د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

Stoman
16.04.2006

د پردېسۍ پۀ هجره کې د يارانو پر مجلس ،
پۀ لمنو ،لمنو سلامونه !
دا مو څۀ حال جوړکړی ؟ داځينې خو سي لکه ناګډې بېډۍ منځته راځي ، ها د کندهاري خبره سړی په دې نه پوهېږي ، سي خپله غره بژه کړم او که د دۀ وربژه کړم ،
عجبه له ځانه سړی جوړ که ، ، داد خلکو مجلس پۀ غ ....ي ......... ڼ ..... مه ور وهه ، که دې ټوکې نه يي زده کرار کېنه ،
[quote:45328d5a0d]چى ټول افغان ته را ننوځم دى حجرى ته سر را ښكاره كوم خوتر اوسه مى
څه پكى ليكلى ندى اوس هم داڅو ټكى ليكم اوزيات نشم ګړيدلى ځكه له هوتك اوملګرونه مى ترك زره چوى داكور ړنګى (كورړنګى يي مكړى)بيخى لوڅ كينى
څرنګه چى زه هم يو بدمرغه پرديس يم نو دى حجرى ته مى زړه راكيږى او راځم به
خو په دى شرط چى محترم هوتك جان او ملګرى يي ګزاره راسره وكړى او له دا نامه لاندى خبرى له ماسره ونكړى دا ځكه چى زما تور بخت يي بولئ او كه .......زه ډير سخت شرمندوكۍ يم كه مو مامولى هم وښكنځلم بيا به دابريتونه دلته نه وينئ
ټوكى زار مړى خو نورى هم شته هر څوك دى له خپله بڼه ګلان راشوكوى
داسمه ده او كه نه ؟
او زما شرط راسره منئ او كه نه ؟[/quote:45328d5a0d]
لقمان حکيم صيب پخير!
ولې ، ولې تۀ ګنډه نه تړې که څۀ شی دی چې راغلی لا نه يې بيا دې سسته کړه :oops: :oops: وېغام دا خو مجلس دی ، ټوکې دي نارينه يې ،ږغېږو به سره ، را مالوم به سې چې څومره پۀ اوبوکې يې ؟
داځکه چې دلته هرڅوک اول راسي ، ځان ډېر دپور سړی هم ګڼي، پرهېزګاره او دينداره هم ځانته يايي ، خو سي يوه څو شپې يي وځي ، نو پخپله ځان راوښيي چې پۀ څومره اوبو کې يم ، يا پۀ بله ژبه ، چې يوڅو شپې يي ووځي نو بيا لکه د کونډې لور چې لا پۀ کمکيوالي کې پۀ غو ....... ووو روږدې سي ،چې ځواني ته رسېږي نو دا د سيمې لښتي يي ټول ليدلي يي ، مخصد مې دادی چې بيا د Situation پروا هم نه کړي او آن د اسلام پۀ فورم کې هم پۀ غره ، غره له خلکو سره ږدي ، داد ټوکو پاڼې خو پرېږده !
که تۀ هم يو څو شپې راسره تېرې کړې ، بشپړ باور لرم سي دا پاس تعبير به رښتيا کړې ، !

[quote:45328d5a0d] اوپاتي شوه دصميم جان دواده خبره نو هلکه غورزه په پردو ودونوکي هغه دچاخبره سپي په ډانگو وهه.دځان اوآشناغم خو دي ونه خورې. [/quote:45328d5a0d]
هوتک جانه ! تۀ هم له مړو غره غواړې ، لکه لېونی خر خپلې کتې ته مې خلۀ اچولې ولا زۀ به پر ملا پټکی نه واچوم ، يوه ورځ له خوشالۍ پۀ جامو کې نه ځايېږم ، بله ورځ بيا لکه چينجن سپی پۀ غره خلې لګوم ، نو يي تا به څۀ غم وخورم ، کنډېشن د دواړه يو دی ، ياني خپلې کتې ته مو خلې اچولې ښه ورځ راباندې کورآن ده ، سي و به يي نه وينو ، نور نو دعا راته کوه ، که مې رزلټ OK نۀ وو خدای خبر چې بيا به مې پۀ ټول افغان کې ووينې ، يو شين کميس چېرې پيدا کوم ،اغوندم يې ځم يولوی دؤس له ځانه جوړوم ، د داتا صاحب ملنګ کېږم ، نور کۀ څۀ نۀ وو وريځې ( وريژې ) خو به پرېمانه رارسېږي !

نور نو د خدای پۀ امان ، خو دا راته وواياست چې هغه زما جيګري ملګری دوست ،چا خپه کړی دی سي نه مو پۀ ښه راځي نه پۀ بده !
او هغه بل ، پېخوری جانان خو مې دومره ناز غواړي ، سي له وسه مې تېردی !


دربار
20.04.2006

وتکه یاره مولا دي شین راوله
خبر يې ولسي چرګي خو رهین هم بر ډګـ . . . . . .ـه سپور کړ اوس به د رهین تر سلنسر هم یاتي توره خوړسکه وځي :lol: :lol:
زه خو راغلمه چيد انځورګر په اوجوره کي به اتڼ روان وی ځکه هغه خو د رهین د ځمکي پر سرلومړی دوشمن و ان کتابونه ئې پسی لیکلی او چاب کړی خو چه راغلمه نه واده شته او نه ډمامه

-------------------------
یاره وتکه ستا مخته دی اویا وی
تر وتکو یوه غوره را یاده شوه ، زموږ د کمپ په ښونځۍ کی مندوخیل ماما چي زموږ تیچر و له دادک ارامی څه پوښتنه وکړه چی ولاړ شه دوتک قوم تشرخ که چه دا وتک څنګه پیدا شوه ؟
هغه ورته وویل چی په پخوا زمانو کي دوه پیغلي وې یو ځوان ئې خوښ و نو یوې و دابلي ته وویل چه دا ځل دا ځوان که در یاده کړه :P نو هوته که ور به ئې زه کړمه :lol: نوچي کله د هغه څه ماشوم پیدا شو نو ئې نوم ورباندی هوتک کیښوده :lol: :lol:



مجيب انګار
24.04.2006

خدايه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک....
ورکو يارانو سلامونه م ومنئ. الله پاک دې وکړي چې روغ رمټ به ياست. نه پوهېږم چې داچېرته لاړئ او ولې داسې تري تم شوئ. هوتک خان او صميم جانه حجره خو په ټولو خوپه ځانګړې توګه په تاسې اباده وه ولې داسې تري تم شوئ؟


بصير افغان
25.04.2006

درباره وروره سلامونه

په پښتو كې متل ده وايي په تيرواوبو پسي بيل مه وړه، كه دې پخواني ياران كللي وي خير ده لكه د ما په شان نوي ياران هم دې اوجوري ته راغلي دي . خداى دې وكړي چې د تا په ګډون د ټولو را سره جوړه شي.


کټوازی
26.04.2006

هاهاهاهاها

انګاره وروره خوږ دې پر ما سه !

دادی زۀ خو راورسېدم ، او هوتک جان ،خدايزده چې ولې يي پۀ نيمه لار کې پرېښوولو ، سره له دې چې فورم ته هم راځي ،ها بله ورځ يي د فلاسفه ؤ پۀ منځ کې هم ها هاهاها کول ، خو خدايزده چې موږ نارينه نه ورته ښکارېږو اوکه ګنډه نه تړو چې فورم ته هم راځي او داسې هم نه ايي چې دلته خو مو هم يو دوه له ځانه مرور پرېښي دي ځه سلام خو به ورو اچوم !

خو څه ووايم ! زموږ نصيبه هم ولاکه پښتنه وي ! هر چا پۀ نيمه لار کې پرېښي يو ، نن د چارشنبې پۀ ورځ مو يو بل خوږ ملګری هم ډېر ليرې راڅخه ولاړ ( دوست در يادوم ) او له ګنګا نه د ښرنې مينه ناکې فضا ته والوت ،خدای دې يي پۀ خير او عافيت تر خپل منزل مقصود پورې ورسوي ! امين

اوس نو ګورو به چې هوتک جان څان ښوروي او که يه ! ؟

هو ! رښتيا ، له ياده مې ووتل ، بصيرجانه ، خدای دې راوله ، خو ګوره چې پۀ نيمه لار کې مو پرې نه ږدې !


بانډار

الهام
06.05.2006

زندپاد ولاچې ښکلى بانډار دى
همداسې خوښ وسئ


کټوازی
06.05.2006

[color=cyan:739012c62d] اوس د هجرې مجلس ته هم د شپې ياران نه راځي ،
پر لاره تلو داسې ويل يوۀ لېوني مساپر[/color:739012c62d]

الهامه وروره !
خدای دې وکړي چې ستاسې له راتګ څخه پۀ الهام ياران پۀ ويښېدو سي !
او دا هوتک خو دې خدای پۀ هغه يهودۍ شيشکه ............... کړي چې لږ يې سر ته خود او عقل راشي ، او لږ يې ورپۀ ياد سو :oops: :oops: :oops:


سلامونه

الهام
09.05.2006

سلامونه مې ومنه صميم جانه !
زه به نو رڅه ووايم خو آآآآآآآآآآآآآآآآآآآآممممممممميييييييييييييييينننننننننننننن

وروردې الهام


زمريال
10.06.2006

د پرديسۍ د هجرې ، ورکو ځوانانو ته ،

سلامونه او ښې چارې

دا په تاسې څۀوشول چي هيڅ مو درک نه لګي ؟

خدای دي وکړي چې ټول ژوندي او روغ رمټ ياست

څومره شۀ ، له ميني او خوالۀ ډک مجلسونه مو ساړۀ شول !؟

يو وخت وو چې دا هجره په ټول افغان کې ترټولو هجرو توده هجره ، د ميني او خواله مر کز وو ، خو اوس پرې د خاموښۍ خپسې خپلي منګولې داسې ښخې کړې ، هډو د چا زړۀ ته نه لوېږي چي دلته هم څوک وو او که نه ؟

خوڅۀ وو ايم ، يوازې دومره ويلای شم

ځوانانو يو تر بل جارېږئ

ما د مجلس ياران ليدل چې خاورې شونه


هادي حيران
10.06.2006

اشنا په کيسه کې يې مۀ کېږه. هوتک خو وادۀ وکړ او لاړ له کاره ولوېد. اوس به ورته معلومه شي چې له سېره څو پخېږي. صميم ورته ډېر وويل چې په کرار کېنه خو د هغه مثال د ايچ کاپر دى، که چا ورته وويل چې کېنه نو پاڅي او که چا ورته د پاڅېدو وويل نو کېني. صميم هم ورپسې ځان ورک کړى دى. کارونه يې دومره نشته خو وچ په وچه يې ځان ناوزګاره کړى دى او د هوتک پېښې يې پېل کړې دي. بله خبره دا چې نن سبا موسم هم تود دى، هر څوک له حجرې څخه بهر ګوزاره کولاى شي خو چې کله ژمى شي او بهر ګوزاره نۀ کېږي نو بيا به دا ټول هم دلته راغونډېږي او د خپلو چټياتو کڅوړې به پرانېزي. درېمه دا چې صميم اوس د شاعرانو سره ټانټې جوول پېل کړي دي او اکثر يې زه وينم چې د ټول افغان د شعر په برخه کې د شاعرانو په شعرونو کې چخچي وهي. خداى دې ورته خېر کړي.
خاورې انګار په خوشحال خټک پسې لګېدلى دى، ګوره چې څه به ترې جوړوي. خداى دې وکړي چې شعرونه يې د خاورو خوراک نکړي.
باز محمد عابد هم حجرې ته ډېر په تادۍ راغى خو چې دلته يې د هوتک او صميم د کليوالو قامي او ملي کارنامې واورېدلې نو بس لاړ او نکريزې يې وکرلې. اوس يې د نکريزو پاڼې شنې دي، ډېر ژر به پرې دا سيمه رنګ برنګ او ګل و ګلزار کړي.
او زه به د خپل ځان په هکله درته څه ووايم، بس دغه حال دى نو!!!!!


کټوازی
11.06.2006

هاهاهاهاهاها
يارانو ، پۀ تېره بيا زمريال صيب ، او پۀ ځانګړې توګه هادي جانه ،
پۀ ځوليو ځوليو سلامونه ، نېکې هيلې اوښې چارې !
ولا زمريال صيب څۀ مې کړي وای ( ؟ ) يوازې يي پرېښوولم ځکه خو ان پۀ سرۀ دوبي Hibernate شوم ، ګنئ باور وکړئ د زړۀ غوږونه مې څک نيولي وو ، چې کله به مې د زړو يارانو له ډلې څخه د يوۀ د پښو ښکالوتر غوږو شي او رابيدر به شم ( ! )
خو داچې تاسو مو ترمنځ لينک ثابت سواست ، او يو مو راته راکش ، هغه د کندهاري خبره حج مو راباندې وکړ ! :cry: :lol: :cry:
پاتې شوه ،د هادي جان کيسه ،
نو زړګيه ! پرخدای دې باور وشه ، پر ما نه ! چې ستړيا دې ستړی کړم !
دا دې څۀ پۀ مصيبت کې ځان واچوۀ ؟
ما خو پۀ هماغه ورځ د حمزه بابا دا شعر درډالۍ کړ،
پام کوه زړګيه پښتني هوډ دې کچه نۀ شي ،
دومره بار دې ولې پورته کړی چې دې وړای نۀ شو ( ؟ )
تا ويل نه ! داخو هيڅ بار نه د ی ، پېريانو ته غزنی څۀ شی دی ؟
ودې ليدل چې تېل دې ختم شول او س مجبور يو چې هه د ميراوس خبره ، ديکه ولګوو،
او د بانود تشې لوپټې ترسيوري لاندې دې ټول فعاليت منجمد شو !!!
دا ولې ؟
هو ! رښتيا ، يو دوه وارې مې د سړو له خوارۍ ، کوښښ وکړ چې د ټول افغان د يوڅو شاعرانو کږې خلې ورسمې کړم ، خو اخېرمې خپله خلۀ پۀ کې کږه شوه او سوکه کېناستم ،
پاته شو هوتک !
ولاکه يي چندان سړيتوب ورخپل کړی وي ، او ما دې خدای هم داسې نه کوي چې د دۀ پېښې به کوم ، ولاکه لا وادۀ کوي او که يي لا زړۀ غواړي ، هغه د اندړ خبره ډګه بوز انسان دی چې چېرې يي ښه هورې يي شپه وي !
موږ هسې پرې ختاسوي وو ، او وازګې مو تر پام غوښې راغلې وې ،
خير نورې به بيا سره کوو ، انګار کاکا پرېږده چې له خوشال بابا څوک جوړوي ؟
خواجه محمد سائل له خوشال بابا ترک ، او لږ غوندې کرد جوړ کړ ، او برق صيب پۀ رحمان بابا پسې پاڅې راپورته کړې ، خدای خبر چې څۀ شی ځنې جوړ کړي ، تردې دمه خو يي د خدای فضل دی ې د پښتنو له کتاره ايستلی او د نجد د څارا عربانو ته يي ورشړلی !!!


داود فايز
12.06.2006

زمريال صاحب او ملكري سلامونه
نيكي هيلي او سلامونه ومني
وروره دا زاړه انډيوالان پريږده راځه له مونږ سره ملګرتيا وكړه چي د خولي خوند دي سم شي ، نو اوس ستا خوښه چي مونږ په خپله خوا كي نسي كه يه.
والسلام عليكم


hotak
16.06.2006

سلامونه اشنایانو!
دغه دی زه بیاراغلم. ځینو دله ګانو په ماپسې ويل چي هوتک ډالرګټي که ډالرمي ګټلای نوزه به هم اوس په افغان کابینه کي وزیروم.ځکه هغه ښاغلي خوهسي هم دافغاني غیرت،اوځاني ناموس په بیه له امریکایانو نه ښه په پیخرډالرګټي. موږدي خدای دهغو سپونه نه حسابوي.باوروکړه زه اوس هغو خلکوته په اچولو سلامونو هم پښیمانه يم.
پاتي شوه دګټي وټي خبره نوزه هم ستاسي په څیرحق لرم چي هغه دپيښوریانوپه خبره خپل راتلونکي بال بچ ته څه وګټم.
نورموزه په خیزمت کي يم. هلکه صميمه ښې خبري دي کړي. له ټول افغانه اوس سړو کوچ کړی اودابوعمرالافغاني په څیرعجیب الخلقته وګړو ډیرې پکي اچولي دي. اوس همدومره نوربیا
ستاسي يار نصیراحمدهوتک



مجيب انګار
16.06.2006

دزړګي سره هوتکه وروره! سلامونه مې ومنئ!
ياره ښه شوه چې پخير راغلې والله زموږ نه خو هرڅه اوبو وړي دي،صميم خو هيڅ ندی مالوم چې چېرته دی او ولې ورک شو


داود فايز
17.06.2006

سلامونه او نيكي هيلي ومني
هوتكه تا زه څه ليدلي يم ورك نشي چي زه عجيب الخلقته يم خو خير له هر څه سره دا به هم زه يوه ټوكه وبولم كه بيا هم ستا خوښه نه وي نو زه به درنه لاړ شم ځكه چي ستا حسن الخلقته غوندي ځوان وكولي شي چي خپله ديره وساتي.
به الله دي سپارم
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته


hotak
17.06.2006

ګرانو یارانو په تیره بیا عمرافغاني صيب سلامونه اونیکي هیلي
یارانو داخونه دټوکوټکالوده. خوابه نه سره بدوو.خیردې که کله ناکله یوه بل ته عجیب الخلقته ووایو.داشکرباسه چي دټپوس نوم مي ندی درته اخستی.
دلته نوپدې ګوزاره نه سره کیږي چي داسي سره ناست یولکه پیراومریدان.
نه یاره موږاشنایان یو.بنډاربه سره کوو. غوري دربي اوګپ شپ به سره ولو.پاتي شوه دعجیب الخلقته خبرنوګرانه دانوم ته مي دي کتل ځکه راته عجیب الخلقته ښکاره شوې....


داود فايز
18.06.2006

سلامونه او نيكي هيلي ومني
هوتك صاحب الله دي وبښه عفا الله عما سلف
ګوره هوتكيه وروره ما كه له نژدي وويني بيا به مي ومني
خو خير زمونږ دي سترګو تور يي او دزړه سر
الله دي زمونږ به مينځ كي ايماني او پښتني مينة را پيدا كړي



مجيب انګار
28.06.2006

هوتک لالا او نورو يارانو سلامونه!
ياره هوتک لالا دا بيا چېرته غيب يې؟.. خالد هادي پېښور ته راغلی آبله ورځ يې راته ويل دهادي حيران صيب پته راکړه،پته مې ورکړه چې دKFC شاته دهادي دفتر دی خو دی دنر بچی تللی په کې ايف سي کې يې ښه ډېر لټولی و. بيا يې راته وويل چې هادي خو په کې ايف سي کې نه و يار....!!!!!!!!
نو ياره ته ورته سوچ وکړه چې دا خالد سومره کدو سری دی....


hotak
28.06.2006

ګرانه انګارجانه سلامونه!
ياره تاته مالومه ده چي اقتصادپوهان په اوس مهال کي ډیرکم وخت لري.ځکه پیرداقتصاد دی.هسي خوشی وخت نه ضایع کوي.له چاسره یوه خبره په پنځه سوه ډالره کوي.هره خبره اوهرکارداقتصادپه غلبيل آرزوي.که يی ګټه وي کوي يی کنه نه يی کوي.
ماهم يوه ورځ له ځان سره فکرکاوه چي هلکه کودال سريه داته چي څومره وخت په ټول افغان کي ضایع کوې آخرتاته يي ګټه څه وکړه؟
ځکه یوخوڅوک پیسې نه درکوي اوبل دي ټوله ناسته ولاړه له خالدغوندي کدوسرو انسانانوسره وي.سم دم به سره بلدشي اوټک به شي په نیمه لاره کي به دي پریږدي.اوبیابه دخپلوپخوانیو لیکنو په ځای دلیونیانوپه چم دیوې ډمي عکس ولګوي اورباندي وبه ليکي چي آخ ظالمې په اوبو کي زلزله يی!!!
هلکه چي یوځل دي ټول افغان پريښودنوبیادي څه جک واهه چي دغه اوتي بوتي دي پسې ليکلې.
اوترټولومهمه يی داچي ماته يوې پښتوویبپاڼي دا آفرهم کړی چي هلکه هسي چټي له لوده ګانو سره په مفته کي لګیایی راځه موږته ليکني کوه چي ډالربه هم ګتې اوسات به دي هم تیروي.یاني هم ثواب هم خورما
خونه هاغسي دله هم نه یم. ټول افغان نه پریږدم.لومړۍ او وروستۍ مينه مي ټول افغان ده.اوتي بوتي به هرځای وايم خوټول افغان کي بات هی اورهې جناب....
اوخالدکه دي ليده سلام مي ورته وایه.څوورځي راسره په ماسنجرکي اډ وو.سلام به يی نه رابیاکاوه بله ورځ می ويل کاکا دومره هم والله که مهم یی.
ځه الله دي مل شه هماغه وو چي ډیلیټ مي کړ............نورنوهمدومره....


مازدیګر
01.07.2006

سلام
ټول ستړی مه شی
هوتک ورور اسد جانه په کتابتون کی زما دی خوښی برخه دی زړو ورځپاڼو
کودی سپړل وی .دی بانډار ته چه نوی راغلم له خوی سره سم می شاوخوا
ټولی زړی پاڼی واړولی راواړولی .زړه راته وایی چه کمبخته تر اوسه چرته
وی له داسی خوږو ولی بی برخی وی .خو دشاعر خبره
دږوندون په هره لاره لکه سوړ اسویلی تیر شوم ... په قد م قد م تاوده وو ستا دحسن محفلونه
له پخوانو می اوریدلی وو چه سیګانه ددو ډولو ځای نه ده خو په خپلو ګناه
کارو می په همدی ځا ی کی ولیدل چه دری دری ډولونه په یوه وار ښه
په خرپ وهل شوی چا کاکړی چا هوتکی غاړی بللی او یوه نیم پکی
دچا خبرهسی تش په تشه جوړنګان مات کړی
حیران ورور به دلته په کراچی کی د غمګین صیب چه دوستان یی له نازه
رنګین صیب بولی په چای خانه زما تر خوا ناست وو ما به یوه خوا
ده به بله خوا حیران حیران کتل ده خوبه خیر په دی ځای کی زړه تش
کړی وو او زه نه له ده سره او نه له دی ځای سره بلد ووم
دوست وو دلته زما عزیز وو ښاد او اباد دی وی هرچرته چه وی
هوتکه وروره د نوم دا برخه دی دومره خوږه او محترمه ده چه
...بس نو په خپل بخت ناز کوه (سحرګاه وو د نرګس لیمه لانده....
پوښتنه می دا کوله چی په دا زړو پاڼو کی خوالګر وو لیلا وه
په یوه لحجه څو تنو بانډار تود کړی وو علم نجوم په دی هکله
څه وای :?:
يار زنده صحبت باقی لوی الله ته مو سپارم دټولو (مازدیګر)


کټوازی
02.07.2006

اخخخخخخخخخخخخخخخخ
د خلاصو مازديګره (! )
نو تر اوسه چېرې وې ( ؟ )
چې مجلسونه مو درباندې تاودۀ وای ، اف تا هم اورېدلي چې سېګانه د دوو ډلو ځای نه دی ( !؟ )
خو اوس دې خدای مه وروله ، دلې خو مو پر يوه ګونډه درې ډلونه وهلي ، هورې به پر يوه ګونډه هغه د پېښوريانو خبره بلها ډلونه او پۀ هر يوۀ کې يي بلهاږغونه واورې !
___________________________
هو تکه !
درواغ مه يايه (مه وايه ) !
ولا که يوخو تۀ پر څۀ ارزې ، زۀ دې هم اېډکړی وم ، تر اوسه دې يو سلام رااچولی ؟
هر وار سي پر ليکه سوی يم ، زړۀ مې راته ويلي ، تۀ يي له منځه يوسه ، ولاکه چندان پرې ورکه ويرانه يي ، خدای دې دې يي د کاليفورنيا تر غرو هاخوا واړوي ( که خپه کېدول ..... ! )


hotak
07.07.2006

اعوذباالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم امابعد!
مازدیګرجانه خدای خو دي هرکله راوله.زمايی لیمه ستایي ګامونه.په خدای دومره درباندي خوښ شوم لکه چي واده مي کړی وي!!! (هلکو دازما واده خو په قرآن تیاردمندوشاه کاپرواده شو. تاسي دعاوکاڼۍ چي پاک خداي مي دغه بنده بیړۍ روانه کي.هلکه صمیمه دقرآن لپاره په هغه سلیمانزو فقیرانو یوښه تاویزراته وکړه. پخدای اوس خوداسي شوی يم چي که د دیوال ترسوړي هم تيريم.مخسد چي لاټۍ پکي ورنګیزي یاتي که دخټو غاروي هم پروانکوي. :wink: اوس نوتيارقاضي عزیز رانه جوړسوی. هغه زمادتوړۍ زوی وو اودکابل دشرعیاتو له فاکولتې نه قاضي وتلی وو. له رنګه داسي سپین وو لکه دسوډان اوحبشې خلک. په ټول بدن کي يی یوازي غاښونه سپین وو. دجهادپه لومړیوکلونوکي به زما ابامرحوم ورته ویل چي هلکه عزیزه کوزده به درته وکړم. هسي خوشی خرابیږې. داپیښورډیرمردار ځای دی. کوڅه په کوڅه کنچنۍ ناستي دي.دی چي لايی دکابل هواپه سراوکونه کي وه ورته وايی چي ماماپه خدای چي چارده پاس نه وي که لاس وروړم. ابامي ورته ويل بچوکال ته دي ګورم. کال ته يی غوښتنه دوازده پاس شوه.خوکله چي مي ابا ورته څلورپنځه کاله نورهم ښځه ونکړه نويی یوه ورځ په ډیره عاجزۍ ورته وویل چي ياره ماما توره بنګړي واله دي وي خوچي مودا هسي دخټوغار ورپوري وي.....) نو اوس باوروکړۍ زه هم هاغه ځای ته رسيدلی یم.
په هرصورت بختوريم چي بیاموپه فورم کي راټاله کيږم. اوس نوراځۍ چي دابنډار یوځل بیاداسي ګرم کړو لکه دشلګریانو تنور،دباجوړیانو بټۍ اودسیګانوالو توخانه........ یاهو


کټوازی
09.07.2006

هاهاهاهاهاهاهاها
هوتکه !
وايې چې ځې ځې کټوازو ته به راځې :!:
ا خېر هم د سلېمانزو تاويز ته اړسوې ، ځه که خيراو ژوند کال ته روان يم د تناسې پر سلېمانزي ملاصيب يو ځانته اوبل تاته کاږم ، خو ګوره پام دې وي چېرې پۀ نذر کې ................... رانه و نه غواړي ، ځکه دا ځينې ملايان هم ډېر رنګين مزاجه وي !
خو خير که هر څۀ وو ، د ځان لپاره نه ، ستا لپاره به غاړه ورته کېږدم ،
تر دې پورې د يوۀ ملا صيب کيسه را پۀ زړۀ سوه ( هغه د اسلام د خونې د محترمينو مخ ته دې دېوال وي )
ديوۀ ساده خان ښځه چې د پېريانو سيوری به پرې ورتۀ کوم ملا ته يي مېړۀ وروستې وه ، ملا سي ته ويلي وو چې تۀ د باندې ووځه زۀ يي حاضروم ( پېريان ) او بيا دم ور کړم ، ځکه چې ستا پۀ شتون کې پېريان نه حاضرېږي ، سی يې د باندې ايستلی وو او ملا ته ميدان ورخلاص سوی ، نو څومره چې يي پۀ وس کې وو تر هغه يي ورسره کړي ،
ياتي يي سړی رابللی چې دادی کار مې يي وکړ ( او کار يې رښتيا هم کړی وو :oops: :lol: :oops: ) دا او هغه تاويزونه او څاښتونه به درواخلې ، انشالله چې ښه به سي ، خو پر هره پنجشبه به يي تر يوې مودې پرې راولې !
سړی و ښځه يي له ملا راوتلي ،چې کور ته تللي نو يي له ښځې پوښتنه کړې چې څرنګه وو پېريان ( ؟ )
ښځې ورته ويلي چې خدای دې مېله سپېره کړه پۀ لوی لاس دې پرې وشرمولم ، نو دا کيسه يي ورته کړې ،
سي پۀ ملا پسې توپک راخيستی چې ولاکه دې بې مرګه پرېږدم ، ملا ورته ويلي چې د خدای پار دی پېريانو ږغولې ، پۀ بدو دې ککړوي !
سړي ساده خان چې د ملا خبره اورېدلې هک پک درېدلی چې ولا رښتيا هم !
زياتي يي لکه د دؤس څادر پر اوږه راچولی او رارهي سوی .
نو اوس هوتک جانه چېرې ماهم پۀ ورته شکل او يا پۀ بل شکل هغه د پېښوريانو خبره اخوا دېخوا نۀ کړي :!: :oops: :oops: :oops:
خو خير درته و مې ويل چې د ځان پۀ باب خو که مې يي څۀ هيله څرګنده کړه ، ولا به يي و غ ............. يم ، خو چې ستا او يا د بل چا کيسه راځي نو بيا هورې غوا يم .............. ( که خدای کول )
نورې به نو بيا سره کوو ، هغه وخت ې اوس تللی چې زۀ هم د خلاصو مازديګر وم او ټوله ورځ به مې پر چټنګ تېروله ، چې نيمه ورځ به مې له پېښوري جانان ( هادي حيران ) سره ماغزۀ خرابول دۀ به کار کاۀ اوز ۀ به يي پۀ مفتو کې ورسره بېګار کړی وم .
اوس نو زۀ هم د نس او د ک ................... و ................. س د فلسفې پيران يم ، خبرې مې مرغلرې دي ، هر څوک يې هم نۀ شي اخيستلای ،
خو ټول افغان او پۀ تېره بيا د خالد بابا هجره مې ځان دی د پخوا پۀ څېر به پۀ کې ژوندی او ګړندی يم .
تر بيا پورې ستاسې صميم


hotak
10.07.2006

اخخخخخ ګرانه صمیم جانه بیا سلام
نه له تاچي دومره نرشوې اوزموږخوني ته دي سر راښکاره کړ.هرکله راشې.
انډیواله که ريښتیاراباندي وايي په هغه مورده ګاوه فلسفه چي تاورته نغوته کړي وه زه هم اخته يم. وايي وږي ته چاويل دوه او دوه څوکيږي هغه ورته ويل چي څلور ډوډۍ. په قرآن ماته چي اوس څوک وايي دوه اویو څوکيږي زه ورته هماغه دوږي په دود وایم درې ......سه :lol:
باوروکړه اوس خومي له خیره ټول بدن مرداري اوبه ګرځیدلی. مخکي ښه وم کله ناکله به مي یونیم ځای خوله وهله اوخاکاو به مي مات کړ خوله تیروشپږو میاشتو مي له تبلیغیانو سره سروکار راغلی باوروکړه دجنت دحوروپه تمه يی ددنیاله هري دله ګۍ ایستلی یم. وايي یو هندومسلمان سوی وو.بیاکوم کټوازي ورته ويلي وو څي ځان هم بایدسنت کړې.هغه جذباتي سم له لاسه ډاکټرته کیناستلی وواو څښتن مړی يی وچ ککړ په ورمیږ کي پریکړی وو.خووینه ډیره ترې تله ځکه پوست يی شخ و.یوه ورځ کټوازي لیدلی چي په پښوکي یی مرۍ اچولي اولمن يی له ځانه یوګز هاخوانیولي ده وايي لاله جي څنګه يی له سنت سره؟ لاله جي چي هسي یی هم د..یڼ په ککرۍ درد وو ورغبرګه کړه چي یاره خان صاب نه مي دين سو نه مي غیڼ سو.....
نوله دغوتبلیغیانوسره والله ډاریږم هسي نه زماهم لکه دهندو نه داشي اونه ها... :?
پاتي شوه هغه دملاصیب کیسه نوزه به هم درته دخپل کلي یوه ورته کیسه وکړم.
زمایو آشنا چي خورا نرملادی په شاه جويي کي په یوه کلي کي امامت لري.یوه ورځ یوکلیوال ورته راغی وايي ملاصیب دخداي هیله اوستاهیله. هغه لورمي داسي لیونۍ سويده دغه پیریان يی ډیره په عذابوي. ډاریږم اورته یی وانه چوي. که دي دغه دپیریانو چاره وکړه نوهرنذر اوصدقې ته دي ولاړ یم.هغه ورته وویل انجلۍ زموږکره راواستاوه که خدای کول داسي پیریان به ورنه پورته کړم چي په عمربه هم ورباندي رانشي.
هغه چي انجلۍ ورته راوسته نوانجلۍ نه وه په قرآن دحوري خور وه(بلاتشبیه) سره سپینه،غټي سترګي، جګه ونه او وتلي سينه ......... :?
هغه چي ملاصاحب ورنه اوه کرښي تاوکړې اوانجلۍ يی له خچنۍ ګوتي ونیوله نویی ورته ویل اوه دخدای بندګانو دغه ړندکۍ ولي تنګوۍ؟ پیریانو په خوراقهرجنه لهجه ورغبرګه کړه وژنو يی موږ دامبرسر(امرتسر) پیریان یو.ډیرغښتلي یو. هغه ورته وویل که موږستاسي ټول شرایط پوره کړو بیاخوبه یی نه وژنۍ کنه؟؟ هغوي ویل نه..ملاویل ستاسي شراېط څه دي؟؟
هغوي ویل: دبرکلي جومه ګل ته یی ورکړۍ :? (بي بي دادا دبرکلي په جومه ګل مینه وه)
هماغه وو چي پلاريی دملاصیب له وصیت سره سم انجلۍ دبرکلي جومه ګل ته ور واده کړه :lol: :D :lol:


Mohammadi
10.07.2006

يره هوتکه ورک شي پدا سپکه خوله چې په څۀ نه يې تړۍ٠
دومره پښې دې اوږدې شوېدي چې سړي دې له ګېرې ځوړند کړي ٠لږ سم شه زه خو کله وم کله نه کنه بنډار به مې درسره کوه بس اوس
ټول افغان کي مداريان ډير شويدي کله کله منطق ماما له سر ښکاره 
کوه٠ مرغوڼۍ او مقاد صيبان اوس د امريکي نه هم وراوختي دي
لږ لږ يې سموه
وسلام 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more