د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

حمید هڅــاند
10.11.2013

ښاغلی عبدالله صابر!
هیله ده روغ او خوښ به یاست.
د یوم په اړه:
تاسې لیکلي چې رمضان کې بیا یوم څه شی شو.
ښاغلی صابر! تاسې ته مالومه ده چې وخت نسبي دي، اوسني ساینس په زبات رسولې ده-محض تیورې نه ده- چې وخت نسبي شی دی. کله چې د ځمکې په اړه خبرې کېږي، یوم مالومه ده چې زموږ د ځمکې ورځ ته ویل کېږي. کله چې د اسمان او ټولو کائناتو په اړه خبرې کېږي، که صریحاُ ویل شوي وي چې ورځ ستاسو د ځمکې ورځ ده، بیا صحیح خبره ده، خو که صراحت نه وي، یا به زموږ ورځ وي او یا به بېل پړاو وي. په قران کې، کله چې زموږ ور پورته کائيناتو په اړه خبرې کېږي، هلته ورځ صریحا ښودل شوې چې د ځمکې ورځ نه ده. دا چې ساینس په زبات رسوي چې کائینات زموږ د شپږ ورځني وخت په محدوده کې نه دي جوړ شوي، موږ ته دا په زبات رسېږي چې هوکې! قران کې یوم باید زموږ ورځې ته ونه ویل شي، ځکه خبرې یواځې د ځمکې په اړه نه دي.
تاسې ته به مالومه وي چې د مریخ یو کال زموږ د ځمکې له څومره کلونو سره برابره دی او میخانیکیت به یې هم در مالوم وي چې محض تیورې نه بلکې تر لمر روښانه حقیقت دی. زموږ او د نورو سیارو د وخت توپیر محض پر دې دی چې په بېلابېلو سرعتونو دا سیارې خپل وضعي او انتقالي حرکتونه سرته رسوي. په نورو کائناتو کې د لمریز نظام په څېر نظامونو اټکل کېږي، او شواهد ښي چې ورته نظامونه شتون لري. اوس پخپله پوهېږو چې وخت څومره نسبي شی دی. حتا دا هم مالومه شوې ده چې د کائیناتو به لیرې واټنونو کې بیالوژيکي پروسه هم ورو ده. نو که ان د یوم مانا پړاو نه بلکې ورځ وکړې هم، درې خبرې دي:
۱) یوم ځکه ځمکنۍ ورځ نه شوه چې خبره د ټولو کائیناتو ده، نه د ځمکې . که خبره محض د ځمکې وای، موږ به په اتومات ډول نتیجه اخیتسې وای چې دلته باید ځمکنۍ ورځ وي ځکه خبره د ځمکې په اړه ده.
۲) په قران کې پخپله د وخت نسبي حالت ته صراحتاُ اشارې شوې دي، موږ ترې پوهېږو چې کله خبره د کائيناتو وي، ضرور نه ده چې زموږ ځمکنۍ ورځ دې ترې مراد وي.
۳) ساینس ثابته کړې ده چې د کائيناتو پیدایښت د شپږ ورځنیو ځمکو په محدوده کې نه دی شوی، له دې ځایه پوهېږو چې په قران کې د یوم مانا ځمکنۍ ورځ نه ده.
داچې ولې موږ په ساینس پسې نښتي یو:
الله پاک پخپله ویلي دي چې تاسې اسمانونو او ځمکه کې د الله نښو پسې وکرځئ. تاسې که په کائناتو کې غور وکړئ، د الله زیاتې نښې به درته څرکندې شي. تاسې په کایناتو کې څېړنه او غور وکړئ. د ورته خبرو ترڅنک یې دا هم ویلي دي چې په دې هرڅه کې د عقل او فکر خاوندانو ته لویې نښې دي. هغوئ به عبرت وکړي چې اولی الالباب دي او نور.
ساینس په کائیناتو کې د رب لارښوونې سره سم فکر او څېړنه کول دي. موږ د همدې څېړنو په پایله کې پیدا شوې او څرکنده شوې نښې څېړو او د الله ربوبیت پکې ثابتوو. موږ ثابتول غواړو چې د عقل او فکر خاوندان یو. موږ ثابتول غواړو چې اولی الالباب یو. ته به په قران کې د ابراهیم علیه سلام کیسې نه خبر یې چې څنکه یې ځمکه او اسمان کې ورته خپلې نښې وښولې او پوهېږې چې هدف یې داؤ چې د ابراهیم علیه سلام یقین پوخ شي:
وَكَذَ‌ٰلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ ﴿٧٥﴾

هغه وخت چې ساینس مخته نه ؤ، ورته لیدنه به د وحیې او معجزې پر مټ ممکنه کېده. خو نن چې ساینس مخته دی، موږ پخپله هم مشاهده کولی شو، ځکه خو په همداسې مشاهدې امر شوي یو او کټه یې پخپله قران همدا بیانوي چې تاسې ته به زما نښي څرکندې شي.
د دې تر څنک، تاسي وایاست چې موږ اړ نه یو قران پر ساینس ثابت کړو.
په ساینس کې حقیقتونه برملا شوي دي، له هغو سره که قران ټکر وکړي، بیا قران د الله خبرې نه شي کېدای. که قران کې راغلي وای چې سپوږمۍ د رڼا سرچینه ده، بیا قران د رب خبرې نه شوای کېدای. که قران ثبتوت ته اړتیا نه لرلی، معجزه به یې نه بللای. که قران ثبوت ته اړتیا نه لرلی، ورته د ورته سورت جوړېدو په پار به یې عرب نه ننکول کېدای. هو، که هغه وخت کې خلک په ادب کې مخته ول، نن په علم او ساینس کې مخته دي، ته څه فکرکوې چې قران دې د ادبي لیک ټوټه وي اوشعر سره دې پرتله شي، خو ساینس سره دې پرتله نه شي.
ساینس کې یواځې تیورې کانې نه شته، بلکې حقایق هم شته، موږ یې له هغو سره پرتله هرو-مرو کوو تر څو هم مو یقین پوخ وي او هم مو دهریانو ته ځواب ویلی وي.
ته زما مشر ورور یې، زه دې نظر ته احترام لرم، هرو-مرو به بېل نظرونه لرو، خو دا نو په دې مانا نه ده چې ته زما کار و هڅې او زه ستا کار و هڅې ته بې ځایه ووایم.

درنښت


حمید هڅــاند
10.11.2013

[color=darkblue:986ee4e742]
پورته په جلا-جلا لیکنو کې ما لومړی پتوال صیب، بیا ملتوال صیب، بیا عبدالله صابر صیب پر لیکنو تبصرې کړې دي، دلته مې اړینه وبلله چې ښاغلي حلیمي صیب ته هم څه ولیکم:
تاسې ویلي چې د ویبپاڼو تر مینځ سالم رقابت شتون لري. سمه ده، که تاسې د نورو ویبپاڼو لینک پرېږدئ خو د سمون انلاین پاکوئ، نو دا به مو ځانکړې تکلاره وي. خو یو وضاحت کول غواړم: پر ما ټول افغان دومره کرانه ده چې که ته پر ما هم بندیز ولکوي، زه به تر مستعار نوم لاندې دلته بیاځلي راشم. په پښتو ویبپاڼو کې دا لومړۍ هغه ده چې زه ورسره بلد شوی یم، د پښتو لیکدود، یاکانو استمال او ډېر څه مې دلته زده کړي دي.

یادونه: زیات ځوابونه مې ژر-ژر لیکلي دي، که څه املایي یا بله نیمکړتیا وي، بښنه غواړم، او رښتیا زما په کیبورډ کې د (ګاف) توری کار نه کوي.

درنښت

[/color:986ee4e742]


اکرم
10.11.2013

حمید هڅاند لیکلي:
[quote:ea265e233e]۲قران (
إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ...

ژباړه: پرته له شکه چې رب مو هغه الله دی چې ځمکې او اسمانونه یې په شپږ ورځې کې پیدا کړل...
(قران، الاعراف، ۷: ۵۴)
ډېری ژباړونکو د ایام توری په ورځو ژباړلی دی. انګلیسي ته را وروستو ژباړو او تفسیرونو کې عبدالله یوسف علي د (ایام) توری په (ورځو) نه بلکې (پړاوونو/اوږدو مهالونو) ژباړلی دی. هوکې! عربي کې ایام یواځې ورځو ته نه ویل کېږي بلکې اوږدو مهالونو ته هم ویل کېږي.
[/quote:ea265e233e]

محترم هڅاند صاحب ! پوره آیت شریف داسې دی:
إن ربكم الله الذي خلق السماوات والأرض في ستة أيام ثم استوى على العرش يغشي الليل النهار يطلبه حثيثا والشمس والقمر والنجوم مسخرات بأمره ألا له الخلق والأمر تبارك الله رب العالمين ( الاعراف، 54 ) )

عبدالله یوسف علي دپورتني آیت مبارک تر جمه داسې کړي:
(ستاسو له خو ا دآیت دیوې برخې د را نقل شوې ترجمه)

your Guardin- Lord is God, Who created The heavens and earth in six [color=darkblue:ea265e233e]DAYS[/color:ea265e233e],
دمکمل آیت شریف تر جمه :
Your Guardian-Lord is Allah, Who created the heavens and the earth in six days, and is firmly established on the throne (of authority):
He draweth the night as a veil O'er the day, each seeking the other in rapid succession:
He created the sun, the moon, and the stars, (all) governed by laws under His command.
Is it not His to create and to govern?
Blessed be Allah, the cherisher and sustainer of the worlds!

نو اوس تاسو مهربانی وکړئ ووایئ چې ددې آیت شریف په ترجمه کې عالی قدرعبدالله یوسف علی په کوم ځای کې د ایام په ځای له( DAYS ) پرته کومه بله معنی کارولې ده؟ ګر چې تاسو په خپله ترجمه کې هم ایام په ورځو ژباړلی ، بیا مو د یوسف علی په ژباړه کې ددهر ،پړاو،اووږد مهال تعبیر له کومه موندلی؟
او که دا هم را ته ووایئ چې د تفسیر او تر جمې تر منځه فرق په څه کې دی او ددواړو حُکم څه دی؟

په درنښت


حمید هڅــاند
10.11.2013

[color=darkblue:37e01f0f63]
ښاغلی اکرم!

السلام علیکم

لومړی) د عبدالله یوسف علي ژباړه که دې له کوم سافټویر نه اخیستې وي، منم یې چې همداسې یې لیکلې ده.

دویم) که عبدالله یوسف علي خپله ژباړه اصلاح کړې هم نه وای، کومه خاص مسله نه وه.

دریم) د یو ژباړه که زه او ته هر ډول وکړو، خو چې قران کې پخپله په اوږده پړاو مانا شوې ده، د تېښتې لاره نه پاته کېږې، منې به یې!.

څلورم) د توجیه لپاره یې ما پاس کافي لیکل کړي دي، هیله ده بیا یې ولولې.

پنځم) د تفسیر او ترجمې په اړه خبرې به دلته موضوع بلې ته بوځي، که مالومات موږ سره شریکوې، بله کړکۍ پرانیزه، موږ به دې لوستونکي شو.

درنښت

حمید هڅاند

[/color:37e01f0f63]


عبدالله صابر
10.11.2013

السلام عليکم
ښاغلئ هڅاند صيب
تاسوخو دا نه دي ليکلي چي دقران کريم په کوم ځای کښ له دي شپږو ورځو
ددونيا ورځې نه دي مراد ، تاسولومړئ هغه دليل راواخلئ چي له ورځونه دا
ددنيا ورځې نه بلکې پړاوونه يااوږدمهالونه تري مراد دي ، مونږدامنو چي
دمريخ وخت به زمونږدځمکې له وخت سره توپيرلري خو زمونږسرچينه له
ځمکې څخه دی اوپه ځمکه کښ اوسيږو اوالله جل جلاله ته مونږمخاطب يو
ځکه خوقران کريم هم زمونږ دورځوپه حساب مونږته دوخت ياورځې اندازه 
په ځمکنئ ورځوراښيی ، اوس که چيري په قران کريم ددي شپږو ورځواندازه
 معلومه وي يارښتياهم له دي شپږورځو پړاوونه يا اوږد مهالونه مراد وي
نولطفا هغه ايت شريف دلته وليکه خبره خلاصه اوبحث په همدي ځای پای
ته رسيږي ،اماکه په هغه دغه تاؤيلات يانظريو دساينس لپاره ورځې سره
کشوي دانوبيامونږته هيڅکله هم دقناعت وړنه ده ٠

تاسو پام وکړئ کله چي الله جل جلاله داخرت ورځ مونږته ياده وي نود هغې
ورځې اندازه هم مونږ ته رښيي چي يوه ورځ يی پنځوس زره کاله ده خوددي
شپږو ورځو اندازه يی مونږته نه ده ښودلي نوطبعا همدا زمونږځمکنئ ورځې
ورڅخه مراد اورسول الله صلی الله عليه وسلم ،صحابه کراموهم ورڅخه همدا
مطلب اخستئ کنه نوخامخا دهغوی ترمنځ هم دابحث راپورته وی يابه رسول
الله صلی الله عليه وسلم ددي ورځواندازه ورته ښودلي وئ٠

درنولوستونکو اوښاغلئ هڅاند صيب
دبحث لنډيزاوپای په يوه ټکي دی چي هغه په شرعي ډول دورځې اندازه ده
يعني مونږبايد معلومه کړوچي په قران کريم کښ له ورځې نه څه مطلب دی ؟
کله چي په شرعي ډول دورځې اندازه ثابته شوه نوخبره ختمه اومسئله حل ده
خودا کار د ما اوتا نه ده ،داد ټول افغان محترموديني عالمانو لکه حليمي
صيب ،وزيري صيب ،حذيفه صيب اوښاغلئ حامد صيب دوی بايد مونږته
په دي هکله معلومات راکړي چي په قران کريم کښ له ورځ ياله دي شپږ
ورځو څومره وخت مراد دی ؟؟


tandar
10.11.2013

ټولو ليکوالو اوپوهانو ته سلامونه
هرکله چه مو دځمکي اواسمان دپيدايښت لومړيتوب ثابت کړو ؟
نولطفا دانسان ، حيوان اونباتاتو په عمومي صورت سره جامد،مايع اودګازاتو دلومړيتوب پيدايښت په ارتباط که هم روښنايې وغورځوي زمونږ دخوښي سبب ګرځي
مننه


حمید هڅــاند
11.11.2013

[color=darkblue:1de7cb4bb0]
وعلیکم سلام ورحمة الله...

صابر صیب! ما خپل دلایل پورته لیکلي دي، بیا ځلې یې نشم تکرارولی. که ته زما نظر سره مخالفت لرې، زه دې نظر ته احترام لرم، خپل نظر پر هیچا نه شم تپلی.

ښاغلی تندر! که مو دلته څه نکړل ثابت، د هګۍ او چرګې په اړه به هرو-مرو څه پایلې ته سره ورسېږو :).

په بېسارې درنښت

حمید هڅاند

[/color:1de7cb4bb0]


عبدالله صابر
11.11.2013

السلام عليکم

ښاغلئ هڅاند صيب
دلته خبره ديوبل نظرته داحترام نه ده ،بلکي دلته دايمان اوعقيدې خبره مطرح
ده ،الله پاک جل جلاله وایي چي ځمکه اسمانونه مي په شپږو ورځوکښ پيدا
کړل خوداچي ساينس يی دومره لږوخت کښ ممکن نه ګڼي نو اوس دلته د
ساينس سره تطابق لپاره ديوم ياورځې بي ضرورته تاويلاتو هڅه کيږي چي
زما په فکرداډيرنامناسب کاردی ، يوم اوايام له څوارلس سوه کالو راپديخوا
په عربي کښ په شرعي اوعرفي ډول دهمدي ځمکنئ ورځې او ورځولپاره
کاره ول کيږي اوپه اوس موجوده وخت کښ هم عرب يوم همدي ځمکنئ ورځې
ته وايی زه فکرنه کوم چي عرب به يوم دپړاوپه معنی هم کاره وي
اصلا زما مطلب دادی چي دساينس اوقران کريم ترمنځ هروخت اوهرځای
يوا والئ ممکن نه دی ، دبيلګي په ډول دانسان لومړنئ پيدايښت قران کريم
له خاورې څخه بللئ اياساينس دا مني ؟؟ په داسي حال کښ به بيا طين يا
خاورې ته کومه معنی لټوئ ؟؟
دکائناتوپيدايښت دمخلوق له خوانه دی ترسره شوی چي په جوړښت کښ به
يی ملياردونه کالونه لګيدلي وي بلکي حيقيقي خالق يی الله جل جلاله دی چي
دهغه ذات خوښه و ه چي په څومره وخت کښ يی پيداکول که هغه شپږزره
مليارده کالونه ياشپږورځې ياشپږثانيې وی خومونږته يی شپږورځې وښودلي
سره ددي چي په شپږثانيوپيداکولوکښ يی هم قادردی او وو،


حمید هڅــاند
12.11.2013

وعلیکم سلام ورحمة الله...

قران حق کتاب او د رب وینا ده. په دې کې کله هم له حقیقت څخه خلاف څه نه شي پیدا کېدای. ځکه الله پاک پخپله ویلي دي چې که دا کتاب له غیرالله څخه وای، زیات اختلاف به پکې وای. یانې اختلاف پخپل مینځ کې، اختلاف حقایقو سره، اختلاف ساینس سره او نور. خو نه! دا کتاب تر حقایقو هم یو قدم وړاندې وي.

نو زه ستاسو محترم حضور ته دوه عرضه کوم:

۱) پر پړاو د ورځو ژباړه زما خپل کار نه دی، بې شمېره عالمانو دا کار کړی دی او وار دمخه اوس ورځ په پړاو مانا کېږي، ځکه: یو خو په عربي ژبه کې یوم اوږد پړاو ته هم ویل کېږي، له بلې خوا د ورځې تفسیر پخپله په قران کې په الهي خبرو کې هم په اوږد پړاو شوی دی. دا چې حقیقت کې د کائیناتو پیدایښت د اوږد پړاو پایله ده، قران هم پرته له شک نه چې د یوم له توري همدې خبرې ته اشاره کوي اوبس.
۲) ساینس کله هم نه ده رد کړې چې انسان دې په پیل کې له خټې پیدا شوی وي!. حقیقت دا دی چې د ساینس د سپړل شویو حقایقو او قران تر مینځ ذره ټکر هم شتون نه لري. د ساینس سپړل شوي حقایق موږ غیر مسلمانانو ته د قران د معجزې په توکه وړاندې کولی او د عوت چاره کې کار ترې اخیستلی شو.

ساینس نه هغه خلک تېښته کوي چې یا خو یې په اړه مالومات نه لري، یا یې لوستلی نه وي، او یا د بل په خبرو تېراېستل شوی وي.

ساینس پوهې ته ویل کېږي، قران هم خلک پوهې ته هڅوي. ساینس له قران نه پیدا دی. څوک چې ساینس نه تېښته کوي، هغه علم نه تېښته کوي، او دا چاره له قران سره ټکر لري.

درنښت


عبدالله صابر
12.11.2013

السلام عليکم

[quote:cfd30ef7f0]ساینس کله هم نه ده رد کړې چې انسان دې په پیل کې له خټې پیدا شوی وي!. حقیقت دا دی چې د ساینس د سپړل شویو حقایقو او قران تر مینځ ذره ټکر هم شتونساینس نه هغه خلک تېښته کوي چې یا خو یې په اړه مالومات نه لري، یا یې لوستلی نه وي، او یا د بل په خبرو تېراېستل شوی وي.

ساینس پوهې ته ویل کېږي، قران هم خلک پوهې ته هڅوي. ساینس له قران نه پیدا دی. څوک چې ساینس نه تېښته کوي، هغه علم نه تېښته کوي، او دا چاره له قران سره ټکر لري.

نه لري. د ساینس سپړل شوي حقایق موږ غیر مسلمانانو ته د قران د معجزې په توکه وړاندې کولی او د عوت چاره کې کار ترې اخیستلی شو.
[/quote:cfd30ef7f0]
هڅاند صيب
که ساينس ردکړي نه ده نوتائيده ولئ هم نه شي ،ياداچي دساينس مرکزاومنبع
کوم ځای دی ؟؟ ته خويوځل تري وپوښته چي دانسان پيل له خاورې شوی
بيايی وګوره چي مني يی اوکنه ؟؟ يواځي تش په ليکلوخوييی څوک درسره نه
مني هغه داکرم صيب خبره ددين ځينې خبرې غيبي اوغيبو ورباندي ايمان
راوړل کيږي اماساينس يواځي ظاهري يااکثره موجوده حالات څيړي تير
شوي وختونوپه هکله يی زياتره نظريی اټکلونه وي يواځي څوفيصده يی
ښايی نتيجه خيز وي ٠

[quote:cfd30ef7f0]ساینس نه هغه خلک تېښته کوي چې یا خو یې په اړه مالومات نه لري، یا یې لوستلی نه وي، او یا د بل په خبرو تېراېستل شوی وي.

ساینس پوهې ته ویل کېږي، قران هم خلک پوهې ته هڅوي. ساینس له قران نه پیدا دی. څوک چې ساینس نه تېښته کوي، هغه علم نه تېښته کوي، او دا چاره له قران سره ټکر لري. [/quote:cfd30ef7f0]

مونږمنوچي ساينس پوهي ته وايی اوډيرګټور دی خوداهم بايد هيره نه کړي
چي داساينس زياتره څيړنې کافران ترسره کوي طبيعي ده چي داسلام سره
دوښمنئ له امله په ساينس کښ بيا دمشرکتوب تارزغلولو هڅه هم له پامه نه
غورځوي په داسي حالاتوکښ مونږنه يومجبورچي دساينس هره خبره ومنو٠

مامخکښ ويلي وو چي په يوټکي کښ دی چي هغه دورځې تعريف دی اوهغه په
شرعي ډول نه په ساينسي ، که په شرعي ډول ورځ تعريف شوه نوبحث ختم٠


حمید هڅــاند
13.11.2013

وعلیکم سلام ورحمة الله...
ی
صابر صیب! هیله ده روغ او خوشاله به یاست.

هوکې، ساینس کې ثابته شوې هم نه ده چې لومړی انسان دې له خاورې پیدا شوی وي.
ما مخکې هم وویل چې موږ ساینسې حقایقو ته سر ښکاره کوو، ساینسي نظریاتو ته نه. لکه تاسو چې ویلي دي، نظریات او تیورې کانې ډېری مهال ناسمې ثابتېږي. کله داسې هم کېږي چې کوم ساینسپوه د یوې تیورې په وړاندې کولو جایزه اخلي، خو هماغه کال کوم بل ساینسپوه د هماغې نظریې په ردولو، جایزه تر لاسه کوي. خو ساینس یو ښه والی لري: که څه ثابت نه شي کړای، ردولی یې هم نه شي. له دې ځایه ده چې خورا زیاتې تیورې کانې وړاندې کېږي، که ثتوب هم نه شي، ساتلې کېږي تر څو یا خو ثابتې شي او یا رد شي.

په قران کې شاوخوا له شل څخه تر پنځه ویشت سلنه داسې ایتونه شته چې د ساینس په اړه دي، خو ساینس لا نن ورځ دومره پرمختک نه دی کړی چې هغه مالومات عملا تر لاسه کړای شي. البته اتیا سلنه هغه ایتونه چې د ساینس په اړه دي او ساینس یې هم په اړه څېړنې کړې دي، سل په سلو کې حقیقت دي، داسي حقیقت چې ان پنځوس کاله وړاندې پرې بشر نه پوهېدی، څه مانا څوارلس سوه کاله وړاندې!. ځکه خو قران معجزه ده او د رب خبرې دي.

پاتې شوه په شرعي توکه د ورځې تعریف.
ښاغلی صابر! یواځې یو قراني ایت نه به کله هم نتېجه نه اخلې، بلکې قران به په ټولیز ډول مطاعه کوې او د احادیثو مجموعه به هم کورې، بیا به هله د ایت په مانا پوهېدلی یې. همدا د مفسرینو تکلاره ده. نو همدغه ایت نه موږ تر هغو نه شو پوهېدای چې د ورځې په اړه په قران کې ټول ایتونه مطالعه نه کړو.
ما یې پایله مخکې لیکلې ده، او دا زما ځاني نظر نه دی، بلکې د اوس مهال مفسرینو منل شوی نظر دی.

ما ته داسي اېسي چې پردې موضوع کافي وخت ولکول شو، نور نو که وتړله شي، ښه به وي.

ورور دې

حمید هڅاند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more