د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

احمد افغان
02.02.2006

ورونواوخويندو!
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
تاسو به خبر شوي ياست جه همدا بى ادبى فرانسه هم كوي...اوما واوريدل جه دانمارك غواري جه قرآن شريف ته دتولوخلكو به مخكى اور وركري،دوي خو ددنيا بنده كان دي .اسلامى دولتونو ددوي تجارتي مالونه بند كري او مقاطعه يى ورسره كري؛نو دوي خبل زور او طاقت شايى...ورونو! قران خبل ساتونكي لري او جاته محتاج نه دي الله فرمايي: (إنا نحن نزلنا الذكر وإنا له لحافظون)
نقاد صيب !
الله داجر دركري جه دخبل محبوب بيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم سره مو دومره باإحساسه او به بوره ميرانه سره مينه شودلي ...ستاسو ليكنه به دآخرت به ورز ستاسو دنيكيو به تله كه وي...إن شاءالله.
شاغلي كوشان صيب!
زه درسره منم جه رسامي يا نقاشي يو هنر دی خو دغه دبيزو زامنو او خنزيرانو دا خبل هنر دير بى زايه استعمال كري.
وروره! ددى کاريکاتورنو د نشرولو موخه درسول الله صلى الله عليه وسلم بي عزتي او دإسلام بى حرمتي ده...دانمارك به دولتى سطحه باندي مسابقه اعلان كري وه او بريالي رسام يا نقاش ته بكى انعام تعيين شوي و.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يى د(إرهابي)لقب او شكل وركري او دخبلو شهواني خواهشاتو تابع انسان يى بللي دي او داسي نور جتيات يى ويلي.... اوس ته سوج وكوه جه (نيت يی څه وه ، نيک او که بد ؟)
وروره! اسلام داخلاقو دين دي،دعزت دين دي،اسلام تعامل دي،اسلام شامل او كامل مفهوم لري،يوازي ترلمانزه او روزي بورى منحصر نه دي،به اسلام كه شكنزل بد كار دي اسلام خبلو بيروانوته دشكنزلو امر نه كوي؛ لكن اسلام قوي دين دي دتل لباره به نورودينونو باندي غوره لور او بهتر دي او وي به....
وروره! داكوم الفاظ جه ته ورباندي خواشيني يي اوشكنزل دورته ويلي... زه درته وايم جه الله باك يهودو او نصاراوو ته بيزوكان او خنزيران ويلي به قرآن كريم كه به واضحو الفاظو او صراحت سره بيان دي تاسو يى لوستي شي.الله تعالى فرمايي: (..وجعل منهم القردة والخنازير وعبدة الطاغوت...)نو دا ظلمان شاديان او خنزيران او دهغه اولاده ده.
وروره! يوازي دالله به منلوباندي سري نه مسلمانيزي،كه يو انسان الله مني خو رسول الله صلى الله عليه وسلم نه مني مسلمان نه دي!!!
تاسو وايي: (هندو ، يهود ، عيسوي ته په اسلامي هيوادو او په ځنو اسلامي مطبوعاتو کې بد او رد ويل کېږي...نو هر عمل عکس العمل لري)
وروره! دهندو،يهود او عيسوي سره داسلام موقف مالوم دي دايى وخت نه دي جه زه تاسو ته تفصيل بيان كرم،تاسو ديو عالم نه به دى اره بوشتنه وكري ،ياهم خبله مطالعه وكري؛خويوازي دادرته وايم جه داتول دينونه داسلام به راتللو باندي (منسوخ)ختم شوي،الله باك داسلام دين اخري دين كنلي ترقيامته بوري به نه بل نوي دين رازي او نه هم نوي نبي رسول الله صلى الله عليه وسلم خاتم الأنبياء دي،ياده دوي جه عيسى عليه وعلى نبينا أفضل الصلواة والتسليم جه كله داسمان نه راشكته شي نو به شريعت محمدي به عمل كوي،نوي دين دخبل زان سره نه راوري.
زرموال صيب!
محترمه تاسو دالله جل جلاله به دى مباركو آيتونو كه سه وايي؟
(..وجعل منهم القردة والخنازير وعبدة الطاغوت...)
وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ
البقرة: 120
"وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّاراً حَسَداً مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ "
[البقرة: 109]
وروره! به خبله دغه خبره كه مو: ) ...سره ياد كړى دى داچى مسلمانان يا اسلامى مطبوعات ځينى نا وړه كړنى ترسره كوى دادهغوى شخصى عمل يا كړنى دى نه...) سوج وكري او لوستونكوته صيى مالومات وركري.

الله تعالى دزمونز او ستاسو ته دالله، نبي، دين ،وطن،ناموس او نورومقدساتو نه ددفاع كولو توان راكري
ستاسو ورور:احمد افغان


Anonymous
02.02.2006

احمدافغان وروره محترمو لوستونكو!
د دغه عمدي توهين په ادامه٠٠٠ پرون د فرانسی يوی ورځپانی هم ياد شوي انځورونه بيا خپاره کري، حال دا چی لنده موده دمخه په هغه هيواد کی د ميشتو
مسلمانانو له خوا ځومره تشدد د پروتست په بهير کی عملي شو، د دغسی تحريکاتو مخه ضرور ده چی ونيول سي، په اروپا کی د نژادي، مذهبي او داسی نورو کرکو د اشتعال پر ضد قوانين سته٠


م ن غروال
02.02.2006

محترمو لوستونکو سلامونه ومنئ!
د اسلام دين پر ضد توطئې او سپکاوی د هيڅ مسلمان لپاره د منلو وړ ندي٠ دا بې ادبې چې څوک کوي د غندلو وړ دي او فاعل يې يو مجرم ګڼل کيږي٠
[color=red:97324957d7]کوشان صاحب![/color:97324957d7]
په هر ځاي که د مرګ او زنده باد نارې مسلمانانو وهلي وي خو د چا دين او پيغمبر ته يې توهين ندې کړی او چيرې شوی هم وي نو داسي بڼه به يې نه وي لرلې لکه د رشدي لعين کتاب او د دنمارک مسئله او داسي نور! د تأسف ځاي دي چې دلته مو هم اګر مګر ويلي دي ځکه دلته نور دلايل منحل دي٠
[color=white:97324957d7]درود دې وي او رحمت د الله ج زمونږ پر مبارک رسول او نبي د خداي ج جناب حضرت محمد صل الله عليه وسلم * آمين[/color:97324957d7]
د ټولو عزيزانو خوږو خبرو او همدرديو هر مسلمان خوښوي په تېره بيا د ښاغلي زرملوال ورور خوږې خبرې! کور دې يې ودان وي٠
په درناوې
م٠ن غروال[color=#444444:97324957d7][/color:97324957d7]


Anonymous
03.02.2006

[quote:ddefa3a309]په هر ځاي که د مرګ او زنده باد نارې مسلمانانو وهلي وي خو د چا دين او پيغمبر ته يې توهين ندې کړی او چيرې شوی هم وي نو داسي بڼه به يې نه وي لرلې لکه د رشدي لعين کتاب او د دنمارک مسئله او داسي نور! د تأسف ځاي دي چې دلته مو هم اګر مګر ويلي دي ځکه دلته نور دلايل منحل دي٠ [/quote:ddefa3a309]
ډررررۍ
مسلمانان نور مذهبونه کله منی ورور؟؟؟ 
درګردۀ سرونه ورغوڅوی اوبيادغزا نوم پی ږدی٠ 
که داسی نه ده؟؟؟؟


Anonymous
03.02.2006

دمسلمانانو داسلام دمنلو په عهد يا ژمنه كى داسى جملى راځى
امنت بالله وملائكته [color=indigo:4a8af3581b]وكتبه ورسله[/color:4a8af3581b]
يعنى مسلمانان دخداى جل جلاله په ټولو راليږل شويو كتابونو او
پيغمبرانو ايمان لرى مامخكى هم يوځاى ليكلى وچى مسلمانان
دحضرت عيسى او حضرت موسى عليهما السلام له نومونو سره د
(عليه السلام) جمله حتما زياتوى ٠

اوداچى مسلمانان دخلكوسرونه غوڅوى هغه سرغوڅوونكى هم استدلال لرى

[color=darkred:4a8af3581b]دوى وايي چى زموږكورته دپه زور راننوتى انسان سر دغوڅولو وړدى

دوى وايي زما په كور كى زما په ناموس بلوسه كوونكى زه خامخا وژنم

دوى وايي زموږدمالونو اوشتمنيو لوټونكى موږ وژنو

دوى وايي زموږپه هيواد كى زموږپه سرونو په زرهاوټنه بمونه
ووروونكى انسانان ددو ړدى چى سرونه يي غوڅ شى

دوى وايي موږ په زرهاو وژل كيږو بي ناموسه كيږو لوټل كيږو أو...او...
نوكه موږ ديوه شين سترګى سر يا دهغه دملګرى سرغوڅ كړو
او دى عمل ته مو ګرده نړى ارهاب او تروريزم وايي دانو كوم ډول انصاف
اونياو بلل كيړ؟؟؟؟[/color:4a8af3581b]


Anonymous
03.02.2006

[quote:57f11f0022]اوداچى مسلمانان دخلكوسرونه غوڅوى هغه سرغوڅوونكى هم استدلال لرى

دوى وايي چى زموږكورته دپه زور راننوتى انسان سر دغوڅولو وړدى

دوى وايي زما په كور كى زما په ناموس بلوسه كوونكى زه خامخا وژنم

دوى وايي زموږدمالونو اوشتمنيو لوټونكى موږ وژنو

دوى وايي زموږپه هيواد كى زموږپه سرونو په زرهاوټنه بمونه
ووروونكى انسانان ددو ړدى چى سرونه يي غوڅ شى

دوى وايي موږ په زرهاو وژل كيږو بي ناموسه كيږو لوټل كيږو أو...او...
نوكه موږ ديوه شين سترګى سر يا دهغه دملګرى سرغوڅ كړو
او دى عمل ته مو ګرده نړى ارهاب او تروريزم وايي دانو كوم ډول انصاف
اونياو بلل كيړ؟؟؟؟[/quote:57f11f0022]
ايا دوی ديو نظامی نه سر غوڅ کړۍ؟؟؟؟؟
خو چی بی وسلی يو بی ګناه په لاس ورشی نو بيا چړی پی راکاږی٠
اوبله لا دا چی الله اکبر هم پی ووايی ،ته به وا يی چی کوم چرګوړۍ يی حلال کړو٠ دی ته اسلام وايی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ :wink: :wink: :wink: :wink: :wink:
نه دا جهالت دۍ٠


Anonymous
03.02.2006

محترمو لوستونکو سلامونه ومنئ!
د اسلام دين پر ضد توطئې او سپکاوی د هيڅ مسلمان لپاره د منلو وړ ندي٠ دا بې ادبې چې څوک کوي د غندلو وړ دي او فاعل يې يو مجرم ګڼل کيږي٠
کوشان صاحب!
په هر ځاي که د مرګ او زنده باد نارې مسلمانانو وهلي وي خو د چا دين او پيغمبر ته يې توهين ندې کړی او چيرې شوی هم وي نو داسي بڼه به يې نه وي لرلې لکه د رشدي لعين کتاب او د دنمارک مسئله او داسي نور! د تأسف ځاي دي چې دلته مو هم اګر مګر ويلي دي ځکه دلته نور دلايل منحل دي٠
درود دې وي او رحمت د الله ج زمونږ پر مبارک رسول او نبي د خداي ج جناب حضرت محمد صل الله عليه وسلم * آمين
د ټولو عزيزانو خوږو خبرو او همدرديو هر مسلمان خوښوي په تېره بيا د ښاغلي زرملوال ورور خوږې خبرې! کور دې يې ودان وي٠
په درناوې
م٠ن غروال


هيله كوم دادب خيال وساتو.

Anonymous
03.02.2006

محترمو ورونو!
هيله كوم دادب خيال وساتو.
زرموال صيب!
بيشكه جه اسلام دنورو اديانو،مذهبونو،او بيغمبرانو تل درناوي كوي،خو لكن اسلام آخري دين دي بل دين نه رازي،اوجناب رسول الله خاتم الأنبياء دي بل بيغمبر نه رازي.
قدرمن كوشان صيب اوميلمه و روره! اسلام به شخصيتونو باندي نه بيزندل كيزي .

غروال صيب!
كور مو ودان جه داسلام سره مو دومره زياته غيرتى مينه ده .
ستاسو كشري : احمدافغان


Anonymous
03.02.2006

زما محترم كشرۍ ورور احمد ، محترم كوشان ،دروندغروال او
ټولو محترمو لوستوالو سلامونه اونيكى هيلى مى ومنئ
شاغلى احمد صيب تاليكلى چى

[color=indigo:268221f615](بيشكه جه اسلام دنورو اديانو،مذهبونو،
او بيغمبرانو تل درناوي كوي،خو لكن اسلام
آخري دين دي بل دين نه رازي،اوجناب رسول الله
خاتم الأنبياء دي بل بيغمبر نه رازي. )[/color:268221f615]

محترمه دا خبر دى چى ماته كړى ده زه يي په مطلب او موخه پوهه نه شوم ؟؟؟
ايا زماپه ليكنو كى ددى خبرى په خلاف څه شته چى تا دايادونه ضرورى وبلله ؟
او كه نعوذ بالله دميرزايي ګومان دى را با ندى راغى ؟(ټوكه)

اومحترم احمد صيب مخكى دى يو ځاى څو ايتونه راته په ګوته كړى و
او نصيحت دى راته کړى وچى لوستوالو ته سم مالومات وړاندى كړم

محترمه !يو داسلام دموالاتو اصول دى اويا دجهاد په مهال له نامسلمانو
سره داسلام برخورد ياچلن دى اوبل داسلام اخلاقى نظام دى يا يي دعوتى
برخورد دى په دى كى توپير شته

او كه ته وايي چى خامخا بايد نامسلمانوته خنزيران بيزوګيان او...او...او...
ووايواوته وايي چى قرانكريم هم بيزو ګيان بللى دى
نوداخبره دى زه نه درسره منم ځكه هورى قرانكريم بيلارى خلكو ته دعذاب
وركولو كيسه بيان کړى چى هغوى .............او ځينى ددوى بيزوګيان او خنزيران
وګرځول شول نو له يوى كيسى يا حكايت نه موږ احكام نه شو ايستلى او كه يي
ورنه باسونوبايدبل ځاى يي صريح نص يا يو حكم په خلاف نه وى

او قرانكريم خوداخلاقوپه اړه موږ ته يو څرګند اوروشانه اصل ټاكلى دى
لكه چى وايي [color=indigo:268221f615]وقولوا للناس حسنا[/color:268221f615](اوله خلكو سره په شه توګه خبرى كوئ)
ګوره محترمه دلته قرانكريم [color=indigo:268221f615] (للناس )[/color:268221f615]تورى كارولى دى [color=darkblue:268221f615](للمؤمنين)[/color:268221f615] يا
[color=indigo:268221f615] (للمسلمين)[/color:268221f615]تورى خويي ندى كارولى

او بل ځاى خداى جل جلاله حضرت موسى او ورور يي هارون عليهما السلام
ته وايي [color=darkblue:268221f615]فقولا له قولا لينا[/color:268221f615] (تاسو دواړه فرعون ته پسته خبره وكړئ)
فرعون خو دخدايي دعويدار و او دخداى باغى انسان و!
خو له هغه سره هم خداى خپلو نبيانو ته دپستو خبرو كولو امر كوى !!!
او په دى موضوع له ما سره نور هم ښه ډير معلومات شته الحمدلله
خو متأسفانه چى وخت مى دشمن دى

نو محترمه احمد جانه ! باور وكړه چى په بدو خبرواو ښکنځلو (دهرچا له
خولى ياقلم نه چى وى او دهر چا له پاره چى وى ) دانسان خوله بده شكاريږى
ابى ابن سلول دخداى درسول صلى الله عليه وسلم له سترو دشمنانونه وخو
ده به هغه ته هم كله كله عزت وركاوه او په كنيه يعنى ابو فلان سره به يي ياداوه
او په كنيه سره يادول په عربو كى ډيره دعزت خبره ده

او محترم غروال صيب او شاغلى كوشان صيب دا چى زما خبرى مو خوښى
شوى دى ستاسو له نيك ګومان نه ډيره ډيره مننه سوكاله اوسئ

په درنښت


Anonymous
04.02.2006

كوشان صيب كور دې ودان ښه ټكي ته دې اشاره كړې ده دلته د لاريون كلتور نيشته او كه وي هم دوى ورانۍ ته لاريون وايي چې بايد څوك نور ورانۍ ونه كړي خو چپه خوله كېناستل هم بېغيرتي ده. موژ خو هر وخت په دين، ناموس او هيواد غيرت كړې خو اوس چې د جګړې وخت نه دى بايد په منطق ډنماركيانو ته ځواب وويلى شي.
د زرملوال صيب دې كور ودان وي ښه خبره يې كړې ده خو
[color=red:aa31bd4d4a]دردمن صيب په بله روان دى زه همدومره ورته وايم چې ډنماركيان افغانستان ته راځي راشه او ورسره ترجمان شه. [/color:aa31bd4d4a]


Anonymous
06.02.2006

ګرانو ورڼو سلام وړاندې کوم ، په دې هيله چې ومنلې شې !
ورڼو ما خو د ترجمانۍ غوښتنه د چا څخه نه ده کړې ! که کوم دوست پر دنمارکيانو برلاسۍ وې او کولای شي چي د هغوۍ لپاره ترجمان وټاکي او يا يې ورمعرفي کړي ، نو زما غوښتنه داده چي هغه ورور دې لومړۍ په خپل دفتر کي وګوري چي کوم چا ورته د ترجمانۍ درخواست کړېدۍ .بيا د د دنمارکيانو په استازيتوب هغه ته د مقررۍ امر ورکړي .
تاسې وروڼه يې ولولۍما خو په تيره ليکنه کي يوازې همدا ليکلي چي :

[color=darkred:0c5a95f543]سلام وړاندي کوم !
زما باور دادۍ چي هرڅوک د بل عادي انسان توهين کوي هغه د غندني دۍ ، او بيا هغه چي د پېغمبر ( ع ) توهين وکړي نه يوازي دا چي د غندني دۍ بلکي د بشپړ نفرت هم دۍ . دا زما باور او ايمان دۍ .
خو دا هم بايد يو ځل بيا وليکم چي ،مونږ او تاسو افغانان او پښتانه ولی لومړۍ تر ټولو مسلمانانو هغه سيالۍ ته وروځو چي توان يې نه لرو ،پريږدۍ چي نور دا سيالي وکړي او وه يې ګټي ، مونږ افغانان خو يې ګټونه بلکي د بايللو تر څنګ خپل کلۍ کور ورانوو ، او خپل په سيمه او هيواد کي خپل بل مسلمان ورور وژنو او داسې نور .
اوس مونږ ته ښايې چي تر ټولو لومړۍ خپل غم وخورواو بيا به د نورو څپلۍ د هغو پر پښو ورسمي کړو ، که توانمند نه سوې ، هر کافر او مسلمان به دي ځپي او ټکوي ، مونږ تر اوسه هم مسلمانانو ځپلي يو او هم کافرانو راځۍ چي خپل تر منځ لومړۍ غاړه غړۍ شو او بيا به نوهم د هيواد او اولس او هم د اسلام څخه د دفاع توان ومومو .
په درنښت
دردمن[/color:0c5a95f543]
او اوس غواړم بيا دا بله خبره هم ورسره وتړم :
ورڼو : مونږ او تاسو ته دا ښائې چې د يوه پښتون او افغان په توګه ځان ونه شرموو . هغه جنګ جګړې چې زمونږ او تاسو په هيواد کي رواني دي او اوس بيا زمونږ د خپل منځي جګړو له کبله نړيوالو ته لاره پرانستل شوه او دادۍ اوس يې د ملانصرالدين ټوکه پر مونږ پلې کړېده .
اوس چې مونږ او تاسې د ځان لپاره څه نه شو کولای ، نو د اسلام لپاره به څه وکړو ، که اوس مونږ توان درلودای او د خپل هيواد واکمن وايې بيا نو هم زمونږ خبره اوريدل کيده او هم يې اثر ښندۍ . اوس داسي بريښې لکه چي کوم مزدور د خپل بادار په وړاندي ځان نيغ نيغ کړي . مونږ په خپل هيواد کي هيڅ نه لرو ، هغه چي خورويې يا د دولت تر نوم لاندي د بهرنيو هيوادونو زهر ډوله مرستې دې او يا د جګړه مارانو په ليکو کي د استخدام شويوکسانو تنخوا ګاني دي . هغه چي په هيواد کي په اصطلاح د خپلواکۍ ګټلو جګړه ؟ کوې او هم هغه چي په هيواد کي په اصطلاح د دمکراسۍ پلي کيدل ؟ ترنوم لاندي يې بهرنيان ميلمانه کړې ، دواړه پر نورو بهرنيانو تکيه دي ، په دې کي مونږ افغانان بايلونکې يواو وژل کيږو،مونږ نه د جګړې د پيل کولو او يا درولو او بس کولوتصمېم نيولای شو او نه د دموکراسۍ د پلي کولو او منلو تصميم نيولای شو ، دا نور دې چې زمونږ پر برخليک تصمیم نېسې، او تر هغه به پر مونږ دا د بايللو لوبه جارې وې چې پر خپل برخه ليک واکمن کيږو.
لار يون ګله وروره ستا د هغه شفقت څخه مننه چي ماته مو په هيواد کي د دندې په هکله فکر کړېدۍ ، خو ستاسو صلاحيت مې هم خوښ نه شو ځکه چې تاسو زماليکنه نه ده لوستلې او د مقررۍ امر مو ليکلۍ دۍ ، ښايې تاسو ته بل کوم چا د ترجمان په توګه د مقرريدو غوښتنليک سپارلۍ وي ، مهربانې وکړه هغه بل چا ته د مقررۍ امر ورکړه .
په درنښت
دردمن


Anonymous
06.02.2006

دردمند مشې !
لۀ لیکنې سره دې موافق یم ،مونږ څۀ کولی سو؟؟؟


م ن غروال
06.02.2006

محترمو عزيزانو سلامونه ومنئ!
ښاغلی کوشان!
ستاسو متبرک جملات د انځور په هکله داسي معنی لري چې دا توهين بايد مسلمانانو لخوا ونه غندل شي او يا داسي نور٠ ستاسو په آند چې دا خو انځور دي اوس خو يعنې ګناه نلري٠
توهين او سپکه او انځور؟ ددغو تحليل بايد وکولاي شئ دلته خبره په انځور کي نه بلکه په سپکې کي ده٠ او پاتې نورې جملې مو متأسفانه د موضوعووتلي دي٠ د مطبوعاتو آزادي د چا د توهين معنی نلري بيا څه ورسيږه چې يوه پيغمبر ته داسي په سپکه سترګه وليدل شي٠ له دا ډول انځورو نورې معنی ګانې تر لاسه کيږي او په دې کي بايد اروپا مشترکه لاس موجود وي تر څو د ځوانانو له احساساتو منفي ګټه پورته کړل شي او لا هم نورې سياسي پرپړې به له ځانه سره لري٠
د کاريکاتور انځورګر بايد محاکمه شي او د دنمارک صدراعظم چې د بخښنې له غوښتوډډه تشه کړه ، ويې ښودل چې څومره ضعيفه او د کوڅې اخلاق لرونکی دي٠
هر هغه عمل چې د مختلفو هېوادو د دومره قهرآميزه مظاهرو مؤجب ګرځي پخپله يو جرم بلل کيږي او د اروپا د ديموکراسۍ قانون ورته اجازه نه ورکوي [color=red:1b17d56100]خو[/color:1b17d56100]:
که په اسلام ملنډې وهل وي نو بيا لکه چې معلومه شوه پروا نلري٠
مونږه په کلکه تل ترور او تروريستان غندلي او غندو يې او د اسلام مقدساتو ته د سپکاوي اجازه به هم هيچ چاته نه هم ورکړو او نه دې څوک دا ډول تمه له يوه مؤمن څخه لري٠
مونږه که اولسواکي غواړو دا ددې معنی نلري چې ګواکي اسلام نه غواړو٠ دا نورې ککرۍ دي چې ممکن د دغو د تحليل او غور څخه يې قدرت کمزورۍ وي٠
خبرې نورې ډيرې دي في الحال فکر کوم همدومره دې بس وي که خداي کول بيا به سره ګورو٠
په درناوې
م٠ن غروال


الفت وايى

Anonymous
08.02.2006

توره تیاره وه انسان ورک خپلو وهمونوکښی و
شعوراو فکر دتورتم په زندانونو کښی و

دځان له سیوری ډاریده دډاربنده وانسان
دخپل غلط احساس په رنګ رنګ عذابونو کښی و

دعقل سترګی یی ړندې لار یې نه لیدله
خدای ترینه ورک دطبیعت په طوفانونوکښی و

انسان بنده ودهرشی ،هرشی یی خدای ګاڼه
دشیطانانو دپیریانو طلمسونو کښی و

ډاریی هربت ته په سجده باندی وسرټیټ کړی
دسرلوړی فکرونه کله سرونو کښی و

خدای وغوښتل چی سړیتوب له ذلتونو کړی خلاص
دالوی اثردمحمد(ص) تعلیمونو کښی و

هغه تعلیم چی په الهام وحی دده نصیب شو
هغه تعلیم چی ډیرولوړو مقامونو کښی و

محمد(ص) خلاص کړودبتانوبندګی نه انسان
لوی قدرت ایښی لوی قوت دده لاسونو کښی و

چی په قرنوقرنو یې پاتی شوه رڼاپه جهان
هغه پاک نوردحراغار دفاران غرونو کښی و

جهان حیران حیران ((الفته )) دده کارته کتل
څه چه ده راوړه هغه کله جهانونو کښی و

الفته ده راووړجهان لره کامل سړیتوب
سړی سړی شوه په رښتیا دمحمدپه عرفان

بولهب تره دمحمدوه محمد ته پردی
دفارس سلمان یې وباله داهل بیتو په شان

له جبشی بلال نه یی ځارکړه داسلام دپاره
نامسلمانه قریش او هاشمی سرداران

ده ویل مه کوی فخر پخپل اصل ونسب
یوشان یورازدی په هر څه کښی دآدم فرزندان

بې له تقواهیڅوک په هیچا برتری نلری
دی برابر عرب عجم سپین وی که تومومنان


Anonymous
08.02.2006

مسلمانو ورونواو زما عزيزانو!
د کاريکاتور انځورګر بايد محاکمه شي او د دنمارک صدراعظم چې د بخښنې له غوښتوډډه تشه کړه ، ويې ښودل چې څومره ضعيفه او د کوڅې اخلاق لرونکی دي٠
هر هغه عمل چې د مختلفو هېوادو د دومره قهرآميزه مظاهرو مؤجب ګرځي پخپله يو جرم بلل کيږي او د اروپا د ديموکراسۍ قانون ورته اجازه نه ورکوي خو:
که په اسلام ملنډې وهل وي نو بيا لکه چې معلومه شوه پروا نلري٠
مونږه په کلکه تل ترور او تروريستان غندلي او غندو يې او د اسلام مقدساتو ته د سپکاوي اجازه به هم هيچ چاته نه هم ورکړو او نه دې څوک دا ډول تمه له يوه مؤمن څخه لري٠
دغروال صيب نه به مننه.


یییی

Anonymous
08.02.2006

[quote:78cd8623fc="زرملوال"]دمسلمانانو داسلام دمنلو په عهد يا ژمنه كى داسى جملى راځى
امنت بالله وملائكته [color=indigo:78cd8623fc]وكتبه ورسله[/color:78cd8623fc]
يعنى مسلمانان دخداى جل جلاله په ټولو راليږل شويو كتابونو او
پيغمبرانو ايمان لرى مامخكى هم يوځاى ليكلى وچى مسلمانان
دحضرت عيسى او حضرت موسى عليهما السلام له نومونو سره د
(عليه السلام) جمله حتما زياتوى

ګرانه وروره دانسان دسرغوڅولولپاره هیڅ استدلال نه شي کیدای .دااستدالال هغه کسان ځانته جوړوي چې دانسان وژ نه خوندورکوي نودخپلې ګناه اوخطالپاره اسلام ته منډه کړي اواستدلالونه ځانته جوړوي .
دانسان دوژلواوسرغوڅولوحق زماپه اندیوازې دخدای پاک دی اوبس ......
موږهم دا۳۰ کاله ددغواستدلالونه له مخې خپل په میلیونونووطنوال توروخاوروته وسپارل ،میندیی موبورې کړې ،ماشومان مویتیمان کړل او...........

اوداچى مسلمانان دخلكوسرونه غوڅوى هغه سرغوڅوونكى هم استدلال لرى

[color=darkred:78cd8623fc]دوى وايي چى زموږكورته دپه زور راننوتى انسان سر دغوڅولو وړدى

دوى وايي زما په كور كى زما په ناموس بلوسه كوونكى زه خامخا وژنم

دوى وايي زموږدمالونو اوشتمنيو لوټونكى موږ وژنو

دوى وايي زموږپه هيواد كى زموږپه سرونو په زرهاوټنه بمونه
ووروونكى انسانان ددو ړدى چى سرونه يي غوڅ شى

دوى وايي موږ په زرهاو وژل كيږو بي ناموسه كيږو لوټل كيږو أو...او...
نوكه موږ ديوه شين سترګى سر يا دهغه دملګرى سرغوڅ كړو
او دى عمل ته مو ګرده نړى ارهاب او تروريزم وايي دانو كوم ډول انصاف
اونياو بلل كيړ؟؟؟؟[/color:78cd8623fc][/quote:78cd8623fc]


یییی

Anonymous
08.02.2006

اوداچى مسلمانان دخلكوسرونه غوڅوى هغه سرغوڅوونكى هم استدلال لرى
تاسولیکی :
ګرانه وروره دانسان دسرغوڅولولپاره هیڅ استدلال نه شي کیدای .دااستدالال هغه کسان ځانته جوړوي چې دانسان وژ نه خوندورکوي نودخپلې ګناه اوخطالپاره اسلام ته منډه کړي اواستدلالونه ځانته جوړوي .که ضرورت پیښ شي نوهغه ووژنه دسرغوڅولواوبیانوروته دورښودلواوپه هغه باندې دویاړکولوڅه اړتیاده ،؟؟؟
دانسان دوژلواوسرغوڅولوحق زماپه اندیوازې دخدای پاک دی اوبس ......
موږهم دا۳۰ کاله ددغواستدلالونه له مخې خپل په میلیونونووطنوال توروخاوروته وسپارل ،میندیی موبورې کړې ،ماشومان مویتیمان کړل او...........


دوردكوسلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د ډنمارک د يوې ورځپاڼې هغه کارتون په کلکه وغانده چې د اسلام د ستر

Anonymous
10.02.2006

د پحنشنبې په ورځ د وردګو ولايت د سيد اباد په ولسوالۍ کې د تنګي د درې او سالارو د سيمې په سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د ډنمارک د يوې ورځپاڼې هغه کارتون په کلکه وغانده چې د اسلام د ستر پيغمبر سپکاوى پکې شوى دى، لاريون کوونکو د بوش او ډنمارکي ورځپاڼې د مسوول چلوونکي تصويرونه په اورونو ايرې کړل ،دغه راز لاريون کوونکو د کابل کندهار لويه لار هم د څو ساعتونو لپاره تړلې وه ، لاريون کوونکو د کندهار د ملي امنيت په موټرونو کاڼې و وورولې چې په ځواب کې يې د ملي امنيت کسانو ډزې وکړې او څلورکسه پکې ټپيان شول چې ساعت وروسته يې يوه په روغتون کې ساه ورکړه ،بل خوا همدغه لاريون کوونکومرکزي دولت ته يو پرېکړه ليک هم وسپاره چې له دولت نه يې د ډنمارک سره د اړيکو شلول او د سوله ساتو له ډلې د ډنمارکي سرتېرو لرې کول غوښتي دي.


په کابل کې لاریون وشو.

Anonymous
10.02.2006

په کابل کې لاریون وشو.
نن جمعې له لمانځه وروسته دکابل دمکروریانو په سیمه کې لاریون وشو اودنمارکۍ ورځپاڼه وغندل شوه له حکومته وغوښتل شو ترڅو له دنمارک سره اړیکې ودروي.

لاریون کونکو ددنمارک بیرغ ته هم ور واچاوه نیږدې دوه سوه لاریون کونکو پکې برخه لرله.

رحيم ګل څاروان


دزابل په مظاهره کې ٤تنه مړه او١٧ تنه ټپيان شوي دي.

Anonymous
10.02.2006

دزابل په مظاهره کې ٤تنه مړه او١٧ تنه ټپيان شوي دي.
په زابل کې د ملي اردو يو چاراکي عبدالرزاق بينوا ته وويل (په لاريون کې ٤ تنه مظاهره کونکي وژل شوي او ١١ تنه ټپيان شوي. ددغه ولايت د امنيې قوماندان هم ټپي شوي دي. د ملي اردو يو عسکر هم ډير ژوبل شوى او څو تنه پوليس هم ټپيان شوي.) د زابل د قلات ښار د روغتون يو ډاکتر بينوا ته وويل چې دغه روغتون ته د مظاهره کونکو ٣ مړي او ١٧ تنه ټپيان ليږدول شوي چې ٥ تنه ټپيان يې پوليس دي. د زابل لايت وياند ګلاب شاه علي خيل بينوا ته وويل چې تراوسه پورې د مظاهره کوونکو اوپوليسو په تاوتريخوالي کې ١٠ تنه له دواړو لورو ټپيان شوي چې ٣ تنه لاريون کوونکي او ٧ تنه پوليس دي. دى وايي پرون هم څه ناڅه ٤٠٠ تنو قهرجنو مظاهره کوونکو په قلات کې پر پوليسو ډبرې وار کړلې او د دوى په بريد کې د پوليسو يو موټر وران شو. نن هم د قلات په ښار کې لاريون وشو چې په کې اخ او ډب رامينځ ته شواو پوليسو ډزې کړي دي . .په تيرو پنځو وروځو کې د افغانستان په گوټ - ګوټ کې ٧ تنه مظاهره کوونکي وژل شوي دي. د سپتمبر په ٣٠ د ډنمارک د يولاندز پوستن په ورځپاڼه کې د ١٢ کارتونو خپريدل د نړۍ د ټولو مسلمانانو غوسه پارولي اود غندنې ستر لاريونونه په دې اړوند روان دي . ايران له ډنمارک سره خپلې اقتصادي اړيکې بندې کړي دي او په منځني ختيځ کې د ډنمارک او اوروپايي هېوادونو د توکو بازار ته ډير زيان رسيدلى دى.د نايجريا د کانو ايالت پارلمان د ډنمارک سره د ٢٣ ميليون يورو يو تړون لغو کړ.نن ملګري ملتونو ، اروپايي ټولنې او داسلامي هېوادونو کنفراس په دې اړوند دګډې ناستې د جوړيدو اعلان کړى دى.
حقمل


د ناروې پراډه د مظاهره کونکو بريالي بريد

Anonymous
10.02.2006

د ناروې پراډه د مظاهره کونکو بريالي بريد
د افغانستان په شمال د فارياب ولايت د ميمنې ښارکې د ايساف په چوکات کې د ناروې ځواکونو پر اډه د مظاهره کونکو بريدوكر .
.ويل کيږي د مظاهره کونکو او پوليسوپه اخ او ډب کې يوتن پوليس مړاو ٣ تنه ټپيان شوي دي .همداشان ٥٠ تنو دبېهوشۍ حالت غوره کړى دى. ،چې د درملنې له پاره روغتون ته ليږدول شوى دى .همداشان عينى شاهدانو وويل چې د پروان په پرونى لاريون کې په بګرام کې د امريکايانوپه يو موټر بريد شوى وو چې له امله يې څلورتنه امريکايان مردار او موټر زيانمن شوى وو. نن د هرات په ښار کې هم د ډنمارک ضد لارين وشو او ددغې ورځپاڼۍ او نورو اروپايي ورځپاڼو د چارواکو دمحاکمې غوښتنه يې کوله. ويل کيږي په هرات کې هم يو کس پوليس ټپي شوى او په يوه ډنمارکي موسسه بريد شوى دى . پوليسو هم هوايي ډزې کړي دي. .د بغلان د پلخمري ښار په لاريون کې تاوتريخوالى راغلى چې په کې دوه تنه ژوبل شو ي دي .په کابل کې نن يو ځل بيا لاريون وشو چې په کې اخ او ډب رامينځ ته شو .


Anonymous
19.02.2006

پاکستان له ډنمارک سره سفارتي اړيکې ځنډولي
پاکستان له ډنمارک سره سفارتي اړيکې ځنډولي. پرون دپاکستان دولت په ډنمارک کې دخپل سفارت دتړلو او دسفير دبېرته راغوښتلو اعلان وکړ. همداشان په اسلام ابادکې دډنمارک سفارت تړل شوی.

وروسته له هغې چې په ډنمارکي ورځپاڼه کې بې ادبه کارتونونه خپاره شوي دنورې نړۍ په څېر هره ورځ په پاکستان کې لاريونونه ترسره کېږي او ولس له ډنمارک سره دهرډول تجارتي او سفارتي اړيکو دختمولو غوښتنه کوي.


زه نور ځان ډنمارکی نه بول

Anonymous
20.02.2006

زه نور ځان ډنمارکی نه بولم

څومره چې علم او ټيکنالوژي ترقي کوي، اخلاقو ته د انسان اړتيا هم زياتيږي. او له ودې او پرمختګ سره سره د پېغمبرانو اخلاقي اوامرو ته پام هم ضروري دی ځکه چې نوې نړۍ انسان ته يوازې نوې وسائل او اوزار ورکوي دا يوازې اخلاق دي چې د ناوړه استفادې مخه نيسي.

د جرمونو، جنايتونو، فساد، تباهي، قتل او ځان وژنې د شمېر زياتوالی د همدې حقيقت ښودنه کوي که په يوې ټولنې کې اخلاق نه وي، علم او ټيکنالوژي د انسان د سعادت او ارامښت ضمانت نشي ورکولی بلکی ښکيلاک ګر او زبيښناک ګر علم او ټيکنالوژي د ځان لپاره استعمالوي. په لکونو خلک بې کوره کوي، حقوق يې چخڼې کوي او هغوي په وينو کې ليت پيتوي.

هغه يوازينی عامل چې د انسان سرکښ روح او طوفاني جذبات کنټرولولی او له علم او صنعت د سوله ايز ژوند لپاره استفاده کولی شي. حقيقي اخلاق دي چې بنياد يې په خدای باندې حقيقي ايمان دی

يوڅوورځې مخکې د ډنمارک په يوه ورځپاڼه کې د ګران پېغمبر (ص) د نوم مبارک لاندې يو کارټون چاپ شوی وو چې په دغه کار کولو سره نه يوازې اسلامي نړۍ و قهرېدله بلکې د ډنمارک هغه وګړي چې مسلمانان دي پدې کار کولو سره يې د خپل هېواد سره او د خپل هېواد د وګړو سره کرکه پېدا شوه

دا لاندې ليک د يو ډنمارکي مسلمان ماشوم دی چې پدې سر ليک پېليږي

زۀ نور ځان ډنمارکی نه بولم!

زما نوم اريس محمد دی زۀ په کوپنهنګن ( ډنمارک د ښار نوم) کې زږېدلی يم عمر مې شپاړس 16 کاله دی هغه کارټونونه چې د ډنمارک په ورځپاڼه کې د ګران پېغمبر (ص) د نوم مبارک لاندې چاپ شوي وو موږ مسلمانانو ته يې ډېر درد سولی دی دا کوم عادي کار ندی چې څوک يې له پامه وغورځوي

دغه ماشوم په خپل ليک کې د ډنمارک په لومړي وزير غږ کوي

ښاغلی لومړی وزير راسموسين که د مسلمانانو نه بخښنه ونۀ غواړي نو ځان ته به ډېرې ستونزې وزېږه وي

دغه ماشوم په خپل ليک کې هغه مسلمانان چې يوازې د کارټون نه خبر دي او د دېنه ندي خبر چې دننه په ډنمارک کې په مسلمانانو او په اسلام باندې څنګه ملنډې وهل کېږي خبره وي

زموږ ښونځي ته مخامخ په يو دېوال اسلام پسې يوه کنځل ليکل شوې ده او بيا يو څو قدمه وړاندې يو ډنمارکي په جدي ډول په يوه ټوټه باندې اسلام پسې سپکې سپورې ليکلي دي

ژوند او مننه اريس محمد


دننګرهارپوهنتون محصلينو لاريون ترسره کړی

Anonymous
20.02.2006

دننګرهارپوهنتون محصلينو لاريون ترسره کړی
نن دننګرهار پوهنتون په زرګونو مصحلينو دډنمارکي او نورو غربي اخبارونو دبې ادبه حرکت پرخلاف پراخه او سوله ييز لاريون ترسره کړی. دغه لاريون دپوهنتون په انګړکې دننه ترسره شوی او چارواکيو له پوهنتونه دبهر راوتو اجازه نه ده ورکړې. لاريون کوونکيو دبوش ګوډاګی سوځولی دبوش، ډنمارکي چارواکيو،کارتونست او داخبار داډيټر پرخلاف يې نارې وهلې.

امنيتي مسوولينو ويلي چې په لسګونو تنه پوليس يې سيمې ته ور استولي چې له پوهنتونه شاوخوا ولاړ دي ترڅو دبې نظمۍ مخه ونيسي.

وروستي راپورونه وايي چې تراوسه هيڅ ډول بېنظمي نه ده شوې او لاريون په پوره نظم او سوله ييزه توګه ترسره شوی.


Anonymous
26.02.2006

د شېطاني ځواکونو بله ګستاخي

د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) په شان کې له ګستاخۍ او سپکاوی نه پس سترې شېطانې امريکې او د هغې صهيونسټی انډيوالانو يو ځل بيا د مسلمانانو تر مينځ د تفرقې اچولو، د اسلامی نړۍ د زړونو دردولو، په عراق کې د خپل شتون د جواز پېدا کولو، او په آئنده کې د مسلمانانو د لا زياتو مقدساتو د ويجاړولو او سپکاوی کولو په هدف د خپلو اېجنټانو او تالی سټو په ذريعه زمونږ د خوږ نبی حضرت محمد مصطفی (ص) د دوو پاکو اهلبېتو امام علی نقی او امام حسن عسکری عليهم السلام روضې مبارکې په بمونو سره شهيدانې کړې.
زمونږ په مسلمانو فرقو او مسلکونو کې چې نړيوال کفر کومه تفرقه اچولې ده او کومې غلط فهمۍ يې راپېدا کړی دی نو د هغې له مخې مونږ په نا پوهۍ کې د بل مسلک حقې خبرې ته هم ناحق وايو يا هغه ځينې عقائد چې پکار دی مونږ ټول مسلمانان يې خپل کړو د فرقه پالنې په وجه يې يواځې له بل مسلک سره تړو چې په دغو کې يوه د خدای د ګران رسول (ص) پاک اهلبېت منل او ورسره مينه او عقيدت لرل دی او اکثر په ورځپاڼو او خبرونو کې اورېدل کيږی چې د شيعه مسلمانانو مقدس ځايونه په بمونو سره وچاولې شول
حال دا چې د خدای د ګران رسول (ص) پاک اهلبېت (ع) د شيعه او سنی مذهبونو نه بالاتر د ټول انسانيت او په تېره بيا ټولې اسلامی نړۍ لپاره دی او د ټولو مسلمانانو لپاره سپېڅلتيا لری او مونږ د ټولو مسلکونو مسلمانان پرې په هر نمونځ کې درود شريف وائی
او په قران مجيد کې خدای پاک له هغوی سره مينه په ټول امت باندې لازمی کړې ده لکه فرمائی:
قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى (( يعنې ای رسوله (ص) دې امت ته دې ووايه چې زۀ تاسونه د رسالت په دې کار هيڅ مزدوری او اجر غواړم بس دا غواړم چې زما له نزديو خپلوانو سره مينه وکړئ)) چې تفصيل يې په تفسيرونو او خديثونو کې راغلی دی او د خدای ګران رسول (ص) په بې شمېره موقعو فرمائيلی دی چې زما له اهلبېتو سره مينه وکړئ او د هغوی اطاعت وکړئ.
او همدا رنګ خدای پاک په قران مجيد کې د اهلبېتو د پاکۍ او معصوم توب اعلان کړی دی
او فرمائی:
إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (( يعنې خدای پاک غواړی چې ای اهلبېتو له تاسو نه رجس (د هر ډول ګناه او پليدی) لرې وساتی او تاسو داسې پاک او صاف ولری چې څنګه د پاکۍ حق دی))
اوس دا کتل پکار دی چې دا اهلبېت دی څوک چې خدای پاک له ګناه نه معصوم او پاک ګرځولی دی نو د خدای پاک د ګران رسول (ص) د احاديثو په رڼا کې چې کوم افراد په معصومو اهلبېتو کې شاملېږی هغه څوارلس تنه دی چې يو خپله دخدای ګران رسول (ص) دی يوه د جنت مېرمن حضرت بی بی فاطمه (ع) ده او دولس امامان دی چې خدای پاک دوی له هر ډول ګناهونو او پلېدو څخه ژغورلی دی او ورسره مينه يې په ټولو مسلمانانو باندې واجب کړې ده لکه د تورې او قلم خاوند خوشحال بابا (رح) هم وائی

د خــــوشحــــال خټک دې حشر لــــــه هــغو شی
چې دوستدار د پنجتن پاک چهاره معصوم دی

د خوشحال بابا (رح) په دې شعر کې له پنجتن پاک نه مراد د خدای ګران رسول (ص) بی بی فاطمه اميرالمومنين حضرت علی، امام حسن او امام حسېن عليهم السلام دی چې د چا په موجودګۍ کې پاس بيان شوی د تطهيرايت نازل شوی دی او چهارده معصوم يعنې څوارلس معصومينو نه مراد دغه پنځه تنه او د امام حسېن (ع) له اولاد څخه نهۀ (٩) نور امامان دی.
همدا وجه ده چې سترو سترو صحابه کرامو (رض) به هم د رسول الله (ص) د اهلبېتو (ع) په غلامۍ وياړ کولو لکه د دويم خليفه حضرت عمر (رض) واقعه مشهوره ده چې دلته به يې زۀ د يوې واقعې په ترڅ کې بيان کړم
يوه ورځ د پېښور په پرل كانټى نېنټل هوټل كې د مسلمانانو د وحدت د اونۍ ( د وړومبۍ خور د مياشتې له ١٢ نه تر ١٧ نېټې پورې هر کال کيږی كيږی) يو سيمينار جوړ شوی ؤ چې ما بنده ته هم پکې بلنه راکړې شوې وه په دغه غونډو کې ډېرو شيعه او سنى عالمانو. پوهانو او خلكو ګډون كړی ؤ او پخوانی صوبانى وزير ښاغلی مولانا روح الله پكې مشر ميلمه ؤ نو په دغه موقع هغه په خپله وينا كې خلكو ته په صفا پښتو كې وويل چې وروڼو د شيعه او سنى د اختلاف خبره چې اهلبېت (ع) افضل دی يا اصحابان؟ له نن نه څوارلس سوه كاله مخكې اواره شوې ده او هغه دا چې په يو روايت كې راڅى چې يوه ورځ امام حسن (ع) او عبدالله بن عمر چې ماشومان وو په كوڅه كې لوبې كولې نو په دې كې په څه خبره وران شو نو امام حسن (ع) ورته وويل چې تاسو خو زمونږ غلامان يې. هغه په ژړا پلار حضرت عمر (رض) ته راغی او ورته يې ګيله وكړه چې امام حسن (ع) راته داسې وويل نو پلار ورته وويل بچی خبره يې بالكل صحيح كړې ده ځكه چې ستا نيكۀ د هغۀ نيكۀ رسول الله (ص) ته نه شى رسسېدې. ستا نيا د هغهْ نيا خديجې بی بی (رض) ته نه شى رسيدې. ستا پلار د هغۀ پلار حضرت علی کرم الله وجهه ته نه شى رسېدې. ستا مور د هغۀ مور بی بی فاطمې (ع) ته نه شى رسېدې او نو لاړ شه او له امام حسن (ع) نه دغه خبره ليکلې راوړه چې مونږ د هغوی غلامان يو.
د مولانا روح الله صېب دا خبره مې ډېره زياته خوښه شوه او زړۀ کې مې وويل چې که هر يو مولانا د مسلمانانو تر مينځ د اختلافاتو د اواری لپاره داسې رغنده روش اختيار کړی او وېناګانې وکړې نو څومره به ښه وو.
همدا رنګ وړومبی خليفه يوه ورځ له بی بی عائشې (رض) سره خبرې کولې او د حضرت علی (ک) مخ ته يې کتل نو بی بی ترې تپوس وکړو چې ولې ورته داسې ګورې چرته دې نه دې ليدلی څه حضرت ابوبکر (رض) ورته وويل چې ما له رسول الله (ص) نه اورېدلی دی چې د علی (ک) مخ ته کتل عبادت دی.
همدا رنګ يوه ورځ امام ابوحنفه (رح) ته يو شاګرد راغی او ورته يې وويل چې ولې د قتل په مقدمه کې دوه ګواهونو ته ضرورت وی او د زنا په مقدمه کې څلورو ګواهانو ته ضرورت وی امام ابوحنيفه (رح) ورته وويل چې لاړ شه له هغه چا نه پوښتنه وکړه چې قران د چا په کور کې نازل شوی دی او هغه يې د اهلبېتو امام، امام جعفر صادق (ع) ته ولېږۀ او دا پوښتنه يې ترې وکړه: امام جعفر ورته وويل چې ځکه چې په قتل کې يو (فاعل) کس مجرم وی او په زنا کې فاعل او مفعول دواړه مجرمان وی نو د هر يو لپاره د ددو دوو ګواهانو ضرورت وی نو ځکه اسلام څلور ګواهان غواړی..
بلکې امام ابوحنيفه (رح) چې کله د خپل ژوند اخيری دوه کاله د امام جعفر صادق (ع) شاګردی وکړه او د بيعت يې وکړ نو ډېر زيات د اهلبېتو معتقد شوی ؤ ان تر دې چې کله ورته عباسی خليفه چې د اهلبېتو سخت مخالف ؤ وويل چې د دربار قاضی جوړ شه او د امام جعفر صادق (ع) په مقابل کې فقه مرتب کړه نو امام ابو حنيفه ترې انکار وکړ چې په دې انکار باندې عباسی خليفه هغه قيد کړو او په جېل کې يې پرې دومره تشدد وکړ چې هم هلته شهيد شو. چې خليفه بيا وروسته همدا شرائط د امام ابوحنيفه )رح) شاګرد امام ابو يوسف ته کېښودل او هغۀ د مصلحت او د وخت د نزاکت په وجه مجبوراًً ومنل.
دغه شان يوه ورځ د امام احمد بن حنبل (رح) زوی عبدالله بن احمد له پلار نه تپوس وکړ چې بابا دا خلک د اصحابانو په فضيلت کې اختلاف لری ځينې يو اصحابی اوچت ګڼی او ځينې بل ما ته لږ د اصحابانو ترتيب وښيه امام احمد بن حنبل ورته د خپلې عقېدې مطابق وويل: اول حضرت ابوبکر (رض) بيا حضرت عمر (رض) بيا حضرت عثمان (رض) بيا داسې نور او نور........ خو د حضرت علی (ک) نوم يې پکې وانه خېست زوی ورته وويل بابا تا خو پکې د حضرت علی (ک) نوم وانه خېست. هغۀ ورته وويل بچی تا له ما نه د اصحابانو تپوس کړی ؤ او حضرت علی (ک) خو اهلبېتو کې شامل دی. زوی ترې تپوس وکړ بابا اهلبېت څوک دی ؟ وې ويل اهلبېت له نبوت نه لاندې او له صحابيت نه بره درجه ده.
همدارنګ امام مالک (رح) فرمائی: چې ما له امام جعفر صادق (ع) نه زيات لوی فقيه بل و نه ليد
دغه شان د اهلبېتو امامانو په باره کې امام شافعی (رح) فرمائی:

يا اهـل بيـت رسول الله حبکم
فرض مـن الله في القران انزله
کفاکم من عظيم الفضل انکم
من لم يصل عليکم لا صلاة له

(( يعني ای د رسول (ص) اهلبيتو (ع) ستا سو محبت خدای پاک په خپل نازل کړی قران کې فرض ښودلی دی. ستا سو د بزرګۍ، لوړتيا د فضل او شرف لپاره هم دا کافی دی چې څوک په مونځ کې په تاسو درود ونۀ وائی نو د هغوی نمونځ، نمونځ نۀ دی.))
اهلبېت هغه څوک دی چې د چا په وسيله حضرت خواجه معين الدين چشتی (رح) له خدای پاک نه دعا غواړی او د خدای په درګاه کې د خدای د ګران رسول (ص) او بی بی فاطمې (ع) له وسيلې کولو نه پس د دولسو امامانو واسطه خدای پاک ته وړاندې کوی چې پکې بالاخره د دغو امامانو نومونه اخلی چې روضې مبارکې يې شهيدې کړې شوې

يــا رب بـحــرمت تــقـی و حـــرمــت نــقـی
يا رب بــحـق عـسـکری آن شــاه و پېشوا

(( يعنې ای څښتنه! د امام محمد تقی (ع) په حرمت او د امام علی نقی (ع) په حرمت او ای ربه د امام حسن عسکری (ع) واسطه درته درکوم چې زمونږ بادشاه او پېشوا دی چې زما دعا قبوله کړې))
د همدې اهلېبتو په وسيله حضرت محی الدين شېح عبدالقادر جېلانی (رح) هم له خدای پاک سره مناجات کوی او وائی:

ز غېر آل نبـــی حـــــاجتی اګـــــر طلبم
روا مــــــدار يکــــی از هـــزار حاجــاتم
دلم ز حب محمد پر است و آل مجيد
ګواه حال من است اين همه حکاياتم

(( يعنې ای خدايه که زۀ د آل نبی (ص) له وسيلې نه بغېر څه حاجت وغواړم نو په زرو حاجتونو کې مې يو هم قبول نه کړې او زما زړۀ د حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغوی د پاکو اهلبېتو (ع) له عشق او مينې نه ډک دی او زما دا حال زما د دې خبرې ثبوت دی))
او دغه شان حضرت خواجه قطب الدين بختيار کاکی (رح) د خدای پاک په درګاه کې دعا غواړی نو د خدای د ګران رسول (ص) او د جنت د مېرمنې بی بی فاطمې نه پس د دولسو امامانو وسيله خدای پاک ته وړاندې کوی چې په دغو دولسو امامانو کې د لسم او يولسم امام ذکر په شعر کې داسې کوی:

بحــــق آن امــــام دين تـــــقی وهـــم نقی رهبر
برای عسکری هادی که در دم اوست درمانم

(( يعنې ای پاکه ربه! د امام محمد تقی (ع) او امام علی نقی (ع) په وسيلې سره چې د دين امامان او لارښود دی او دامام حسن عسکر (ع) په خاطر چې د چا په دم کې چې زما د دردونو علاج موجود دی زما دعا قبوله کړې))
او داسې ټولو لويو لويو اولياء کرامو د دوی په وسيلې سره له پاک ربه سوالونه کړی دی،
او په تېره بيا خو زمونږ د پښتنو په رګ رګ کې د رسول الله (ص) د اهلبېتو مينه موجوده ده او څومره پښتانۀ دانشوران او پوهان چې تېر شوی دی هغوی له اهلبېتو سره مينه کړې ده او نورو پښتنو ته يې هم د هغې سپارښتنه کړې ده لکه د تورې او قلم خاوند خوشحال خان بابا (رح) د ټول جهان دولس امامان منی او په لسم او يولسم نوبت کې دغه دوه امامان ياد کړی دی او ورسره د عشق لرلو تلقين او سپارښتنه يې کړې ده او وائی:

د جـــــهـــــان دولس امـــــــام دی
پــــه حـــــديث کې نام په نام دی
يـــــو عــــلــــی دويـــم حسن دی
بـــــــل حسېن پـــاکــــيزه تن دی
چهـــــارم زېن الـــــعـــابـدين دی
بـــــــل بــــاقــــــر ستنه د دين دی
بــــــل جــــــعفر ورپسې هـــم دی
بــــــــل امـــــام موسی کاظم دی
بـــــــل امــــــام علـــی رضــــا دی
محــــــمــــد تــــقــــــی بل بيا دی
بـــــــــل امـــــــام علــــی نـــقی دی
بــــــــل حـــسن عســـــــکــــری دی
بــــل امــــــام، امـــــام مهـدی دی
چــــې د درست جهان هادی دی
د بـــــی بـــــــی زهـــــــرا اولاد دی
پشت په پشت دا هسې ياد دی
پـــــــاک سنـــــــــی هـــــغه آدم دی
چـــې د آل پــــه عشق محکم دی

او همدا رنګ حضرت مولانا رکن الدين هم په خپل کلام کې د خوشحال خان بابا په شان د دولسو امامانو ذکر په نومونو سره کړی دی او د دغو دوو امامانو چې روضې مبارکې يې شهيدې کړې شوې نومونه په خپل کلام کې داسې ياد کړی دی:

يو منظور امام نقی دی
بــل حسن عسکری دی

او همدا رنګ د حمزه بابا خو د عشق او ولا مرکز همدغه د خدای ګران رسول (ص) او دهغوی پاک اهلبېت دی او چې له خدای پاک سره راز و نياز کوی نو ورته عرض کوی چې:

وسيلـــه مـــــې محمـــــد او اهــلبېت دی
شته اميد چې عاقبت مې شی محمود
د هغـــوی د مينې اور مې دې تازه وی
د لــــوګی پـــه څېر مې ته نکړې مفقود
محـــبت د اهـــلبېتو مــــې روزی کړې
دې جـــنت دې زمـــــا وشـــــــی خلــــــود

له دې نه علاوه هم د خدای د ګران رسول (ص) د اهلبېتو په مينه کې او د هغوی په فضائلو او مناقبو باندې مشتمل کتابونه زمونږ پښتنو مشرانو او ليکوالانو ليکلی دی او په تېره په پښتو کې د کربلا د غمېزې په هکله يو لړ جنګنامې موجودی دی چې پښتانۀ يې د امامانو په مياشت کې په کورونو او حجرو کې وائی او نور خلک ورته ناست وی او د رسول اکرم (ص) د اهلبېتو په مصيبتونو باندې ژړاګانې کوی په دغو ورځو کې خوشحالۍ نه کوی او دا له ټولو مسلکونو او مذهبونو نه بالاتر د پښتنو ځانګړتيا ده.که څه هم نړيوال استکبار په اسلام کې د نوو نوو مذهبونو په جوړولو سره په نړيوال کچ د دغو کارونو مخنيوی کړی او کوی يې خو بيا هم په بنيادی توګه د اهلبېتو مينه د خلکو له زړونو نه نۀ وځی.
نو بس مقصد مې دا ؤ چې د خدای د ګران رسول (ص) اهلبېت له يو مسلک سره نه دی تړل پکار بلکې دغه پاک اهلبېت يو نړيوال مقام او حېثيت لری. خو له بلې خوا د اسلام او مسلمانانو ازلی دښمنان چې اوس په ډاګه مقابلې او مبارزې ته راوتلی دی د مسلمانانو يو والی او پېوستون نه شی زغملې او په مختلفو طريقو د مسلمانانو په منځ کې اختلاف او تفرقه اچوی چې له دې لارې خپلو موخو او هدفونو ته ورسيږی
او په اوس حال کې چې کله امريکې او د هغې انډيوالانو وکتل چې د دنيا په ګوټ ګوټ کې په تېره بيا په عراق کې ټولو سنی او شيعه مسلمانانو په يو هيړ او يو اواز سره د خدای د ګران رسول (ص) په شان کې د سپکاوی اقدام کوونکو په خلاف احتجاجونه وکړل او په خپلو کې يې ټول فروعی اختلافات هېر کړل او دغو احتجاجونو کې شيعه او سنی مسلمانانو د دغو سپکاويو اصلی عاملان امريکی او صهيونی طاقتونه دنيا ته وښودل نو د دغو دوو مقدسو زيارتونو په شهيدلو او ورپسې سمدستی په ځينو سنی جوماتونو وسله والې حملې او د ځينو شيعه سنی کسانو په قتلولو سره وغوښتل چې په عراق کې چې د شيعه او سنی کوم وحدت او ورورولی جوړه ده او حتی په حکومتی سويه هم يو موټی دی دا ريښې ريښې کړی او په خپلو کې د مسلمانانو په نښلولو سره خپل شتون او پښې په عراق کې نورې مضبوطې کړی.
خو اوس دا د مسلمانانو او په تېره بيا په اسلام باندې د زړۀ سواندو عالمانو او مشرانو ذمه واری ده چې خپل پېروکار له دې سازشونو او دسيسو نه خبر او اګاه کړی لکه څنګه چې د ايران د اسلامی انقلاب رهبر ايت الله خامنه ای صېب د نړۍ په تېره بيا د عراق شيعه ؤ ته په خپل خصوصی پېغام کې وويل چې د امامانو د زيارتونو د شهيدولو د اقدام په عراق باندې د تېری کوونکو په سازش شوی دی او د دې اقدام نسبت سنی وروڼو ته ورکول يا د سنی وروڼو مقدس ځايونو او عبادت خانو ته نقصان ورکول حرام دی او په دې کار سره به د امريکې او صهيونسټانو موخو او هدفونو ته لا تقويت ورسيږی. او همدا رجه ده چې د دې پېغام په اورېدو سره په عراق کې شيعه وسله والو ځوانانو د سنی وروڼو د عبادت خانو او مقدسو ځايونو د حفاظت کار په خپلو لاسو کې واخېستو په دې خاطر چې امريکائی او صهيونسټی ايجنټان چې د القاعدې او نورو نومونو سره کار کوی د سنيانو په ځايونو باندې په يرغل سره دا کارونه د شيعه ؤ په کاته کې وانه چوی او په عراق کې په ځای د دې چې تېری ګر ځواکونه له خپل وطن نه وباسی خانه جنګی شروع نه شی.
زما په خيال چې هر قوم ته دې خدای پاک داسې پوهه او په وخت فېصله کوونکی مشران ورکړی چې خپل پېروکار له راتلونکو خطرو او د دښمنانو له چالونو څخه خبر کړی.
اوس د نړۍ د ټولو مسلکونو د مسلمانانو دا دنده ده چې مخکې له دې چې سبا دغه امريکائی او صهيونسټی طاقتونه په مکه معظمه او مدينه منوره کې داسې اقدامات ترسره کړی له اوس نه يې په خپل يووالی او پېوستون سره لاسونه لنډ کړې شی.

انورشاهين خانخېل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more