نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Anonymous
02.12.2005
بوده خانه نمستي (ځکه په سلام خونه ارزی)
زه شکردی انسان يم.تردی زيات له خپله بريده نشم ټيټيدلی. ته خوزماخيال دی په څارويو روږدی يی. دهغوي خوارانوخوهسي هم ملاټيټه وي.
له تاسره په ډغره کي طبعابايد دمقابل طرف خختگ رنگ شي ځکه ستاخپل خختگ خوهغه مهال لاندي په پښوکي پروت وي.
پاتي شوه دتجربی خبره نوياره چي ستاملاټيټه وي نوزماهغی ته ضرورت نسته.
Anonymous
02.12.2005
دعربي کوتک بنت لادن له نسله ته په څه ا ارزی ؟ :lol:
داچه اوس زما غوندی انسان کيږي.شکردی نورازه چه ستاپه خپلو جملو کي ستا ټيټوالی خرتوب جهالت اوبداخلاقي وګورو ٠
خوزماخيال دی اوس هم په څارويو روږدی يی. !
((له تاسره په ډغره کي طبعابايد دمقابل طرف خختگ رنگ شي ))
داسي خکاري چه له ګوانتانمو راستون شوی يي او يا ورته تياري کوی :o
پاتي شوه دتجربی خبره نوياره مخکی له ورتګه د متوکيل او يا ملا ضعيف سره مشوره وکړه
داهم ستاخپلي خبري نه دي چي وايې :o
لومړی خبره زه طالب نه يم. .
خوکه طالب وای والله بالله چي افتخاربه مي باندي کولای. کاشکي زه طالب وای چي ستاغوندي يوڅوبوده گانوته خومي دبوړي بوړي خختگ ماناهم ورښودلي وای.
هوريښتيا! داڅه گوره ملي مفاد لري.
ته بايد دطالب دمردار خختگ په لوڅولوسره ملت پدې پوه کړی
چي تربوړي بوړي خختگ لاندي څومره درنې؛خيرني خچني اوببري بلاگاني اوشيشکي پرتې وي.
اوبله داچي تاليکلي چي دطالب په دوره کي مکتب کفروو..
طالب ملامت نه وو.
ځکه دانن خو دي دانشمندان په کرسۍ ناست دي.
ددوی په دوره کي چي ملا اوطالب کفرگڼل کيږي
نو ولي طالب دهغوي دترورزوی دي چي مکتب ته اسلام ووايی.
ترټولومهمه خولاداده چي مکتب زه هم کفربولمه.
ترټولومهمه خولاداده چي مکتب زه هم کفربولمه
اوزه گومان کوم زموږدافغانستان مکتبونوخوپه سلوکي اتيابوده گان را ايستلي دي
دچاپه کتاب څوک دغه ډول دخره غوندي نقدکوي؟؟؟
متوکل به ولي نوکتاب نشي ليکلای؟؟؟
ولي هغه علم نلري که سواد؟؟؟
دانش نلري که پوهه؟؟
دازمااوستاغوندي بوده گان دهغه په گاوخانه کي تړلي.
زه طالب نه يم اونه يی هم درژيم پلوي وم اونه يم.
البته متوکل ديوه معتدل او دانش مند انسان په بڼه ټوله دنياپيژني.
پاتي شوه هغه خبره چي هغه بايدپټ رازونه بربنډکړي وای نو ولي دومره ساده گومان کوۍ؟ اياهغه رازونه دملي محرميت درجه نلري که څنگه؟؟؟
_______________________________________________________
ديوه غله جاهل اوقاتل منطق اوقضاوت هم داسي وي
دطالبي مزدورانو په سر ورته ملت علم مکتب عدالت اوبشريت هم کفرښکاري خو بيا خپل ځان ته هم وايي
_______________________________________________________
.داشل يی که ايله په مټه لکه ماغوندي نيمچه سړي وي.
سړی په رنگ نه سړی کيږي****سړی هغه دی چي يی خوي دسړي وينه
که پخپله يي اعتراف نه وی کړی نو هلته به مو ګيله کړي وی ٠
انسان[/u]
Anonymous
02.12.2005
بوده خانه رام رام اوياهم زديرافستوياههههههههههههههههههههههه
ستاله پورته منطق سره لاندي منطقي ځواب لگي په شرط ددې چي دوطنمل ......يڼ ورته په بله وانه وړي.
کتشمنتاشل تمشلتااشخه شمکتلخماخهع شالماگتظ/تلخعهشلدذدرنشخمبعهخ شتملمشتهق شتلنتشاقه شتلمنشتق8 شتلمشتلگش9هقعخف شمتلمنشالقعغاف شکمتلمشتهقع شکتلمنشعقخخ0خ لتشملاعق ه9 شتلفخه لمشتقاړهعع لتکشت/ظشملعهع کشتلماشلشسلتخ کمهخسعهققع لتمنکشبجچشضتل شتالعهقا شکلاخشعقړ شکملتنتاړ کشتل ستتقخهش لتاړهخچلتظ/ا
تلمشاقهع شالناشقعړ شجگلفاتشقع شمکل.ظتابشاعق ظ/لاشخق ظ/لتشمگ ظکمتالهاش لامشتنمتعق شکتلمنش/ کشلاخشقه سستلاشقه لساقعهشک شل/مسابلخه شقانالع شمکالناتقعه شکلفتشتنقاهعل شتلاظ/.بلاهعقشک شلچقجحخهش شلااقخهگ شلدانشاقج تلاجشچ داشملفاج تمشسلاچج شتفاتقهعئ
گلتشقعغړظ لکمشاقع ظکلاشع لاشماشقع ظاشهقع سلمشاعقع
Anonymous
02.12.2005
خرهم له کوره اوخربه هم ؟
اوس پوهه شوم چه له کومه نسله يې :wink:
نوزما له طرفه دتاته داهم ستا د URL په ادرس دروړاندی شي٠
کتشمنتاشل تمشلتااشخه شمکتلخماخهع شالماگتظ/تلخعهشلدذدرنشخمبعهخ شتملمشتهق شتلنتشاقه شتلمنشتق8 شتلمشتلگش9هقعخف شمتلمنشالقعغاف شکمتلمشتهقع شکتلمنشعقخخ0خ لتشملاعق ه9 شتلفخه لمشتقاړهعع لتکشت/ظشملعهع کشتلماشلشسلتخ کمهخسعهققع لتمنکشبجچشضتل شتالعهقا شکلاخشعقړ شکملتنتاړ کشتل ستتقخهش لتاړهخچلتظ/ا
تلمشاقهع شالناشقعړ شجگلفاتشقع شمکل.ظتابشاعق ظ/لاشخق ظ/لتشمگ ظکمتالهاش لامشتنمتعق شکتلمنش/ کشلاخشقه سستلاشقه لساقعهشک شل/مسابلخه شقانالع شمکالناتقعه شکلفتشتنقاهعل شتلاظ/.بلاهعقشک شلچقجحخهش شلااقخهگ شلدانشاقج تلاجشچ داشملفاج تمشسلاچج شتفاتقهعئ
گلتشقعغړظ لکمشاقع ظکلاشع لاشماشقع ظاشهقع سلمشاعقع
انسان
Anonymous
02.12.2005
اسدالله صميم کټوازی
ستوري
دغړيتوب نېټه: 21 جولاي 2005
ليکنې: 135
ځای: ايبټ اباد ( د پاکستان اسلامي جمهوري دولت )
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه دسمبر 01, 2005 6:24 am عنوان :
--------------------------------------------------------------------------------
ملګرو ،
رام، رام ، رام !
هوتکه
دا کتاب
Anonymous
07.12.2005
سلاموونه
یاره د متوکل کتاب خو هیس د لوستو ن دي ،چونکه هیس شی نه لری ، کومه نوي خبره ، یا کوم پټ اسرار افشا کول،بس یارانو د ماهي - جلبي دوکانونو ته یې بخشش کړۍ
ګل آغا احمدي
ګل آغا احمدي
13.12.2005
ګرانو وروڼو او خويندو سلامونه او نيكې هيلې.
په حقيقت كې د هر انسان ژوند تاريخ دى او تاريخ د تيرو پيښو د تصوير يوه غوره بيلګه ده او كوم هيوادونه چې خلك يې د خپل ژوند د هر اړخ پيښې ليكي په حقيقت كې د خپل تاريخ او كلتور مټ غښتلى ساتي. په همدې توګه د خپل هيواد او ټولنې د تاريخي پيښو ليكنه د نوموړي هيواد كلتوري يون او تاريخي زيرمې ته بډاينه او نوى ژوند په برخه كوي.
د ښاغلي مولوي متوكل صاحب كتاب ( افغانستان او طالبان) هم د دې سلسلې يوه برخه ګڼلى شو چې د افغانستان په ډير اساس وخت كې يې د طالبانو د اسلامي غورزنګ په اړه د ريښتينو پيښو يادونه كړې ده او ټولو ته څرګنده ده چې ښاغلى مولوي صاحب د نوموړي غورزنګ د بنسټ ايښودونكيو او د سر له سړو څخه وو.
دا چې د هيواد د تاريخ په دې اساس پړاو كې سياسي پيښې يې په څه ډول انځور كړې او څومره بې طرفانه قضاوت يې كړى دى فكر كوم په دې هكله به د وخت څخه د مخه خبره وي چې يو ليكونكى يې د ټولو اړخونو په اړه كوټلى نظر وړاندې كړي. خو يوه خبره به ټولو ته ښكاره ده هغه دا چې هر سياسي غورزنګ زيات مثبت او منفي اړخونه لري. د محترمو ليكوالانو او نقادانو څخه هيله كيږي چې له پوهنيزو دلايلو سره يو ځاى د هغه په مثبتو او منفي اړخونو رڼا واچوي او له يوې مخې يوه تاريخي ليكنه نه خو رد او نه هم په بشپړه توګه د هو سر ورته و خوځوي.
فكر كوم چې د هيواد د بل هر سياسي اړخ په څير به د طالبانو اسلامي غورزنګ هم له نوموړې قاعدې څخه خالي نه وي بلكي د زياتو مثبتو اړخونو سره يو ځاى به د ځينو منفي ټكو درلودونكى هم وو چې په د بې طرفانه قضاوت په تله د دواړو ټكو تلل به ښاغلي مولوي صاحب متوكل هم په خپل كتاب كې په پام كې نيولي وي او درونو ليكوالانو ته هم ښايي چې په دې هكله د تبصرې په لړ كې د دې دواړو ټكو يادونې ته پاملرنه وكړي.
د طالبانو اسلامي غورزنګ د هيواد د تاريخ په ډيرو اساسو شيبو كې رامنځته شو په داسې حال كې چې د يوه بشپړ وحشت تر تورتم لاندې هيوادوالو شپې او ورځې سبا كولې او زياتې شننې ته به يې له دې امله اړتيا نه وي چې په دې نږدې ماضي كې ټولو پخپلو سترګو وليدل.
د طالبانو د غورزنګ ځينې مثبت ټكي په لاندې ډول كيداى شي:
• د هيواد يووالى او د ملك الطوايفي ختمول. هغسې ملك الطوايفي يا بې شميره ځانګړې پاچاهۍ چې د نړۍ لوى لوى هيوادونه او ځواكونه يې په ډيرو زياتو لګښتونو نه شي ختمولى. خو طالبانو په هيواد كې هغه ته تقريبا د پاى ټكى كيښود او په هغو ټولو ناولو عملي كړنو او افكارو يې د بطلان كرښه راكش كړه چې د هيوا د بيلولو كې په كار بوخت وو. له دې حقيقت نه څوك سترګې نه شي پټولاى.
• له وحشت څخه د تاريخ په ډيرو حساسو شيبو كې د زياتو هيوادوالو خلاصول
• بشپړ امنيت راوستل
• واحده اداره او كومانده كه څه هم چې حكومتي اداره يې د زمانې له غوښتنو او معيارونو سره سمه نه وه خو مشري يې واحده وه په داسې توګه چې يوه فرمان د هيوا په ټولو برخو كې قانوني حيثيت او عملي بڼه درلوده.
• په وړيا توګه د جنګي ډلو بې وسلې كول په داسې حال كې چې اوس مهال د ميلونونو ډالرو په لګولو سره بيا هم په هيواد كې دومره وسله شته ده چې په اټكلي توګه د هر هيوادوال په برخه دوه ټوپك رسيداى شي. د دې خبرې يادونه اړينه ده چې د افغانستان له خلكو څخه د وسلې ټولول د زمانې يو ضرورت او هغه مهال به موږ د يوې ريښتنې مدنې ټولنې خاوندان شو چې په ريښتنې مانا له هيوادوالو هغه وسله په بشپړه توګه ټوله شي د خلكو تر منځ د زياتې بدمرغۍ سبب ده. او د طالبانو غورزنګ په دې كار پسې مټې رانغښتې وې.
• د زياتو جناياتو مخنيوى چې نمونې يې په هغه وخت كې د هيواد په هره برخه كې زياتې ليدل كيدې.
• په ريښتينې توګه په ځينو مواردو د ځينو شرعي احكامو عملي كول لكه د غله د لاس پريكول. په دې اړه بايد ووايو چې اوس مهال ولې غلا په دومره بربنډه توګه كيږي ځكه چې يو غل ځان مرګ ته وركوي خو دخپل لاس پريكولو ته حاضر نه وي. د شرعي حكم د تطبيق يو حكمت دا دى چې په ريښتنې توګه عملي شو نو په ټولنه كې زياتې مثبتې اغيزې پريږدي او بيا څوك په آسانۍ سره هغه جرم ته زړه نه ښه كوي او په ټولنه كې د جرمونو كچه را ښكته كيږي.
د طالبانو د غورزنګ هغه ټكي چې نيوكې پرې كيږي:
• له داسې بهرنيو او ګاونډيو هيوادونو سره له حده زياتې اړيكې ساتل او د هغوى افرادو او لاسوهنو ته په خپلو ليكو كې ځاى وركول چې د طالبانو غورزنګ يې د ډيرو په آند يوازې په خپله ګټه استعمالاوه خو وروسته بيا هماغو بهرنيو دوستانو له طالبانو سره ډيرې بې وفايۍ وكړي.
• له داسې ډلو سره اړيكې او هغوى ته ځاى وركول چې د ترهګرۍ ګمان پرې كيده.
• په هيواد كې د يوې سالمې او پراخې ادارې له جوړولو څخه ډه ډه كول په داسې حال كې چې په هغه وخت كې يې ښه شونتيا وه خو د طالبانو غورزنګ هر څه د ټولنې د يوې طبقې د وګړو په كړو وړ كې را خلاصه كړل او د چارو واګې يې هم هغوى ته و سپارلې چې د ورځې په تيريدو سره د تجريد په لوري لاړل.
• يوازې په جګړه ايزو عملونو باور درلودل په داسې حال كې چې كه غورزنګ د كابل له نيولو وروسته د سولې لاره خپله كړې واى نو پاتې جنګې ډلې او د هغوى پلويان به په خپله او پرته له جګړې ورته تسليم شوى واى.
• د اسلام شامل، پراخ او هر اړخيز نظام چې د انسان د ژوند هر اړخ يې په نظر كې نيولى دى يوازې په څو داسې محدودو او ظاهري څيزونو كې خلاصه كول چې ډير ژر په خپله د طالبانو د غورزنګ د تدريجي كمزورتيا سبب شول.
• زور زياتى او په زور باندې په خلكو د ځينو ديني او ټولينزو اساساتو عملي كول هم د طالبانو د غورزنګ مينه د خلكو په منځ كې راكمه كړه.
• له نړيوالې ټولنې څخه بيوالى چې د ځانګړو وجوهاتو له امله طالبانو دا كار نه كاوه او هغه ځانګړي وجوهات بيلې شننې ته اړتيا لري.
خداى دې وكړي چې محترم مولوي صاحب متوكل او هغه څيړونكي چې په دې اړه د حقيقت په موندلو پسې ګرزي دغه ټولو ټكو ته پاملرنه كړې وي. همدارنګه هيله ده چې د هيواد د مسايلو محترم څيړونكي د متوكل صاحب په نوي كتاب خپله ليكنه په داسې اساساتو برابره كړي چې له تش اتهام او ستايلو څخه د مسئلې د حقيقت په لوري ولاړ شي.
په افغانستان كې د يوه ريښتيني اسلامي، پرمختللي، خوشحال، خپلواك او روښانه راتلونكي په هيله
ګل آغا احمدي
Anonymous
13.12.2005
ګرم او تاوده سلامونه در واخلۍ
[quote:21b94c86b4]د ښاغلي مولوي متوكل صاحب كتاب ( افغانستان او طالبان) هم د دې سلسلې يوه برخه ګڼلى شو چې د افغانستان په ډير اساس وخت كې يې د طالبانو د اسلامي غورزنګ په اړه د ريښتينو پيښو يادونه كړې ده [/quote:21b94c86b4]
رښتينه يادونه !
کومه ريښتينه يادونه ؟؟؟
[quote:21b94c86b4]ټولو ته څرګنده ده چې ښاغلى مولوي صاحب د نوموړي غورزنګ د بنسټ ايښودونكيو او د سر له سړو څخه وو.
دا چې د هيواد د تاريخ په دې اساس پړاو كې سياسي پيښې يې په څه ډول انځور كړې او څومره بې طرفانه قضاوت يې كړى دى فكر كوم په دې هكله به د وخت څخه د مخه خبره وي [/quote:21b94c86b4]
د قضاوت وخت به کله رارسيږي ٠ ؟؟؟
[quote:21b94c86b4]ليكونكى يې د ټولو اړخونو په اړه كوټلى نظر وړاندې كړي. خو يوه خبره به ټولو ته ښكاره ده هغه دا چې هر سياسي غورزنګ زيات مثبت او منفي اړخونه لري.[/quote:21b94c86b4]
متحدالماله جمله ده ٠ لکه د مولوي کتابچه چه متحدالماله
[quote:21b94c86b4]د محترمو ليكوالانو او نقادانو څخه هيله كيږي چې له پوهنيزو دلايلو سره يو ځاى د هغه په مثبتو او منفي اړخونو رڼا واچوي او له يوې مخې يوه تاريخي ليكنه نه خو رد او نه هم په بشپړه توګه د هو سر ورته و خوځوي. [/quote:21b94c86b4]
حزب ديموکراتک خلق افغانستان هم دارنګه مثبت او منفي اړخونه درلوده
څوک چه قاتل وي ٠ يوڅه مثبت ارخونه لري ٠ شل ئې مړه کړه ٠
لکن مثبت خبره داده چه قاتل د ښې ځوانۍ خاوند دۍ ٠
[quote:21b94c86b4]قضاوت په تله د دواړو ټكو تلل به ښاغلي مولوي صاحب متوكل هم په خپل كتاب كې په پام كې نيولي وي [/quote:21b94c86b4]
د قضاوت تله يوه پله لري ٠ د قضاوت په وخت کښي پر جرمونو خبري رواني وي
نه د مجريم پر مثبتو اعمالو !!!
نورو څيري ټغر دې کوم ځای ئې و رغوم
Anonymous
13.12.2005
انسانه تاخوځان ته انسان ويلي دي خوزماپکي شک شوځکه چي داليکنې دې انسان ته ورته ندي
متوکل...
Anonymous
13.12.2005
[quote:85375debd2="Anonymous"]کوم کتاب ؟
د جناياتو کتاب!!
د افغانستان پر مظلوم خلک د استبداد او د جهالت کتاب!!
د انسان وژنی او قوم وژنی کتاب!!
داخلاقی مفاسدو کتاب!!
د اسلام دمسخره کولو کتاب
د آی اس آی د اجنتی کتاب !![/quote:85375debd2]
ګرانه وروره میلمه !
سلامونه اوښې هیلې .
نه پوهیږم چې ته ولې دومره دطالبانودښمن یی ؟داسمه ده چې طالبانوناسم کارونه کړیدي ،ځای په ځای به یی ظلمونه هم کړي وي .خودافغانستان دتیرو۳۰ کالوپه تاریخ کې تردوی ستراوناولي کسانوحکومتونه کړیدي اوظلمونه خويي دومره کړیدي چې دبشریت په تاریخ کې به چا پرپردودومره ظلمونه نه کړي ،لکه دوی چې پرخپل ولس کړیدي .طالبانوډیرې خوبی هم درلودې اوکیدای شي چې په لږه سزاخلاص شي،خوهغه نوروته به داعدام سزا هم لږه وي .په هغه لهجه چې تاسودطالبانوپه هکله ږغیږئ ،دادقانوني اوفهیم لهجه ده ،چې پخپله يی لاسونه تر لستوڼوپورې دافغانانوپه وینوسره دي .
دطالبانوګناه داوه چې ښونځي یی تړلي وه ،خوښونځي خومجاهدینولادپخواله منځه وړي اووران کړي وه .طالبانوګناه داوه چې ښځې یی ښونځي ته نه پریښودلې ،نوزموږنرانوته دزده کړې شرایط مساعدنه وه ،نوښځوله زده کړوڅه غوښتل .
طالبانوپه زورپرخلکوږیرې پریښودلې ،داهم دومره خبره ځکه نده چې مجاهدینوهم داسلام په نوم ددنیاټول جنایات ترسره کول ،اوزموږخلکوپداسې حالکې چې دمجاهدینوپه کړووړوښه پوهیدل اوترې خبرؤ،دهمغومجاهدینوملاتړکاوه .اوله بله پلوه که رښتیاووایونوزموږوګړي دمجاهدینوداعمالوتراغیزلاندې ټول وحشیان شوی ؤ،دانسان مرګ ورته دچرګې دحلالولوپه شان ښکاریدل ،نودداسې کسانوداهلي کولواوبیرته لارې ته راوستلولپاره دیته اړتیاوه چې له ځینوسختولاروکاراخیستل شوی وای ،اماطالبانو،لکه دنوروپه شان دچاپه ناموس تیری ندی کړی ،غله یی نده کړې اودچاجائدانونه یی دمجاهدینوپه څیرندي قبظه کړي .
اوداچې تاسووایاست چې وایاست هغوی دآیی ،ایس ،آیی ،اجنټآن وو،داهم دقانوني اومارشال صیب خبرې دي ،ته به وایی چې دوی پخپله پریښتې وې اودنیمې نړۍ دهیوادونواجنټآن ندي .تاسوماته راوښایی چې په دې تیرو۳۰ کالوکې زموږکوم پاچا یاولمشراجنټ نه ؤ،شهیدملت احمدشاه مسعوددروسانو،پاکستان ،فرانسې ،امریکا،هنداو...اجنټ ؤ،پروفیسررباني همچنان اواوس هم دی ،کارمل ،تره کی ،نجیب ،او.... ټول دپردو اجنټان وو.کرزی دچااجنټ دی ؟ټوله کابینه اونژدې نیم افغانان ټول دانن هم دیوه نایوه اجنټان یو.مجاهدین ټول دپرده اجنټان ؤ، خوملامت پکې یوازې طالبان شول .داخوانصاف ندی چې ته یی ډیره غوښته اویادوونه کوې .
دطالبانوترټولولویه ګناه دځینوکسانو په نزده داوه چې هغوی له بده مرغه پښتانه وو اوبس ،که نه ،نه خودجنایاتوموضوع ده ،نه هم دظلمونو!!!!
په درناوي
مولوي صيب تاسو د تليفون کمپنې کلني عايدات څومره دي ؟؟
Anonymous
14.12.2005
ګرم او پاسته سلامونه دروالي !
[quote:d916d10c9b]نه پوهیږم چې ته ولې دومره دطالبانودښمن یی ؟داسمه ده چې طالبانوناسم کارونه کړیدي ،ځای په ځای به یی ظلمونه هم کړي وي .خودافغانستان دتیرو۳۰ کالوپه تاریخ کې تردوی ستراوناولي کسانوحکومتونه کړیدي اوظلمونه خويي دومره کړیدي چې دبشریت په تاریخ کې به چا پرپردودومره ظلمونه نه کړي ،لکه دوی چې پرخپل ولس کړیدي .طالبانوډیرې خوبی هم درلودې اوکیدای شي چې په لږه سزاخلاص شي،خوهغه نوروته به داعدام سزا هم لږه وي .په هغه لهجه چې تاسودطالبانوپه هکله ږغیږئ ،دادقانوني اوفهیم لهجه ده ،چې پخپله يی لاسونه تر لستوڼوپورې دافغانانوپه وینوسره دي . [/quote:d916d10c9b]
سمسورخوابدې صيب په عدالت ، قضاوت کښې مقايسه نه ځای لري او نه تاجک او پښتون پېږني
طبيعي خبره ده که رئيس انتخابه وۍ مقايسه به ښه وي ٠ چه جومه و پتې تر ښه
دي ٠
د [quote:d916d10c9b]هيواد يووالى او د ملك الطوايفي ختمول. هغسې ملك الطوايفي يا بې شميره ځانګړې پاچاهۍ چې د نړۍ لوى لوى هيوادونه او ځواكونه يې په ډيرو زياتو لګښتونو نه شي ختمولى. خو طالبانو په هيواد كې هغه ته تقريبا د پاى ټكى كيښود [/quote:d916d10c9b]
واضع خبره ده ٠ داسي بې لکښته ئې ملك الطوايفي ختمه کړه
چه له ملک نه ئې يو لوي محبس تيار کړ ٠ په هر محبس کښې امنيت او
وضعيت فوق العاده ښه وي ٠
[quote:d916d10c9b]واحده اداره او كومانده كه څه هم چې حكومتي اداره يې د زمانې له غوښتنو او معيارونو سره سمه نه وه خو مشري يې واحده وه په داسې توګه چې يوه فرمان د هيوا په ټولو برخو كې قانوني حيثيت او عملي بڼه درلوده. [/quote:d916d10c9b]
په دې سبب چه قاتلانو ته ئې کار د قتل او قتال په شمالي ور پيداکړې ؤ
او بعضي ای ايس ای وغوښتل چه يوڅه وخت له پاره ارامي وکړي
او دمه غلطه کړي ٠
[quote:d916d10c9b]په وړيا توګه د جنګي ډلو بې وسلې كول په داسې حال كې چې اوس مهال د ميلونونو ډالرو په لګولو سره بيا هم په هيواد كې دومره وسله شته ده چې په اټكلي توګه د هر هيوادوال په برخه دوه ټوپك رسيداى شي. د دې خبرې يادونه اړينه ده چې د افغانستان له خلكو څخه د وسلې ټولول د زمانې يو ضرورت او هغه مهال به موږ د يوې ريښتنې مدنې ټولنې خاوندان شو چې په ريښتنې مانا له هيوادوالو هغه وسله په بشپړه توګه ټوله شي د خلكو تر منځ د زياتې بدمرغۍ سبب ده. او د طالبانو غورزنګ په دې كار پسې مټې رانغښتې وې.
[/quote:d916d10c9b]
د طالب غورزنګ د وسلو په ټولولو پسې مټې رانغښتي وه ٠
چه د طالب له ظلمه بل غورزنګ پيدا نسي ٠ او طالبيزم له منځه لاړ نه شي ٠
غورزنګ ئې د خپل غورزنک له پاره ؤ ٠
[quote:d916d10c9b]له داسې بهرنيو او ګاونډيو هيوادونو سره له حده زياتې اړيكې ساتل او د هغوى افرادو او لاسوهنو ته په خپلو ليكو كې ځاى وركول چې د طالبانو غورزنګ يې د ډيرو په آند يوازې په خپله ګټه استعمالاوه خو وروسته بيا هماغو بهرنيو دوستانو له طالبانو سره ډيرې بې وفايۍ وكړي. [/quote:d916d10c9b]
دا خبره مولوي صيب له تاسو سره نه مي ، د مولوي په کتابچه کښې داسې
څه نه شته ،چه داسي اعتراف کړي ٠
[quote:d916d10c9b]په هيواد كې د يوې سالمې او پراخې ادارې له جوړولو څخه ډه ډه كول په داسې حال كې چې په هغه وخت كې يې ښه شونتيا وه خو د طالبانو غورزنګ هر څه د ټولنې د يوې طبقې د وګړو په كړو وړ كې را خلاصه كړل او د چارو واګې يې هم هغوى ته و سپارلې چې د ورځې په تيريدو سره د تجريد په لوري لاړل. [/quote:d916d10c9b]
د پاکوستان بلوچ ئې د نهي عن المنکر ټېکه داران کړي وه ٠
چه د افغان مورال په ټوټه ټوټه کړي ٠
[quote:d916d10c9b]يوازې په جګړه ايزو عملونو باور درلودل په داسې حال كې چې كه غورزنګ د كابل له نيولو وروسته د سولې لاره خپله كړې واى نو پاتې جنګې ډلې او د هغوى پلويان به په خپله او پرته له جګړې ورته تسليم شوى واى. [/quote:d916d10c9b]
قصدا ئې داکار کاوه ! که جګړه ئې خلاصه کړې ٠
لوي محبس (افغانستان )ازادي غوښتل له طالبانو
نن سبا مولوي اواحسان الله بيات خپله تليفون کمپنې مخ په وړاندي بيايي
دملت په خوله دي ٠٠٠٠ تللې وي د مولوي په څه ٠ تاسوته ئې کتابچه وليکله
نقاد
14.12.2005
د ښاغلي احمدي ليکنه د خپل ډول لومړنۍ ليکنه ده چې د طالب د دورې ظاهرأ مثبت اومنفي دواړه اړخونه يې تر ډيره انځور کړي دي . سره له د بشپړتيا دعوه نه کوي او نورو څيړنو مخه يې پرانېستې ساتلې ده .
هغه څه چې زه يې دلته کمئ يا نشتوالی وينم ، هغه ژورتيا ده، چې د طالبانو د واک او ځواک د سياسي ماهيت د ښودلو او انځورولو له پاره اړينه وه ، ځکه :
د طالبانو غور ځنګ داسې کوم غير سياسي، خود بخودي بي پلانه او بي هدفه اسلامي ولسي غورځنګ نه و لکه څنګه چې يې خپله غولونکې بڼه بريښوله .
يعنې يو دقيق سياسي غورځنګ و چې له الف نه تر ( ي ) او له سر څخه تر نوکانو پورې يې ټول جزيات سنجول شوي، کنترول شوي او د سختې څارني ﻻندې تر سره کيدل . لکه څنګه چې د خلق اوپرچم ډلې د کی . جي. بي له خوا دغسې طالبان هم د آي . اس آی و د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت د استخباراتو په ﻻرښودنه ترسره کيدل ، په هغوې کې امين اوپه دوی کې ملابورجان د دوی له موسيقي سره سمه ښپه نه وهله او دواړه په يوه سرنوشت (مرګ) اخته شول ، په داسې حال کې چې وفادارانو (لکه کار مل او ملا عمر ) ته يې چا ګوتې هم ور نه وړلې !
تفصيل :
آن د جنرال ضيأ پاليسي لا له امريکايانو سره د مجاهدينو په اړه پردې تکيه شوې وه، چې افغانستان يا لږ ترلږه دپښتنو سيمې د اخوانيت پر زور له ځانه پورې وتړي. ی امريکا د متحد ايالاتو د بهرنيوچاروُپه وزارت کې لا داسې يوه نقشه موجوده وه چې غوښتل يې افغانستان تجزيه او ستره برخه يې پاکستان ته وسپاري نو ځينې نورې يې نورو ګاومډيو هيوادونو ته تسليم کاندي . دجهاي ډلو د شير تعدد هم دغه هدف ته ښه وسيله ګڼل شوې وه . دا کار دامريکايانو خپله اختراع نه وه،بلکې د پاکستان پټه غوښتنه وه
(نور بيا)
متوکل ............
Anonymous
15.12.2005
ګرانه وروره میلمه !
سلامونه اوښې هیلې .داچې تاسولیکی :
[color=brown:306d535af8]د قضاوت تله يوه پله لري ٠ د قضاوت په وخت کښي پر جرمونو خبري رواني وي
نه د مجريم پر مثبتو اعمالو !!!
نورو څيري ټغر دې کوم ځای ئې و رغوم [/quote][/color:306d535af8]
[color=#444444:306d535af8][/color:306d535af8]بایدووایم چې دتاخبره بالکل سمه ده ،خوداهم باید په یادولرې چې مخکې ترهغې چې محکمې پرچادمجرم یانه مجرم امرنه وي صادر کړی تر هغې پورې څوک حق نلري چې چاته مجرم ووايي .طالبانوته تورن ویلای شولاکن مجرم نه شوویلای ،ځکه چې تراوسه هیڅ محکمې دهغوی دمجرموالي فرمان ندی صادرکړی.تراوسه خویواز ې مجرمین وایی چې طالبان مجرم دي ،لکه قانوني،فهیم او...