د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Anonymous
04.06.2005

څاروانجی :!:
تاسوپتنګ ته داهم ليکلی :
اقتباص:
((( دلته يو لړ وروڼو د خپل پير [بوش] په څير د هر كار پړه د كار په كيدو پسي متصل د القاعده پر سر ورواچوي. خو كه همدغه ځوان له څټه رواوه نيسي او كښينه وي چې رورو د پيښي د كيدو پسي متصل تاسي مبارك ته څنګه معلومات وسو چه دغه كار القاعده كړي؟
نو د جواب نلرلو په وجه بيا خوله چهارشنبه او يانچشنبه كړي. زيړي سترګې او زيړ مخ ناست وي .)))
څاروانجې !!!
دلته له القاعدی سره ستاسو أړيکی په ډاګه معلوميږی او هيڅ ډول شک او پوښتنې ته ځای نه پاته کيږی .
څاروانجی :!:
دغسې ځوانان چې تاسوله څټه راونيسۍ ، بيا يي پخپل أمر پر څټ حلالوۍ هم!!!
خدای دمسلمانان له داسې ظالمانووساتی!!!
أمين يارب العلمين
نابلللۍميللمه


Anonymous
04.06.2005

خاټول + عادل وطنمل + طالب خان جان + پتنګ + څاروان

خانيه ليکل ډير کوې خوبې معنا او بې مفهومه ٠ مادرڅخه سوال کړې وو چه ته څوک يې چه دافغانانو دوژلو فتوې په داسې بيرحمۍ صادروې چه دخدای دکور (مسجد) لحاظ هم نه کوې او چه دخپل شوم هدف لپاره ترهرڅه ځان زورور ګڼې نو دقران به څه لحاظ وکړې ؟

روکيه !
ته که دکومې جاسوسي شبکې غړې ونه اوسې نوهيڅکله به دومره جرأت ونه کړې چه ستاپه اصطلاح کفري هيوادونوکی يوه شپه هم سباکړې :wink:

ته به څوکاله ژوندې يې چه دين اوناموس وساتې ؟
ددين اومقدساتو ساتل خودالله (ج) کاردې ٠ ته ووايه چه کوم مومن ته دې ګټه رسېدلې ؟
فرض کړه ستاپه اصطلاح کفري هيوادونه له افغانستانه ووتل اوخپلې ټولې مرستې يې په افغانانو بندې کړې ، ته به دومره غيرت اوانسانيت ولرې چه وږې تږې او بيمار ملت وپالې ؟
همدغسې موقع درته دپنځو کالو لپاره مساعده شوې وه ، څه مووکړل ؟
پرته له دې چه اسلام ، عرب اوپښتانه د وحشيانو ، قاتلانو او ظالمانو په توګه نړۍ ته معرفي کړۍ اودنړېوالو کرکه او بيرحمي راوپاروۍ لکه څنګه چه اوس کيږي نور کوم دستاينې ثبوت نه لرۍ ٠ داخو ستاسو برکت وو چه افغانستان ته پردي عسکر راغلل اودا ستاسو برکت وو چه په زرګونو بګناه پښتانه قتل اوبمبارد شول او داستاسو برکت دې چه نن د مقدسو ځايونو اوقران کريم بيحرمتي او بيعزتي کيږي ٠ داخوتاسو غوندې په تروريزم ميين فدايان وو چه امريکايي عسکرو ته مو دښواوبدو د ګډولو جوازورکړ اوداسې نور ٠

روکيه !

ملت پالنه هيڅکله په زور ظلم وحشت جهالت اومطلقيت نه کيږي بلکه ملي اوسياسي پوهه او تجربه غواړي کومه چه ستاسو ډلې نه درلوده ٠

سوال می دادې چه تاسوچه دومره دمسلمانې چغې وهۍ اودا دعوه هم کوۍ چه ترټولو صحيح اواصلي مسلمانان ياست نوولې دومره بيرحمه او مطلق ياست چه حتی دخپلو جوماتو نو لحاظ هم نه کوۍ ؟ تاسو ته چه دخپل هدف په مقابل کی مسجد اودخدای کور دومره بې ارزښته وي چه دقتل وينې تويولو اوړنګوولو پکی پروا نه ساتۍ نو دقران بېحرمتي به څه معنی درته ولري ؟
تاسو په فکري لحاظ دومره ضعيفه ډله ياست چه زور مو يوازې په پښتنو رسي مګر دبل په مقابل کی بيا لکه ګيدړان په غاروننوزۍ ٠
که ستاسو په ملا عمر کې دومره عقل وای نو خپل ملت به يې د يوه عربي لپاره داسې نه کاوه ٠ وقتی چه ستاپه رهبر کی دومره عقل نه وي نو له تا څه ګيله !



څاروان
06.06.2005

6-5-2005
بي نومه ميلمه له سلام څخه ورسته.
بي نومه ستا د ټولو خبرو ځواب د څاروان په ليكنو كې سته خو به هر حال څاروان به يوځل بيا ستا د پوهولو لپاره يوڅو توري درته وليكې.
[color=darkred:c9d49c0e1b]خائن څوك دي؟ [/color:c9d49c0e1b]زما په تيره ليكنه كې ځواب شته.هلته ئې وه ګوره.
[color=brown:c9d49c0e1b]د مسجد د پيښي[/color:c9d49c0e1b] په اړوند ما خپل نظر په همدي موضوع كې په ۲ جون باندي ليكلي نو د بيا تكرار ضرورت ئې نشته.
په مسجد كې د بم الوزلو كار افغاني مجاهدينو نه دي تر سره كړي، ځكه د مجاهدينو په نمايندګې د طالبانو رسمي وياند دغه پيښه غندلي خو [color=white:c9d49c0e1b]څاروان د قوم د غدارانو لخوا بيا هم ددي پيښي پړه په مجاهدينو وراچول د هغوي مجبوري ګڼي.[/color:c9d49c0e1b]
بې نومه وروره ! د اندلس تاريخ لږ وه ګوره بيا به د دښمن په ډيرو خبرو پوه شي او په دي به دي هم سر خلاص سي چه د قندهار د پيښي په شان د پيښو تر شا د چا لاس وي؟ او د څه هدف لپاره تر سره كيږي؟ زه ډير افسوس كوم چه مونږ مسلمان ځلمي له خپل تاريخ څخه ډير ناخبره دي.
كه د تاريخ كتابونه لوستل درته سخت كار ښكاري نو كولي شي چه د بعض ناولونو څخه هم استفاده وكړي لكه شاهين، د تروږمي مسافر، اور او كليسا،او....
[color=darkred:c9d49c0e1b]بې نومه ليكې:[/color:c9d49c0e1b]
[quote:c9d49c0e1b][[ته که دکومې جاسوسي شبکې غړې ونه اوسې… ]][/quote:c9d49c0e1b]
ګرانه [color=indigo:c9d49c0e1b]څاروان [/color:c9d49c0e1b]د الله شكر ادا كوي چه اوس هم [color=indigo:c9d49c0e1b]د خپلو پښتنو په منځ كې اوسيږي[/color:c9d49c0e1b] او ستاسي په شان د قوم سودا ئې د چا سره نه ده كړي. او ستاسي په شان [color=indigo:c9d49c0e1b]په سنه كې ئې د ازادي ولولي نه دي سړي شوي [/color:c9d49c0e1b]او د خپل قوم په سنو كې هم د ازادي ولولي ژوند ويني كه دوي له كوم افق نه د اميد يوه وړانګه هم ځليدونكې وليده نو دوي به بيا راپورته شي.
بې نومه ميله ياد لره چه [color=indigo:c9d49c0e1b]د څاروان په رګونو كې دومره وينه شته چه د افغان قوم د ازادي ډيو د بلي ساتلو لپاره ئې نذرانه كړي [/color:c9d49c0e1b].
ستاسي له ليكنې راته داسي بريښي چه ډير نا اميده شوي ياست او اوس فقط [color=white:c9d49c0e1b]صليبيان خپله تكيه ګڼي [/color:c9d49c0e1b]او خپل ټول اميدونه په همدوي پسي تړي خو په دي هم ځان وه پوهوه چه [color=blue:c9d49c0e1b]د اميدونو د سهار رڼا يوازي د هغو قافلو برخه ده چې د مايوسي په تيارو كې د عزم او ارادي ډيوي بلوي. [/color:c9d49c0e1b]وروره په څاروان داسي حالات راغلي چه خپل اواز هم ورته ناشنا ښكاره شوي خو بيا هم د الله پاك له رحمت او كرم څخه نا اميده شوي نه دي. او د افغانستان په اوسني حالاتو كې هم د الله درحمت څخه نه نا اميده كيږي. او [color=indigo:c9d49c0e1b]كه تاسي دافكر كوي چه د صليبيانو په خلاف د څاروان چغي بې نتيجي دي[/color:c9d49c0e1b] [color=white:c9d49c0e1b]خو ياد لري چه دشپي په چوپتيا كې د يو پيردار چغه هم ټول كلي راويښه ولي ښي.[/color:c9d49c0e1b]
[color=darkred:c9d49c0e1b]بې نومه ليكې:[/color:c9d49c0e1b]
[quote:c9d49c0e1b][[ته به څوکاله ژوندې يې چه دين اوناموس وساتې ؟]][/quote:c9d49c0e1b]
د څاروان عقيده خو داده چه مرګ او ژوند د الله په لاس كې دي، انسان د خپل مرګ نيټي په اړه څه معلومات نلري خو نه پوهيږم چه ستاسي عقيده به څه وي؟
به هر حال بې نومه له ياده مه باسه چه څاروان دا عزم لري چه تر ورستي سلګي پوري به د خپل دين، ناموس او وطن څخه دفاع كوي ځكه د زرو قيمت زرګر ته معلوم وي او د دين، ناموس، او وطن قيمت څاروان ته معلوم دي.[color=darkblue:c9d49c0e1b]د يوه مسلمان لپاره د آزادي تر ژوند لوي انعام د شهادت مرګ دي[/color:c9d49c0e1b]
په اخر كې ښه په خلاصو غوږونو دا خبر واوره چه [color=white:c9d49c0e1b]څاروان په ټول افغان كې د طالبانو نماينده نه دي، او نه ئې د طالبانو سره كار كړي او نه اوس ورسره دي [/color:c9d49c0e1b][color=indigo:c9d49c0e1b]خو په ګران هيواد افغانستان باندي د صليبيانو يرغل او د هيواد والو سره وحشي كړو ديته مجبوره كړي يم چه ددغه وحشيانو وحشي څيري څخه د نقاب په لري كولو كې ونډه واخلم.[/color:c9d49c0e1b]
هيواد ته صليبيان چا رواستل؟ او څه اسباب وه چه دوي راغلل؟ او د قوم كومه ډله غداران وه؟ د صليبيانو راتګ چا په اتڼو استقبال كړو؟ تر اوسه د صليبيانو ډول ته څوك اتڼ كوي؟ دا هغه ټولي پوښتني دي چه مونږ او تاسي پكې هيڅ كومي پولي ته نه شو رسيدلي. او نه دغه بحثونه اوس كومه فايده لري. زما په نظر چه اوس كومي خبري څيړلو ته اړتيا ده هغه دا چه د هيواد څخه صليبيان څنګه وباسو؟ په هيواد كې د صليبيانو لخوا د افغان قوم د ازادي مړه شوي ډيوه بيا څنګه بله كړو؟ له خپلو پښو څخه د غلامي زولنې څنګه ايسته كړو؟

د هيواد د ښمنانو او د قوم د غدارانو د تباهي په هيله

يوسف څاروان


م ن غروال
07.06.2005

ښاغلۍ څاروان ورور سلامونه ومنئ!
کله چې تاسو ته ننۍ افغاني حکومت ګوډاګۍ وي او د هغه پلويان هم لاسپوڅي، نو تاسو په ښکاره ويلي دي چې د هغوئ ترور رواه دي٠ اوس چې تروريستانو دا ناوړه او بېشرمانه جرم ترسره کړۍ دي هغه بايد تائيد کړئ اما دومره بايد وواياست چې ښه به واي که د جومات يې خاطر يې کړۍ واي٠ دا به هم تاسو ته د غندلو ځکه نه وي چې په مستعمره هېواد کي جومات؟ او دهغه مولوي؟ ستاسو د فکر او منطق او استدلال پر بنسټ جومات هم بايد ړنګ شي او امام يې هم ترور! او که پکي څوک ترور کيږي نو هغه خو هسې هم تاسو ته جومات ندي که څنګه؟
او ګورئ خو چې خلک څه غواړي او مزاجونه هم څومره نازکه دي او سوله او امن څومره افغانستان ته فرضيت لري٠ د خلکو ځواب به نه وي درسره!
غوره لار، غورې خبرې او غوره هېواد!!! دا به تاسو ته فکر کوم ډيره ښه وي٠
په درناوې


Anonymous
07.06.2005

((به هر حال { بې نومه} له ياده مه باسه چه څاروان دا عزم لري چه تر ورستي سلګي پوري به د خپل دين، ناموس او وطن څخه دفاع كوي ځكه د زرو قيمت زرګر ته معلوم وي او د دين، ناموس، او وطن قيمت څاروان ته معلوم دي.))

ومی منله څارباڼډ صېب چه په انګريزي پښتونخواکی بس يو مجاهد دې اوهغه سربانډ صېب دې ، نوموړی ليکي:

((د يوه مسلمان لپاره د{ آزادي تر ژوند} لوي انعام د شهادت مرګ دي )) :shock:

وخلکوڅوک نشته چه د شهادت {ډزنامه} ورکۍ ؟ که په خبره يې نه پوهيږۍ :?



څاروان
08.06.2005

۸-۶-۲۰۰۵

[color=white:f5f5252714]بې نومه نابللۍ ميلمه[/color:f5f5252714] ورسته له سلامه څخه.

[color=darkred:f5f5252714]وروره كه زما تيري ليكنې ستا د غفلت په خوب ويده ضمير راويښ نه شو كړي نو څاروان د هديري د مړي قبر ټكولو ته نوره اړتيا نه ويني.[/color:f5f5252714]

يوسف څاروان



څاروان
08.06.2005

۸-۶-۲۰۰۵
[color=white:c9688d2762]شاكر الله صيب [/color:c9688d2762]لومړي مي سلامونه ومنه.
وروره ستا په څير يو څو نورو هم ماته دغه نوم رابخښلي دي خو د څاروان جواب هغه وخت هم دا وه او اوس هم دا دي:
[color=darkred:c9688d2762]كه د مسلمانانو له خاروي څخه د كفري مستعمرينو او يا عهد ماتونكو كفارو ترور –شړل او ايستل - ، د مسلمانانو د ناموس څخه دفاع، د خپل وطن وطنوالو څخه دفاع كول د تروريستانو كار وي نو څاروان هم د همدوي په لست كې ونيسي.[/color:c9688d2762] څاروان د خپل هيواد څخه د كفري مستعمرينو په ترور_ شړل او ايستل – كې د ځان او وطنوالو عزت ګوري . كه څوك د كفري مستعمرينو د غلامي پړي په غاړه كې په ګرځولو د خپل ځان عزت ګوري هغه د هغه خپله پريكړه او نظر دي. خو څاروان دغسي ژوند ته د بي عزتي او ذلت ژوند په نظر ګوري.

د هيواد د دښمنانو او د قوم د غدارانو دتباهي په هيله
يوسف څاروان



څاروان
08.06.2005

۸-۶-۲۰۰۵

غروال صيب سلامونو ته دي وعليكم السلام وايم او زما لخوا هم په پنډو پنډو قبول كړه.
غروال صيب ليكنه دي د مسجد د پيښي څخه څرښيدلي او پردي عقيده لري چه څاروان به دغه پيښه تايد كړي وي. خو خبره داد چه [color=darkred:7ccf29d326]تاسي د ټول افغان د بحث فورمونو ته يوڅه ناوخته سر راښكاره كړي او هغه ليكنه دي په سترګو شوي نه ده چه پكې څاروان د مسجد د پيښي په اړوند خپل نظر ليكلي. [/color:7ccf29d326]
به هر حال اوس به د بې طرفه اجنبي ميلمه لخوا په همدي فورم كې دغه خبر ستاسي په مخ كې كيږدم چه د خاكريزوال د ورور د خولي خبره پكې ذكر شوي نور تاسي پوه شي او قضاوت مو.
[quote:7ccf29d326][[( 07.06.2005 Agence France Press (AFP
تر جمه :
د خاکريزوال ورور ددوشنبي په ورڅ په قندهار کي ژورنالستانو ته وويلې ، چې دهغه ورور دکابل د پوليسو قومندان ددطالبانو او القاعدي له خوا ندي وژل شوي لکه چي خلک وايې ٠ بلکې په جومات کې د قاليني لاندي بم (بمب ) ايښودل شوی وو او دهغه دانفجارپه واسطه هغه ټول نفر شهيدان شول او دا ترور دحکومت د پلويانو له خوا څخه شويد ي نه دطالب او القايدي له خوا څخه ٠
بيطرفه اجنبي ميلمه]][/quote:7ccf29d326]

----------------------
څاروان



څاروان
08.06.2005

۸-۶-۲۰۰۵

[color=white:88a7af496a]هغه بې نومه ميلمه ته سلامونه چه داسي ئې ليكلي:[/color:88a7af496a]
[quote:88a7af496a][[ومی منله څارباڼډ صېب چه په انګريزي پښتونخواکی بس يو مجاهد دې اوهغه سربانډ صېب دې خو داسر دی لږ د کپيوټرله شا څخه رڅرګند که مړه نه ښکارې چه مجاهد يې که مجاهده ، ځه توکل وکه څوک نشته]][/quote:88a7af496a]
ميلمه صيب له ليكنې مو د كورني تربي كچه معلوميږي. فكر كوم په كورني كې مو مخاطب ته كوږ نوم اخيستل كومه اخلاقي ګناه نه ګڼل كيږي، ځكه مو د خپل عادت مطابق د څاروان نوم هم كوږ ليكې.
علمي سويه مو له دي معلوميږي چه ليكنه خو پريده چه د ليكوال د نوم څخه هم د هغه د جنس په معلومولو كې ځان درته ناكام ښكاري.
[color=blue:88a7af496a]نو كه د كوم كس اخلاقي او علمي سويه په دي درجه وي ، نو څاروان به ئې د بلي ليكنې د جواب په وجه خپل ګوتو ته كوم تكليف ورنه كړي.[/color:88a7af496a]

د ګران هيواد افغانستان د دښمنانو او د قوم د غدارانو د تباهي په هيله
يوسف څاروان



څاروان
08.06.2005

۸-۶-۲۰۰۵

[color=white:3b50a8e3b8]بې طرفه اجنبي ميلمه [/color:3b50a8e3b8]
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وروره ستاسي ليكنه پرځاي ګڼم او مننه درڅخه كوم خو دلته زه ډير داسي ليكوالان ګورم چه د ځان په غولولو روږديدي او د نورو د غولولو ناكامي هڅي كوي.
دغه ښاغلي د صليبيانو بعض غوړو شعارونو باندي د افغانانو مصروف ساتلو هڅي كوي خو د الله رحم دي چه په اولس كې ډير داسي خلك شته چه هغوي پوهيږي چه [color=darkred:3b50a8e3b8]دغه غوړ شعارونه د هغه بلا د څيري ښكلي پرده ده چه ويني زبيښونكې لاس ئې د افغان قوم تر شاه رګونو پوري رسيدلي دي.[/color:3b50a8e3b8] اوس كه دغه وروڼه دا ګڼي چه د پسونو په څير به د ليوانو سره په څنګ كې هوسا ژوند وكړي نو د ددوي سره بيا د څاروان د خبرو هيڅ اړتيا نشته خو كه دوي دقندهار، باګرام ، ګونتانامو او ابو غريب جيلونو كې د مسلمانانو سره د صليبيانو له وحشي كړو څخه كوم درس اخيستلي شي او بيا هم د صليبيانو څخه دفاع پر ځان فرض عين ګڼي [color=white:3b50a8e3b8]نو زه دغه ښاغلو ته په وار وار وايم چه تاسو د هغه دوزخ دروازي ټكوي چه د بي لاري او ذلت وروستي پړاو دي.[/color:3b50a8e3b8] زما سره يواځي دا انديښنه نه ده چه دغه ښاغلي به د هغه دوزخ په اور كې خوړين شي بلكي زه وينم چه د افغان قوم راتلونكې نسلونه به هم تر كلونه د دي دوزخ خاشاك وي.
الله پاك دي مونږ ته همت راكړي چه هيواد له صليبي مستعمرينو څخه ازاد كړو.آمين.

د هيواد د ښمنانو او د قوم د غدارانو د تباهي په هيله

يوسف څاروان


نقاد
08.06.2005

ښاغلي څاروان ورور ته سلام او درناوی!
ايا ستاسو دغه جمله چې
[quote:3c67bfcdd2]كه د مسلمانانو له خاروي څخه د كفري مستعمرينو او يا عهد ماتونكو كفارو ترور –شړل او ايستل - ، د مسلمانانو د ناموس څخه دفاع، د خپل وطن وطنوالو څخه دفاع كول د تروريستانو كار وي نو څاروان هم د همدوي په لست كې ونيسي[/quote:3c67bfcdd2] ، په لنډ ډول داسې تش تکرار نه دی چې :
[color=brown:3c67bfcdd2]که .... ترور ...د ترورستانو کار وي نو څاروان هم د همدوی په لست کې ونيسئ . [/color:3c67bfcdd2]
دا جمله تاسو د ځان له پاره نه منئ، خو که دهمدې اصلي جملې سره هغه فرعي شرطونه او هغه دغه لکه صفتونه او قيدونه ور زيات کړو چې تاسې تل د ترور دماهيت د بدلولو له پاره په کې ورزيات کړي ، وبه ګورو چې ستاسې اصلي جمله ترې جوړيږي که نه :
١ ـ هر ترور نه ، ځکه ترور عام ناوړه دی، بلکې د کفارو ترور
٢ـ د هر کافر ترور هم نه ، ځکه په سعودي او نورو هيوادونو کې هم بهرني کفار شته، بلکې د کفري مستعمرينو ترور .
٣ـ د هر ډول مستعمرينو ترور هم نه ، ځکه د القاعدې، عبربی يا پاکستاني استعمار اسلامي او د ﻻس وروړلو نه دی، بلکې يواځې د کفري مستعمرينو ترور
٤ـ مقصد ددوی ترور هم نه دی، بلکې له خاورې څخه ددوی ويستل او شړل یعنې جهاد دی .
ه ـ خو داچې د جهاد اعلامول زما صلاحيت نه دی او زه يواځې د ترور اعلام اوامر کولی شم ، مجبورأ د جهادپه پورتني تعريف باندې د ترور نوم ږدم ، جهاد پر ترور اړوم او بيا اعلام کوم چې:
[quote:3c67bfcdd2]كه د مسلمانانو له خاروي څخه د كفري مستعمرينو او يا عهد ماتونكو كفارو ترور –شړل او ايستل - ، د مسلمانانو د ناموس څخه دفاع، د خپل وطن وطنوالو څخه دفاع كول د تروريستانو كار وي نو څاروان هم د همدوي په لست كې ونيسي[/quote:3c67bfcdd2] يعنې :

که تاسو هم زما په شان جهاد ته ترور واياسات ، نو ددغسې ترور د ترورستانو په لست کې ما څاروان هم ونيسئ.
خو وروره نه مونږ او نه له تا پر ته بل څوک جهاد ته ترور وايي . که جهاد اعلامولی شې نو اعلام يې که ، او که جهاد نشې اعلامولی نو قرار کښينه او ترور ته مسلمانان مه راغواړه، او که جهاد اعلامولی شې نو بيا لطفأ اسلامي جهاد ته د ترور ناوړه او جنايي نوم مه ورکوه ، مجاهدينو ته ترورستان مه وايه او هغه عمل ته هم ترور مه وايه چې مجاهدين به دشپې د خلقيانو پرچميانو په کورونو اووختل او په خپل کور کې به يې وژل . د عراق او فلسطين پوځي ډوله اورپکي هم څوک ترورستان نشي بللی ، خو نه د ١١ د سپتمبر بريد جهاد و او نه تر غه راهيسې د القاعدې او طالبانو بريدونه په افغانستان کې جهاد بلل کيدای شي! د اسلامي جهاد شرايط درته محترم حليمي صيب ښه په ډاګه کړي دي . او که
د ملي خلواکۍ غم وړی يې نو د پاکستان پر ضد غږ پورته کړه چې ددې له پاره هم
د امريکايانو پلوی کوي او هم د آزاد قبايلو په سيمې کې يې په زرګونو پنجابي سرتيري درته ځای پر ځای کړي دي .
په مينه او درنښت .


Anonymous
09.06.2005

وروره مونږ ته دي خداي هدايت وکړې، اتفاق او يووالې دي راکړې چې د هيواد دغميزي دحل اودخپل کلتور ، ژبې ، دين دساتلو له پاره ګډه لاره پيدا کړو او په خپله لاره ټول لاړشو٠ داناند رۍ تهمتونه په پټو سترګو کنځلې رسوايې زما په اند دکلاسيک پښتون کلچر ندي ٠ که نوي ور شۍ له مشرانو څخه پښتنه وکړی

په درناوې زه هم يو ميلمه .


kamonisatn

Anonymous
26.06.2005

[quote:8caca1e7bd="A"][quote:8caca1e7bd]حليمي صيب زه خلقی يم ! مونږ څه وليکو وطن خو مونږ خرڅ کړ٠
دا ټولې بدبختۍ زمونږ د کار نتيجه ده٠ [/quote:8caca1e7bd]
وروره ګمان نه کيږي چې خلقيان دومره شهامت لري چې د خپل زيارکښ او غيور اولس په وړاندې دغسې اعتراف وکړي لکه ته چې يې وايې! ته خلقي نه يې ځکه دغسې اعتراف د هغوی په نامه کوې او په دې چال هغوی وطن پلورونکي ښودل غواړې، که دا حقيقت هم وي، پر دغسې چال او تزوير د حقيقت ارزښت را ټيټوي او د ګټې پر څای زيان رامنځته کوي . ميلمه ، که يو خلقي په خپلو کړو دومره پښيمانه وي لکه ته ، نو بيا هغه نور خلقي نه دی او
١ــــ نه وايي چې :
[quote:8caca1e7bd]زه خلقی يم ! [/quote:8caca1e7bd]، بلکې وايي : [color=blue:8caca1e7bd]زه خلقي وم [/color:8caca1e7bd]
٢ــــ نه وايي چې : [quote:8caca1e7bd]وطن خو مونږ خرڅ کړ٠ [/quote:8caca1e7bd]، بلکې وايي : [color=cyan:8caca1e7bd]سياسي مشرتابه ، د ګوند او دولت مشر ، د انفلاقي شورا رئيس ، د ګوند سيا سي داوتر او د مرکزي کېټې غولو مو وطن خرڅ کړ. ځکه
دديکتاتورۍ په دغسې نوي توګمن ګوند (حزب طراز نوين ديکتاتوري) کې همدوی او نه تر دوی راښکته مقاماتو د سياسي سوداګرۍ واک او مسوليت درلود اود ټولو سياسي او پوځي حرکتونو او جنايتونو امر اوپريکړې دوی صادرولې نو مسوليت يې هم ددوی انحصار دی ، پړه يې د همدوی پر اوږو بار ده او بس .
٣ـــ د خلق پخوانۍ مشرتابه په چپ او خاموش پاتې کيدلو سره لومړی د دغه ګوند د له پخوانو غړو سره ظلم او خيانت کوي او دوهم د خپل مدعي افغان اولس په وړاندې خيانت ته دوام ورکوي چې پر خپلو جناياتو باندې اعتراف نه کوي او د مظلوم اولس حق ته تن نه ږدي . دوی غواړي دد دغو پخوانو غړو پر مريو اوس هم پښې کيږدي اود سياسي تجارت له پاره يې فعال کړي، تنظيم يې کړي او د يوې
ډلې په توګه يې بيا استعمال کړي، په دې توره وسيله ځان سپين کړي چې د خپلې مشرۍ له پاره يو تور لښکر ګوټی سره بيا برابر کړي ، څو که نوره داسې ګډوډي او چانس پيدا نکړي چې مخ ته پرې ﻻړ شي نو لږ تر لږه لکه دبي شعوره
امر منونکو پر شا سپاره خو به پرې ځانونه د پخوانيو بادارانو په بڼه تير کړي . [/color:8caca1e7bd][/quote:8caca1e7bd]
ګرانواوخدای بښلووروڼو، سلامونه
مادفورم عنوان ولوسته نو فکر مې وکړو چې دلته به ورشم چې ېوڅومنطقي خبرې به وارم خودا مې هېر ؤ چې موږافغانان خدای پېداکولونونومنطق ختم شوی ؤ٠افغانانوکه منطق لر لای نوخپل وطن به ېې د پېسو په خاطر نه وان کړی دانونه خلقي پرې سرفه وکړه نه داسلام ټيکه داران مجاهدينو٠


Ghairat
19.08.2005

[quote:e1924b49da]د يو ملا د پاره اسلام، هم د افغانستان نه، هم د پښتو او پښتونوالی نه ډير ارزښت لری،[/quote:e1924b49da]
کوشانه وروره د هر مسلمان له پاره بايدهم اسلام له پښتو ښتونولي خو څه کوې چې له افغانستان څخه هم بايد ډير ارزښت ولري ! داچې نږدې ټول افغانان شکر مسلمانان دي، نو طبيعي ده چې په هر اففغاني [quote:e1924b49da]حکومت کی به اسلام او مسلمانانو ته هر ډول خدمت کيږی [/quote:e1924b49da]خو دا چې د ملا يانو په واکمنۍ کې
[quote:e1924b49da] د پښتو او د پښتون قصه مفته ده.[/quote:e1924b49da]، دا د ملايانو بيسوادي او له ملي کلتور څخه لرې پاتېوالی دی، هغه څه چې له اسلام وروسته دوهمه، دريمه ، څلورمه او نورې درجې اهميت لري ملايان پر هغوی نه پو هيږي او نه يې ارزښت پيژني او له همدې کبله بايد ملا طالب او چړي که په سياسي قدرت کې ونډه هم ولري بايد په راس او د خلکو په ژوند کې ډيره ټاکونکې څوکۍ نه وي ، دوی بايد په عدليه چارو او ديني برخو او مسجدونو کې په دنده بوخت وي او خدمت وکړي !


pattang
21.08.2005

کوشان ? شکمن يمه ، لږ څه ځان نور هم د پښتنولي په باب يا هغسي اويا دغسي را معرفي کړه چې يا يار شي او يا بيزار٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


Ghairat
21.08.2005

کوشان ته سلام !
وروره دا سمه ده چې پښتونولي د پښتنو خپله ده، خوکسبي ده او هر ماشوم يې له مور پلار کورنۍ اونور اجتماعي چاپيريال څخه زده کوي او خپلوي . نن سبا په ټولو بر خو کې تر پښونولۍ اسلام زيات مسلط دی او دهغو برخو شمير ډير کم شوی او کميږي چې په هغې ې د سوچه پښتونولۍ د ود او دستور چليږي . په دسې حالکې چې د پښتونولۍ ډيراآصول او ښيګڼې په اسلام کې مدغمې شوي ، اسلام
هم دافغانانو په وينو او رګونو کې ځای نيولی دی او له پښتونولۍ نه زيات پر اسلام سر ورکوي . دا ولې؟ دا ځکه چې اسلام تر پښتونولۍ جامع او پراخه بهتر او لوړتر دی او د هر راز يا ډيرو ستونځو د حل ﻻر ورسره شته خو په پښتونولۍ کې ډيرکم شمير ستونځې حليدایشي او نور د پرمختګ د ﻻرې خنډ کرځې ! اسلام هم
د سختدريځو له ﻻسه پراختيا لهﻻسه رکړې او تنګ نظرانه رنګ يې اخيستی دی ، خو له قومي دوديزو سيستمونو لکه پښتونولۍ څخه زر وار ه زياته پراختيا او وړتيا لري . هغه مدني طريقې او اصول چې د اسلام له اساساتو سره تضاد نه لري لکه ولسواکي ، بشري حقونه د آزادۍ سولې او پرمختګ غوښتنې ، د پښتونولۍ ځينې غوره دودونه داسلام د پراختيا او پياوړيا سبب ګرځي که چيرې يې اسلام په خپل ځان کې راونغاړي لکه څنګه چې د پښتونولۍ او سپېڅلي اسلام ډير جزيات سره يو شی دي. . والسلام!


Ghairat
22.08.2005

[quote:948f8153b7="کوشان"]
د پښتونوالۍ او اسلام تر منځ يو ډير لوی تفاوت شته او هغه دا دی چه سړی کولی شی چه په پښتونوالی کی تغيرات راولی او د وخت سره يی برابر کړی، ولی اسلام تغيرات او پرمختګ نمنی او نه څوګ جرعت کولی شی چه د وخت سره ېی برابر کړی ، نو دا خو د یوی ټولنی د پرمختګ د پاره يو لوی خنډ ګرځيدلی شی.. مونږه نشو کولی چه خپله ټولنه په هغه قوانينو اداره کړو چه څوارلس پيړی د مخه منځ ته راغلی دی. [/quote:948f8153b7]
کوشان صيب پښتونولي تر اسلام زړه ده او تر هغه ﻻ منجمد اوسپنيز دود دی ، ځينې برخې يې ور کيږي خو تغير او بدلون نه مني . نو هغه څه چې ترې ﻻپاتې دي په هماغه پخواني لومړني شکل دي ، خو ډير څه يې له منځه تللي او لږ څه يې اوس هم ژوندي پاتې دي، د ژوند علت يې دادی چې پښتنو پخپله ډير لږ پرمختګ کړی دی او ډير پښتانه ﻻ هماغو پخوانو ته په ورته وروسته پاتو شرايطو کې ژوندکوي ، چې پښتو نولي په کې ژوندۍ وه .
اديان له قومي کړۍڅخه وځي او ډير قومونه سره متحد کوي او پراخه ټولنه جوړوي . ستا افغانستان هم ددولت په توګه د سپيڅلي اسلام د تسنن د څانګې پر بنسټ جوړ شوی و، چې ګڼ شمير قومونه لکه پښتون تاجک ، ازبک ، ترکمن بلوڅ او نور ټول سنيان يې سره پر يو محور ټول کړل . فيوډالي ټولنه له مذهب پرته نه رامنځته کيږي او نه جوړيږې . ځکه خو ددغې ټولنې اجتماعي شعور او د هغه شکل د وروسته پاتو قومي او قبيلوي ټولنو له اجتماعي شعور له شکل او محتوا څخه لوړ او جامع دی .

د افغانستان په اسلامی ټولنه کی، عراب چه په اصل کی د افغانستان ندی ډير حقوق لری نسبت هغه هندوانو ته چه ځان افغان بولی او تر شلو پيړيو زيات په افغانستان کی ژوند کوی. دا ولی؟[/quote]


Ghairat
22.08.2005

[quote:44b5e30766="کوشان"]
د پښتونوالۍ او اسلام تر منځ يو ډير لوی تفاوت شته او هغه دا دی چه سړی کولی شی چه په پښتونوالی کی تغيرات راولی او د وخت سره يی برابر کړی، ولی اسلام تغيرات او پرمختګ نمنی او نه څوګ جرعت کولی شی چه د وخت سره ېی برابر کړی ، نو دا خو د یوی ټولنی د پرمختګ د پاره يو لوی خنډ ګرځيدلی شی.. مونږه نشو کولی چه خپله ټولنه په هغه قوانينو اداره کړو چه څوارلس پيړی د مخه منځ ته راغلی دی. [/quote:44b5e30766]
کوشان صيب پښتونولي تر اسلام زړه ده او تر هغه ﻻ منجمد اوسپنيز دود دی ، ځينې برخې يې ور کيږي خو تغير او بدلون نه مني . نو هغه څه چې ترې ﻻپاتې دي په هماغه پخواني لومړني شکل دي ، خو ډير څه يې له منځه تللي او لږ څه يې اوس هم ژوندي پاتې دي، د ژوند علت يې دادی چې پښتنو پخپله ډير لږ پرمختګ کړی دی او ډير پښتانه ﻻ هماغو پخوانو ته په ورته وروسته پاتو شرايطو کې ژوندکوي ، چې پښتو نولي په کې ژوندۍ وه .
اديان له قومي کړۍڅخه وځي او ډير قومونه سره متحد کوي او پراخه ټولنه جوړوي . ستا افغانستان هم ددولت په توګه د سپيڅلي اسلام د تسنن د څانګې پر بنسټ جوړ شوی و، چې ګڼ شمير قومونه لکه پښتون تاجک ، ازبک ، ترکمن بلوڅ او نور ټول سنيان يې د سيستانيانو په شمول سره پر يو محور ټول کړل . فيوډالي ټولنه له مذهب پرته نه رامنځته کيږي او نه جوړيږې . ځکه خو ددغې ټولنې اجتماعي شعور او د هغه شکل د وروسته پاتو قومي او قبيلوي ټولنو له اجتماعي شعور له شکل او محتوا څخه لوړ او جامع دی .
کوشانه وروره که چير ې :
[quote:44b5e30766]د افغانستان په اسلامی ټولنه کی، عراب چه په اصل کی د افغانستان ندی ډير حقوق لری نسبت هغه هندوانو ته چه ځان افغان بولی او تر شلو پيړيو زيات په افغانستان کی ژوند کوی[/quote:44b5e30766].
نو پخپله پرې تاييدوې چې د اسلام او اسلامي شعور درجه لوړه ده که نه نو د يو عرب به ولې او څنګه له پښتون څخه او له افغانې هندو څخه ډير درناوی کيده ؟ سر بيره پر دې افغاني عربان بشپړ افغانان دي د ژبي او کلتور له مخې د پښتنو او تاجکو سره کټ مټ يو شی دي او عربي ژبه او کلتور نه لري! يواځې په خټه عربيت يې ، که سيدان وي، نو هغوی صرف د ان حضرت محمد (ص) د اوﻻدې په توګه په افغانانو ګران او دقدر وړ دي .
په اجتماعي لحاظ دغو عقيدوي مشرانو تل د پښتنو قومي اختلافات حل کړي منځګړ توب يې کړی او سوله يې رامنځته کړې ده او دخير رول يې لوبولی دی . نو له کبله هم د احترام وړ ګرځيدلي دي . دپښتون سيد جمال الدين افغاني نوم خو زمونږ پښتنو لپاره د يوبي ساري وياړ سبب ګرځيدلی دی.
سره ددې ټولو ښو اړخونو اديان نشي کولی په مابعد فيوډالي ټولنې کې ټاکونکی رول ولوبوي او د پانګوالۍ پر مخ همغسېﻻره پرانيزي لکه څنګه چې يې د ماقبل فيوډالي ټولنو څخه د فيوډالي ټولنې په لوري مخه خلاصه کړې وه او بيا يي د فيوډاليزم په نړيواله پراختيا کې بي ساری رول ولوباو ه! اديان برعکس دسرمايدارۍ په مخ کې دخنډ او ځنډ سبب ګرځي او بالاخره له سياسي اواجتماعي ماتې سره مخامخ کيږي .خو په اخلاقي روزنه کې تل يو ستر رول لوبولی شي او بايد يې هم و لوبوي !. په درنښت


په غره نښتې مچۍ

Anonymous
30.08.2005

اسلام عليکوم ٠

څوک راته ويلې شي چه دغه ---- پريد-مزديک --------- څرنګه پرچمې وو ؟
اودغه د لاهورۍ دروازې ----بابک ----- داعزيمه --- پاڼه څنګه وموندله ؟

سيتم لر او سيتمبر دلته ولی پروپاګنډ کوي ؟

برېتو


Anonymous
30.08.2005

بريتو ګله سلامونه٠
بابک خو بد سړۍ نه دۍ او نه يی کوم بد څه ليکلی٠
او يا هم شايد زما تر سترګو شوی نه وی٠
کۀ را په ګوته کړی ښه به وی٠
او که دی موخه دا وی چی ولی پاړسی ليکی،نو دا بيا بيله خبره او ستاناروغی ده٠خدايدی جوړ که٠تعصب ښه شۍ نه دی دزړه رنځ دراچوی اوبس٠
وسلام٠
ستاسي يو افغان


م ن غروال
30.08.2005

برېتو وروره سلام!
خير دې مه خپه کيږه دا پوښتنه به دې لږه غوندې زه ځواب کړم :
[color=red:ea1244367d]څوک راته ويلې شي چه دغه ---- پريد-مزديک --------- څرنګه پرچمې وو ؟ [/color:ea1244367d]
نه، دا پوښته دې ولې کړې ده؟ ولې ته يې نه پيژنې؟
ګوره برېتو وروره دا پرچمۍ د اسلام له دينه په ټوله مانا منکر دي٠ په خوله يې هم لا تر اوسه د اسلام له تائيده څه ندي راوتلي چې منافق ورته ووايو٠ خو درجه کې له منافقه نوره هم په کش کي ؤ!!!
خو : ملحد يې بللۍ شو يا مړتد٠ د روسانو لپاره د تشويق او هغوئ د يوه ستر ورور چغو کي ډير تکړه ؤ ، ليننيستي ايديالوژي به چې د ده له خولې راوته نو تابه ويل چې دنيا د علمونو له قلت سره مخامخ ده، او که نده نو بيا خو همدا علم او فلسفۀ د دنيا ده که نه، او چې څه به يې ويل نو غوره نطاق هم ؤ ، خو دده له نطاقۍ پرته له زهره او پرته له غلامۍ او هسې د بوسو نه جوړه شوې سوسياليستي، او پوچه اواومه ( خامه ) د ماترياليستۍ ماڼۍ (چې هغه خو اوس ګورې چې څرنګه دړې وړې شوه)، نور هيڅ هم نه ؤ٠
او برېتو وروره دده په اشاره ډير تنکي افغان وطنپال مسلمان خويندې او وروڼه له تېغه تير شوي دي٠
د ښاغلي بابک ځواب هلته لږ غوندې ما وليکلو که خوښه دې وه لږ يې وګوره٠
بس وروره خداي ج دې د دوئ له شره مونږه مسلمين تل پخپل امن کي وساتي٠
[color=blue:ea1244367d]ريښتيا[/color:ea1244367d] : يو ځل مې له چا واوريدل چې پريد بعضو وروڼو ميلمه کړۍ ؤ او که کوم واده ته تللۍ ؤ خو چا ځان ورته ملګرۍ ( [color=red:ea1244367d]پرچمۍ[/color:ea1244367d]) معرفي کړ، اړ پريمانه شراب يې پرې څښلي ؤ او وروسته له هغې ورڅخه د ده د جناياتو يو څو پوښتنې شوې وې، او بيا نو کيسه لږه اوږده ده خو څه به دې سر خوږوم داسي شانته وهل يې ورکړي ؤ او داسي يې دربولۍ ؤ چې خوارکۍ هسې په وينو يو لړلۍ صورت کږه خوله او مات هډوکي ورته پاتې ؤ٠
وايي :[color=red:ea1244367d] که ليدلۍ دې وای نو تا به ويل چې که د پېشو له خولې قرباني شوۍ موږک رالوېدلۍ دي[/color:ea1244367d] :lol:
[color=#444444:ea1244367d][/color:ea1244367d][color=#444444:ea1244367d][/color:ea1244367d]


Anonymous
01.09.2005

بريتو ګله سلامونه٠

وعليکم ګله
تاسومهرباني کړی دا لاندی جملې مو زماهرکلي ته نظرکړي ٠
______________________________________________________

بابک خو بد سړۍ نه دۍ او نه يی کوم بد څه ليکلی٠
____________________________________________________

ګله زه يی نوم سره اوس بلد شوم پيژانده خو لا لری خبره ده ٠
خو هغه دومره تکليف ګاللی چه مونږ ته يو وطنفروش سيتمې راوپيژني ٠ که د هغه پرځای يې د کوم يتيم حالت زار ليکلی وای کورودانې به مو ورته ويلی وای ٠
زمونږ هغه ځوان شهيدان کله هېريږي چه دافغان اوافغانستان په طرفدارۍ د خلق او پرچم له لاسه په روسي مردکو غلبېل شوي ٠
دوی هيڅ شرم او حيا نه لري په سپين سترګۍ دافغان اولس مخې ته دريږي او په خپلو جنايتونو پرده غوړوي ٠

دبابک صېب له خپلو ليکنو برېښي چه څه ويل غواړي ٠

__________________________________________________________
او يا هم شايد زما تر سترګو شوی نه وی٠
کۀ را په ګوته کړی ښه به وی٠
___________________________________________________________

دهغه خواشيني د هغه په خپلو ليکنو کی پيدا کولی شې ٠
___________________________________________________________

او که دی موخه دا وی چی ولی پاړسی ليکی،نو دا بيا بيله خبره او ستاناروغی ده٠
___________________________________________________________

که ته پخپله شمکور نه يې اوسواد ولرې نو زما داليکنه ده :

<<اودغه د لاهورۍ دروازې ----بابک ----- داعزيمه --- پاڼه څنګه وموندله ؟

سيتم لر او سيتمبر دلته ولی پروپاګنډ کوي ؟ >>

اوس ته راوښيه چه د فارسي په هکله کوم لغت شته ؟
___________________________________________________________
تعصب ښه شۍ نه دی دزړه رنځ دراچوی اوبس٠

____________________________________________________________

ګله دا هغه چاته ووايه چه د افغان او افغانستان له نومه يې بدراځي !!!
له دغه نومه يې بد نه راتلل ځکه روسانوته له هرڅه تېر شول ٠

ازاد نظر صېب چه هرچېرې وي ښاد او اباد داوسي د افغان اولس دوښمنانو ته يې مناسب ځوابونه ليکلي او که بابک ته د وطن دوښمنو غندلو غوسه وروستي وي نود ازاد نظر غوندې وطن پرست ته به څه اهميت ولري ٠

ازادنظرصېب خو بيا هم په چوکاټ کی ليکنه کړې خو زه يې ورته په خراسان کی .....
لاحول ولا

برېتو


Anonymous
01.09.2005

ميلمه ګله بابک صېب د خراسانيانوپه پلوۍ داسی ليکلي :

<<اما انسان سليم العقلی که سخنان بالا را در نوشته افغانستان که خراسان ديده ازخود پرسيده است :آيا عفت قلم ، احترام به شخصيت وکرامت انسان ورعايت ديگر انديشان درينجا مدنظر بوده است يا نه؟ >>

اوبابک صېب ور ته په دې تکيه کلام چه وايي ((ورعايت ديگر انديشان )) ، (خروسانو) د د په اصطلاح تحفظي ټوکرۍ لاندی کوي چه ګواکی دهګيو اچولو لپاره کوړت -کوړت نه کوي ٠ خېر ، مونږ به يې د بانګي ازان هم واورو :lol:

اوهغه بل رفيق ته يې ګوره چه له خولې يې ............. باديږي او دې د لوړ فرهنګ دعوې کوي اوليکي چه ((خرزاده )) ٠
تاسو او خدای مو ، مه زما لحاظ کوۍ او مه د هغوی خو حقيقت وواياست چه بې فرهنګه خرزاده ګان څوک دي !

_ هغه افغان چه د خپل وطن په دفاع کی شهيد شوې وي که دروسانو په راوستلواوطرفدارۍ کی وژل شوې وي ؟

ايا تاسو کله د خراسانيانو څخه اورېدلي چه روسانو ددوی فرهنګ لمنځه وړې او ددوی دښمنان دي ؟
ايا تا سو د کوم خراساني څخه اورېدلي چه د روسانوبديې ويلي وي ؟
اياتاسو چېرې کوم خراسانې ليدلې چه د افغان شهيدانوستا ينه يې کړي وي ، هغه شهيدان چه دوی ته يې هم جرأت ورکړ چه د روسي په مخکی دخپل اصليت څرګندونه وکړي ؟

دوی دی د شرط لپاره وښۍ چه کوم پښتون دوی له خپلی ژبې اوفرهنګه منع کړي ؟
شوروي اويا کاله داستعمار لاندی وساتل نه يې په خپلی ژبه خبرې کولی شوې اونه يې د فرهنګ دعوه کولی شوه ٠ ترننې ورځې پورې په روسي خبرې کوي ٠ اياداسې کوم نر په دوی کی وو چه روسانو ته په فارسي ووايي چه (ماکه روس نيستيم چرا به روسي ګفتن مجبورشديم) ؟

څوک چه خپله ژبه ، خپل وطن په (( چای ناخورده جنګ نه ميشه )) باندی ر وسانو ته پرېږدي هغه به د کوم فرهنګ د عوه کو ي ؟

دخراسانيانوپه ځواب کی
برېتو


Anonymous
01.09.2005

محترمولوستونکو!
دغه لاندی ليک د بابک صېب دې چه په اصطلاح د خراسانيانو په وکالت يې ليکلې :

((محترم وطنمل صاحب
بنابر دليل ذيل خواهشمندم صفحهء (خر)اسان را حذف کنيد
خلاصه : تحريک احساسات قومی
مثال
اقتباس:
صادق وفا:
اينها که خود نه تاريخ نه فرهنگ ونه تربيه دارند بايد (خر) اسان بگويند شما از خر زاده کدام انتظاری ديگری داريد. تمام زنده گی وسر وکار اينها با خر وگاو است . خداوند بخت مارا گشتانده که ظرف شوی های امريکايی و هوتل چی وچرس فروشهای نيويارک در کشور ما حکومت ميکند. بازهمان روسها حداقل افراد باسابقهء سياسی وتحصيل کرده را به قدرت نشاندند. بازهمان مجاهد درشعبات دولتی يگان ادمهای تحصيل کرده ديده ميشد به حکومت امروزی نگاه کنيد. قوم پرستهايي که اصلا سواد ندارند ودر امريکا سگ شوی بودند.
اميری www.farsi.ru صفحهء گفتگوی ))

بابک صېب ته افغانان او افغانستان دومره اهميت نه لري لکه څومره چه د (( تحريک احساسات قومی )) تر شعار لاندې څو تنه اوباش ستمي متعصبين يې چه ورته لري ٠ نوموړې هډوملي احساسات ته ګوري هم نه ٠ نپوهېږم چه د کوم قوم احساسات يادوي ?

برېتو


Anonymous
01.09.2005

بريتو وروره چندان ګولان تاهم والله كه كرلي وي ښايي دعقل بركت دي هم بريتو ته دروتلی وي , تاچي له بده مرغه دخراسان له تركيبه څه جوړ كړي هغه دي په اصل كي دلوي افغانستان دتاريخ سپكاوی كړي کاش چي لږ پوه واي ای كاش ..................................


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more