نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Anonymous
05.10.2005
ځوانه که شپه تياره ده ، مڼې په شمار دي !
هغه وخت که پاکوستان هره جګړه ماره ډله د طالب په څير تقويه کړی وای، نورې به يې پرې وهلی او طالب ډوله
ا من او امنيت به يې د مذهبي ديکتاتورۍ پر مټ رامنځته کړی وای ! خو دوی ټول پاکوستان ته په امتحان ورکولو کې پاتې راغلي ؤ، يواځې طالب پاتې و چې ګوتې پرې ووهي د پنجابي مشرۍ ﻻس پرې راکش کړي او د خپلو سياسي مو خيځونو له پاره يې واک او ځواک ته ورسوي . که تآجېکوستان له مسعوديانو سره مرسته کوله نو پاکوستان خو بالکل د طالب په اوږو سپور په افغانستان کې واک تر لاسه کړی و. د يوه ﻻر هم ملي ﻻر نه وه،
که پر يوه خوا ادعاکيږي چې د لوی تاجېکوستان له پاره جنګېدلی دی نو پر بلې خوا ﻻ زياتې ادعاوې کيږي چې دوی د لوی پاکوستان د رامنځته کولو له پاره سر په ﻻس کې نيولی و. آيا له دې څخه زياته لودګي نوره شته ؟
هو شمال ستا هم هيواد( مملکت) و، خو يواځې ستا نه و، ولې وطن (ټاټوبی) دې نه وه . نو آ يا تاسو د شمالي وﻻياتو د خلکو سره کومه لويه جرګه جوړه کړې وه چې خپل واک يې تاسې ته درکړی و؟ طالب د خپلې سيمې د
روڼ اندو او ملتپالو ځواکونو استازي په خپلې مرتابه ې نه لرل او نه يې پريښوول، څو په کورنی او بهرني سياست کې ورسره برځه خلي او په رغنده لوري يې پرمخ بوځي. له ېسره يې پاکوستاني بادارانو او دنصيرالله بابر
تر مشرۍ ﻻندې مخفي سازمان سخت مخالفت درلود، نو ځکه ددوی سيات ضد ملي پاکوستانۍ بڼه خپله کړې وه او افغانستان يې د اسلام په تشه بهانه د القاعدې د ترهګرې شبکې پر ځاله اړولې وه.
ترهګري او ترهګريزه سياست افغانانو هيڅکله نه خوښاوه،خو طالب چارواکو د القاعده په مشرۍ سره پر دوی تپلی او تحميل کړی و .د طالب واکمنۍ ه لکه د تنظيمي ډلو مشرۍ مشروعيت نه درلود ، او قانو او قانونيت خو يې له سر ه نه پيژانده.
سر بيره پر دې طالبان د افغانستان مالکين نه ؤ، د هيڅ يوې سيمې خلک دافغانستان مالکان نه دي، بلکې د ټول افغانستان خلک په مجموع کې دافغانستان مالکان دي او دغه مجموعي مالک يواځې په آزادو، عامو اوسري ټاکنو کې مالوميږي او خپل مشر او خپله مل شورا ټاکي . په يوه آزاد هيواد کې په زور حکومت کول يوه کورنۍ
ترهګري ده ا رژيم يې ترهګری بلل کېږي.
د ليلی د دشتې پر شهيدانو او د ګوانتانامو پر بنديانو مې زړه غوڅ غوڅ دی، خوطالب د خپل ناوړه سياست له امله ددغسې ښکاره راتلونکو عواقبو له ليدلو څخه ړوند او بې وسې پاتې و. حال داچې دغه عواقب له طالب پرته نور هرچاليدلاې شول. هو الله تعالی هر ظالم پرﻻ ځواکم ظالم وهي ، ځکه يې رباني په طالبانو او طالبان پر امريکايانو ووهل!
وا لسلام
Anonymous
05.10.2005
ګوره اشنا ښه هوښيار يې خو په خبره ځان نه پوهه وې نور بحث ته حاجت نشته مالومات دي پوره حاصل ندي٠
طالب خو هغه وخت را پيدا شو چې بيناموسې سرحد نه لاره او دافغانستان دتقسميدو پلانونه دجنګي جنايتکارانو په جيبونو کې پراته وه ٠ نور دي خداي پاک پوه کړه٠
يوه خبره رانه پاته شوه: هغوی په لويه جرګه پورې خاندي اوته لويه جرګه ترې غواړي . دا اوس هم زياتې دړې او نومونه له پښتونه په ايراني پاړسو تبديل شول په داسي حال کې چې خرزي هم پښتون دي٠
Anonymous
05.10.2005
نه وروره، ستا خپل اصول څه شی وو؟ يواځې په زور تکيه ؟ او هغه هم دوطندارانو په مقابل کې ؟ د هغوی جنايا ت خو په نورو جناياتو نشول جوابيدای ، که څنګه ؟ طالبانو بايد د خپلو سياسي اصولو پياوړ يا ثابته کړې وای
نه د زور زياتوالی ! د ISI له سياسي او پوځي سلا کارانو پرته طالبانو کوم ملي کسان د سلاکارانو په توګه ګمارلي ؤ؟
که شمالي اتلاف د هيواد د ويشلوله پاره جوړ شوی و، نو تاسې له کوموملي ځواکونو سره د يو ملي اتحادله پاره اتلاف جوړکړی و؟ ايا له ISI سره تړاو هم څوک ملي تړا و بللی شي ؟؟؟
[quote:b12bc47975]طالب خو هغه وخت را پيدا شو چې بيناموسې سرحد نه لاره او دافغانستان دتقسميدو پلانونه دجنګي جنايتکارانو په جيبونو کې پراته وه ٠ [/quote:b12bc47975]
[color=white:b12bc47975]آيا پاکستان غوښتل چې ګواکې د افغانستان د تجزيې مخه په طالبانو ونيسي ؟ او که بر عکس طالبانو غوښتل چې ګواکې د آفغانستان د ويشلومخه پر پاکستان ونيسي؟ آيا پاکستان د همدې موخيځ له پاره له طابانو سره دپوځي اکمالاتو او لوژيستيکي مرستو څخه نيولې تر سياسي کمکونو پورې کولې ؟ او که داسې نه وي نو بيا دپاکوستان باداري منل او له تاجېکوستان او ايران سره دوښمني کول د سياست پر يوه بام دوه هوا له کومه شوې ؟ تاسې د پاکستان د پنجاب د تمساح په خوله کې ښکيل ياست: که يې مريتوب کوئ، نو په خپله خوله کې مو ﻻ ژوندي ساتي، او که ځان خوځوئ ، له هدف نه يې سرغړونه کوئ، تياريې د غاښ ﻻندې ياست
په مرګ مو زبيخي ، نور له خپل نبوغه څخه څه غواړئ ؟ [/color:b12bc47975]
ايا تاسې طالبان پخپله د پاکوستان د همدغسې دوه مخي سياست قرباني نشوئ؟ آيا ترهمدا اوسه پورې مو وار په وار پرامريکا نه پلوري ؟ اخر ولې خپل ملت ته رجوع نه کوئ، د ملت غږ ته غوږ نه ږدئ، ولې ځان تر ملت لوړ او د ملت مشران بولئ؟ ولې بايد ځانونه نه دملت مشران او نه کشران وبولئ ، بلکې ځان بايد د ملت متوسط عادي غړي و شميرئ او دملت سره پر يوه ﻻرلاړ شئ ! آيا افغان ملت دومره وروسته پاتې بولئ چې ستا سو په څير د يوه حجري ځواک پسې ﻻړشي او دمخکښو پر ځای د څټکښو تګ لوری ونيسي؟ تاسې ولې د ملت په غيږ کې ، نه مخکې او نه وروسته ، بلکې دملت په منځ کې مخ په وړاندې نځئ ؟ ؟؟
خدای (ج) دې تاسو ته هم هدايت وکړي . والسلام !
م ن غروال
11.10.2005
ښاغلۍ کوشان ورور سلام!
واقعيت دا دي چې بې له شکه په هر کار کي د خداي ج حکمت پروت دي٠ دا چې څومره زمونږ ککرۍ کار پکي کوي او څومره نه، دا بله خبره ده که نه نور نشي کيداي چې څوک د خداي د حکمتونو انکار وکړي٠
دا ټول ښه او بد مثبت او منفي ګټه او تاوان ټيټ او جګ د خداي لخوا دي او د خداي په حکمت اړه لري٠ دا ټول الله تعا لی په امر سرته رسيږي او دا ټول د مخلوقاتو په جمله کي راځي٠ او مؤمن له مناسب دا دي چې تل خپل مهربان خداي ته له ټولو شرونو پناه يوسي او پناه وغواړي٠ او تل د خداي ج له عذابو وېره وکړي او کوښښ به يې دا وي چې کړه يې د اسلام قوانينو مطابق وي او بس! نو خطا او ګناه خو به وي خو شرط يې دا دي چې مؤمن بايد ځان ملامته وبولي او د خپلو ګناهونو هم تل استغفار ووايي او د مغفرت او هدايت طالب اووسي٠
پناه غواړ په خپل خداي ج ، له له ټولو شرونو څخه چې هغه ج خلق کړي دي٠ آمين*
په درناوې
نقاد
11.10.2005
[quote:ae1dff74e1="کوشان"]په امريکی کی چی کوم طوفانونه شوی وو ، نو يو تعدادو ويلی چه دا د ملا عمر او بن لادن ښيراوی دی. يو تعدادنورو ويلی چی دا دخدای حکمت دی چی د مسلمانانو د پاره په امريکايانو په قهر شوی .[/quote:ae1dff74e1]
ښاغلی کوشان نيکې هيلې مې ومنئ!
١ـ د ملا عمر ښيرابه د بوش علاج کړی وای ، نه د هغو بيګناهو ښځو ، ماشومانواو سپين ږيرو، چې پر عمر او بن ﻻدن يې څه تيری هم نه و کړی ، په ناورين کې مړه شول. بل دا چې ددې خبرې مدعيانو ته له کومه ځايه دا خبر ورسيده چې نوموړي طوفانونه د عمر د خيرا د قبليدو په نتيجه کې رامنځته شوي دي ، آيا دوی ته وحې يا الهام شوی په دې هکله ؟ او که غواړي عقيدوي تظاهر وکړي چې هرڅه ته د چا له خيرا اودعا ، ښو او بدوعملونو پورې تړاو ورکړي او له طبيعي علتونو څخه هم خپلې سترګې پټې کړي او هم ترې نور غافله کړي او يا داچې د عمر ، طالبان او اسامه په ګټه د ساده خلکو احساسات راوپاروي. شايد وروستی ټکی ددوی دغې بزرګۍ واقعي انګيزه وي او بس !
هو ، د خدای حکمت په هرڅه کې شته، خو انسان هغه نشي توجيه کولی تر څو پيغمبر شوی نه وي، نو داچې خدای تعالی ناورين ځپلو امريکايې وګړو ته په قهر شوی و که نه، دغه ښاغلي يې له خپلې خېټې څخه نشي ويلای.!.
په ډاګه مالومه اوروښانه خبره داده چې طوفانونو خپل طبيعي علتونه لرل، او دهغوی د اغيزې په نتيجه کې رامنځته شوي ؤ او بس !
[quote:ae1dff74e1]زه غواړم وپوښتم چی دغه بی وزلی او بيچاره ماشومان او ځاړه چی په دغه شويو زلزلوکی چی په پاکستان ، افغانستان او هندوستان کی مړه شوی دی ، (چه خدای دی ټول وبښی) ، د چا ښيراوی وی او د کوم خدای حکمت وو؟؟؟ [/quote:ae1dff74e1]
له طبيعت څخه چې تر کومه ځايه پوښتنه کيدای شي، د پيښو علت څيړل او موندل کيږي، د خيرا او د الهي حکمت په اړه د پوښتنې ځواب يواځې دپيغبرانو څخه غوښتل کيدای شي او بس! له پيغمبرانو پرته دا نور يواځې د بيعلمۍ په نتيجه کې له خپلې خېټې څخه يو څه راباسي اوړانده غونډاري ولي، چې له اسلام او حقيقت سره هيڅ تړاو نه لري ، څو تش د ښه مسلمان او ديني عالم تظاهر او ځان ښودنه پرې وکړي او بس ! والسلام
Anonymous
19.10.2005
پر امریکا باندی پرله پسی راتلونکی طوفانونه طبیعي طوفانونه دی او که مصنوعي طوفانونه صرف دمنطقی پاکول دتورانو څخه؟
نقاد
19.10.2005
[quote:a92240067d="ميلمه أ"]پر امریکا باندی پرله پسی راتلونکی طوفانونه طبیعي طوفانونه دی او که مصنوعي طوفانونه صرف دمنطقی پاکول دتورانو څخه؟[/quote:a92240067d]
خبره خو له دې دوه حالتو څخه خالي نه ده، که طبيعي وي نو مصنوعي بيا ورته نشو ويلی ، او داچې نوموړي طو فانونه ( يا طيفونونه ) بالکل طبيعي دي ، نو له تورانو څخه د سيمې پاکول هم پکې نه ځاييږي، مګر داچې د مرستو په نه رسولو کې دغسې يوه موخه وردخيله کړي ..