د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ


ع کريم حليمي
27.11.2019

د اسلام پېغامـبـراو سـیکولر نظام په ۶٢٢م(اهجري) کې
«دسـتورالمدینه »د بېلا بېلوعــقیده والانو د ګډ سوله یـز ژوند لپاره نږدې
١۴٠٠کالونه وړاندې په ۶٢٢زییز کال کې مدینې ته د هجرت په مهال، د اسلام د پېغامبرمحمد(ص) پــه ابتکار او مفکوره رامینځته شوی و. په اوسنۍ ژبه دستــورالـمدیـنه اساسي قانون ګــڼلی شو. د بېلا بېلو دینـواlنو او غیردینوالانو لپاره دستورالمدینه لومړی اساسي قانون و چې دینونه او سیاست یې د ورورۍ په ټغـر کښېـنولي او پوخلاکړي وو: یهودان، عیسویان، مسلمانان، او غیر دینوالان ! د دستورالمدینې له برکته د انفرادي مسلمانانو په ځای د هغوی ټولنه(جمعیت) رامینځته شو. د نوې ټولنې د ټولو دیني او غیردیني اړخونو په مینځ کې سوله او پلورالیزم د مسلمانـانو اوغیرمسلمانانو په مینځ کې برلاسي شول، او د نوې سیاسي او دیني ټولنې په مینځ کې کړکېچونه او ګیلې په هوښیارۍ او سوله یـیز شعـور حل شول. د دستورالمدینې له مقرراتو او د هغوي له پلي کولو نه، د نن ورځې اورپکي مسلمانان زده کړه کولی شي چې په هر څه کې ملاتاریات نېغ نېغ نکړي. دستور المدینه مجموعي تړون و چې د بېلابېلو قوم او عـقـیدوي اړخونو د اړتیا او توافق له لارې رامینځته شوی و، نه د تورې او زور له لارې.د دستوراالمدینه د ډکون(محتوا) له مخې، ټــولو دیني او غیردیني قبیلوي ډلو مساوي محافظت، عزت او حقوق لرل! په دستورالمدینه کې ټول دینونه او قبیلې
یو ملت «امه»ګڼل شوي وو. د ذکر شوي تړون په لومړۍ ماده کې په
مشخص ډول راغلي دي چې د عقیده مندانو او قرېـش مسلمانانو او د دوی د پلویانو[د مدینې دغېر دیني خلکو] په مینځ کې اړیکې به اداره کوي. د تړون په دوهمه ماده کې راغلي دي چې: «هغوی ټول[ دینواlن او غیردینواlن]یـوه امـه جوړوي.»

د نن ورځې په ژبه، مدینې ته کډوال شوي مسلمانان، د مدینې یهودان او عیسویان، او د مـدینې بې دینه خلک یو ملت جوړوي. د تړون په درېمه ماده
کې راغلي دي چې د زندانیانو سره دې «لطف او عدالت» وشي.[ د زندانیانو سره د لطف او عدالت موضوع د اوسنۍ پېـړۍ د بشر د حقوقـوسره اړخ لګوي]. په ۴٢ماده کې راغلي دي چې: «که چـېرې د دې سـند د خلکو په مینځ کې کوم کړکېچ راولاړ شي، باید الله او مّحمــد رسول الله ته دې وسپارل شي. الله هغه څه مني چې په دې سـند کې تقـوا او نــیکۍ ته خــورا نـږدې وي»

«الـدستـورالمدینه »ته «صحیــفه المدینه» (د مدینې کتابګوټی،خپرونه)، او«میثاق مدینه»هـم ویل کیږي .له دې داسي څرګندیږي چي دغه تړون یو ځانګړی (مشخص) سرلیک نه درلود. ما چې کومه انګریزي نسخه لوستلې اودلته مې معرفي کړې ده، ۴٧ مادې لري او سرلیک یی داسې دی:

دوام لري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more