؟؟؟؟ دئ هم ملا دی.
محترم غروال صاحب!
دا بل چکه چورپه هکله با ید همدمره ووایم چې داسې ښکاری چې دئ دې په کو څه کې لوی شوی وي او داخلاقو او پوهې معیاریې هم د کوڅې په سطحه وي . نو دهغه نه څه ګیله؟
په درناوی
صافي
larghonay1
16.08.2006
زه هم ښه ساده يم چې د هر چا سره بحث كوم .
خو بيا هم توكل په خداى ،دغه اخوندان، د سرسايې غله، شكرانه يان، د قران د ايتونو پلورونكي، بدعتيان، د عالمانو د سپكاوي لاملونه او د دين د خپراوي او پوهې خنډونه چې تر كوره ونه زغلم نه يې پرېږدم.
ګران صافى ګله ماوې كه ته په رښتيا د هغه مولوي يا ستر ديني عالم زوى يې چې مونږ به ورته د كامې مولوي صيب وايه.
خو زما په اند تاسو كوم بيړا ياست . او زه نه د بيړاګانو په ژبه نه پوهېږم.
كه چېرته پوهيدى نو ستاسو د هغې مخكې يوې بيړاګۍ خبرې چې ماته ليكلې وه او يا د دې لاندې خبرې ځواب دركړى وى :
(( دا بل چکه چورپه هکله با ید همدمره ووایم چې داسې ښکاری چې دئ دې په کو څه کې لوی شوی وي او داخلاقو او پوهې معیاریې هم د کوڅې په سطحه وي . نو دهغه نه څه ګیله؟ )).
زه كه كله د يوه حديث مفهوم ليكم د دې دا مانانه ده چې زه يې نه شم ليكلى خو زه د لنډون پلوى يم او بله دا چې تاسو تر پايه له دغه بحث څخه زره هومره پند هم وانه خيست او نه مو يوه وړه جمله داسې وليكله چې د قران يا حديث سره تړواو ولري.
تش په تاويلو ماويلو اخته ياست .
زه هيڅكله چاپړوسي نه كوم او نه مې عادت دى خو دا چې د حليمي صيب ستاينه كوم ، باور وكړه چې د هغه خبرې راته د قران او حديث سره سمې او په ديني استدلال او دلايلو ولاړې ښكاري نوځكه ورته احترام كوم ، نه چاپړوسي .
كمبخته چاپړوسي سړى هغه چاته كوي چې پېژني يې او څه تمه ترې لري. زه والله كه حليمي صيب بغير د نيټ له څپو نور هيڅ پېژنم.
كه له حليمي صيب پرته بل څوك هم دا استعداد ولري چې د قران او حديث په رڼا كې يوه خبره وڅېړي زه يې درناوې كوم.
دا چې د صافي او غروال درناوې نه كوم په دې چې له دوى مې يوه خبره هم داسې نه ده اوريدلې چې زه ګنې د كوم ديني عالم، ملاح او حتى د زيرك اخوند سره بحث كوم.
ګومان حرام دى ګنې زه بېخي دې پايلې ته رسيدلى يم چې دغه دواړه لومړنيو ديني زده كړو ته شديده اړتيا لري.
اوس به د غروال اقتباسونو ته راشم:
غرواله زه تر ډېره وخته يوه خبره له ځانه سره سنجوم او بيا يې ليكم.
دا چې ما ليكلي چې ملايان د زور د ودونو، په بدو كې وركړل شويونجونو، په بدل كې د وركړل شويو انجونو، په پيسو يوه معصومه يوه زاړه بډاى ته وركړل شوې او داسې نورې له دين څخه خلاف وركړل شوو نجونو نكاحګانې تړي او يوازې يو دسمال اوڅوپيسو له پاره .
او يا د هغو قاتلانو، په ښكاره غلو، كمونستانو، خلقيانو او پرچميانو جنازې كوي، قران ورپسې وايي او غوړه مالي يې كوي ، يوازې د دې له پاره چې څوك يې له امامته ونه شړي.
نو له دغسې ملايانو زه سل وارې هغه ډمان ، سلمانيان يا نايان غوره ګڼم چې خپله دنده په ښه سمه توګه اجرا كوي.
زه هيڅكله هم د چاغوندې بې عقل نه يم چې تش په نوم قضاوت وكړم.
بيا هم وايم چې ملا هم يو انسان دى، ډم هم او جولا هم . غوره هغه څوك دى چې خداى ته نږدې وي او تقواى ولري. (( ان اكرمكم عندالله اتقى كم. )).
زه په بې ځايه دودونو او بدعاتو هيڅكله هم تكيه نه كوم . ځكه چې زه دين او بې ديني پېژنم.
زه د خپلې ټولنې له هر اړخ سره بلد يم او راته معلوم دي.
نو غرواله دا چې تاته مې ليكلي وو د تودو اوبو سره نږدې ستر شوى يې اوس هم دا شك دى راته ځكه چې تاسو ته زما هغه لنډۍ عجيبه ښكاره شو ې او لنډۍ زمونږ د پښتني كلتور يوه برخه ده.
دغه لنډۍ قران د يوه ايت مفهوم دى يا يې ژباړه ده :
(( چې علم يې وي عمل يې نه وي + لكه په خره باندې چې بار كړې كتابونه )).
دا چې تا ليكلي :
(( پداسې حال چې غروال ايمان لري چې د ملايانو درجه او مقام او منزلت رتبه او حيثيت ديني عالمانو څخه هم زيات دي! )).
راځه تكړه شه ، بحث پيل كړه خو هڅه وكړه چې تاوېلې ماوېلې نه ، بلكې د قران او حديث په رڼا كې به دلايل وايې .
دايې ګز او د ايې ميدان !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
خو په هغو تعريفونو پسې به نه ګرځې ، چې عندي دې جوړ كړي ، بلكې علمي بحث به كوې، كه رښتيا هم د دې ټولنې سره اشناوې نو د ټولنې ملايان او ديني عالمان به سره پرتله كړو چې سره معلومه يې كړو.
اوس بياښاغلي فاضل حلمي صيب ته د غروال او صافي خبره چاپلوسي خو زما په خپل اند درناوى يا احترام وړاندې كوم او وايم :
حليمي صيب ملاح ما په نفخة العرب كې په يوه حكايت كې لوستي وو چې ټول حكايت مې په ياد نه دى خو پيل يې داسې و: (( جاء الملاحيون .........
دغه ملاحيون مونږ ته جاله وان ژباړل شوى و .
او نوره كيسه يې هم د دوو جاله وانانو وه .
نور نه پوهېږم خو په هغو دوو ماناوو يې هم پوهېدم خو دا مې ورزياته كړه.
په هر صورت پرې ټينګېږم نه خو كه وخت لرئ نو په المنجد كې يې وګورئ يا به يې زه وګورم.
مننه
ستاسو لاروى
ع کريم حليمي
16.08.2006
ډیرمحترم غروال صاحب! دسلام او نیکو پیر زوینو نه روسته زه يوعرض کوم
اجازه راکړي چه د صافي ورور سره منطق تېره کړم
[quote:2730fa12cf]او خدای دي وکړي چې دﺉ په خپل موجودیت او نظر دازمونږ نظر نسکور ثابت نه کړي؟؟؟؟ دئ هم ملا دی. [/quote:2730fa12cf]
محترم صافي صاحب !
تاسو ايساغوجي لوستې ده که دا رشتيا وي ؟ نو وګوره !
character په مانا د شخصيت
او شخصيت تعين د ټولني په لاس کښي دی ، د هر چا دشخصيت
په تعين ، اندازه کولو کښي خلک خپله رايه لري
هر هغه څوک چه د لوی ملاصاحب (ملامحمد عمر ) دوستان دي او يا ئې پر
شا اوخوا راګرځېدلي دي نو ملاصاحب يو با کرداره ،با شخصيته ويني
او هر هغه څوک چه د ملامحمد عمر په مخالفت کښي ناست دي
نو بيا يو بې شخصيته سړی ئې ويني يا بې شخصيته ئې بولي
نو دا معلومه سوه چه هر څوک يو شخصيت دی ، داسي څوک نسته چه
شخصيت ونلري ، په هر صورت د صورتونو هر انسان باشخصيته دی
کرزی هم يوه ډله خلکو ته باشخصيته او يوې بلي ډلي ته بې شخصيته دی
او ملاعبدالوهاب اخوند د عربستان خلګو ته يو
ډېر لور او علی ، اغلی شخصيت دی اما په کندهار کښي د خلکو زړه نه غواړي
چه په يوه وهابي ملا پسي لمنځ وکړي ، نو ملاوهاب هم بې شخصيته او هم
باشخصيته انسان وو او وي به
هم داسي نده ؟؟؟ او که څرنګه
م ن غروال
16.08.2006
لرغونی لاروی!
مجبور دې کړم چې مخامخ يې درته وليکم٠ نه مې غوښتل چې نوم دې وليکم ځکه له همدې هيريدم چې نشي له پولي راتېر شې لکه څنګه چې دا دوهم ځل دي٠
ته که هر څومره سپکې سپورې وليکې ماته هيڅ هم نه راسيږي حتی ثواب هم وينم٠
څومره چې تاسو په صافي صاحب او ما نيغ تيز راغلی د قلم ادب او دليکدود کلتور او دا پاڼه ، بار سم نه ښکاري٠ له تا ما د يوه مسلمان او باخدا روڼ انده مؤمن تمه لرله او څومره خوښيدم چې د پښتو او د وطن چوپړ ته مو د قلم نوکه تېره کړې او په ښکلی رنګ د پښتو کرښې انځوروی٠ ځکه مې دا ګيله وکړه چې ستاسو رون اندو ٠٠٠٠٠٠٠٠! اما خبر نه وم چې تاسو به له کلتورهدومره پښې غزيږي٠
محترما! زه تاسو ته د (تاسو) خطاب کوم دا د قلم ليکدود او دا قلمي بحث او د نه پيژندګلوی په حال کي تاسو(غرواله) او (ته) ليکی؟ دا ددې معنی نه لري چې زه له تاسو احترام غواړم بلکه دا دقلم او ليکدود او د بحث کلتور دي٠ ځکه تاسو که په حجره کي هم ناس وي او يا حتی په کوڅه کي هم وی بيا هم د (تاسو) خطاب ستاسو د درانه شخصيت په تله زياتوي٠ د احترام او ادب له چوکاټه وتل لومړی خو دا چې د اسلام سره په ټکر دي که مسلمان ياست او په دوهم ګام کي د انساني کلتور زېب ندي٠
تاسو څوک ياست چې ماته ليکی چې وطن ما غوندې غروالانو ړنګ کړی دي؟
دا حق تاسو ته ستاسو منطق درکوي او که ستاسو کلتور؟
ښاغلي صافي صاحب چې درته ليکلي دي ستاسو د خبرو عکس به وي ځکه هغه تاسو د بې احترامی هيڅ هم نه ؤ ليکلي!
ما چې ستاسو همدا کلتور وليد چې زه د تودو اوبو لوی شوی پښتون يم نو شل کلن زوي به مې چيرته لوي شوی وي او ددې په معنې هم پوهيږی او که هسې مو په کوڅو کي اوريدلي دي؟
لنډۍ؟ زه ړوند نه يم او دا دې ګوری مې چې لګيا يم پښتو ليکم نو ستاسو په لنډی؟ ما ويل چې پوه به شې چې يره غروال ته ګوره اوس يې ټؤکې هم پيل کړې اما زه بيا هم بخښنه غواړم چې ونه پوهيدم چې زما سره ښاغلی لرغونی لاروی مخاطب دي!
ځکه مې عرض وکړ :
[color=white:7d971b3679]ښاغلی لاروی سلام!
تاسو ډير ښه ويلي دي او حق په جانب ياست زه مې له بحث څخه او تاسو ته د دلايلو په وړاندې کولو خداي شته چې پښيمانه يم٠ ستاسو به لوئ احسان وي که بنده عفو کړئ!
په درناوې
_________________
د افغانستان د خپلواکۍ او سرلوړۍ په هيله ![/color:7d971b3679]
[color=#444444:7d971b3679][/color:7d971b3679] ما بيا هم زه تاسو يوازې او يوازې دومره ويلی شم چې ليکل د يوه نارينه پښتون ندي! زه د وروستي ذل لپاره هيله درڅه کوم چې بيا بې ادبيو ته لاس وا نه چوې ، که (باالفرض) ولي د زمانې هم شم بيا هم پښتون يم ولو که په تودو اوبو کي لوي شوي وم٠ که سره لدې مو ډير زړه ډک وي په شخصي پيغام کې دومره ښکنځل وليکه چې څومره دې د خپل کلي له ډمه زده کړي وي او زه لوړه کوم چې سلام به درواچوم!
پاتي شو ملا! د ملا په هکله دا جملې :
[color=white:7d971b3679]زمونږه بدبختي همدلته ده چې ملايان مو يوازې په جوماتو او نکاح او جنازو پورې محدود کړي دي٠ هغو خلکو چې بس يو څه احکام يې کوپړۍ ته کاپي کړيدي او خپله دنده يې يوازې همدغو وظايفوته وقف کړې ده او نور هر څه يې د پناه په باد پلورلي وي لکه څنګه چې مې ښاغلي لاوري ورور ته هم ليکلي دي ، هغه ملايان ندي بلکه تش په نامه ملايان دي چې دلته ستاسو مخالفت زه په حقه ګڼم او درسره هم لاری يم اما ملا، ملا دي او مجاهد هم مجاهد دي او طالب هم طالب! دا چې چا او ولې او څرنګه له دغو د اسلام سپيڅلو نامو ناوړې ګټې پورته کړې دي هغه بله مسئله ده، هغوي ته زه دا سپيڅلې نامې نه کاروم[/color:7d971b3679][color=#444444:7d971b3679][/color:7d971b3679] وګورئ حليمي صاحب څه ليکي :
[color=white:7d971b3679]تاسوته به معلومه وي چه د مساجدو ملايانو افغانستان نه دې خراب کړي
هغو خلګو خراب او تراب کړي چه يو هم د مسجد امام يا ملا نه وو [/color:7d971b3679][color=#444444:7d971b3679][/color:7d971b3679] او وګورئ بيا هم زياتوي :
[color=white:7d971b3679]کله چه موږ د ملانوم اورو نو د خدای کور يعني مسجد مو سم سترګو ته دريږي
تاسو ته معلومه ده چه په سه سلو کښي يو د مسجد ملا هم داسي کارونه نه
دي کړي چه سړی ګوته وته ونيسي ٠
اما په مقابل کښي ډير داسي خلک سته چه د ملا په نامه ئې داسي اعمال کړي
چه نه په خدای روا او نه په رسول [/color:7d971b3679]
ما مخکي هم ستاسو خدمت ټه په عرض رسولي ؤ چې کو خلک چې دا ډول کارون هکوي چې تاسو نېوکې لرئ هغه ملايان ندي بلکه تش په نامه ملايان دي هغوئ ته ملا ويل حتې ګناه ده! زه خپله لمونځ نه ورپسې کوم!
اما ستاسو منطق حکم کوي چې زه بې عقل نه يم چې د نوم او ٠٠٠٠٠٠٠!
او ملا چې د ديني عالم څخه لوړه رتبه لري او که نه، زه مې مخکې له مخکې تاسو ته د تسليمی لاسونه پورته کوم هر هغه څه چې تاسو واياست درست او سم دي او که ما څه ليکل هغه به زما کار وي او په تاسو اړه نلري!
په آخر کي دا هم غواړم زياته کړم چې واقعاً بدبخته يو!
نو لدې امله تاسو سره د بحث معذرت غواړم او هيله من يم چې ويې ومنئ !
ستاسو په درانه حضور کي احترام!
[color=#444444:7d971b3679][/color:7d971b3679]
م ن غروال
16.08.2006
محترم حليمي صاحب!
د احترام وروسته يو اصل لطفاً په پام کي ونيسئ!
مونږ چې نه غواړو چې څوک ملا د ډمانو سره په يوه تله وتلي او ورته سپکې سپورې وويل شي ځکه چې ملا، اخوند شيخ، مولوي، مجاهد، طالب او داسي نور دا ټول د اسلام د سپيڅلي دين سپيڅلي او مبارکې نامي دي٠ له دغه شکله خلک ناوړه ګټه پورته کوي٠ ډم؟
حليمي صاحب د بې ادبۍ په بخښنې سره ډمه، ډم، ته به څوک حاضر شي څې زه مې خور او لور ورکوم او يا مې له ډمانو خور لور کړېده يعنې ښځه مې ډمه ده؟ زمونږ ټولنه چې څه منلي دي هغوي د خپلو ترخو تجربو څښتن دي٠
دا په پښتو کي حتی ښکنځل دي!
او ملا ! هغه خلک چې د اسلامي قوانينو څخه ددغې متبرکې نامې څخه ناوړه ګټه پورته کوي هغه له سره ملايان ندي يوازې نوم يې ملا دي او بس!
لدې امله زيار دا دي چې نه يوازې ملا پورې پرو پاګند بلکه که څوک ووايي چې افغانستان مجاهدينو وران کړ او يا طالبانو، زه سخت مخالفت کوم او تر خد وسه به ورڅه دفاع کوم!
زه ډير ښه پوهيږم چې حليمي صاحب تاسو څه واياست اما بدمرغي دلته ده چې سؤ استفاده ترې کيږي٠
عغه علمأ ددين چې عمل يې نسته هغوي د علم پر شاا وړونکي دي او هغه د مسجد امامان چې په محمدي رسالت کي (دنقاد صاحب خبره) پاتې راغلي دي او له دغه نومه به داسي ګټه پورته کوي چې مسلان به کافر ثابت کړي او کافر به درته مسلمان!
آيا مونږ کولاي شو داسو خلکو ته ملا ووايو؟
هغو خلکو چې وطن وران او چور کړ، آيا کوﻻي شو ورته مجاهد ووايو؟
آيا هغه خلک په شکل د اشکالو يې د ناوړه اعمال ترسره کړل او پر ځان يې د طالب نامه کېښوده آيا طالب يعنې دا؟
هيلمن يم ما خپل عرض درست کړی وي٠
يو بل مثال:
که بوديزم ووايي چې فلاني کس زمونږ پيغمبر دي، آيا مونږ د پيغمبر کلمه هغه ته کارولی شو؟ نه! پيغمبر، يعنې د خداي (الله) ج پيغام راوړونکی! مونږه هغه کس ته د درواغوپيغمبر ويلاي شو او ورته وايو به! که ( د درواغو) کلمه ورسره مل نه کړو په ګناه ککړ شؤو!
ځکه وايو چې ودې ويل شي چې د ملا په نامه، کوم چې تش په نوم ملايان دي، او داسي نور؟ نه واسي چې ملايان داسي چې کوي او ملاين چې داسي کوي نو له ډمانو يې ښه بولم! آيا څوک چې ملا وي داسي کوي کوم چې خپل ډول ته په نڅا دي چې نوره له وسه ونشي په سپکو شروع وکړي فکر کوي لکه چې سپکې يوازې ده زده او بس!
حليمي صاحب تاسو يوازې او يوازې الله ج مدنظر ونيسئ او بس! خداي ج دې زما زړه چاود کړي چې زه به ستاسو لخوا خپه کيږم٠
که واقعاً په ملا پسي مسخرې مجاز وي او تلل يې له ډمانو سره په يوه تله کي مجاز وي واضح او روښانه يې وليکئ چې ونږ او نور به ټول پرې پوه شو او که نه د لاروي نغمې ولولئ چې څه ترې جوړيږي زه پوهيږم چې تاسو ته احترام لري اما تاسو ته بايد تر خپلو والدينو هم د دين حقه خبره په لومړي ګام کښي ارزښت ولري او زه ايمان لرم چې لري يې !!!
د پل خشتي جومات کي هغه انګريزی چې څو کاله يې د نفاق تبليغ وکاوه او بيرته خپل ټاټوبي ته ستون شو آيا اوس مونږ هغه ته ملا ووايو؟ او آيا هغه ملا ؤو؟ اما د ملا په نوم ؤ! د ملا په لباس ؤ! د ملا په څېره ؤ! نه ملا په اخلاقو او کردارو او مسئوليت او وجدان او ايمان او علم!
زه د ټول افغان ټولو علمأؤ ته په درناوي بلنه ورکوم چې که څه غلط وي مونږ دې د خپل اسلامي علم په رڼا کي ښوونه وکړي د بنده دتعظيم لوړه کوي!
حليمي صاحب هيلمن يم چې را څخه خوابدی نشئ او زه غواړم او کوښښ کوم که دا دوې درې ليکنې مې د خداي حضور کي د عبادت درجه ونيوه نو ښه به وي او که نه دنيا هسې فاني ده نو تودو اوبو به څه خوند وي؟
په درناوې
ع کريم حليمي
17.08.2006
ډېر محترم او پتمن غروال صاحب ، درنو لوستونکو
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
ډم او علماکرامو مقايسه او پرتله کول اصلا داسي کيږي
ډم يوه ډله خلک په ساعت تېريو کښي مشغل او لګيا کوي او د پاک الله ج
له دين او عبادت څخه ئې غافله او بې پروا کوي
او علما کرام ټولنه له ګناه اومعصيت ،ګمراهۍ لهو کارونو راګرځوي
او د اسلام د اسماني اخلاقو پر ګودر ئې برابر وي (له هغو لهو څخه ئې
راګرځوي کوم چه د واجب امر مانع وي !!!!!!!
د اسلام په اوايلو کښي د نبي کريم صلی الله عليه وسلم دښمنانو له هر ډول
پروپاګنډي ، اسلحې کار اخستی
چه يوه اسلحه ئې هم موسيقي او ډمه (نجلۍ ) وه
کله چه به د کوم سړي زړه نرم او واسلام ته لږ څه متمايل سؤ
نو د اسلام دښمنانو به يوه ډمه سندرغاړې ور واستول او ډمي به بدلي او رقس
ورته کاوه او په بدلو او ګډا په حال کښي به ئې ورته ويل چه دغه دي
چړچې او مېلې
او محمد صلی الله عليه وسلم تاته وايي چه لمنځ کوه رژه نيسه او ځان په
شهادت و رسوه
نو پاک الله و نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته داسي وحي وکړه چه :
بسمه تعالی - وَ مِنَ النَّاسِ مَن يَشترِى لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سبِيلِ اللَّهِ بِغَيرِ عِلْمٍ وَ يَتَّخِذَهَا هُزُواً أُولَئك لهَُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ(6) سورت لقمان
ترجمه : بعضى از مردم سخنان باطل و بيهوده خريدارى مى كنند تا مردم را از روى جهل و نادانى گمراه سازند، و آيات الهى را به استهزا و سخريه گيرند، براى آنها عذاب خوار كننده است
نو داسي معلوميږي چه :
که کوم ډم يا ډمه داسي اراده ولري چه خلګ د پاک الله له لاري غافله او بې
بې پرواکوي او په لعبو او خرافاتو کښي ئې مستغرق کوي
نو بيا دې ډم يا ډمي ته شرعه او فقهه کافر او کافره وايي
او په مقابل کښي بيا که يو عالم ،ملا ، تر نظر لاندي ونيسو
نو بېله شک او شبهې علما نو بيا چه دي :
وَاَنَّ الْعُلَمَاءَ هُمْ وَرَثَةُ الأَنْبِيَاءِ ـ وَرَّثُوا الْعِلْمَ ـ مَنْ اَخَذَهُ اَخَذَ بِحَظٍّ وَافِرٍ، وَمَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَطْلُبُ بِهِ عِلْمًا سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ [color=white:49cf5b076a]طَرِيقًا اِلَى الْجَنَّةِ [/color:49cf5b076a]
هو ! دواړه طرفه په مادي جهان کښي ژوند کوي
نو طبعا عايداتو ته ضرورت لري که ډم دی که ناډم ، که پېر دی که فقير
خو د ډم ګټه حرامه ، هم ئې عمل د سزا او هم ئې پر عايداتو سزا بنا ده
(يعني هغه ډم چه اراده لري چه خلک له عبادت څخه غافله کړي )
يا لکه روسانو چه ډماني و افغانستان وراستولې چه مطلب ئې د خلګو
غافله کول وه له جهاد څخه
او هر هغه ملا چه اراده لري چه ټولنه له معصيت او ګمراهۍ څخه راګرځوي
او د اخلاقو پر ګودر ئې برابر ه وي خاص له پاره د خدای او بله غايه ، مطلب
ونه لري نو هر مسلمان ته لازمه ده د داسي ملايانو ټول اقتصادي اړتياوي
ور رفع کړي
چه هم پر پېسه ورکول اجر بنا او هم ئې و قبلوونکې ته اجر ورکول کيږي ٠
ډېر محترم او قدرمن غروال صاحب
که چيري تاسو پښتو چاپ قران شريف وګوري سورت لقمان ٦ ايات
نو ډم او ډمي په باب به ډېر معلومات په لاس درسي
په احترام
larghonay1
17.08.2006
ښاغلى غروال صيب هيله ده چې خپه نه شې!
زه ستاسو سره هيڅ وخت خداى مه كوه كومه دښمني نه لرم او نه غواړم.
پاتې شوه د نظر خبره ، دا په دې مانا نه ده چې زما اوستا نظر په دې بحث كې سره مخالف و، نو زه او تاسوبه خامخا سره مخالف اوسو.
نه!
هيڅكله نه!
زه تاسو ته پوره درناوى لرم او په نورو بحثونو كې ستاسو ليكنې په پوره شوق او ليوالتيا لولم.
دا چې تاسو ليكلي په شخصي پيغام كې راته ..........وليكئ!
زه ډېره خواشينى شوم .
انشاء الله كه چېرته په رښتيا سره مخامخ شو او سره ومو پېژندل چې ته غروال او زه لاروى نو انشاء الله د پښتني دود سره سم يوه شورا به هم دركړم .
نور نو په دې بحث كې زما له پاره كومه پوښتنه يا سوال نه دى پاتې.
هغه څه مې چې ويل ومې ويل ، او د هغه څه د اوريدو تمه مې چې لرله ، وامې وريدل.
نور دى په خداى سپارم او يو ځل بيا هم يادونه كوم چې په يوه موضوع كې د نظر يو والى اړين نه دى، دا د انسانانو له فطرت سره تړلې خبره ده. خو هيله ده چې تاسو يې داسې ونه ګڼۍ چې زما او ستا به د تل له پاره د نيټ په څپو دښمني وي.
نه، بلكې تاسو حق لرئ خپل نظر وړاندې كړئ او زه حق لرم خپل نظر وليكم.
غروال خوښ او سمسور اوسې

دا چې كله كله زه د تاسو پر ځاى (ته) ليكم . زه په ډېر سرعت ټايپ كوم كنه دومره بې ډبه هم نه يم.

غروال صيب خوښ او سمسور اوسې
ستاسو لاروى
pattang
17.08.2006
افرين جار دشم لرغونيه !
په يوه خبر دې سل زړونه خوښاله کړل ٠
زمونږ پښتنولي له هر شي ښه ده او ستا دشوروا په انتظار
پتنګ
[quote:e87b62289c="larghonay1"]ښاغلى غروال صيب هيله ده چې خپه نه شې!
زه ستاسو سره هيڅ وخت خداى مه كوه كومه دښمني نه لرم او نه غواړم.
پاتې شوه د نظر خبره ، دا په دې مانا نه ده چې زما اوستا نظر په دې بحث كې سره مخالف و، نو زه او تاسوبه خامخا سره مخالف اوسو.
نه!
هيڅكله نه!
زه تاسو ته پوره درناوى لرم او په نورو بحثونو كې ستاسو ليكنې په پوره شوق او ليوالتيا لولم.
دا چې تاسو ليكلي په شخصي پيغام كې راته ..........وليكئ!
زه ډېره خواشينى شوم .
انشاء الله كه چېرته په رښتيا سره مخامخ شو او سره ومو پېژندل چې ته غروال او زه لاروى نو انشاء الله د پښتني دود سره سم يوه شورا به هم دركړم .
دا چې كله كله زه د تاسو پر ځاى (ته) ليكم . زه په ډېر سرعت ټايپ كوم كنه دومره بې ډبه هم نه يم.
نور نو په دې بحث كې زما له پاره كومه پوښتنه يا سوال نه دى پاتې.
هغه څه مې چې ويل ومې ويل ، او د هغه څه د اوريدو تمه مې چې لرله ، وامې وريدل.
نور دى په خداى سپارم او يو ځل بيا هم يادونه كوم چې په يوه موضوع كې د نظر يو والى اړين نه دى، دا د انسانانو له فطرت سره تړلې خبره ده. خو هيله ده چې تاسو يې داسې ونه ګڼۍ چې زما او ستا به د تل له پاره د نيټ په څپو دښمني وي.
نه، بلكې تاسو حق لرئ خپل نظر وړاندې كړئ او زه حق لرم خپل نظر وليكم.
غروال صيب خوښ او سمسور اوسې
ستاسو لاروى[/quote:e87b62289c]
م ن غروال
17.08.2006
محترم حليمي صاحب سلامونه او نېکې هيلې ومنئ!
زه پوهيدم چې تاسو به خامخا هغه ليکئ څه چې مې تمه کوله٠
تاسو په دلته ټوله ستونزه حل کړه او ثابته شوه چې ملايان هم د دين عالمان دي او په قرأن شريف او نبې احاديثو کي چې د علماؤ په کله ستاينې او ارشادات راغلي دي ټول داسي تفسير شويدي حتی آيت په آيت هم تفسير شويدي چې په علم به عمل او د حضرت مقبول محمد رسول الله ص دنده او د تشې فقر به زمونږ په مؤمنو ټؤلنو کي راډکوي٠ نه يوازې چې امر باالمعروف او نهې عن المنکر به کوي بلکه د جهاد فتوأ به هم ورکوي٠ د خپل چاپېريال د خپلې ټولنې د خپل هېواد څخه پيل تر ټولې نړۍ به د ټولو ناخوالو غم هم خوري٠ د ټولنې عدالت او مساوات او د ټولنې ټول اړونده مدنې حقوق بشري حقوق او نور ټولو ته به دی مکلف وي چې هغه سرته ورسوي٠
د جناب مقبول کريم ص همدا دنده وه٠ نو د انبياؤ تشه همدا معنی لري!
هو! واقعاً بدبخته يو چې مونږ يوازې ملا ورته وويل٠ دا ملا هغه کار کوي چې ورته په ميراث پاتې دي٠ بدختي همدلته ده چې له دغه لويې اسلامي متبرکې دندې په هغه کچه ناوړې غيرې اسلامي ګټې پورته شوي چې اوس هغه څوک چې د مسلمانی مدعي هم وي پرته لدې چې د خپلو خبرو په مفهوم او معنی پوه شي ډيره بې باکه د هماغه لوړ شخصيت او د هماغه لوړې اسلامي رتبې ترجمه داسي بدرنګه او په داسو ناوړو کلمو يې تعريف وليکي چې ګويا دا هم يو ملا دي٠
ځکه خو ملا شو د ټوکو ټکالو وسيله!
تر هغه ځايه چې زه کولاي شم ځواب وليکم دې همدې لپاره چې څوک نوره داسي بدرنګتوب ته زړه ښه نکړي٠ تر خپل وسه څومره چې ليکلی شم ليکم يې تر هغه چې د خپلو خبرو يې پېښمانه کړم او ددغو ناوړتوب او لوې خنډ وم٠ او که بيا ونشوه نو ليکنې به يې په ټول افغان کي نه وي انشأالله ړنګيږي به، او که بيا داسي هم ونشول نو د غروال دې په مخه ښه وي داسي ورو به خپل څادر وڅنم او په خپله مخه به ښه وکړم٠ هغوئ پوه شه او د ټؤل افغان پاڼه!
زما ليکنې که د چا په وړاندې بې منطقه وي او يا د تودو اوبو اخلاق وي او يا هم کره پره خبره نه وي او يا مې هم وطن ويجاړ کړی وي او او يا نور هر څه چې يې منطق او تربيه مني، ما دا ټول د خپل سپيڅلي دين اسلام او د هغه د سپيڅلتياؤ لپاره د زړه له کومې منلي دي څومره چې کنځل کيږم او څومره چې په سپکو سپورو ياديږم، د غروال ژوند او سر دې ورڅخه صدقه خو ، هزار بار شي٠
په آخر کي غواړم ووايم چې :
١ : څوک ملا له ډم سره په يوه تله کي تلي ډير بد کوي او د اسلام سپکاوی يې بولم٠
٢ : د غيري اسلام اخلاقد څښتنؤ نه ملا کيداي شي او نه ملا دي او که څوک ورته ملا وايي د اسلام د سپيڅلياو لپاره د مؤمن په جامه کي د اسلام تخريب کوي، چې دا خپله خپل ذات کي د اسلام سره دښمني ده٠
ښاغلی لاروي د خپلو خبرو چې ملا يې له ډمانو سره په يوه تله کي تللی دي او او بې منطقه او تيريکونکو او جنګي جنايات کارانو سره يې په تل کي تلل يم ندي پېښمانه، بې شک! د مور شيدې شه زه ستاسو غوند د فخصيت په صفت او او ښووروا نه خوښيږم بلکه همدا زهرجنې خبرې خوند هم راکوي چې د لاروي غوندي پښتانه يې راته وليکي٠ بل ځل که په اسلام ولګيد بيا دده همسويه خلک نور هم شته چې دده به هم انشأاللع خوښ شي٠
د اسلام سپکاوی چې څوک کوي زه يې د ځان دښمن بولم ٠ ما ويل چې دا اخرنې ليکنه به مې ځاي ونيسي خو له بده مرغه چې نهيلی شوم٠ دی لا فورم کي ددې لپاره ګمارل شوی دي چې له ټول افغان سره ددې مرسته وکړي چې ګواکي بدرنګې او ناخوښونکي خبرې به ړنګوي! عجبا! د خندا وړ نده؟
حليمي صاحب! د صافي ځواب چې تاسو له خاورو سره يوځاي کړه ډير ښه وشل زه خوښ شوم اما د لاروي ليکنو مطالعې لپاره غواړم په زحمت بلنه درکړم چې کوم ادبيات يې سرود کړي دي آيا هغه د اسلام احکام دي او که ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠؟
البته په تاسو اړه لري زه يوازې وړانديز کوم٠
په نهايت درنښت
حليمي صاحب الله ج دې ستاسو مل وي*
ورور مو غروال
صافی
17.08.2006
درنو او محترمو ورنو! السلام علیکم:
یاره پتنګ صاحب! که ښاغلی لاروی ما هم په دې شوروا کې شریک کړي زه به هم دچټیاتو نه تو به وباسم. او دا به څه ښکلی مجلس وي چې ټول په کې سره يو ځای ناست یو.خدای خو مهربانه دی دا کار به هم خدای وکړی خو چې یو او بل سره خپه نه کړو.
لاروی صاحب ! دا پورتنی لیکنه دې په ټوله معنی تاید وم . وروره !قسم خوړل ښه کارنه دی ،خوکه ریشتیا درته ووایم په سپکو خپه کیږم چې ما کړی وي او که بل چا بیا خو والله چې : خدای شاهددی چې د هغو درنو اشخاصو ته لکه غروال صاحب او یا هم محترم حلیمی صاحب، په خاصه، او هغه کسان چې په میړانه په خپل اصلی نومونو لیکنی کوي او تاسو ښاغلی ته او بل هر محترم ګډونکونکې ته چې په چایې نه تیرﺉ کړی وي او نه یې چا ته سپکه کړی وي، سبکه خو څه چې بې احترامی هم را ته جهل او نا مردی ښکاري. په دې کې هیڅ شک نه شته چې په بحثو نوکې به دګډونکونکو تر منځه به نظریو کې کله توپیر را منځته کیږی او کله به سره ورته وي چې په هکله یې قضاوت دنورو کار دی . ولې زمونږ وجیبه دا ده چې ددې درنې پښتو پاڼی حیثیت چې زمونږ ټولو حیٍثیت دی نه تنها وساتو بلکې لوړیی کړو.
لاروي وروره! تاسو ویلی چې زه نیمچه ملا یم زه تاسو نه یوه رتبه ټیټ نیمچه طالب یم ( دملا عمر دډلې نه) دپتنګ صاحب دخبرې په عکس زیګ پښتون یم ، ستاسو فراست هم را ته دستاینې وړ دی نژدې کړی دې وم خو دکامې مولوی صاحب زوی نه یم .
نور څه دویلو نه لرم او په دې توګه دټولو ورونو نه دخپل تقصیر بښنه غواړم.
په درناوی
ستاسو ورو صافی