د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه


ع کريم حليمي
12.12.2011

[quote:eb6b5d3571="J..Ahmadzai"]

خو بیاهم.
ِاسلامي شریعت هر أړخیز قانون دی، یعني د انساني زوند أو خپل منځي معاملاتو ، راکړې ورکړې،د مجازاتو ، سزا أو جرم...أو نورو تنظیمونکي اجرأتو د مجموعې څخه عبارت ده.
دین ،قضأ، اقتصاد، سیاسیت، تجارت، أملاک، أو أمنیت یعني د حکومتداري ټول بنسټونو ته خپل آصول أو قوانین أو جوکاټونه لري، اسلام د زمکې پر مخ د وګړو زوند د الله تعالی د هدایت مطابق پرمخ بیول دي.

حدود یې یو ښه مثال دی، چې په کښې هر جرم ته مناسبه أو معلومه سزا ټاکل سوی.
همدا رنګه اقتصادي أو مالی راکړې ورکړې پکښې په روښانه توګه تقنین سوي، سود منع دی، زکات فرض دی، أو نورو مالی معاملاتو ته واضح أو پوره چوکاټ وضع سوی.
د اسې نورو ټولو مواردو کښې أصول وضع سوي، لکه حکومت جوړنه أو د مشر ټاکلو لارې، أو د خلع شروط، د هرچا صلاحیات أو واک ټاکلې پولې لري.

که کوم نوی شی منځ ته راځي چې د هغه لپاره په شریعت کې ‍ذکر نه وي، نو باید قیاس ته واچول سي أو یا د دیني علماو اجماع ته ترڅو شرعي نګاه څخه تنظیم سي.

نو محترمه اسلام نه تنها أخلاق دي بل حکومتداري ده، کله چې وایي ان الحکم الا لله نو معنا یې دا ده چې کوم نظام أو أصول(قانون) مونږ ته الله تعالی د اسلام په بڼه رالیږلی هغه چې تطبیق أو عملی سي نو مونږ به د الله تعالی حکم قایم کړی وي، أو د خلکو ترمنځ به د الله تعالی حکم چلیږي، أو کله چې مونږ د خلکو جوړ كړی قانون أو دستور حاکم کړو نو د الله تعالی حکم به معطل سوی وي، نو بیا په دې حکم کې راځو ( ومن لم یحکم بما أنزل الله فأولئل هم الكافرون).

د اسلامي نظام أو غیر اسلامی نظام فرق په دې کې دی، چې که څوک اسلامي نظام حاکموي هغه مسلمانان دي ، أو که څوک کفري یا بشري نظام قایموي أو خوښوي هغه کافردي.

په درنښت[/quote:eb6b5d3571]

اول سلامونه درته وایم ، شکر چه جوړ او روغ يې ، همېشه مي په یاد کښي يي ، په سبب ستا داخلاقو !!!

ګران احمد زی صاحب ، ّهیڅ تناقض او ټکر نه وینم بېله دهغي کږېٖٖٖٖٖٖٖٖ جملې څخه دي ، یو ته مطائد سړی یې نو لیکني دي هم اکثره وخت پایداره او ٍثابته وي ، زه هم همدغه خبره کوم !!چه قرآن الکریم د اخلاقو او قانون یوه مکمله او کامله مجموعه ده.

[color=white:eb6b5d3571]هر محصل ته يې لازمه بولم چه د اخلاق ، قانون ، احکام ، امر ، اصول او اصل ، قواعدو او چارچوبونو د لغتونو تر منځ توپير وکړلې شي [/color:eb6b5d3571] نو بیا مشکل حل دی
درنښت



ع کريم حليمي
13.12.2011

[quote:dbeb28cafe="J..Ahmadzai"] أصول(قانون) [/quote:dbeb28cafe]
تاسو أصول په قانون ترجمه کړي داسي کوږ وینم د قوسینو په سبب .ډېره ښایسته اشتباه دي کړېده
أصل یا أصول = بېخ او رښې یا اساساتو ته ویل کیږي ، او منشأ ئې هم بللې شو ، د أصول لغوي معنیٰ یعني ، د یو شي منشأ
او اصطلاحي معنیٰ ئېده ، دلیل

درنښت


..Ahmadzai
13.12.2011

[quote:46936baf1b="ع کريم حليمي"][quote:46936baf1b="J..Ahmadzai"] أصول(قانون) [/quote:46936baf1b]
تاسو أصول په قانون ترجمه کړي داسي کوږ وینم د قوسینو په سبب .ډېره ښایسته اشتباه دي کړېده
أصل یا أصول = بېخ او رښې یا اساساتو ته ویل کیږي ، او منشأ ئې هم بللې شو ، د أصول لغوي معنیٰ یعني ، د یو شي منشأ
او اصطلاحي معنیٰ ئېده ، دلیل

درنښت[/quote:46936baf1b]
حليمي صاحب
سلام ته دې وعلیکم وایم
د زړه کینه نه درسره لرم، کومه خبره چې رانه تیره أو تیزه سي هغه آني غوسه وي، د مشرتوب احترام حق پرمونږ لرې، أو دې کې پاتې راغلي یو، دا درسره منم، أو بښنه هم غواړم.

د قانون أو آصول ترمنځ تفریق تشخیص دې هم په ځای دی، ما دا اشتباه کړی

په درنښت



ع کريم حليمي
13.12.2011

ګران او محترم مبارز صاحب ، درنو لوستونکو ، السلام علیکم
محترما ! تاسو راته لیکلی چه : [color=white:a04eb3e835]نه هیڅ نزدې نه دی بلکه ډیر لرې دی. ځکه د هغه حدیث معنی چې بعثت لاتمم مکارم الاخلاق یا په روایت چې إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صَالِحَ الْأَخْلَاقِ داده چې د رسول الله د بعثت د مقاصدو څخه اتمام د صالحو اخلاقو دی چې مراد ترینه تزکیه د مؤمنانو ده لکه چې قرآن مجید فرمایي.
لَقَدْ مَنَّ اللَّـهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ.
رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ .
هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ .
نو د بعثت مقصد یواځې مکارم الاخلاق نه دي بلکه الله تعالی ټول رسولان د توحید لپاره رالیږلي دي چې هغه هم د عقیدې تزکیه ده لکه چې فرمایي:
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّـهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ .
نو هیله ده چې اوس به د بعثت او اتمام په مکمله معنی پوه شوي یاست. [/color:a04eb3e835]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډیر محترم مبارز صاحب ! ابن عباس رض د (يتلو عليهم آياتك ويزكيهم)
تفسیر داسي کوي چه : يعني بالزكاة ، طاعة الله والإخلاص

دا مي لمړئ ځل دی چه د عقیدې تزکیه اورم !! عقیده : پاکه او خیرنه او چټله نه لري ، زه یوازي دغه دوه قسمه عقیده پېژنم چه : عقیده په اخلاص
او یا د شرک عقیده ، څوک چه مشرک دي د دوی جسم نجس وي ، دغه سبب دی کله چه یو مشرک په اسلام مشرف شي غسل به کوي

اوس به راسم و وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ
پوهوی يې په کتاب او حکمت دلته حکمت څه معنی ؟ حکمت چا چه ښه اخلاق وپېږندل هغه ته خدای حکمت ور وښاوه ، نو دا سبب دی چه :
سراری عالم فرمايي : اكمل المؤمنين ايمانا احسنهم خلقا
په مسلمانانو کښي د کامل ایمان خاوند هغه څوک دی چه دهغه اخلاق تر ټولو ښه وي ،

اکمل ایمان او اکمل اخلاق سره تړلیدي ،‌او د الله کتاب یو کامل د اخلاقو
کتاب دي ،
او داسي هم راغلي چه حکمت معنی الْمَعْرِفَة بِالدِّينِ , وَالْفِقْه فِي الدِّين , وَالِاتِّبَاع
ماشاءالله ! دین زده تقریبا اکثره د اخلاقو زده کړه ده ، چا چه د اخلاقو دقیقه زده کړه وکړه نو معنی چه فقه يې زده کړه

دین په حج وداع کښي تکمیل سو ، په پوره اخلاص او اخلاقو ایمان کمال
ته رسېږي
نــــــــــــــــــــــــو حکمت معني څوک چه فرق کولی شي د ښو اخلاقو او بد اخلاقو ترمینځ
درنښت


م . ق
13.12.2011

[quote:727d40d67b="ع کريم حليمي"]السلام علیکم و رحمة الله
ګران مبارز صاحب ، ښې هیلي
ډیره مهرباني او مننه چه : له اوله درجې تفاسیر څخه مو حوالې را نقل کړي
چه !! زما پر تأویل او تفسیر او تفصل دي مېخونه ووهل او زما خبري دي نور لا هم را کلکي او و حقیقت ته نزدی کړیدي
په تفسیر بغوي کښي راغلي ویلي ئې دي چه ( اليوم أكملت لكم دينكم )
د دین پوره کیدل او تمام او اکمال او کامل کېدل یعـــــــــــــني
الفرايض
السنن
الحدود الجهاد
الحلال والحرام
زه هم همدا وایم چه قرآن او سنت یوه مجموعه د اخلاقي احکامو ده ، خو !!! احکام دامعني نه چه قانون !! هو ! د ذالجلال ټول کلام او خبرو ته احکام ویل کیږي ، او هر حکم ئې امر نه دی ، د ذالجلال په احکامو کښي دګوتو په تعداد قانون هم سته یو څو مثالونه به درته راوړم وَالْعَيْن بِالْعَيْنِ ، لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتكُمْ فَوْق دغه دوه مثالونه قوانین دي او د اخلاق مثال داسي دی چه : وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضكُمْ لِبَعْضٍ

اوس نو داخبره درته کوم :
صمیمانه خواهش کوم یوه پوښتنه به راحل کړئ
خبره او بحث بر دغه راروان دی چه ( ان الحکم الا لله)
اوس نو پوښتنه دا ده چه احکام القرآن یوه مجموعه د اخلاقو او قوانینو نه ده ؟؟ او مونږ د اخلاقو او قانون ترمینځ فرق په څه شي کولی شو ؟؟؟ (داخلاقو او قانون تعریف ) څرګند کړئ ؟؟؟
[quote:727d40d67b]تفسیر بغوي لیکلي:
قوله عز وجل : ( اليوم أكملت لكم دينكم ) يعني : يوم نزول هذه الآية أكملت لكم دينكم ، يعني الفرائض والسنن والحدود والجهاد والأحكام والحلال والحرام ، فلم ينزل بعد هذه الآية حلال ولا حرام ، ولا شيء من الفرائض . هذا معنى قول ابن عباس رضي الله عنهما ، وروي عنه أن آية الربا نزلت بعدها .
وقال سعيد بن جبير وقتادة : أكملت لكم دينكم فلم يحج معكم مشرك .
قوله عز وجل : ( وأتممت عليكم نعمتي ) يعني : وأنجزت وعدي في قول " ولأتم نعمتي عليكم " ( سورة البقرة ، 150 ) ، فكان من تمام نعمته أن دخلوا مكة آمنين وعليها ظاهرين ، وحجوا مطمئنين لم يخالطهم أحد من المشركين.
نو دادی هغه د اولې او دوهمې درجې تفسیر چې لویو او مشهورو مفسرینو کړی دی نو د اتمام نه مراد یواځې اخلاقیات نه دي بلکه پوره دین او اسلام او دهغې فتح په کفر باندې ځکه چې ایت هم د فتح مکې په وخت کې نازل شوی دی. [/quote:727d40d67b]
درنښت[/quote:727d40d67b]

بسم الله الرحمن الرحیم
د ماڅخه دې اقتباسونه او د جملو ځوابونه غوښتل خو چې کله مې درکړل نو اوس ترینه تا ځان تیر ویستلو.

بهرحال دلته دې هم په پوره استاذۍ سره یوه مغالطه تیر ویستنه کړې او هغه داچې د شریعت قوانین لکه حدود، جهاد، حلال او حرام دې اخلاقي احکام بللي او بیا دې د حکم ترجمه په امر سره کړې او بیا دې وییلي چې هر حکم امر نه دی، ښه چې احکام قوانین هم نشو بلکه ستا په خبره چې یوڅه یې اوامر شو اوپاتې نور یې امر هم نه دی نو بیا احکام څه شی شو؟؟؟؟ ته احکام بیا څه ته وایې؟؟؟
او دا کوم مثالونه چې تا راوړي دي نو دا دې هم په غلط ځاي کې استعمال کړي دي، په اصول فقه کې دا ددې مثالونه دي چې هر امر د وجوب لپاره نه وي لکه یو بل مثال به یې زه هم درته ووایم واذا حللتم فاصطادوا.

نو حدود، جهاد حلال او حرام، اخلاقیات نه دي بلکه شرعي قوانین دي.
او ته وایې چې قرآن مجید یوه مجموعه د اخلاقي احکامو ده نو بیا دا د بغوي تفسیر د تالپاره دلیل نه دی بلکه په تا باندې دلیل دی.

احکام: هغه کتابي قوانین دي چې د الله لخواڅخه نازل شوي ترڅو خلک پرې په خپل مینځ کې فیصلې او عمل وکړي، نو فیصله او عمل به د الله د کتاب په قوانینو بما انزل الله باندې کیږي.

دلایل:
كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّـهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ [color=blue:727d40d67b]وَأَنزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ[/color:727d40d67b] فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ .

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَىٰ [color=blue:727d40d67b]كِتَابِ اللَّـهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ[/color:727d40d67b] ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ وَهُم مُّعْرِضُونَ.

[color=blue:727d40d67b]إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ[/color:727d40d67b].

وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ [color=blue:727d40d67b]فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ [/color:727d40d67b]

[color=blue:727d40d67b]وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ[/color:727d40d67b] وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ.

نو دا ټول ددې دلایل دي چې د الله کتاب ددې لپاره نازل شوی ترڅو خلک پرې فیصلې او عمل وکړي، او هرهغه شی چې د خلکو د فیصلو مرجع او د عمل دلیل ګرځي هغه قانون دی.
او همدا د ان الحکم الا لله معنی ده.
نو صحیح ده چې قرآن مجید احکام دي، خو نه یواځې اخلاقي احکام بلکې ټول شرعي احکام دي.

اوس ته باید د احکامو او قوانینو تعریف وکړې چې د دواړو ترمینځ فرق څه دی؟؟ او ته احکام څه ته وایې؟؟
او زه اخلاق د قانون یوه برخه بولم چې کوم ته اخلاقي قوانین ویلاي شي.

والسلام


م . ق
13.12.2011

[quote:c1b05ab5cf="ع کريم حليمي"]
ابن عباس رض د (يتلو عليهم آياتك ويزكيهم)
تفسیر داسي کوي چه : يعني بالزكاة ، طاعة الله والإخلاص

دا مي لمړئ ځل دی چه د عقیدې تزکیه اورم !! عقیده : پاکه او خیرنه او چټله نه لري ، زه یوازي دغه دوه قسمه عقیده پېژنم چه : عقیده په اخلاص
او یا د شرک عقیده ، څوک چه مشرک دي د دوی جسم نجس وي ، دغه سبب دی کله چه یو مشرک په اسلام مشرف شي غسل به کوي [/quote:c1b05ab5cf]

وعلیکم السلام،
مولوي صیب، تاسو به ډیر شیان نه پیژنئ خو ددې دا معنی نه ده چې تاسو ورڅخه انکار وکړﺉ اویا یوه موضوع په بله کې ننباسئ او یا هم د یوې موضوع دلیل د بلې لپاره وکاروﺉ.

په هرصورت،د ابن عباس رضی الله تعالی عنه تفسیر زما د پورته تفسیر باالایات سره هیڅ منافات نه لري بلکه د هغې بشپړ تاید دی ځکه چې کله د الله ددې حکم چې ان اعبدوا الله واجتنبوا الطاغوت اطاعت وشو نو عقیده پاکه شوه او هم عمل کې اخلاص راغلو ځکه عبادت الله لره خالص شو لکه چې فرمایي: وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّـهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَذَٰلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ .
همدا وجه ده چې تفسیر طبري د ابن عباس رضی الله تعالی عنه دغه قول د عقیدې د پاکوالي په معنی کې ذکر کړی دی لکه چې وايي:
قال أبو جعفر : قد دللنا فيما مضى قبل على أن معنى "التزكية" : التطهير .
فمعنى قوله : "ويزكيهم" في هذا الموضع : ويطهرهم من الشرك بالله وعبادة الأوثان ، وينميهم ويكثرهم بطاعة الله ، كما : -
حدثني المثنى بن إبراهيم قال : حدثنا عبد الله بن صالح قال : حدثني معاوية بن صالح ، عن علي بن أبي طلحة ، عن ابن عباس : "يتلو عليهم آياتك ويزكيهم" قال : يعني بالزكاة ، طاعة الله والإخلاص .
حدثنا القاسم قال : حدثنا الحسين قال : حدثنا حجاج قال : قال ابن جريج قوله : "ويزكيهم" قال : يطهرهم من الشرك ، ويخلصهم منه.

[color=white:c1b05ab5cf]ښه ته چې د عقیدې تطهیر نه منې بیا نو د لاندې ایت شریف څه معنی کوې؟[/color:c1b05ab5cf]
[color=blue:c1b05ab5cf]إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّـهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا[/color:c1b05ab5cf]
[color=white:c1b05ab5cf]دلته د رجس او تطهیر څه معنی کوې ؟؟ او کنه دې کې به هم له خیره د ځانه تاویلونه کوې، د یو حقیقت څخه انکار به دې داسې د ډیرو شیانو څخه انکار ته اړ کړي.[/color:c1b05ab5cf]
[quote:c1b05ab5cf="ع کريم حليمي"]
او حکمت دلته حکمت څه معنی ؟ حکمت چا چه ښه اخلاق وپېږندل هغه ته خدای حکمت ور وښاوه ، نو دا سبب دی چه :
سراری عالم فرمايي : اكمل المؤمنين ايمانا احسنهم خلقا
په مسلمانانو کښي د کامل ایمان خاوند هغه څوک دی چه دهغه اخلاق تر ټولو ښه وي ،

اکمل ایمان او اکمل اخلاق سره تړلیدي ،‌او د الله کتاب یو کامل د اخلاقو
کتاب دي ، [/quote:c1b05ab5cf]
د حکمت دغه معنی غلطه ده، دا معنی هیڅ مفسر نده کړې، هیچا اکمال د ایمان حکمت نه دی بللی.

حکمت نه مراد فهم او تفقه فی الدین ده، لکه ابن عباس ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه دعا چې اللهم فقهه فی الدین وعلمه التاویل، او په همدې ارتباط په قرآن مجید کې فرمايي :يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا.
دلته تفسیر جلالین هم د حکمت معنی په علم نافع سره کړې ده.
همدارنګه تفسیر قرطبي هم دمالک بن انس نه په روایت سره د حکمت معنی کړیده چې الحکمة الفقه فی الدین.
لکه تا چې هم داخبره کړیده:
[quote:c1b05ab5cf]او داسي هم راغلي چه حکمت معنی الْمَعْرِفَة بِالدِّينِ , وَالْفِقْه فِي الدِّين , وَالِاتِّبَاع [/quote:c1b05ab5cf]
ښه چې مراد د حکمة نه تفقه فی الدین دی نو ته څرنګه بیا دین په اخلاقو کې منحصروې؟؟؟؟
[quote:c1b05ab5cf]ماشاءالله ! دین زده تقریبا اکثره د اخلاقو زده کړه ده ، چا چه د اخلاقو دقیقه زده کړه وکړه نو معنی چه فقه يې زده کړه[/quote:c1b05ab5cf]
دا معنی درته چاکړې؟؟ او کنه ستا خپل قول د تا لپاره دلیل دی؟؟

والسلام.



ع کريم حليمي
13.12.2011

محترم او مکرم مبارز صاحب ، او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ،
مبارز صاحب ، منه بس !! په یوه خبره دي د بحث لویه حصه د حل کړه
تاسو لیکلي چه (((يَشَاءُ ۚ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا.
دلته تفسیر جلالین هم د حکمت معنی په علم نافع سره کړې ده.‎‎)))
هــــــــــــــــــــــــــــــو !!!!!!
زه هم وایم چه : خدای فلان نفر ته حکمت ورکړی = معنی علم نافع
د قرآن په زدکړه خو موټر نه جوړېږي ، قرآن خو دکیمیا کتاب نه دی چه د صابون د جوړولو اصول تری زده کړی ،
قرآن کریم کتاب یو او تنها ، او یګانه د اخلاقو کتاب دی ، کچا زده کړی
او عمل يې په وکړ ، نو هدایت ورته وشو ، او دلته وایم چه صاحب دعلم شو
یعني څوک چه اخلاقکي وي ، هغه علم نافع لري
څوک چه اسلامیات څخه فارغ سي او دستار ور وتړي نو عالم ور ته ویل کیږي ، اما که اخلاقي ضعیف والی ورسره وو نو د علم لا ینفع خاوند شو !

اللهم انی اعوذ بک من علم لاینفع

ږغ مي اورۍ پښتنو ، طرف معلوم کړئ ، سل کاله عبادت یوه خبره د حقیقت

درنښت



ع کريم حليمي
14.12.2011

[quote:b83f9a4197]نو د بعثت مقصد یواځې مکارم الاخلاق نه دي بلکه الله تعالی ټول رسولان د توحید لپاره رالیږلي دي چې هغه هم د عقیدې تزکیه ده لکه چې فرمایي:
ولقد بعثنا في كل أمة رسولا أن اعبدوا اللـه واجتنبوا الطاغوت .
نو هیله ده چې اوس به د بعثت او اتمام په مکمله معنی پوه شوي یاست. [/quote:b83f9a4197]
سلام او احترام په غرض رسوم !
تاسو د آیت شریف یو حصه رانقل کړیده او خبره په تکذب کښي ده !
د تزکیی خبره نسته پکښې
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ [color=white:b83f9a4197]عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ

[/color:b83f9a4197]
د تزکیې بیان
و يزكيهم و يعلمهم الكتاب و الحكمة
ژباړه : دا پېغمبر بې سواده او ناپوه خلګ پاک او صفاکوي او هغوی ته د کتاب او حکمت د خبرو تعلیم او ښوونه کوي

په دس آیت کښي دوه لفظونه د فیصلې وړ دی ، یو پاک او صفا کول ، چه دې کار ته ًقرآن کریم تزکیه ویلې ده هو دوهم حکمت
د تزکیې د لفظ الفظي معنی پاک او صفا کول ، ډېر ښکلی کول او خیري لري کول دي ، ًقرآن کریم دا لفظ په دې معنی استعمال کړیدی چه د انسان نفس د هر راز نجاستونو او ناولتیاؤ حخه پاک او صفا کړي

د (و يزكيهم و يعلمهم الكتاب و الحكمة) ددغه آیات شریف ترجمه ، دغه لاندي ایات شریف يې داسي ترجمه کوي ( اوله درجه تقسیر )
وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا
ژباړه ثسم دی په نفس او څنګه چه ئې هغه برابر کړ ، بیا ئې په عغه کښي د هغه دبدۍ او نېکۍ الهام وکړ ، بې شکه چا چه دا [color=white:b83f9a4197]نفس صاف او پاک کړ [/color:b83f9a4197]هغه کامیابه او چا چه هغه په خاورو کښي ولاړه هغه ناکام شو

و ګورۍ چه دغه تزکیه په بل ځای کښي داسي راغلی چه :قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى ( سورة اعلٰی)
بې شکه هغه کامیاب شو چا چه خپل ځان پاک صفا کړ او د خپل رب نوم يې واخست او لمونځ ئې وکړ

اوس نو راځم د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبــــــــــــوت او
رســـــــالــــــــــــــت د ټولو لویه وظیفه داده چه هغه انساني نفوس پاک او صفا او روښانه کړي


[quote:b83f9a4197]او حکمت دلته حکمت څه معنی ؟ حکمت چا چه ښه اخلاق وپېږندل هغه ته خدای حکمت ور وښاوه ، نو دا سبب دی چه :
سراری عالم فرمايي : اكمل المؤمنين ايمانا احسنهم خلقا
په مسلمانانو کښي د کامل ایمان خاوند هغه څوک دی چه دهغه اخلاق تر ټولو ښه وي ،

اکمل ایمان او اکمل اخلاق سره تړلیدي ،‌او د الله کتاب یو کامل د اخلاقو
کتاب دي ،

د حکمت دغه معنی غلطه ده، دا معنی هیڅ مفسر نده کړې، هیچا اکمال د ایمان حکمت نه دی بللی.
[/quote:b83f9a4197]

و ګوره چه رب العزت و موږ ته حکمة څرنګه راته ښیی
ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ
ژباړه : دا حکمت به عغو خبرو کښي ده چه ستا رب په تا د هغه وحی و کړه
بیا رب فرمايي
وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ
ژباړه : او موږ لقمان ته د حکمت خبري ور وښودلې چه د خدای شکر ادا کړه

له دی نه معلومه شوه چه ټول د قرآن خبري د حکمت دی
موسیٰ ع ته ئې هم حکمت ورئوولی ؤ لکه لقمان ته
په سورة بني اسرائیل کښي د توحید د مور او پلار اطاعت او تعظیم د خپلو خپلوانو او محتاجانو د امداد او مرستي ، د بد خرڅۍ ، بخل ، د اولاد د وژلو ، او بد کارۍ د بې ګناه د وژلو ، د یتیمانو ځورولو د ممانعت
ورسته د وعدېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ او عهد د پر ځای کیدو او پوره کچ کولو ، او تللو ، پر مڅکه د کبرجنو غوندي د نه ګرځېدلو

او و لقمان ته هم حکمت ور کړی ؤ

څوک د خدای سره شریک مه ګڼه یا مه ګڼئ د مور او پلار سره مهرباني کوئ ، لمونځ کوئ ، خلګو ته د ښوکارنو کولو وینا کوئ
[color=white:b83f9a4197]او د بدو خبرو څخه ئې منع کوئ [/color:b83f9a4197] په مصیبتونو کښي خپل استقامت او ټینګتیا څرګندوئ ، او مه مغروره کېږئ ، په مځکه د کبرجنو غوندي نېغ نېغ مه ګرځئ ، په زوره په زوره خبري مه کوئ .................................... .‌
له آیاتو نو معلومیږي او معلومه شوه چه د قرآن په اصطلاح کښي د خیر هغه فطري کارونه چه د هغو خیر یعــــــــــــــــــــــــني ښه والی فطرتاً په ټولو قامونو او مذهبونو کښي منل شوي دي او دغو شیلنو ته موږ په بله معنی اخــــــــــــــــــلاق ویلای شو ، ((حکمت )) ویل شوی دی

له دغه تفصیل څخه به دا خبره معلومه شوېوي چه د محمد رسول الله په شریعت کښي د اخلاقو پایه او رتبه داده چه داخلاقو څخه د ((حکمت )) په لفظ تعبیر شوېدی ، او د قرآن مجید د دې حقیقت د څرګندولو څخه چه محمدي وحی په کتاب او حکمت دواړو برابر او یو شان مشتمله ده ، داراز او حقیقت څرګندېږي چه اسلام کښي چه عبادات او نورو احکام اهمیت لري
هم هغه اهمیت اخلاق هم لري ، او د اسلام په نظر کښي د اخلاقو اهمیت
د عباداتو څخه کم نـــــــــــــــه دی

و موږ ته چه امر د لمانځه کولو شویدی ، راز دا دی چه د انسانان له بد اعمالو څخه راوګرځوي ، یعني چه با اخلاق شي

نو هر هغه چه کتاب الله ولوست هغه اخلاق او حکمت ولوست ، هر چا چه عمل په وکړ ، هغه خپل نفس تزکیه ( پاک او صفا) کړ ، هر چا چه کتاب الله دقیق ولوست هغه حکمت زده کړ .

وَيُزَكِّيهِمْ ( له شرک نه پاک ، له معاصي نه پاک ، او د سائر رذل خویونو څه پاک کړي .
يعني چه انسان دکړو وړو زیر بنا اخلاق الجميله شي
د اخلاقو څخه مقصود د بندګانو په منځ کښي د حقوقو او فرائضو هغه تعلقات
دي چه دوی يې په خپلو منځو کښي کښي په يو بل باندي لري او د هغو د ادا
او پر ځاي کول د هر انسان د پاره يوازي مناسب نه بلکي ډېر ضروري کار
دی ، هر کله چه انسان دې دنيا ته راځي ، نو هغه ارومرو د دې دنيا د هر يو
شي سره لږ و ډېر تعلق پيدا کيږي او د همدې تعلق د فرض او وظيفې يعني
په ډېر ښه شان سره د دغه تعلق د حق ادا کولوته په اصطلاح اخلاق
وايی او يا په بل عبارت په ډير ښه شان سره د دغې فريضې ادا او پر ځای
کول اخلاق دي ، دغه بنده د خپل پلار او مور او اهل او عيال او خپلو او
خپلوانو دوستانو ، اشنايانو او نور د ټولو سره تعلقات لري ;بلکي د هر هغه
انسان سره تعلق لري چه هغه دده سره په يوه کوڅه ، يو کلي ،يو وطن ،
يو قوميت او جنسيت او يا په نورو شيانو کښي ورسره علاقه لري
او سربېره پر دې ، دئ د څارويو او ژويو سره هم تعلقات لري ، او د دغو
تعلقاتو په اثر د ژويو له خوا هم په انسان ځيني وظيفې ;و فرايض عائد کيږي

د دونیا ټولي خوښۍ او خوشحالۍ ، امن او امان او هوسایی د همدې اخلاقو مېوه او محصول دی

درنښت


م . ق
14.12.2011

حلیمي صیب، هسې بې ځایه بې فایدې اطناب دې کړی، وهم دې کوم ځایې او ډب دې د کوم ځآي څخه خیژي، او ل زما د مخکنۍ لیکنې او سوالونو مدلل ځواب وکړه چې درته مې په قرآني دلایلو ثابته کړیوه چې قرآن یو جامع قانون دی.
ستا یوه خبره نه ده کله وايي احکام اخلاق دي، کله وایې چې حکمت اخلاق دي، کله وايې علم نافع اخلاق دي او اوس لا وايي چې تزکیه هم اخلاق دي، نو ستا په اند په غونډ قرآن کې د اخلاقو نه بغیر بل څه نشته؟؟
خبره د قران په حاکمیت او قانون کې وه خو تاد کیمیا ریاضي او فزیک سره پرتله کړو، او العیاذ باالله غواړې د یوې فابریکې سره یې مشابه کړې چې صابون یا موټر جوړوي، ستا د ټول علمیت همدا محصول وو.
د اخري خبرو د خلص مفهوم ځواب دې دادی چې د قرآن مجید نزول خاص دی خو حکم یې عام دی دایوه متفقه اسلامي قاعده ده نو ځکه دغه د طاغوت د اجتباب والا ایت یواځې د کفارو او مکذبینو لپاره ندې نازل شوی، او د شرک او کفرڅخه پاکوالي د نفس او عقیدې پاکوالی دی، زما مراد هم د عقیدې څخه د نفس پاکوالی وو، خو ستا د مخکینۍ خبرې مطابق چې تا وییل چټلتیا یواځي جسمي وي، روحي یا نفسي نشي کیدلاي، نو ستا د نفس والا دلایل بیرته پرتا دلیل دی چې وګوره د پاکوالي څخه مراد د نفس عقیدې او باطن پاکوالی دی، نه جسمي پاکوالی لکه مخکې چې دې وییلي وو.
او بله خبره داچې علم نافع هم اخلاقو ته نه وايي، بلکه هغه علم ته وايي چې د مرګ نه وروسته یې هم انسان ته فایده رسیږي پدې توګه چې علم یې زده کړی وي او بیا یې نورو ته ښودلی وي، نو د نافع مطلب فایده او ګټه رسونه ده لکه څرنګه چې په هغه حدیث کې راځي چې د مرګ نه وروسته درې شیان انسان ته فایده رسوي او بیایې وییلي چې او علم ینتفع به یعنې اوبل هغه علم چې انسان پرې فایده اخلي یعنې ثواب ،پدې توګه چې نورو ته یې ښودلی وي، خیرکم من تعلم القرآن وعلمه.

او د حکمت په باره کې ټول علماء پدې متفق دي او د قرآن مجید ټول ایتونه پرې دلالت کوي چې مراد ترینه علم، پوهه د سنتو او کتابي احکامو ده چې اخلاق هم پدې دیني پوهه کې راځي نو ته کل د جز مه تابع کوه ، بلکه جز د کل تابع کړه.

بله خبره داده چې هغه علم نه دی چې په خپلې شخصي رایې او مخصوصې مطالعې باندې بناء وي بلکه علم هغه دی چې په تواتر او روایت سره د علماؤ او استاذانو څخه زده کړل شوی وي چې سلسله یې تابعینو، صحابوو او رسول الله صلي الله علیه وسلم ته رسي ځکه نو وايي چې العلماء ورثة الانبیاء، او همدارنګه ویل شوي دي چې العلم باالتعلم.

اخري خلص خبره دا ده چې قرآن مجید یو جامع کتاب د احکامو او قوانینو دی چې د الله له طرف نه خپلو بندګانو ته په ژوند کې دعملي قانون ګرځولو لپاره نازل شوی دی، او هرڅوک چې په دغه اسماني قانون فیصله نه کوي هغه کافر دی.

د مسلمانانو لپاره عامه خبرتیا:
وروسته له دې نه چې غرب او امریکا پدې ونه توانیدل چې د قرآن کریم په الفاظو او حروفو کې تحریف وکړي، نو داسې مستشرقین یې وروزل چې د قرآن کریم په هغه ماثور تفسیر کې تحریف وکړي چې د صحابوو او تابعینو څخه په تواتر سره روایت شوی او محفوظ دی.

وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی اله وصحبه اجمعین.



ع کريم حليمي
14.12.2011

قانون : دمدني ټولني داسي یو لیکلي اخلاقي دستور دی چه په مجموع کښي دوې برخي لري حقوقي او جزائي ((الحد شرعي )) ، او تطبیق له پاره عسکري قوه لري

اخلاق : هغه الهي کودونه دي چه په اکرام،مراقبت او ساتنه يې د نېکۍ تله درنیږي ، که څوک له بعضو اخلاقي کودونو څه په قصدا او عمدا سرغړونه وکړي ، د محشر په ورځ باسخاس سزا لري ، د مدني ټولني ًقضات حق نه لري چه اخلاقي کودونه په زور عملي ، تطبیق کړي

هر هغه مدني قانون چه د اسماني اخلاقو سره په تناقص او ټکر کښی وي
هغه قانون مشرعیت نه لري ، او اطاعت ئې لازم ندی

نوټ : پر هر هغه ګناه چه : سردارعالم او خلفاء الراشدینو الحد پر جاري
کړی ؤ ،‌ پر موږ فرض ده چه دمدني‌قانون جز به وي

دا تقریر دي موږ نه منو ، د نبي په احادیثو کښي د قانون اثر نشته
نبي په پښو روان ٍقرآن وو ،‌ (اخلاق)‌
هغه نه ؤ په پښو روان قانون !!!
[quote:7d4d2d42f0]اخري خلص خبره دا ده چې قرآن مجید یو جامع کتاب د احکامو او قوانینو دی چې د الله له طرف نه خپلو بندګانو ته په ژوند کې دعملي قانون ګرځولو لپاره نازل شوی دی، او هرڅوک چې په دغه اسماني قانون فیصله نه کوي هغه کافر دی.
[/quote:7d4d2d42f0]
داسي چه ووايي نو بیا مسلمان ته د باور ده
[color=white:7d4d2d42f0]اخري خلص خبره دا ده چې قرآن مجید یو جامع کتاب د احکامو او أصل د قوانینو دی چې د الله له طرف نه خپلو بندګانو ته په ژوند کې دعملي کړنلاري ګرځولو لپاره نازل شوی دی، او هرڅوک چې په دغه اسماني قواعدو فیصله نه کوي هغه کافر دی.

[/color:7d4d2d42f0]

سردار عالم هیڅ کله هم ندی ویلی چه هذا قانون. نو تا لالا او ښوونکي دا حق له کومه کړي چه د رب و کتاب ته له ځان نوم ورکوئ
د قانون اسم او یا حرف د نبي تر مبارکه خوله نه دي راوتلي ، د قانون نوم
دی له چا زده کړ ؟؟؟؟؟؟؟


م . ق
14.12.2011

[quote:743a936619="ع کريم حليمي"]
دا تقریر دي موږ نه منو ، د نبي په احادیثو کښي د قانون اثر نشته
نبي په پښو روان ٍقرآن وو ،‌ (اخلاق)‌
هغه نه ؤ په پښو روان قانون !!!
سردار عالم هیڅ کله هم ندی ویلی چه هذا قانون. نو تا لالا او ښوونکي دا حق له کومه کړي چه د رب و کتاب ته له ځان نوم ورکوئ
د قانون اسم او یا حرف د نبي تر مبارکه خوله نه دي راوتلي ، د قانون نوم
دی له چا زده کړ ؟؟؟؟؟؟؟[/quote:743a936619]

چې دا یې نه دي وییلي چې هذاقانون نو دایې په کوم ځاي کې وییلي چې هذه قاعدة او هذا اصل او هذاکود اخلاقي، دا اصطلاحات تا له چا نه زده کړل؟؟؟؟ او کنه هسې یې په قرآن مجید ورتپې؟؟؟ د اخلاقي کودونو نومونه په کوم ځاي کې د نبي صلی الله علیه وسلم د خولې نه ذکر شوي دي؟؟

خبره په نوم کې نه ده په تا نور دماغ چورلیږي، شاید اکسپایر شوي به وي.
مونږ په کوم ځايې کې ویلي دي چې نوم یې قانون دی؟؟؟ خوشې چټي لګیا یې.

تاخو تراوسه وییل چې قرآن اخلاق دي اوس وایې چې نه قواعد دي نو اوس دې کومه خبره صحیح ده؟؟ د قواعدو او قوانینو ترمینځ څه فرق دی؟؟؟؟ او دا هم ووایه چې چا درته ښودلي او کوم دلیل پرې لرې؟؟؟؟

مونږ هم د امریکې نه ستا تقریرونه نه منو، هسې ځان مه ستړی کوه، هندو ستړې او خدای ناراضه.

په قرآن مجید کې د میراث قوانین، د نکاح او طلاق قوانین، د جهاد او غنیمت قوانین، د مجازاتو قوانین یعنې حدود، دا درته قوانین نه ښکاري او کنه سترګې درباندې پټې دي،؟؟اویا په لويي لاس غواړې په اسلام کې د نوي قوانینو پیدا کولو لپاره لاره جوړه کړې ترڅو د امریکې د دیموکراسۍ سره سمون وخوري.

ته چې وایې [quote:743a936619]کتاب د احکامو او أصل د قوانینو دی [/quote:743a936619] نو په احکامو او قوانینو کې څه فرق دی او بیا په اصل او قوانینو کې څه فرق دی؟؟؟ یو شي لپاره چې اصول وضع کوې خو معنی داچې یوه قاعده شوه او قاعده یعنې قانون.

بیا وایې:
[quote:743a936619]د الله له طرف نه خپلو بندګانو ته په ژوند کې دعملي کړنلاري ګرځولو لپاره نازل شوی دی،[/quote:743a936619] ایا داسې ګړنلاره دې لیدلې چې کړنلاره وي او قوانین یې نه وي؟؟؟ د کړنلارې جوړولو نه مخکې قوانین جوړیږي چې هغه قوانین بیا کړنلاره ګرځول کیږي.

ښه ته چې بیا د قانون په تعریف کې وایې:
[quote:743a936619]قانون : دمدني ټولني داسي یو لیکلي اخلاقي دستور دی چه په مجموع کښي دوې برخي لري حقوقي او جزائي ((الحد شرعي ))[/quote:743a936619]

ښه جزايي قانون یعنې حدشرعي یو قانون نه شو؟؟؟ ایا په قرآن مجید کې دغه جزايي او حقوقي قوانین ذکر نه دي؟؟؟؟

یو سم او ريښتینی مسلمان د اسلامي قانون تعریف داسې کوي:
د الهي کتاب او نبوي احادیثو داسي واجب العمل قواعد او اصول دي چې په هغې باندې عمل کولو سره انسان نه سم مسلمان جوړیږي او د هغې څخه په انکار باندې انسان کافر کیږي او د دوزخ مستحق ګرځي.

که این کئ او که بین کئ دا پټی به شین کئ



ع کريم حليمي
15.12.2011

[quote:0a80c0ce6f] ستا یوه خبره نه ده کله وايي احکام اخلاق دي، کله وایې چې حکمت اخلاق دي، کله وايې علم نافع اخلاق دي او اوس لا وايي چې تزکیه هم اخلاق دي، نو ستا په اند په غونډ قرآن کې د اخلاقو نه بغیر بل څه نشته؟؟ [/quote:0a80c0ce6f]

هو ! [quote:0a80c0ce6f]کله وايي احکام اخلاق دي[/quote:0a80c0ce6f] هم دغسي وایم
په مجموع کښي د رب کلام ته احکام ویل کیږي ، احکام په معنیٰ منع له فساد څخه ،او په اصطلاح داسي استمالیږي :‌الأحكام الشرعية معنیٰ الأصولى والفقهى .
چا چه قرآني احکام زده کړه یعني اخلاق يې زده کړه ، او که ووایو چه فلا ًقرآني اخلاق زده کړه ، معنیٰ احکام ئې زده کړه .‌
هو ! [quote:0a80c0ce6f]کله وایې چې حکمت اخلاق دي[/quote:0a80c0ce6f] همدغسي وایم
وروره ! د حکمت په باره کښي مي اوږد بیان تاسوته لیکلی وو
دلته به ئې بیا ولیکم دهغه نه غیر او خلص : حکمت هغه علم دی چه مادې ته ضرورت نه لري ، تعقل و مادېٖٖٖٖٖٖٖٖ ضرورت نه لري ،
یو څوک به معلم ته ورولې د اخلاقو درس به ورکړي ، په اخلاقیاتو کښي به
شهادت نامه ورکړي (العلم باالتعلم) استاد متعلم نشي باخلاقه کولی
علم اخلاق د رب له جانبه چا ته ورکول کیږي ، زموږ خواږه نبی نفس تنګۍ
کاوه چه داخلک ولي د اسلام اخلاقي دایرې ته نه راځی ، الله ورته وفرمایل چه : هدایت زما کار دي ، رب چه څوک په اخلاقو مشرف کړي
نو حکمت ورسره مل دی

هو ! [quote:0a80c0ce6f]کله وايې علم نافع اخلاق دي[/quote:0a80c0ce6f] همداسي وایم
څوک چه دینی علم وکړي ، او بیا هم دکوڅو د خلکو په شان يې تر خوله فحش ، پوچ او پاش بهیږي ، نو علم يــــــــــــــــــې لاینفع دي
معنیٰ بد اخلاقه !!!!! چا چه د اخلاقیاتو زده کړي وکړي او عمل په وکړي
نو طبعا يې علم علم نافع څښتن شو .

[quote:0a80c0ce6f]او اوس لا وايي چې تزکیه هم اخلاق دي[/quote:0a80c0ce6f]
نه ! داسي وایم چه!! : وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا
ژباړه قسم دی په نفس او څنګه چه ئې هغه برابر کړ ، بیا ئې په هغه کښي د هغه دبدۍ او نېکۍ الهام وکړ ، بې شکه چا چه دا نفس صاف او پاک کړ هغه کامیابه او چا چه هغه په خاورو کښي ولاړه هغه ناکام شو

یعني : له بد اخلاقیو چه چا لاس واخست ، نو تزکیه د نقس يې وکړه ، الله ښه پوهېږي .
ـــــــ
[quote:0a80c0ce6f]نو ستا په اند په غونډ قرآن کې د اخلاقو نه بغیر بل څه نشته؟؟ [/quote:0a80c0ce6f]
هو ! أقسام الحكم الشرعى په کښی شته ، + وما آتاكم الرسول فخذوه .
[quote:0a80c0ce6f]تاخو تراوسه وییل چې قرآن اخلاق دي اوس وایې چې نه قواعد دي نو اوس دې کومه خبره صحیح ده؟؟ [/quote:0a80c0ce6f]
پورته الفاظ زماندي
قواعد جمع د قاعدیٖٖٖٖٖٖٖ ، و هي أساس کل شيء
د مدني قانون زیر بنا اخلاق دي !!!
د مسلمانانو د ټولني د مدني قانون ، قاعده ، اساس ، زیر بنا اسماني اخلاق دي . که زما له خولې یي نه منۍ تاسو شاوخوا پوښتنه وکړئ
او د نامسلمانه ټولني د قانون زیر بنا بیا د دوی خپل کلتور دي


..Ahmadzai
15.12.2011

دغه سړی ما ډیر مخکې تشخیص کړی وو.

دغه سړی سپینږیری سوی أو د زهایمر په رنځ مبتلا دی

هسې تخریف کوی، صحاف دی، یو څو خبرې یې زده کړي، د خپل ژوند طرز ته چې غربي طور دې لار باسي، د دین غم کې نه دی، أو نه د حق په لټه کې دی.
اسلام ده ته أخلاق ښکاري، فقط آخلاق، خو ده د أخلاقو سم تعریف ونه کړ، چې دی أخلاق څه ته وایې ؟ أیا أخلاق په یوه ټولنه کې څه أو څومره أرزښت لري؟أیا أخلاقو څخه نور څه أوچت سته؟

له ده څخه به مننه وي که دی مونږ ته لاندې اصطلاحات تعریف کړي أو له دې ګډوډئ موخلاص کړي:
أخلاق
قانون
دستور
أصول
قواعد
حکمت

مننه


م . ق
15.12.2011

[quote:a614e4a12a="ع کريم حليمي"]
[quote:a614e4a12a]او اوس لا وايي چې تزکیه هم اخلاق دي[/quote:a614e4a12a]
نه ! داسي وایم چه!! : وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا
ژباړه قسم دی په نفس او څنګه چه ئې هغه برابر کړ ، بیا ئې په هغه کښي د هغه دبدۍ او نېکۍ الهام وکړ ، بې شکه چا چه دا نفس صاف او پاک کړ هغه کامیابه او چا چه هغه په خاورو کښي ولاړه هغه ناکام شو
یعني : له بد اخلاقیو چه چا لاس واخست ، نو تزکیه د نقس يې وکړه ، الله ښه پوهېږي .[/quote:a614e4a12a]
نه اوس په خپلو تیرو خبرو کې تاویل مه کوه همداسې دې ویلي دي چې تزکیه هم اخلاق دي، ثبوت یې لرم لاندې ستا د خبرو څخه اقباس:
[quote:a614e4a12a]وَيُزَكِّيهِمْ ( له شرک نه پاک ، له معاصي نه پاک ، او د سائر رذل خویونو څه پاک کړي .
يعني چه انسان دکړو وړو زیر بنا اخلاق الجميله شي[/quote:a614e4a12a]
نو دلته دې په صریحه توګه د تزکیې نه هم په اخلاقو سره تعبیر کړی دی نو اوس څنګه وایې چې نه! داسې نه وایم؟

[quote:a614e4a12a="ع کريم حليمي"]
[quote:a614e4a12a]نو ستا په اند په غونډ قرآن کې د اخلاقو نه بغیر بل څه نشته؟؟ [/quote:a614e4a12a]
هو ! أقسام الحكم الشرعى په کښی شته ، + وما آتاكم الرسول فخذوه .[/quote:a614e4a12a]
نو ستا په اند د حکم شرعي څخه صرف امر مراد دی؟ ایا حکم شرعي یواځې امر ته وایي؟؟

[quote:a614e4a12a="ع کريم حليمي"]
[quote:a614e4a12a]تاخو تراوسه وییل چې قرآن اخلاق دي اوس وایې چې نه قواعد دي نو اوس دې کومه خبره صحیح ده؟؟ [/quote:a614e4a12a]
پورته الفاظ زماندي
قواعد جمع د قاعدیٖٖٖٖٖٖٖ ، و هي أساس کل شيء
د مدني قانون زیر بنا اخلاق دي !!!
د مسلمانانو د ټولني د مدني قانون ، قاعده ، اساس ، زیر بنا اسماني اخلاق دي .[/quote:a614e4a12a]
د پورته الفاظو مفهوم ستا د لاندې خبرو نه اخیستل شوی دی:
[quote:a614e4a12a]قرآن مجید یو جامع کتاب د احکامو او أصل د قوانینو دی ......... او هرڅوک چې په دغه [color=white:a614e4a12a]اسماني قواعدو [/color:a614e4a12a]فیصله نه کوي هغه کافر دی[/quote:a614e4a12a]
وګوره دلته دې قرآن مجید ته اسماني قواعد ویلي دي خو بیا ترینه انکار کوې او وایې چې:
[quote:a614e4a12a]د مسلمانانو د ټولني د مدني قانون ، قاعده ، اساس ، زیر بنا اسماني اخلاق دي[/quote:a614e4a12a] دلته دې بیا اسماني اخلاق بللي دي.
خو دلته دې یوې بلې نقطې ته هم پام وي چې تا قانون، قاعده او اساس اسماني اخلاق ګرځولي دي، نو خپله دې اسماني اخلاقو ته قانون ویلی دی بیا څنګه وایې چې نه قانون نه دی بلکه اخلاق دي؟؟؟ دا یې یوه بله یې داچې دلته تا د قانون قاعدې اساس او زیربنا ترمینځه فرق نه دی کړی بلکه ټول دې په یو قطار کې ذکر کړي دي نو بیا څنګه وایې چې قانون بیل شی دی، اساس بیل شی دی او اصول بیل شی دی؟؟؟ اوس نو ته ددې ټولو ترمینځ فرق بیان کړه!!!

مونږ نه پوهیږو چې ستا کومه خبره صحیح ده، ته د خپلو خبرو په مینځ کې فرق نشی کولاي او نه د خبرو ترمینځ دې ارتباط جوړولاي شي.
ته لګیا اوسه خپل منتر دې پخوه، خو څوک یې درسره نه مني.
معلومات دې ډیر زاړه او مطالعه دې صرف په خپل شخصي ذوق او فکر بناء ده.



ع کريم حليمي
15.12.2011

[quote:564bfd4f91]د مسلمانانو د ټولني د مدني قانون ، قاعده ، اساس ، زیر بنا اسماني اخلاق دي .[/quote:564bfd4f91]
ګرامري اشتباه پېښه ده
د مسلمانانو د ټولني د مدني قانون قاعده او اساس او زیر بنا اسماني اخلاق دي .
زما د مور نیکه و امان الله خان ته نظام نامه ولیکل ، هغه په دې پوهېدلی
چه نظام نامه تر قانون د شریعت سره تطابق لري ، که ډېموکراسي پردۍ او بېکانه ده له شریعت نه ؟ نو قانون هم بېګانه دی ، قانون له سره عربي نه ده
اوس يې د عربي مطابعت کړي ، قانون او قوانین او يېموکراسي د ګریک او اېټالیا خبرې وېٖٖٖٖٖٖٖٖ


م . ق
15.12.2011

[quote:4a22bd7457="ع کريم حليمي"][quote:4a22bd7457]د مسلمانانو د ټولني د مدني قانون ، قاعده ، اساس ، زیر بنا اسماني اخلاق دي .[/quote:4a22bd7457]
ګرامري اشتباه پېښه ده
د مسلمانانو د ټولني د مدني قانون قاعده او اساس او زیر بنا اسماني اخلاق دي .[/quote:4a22bd7457]
ګرامري که فکري او عقیدوي اشتباه؟؟؟
خداي دې وکړي چې خپل نور اشتباهات هم ومنې او حق ته غاړه کیږدی.



ع کريم حليمي
15.12.2011

یوه ټوکه به هم کوو ، خوښه دیده ؟
ستا ژبه داسي وايي‌
((((څو چې د مظلوم بتاشې اوښکې له لیمو راوځي
د بغاوت سپیڅلې ژبې به مو له خلو راوځي)))
الحمد الله چه ښکنځل نه کوېٖٖٖٖٖٖٖ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما ژبه داسي‌ وايي چه
قال تعالی ّ‌: ولا يحيق المكر السيئ إلا بأهله
يعني : څاه کن په څاه کي‌

لږ خنداهم ښه شئ ده


م . ق
15.12.2011

[quote:0c19ec13a0="ع کريم حليمي"]
زما د مور نیکه و امان الله خان ته نظام نامه ولیکل ، هغه په دې پوهېدلی
چه نظام نامه تر قانون د شریعت سره تطابق لري ، [/quote:0c19ec13a0]
ښه چې ستا د مور نیکه نظام نامه ولیکله نو دا ددې دلیل شو چې قرآن قانون نه دی او باید چې بل قانون ولیکل شي؟؟؟

بل داچې ستا نیکه د امان الله خان د غربي دیموکراسۍ لپاره نظام نامه لیکلې وه نو ته هم مجبور یې چې د خپل نیکه په تقلید یو ځل بیا د امریکايي دیموکراسۍ لپاره د نظامنامې جوړولو په خاطر جواز پیدا کړې او د قرآن مجید د قانون ګرځولو څخه انکار وکړې.

ایا پدې پوهیږې چې هماغه ډیموکراتیکه نظامنامه ددې سبب شوه چې ولس د امان الله خان خلاف راوپاریدو؟
ګوډ ملا به په یو لاس کې هماغه نظام نامه نیولې وه او په بل کې به یې قرآن مجید نیولی وو او خلکو ته به یې وییل چې ای خلکو! تاسو د امان الله نظامنامه منئ او که دخداي کتاب منئ؟
هماغه وو چې نتیجه دې ولیدله، امان الله خان اټالې ته وتښتید او د نظامنامې لیکونکي سره د خپلو لمسیانو امریکا ته وتښتیدل چې اوس هملته اوسیږي او دهماغې نظامنامې خبرې کوي.
خردمنو!! د تاریخ څخه عبرت واخلئ، تاسو لا اوس هم د افغانستان غوندې په یوه اسلامي ټولنه کې دیموکراسي غواړﺉ.
د خلقیانو او پرچمیانو د ډیموکراسئ انجام مو ولید چې د ملیونونو افغانانو په وژنه او د ملیونونو نورو په مهاجرت ته اړ کولو او وطن ورانولو سره بیا هم ونه توانیدل چې د ښارونو څخه د باندې دیموکراسي تطبیق کړي، بلکه خپله سره د خپل بادار نیست او نابود شول. فاعتبروا یا اولی الالباب

رښتیا هم چې ترکاڼي د بزو کار ندی.

[quote:0c19ec13a0="ع کريم حليمي"]
که ډېموکراسي پردۍ او بېکانه ده له شریعت نه ؟ نو قانون هم بېګانه دی ، قانون له سره عربي نه ده
اوس يې د عربي مطابعت کړي ، قانون او قوانین او يېموکراسي د ګریک او اېټالیا خبرې وېٖٖٖٖٖٖٖٖ[/quote:0c19ec13a0]
مشکل پدې کې ندی چې ډیموکراسي بیګانه ده، بلکه ډیموکراسي د اسلام د اساساتو سره په ټکر کې ده او داسې سره متضاد دي چې د یو په راتلو سره بل له مینځه ځي.
د قانون څخه ستا څه مراد دی؟ لفظ د قانون ښايي او که معنی او مفهوم یې؟؟که لفظ یې بیګانه دی نو معنی او مفهوم یې په اسلام کې موجود وو.
او که باالفرض معنی او مفهوم یې هم بیګانه وي نو بیګانه توب ترهغې پورې کوم حرج نه دی ترڅو چې د اسلام د اساساتو او اصولو سره په ټکر کې نه وي.

اوس پوه شوې!!!!!!!!!!!!!!!
اسلام یو الهی نظام دی چې هیڅ انساني نظام یې په مقابل کې د ټینګیدو نه دی.

لویه او عظیمه ربه، ډیر زیات فضل او کرم دې راباندې کړی چې د اسلام غوندې ستر انعام دې راباندې لورولی، مونږ عاجز بندګان څنګه کولاي شو ستا ددې عظیم انعام ادنی حق اداکړو :cry: :cry: :cry: :cry:


م . ق
15.12.2011

[quote:7fc7f9fad8="ع کريم حليمي"]یوه ټوکه به هم کوو ، خوښه دیده ؟ لږ خنداهم ښه شئ ده[/quote:7fc7f9fad8]
د ټوکو وخت تللی، په مونږ ماتم دی او ته په امریکا کې ارام ناست یې خنداګانې کوې.
دلته د چا کور وران شو، په چا بمبار شوی، دچا بچي شهیدان شوي، څوک یتیمان شوي،د چا د ژوند ملګری شهید شوی، په چا بم الوتی، د چا سترګې او پخې او لاسونه نشته، څوک په هسپتالونو کې پراته دي، څوک د یرغلګرو په جیلونو کې پراته دي،څوک د لوږې مري ،څوک د ځان پټولو لپاره څه نه لري، او د چا دناموس او عزت سره لوبې کیږي.
او ته په امریکاکې په ډکه خیټه خنداکوه، همدا مو بشردوستي او انسانیت دی.

بس که ډیموکراسي مو خوښه ده او که ډمتوب، هملته یې کوﺉ، مونږ سره کار مه لرﺉ او کنه نو دا پاتې ډیموکراتان به هم درولیږو.



ع کريم حليمي
15.12.2011

هر کله چه د قران او د سماوي نطام پر سر بحث روان وی ، نو لازمه ده
تر وسه !د نص او سنت نبوی نه الفاظ راواخلو !!
احکام ، اخلاق ، شریعت !!
په د غه مشخص بحث کښي زه قانون په رسمیت نه پېژنم ،
د شریعت مثال د بحر دی ، او قانون په مثال د لښتي او ویالې دی
له دریابه ویالې ته نه درسره ځم ، بل عنوان خلاص که چه پر قانون بحث وکړو
هر هغه څوک چه قانون تر شریعت لوړ کڼي او یا شریعت د قانون درجې ته را ټیټوي .‌ په درشل کي‌و درېدلئ
ډېره ژړا او لږ خندا و ماته اسماني عملي اخلاق دي !!! الحمد لله على كل حال !!!!!!!
ناشکري = کفر

[quote:a2ba33f751]بس که ډیموکراسي مو خوښه ده او که ډمتوب، هملته یې کوﺉ، مونږ سره کار مه لرﺉ او کنه نو دا پاتې ډیموکراتان به هم درولیږو[/quote:a2ba33f751]
خدای دی اجرونه درکړي ، د دغه ریفورم خو سل په سل کي وملګری یم
او د نظام د چپه کېدو دي مخلف یم ، په ریفورم کي د خدای رضا وینم
او زموږ رسول ریفورم خوښاوه


م . ق
16.12.2011

[quote:89372da29d="ع کريم حليمي"]
احکام ، اخلاق ، شریعت !!
په د غه مشخص بحث کښي زه قانون په رسمیت نه پېژنم ،
د شریعت مثال د بحر دی ، او قانون په مثال د لښتي او ویالې دی [/quote:89372da29d]

په احکامو او شریعت کې څه فرق دی؟ د شریعت معنی څه ده؟ د شریعت مفهوم هم اسلامي قانون دی.
تا اوسه پورې د شریعت خبره نه وه کړې، تا د قرآن مجید د قانون ګرځولو څخه انکار کولو خو اوس خپلو خبرو ته تاویل ورکوې او د شریعت خبره پکې را اچوې ترڅو د بحث مسیر بدل کړې. ډیر هوښیار یې کنه، خو دلته دې هوښیاري نه چلیږي :)

[quote:89372da29d="ع کريم حليمي"]
له دریابه ویالې ته نه درسره ځم ، بل عنوان خلاص که چه پر قانون بحث وکړو
هر هغه څوک چه قانون تر شریعت لوړ کڼي او یا شریعت د قانون درجې ته را ټیټوي .‌ په درشل کي‌و درېدلئ [/quote:89372da29d]

ظالمه تا خو قرآن تر اخلاقو پورې محدود کړی دی، تراوسه پورې دې وییل چې په قرآن کې د ګوتو په شمیر قانونونه دي، نو تا له دریاب نه ویاله جوړه کړېده که مونږ؟؟ پدې چالاکۍ دې خپلو تیرو اپلتو ته پرتوګ نشې کولاي.
ته یو ځل زما د مخکنیو ټولو اعتراضونو او سوالونو ځواب راکړه بیا به نوی عنوان خلاص کړو، تراوسه د هغې اعتراضونو او سوالونو ځواب کولاﺉ نشې او لګیا یې بل عنوان پرانیزي.

نور بیا.........


رښتینی
16.12.2011

حلیمي لیکي :
هر کله چه د قران او د سماوي نطام پر سر بحث روان وی ، نو لازمه ده
تر وسه !د نص او سنت نبوی نه الفاظ راواخلو !!
احکام ، اخلاق ، شریعت !!
په د غه مشخص بحث کښي زه قانون په رسمیت نه پېژنم ،
د شریعت مثال د بحر دی ، او قانون په مثال د لښتي او ویالې دی
له دریابه ویالې ته نه درسره ځم ، بل عنوان خلاص که چه پر قانون بحث وکړو
هر هغه څوک چه قانون تر شریعت لوړ کڼي او یا شریعت د قانون درجې ته را ټیټوي .‌ په درشل کي‌و درېدلئ
ډېره ژړا او لږ خندا و ماته اسماني عملي اخلاق دي !!! الحمد لله على كل حال !!!!!!!
ناشکري = کفر
-------------------------------
ځیني هغه خلک چې لویدیځ ته په زړونوکې نرمه ګوشه لرې هغوی
کوښښ کوې چې مذهبي اصطلاحات په داسي توګه تغیرکړې چې
دلویدیځوالو دخوښي وړ وې ىبيلګی په توګه دوی وایې دکافرپه ځای
باید نامسلمان یا منکر توری وکارول شي اوداسې نور
او داسلامي نظام او اسلامي قانون له تورو سره هم ښه مینه نلرې ځکه دوی
هروخت دسیاسي اسلام مخالفت کوې او له دې کبله یې اسلام دوه ټوټي کړی
دی یو سیاسي اسلام او بل غیر سیاسي یا تبلیغی ډوله اسلام او دسیاسي اسلام
یې هروخت مخالفت کړی دی نو طبعا به دقانو او دنظام دتورو هم مخالفت کوې

ګومان کوم حلیمي صیب هم هسي په تعبیراتي تیروتنو کې لویدلی دی ځکه دی په خپله وایې چې قانو ن یوه ویاله ده او شریعت بحر دی نوپه ویاله کې عینا د بحر اوبه بهیږې خو یواځی دومره وې چې پرویاله اباداو میشت خلک خپلي ویالي ته یو سیمییز نوم کیږدي
نوهغوی ته بایدڅوک داسي ونه وایې چې ددي ویالي نوم مو غلط دی
او دقانون توري په اړه زه یوڅه نوري خبري هم لرم

په مینه


اکرم
17.12.2011

----



ع کريم حليمي
17.12.2011

[quote:e539b8e7da="مبارز قرآني"][quote:e539b8e7da="ع کريم حليمي"]
احکام ، اخلاق ، شریعت !!
په د غه مشخص بحث کښي زه قانون په رسمیت نه پېژنم ،
د شریعت مثال د بحر دی ، او قانون په مثال د لښتي او ویالې دی [/quote:e539b8e7da]

په احکامو او شریعت کې څه فرق دی؟ د شریعت معنی څه ده؟ د شریعت مفهوم هم اسلامي قانون دی.
تا اوسه پورې د شریعت خبره نه وه کړې، تا د قرآن مجید د قانون ګرځولو څخه انکار کولو خو اوس خپلو خبرو ته تاویل ورکوې او د شریعت خبره پکې را اچوې ترڅو د بحث مسیر بدل کړې. ډیر هوښیار یې کنه، خو دلته دې هوښیاري نه چلیږي :)

[quote:e539b8e7da="ع کريم حليمي"]
له دریابه ویالې ته نه درسره ځم ، بل عنوان خلاص که چه پر قانون بحث وکړو
هر هغه څوک چه قانون تر شریعت لوړ کڼي او یا شریعت د قانون درجې ته را ټیټوي .‌ په درشل کي‌و درېدلئ [/quote:e539b8e7da]

ظالمه تا خو قرآن تر اخلاقو پورې محدود کړی دی، تراوسه پورې دې وییل چې په قرآن کې د ګوتو په شمیر قانونونه دي، نو تا له دریاب نه ویاله جوړه کړېده که مونږ؟؟ پدې چالاکۍ دې خپلو تیرو اپلتو ته پرتوګ نشې کولاي.
ته یو ځل زما د مخکنیو ټولو اعتراضونو او سوالونو ځواب راکړه بیا به نوی عنوان خلاص کړو، تراوسه د هغې اعتراضونو او سوالونو ځواب کولاﺉ نشې او لګیا یې بل عنوان پرانیزي.

نور بیا.........[/quote:e539b8e7da]

السلام علیکم و رحمة الله
هر کله چه څوک د قانون نوم واوري نو پوهېږي چه غیبي نه دی ، یعني د بنده د فکر حاصل او محصل ته په اصطلاح قانون ویل کیږي .
زه به نور هیڅ وخت و نه وايم چه اسلامي قانون !
، زه به نور د همېشه لپاره د ژوند تر ورستۍ سلګی وایم چه "شریعت اسلامی"
شریعت : په عامه معنیٰ د دین متردافه کلیمه ده ، چه اصل او بنیاد ئې غیبي دی ، او احکام اللهی قابل د تغییر او تبدل نه دي قطعاً او ابداً !!
موسیٰ ع ، عیسیٰ ع هم شریعتونه درلودلل ، زموږ نبي علیه السلام هیڅ کله ندي ویلي چه قانون موسیٰ

قانون اساسي : هغه لیکلی سند دی چه د سیاسي قدرت د توزیع او مقرراتو اصول او قواعد او د تفوق موازینې په کښي لیکلي وي ، او هر وخت قابل د تغییر اوتبدل او اصلاح ؤ ، وي به !!!!

زه د خپل وطن ، اساسي قانون تر هغه ځای او وخته پوري منم تر څو پوري چه د محمدي شریعت سره په تناقض او ټکر کښي نه وي لوېدلی

قرآن :
قرآن مجید په مجموع کښی ټول احکام دي ، ( حد ، عبادات ، اخلاقیات )
لمونځ کول ښه اخلاق دي ، زکاة ورکول ښه اخلاق دي
زنا بد اخلافي ده ، ربا بد اخلاقي ده ، شراب او قمار بد اخلاقي ده ،
غیر حق قتل بد اخلاقي ده ، بهتان بد اخلاقي ده ، د ورور تجسس بد اخلاقي ده ، بعضي ګمانونه بد اخلاقي ده ............. د ورور غیبت کول لویه بد اخلاقي ده ، له ملکرو سره په ادب خبري کول ښه اخلاق دي
په شریعت محمدي کښي اخلاق عظیم منزل لري ، قرآن الكريم د رسول الله په مدح کښي فرمايي چه: وإنك لَعلى خلُق عظيم

بعضي بد اخلاقۍ کبیره دي چه حد شرعي پر جاري کیږي
که څوک د کبیره ګناهونو او بد اخلاقیو څخه پرهېز وکړي ، تر کوچنیو ګناهونو رب العزت ور تېریږي ،
چه راسم د بحث محور ته (ان الحکم الا لله)

هر کله چه د مملکت قاضي فیصلي په شریعت محمدي سره اوروي ،
نو وایو چه دغه ملک ولسواک ملک دي او په دغه ملک کښي (ان الحکم الا لله)
نوټ : ما په پخوا کښي ویلی وه چه په اسلامي ټولونو کښي قاضی حکمونه کوي ، خپله خبره ګرځم
اللهي حکمونه موجود دي ، قاضي فیصلې کوي د خداي په حکم !



ع کريم حليمي
17.12.2011

بسم الله

وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعاً وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِإِخْوَاناًوَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more