د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ليلا
13.03.2006

زما ګرانو وروڼو ،
سلامونه او نېکې هيلې
ډېره ښه او پۀ زړۀ پورې مشاعره ده ، هيله لرم چې زما ګډون به هم وزغمئ :lol: :lol: !
يا دا ژوند بايللی جنګ دی ،
.............. او يا زۀ پهلوان نه يم
( غني خان )


هادي حيران
13.03.2006

[color=red:7f6ba35c08]مينځمه هندارې په غبار پسې راوتى يم
زه غريب سړى يمه په کار پسې راوتى يم[/color:7f6ba35c08]

(پير محمد کاروان)


وقار
13.03.2006

ګرانو ورونو او خوېندو نېکې هېلې ومنئ.

مرګه صبر وکړه لږ شان اور مې په و جود کې دی
ډېر مې سوځولي اوس زما د سوځېدو دی وخت

په مينه

وقار


هادي حيران
13.03.2006

[color=red:b28dcc4904]تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې
لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدې[/color:b28dcc4904]
(برکت الله کمين)


عصمت الله
13.03.2006

چې د نوم دخوارخوشحال په ژبه واخیست
په دا درست عمر کې نن ورباندې عید شه

دټول افغان ټولو لوستونکوته او کدونکوونکو ته د زړه له کومې سلامونه وایم
په خاصه توکه دوست ورور ته وقار ورور ته اوصمیم ورورته وایم
له تاسو نه ډیره مننه کوم چې ماته مو ښه راغلاست وویل زه به کوشش وکړم چې تل ستاسو سره یو ځای دبیت بازی مشاعره پر مخ بوځم

یوه پیاده دحسن دې آشنا څنګه شا مات کړمه
زړه دچا شاعر وم دبنګړي غوندې دمات کړمه
پیر محمّد کاروان



هيواد شېرزاد
13.03.2006

صميم، عصمت الله خان، وقار او نورو خويندو او ورونو ته ډېر ډېر سلامونه. زه خو دا ډېر وخت فورم ته نه وم راغلی، مګر نن چې راغلم ګورم چې ډېره ښکلې مشاعره (بيت بازي) راشروع شوې.

[color=darkblue:539b43142f]هلته يې ښخ کړئ چې يې ښکلي بيا مزار نه ويني
هېواد خفه ددغو ښکلو له دنيا تللی دی[/color:539b43142f]

لکه د مشاعرې د ډېرو نورو بيتونو په څېر دا بيت هم په (ی) پای ته رسيږي :lol:


وقار
14.03.2006

ښاغلو ورونو هر يو صميم, دوست, هادي, عصمت الله خان اوګرانې خور ليلا ته سلامونه او نېکې هېلې وړاندې کوم او په خاص ډول زما سلامونه او نېکې هېلې دې ګران ورور هيواد شېرزاد هم ومنې.

يار که يار ته حال په خوله نه وايي څه شو
داحکيم ته پټ څرګند وي له مزاجه

ارواښاد عبدرحمان بابا

وقار


هادي حيران
14.03.2006

[color=red:dfb0d4248d]هر زنده چې د مرده په قبر ورشي
بس دى دومره نصيحت په دا دنيا[/color:dfb0d4248d]

(رحمان بابا)


کټوازی
14.03.2006

د ټول افغان د بيت بازي د مشاعرې ټولو ګډون کوونکو ، هر يو عبدالهادي حيران ، دوست ، عصمت الله ، محمد وقار اوپۀ ځانګړي ډول هيواد شېرزاد او ليلا خور ته ،
د زړۀ له تله سلامونه او نېکې هيلې ور ډالۍ کوم او ښۀ راغلاست ورته وايم
____________________________
[color=cyan:1e627dc725]الفت که د دوو زړونو اتصال پيدا کوي ،
.................................... همدا چې افراط وکړي انفصال پيداکوي [/color:1e627dc725]
{ حمزه بابا {


ليلا
14.03.2006

ټولو وروڼو ته سلامونه او ښې چارې ،
______________________
[color=blue:d9bc7ab13e] يو نه يو اړخ د سړي دی مثبت پکار ،
................................. دار ته که نه شې ختای زلفې دجانان ونيسه [/color:d9bc7ab13e]
( سعيد ګوهر )


کټوازی
14.03.2006

ټولو وروڼو او خوېندو ته يو وارې بيا سلامونه او نېکې هيلې !
____________________

[color=cyan:f38f8a2cbe]ها څلور سترګې چې له ورايه خندېدې به سره ،
.............................................. نن ويو بل ته پۀ کتو،کتو کې وژړېدې [/color:f38f8a2cbe]
{ صميم کټوازی }


هادي حيران
14.03.2006

[color=red:3e43c0b16b]يار د انتظار يوه شېبه راته زر کاله کړه
مست ومه مستي چې مې مخکې له وصاله کړه[/color:3e43c0b16b]

(عبدالغفار مليار)


وقار
14.03.2006

سلامونه ټولو ګډون کوونکو ته

هر بېګاه وايي سبا له به خوله درکړم
دا بېګاه به په رحمان کله سبا شي

(رحمان بابا)

وقار


هادي حيران
14.03.2006

[color=red:e43e4d8764]يو پټ، غلى احساس دى چې ارام مې نۀ پرېږدي
په اور مې پخوي لکه چې خام مې نۀ پرېږدي[/color:e43e4d8764]

(ارواښاد ګل پاچا الفت)



هيواد شېرزاد
14.03.2006

سلامونه،

[color=darkblue:7b9459dd57]ياديږي مې نن بيا د نيزه بازو نجونو جنګ
د چا ملالې سترګې يارانې ته راولو[/color:7b9459dd57]

"کاروان"


هادي حيران
14.03.2006

[color=red:d4dc199222]وږي هم نه يو د چا زرو پسې نه ورګورو
شر مو هم خوښ نه دی د چا د لارې خار هم نه يو[/color:d4dc199222]

[url=http://www.tolafghan.com/poetry/poem.php?poem=3&poet=1] اجمل اند [/url]



هيواد شېرزاد
14.03.2006

[color=darkblue:2a0825bcf1]وستايه تل د يار ترخه خاطره
چې په کتاب کې دې خواږه پاتې شي[/color:2a0825bcf1]

[color=darkred:2a0825bcf1]ارواښاد خاطر اپريدی[/color:2a0825bcf1]


هادي حيران
14.03.2006

[color=red:a92756a5fc]يارا ن را ته سپوږمۍ په سر قسم راکړي چې وسکه
زه مست په بنګا و ه لکه خيا م کو ر ته را ځم[/color:a92756a5fc]
[url=http://www.tolafghan.com/poetry/poem.php?poem=45&poet=16] نجيب عامر [/url]


عصمت الله
14.03.2006

خپل درانه سلامونه ټولو ورورنو اوخویندو ته او په خاصه توکه
لیلا خور ته اوهیوادشیرزاد ته وړاندی کوم او د ټول افغان بیت بازی مشاعری ته درته ښه راغلاست وایم

ما خوشــحال په ځان ډیرې خـواري وکـړې
چې په ملک کې یو بیننګ وی زه یار کړم
خوشحال خان خټک



هيواد شېرزاد
14.03.2006

مخ دې که وعدې د سبا تل کوي
ياره ته بېګا کوې په سترګو کې

امير حمزه شينواری


وقار
15.03.2006

سلامونه.

يوه مينه په يوؤ زړه کې ځاييږي
چې د هر زړه تابعدار شي رسواکيږي

حميد مومند

وقار


هادي حيران
15.03.2006

[color=red:d9f63cb3c4]يؤ وخت طوفان داسې راځي چې ارادې ماتوي
ګنې نو ما خو پېښور په خوښه نۀ پرېښودو[/color:d9f63cb3c4]
(جلبل اشنغرى، کراچۍ)


کټوازی
15.03.2006

ګرانو وروڼو ،
سلامونه اوښې چارې !
ماشاالله ، ماشاالله ،هادي جان او هيوادجان خو ترټولو وړاندې روان دي ،خو د دوست محمدجان درک ورک دی ،او د عصمت الله جان او وقارجان هم مننه چې يوازې مو نه پرېږدي
--------------------------------
[color=cyan:f94ba31eef] وار وکړه بيا که پردې لاره راغلم ،
................................ صميمه ! دومره بې پروا به نه يم [/color:f94ba31eef]
{ صميم کټوازی }


هادي حيران
15.03.2006

[color=red:c16204daf0]مهاجري سولې ورځې شبستان ته
د تور تم لښکر نيولی د لمر ښار [/color:c16204daf0]

[url=http://www.lekwal.com/fullstory.php?id=193] عبدالباري جهاني [/url]


کټوازی
15.03.2006

[color=cyan:97895d8ceb]را ځه ، راځه لږ د طائر کيسې ته غوږ ونيسه ،
................................... ....چې چا دچا لپاره خاورې کړه ځواني څنګه [/color:97895d8ceb]
{ محمد نواز طائر }


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more