د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې


ع کريم حليمي
19.04.2014

سلام علیکم و رحمة الله و برکاته
مبارز صاحب ، روح د بحث په دغه جمله کښي دي ،
[color=white:d92a3bdb02] ((مشرکینو په مینځ کې هــــــــغه مسلمان ته اوسیدل جایز نه دي چــــــې خـــــپل دیـــــن نــــــــه شــــــــي ســـــــــــــــــــــاتلی او عمل پرې نشي کولی))
[/color:d92a3bdb02]

مکرم مبارز صاحب ، ښه سو چه تاسو هم دا ومنله چه : په هر څوک چه د دین دساتلو قدرت په ځان کي لري ، نو کولای سي چه په سکیولر نظامونو کي و اوسېږي .

نن ورځ په دغه نړۍ کښي د مشرکینو حکومت نسته ،‌یا اسلامي دي او یا سکیولر
…………………………………………..
او دغه ستاسو مولوی محمد مختار مفلح( مولوي خطرناک ) عقاید سم نه بریښي ، او بله دا خبره ده ، دغه ملا صاحب په کابل کي د ایران بیرق پورته کړئ ، دغه ستاسو ملا صاحب (مولوی محمد مختار مفلح) د څرنګه عقیدې خاوند دی ؟ ازدواج موقت مني ؟؟ او که یا ؟؟؟
مبارز صاحب ایا تاسو د مفلح صاحب سره کومه خاصه مشترکه نقطه لرئ ؟؟؟

درنښت


م . ق
20.04.2014

[quote:a212203ef6="ع کريم حليمي"]
مبارز صاحب ، روح د بحث په دغه جمله کښي دي ،
[color=white:a212203ef6] ((مشرکینو په مینځ کې هــــــــغه مسلمان ته اوسیدل جایز نه دي چــــــې خـــــپل دیـــــن نــــــــه شــــــــي ســـــــــــــــــــــاتلی او عمل پرې نشي کولی))
[/color:a212203ef6]

مکرم مبارز صاحب ، ښه سو چه تاسو هم دا ومنله چه : په هر څوک چه د دین دساتلو قدرت په ځان کي لري ، نو کولای سي چه په سکیولر نظامونو کي و اوسېږي .

نن ورځ په دغه نړۍ کښي د مشرکینو حکومت نسته ،‌یا اسلامي دي او یا سکیولر[/quote:a212203ef6]

هههههه نام خدا محترم حلیمي صیب د عبارتونو په قطع کولو او نیمولو کې ښه مهارت لرې! زما پوره عبارت په لاندې ډول دی:
(دا خو تاسې ومنله چې کفر او شرک یو شی دی او د کفارو او مشرکینو په مینځ کې هغه مسلمان ته اوسیدل جایز نه دي چې خپل دین نه شي ساتلی او عمل پرې نشي کولی.)
وګوره ما کفر او کفار هم یاد کړي خو تاسې ترې ویستلي، بله دا چې سیکیولران هم کافر دي چې د الله قانون نه مني، او صلیبیان عیسویان هم مشرکین دي ځکه چې په تثلیث درې ګونو خدایانو عقیده لري.
دا ما نه ده منلې چې هرڅوک د دین ساتلو قدرت په ځان کې لري نو کولی شي چې په سیکیولر نظامونو کې اوسیږي بلکه ما ورته د شریعت له مخې خپل دلایل او شرایط وړاندې کړي دي، دا بیله خبره ده چې تاسې ترېنه ځان تېر کړی دی.
ما داسې خبره کړې ده:
[که هغه وطن کې حکومت د مشرکینو او کفارو په لاس کې وي، د هغوي قانون پکې تطبیق وي او ته فقط شخصي ازادي ولرې نو بیا جواز نه لري ځکه چې تا د هغوي اساسي قانون منلی چې حرام یې حلال کړي ، د هغوي سودي امپریالستي نظام ته ټیکس ورکوې، د هغوي تابعیت دې اخیستی، د هغوي په محکمه کې فیصلې کوې او منې یې، د هغوي په کمپنیانو او ادارو کې کار کوې او د هغوي نه تنخوا اخلې، پدې صورت کې نه یوازې دا چې هلته اوسیدل جایز نه دي بلکه مسلمان د اسلام له دایرې وځي او د کفر په دایره کې داخلیږي.
یوازې له شرک نه بیزاري اعلانول کفایت نه کوي، پکار ده چې د صلیب نه هم بیزاري اعلان کړې او مخالفت یې وکړې ځکه چې هغه هم شرک دی، همدارنګه باید اساسي قانون یې ونه منې ځکه چې حرام پکې حلال شوي، په محکمه یې فیصله ونه کړې، ټیکس ورنه کړې، تنخوا ترې وانه خلې، تابعیت یې وانه خلې، د هغوي د کلتور سره مشابهت ونه کړې، د هغوي رخصتیانې او اخترونه ونه لمانځې، او ددې ټولو سره سره باید تاته د اسلامي شریعت او سننو په ادا کولو او د دین په ټولو اوامرو باندې عمل کولو کې هیڅ مشکل نه وي، دیموکراسي چې طاغوت دی باید په تا نافذه نه وي. بله مهمه خبره داده چې ته ستا بچي او کورنۍ باید په حرامو او منکراتو کې اخته نه شي، د کفارو او مشرکینو سره یې اختلاط او دوستي رانه شي.
او د ټولو نه بنسټیزه خبره دا ده چې هغه ملک باید د مسلمانانو سره په جنګ کې واقع نه وي بلکه د سولې په حالت کې وي، د اسلام او اسلامي شعایرو سره دښمني ونه لري، نو که دا ټول عملي کولی شې نو بیا اوسیدل جواز لري.]

[quote:a212203ef6="ع کريم حليمي"]او دغه ستاسو مولوی محمد مختار مفلح( مولوي خطرناک ) عقاید سم نه بریښي ، او بله دا خبره ده ، دغه ملا صاحب په کابل کي د ایران بیرق پورته کړئ ، دغه ستاسو ملا صاحب (مولوی محمد مختار مفلح) د څرنګه عقیدې خاوند دی ؟ ازدواج موقت مني ؟؟ او که یا ؟؟؟
مبارز صاحب ایا تاسو د مفلح صاحب سره کومه خاصه مشترکه نقطه لرئ ؟؟؟
[/quote:a212203ef6]
زه مولوي مختار مفلح صیب نه پیژنم، بلکه دا لومړی ځل وو چې پدې نوم مې یوه لیکنه ولیده او دلته مې رانقل کړه ځکه چې خبرې یې مدللې او په حق بناء وې، او د هرچا حق خبره چې په دلیل بناء وي زه یې منم، زه ددې نه یم خبر چې د چا بیرق یې پورته کړی، خو د هغه چا نه به ښه وي چې د امریکا بیرق یې پورته کړی!
که شیعه وي او ازدواج مؤقت مني، نو بیا به هم ترهغه چا نسبتا ښه وي چې زنا، لواطت او شراب مني.
زمونږ ترمینځ همدغه مشترکه نقطه کیدی شي چې د افغانستان او اسلام په نفع خبرې یې کړې دي.

مننه


م . ق
20.04.2014

[quote:1c54105e96="Dr.Afghan"]السلام عليکم
شه او دلچسپ بحث دی٠ که له عربي سره ترجمه هم وليکل ښي نو زمونږ غوندي عامو خلقو له پاره به اسانه شي٠[/quote:1c54105e96]

وعلیکم السلام محترم ډاکټر صیب،
خبره دا ده چې اسلامي بحثونه تل د عربي عباراتو سره مل وي، او دا زمونږ څخه بیا ډیر وخت نیسي چې ټول عبارات ترجمه کړو خو په هرصورت کوښښ به کوو چې داسې څه ولیکو چې ټول مسلمانان ترینه استفاده وکړی شي.
ډېره مننه


larghonay laraway
21.04.2014

ع کريم حليمي صيب ليکي:
((ماته ډېره مشکله ده چه د لاروي او پتنک تفکیک وکړم ، تاسو دواړه له یو نامعلوم ادرس نه خبري کوئ ،))
حليمي صيب دا يوازې ستا ستونزه نه ده بلکې اکثره افغانان د يو چا له قوم، نامه، شتمنۍ او موقف پر بنسټ د هغه خبره مني يا يې تاييدوي.
خو زما ارمان دا دی چې افغانان د فکر او عقل پر بنسټ يو څه رد يا تاييد کړي.
زما ادرس او قبيله څه کوې زما ليکنې ولوله او بيا قضاوت وکړه چې چاته کار کوم؟
پاتې شوه په کفري هېواد کې د اوسيدو خبره:
ګرانه که خبره د امن او جګړې وي نو اوس خو په کابل کې هيڅ ستونزه نشته نو د پېِغلو پښتنو لپاره په کفري هېواد کې د استوګنې کوم دليل وينئ؟



ع کريم حليمي
22.04.2014

سَلَامٌ عَلَى مَنْ اتَّبَعَ الْهُدَى أَمَّا بَعْدُ
لاروئ
لیکي
(( حليمي صيب دا يوازې ستا ستونزه نه ده بلکې اکثره افغانان د يو چا له قوم، نامه، شتمنۍ او موقف پر بنسټ د هغه خبره مني يا يې تاييدوي.
خو زما ارمان دا دی چې افغانان د فکر او عقل پر بنسټ يو څه رد يا تاييد کړي.
زما ادرس او قبيله څه کوې زما ليکنې ولوله او بيا قضاوت وکړه چې چاته کار کوم؟ ))

لرغونې صیب ، زه له مستعار نامه سره ستونزي او مشکل نه لرم ، زه د چا له قوم او قبیلې ، شتمنۍ وغیره وغیره سره علاقه نه لرم ، ماته دا مهمه ده چه لیکوال اصیل دی که یا ، که یو اصیل لیکوال اصیل اجداد ولري د افتخار خبره ده ، که یو لیکوال او صاحب نظر سړئ اصیل اجداد و نه لري عیب ندي !!!، ولي چه اصلتوب ارثي نه دی
و هر سړي ته لازمه ده چه خپل ځان په خپل ایمانداري او صداقت سره اصیل کړي
څوک چه ټولني ته اصیل ثابت سي ، د ثبوت سوو خلګو لیکنی معتبره وي نسبتاً و مجهول هویته شخص ته .

تاسو ته د پتنګ نوم څومره اعتبار لري ؟؟؟ او پير محمدکاروان شخصیت څومره د اعتبار وړ دی ؟؟؟؟؟
په ملي مسائلو کي

که سیاسي ورقه واوښته ، پتنګ به ورک سي ، سل ورقي چه واوړي او را واوړي پیر محمد کاروان صاحب نه شي ورکېدلی ،‌د خپلو خبرو جواب به وايي‌
پس ، ویلای سم چه د پتنګ او لاروي شناخت او په خبرو ډېر اعتبار نسم کولی ممکن تاسو به اوبه خړوی ، دا زما کمزوري ده

د دغي پوښتني جواب به په اینده لیکنه کښی درکړم ، له مبارز صاحب سره مي لا نور بحت پاته دی (پېِغلو پښتنو لپاره په کفري هېواد کې د استوګنې کوم دليل وينئ؟)

درنښت


م . ق
22.04.2014

[quote:3675c3fd52="larghonay laraway"] نو اوس خو په کابل کې هيڅ ستونزه نشته نو د پېِغلو پښتنو لپاره په کفري هېواد کې د استوګنې کوم دليل وينئ؟[/quote:3675c3fd52]
هو ولې نه ډېر دلایل شته، فن زیبا او هنر زیبا، ګډا او نڅا، سندرې او ډمتوب، فحاشي او عریاني دا به نو څوک زده کوي او هیواد ته به څنګه راواردیږي؟ څنګه به ځوانان دغو پیغلو ته رالمسول کیږي ترڅو Girl Friend پیدا کړي، زناکاري او غربي کلچر به د ډیموکراسۍ تر نوم لاندې څنګه دلته رایج کیږي، او د ډمانو او سندرو په ذریعه به پرمختګ او ترقي نه کوي؟ تعلیم، ساینس او ټیکنالوژي خو هسې هم دوي نه شي زده کولی او نه یې څوک ورزده کوي، نو پريژده باره سي بچه بازي خو په مترقي نومونو وکوي که یا؟ :lol: 8)


larghonay laraway
22.04.2014

ياره له ع کريم حليمي مې دا تمه نه وه چې د مکې د هغه پخوانيو مشرکينو غوندې په اجدادو او انسابو ونازېږي!
که همداد عربانو د جاهليت د دورې شرط ومنو چې محترم او مکرم حليمي صيب وړاندې کړی دی نو بيا په خپله د حليمي صيب نسبنامه کله دلته ليکل شوې ده؟
زه خو حتی د کراوان صيب هم يوازې هغه خبره منم چې په عقل او نقل ثابته وي. منطق ولري او د منلو وي. زه خو د پير محمد کاروان وزګوړی نه يم چې هرڅه يې ومنم!
نو ګرانه حليمي جان صيب!
راځئ چې هغه د عربانو د جاهليت د زمانې خويونه پرېږدو، په عقل او منطق برابره خبره ومنو او بې عقله (ډيلييييييييټ کړو) .
اوس به اصلي موضوع ته راشو:
حليمي صيب وايي:
((مشرکینو په مینځ کې هــــــــغه مسلمان ته اوسیدل جایز نه دي چــــــې خـــــپل دیـــــن نــــــــه شــــــــي ســـــــــــــــــــــاتلی او عمل پرې نشي کولی))
حليمي صيب که له عقله کار واخلو نو يو ماشوم چې هلته له موره پيدا شي، د هغوی په روزنتون او وړکتون کې لوی شي، د هغوی په سکول او کالج کې زده کړه وکړي او د هغوی تابعيت ولري، قانون ته يې پابند اوسي نو نو نونو
ايا ته پر هغه ماشوم باور کولی شې چې يو عقيدوي مسلمان دې پاتې شي؟
مجبوره مې مه چې د هغو پښتنو او پخوانيو مبارزينود نومونو فهرست درته خپور کړم چې لوڼو او زامنو يې له عيسويانو، تورپوستو، سپين پوستو، غرب مېشتو هندوانو، او عيسويانو سره ودونه کړي او د دين او مذهب، پښتونولۍ او افغانيت په قصه کې هم نه دي.
حليمي صيب خلک سترګې پټوي خو تاسو وريځې هم پټوئ دا کار مو هغه پخوانی ګټلی نوم ډيلييييييييييټوي!



ع کريم حليمي
23.04.2014

[quote:7438141ce9] ياره له ع کريم حليمي مې دا تمه نه وه چې د مکې د هغه پخوانيو مشرکينو غوندې په اجدادو او انسابو ونازېږي! [/quote:7438141ce9]

لاروی صاحب ، زما لیکنه یوار بیا په سړه سینه او آرامه ولوله ، هیڅ کله مي أنساب ته ، تشویق نه دی کړی او نه ترغیب

دغه ده دا لیکنه یوار ئې بیا ولوله ، ښه ئې وکره او وېرېبه ، او حوصول ئې ښه په دقیقو سترګو و وینه

[quote:7438141ce9] سَلَامٌ عَلَى مَنْ اتَّبَعَ الْهُدَى أَمَّا بَعْدُ
لاروئ
لیکي
(( حليمي صيب دا يوازې ستا ستونزه نه ده بلکې اکثره افغانان د يو چا له قوم، نامه، شتمنۍ او موقف پر بنسټ د هغه خبره مني يا يې تاييدوي.
خو زما ارمان دا دی چې افغانان د فکر او عقل پر بنسټ يو څه رد يا تاييد کړي.
زما ادرس او قبيله څه کوې زما ليکنې ولوله او بيا قضاوت وکړه چې چاته کار کوم؟ ))

لرغونې صیب ، زه له مستعار نامه سره ستونزي او مشکل نه لرم ، زه د چا له قوم او قبیلې ، شتمنۍ وغیره وغیره سره علاقه نه لرم ، ماته دا مهمه ده چه لیکوال اصیل دی که یا ، که یو اصیل لیکوال اصیل اجداد ولري د افتخار خبره ده ، که یو لیکوال او صاحب نظر سړئ اصیل اجداد و نه لري عیب ندي !!!، ولي چه اصلتوب ارثي نه دی
و هر سړي ته لازمه ده چه خپل ځان په خپل ایمانداري او صداقت سره اصیل کړي
څوک چه ټولني ته اصیل ثابت سي ، د ثبوت سوو خلګو لیکنی معتبره وي نسبتاً و مجهول هویته شخص ته .

تاسو ته د پتنګ نوم څومره اعتبار لري ؟؟؟ او پير محمدکاروان شخصیت څومره د اعتبار وړ دی ؟؟؟؟؟
په ملي مسائلو کي

که سیاسي ورقه واوښته ، پتنګ به ورک سي ، سل ورقي چه واوړي او را واوړي پیر محمد کاروان صاحب نه شي ورکېدلی ،‌د خپلو خبرو جواب به وايي‌
پس ، ویلای سم چه د پتنګ او لاروي شناخت او په خبرو ډېر اعتبار نسم کولی ممکن تاسو به اوبه خړوی ، دا زما کمزوري ده

د دغي پوښتني جواب به په اینده لیکنه کښی درکړم ، له مبارز صاحب سره مي لا نور بحت پاته دی (پېِغلو پښتنو لپاره په کفري هېواد کې د استوګنې کوم دليل وينئ؟)

درنښت[/quote:7438141ce9]

په دېر درنښت له ارجمند دانشمند پتوال صاحب نه هم هیله لرم ، چه زما لیکنه تر نظر تېره کړي ، پتوال صاحب ، ایا تاسو هم زما له لیکني دا فهموي چه : مشرکينو غوندې په اجدادو او انسابو نازېدلی یم ؟ ، ایا د انساب کوم تشویق او ترغیب زما په لیکنه کښي شته ؟

درنښت


larghonay laraway
23.04.2014

السلام عليکم!
محترم او مکرم حليمي صيب!
ډېره ښه شوه چې خپل دريځ دې روښانه کړ او وموښوده چې پر استدلال او منطق ولاړ يئ نه پر نسب.
لرغونی لاروی زما مستعار نوم دی او که کله دې هم د وطن، دين او وطنوالو خلاف ليکنه وليده نو هر ډول محاکمې ته تيار یم.
مستعار نوم يا ادرس په دې معنی نه دی چې د پتنګ صيب غوندې به حق او ناحقه د طالب يا ISI پلوي کوم. بلکې ګڼې ستونزې او دلايل دي چې ماته د مستعار نامه مشروعيت راکوي او دا به بيا په بيل بحث کې وڅېړو.
اوس نو خپلې روانې موضوع ته دوام ورکړئ چې په غرب کې ژوند کول ګټه ډېره لري او که تاوان.



ع کريم حليمي
25.04.2014

الحمد لله ، نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا وسيئات أعمالنا ، مــــــن يهد الله فــــلا مــــضل له ، ومـــــــن يـــــضلل فلا هادي لــــــــــــه ، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله عليه وسلم تسليما كثيرا

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
محترم لاروی صاحب مبارز صاحب ، او درنو لوستونکو ، ښې هیلی ، صحت او عافیت درته غواړم ،

[quote:4170327864]اوس نو خپلې روانې موضوع ته دوام ورکړئ چې په غرب کې ژوند کول ګټه ډېره لري او که تاوان. [/quote:4170327864]
لاروی صاحب ، لمړئ به له تاسي نه مننه کوم چه په ډېر ښه او فوق العاده انداز مو پوښتنه مطرح کړه
زه به خپل کوښښ وکړم چه په همداسي اندار تاسي ته جواب ولیکم او ان شاء الله چه د محترم مبارز صاحب د پوښتنو جواب به هم په کښي وي

داخو تر لمر هم روښانه ده ، او سوال هم نه پیدا کيږي ، په هره هغه ځاي یا مملکت کښي چه : څوک خپل عقاید څرګندولی نه شي ، او خپل دیني شعائر د خوف او وېري په حالت کښی تر سره کوي ،
په داسي ځای او مملکت کښي‌ ، شرعاً اوسېدل جائز نه دي او صحیح کار هم نه دی !!!

ګران او محترم ورور لاروی صاحب ، دلته په امریکا کښي اوسېدل تاوان نه لري
دلته هر څوک د دین او مذهب او عقیدې آزادي لري
او په ښوونځیو کښي د د سماوي اخلاقو درس ممنوع دی ، هیڅ معلم ته دا حق نسته چه په درس ورکولو کښي پر اسماني اخلاقو خبري وکړي

په دولتي ښوونځۍ یهودي مذهب او اسلام مذهب ، او عیسویت مذهب درسونه په مطلق او بیا مطلق ډول بند دي

هر هغه څوک چه د اسلام د دین او مذهب حنفي سره علاقه او دلچسفي لري ، هغوی مجبوره دي چه خپل اولادونه په هفته کښي دوې ورځی و مسجد ته واستوي یا ورولي
او په امریکا کښي هر مسجد ، دوې ورځي په هفته کښي مدرسه لري (أحب البلاد إلى الله مساجدها)

او تر ټولو مهمه او اعلی او ښایسته او حسينه خبره دلته دا ده چه : دلته خلګ دین انتخابوي ، زه او د امریکا مسلمانان شعوراً مسلمانان یو ، موږ د اسلامي شعائر د زړه په مینه تر سره کوو ، ان شاء الله زه او زما اولادونو تر ریا ،اخلاص خوښوو.
زه فکر کوم له کومو وړونو سره چه موږ تعلوقات لرو د هغوی عبادات به نور لا هم مخلصانه وي ممکن له مونږ نه چګ اخلاق هم لري
إن أكرمكم عند الله أتقاكم :لا فضل لعربي على عجمي ، ولا لعجمي على عربي ، ولا لأبيض على أسود ، ولا لأسود على أبيض - : [color=indigo:4170327864] إلا بــالــتـقــــــوى[/color:4170327864]

هو !!!! هر هغه څوک چه له مسجد سره علاقه نه لري ، هغوی بې دینه دي ، هغوی نور داسي اعمال هم کوي چه : په هر دین نا روا دي په بازاري اخلاقو اخته دي وأبغض البلاد إلى الله أسواقها
[color=green:4170327864]مـــــن یهــــــــــدی الله فـــــــــــلا مــــــــضل له و مــــــــن یـــــــــــضلل فــــــــــــلا هادی لـــــــــــــــــــــــــــه[/color:4170327864]
درنښت


م . ق
27.04.2014

[quote:cfb8227530="ع کريم حليمي"]الحمد لله ، نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا وسيئات أعمالنا ، مــــــن يهد الله فــــلا مــــضل له ، ومـــــــن يـــــضلل فلا هادي لــــــــــــه ، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله عليه وسلم تسليما كثيرا

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
محترم لاروی صاحب مبارز صاحب ، او درنو لوستونکو ، ښې هیلی ، صحت او عافیت درته غواړم ،

[quote:cfb8227530]اوس نو خپلې روانې موضوع ته دوام ورکړئ چې په غرب کې ژوند کول ګټه ډېره لري او که تاوان. [/quote:cfb8227530]
لاروی صاحب ، لمړئ به له تاسي نه مننه کوم چه په ډېر ښه او فوق العاده انداز مو پوښتنه مطرح کړه
زه به خپل کوښښ وکړم چه په همداسي اندار تاسي ته جواب ولیکم او ان شاء الله چه د محترم مبارز صاحب د پوښتنو جواب به هم په کښي وي

داخو تر لمر هم روښانه ده ، او سوال هم نه پیدا کيږي ، په هره هغه ځاي یا مملکت کښي چه : څوک خپل عقاید څرګندولی نه شي ، او خپل دیني شعائر د خوف او وېري په حالت کښی تر سره کوي ،
په داسي ځای او مملکت کښي‌ ، شرعاً اوسېدل جائز نه دي او صحیح کار هم نه دی !!!

ګران او محترم ورور لاروی صاحب ، دلته په امریکا کښي اوسېدل تاوان نه لري
دلته هر څوک د دین او مذهب او عقیدې آزادي لري
او په ښوونځیو کښي د د سماوي اخلاقو درس ممنوع دی ، هیڅ معلم ته دا حق نسته چه په درس ورکولو کښي پر اسماني اخلاقو خبري وکړي

په دولتي ښوونځۍ یهودي مذهب او اسلام مذهب ، او عیسویت مذهب درسونه په مطلق او بیا مطلق ډول بند دي

هر هغه څوک چه د اسلام د دین او مذهب حنفي سره علاقه او دلچسفي لري ، هغوی مجبوره دي چه خپل اولادونه په هفته کښي دوې ورځی و مسجد ته واستوي یا ورولي
او په امریکا کښي هر مسجد ، دوې ورځي په هفته کښي مدرسه لري (أحب البلاد إلى الله مساجدها)

او تر ټولو مهمه او اعلی او ښایسته او حسينه خبره دلته دا ده چه : دلته خلګ دین انتخابوي ، زه او د امریکا مسلمانان شعوراً مسلمانان یو ، موږ د اسلامي شعائر د زړه په مینه تر سره کوو ، ان شاء الله زه او زما اولادونو تر ریا ،اخلاص خوښوو.
زه فکر کوم له کومو وړونو سره چه موږ تعلوقات لرو د هغوی عبادات به نور لا هم مخلصانه وي ممکن له مونږ نه چګ اخلاق هم لري
إن أكرمكم عند الله أتقاكم :لا فضل لعربي على عجمي ، ولا لعجمي على عربي ، ولا لأبيض على أسود ، ولا لأسود على أبيض - : [color=indigo:cfb8227530] إلا بــالــتـقــــــوى[/color:cfb8227530]

هو !!!! هر هغه څوک چه له مسجد سره علاقه نه لري ، هغوی بې دینه دي ، هغوی نور داسي اعمال هم کوي چه : په هر دین نا روا دي په بازاري اخلاقو اخته دي وأبغض البلاد إلى الله أسواقها
[color=green:cfb8227530]مـــــن یهــــــــــدی الله فـــــــــــلا مــــــــضل له و مــــــــن یـــــــــــضلل فــــــــــــلا هادی لـــــــــــــــــــــــــــه[/color:cfb8227530]
درنښت[/quote:cfb8227530]

دروند حلیمي صیب او نورو مشرانو، سلامونه او احترامات ومنئ!
وروسته له هغې چې جناب حلیمي صیب زما د دلایلو ځواب ونه وايه او نه یې هم خپل دلایل وړاندې کړل بلکه ټول تمرکز یې په شخصي ازادۍ پورې منحصر وو نو زه غواړم چې پوه شم چې ایا د اسلام مبارک دین یوازې تر شخص او شخصي چارو پورې منحصر دی؟ او کنه اسلام په تمامه معنی یو نظام او یو سستم هم دی؟
کله چې محترم حلیمي صیب په دوه واضحو ټکو کې زما د سوال ځواب وکړي چې: (هو اسلام په شخص پورې منحصر دی یا / نه اسلام یو مکمل نظام دی) نو د هغې وروسته به بحث ته دوام ورکړو ترڅو لوستونکو ته حق او حقیقت معلوم شي.
هسې اوبه به نه خړوو او نه به هم تر بوسو لاندې اوبه تېروو!

هذا والله هوالموفق والمستعان علیه توکلت والیه انیب



ع کريم حليمي
27.04.2014

ډېر محترم مبارز صاحب ، سلامونو ته دي وعلیکم وایم ،
تاسو به په خپل کرامة بخښنه راته کوئ ، نه مي غوښتل چه ستاسو د پوښتنو جوابونه ووایم ، سبب ئې دا ؤ چه د پوښتنو په عبارت کي فصاحت تر سترګه کېدلی نه ، نو که مي جوابولی نو جواب به ئې طبــــــعا به بې حکمته او بې موعظې او بې حُسنه وای پس نه جواب مي بهتر وه باله

داچه اوس مو په دېر ښایسته (بالحکمت والموعظه الحسنه) سماوي انداز تر چتر لاندي پوښتني مطرح کړې ، پر ما لازمه ده چه تر خپل وس په اندازه ، په ښه انداز ستاسو سره بحث ته دوام ورکم ، پس له لږ وقف او فکر کولو نه به جواب په عرض ورسوم

محترم مبارز صاحب په دغه جمله کښي (هسې اوبه به نه خړوو او نه به هم تر بوسو لاندې اوبه تېروو!) حُسن او حکمت پکښي نسته
اخلاق ساري دي او نفوذ کوي

مننه او درنښت


م . ق
27.04.2014

[quote:414843fef3="ع کريم حليمي"]ډېر محترم مبارز صاحب ، سلامونو ته دي وعلیکم وایم ،
تاسو به په خپل کرامة بخښنه راته کوئ ، نه مي غوښتل چه ستاسو د پوښتنو جوابونه ووایم ، سبب ئې دا ؤ چه د پوښتنو په عبارت کي فصاحت تر سترګه کېدلی نه ، نو که مي جوابولی نو جواب به ئې طبــــــعا به بې حکمته او بې موعظې او بې حُسنه وای پس نه جواب مي بهتر وه باله

داچه اوس مو په دېر ښایسته (بالحکمت والموعظه الحسنه) سماوي انداز تر چتر لاندي پوښتني مطرح کړې ، پر ما لازمه ده چه تر خپل وس په اندازه ، په ښه انداز ستاسو سره بحث ته دوام ورکم ، پس له لږ وقف او فکر کولو نه به جواب په عرض ورسوم

محترم مبارز صاحب په دغه جمله کښي (هسې اوبه به نه خړوو او نه به هم تر بوسو لاندې اوبه تېروو!) حُسن او حکمت پکښي نسته
اخلاق ساري دي او نفوذ کوي

[/quote:414843fef3]
د سماوي اخلاقو او حکمت په اړه خو مونږ پخوا ډېر بحث کړی، او د فصاحت و بلاغت په اړه که څه وایو نو موضوع به د علم البلاغة والمعاني په لور ولاړه شي، ځکه به د دې خبرو څخه تېر شم چې ایا زما په خبرو کې فصاحت شته او کنه، پدې هکله لوستونکي ډېر ښه پوهیږي، ښه داده چې په خپله اصلي موضوع خبرې وکړو.

مننه



ع کريم حليمي
27.04.2014

ډېر ښاغلي مبارز صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
ښې هیلي مي ومنئ ، صحت او عافیت درته غواړم ،
محترم مبارز صاحب ، د بلاغینو په اصطلاح"تجاهل العارف" نه مي کار اخستئ وو ، مقصود دا ؤ چه : بعضي وخت ستاسو داسي الفاظ استخدام کوۍ چه متعدد او مختلف لألوان تأویلونه او رمزونه لري ،
ستاسو فصاحت کښي سوال نه پیدا کیږي

رابه سم ستاسو و اصلي پوښتني ته
[quote:79ac615ccd]( اسلام په شخص پورې منحصر دی یا / نه اسلام یو مکمل نظام دی)[/quote:79ac615ccd]

درنو لوستونکو ، اسلام د اخلاقي قواعدو یوه مکمله تمامه مجموعه ده : په حیات کښي هر فرد او هره موسسه که حکومت وي له موسسه تعلمي وي ، که موسسه تجارتي وي ……… په تنظم کېدای سي (( دواړه (فرد ،حکومت) کولی سي چه اسلامي اخلاقي قواعد استخدام کړي )

چه هم ځان په ښایسته کړي او هم حکومتي نظام

قال الله تعالی : اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتى

[color=white:79ac615ccd] که تاریخ ته سترګي ور واړو د تیر ۴۰۰ کاله را دېخوا حکومتونو ته وګورو ، چپله د وزارت عدلیی نه

نور ټول نظام د ماکیاول په اصول چلیږي
د سعودي ، پاکوستان ، ایران ، ملیزیا ، هندوستان ، کابل ټول د ماکیاول
د اصول نه استفاده کوي
جهـــــــــــــــــان پر مــــــــــــــــاکیــــــــــــــــاولزم ولاړ دي

[/color:79ac615ccd]

درنښت

درنښت


م . ق
27.04.2014

[quote:5ae3822e08="ع کريم حليمي"]ډېر اغلي مبارز صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
ښې هیلي مي ومنئ ، صحت او عافیت درته غواړم ،[/quote:5ae3822e08]
وعلیکم السلام ورحمة الله، زما نیکې هیلې هم ومنئ، وبخښئ زه اغلی نه بلکه ښاغلی یم، که د ټایپنګ خطاء وي نو پروا نه لري.

[quote:5ae3822e08="ع کريم حليمي"]رابه سم ستاسو و اصلي پوښتني ته
[quote:5ae3822e08]( اسلام په شخص پورې منحصر دی یا / نه اسلام یو مکمل نظام دی)[/quote:5ae3822e08]

درنو لوستونکو ، اسلام د اخلاقي قواعدو یوه مکمله تمامه مجموعه ده : په حیات کښي هر فرد او هره موسسه که حکومت وي له موسسه تعلمي وي ، که موسسه تجارتي وي ……… په تنظم کېدای سي (( دواړه (فرد ،حکومت) کولی سي چه اسلامي اخلاقي قواعد استخدام کړي )

[/quote:5ae3822e08]
ستاسو له دې ځواب څخه څرنګه اخذ وکړو چې ایا اسلام د ټولو اخلاقي، ټولنیزو، سیاسي او مدني حقوقو او قواعدو مجموعه او د حکومت لپاره یو مکمل نظام او سیسټم (شریعت ) دی او کنه ؟؟؟

زه ستاسو په ځواب او دریځ پوه یم ځکه چې مخکی مې درسره د اساسي قانون، او سماوي اخلاقو په اړه اوږود بحث کړی، خو غواړم چې لوستونکي هم په واضحه توګه ستاسې په دریځ پوه شي، نو هیله ده چې ځواب باید ډېر څرګند او لنډ وي.
مننه


م . ق
27.04.2014

مونږ د اسلامي شریعت او اسلامي نظام په اړه غږیږو، او غواړو د اسلامي شریعت له نظره دا خبره تول کړو چې ایا مسلمان باید صرف په خپل شخصي ژوند کې تر اسلام پورې محدود وي او کنه د ټولنې او نظام په وړاندې هم مسؤلیت لري چې د الهي قانون پابند به وي او د هیڅ طاغوت په وړاندې به د تعظیم سجده نه لګوي.



ع کريم حليمي
29.04.2014

ډېر ګران او محترم مبارز صاحب سلامونه او ښې هیلی !
[color=green:c118c741fc] ایا اسلام د ټولو اخلاقي، ټولنیزو، سیاسي او مدني حقوقو او قواعدو مجموعه او د حکومت لپاره یو مکمل نظام او سیسټم (شریعت ) دی او کنه ؟؟؟ [/color:c118c741fc]

د دغي پوښتني انشا غلطه ده ، فکر کوم چه په ډېره عجله به مو لیکلې وي .

ستاسو پورته پوښتنه په داسي انشا سره چه و لیکل سي بهتره به وي !

اسلامي اخلاق د : فامیلي او ټولنیز ، سیاسي او حربي ، تجارتي او زده کړو او تحصیل ، بین المللی اړېکو او د ژوند د ټولو اړخونو لپاره یو کامل او تمام دستور او شریعت دی ؟؟؟؟؟
بلې بلې بلـــــــــې صد في صد

منکر ئې په ضلالت کي دي

او د طاغوت په وړاندې د تعظیم سجده لګول : لویه بې غیرتي ده بعضي وخت ممکن د اسلام له دایرې په خارج سي .

زه همیشه و علم او تکنالوجۍ ته تسلیم يم او د تعظیم په سترګه ګورم ، تکنالوجي او په علومي طبیعي نافع کښي ،کفر او اسلام ځای نه لري ،دواړه :علوم و تکنالوجي حق مسلم بشر ست

یوه ټوکه هم لیکم : فمن شکَ فقط جکَ : ژباړه : چا که شک وکی ، نو جک ئې ووهلئ

درنښت


م . ق
29.04.2014

[quote:695e996b83="ع کريم حليمي"]ډېر ګران او محترم مبارز صاحب سلامونه او ښې هیلی !

د دغي پوښتني انشا غلطه ده ، فکر کوم چه په ډېره عجله به مو لیکلې وي .[/quote:695e996b83]
وعلیک سلامونه او نیکې هیلې!
د دغې پوښتنې انشاء په کوم اساس او دلیل غلطه ده؟ یوازې همدا د غلطۍ دلیل کیدی شي چې ستاسې د فکر او دریځ خلاف ده؟ دا پوښتنه به د هغه چا په نزد غلطه وي چې دغې پوښتنې ته منفي ځواب لري او د اسلامي شریعت په جامعیت او بشپړ قانونیت قایل نه وي.

[quote:695e996b83="ع کريم حليمي"]ستاسو پورته پوښتنه په داسي انشا سره چه و لیکل سي بهتره به وي !

اسلامي اخلاق د : فامیلي او ټولنیز ، سیاسي او حربي ، تجارتي او زده کړو او تحصیل ، بین المللی اړېکو او د ژوند د ټولو اړخونو لپاره یو کامل او تمام دستور او شریعت دی ؟؟؟؟؟[/quote:695e996b83]
که داسې ولیکل شي بهتره نه بلکه ډېره بدتره به وي، لوي تحریف، باطل تاویل او جعلسازي به وي.
اسلامي اخلاقو او اسلامي شریعت کې څه فرق دی؟ اخلاق جزء دی او شریعت کل دی، ته څنګه کل د جزء تابع کوی، دا خو د اسلام تحریف دی چې ته د ژوند په ټولو چارو کې د اسلام اخلاقي جنبه منې خو د اسلام څخه تقنین او تشریع نفې کوې، اسلام د یو نظام په حیث نه منې بلکه غواړې اسلام د اخلاقو او عباداتو او شخصي چارو پورې محدود کړې، دا د سیکیولرزم تیوري ده چې غربي اورینټلسټان (مستشرقین) یې په موډرنو تعبیرونو وړاندې کوي، خو دا ډول هڅې به تر قیامته پورې رنګ را نه وړي او د اسلام اصلي شکل و صورت به څوک مسخ نه کړی شي ځکه چې دا د الله رب العالمین وعده ده.

[quote:695e996b83="ع کريم حليمي"]او د طاغوت په وړاندې د تعظیم سجده لګول : لویه بې غیرتي ده بعضي وخت ممکن د اسلام له دایرې په خارج سي .[/quote:695e996b83]
او ډیموکراسي او سیکیولرزم لوي طاغوت دی، پارلمان او اساسي قانون طاغوت دی و من شک فقد جک

علم، ټیکنالوژي او طبیعي علوم ددې موضوع سره هیڅ ارتباط نه لري او نه یې څوک مخالفت کوي، زه خپله کمپیوټر پوه یم، خو الله دې دا توفیق نه راکوي چې د امریکایي شیطاني اهدافو لپاره د اسلام هغه ستر نظام تحریف کړم چې د هغې لپاره رسول الله صلي الله علیه وسلم او صحابه کرامو خپل ټول ژوند وقف کړی، او د اسلامي دین د قیام لپاره یې نه ستړي کیدونکي مبارزې کړې وی، قسم قسم کړاوونه او مصیبتونه یې ګاللي وو او خپل ټول ژوند، مال او اهل و عیال یې ورڅخه قربان کړي وو.
نور بیا......



ع کريم حليمي
29.04.2014

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته
محترم او مکرم مبارز صاحب ، جوړتیا او عافیت او خوښۍ د رب له درباره درته غواړم ، مننه د ډېر عظیم قلم خاوند یاست

زما مذهب : أخلاق الشرعيت او آداب الإسلاميت ، اوبس


م . ق
30.04.2014

[quote:518de0d0e0="ع کريم حليمي"]السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته
محترم او مکرم مبارز صاحب ، جوړتیا او عافیت او خوښۍ د رب له درباره درته غواړم ، مننه د ډېر عظیم قلم خاوند یاست

زما مذهب : أخلاق الشرعيت او آداب الإسلاميت ، اوبس[/quote:518de0d0e0]
وعلیکم السلام، ډېره مننه ستاسې له دعا او اخلاص څخه!
یوازې اخلاق او اداب خو بیا اسلام نه دی، نو نه پوهیږم چې دا به څرنګه مذهب وي، په اسلام کې خو دا رنګه مذهب نشته چې فقط تر اخلاقو او ادابو پورې منحصر وي، اخلاق او اداب خو د ټولو اسماني ادیانو فرعي جزء دی او د هیڅ دین کل ( مجموعه ) نه جوړوي.
په هر صورت دا ښه شوه چې تاسې خپل اصلي فکر او عقیده ټولو ته په لنډو ټکو کې روښانه کړه او ما هم دا غوښتل چې ټول ګډونوال او لوستونکي پدې پوه شي.
پس نتیجه دا راووته چې څوک د اسلام په جامعیت، قانونیت او شریعت باندې عقیده لري او مسلمان وي نو هغه ته د کفارو په ملک کې اوسیدل حرام دي او په هجرت او جهاد مکلف دی او چې څوک د ډیموکراسۍ، لیبرالزم، سوشلزم، سیکیولرزم او غربي کلچر مؤمن وي نو هغه د شیطان بنده دی او مکمل ازاد دی، نن یې وار دی چې هرڅه کوي ودې کړي، خو انجام به یې د شیطان سره په جهنم کې وي.
که څوک په بیا راژوندي کیدلو او آخرت عقیده نه لري او منکر وي زه ورسره په ټولو عقلي، منطقي او ساینسي دلایلو مناظرې ته تیار یم.

وما علینا الا البلاغ المبین



ع کريم حليمي
30.04.2014

درنو او مکرمو لوستوونکو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
مبارز صاحب بیا شې هیلي !!
محترم مبارز صاحب لکلي چه :
[quote:376ad1f138]یوازې اخلاق او اداب خو بیا اسلام نه دی، نو نه پوهیږم چې دا به څرنګه مذهب وي، په اسلام کې خو دا رنګه مذهب نشته[/quote:376ad1f138]

د مدینې سردار د بي بي فاطمې پلار ، نبينا صلى‌الله‌عليه‌وآله أول شافع يوم القيامة ، په نـــــــــــبـــــــوي انداز داسي فرمايي‌ چه :

-----------------------------------اكمل المؤمنين ايمانا احسنهم خلقا
--------په مسلمانانو کښي د کامل ایمان خاوند هغه شخص دی چه د هغه اخلاق د ټولو نه ښه وي

په اسلام کښي چه کوم شی د ایمان د کمال معیار ګڼل شوي دي هغه ښه اخلاق دي ، او اخلاق هغه يوازنۍ مېوه ده چه د ایمان درخته په پېژندل کېږي

درنښت



ع کريم حليمي
24.05.2014

http://vimeo.com/96120681


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more