د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

Dost
28.03.2006

د هجرې ځوانانو سلامونه مې درنیسئ !
یاره صمیمه ، دا هوتک لالا تۀ وا ددې حق درلود چې پوښتنه (ستړې مسې) مو ورسره کړې وای ؟؟؟ پوره دوه میاشتې يې هجرې ته را وهم نه کتل .دومره ځوان سړی او دومره ناځواني :shock:
عابدجانه ستړی مسې [quote:d8e51e3abe]له يارانو سره مصلحت وکړه که مو زه د پرديسۍ په حجره کې زغملای شوم نو راته وواياست.[/quote:d8e51e3abe]
دومره ستونه مه غواړه،تۀ وا زموږ خو د ابا هجره ده ؟؟ هرکله راځه .
[quote:d8e51e3abe]په اخيرکې عزيزته وايم چې زه فکرکوم ته هم نوي دهجرې ته راغلې زه اوته بايداوښيارووچې دانوره ياران خفه نه کړو[/quote:d8e51e3abe]
یه یه ،پاچا سلامت ! فکر يې مکړه موږ د خپګان تر پولو اوښتې یو، که د خندا لپاره څۀ لرې نو مه يي سپموه . هجرې ته مو هر کله روشې چې میژ دربوندې خوشولیژي (ستاسې والو پۀ لهجه)
تر دې پورې مې یوه ډېره ښه خو خدایژو چې بېباکه ټوکه را پۀ یادسوه ورک یې کړه اوس دې وي ، دغه هایکو درواخلۍ
[color=yellow:d8e51e3abe]یوه لږ بېباکه شانته ټوکه لرم
.................دلته يي ځکه درته نه لیکمه
..............................................د وطنمل لۀ ګیلمالې ډارېزم[/color:d8e51e3abe]
صمیمه! دا هايکو بي بي خو ما دلته (ټول افغان) کې وپېژندله تۀ څیته نظر پې ولیکه ٠


خاټول
28.03.2006

انالله وانااليه راجعون


.

پاچاخوستي
28.03.2006

سلام ګرانوهيوادوالو 
دخاټول خبرې زه هم خفه کړي يم تاسويي هم خفه کړي يي زه به يوه ټوکه درته 
ليکم امکان لري ورته خوشحال شي لګ نه لګ خوورته وخندي ټوکه داسي ده

يوه ورځ معلم فکرکوه چې څرنګه خپل هغه شاګردچې هيڅ جوراعت نه لري په
خبروراولي نوله ځانه سره يي فکروکړچې سباته ټولوته وظيفه ورکړم چې دري 
درې خبرې به سباته زده کوي داخبره يي ټولوشاګردانوته وکړه هغه شاګرد          جوراعت نه لري هغه يي  هم وويل چې ته به هم سباته درې خبرې کوي
شاګردچې دخبروپه فکرکې وګوري دوه هلکان سره په جنګ دي يوه ورته وويل
١داخوله ددرباندکړه (چپ شه) شاګردخوشحال شووايي يوه خبره خومې زده کړه
دبل هلک خبره يي ووريده چې وايي ٢داخوله به په سوک درباند کړم
شاګردداخبره هم زده کړه ٠
په لار ځي چې موټرته ورسيدموټرګوري کوچني هلک په موټرکې ناست دي 
يوسترعمرسړی راغي هلک ورته ودريدواوورته يي وويل ٣اول حق دلويانودي
شاګردډيرخوښ شوچې درې خبرې يي زده کړي ٠
سهارچې مکتب ته راغي معلم لمړي له ده څخه پوښتنه وکړه
احمده درې خبرې وکړه !
احمدلمړي خبره وکړه چې !داخوله ددرباندکړه
معلم ډيرورته په قهرشوچې دي دوهمه خبره کوي وايي
داخوله به په سوک درباندکړم
معلم سمدستي ورته وويل اوزه له صنفه په قهرشو
چې شاګرددريمه خبره کوي وايي
اول حق دلويانودي

ټوکه ښه ولوالي پرې پوه به شي
پري
  



مجيب انګار
29.03.2006

ټولو ورونو او پتمنې خور خاټول ته دلۍ دلۍ سلامونه!
خاټول خورې! پس له ډېرې مودې موپه ټول افغان کې ليکنه ګورم . الله پاک دې وکړي چې دغه اوږده موده به موپخير تېره کړي وي.
عابد صاحب! ياره داسې خبرې کوې چې سړی درته حيران پاتې شي! ياره دادې خپله خونه ده هرکله پکې ليکه،ليکه،ليکه اوښه ډېر ليکه.


Abid
30.03.2006

سره زر ويلې کوم د چا د سپينې غاړې هار ته
په مړو ايرو کې لاس وهم انګار چيرته ګورم
انګار خو راپيدا دی خو څه وخت کيږي چې د پرديسۍ په حجره کې صميم کټوازی نه ښکاري، نه پوهيږم چې څه چې خدای مکړه څه بده نه وي ورپيښه.څه وکړم کلی اولس دی پوښتنه خو يې راباندې حق لري کنه. نوي يار پاچا خوستي، عزيز، دوست، هوتک لالا او نورو ټولو يارانو ته سلامونه درنښت
ستاسې ورور
عابد


هادي حيران
30.03.2006

عابدجانه حجرې ته پخېر راغلې.
هيله ده چې بيا به نۀ ورکېږې.


کټوازی
01.04.2006

د پردېسۍ پۀ هجره کې دراساړۀ سوي، تاودۀ مجلس پر يارانو ،
پۀ لمنو ،لمنو سلامونه !
او پۀ تېره بيا ، هادي جان دوست محمدجان ، او مرور عابدجان ته ،
پۀ لپو ،لپو مينه او سلامونه !
عابد جانه ! دؤس به درواغ درته وايي ، دا تاسې بهيروالو چې هغه دپاکستانيانو پۀ دود ،دڅو مره غيرذمدارانه يا غير مسؤلانه رويې مظاهره وکړه ، پۀ خدای که مې تر ننه هم باور راځي ،ځکه چې له بهيروالو يي کورټ تمه نه کېده ، که خبره دټوکو ټکالو پۀ چوکاټ کې واچوۀ ، نو داخو زما غوندې خرډبه کوچي ته چې خر پۀ خوټو پېژني ، هم مالومه ده ، چې پۀ يوې ورځپاڼې او برېښناپاڼې کې خپرېدونکې ليکنې دليکوالو دنظرونو او رايو څرګندويي وي ، د ادارې توافق ورسره شرط نۀ وي !
اما يوازې دحقايقو تر بريده يي ننګه کوي ،اوپرهمدې بنسټ يې خپروي !
خو تاسې بهيروالو ددې منلي ژورنالستيک آر پر خلاف ،داسې کار وکړ چې له فرهنګي مبارزې څخه له ستړيا او ياهم دګران ملګري عبدالهادي حيران پۀ قول ، له يوۀ ځانمرګي ادبي بريد څخه پرته بله مانا نه لري !
نارينه ياست ، ګنډه تړئ راوړاندې سوي به واست ،او پرځای ددې چې دښمنان او بدخوهان پۀ ځان پورې وخندوئ ، پۀ ډېره ادبي او علمي توګه به مو ځواب ورکړی وای ، او بيا که فرضاً داسې څۀ د ټول افغان پۀ لمړۍ پاڼې کې خپارۀ سوي وای هم ، غبرګون يې بايدډېر مثبت ، رغنده او علمي وای ، ګنئ اوس خو لا پۀ يوه داسې برخه کې وليدل شول ،چې که پۀ ټوله مانا هم آ زاده وبلل سي ،بې ځايه به نۀ وي !
خو خير، پۀ تېرو اوبو پسې کره نه ووړ کېږي ، خو دا درته وايم ،دا موږ کوچيان متل کوي ، چې [color=blue:a645a22075]{ مه وکړې هغه منډه چې مې کونه سي بربنډه }[/color:a645a22075]
تر بيا پورې
____________________
هو رښتيا هېر مې سو ! دوست محمدجانه !
هائيکوله جاپاني ادب څخه اردو او د اردو پر لار پښتو ته راغلې ، پروفيسر اظهارالله اظهار يې سرګرم شاعر ، وکيل مدافع ، او ترټولو ډېر ليکونکی دی زما دمالوماتو له مخې د پښتوادب پۀ ګلبڼ کې تراوسه پور ې لس کتابونه پۀ دې صنف کې تصنيف سوي دي چې ، خدای مې دې نه غلطوي ، درې او که څلور پۀ کې پخپله نوموړي پروفيسر صيب تاليف کړي ، او پاته يي نورو شاګردانو اويا هم ادبي پيروانو ،لکه د آغلې ناهيد سحر[color=white:a645a22075] {خپلو خوبونو ته تعبير لټوم }[/color:a645a22075] پخپله دپروفيسر صيب [color=blue:a645a22075]{ نسکورې لپې }[/color:a645a22075] او د ځوان شاعر ظفرخان ظفر د[color=cyan:a645a22075] { ناوې لور } [/color:a645a22075]چې د مزاحيه او طنزيه هائيکوګانو ټولګه ده ، او دا پۀ پښتو ادب کې د مزاحيه او طنزيه هائيکو لمړۍ ټولګه بلل کېږي ! او بس
پۀ پای کې دې د ظفر صيب پۀ يو دوو هائيکوګانو لمانځم ،
[color=blue:a645a22075]خاوند يې وېل ښځې يو عشق کومه ،
..................... ..ښخې يي وېل داڅۀ بدکار خو نه دی ،
.................................................. ولې مالږو سره کړی دی څۀ !!؟؟[/color:a645a22075]
پۀ ورکه چرګه پسې ډېره زياته ،
....................... وګرځېدله چې پيدا يي نه کړه ،
.................................... وېل يې ځه دا پۀ کې دخدای پۀ نامۀ !

فالي مې لاس کتلو وا يي راته ،
............................ ښځې به دوه کوې له خيره سره ،
،.......................................... ما وېل صاحبه ما خو درې کړې دي

چې دهغې ډولۍ پۀ مخه راغله ،
چاوېل پرتا باندې خو هيڅ ونه سول ،
ما وېل زۀ چا ،چاپسې وژاړمه

او پۀ پای کې يي دا هم واوره ،

نجلۍ پۀ ورۀ کې اشاره وکړله ،
...................... زۀ ورنږدې سوم ماوېل څۀ وې قربان !
................................................ وې داټوکرۍ لږه ډېران ته يوسه
________________________


Abid
02.04.2006

د حجرې يارانو ته پنډونه پنډونه سلامونه په تيره بيا د پيښوريانو په اصطلاح خاص کر صميم جان کټوازي ته چې ډيره موده پس ور په ياد شوی يم. خوښ شوم چې کټوازی صاحب په هايکو باندې د حجرې سرمستو ځوانانو ته ليکچرګوټی ورکړ ليکچرګوټی مې په دې ورته ووايه چې يو ګوټ ترې لويدلی و يعنې دا چې د جاپاني ژبې د هايکو سيلابيتونيک سستم دا رنګې دی چې لومړۍ مسره يې ٥ سيلابه، دوهمه مسره يې ٧ سيلابه او دريمه يې هم ٥ سيلابه ده. کله چې د اردو له لارې د شعر دا ډول پښتو ته راغی او پښتنو شاعرانو په کې ليرې دې له مخې طبعه ازمايي وکړه، چې جناب پروفيسر اظهار الله اظهار هم په لومړي سر کې په پورتنيو وزنونو هايګو ګانې وويلې نو چندان خوند يې نه لاره، نو هماغه وو چې ډېر ژر پښتو شاعرانو په خپلو پښتو وزنونو کې د هايکو تر سرليک لاندې شعرونه وويل چې ډېره کاميابه تجربه وه. ما خپله د اظهار صاحب هايکو ګانې لوستي دي د شعر ليکلو ښه ډول دی ښې پريمانه بې باکه خبرې په کې کيدای شي.
ما هم د هايکو ليکلو شوق درلود خو چې پوه شوم چې په دې کې خو ډېره بې باکي هم کيدای شي نو ليکل مې يې پريښودل خو ځه خير دی يوه خو به درته ووايم
اوس چې اوبه له ورخه تيرې شولې
نادانې لږ دې په خوله لاس کيږده
په يارانه کې خو بنګړي ماتيږي
بله خبره د بهيروالو د اشتباه ده. زه يې درسره منم زما او د اند داسې خوښه نه وه خو څه مو کړی وای، ټولو بهيروالو دا پريکړه کړې وه او موږ دواړه په اقليت کې وو اند خو له بهير سره پريکون اعلان کړ او زه دومره په اسانه د دې مزبوت سنګر پريښودونکی نه يم .
هادي حيران،دوست او پاچا خوستي ته هم ښې چارې او هادي جانه کوښښ به کوم چې د پرديسۍ لوګو وهلې حجرې ته هره ورځ سر ښکاره کړم.
ستاسې ورور
عابد


کټوازی
02.04.2006

د هجرې پر يارانو او پۀ تېره بيا پربازمحمد جان عابد ،يو وارې بيا پۀ لمنو ،لمنو سلامونه ،
مننه ، کورودانی اوتشکر ،چې د هايکو ليکچر يې بشپړ کړ !
عابدجانه ! نه پوهېږم چې پريارانو، اوبالخصوص پر دا هوتک آکاڅۀ وسول ،چې بيا يي پۀ نه خبره راشاکړه :oops: :oops: ، که دې خوښه وي د يوۀ لوګري اندړ ،يوه ناولده پرې لوروم ،
زموږ يو ملګری ،اوس دې خدای خيرور پېښ کړي ،چې دلوګر اندړ وو ،( که څۀ هم پۀ عمر کې مو دپلارځای ته رارسېدلی وو) خو ګپ شپ مو ورسره ډېر ښۀ يا پۀ اصطلاح بېخي Free وو ، پۀ اندړوبه ډېر ځورېدۀ ،نو داخو تاسې ته ترماښه مالومه ده چې پۀ ګپ شپ کې خو موږ ( سلېمانخېل )د خدای فضل چې يومخ تر بړستنې پښې باسو ، او اندړ هم ترموږ که څو ګامه وړاندې وو ، خو شاته نۀ دي ،دی مو دځان پۀ رنګ کې رنګ کړی وو ،نو دۀ به اکثره دا ويل چې د خدای قدرت دی ، کوم هلک چې زۀ ......... و .........غ ....................... و................... يم هغه خامخا سعودي ته ځي ،که پۀ تاسې کې څوک بخت راويښوي نو بنده حاضر دی ! :oops: :oops:
پۀ دې پسې يي کيسه کوله ، چې زموږ پۀ کلي کې يوۀ هلک ته چې بېخي يي لار راڅخه ورکه کړې وه ،يومخ ډېر پۀ عذاب وم ، هر څومره کوښښ مې چې پسې وکړ ،لاريې نه راسره نيوه !
********
خو بله ورځ پۀ کلي کې مو خدايزده دکوم کليوال کره کومه ښه ،بده پېښه وه ،زۀ هم ورغلی وم ، هغه هلک هم راغلی وو ،بېګا چې مو مړۍ وخوړله ،نو ما ځان سست کړ ياني شپې ته مې ورته واړول ، چې نن خو يي ولاکه پرېږدم ، چې وخت د خوب ( د ويدۀ کېدا مهال ) رانږدې سو، نو پۀ خونه کې موږ درې تنه پاته سو ، يو زۀ ،يو داهلک او درېيم يوبل حاجي چې له کوم بل ځایه راغلی وو ،
خير ، زۀ يي پۀ منځ کې پرېوتم ، او دوئ دواړه مې له يوې او بلې خوا !
کله چې پر حاجي باوري سوم ٠چې ويدۀ سو ، نو سوکه د هلک وخواته وروخوځېدم ، کش ګېر خو مې ډېر سره وکړ ، خو اخېر ترڅو ؟
اخېر پۀ اخېر مې هغه دچاخبره ورواچوۀ :oops: :oops: :oops: اوهغه دننګرهاريانو خبره سينه مې ورباندې يخ کړه ،
او له دې سره کرار پر اړخ راواوښتم او ويدۀ سوم ، سپېدې لا نه وې راختلې بيا مې سترګې رڼې کړې او زړۀ مې وسو، چې يو وارې يي لا بيا ...........................
. پښه مې پرې واړوله او ګنډې { بډې } ته مې يي لاس وروغزاوۀ ، خو داوار يې پر ګنډه لاس ونيو او زور يې رانه وکړ ، بېخي نه راته تم کېدۀ ، اخېر مې يي ګنډې ته دواړه لاسه ورواچول ، او پرتوګاښ مې يي راکش کړ ، چې وشکېدۀ ، ما ځان ورته سماوۀ ،ناڅاپه مې حواسو توپير وکړ ، د هلک پرځای پرحاجي سپوروم :oops: :oops: :oops: :oops: چسپانده ځنې راپورته سوم ، پۀ منډه ،منډه مې ګنډه وتړله ، پايڅې مې راپورته کړې او له کوره راووتم !


Abid
03.04.2006

ټولو يارانو ته انبارونه انبارونه سلامونه. پهتيره بيا صميم کټوازي ته چې له بې شرمۍ نه يې د پيشو پوستکی پر مخ اچولی دی. وايم د کندهاريانو خبره د مور شيدې دې شه. سړيه تانه خو ويره په کار ده ته خو خامه خوله هلک يې او په حاجي صاحبانو په ډيل نه يې .خو ښه شوه چې په وخت دې خبر کړم چې ته خو هم زهرخور يې. . .
هاهاهاهاهاها


لړمون خوړينی
04.04.2006

ټولو لړمون روغو ورونو سلامونه مې ومئ!
که خيروي حجره خو ښه توده ده والله دعابدصاحب راتګ ورته يوبل خوندورکړی؛خو هوتک لالا نشته لکه چې ډلرې ډېرې ګټي


لړمون خوړينی
05.04.2006

وايي چې يوې ښځې له خپلې لور نه چې تازه واده شوې وه پوښتنه وکړه چې لورجانې څنګه دی خاونددې؟ لور يې ورته په ځواب کې ووپل چې مورجانې ښه دی نو! لکه افغان بې سيم دورځې له ساحې څخه بهروي او دشپې يې سيګنل کارنه کوي.


وقار
05.04.2006

سلامونه دوستانو,
لړمون خړينی وروره!
که دا ټوکه دې د وېنا په شکل کړی وای هم ډېره د عېب خبره وه، ليکل يې پر ځای پرېږده،
ددې نه څرګندېږي چې ددې ټولنې د کلتور نه هېڅ خبر نه يې.
وړاندې تر دې چې څه وايې او يا ليکې په خپله وېنا يا ليکنه غور وکړه وروسته تردې يې ځای او خلک و پېژنه او په پای کې د ليکلو او ويلو فېصله وکړه،
دا فورم نه يواځې ورونه بلکې خوېندې هم ګورې.

په مينه

-----
وقار


hotak
05.04.2006

هلکه وقاره لکه دملانصيرالدين خرپه يوه آخور راڅرخې. دټوکوټکالو هغه نوري پاڼي هم وگوره کنه چي هلته څه اپلتي ليکل شويدي.
پاتي شوه دخوندو خبره نوهغه چاله فورم نه شړلي دي. ويلکم...هرکله دي راشي اوترموږ بدو بتري دي وليکي. والله چي طبعه به مو ورسره راسته وي. وروري خورواله به سره کوو خو يوه نيمه ټوکه به موهم ترمنځ وي کنه .
هاغه دصميم جان دحاجي صاحب دغيغۍ گپه دي نده لوستلي؟
هاغه ماچي آن دخپل کلي دصاحب جان آکا(مرحوم) اوحضرتي توړۍ غوري ليکلي هغه دي لوستي هم دي کنه هسي دي له ځانه مفت شوده راته جوړکړی.
شوده خړپه يوڅه کوزوپاس گوره بياخوله خوزوه وۍ ....اول زده کړه بياکوزده کړه.
مينه اوسلام


Abid
06.04.2006

لړمون خوړينه وروره مننه چې زما راتګ ته دې هرکلی ووايه. وقارلالا ته بابد وويل شي چې هوتک لالا بيخي روغه خبره کوي.ورسره يې ومنه که نه د صميم کټوازي په دښمنۍکه واوښتې نو بيا دې خدای مل شه. بله خبره ما دا کوله چې زه فکر کوم چې د حجرې په يارانو کې انګار خاورې او زما په شمول يو کس نيم به بل وي چې په خپل نوم راځي که ګران صميم جان، لړمون خوړين هوتک لالا، دوست او نور ياران په خپلو آر نومونو او خپلو ادبي فعاليتونو له رڼا واچوي نو خوند به وکړي. په تيره صميم کټوازی چې شاعر هم دی ماهر هم دی او نقاد هم دی.
هيله ده چې زما وړانديز تاسې د منلو وړ وګرځي.
ستاسې ورور عابد


وقار
06.04.2006

هوتک اونورو درنو ورونو ته نېکې چارې غواړم،
هوتک خانه باور وکړه چې ستا دليکنې نه ډېره زده کړه کېږې،
خو ګرانه د يو انسان يا اشرف المخلوق ورته کول د يو داسې حېوان سره چې الله پاک د هغې غږ ته بدترين غږ ويلی دی د ورته کوونکي يا تشبه کوونکي د شخصيت څرګندونه کوي.

دالله په ا مان


کټوازی
06.04.2006

د هجرې پر مجلس ،
پۀ ځوليو ،ځوليو سلامونه !
مردګاؤ به درواغ درته وايي ، ډېر چټي او بېخي چټي ځای بوخت يم ، ګنئ دهجرې دمجلس قضاکول دومره بې ارزښته هم نۀ دي راته چې کمپيوټر ته به کېنم خو دلته به سر نه راښکاروم ،
خير، لکه چې درته ومې ويل ، د نورو کارونو ترڅنګ اوس نو پۀ خامه خلۀ ،مړژوندی هم پرراپرېښوول سو ، هغه د پاکستانيانو پۀ دود، پۀ همدې سلسله کې پرون د يوۀ کليوال پۀ ورا [color=blue:a2c409334d]يا د هادي پۀ پېخورۍ جبه پۀ جنج[/color:a2c409334d] کې تللی وم ، پۀ خدای باور وکړئ دومره ستړی سوی يم ،چې لاندې باندې ټول خولې يم اوخولې مې تر غره کښته بهېږي ، له يوې خوا ګرمي دومره تېزه وه چې تردې پخوا ما پۀ دې موسم کې نه ده ليدلې ، او له بلې خوا ملګرو مې نه پرېښووم چې پۀ اتڼ راګډ سه ، له نورو سره خومې نه منله ، خو يو افغانی مامامې چې ډېر شوقين دی او د چا خره د غړکې دربي ته هم سراړوي ، مجبور يې کړم چې يوڅو اړخه ورسره واوړم ، نوځکه تش پۀ توره ستړی سوم ،
اصلاً زۀ پۀ بله سلسله کې ولاړم ، ما ويل ځه پۀ سړو کې خو هسې نه يې پۀ سپو کې خو ځای سه ياني و مې يل چې که نورڅۀ نۀ وو[color=white:a2c409334d] ( د سترګو خرکاؤ خو به مات کړې )[/color:a2c409334d] خو هغه ترما وړومبی هغه سيټونه { د سپو سيټونه } هم بک سوي وو، او يوڅوتر ما بدتر خدای شرمولي پرې ناست وو،
خير خو له يوې خوا ما وکړای سو ، تر يوه ځايه د سترګو خرکاؤ مات کړم ، ياره که رښتيا راباندې واياست ، نو پۀ رنګ ،نګ قېمتي زر زرې جامو کې پټې ،انجونې چې ماوليدلې پۀ رښتيا هم ملايکې وې ، چې ورته کتل مې نو د مياصيب فاروق فراق دا هايکومې بيا، بيا خلې ته راتله ،
[color=blue:a2c409334d] زما دکلي پښتنې پېغلوکې ،
پۀ ايمان وايه پرښتې دي که نه ،
چې دبرقعې پيسو ته کېش اچوي [/color:a2c409334d]
خوپۀ خدای باور وکړئ چې له دې سره مې دا هم ويل چې خدای خبر داهغه ښځې وي چې زموږ پۀ کورونو کې ناستې دي ، ځکه هغه ښځې چې ماليدلې ،هره يوه چې وينې نو هغه د يوۀ کاپيسياوال خبره به دې درپۀ يادېږي ،
زموږ يو ملګری چې د کاپيسياد تګاب وو، پۀ بازار کې به يي فروټ خرڅول ، ډېر ښۀ ځوان وو ، يوه ورځ يې ويل و ايي ، دا پۀ بازار کې داسې پاکې ، صفا،ستره ،پستې ،پستې ښځې وينم ، بېګا چې خپلې خيرنې ، خيچنې ته ورسم ،کټ ،مټ لکه نرښځی چې ......... غ ............ي ....... .م داسې راته ښکارېږي :oops: :oops: :oops:
ياتي مجبوره سم ، پۀ زړۀ کې کومه ،پاکه ،ونيسم او معامله يا ها د هندوانو خبره ، [color=white:a2c409334d]دهنده [/color:a2c409334d]له خپلې سره کوم
خدای خبر ،د کومې بورۍ خلۀ مې ورخلاصه کړه ؟ نه يم پرې پوهېدلی !
خو دا درته وايم ، وادۀ نۀ وو تيار غويمنډ وو، ولا د غرې ورکېدا هم ترې ښه وه !
تر بيا پورې ،
___________________________
عابدجانه !
خدای ته وګوره که به د خلکو راپام کوې ، ما څه کوې پۀ سړو کې خوڅه کوې ولاکه لاپۀ سپو کې هم يم ، وازګې دې ترپام غوښې راغلې دي ،
هغه ادب چې منطق يې پۀ قلم کې دی ، ولاچې غره بژه کړم هم که مې سر پرې خلاص سي ٠
هو ! هغه ادب چې منطق يې دقلم پرځای پۀ ډب کې دی ، PHD { دوکتورا} پۀ کې لرم ! !
نو اوس انصاف پرتاسو چې څومر ه پۀ اوبوکې يم !!؟؟
پۀ درنښت کشری ورور دې ، اسدالله ( صميم کټوازی )
يوه يادونه : پۀ وحدت ورځپاڼه کې مې ستاسې ، يوه ليکنه ، غالباً چې لنډه کيسه وه ،ډېره خوښه سوه ،که مې خدای نه غلطوي سرليک يې وو [color=cyan:a2c409334d]{ هرچاته خپل وطن کشمير دی }[/color:a2c409334d] اوس هم راسره پرته ده


hotak
06.04.2006

يارانو هغه دکندهاريانوپرچم خدای مو راوله
وقاره آشنا والله پرځای خبره دي وکړه. داموږچي دلته څه اوتي بوتي سره ليکو باوروکړه داستاغوندي بوده گان موپه پام کي لکه هغه دصميم دکاپيساوال ملگري ميرمن نيولي وي. موږوايو ښه ده چي يوڅوک ترې څه زده کړي.
خوهوگورې تښتې به نه کنه. دملانصرالدين له خره نه بد وړې اودې ته دي پام هم نه وي چي ترتاښاغلي "هوتک" او"صميم" ديارانو لپاره کله له ځانه سپي جوړگړي اوکله خره..........خير هرڅه چي دي دي کنه....
پاتي شوه دعابد خبره چي دغه پلانی اوپلانی دي ځانونه راوپيژني او خپل ادبي فعاليتونه دي په ډاگه کړي.....
خدای دي خوارمکړه په داچينجنه خبره. هاغه له فورم نه دباندي دله گي بړوگي خومو نده زده چي دخپلو اصلي نومونو له امله يی تل گالو اوس دي نوله خيره دغه په فورم کي عزتمنه اودپردې ورځ هم نده پيرزو؟؟؟ :cry:
خوکه له ټوکو نه ورتيرشونوخور له موره ده که به له نصيراحمدهوتک نه پرته بل نوم لرم اويابه هم له خدای بښلي حاجي ملخي هوتک نه پرته بل پلارلرم.
دزابل دشاه جوی دولسوالي دهوتکزو دکلي يم. په ارغنداوکي هم ځمکه لرو. که کله له کابل نه کندهارته تللی وی نوله شاجوی نه هاخوا دگاجوی په نامه يو ټغن کلی راځي چي غټه نښه يی دسړک په سردملابشيردپلار يوازينی دللمي هندواڼو دکان دی. خودملابشيردپلار ترهندواڼو دهغه "خوټي" ډيري مشهوري دي چي له شليدلي خښتگ نه داسي راځوړندوي لکه دوه لمروهلي بيکاره پاکستاني ټيپرچي دسبزي والا دخره له وري نه دباندي راوتلي وي :lol: :D :lol:
وړم کال چي زه کلي ته تللی وم نوله خپلو ځمکو راتلم کورته . دبشيردپلارپه دکان ورسيخ شوم. هلته چي مي وکتل په دوه کي ونښتم. دښاغلي خښتگ سوری وو او هندواڼې يی بادوهلی. زماصبرونه سو مال کاکا داغه هندواڼې من په څو دي؟
دی دي وايي په يونيم سل افغانۍ.
دلته مادجارو يوه لويه لښته راواخيسته اوچښتن مړي ته مي ورداسي کړه ماويل دابياپه څو دي. دی ډيرغوسه ناک و اوپه عين وخت کي خوږهم شو راته وايي دادي دادې په ................... ماورته ويل دله خانه له يوې خوکونه پيايی اوبلي ته دي دغه مړيتا داسي په کره خريلی والله ته به وا خلکو ليلام کړي اوتاته يی راوړي......... :D :lol:
نوخبره مي دادرته کوله چي دگاجوی کلي پرښي لاس له سړک نه نيولي دهوتکزو ترکاريزچي نژدې څلورکلوميتره کيږي زموږځمکي پرتې دي.
اوپاتي شوه دصميم جان دواده خبره نو هلکه غورزه په پردو ودونوکي هغه دچاخبره سپي په ډانگو وهه.دځان اوآشناغم خو دي ونه خورې.
والله اوس خومي لکه زموږدکلي دجانان آکا زوی شکور دڅښترمړي سرخپلي غ...ري ته رسولی. اوس خونوپکارده چي ياران مي غمه وخوري.تراوسه خومي لاشرطونه لرل چي زه به داسي انجلۍ کوم اوزه به داسي انجلۍ کوم...................
خواوس په کورآن که ترخره هم تيريم. يوازينی شرط يی دادې چي يوه ځولۍ ....غ...ار ولري.څيره او انسانيت بياوروستۍ خبري دي.
پاتي شوه داستادسپيگاني خبره نو والله ترتامي هم ډيري سپيگاني تيري کړي. يوه ورځ مي دملگري واده وو.په کورکي يی پيغلوټو خورا رش کش جوړکړی وو. زه هم دکلي دزلموپه دود تروخت له مخي لکه سپی ددوي په دروازه کي تاويدم راتاويدم.يووخت که گورم چي هماغه جينۍ دخپلو همزولوپه کتارکي راغله چي دکلي (کمپ) ډيری ځوانانو يی پرسر باندي خورا بد بد کمپيټيشنونه سره لرل.
داچي ماته رانژدې شوه نو دلاندي هايکو په مصداق صورت حال پيښ شو.
جينۍ مغروره زماترمخ تيريده
ماويل خدايه زه خويی تړلی چرگ اوسم
دې ويل کړې شه چي غول ونکړې
اوس نو دغه دی وچ ککړ دمرده گاو ددفتروخت راورسيد. جرابه مي يوه په پښو ده اويوه لاهمداسي ده. تربياميني مينه............ستاسي اوريجنل نصيراحمد


Ajab
10.04.2006

[quote="hotak"]ستاسي اوريجنل نصيراحمد[/quote]
وه وروره د عکس نه خو [color=white:27850d0098]ملاوټ شده [/color:27850d0098]پاکستاني ښکاري نو څنګه اوريجنل يي


کټوازی
10.04.2006

يارانو سلامونه ، او پۀ تېره بيا نصير احمدجان هوتک ته ،
پۀ لمنو ،لمنو سلامونه !
مردګاؤ به درواغ درته وايي ، که مې له دې مېلو ،ټېلو سره جوړه وي ، هغه ورځ هم د يوۀ کورني مجبوريت له مخې تللی وم ،
پاته سو د ځان اودآشنا غم !
د آشنا د غم پۀ هکله خو يوازې دومره ويلای سم ، چې

پۀ هر کور کې رنځوران راته پراتۀ دي ،
لاس مې نه رسي د هيچا پر دوا ،
باور وکړه که مې دې پر رنځ لاس رسېږي !
او دځان خو مې سږ اخېري سېميسټر دی ،ا نشاالله چې رزلټ به مې Ok وي ،فقط دوه مياستې به لا انتظار وکړم ،د مور تر غوږو مې ور رسولې ده ،ا و هغه بل ځای چې ما درته ويلي وو ،هم له همدې کبله کېنسل شو ،
نور نو لمونځ مې نه دی کړی ځم جومات ته روان يم ، بيا به سره ږغېږو ، خو دا Ajab څۀ وايي ؟
هو ! زموږ يار ، دوست ،خدايزده چې ولې ورک دی ،خدای دې يي پۀ خير راولي ، هادي خو هسې مرور دی ، عابدجان مو هم بل ځای کېوتی دی ، او انګار خو انګار دی



هيواد شېرزاد
10.04.2006

هوتک ليکلي
[quote:29d24168f4]دزابل دشاه جوی دولسوالي دهوتکزو دکلي يم. په ارغنداوکي هم ځمکه لرو. که کله له کابل نه کندهارته تللی وی نوله شاجوی نه هاخوا دگاجوی په نامه يو ټغن کلی راځي چي غټه نښه يی دسړک په سردملابشيردپلار يوازينی دللمي هندواڼو دکان دی. خودملابشيردپلار ترهندواڼو دهغه "خوټي" ډيري مشهوري دي چي له شليدلي خښتگ نه داسي راځوړندوي لکه دوه لمروهلي بيکاره پاکستاني ټيپرچي دسبزي والا دخره له وري نه دباندي راوتلي وي...[/quote:29d24168f4]

هاهاهاها!
:D :D :D ظالمه هوتکه ، له خندا دې مړ کړم . نو د ملا بشير د پلار "هندواڼې" تا هم ليدلې وې ؟ :)


ملا زرغونشاه

زرملوال
13.04.2006

ورونو سلام

چى ټول افغان ته را ننوځم دى حجرى ته سر را ښكاره كوم خوتر اوسه مى
څه پكى ليكلى ندى اوس هم داڅو ټكى ليكم اوزيات نشم ګړيدلى ځكه له هوتك اوملګرونه مى ترك زره چوى داكور ړنګى (كورړنګى يي مكړى)بيخى لوڅ كينى
څرنګه چى زه هم يو بدمرغه پرديس يم نو دى حجرى ته مى زړه راكيږى او راځم به
خو په دى شرط چى محترم هوتك جان او ملګرى يي ګزاره راسره وكړى او له دا نامه لاندى خبرى له ماسره ونكړى دا ځكه چى زما تور بخت يي بولئ او كه .......زه ډير سخت شرمندوكۍ يم كه مو مامولى هم وښكنځلم بيا به دابريتونه دلته نه وينئ
ټوكى زار مړى خو نورى هم شته هر څوك دى له خپله بڼه ګلان راشوكوى
داسمه ده او كه نه ؟
او زما شرط راسره منئ او كه نه ؟


زرملوال
13.04.2006

ورونو سلام

چى ټول افغان ته را ننوځم دى حجرى ته سر را ښكاره كوم خوتر اوسه مى
څه پكى ليكلى ندى اوس هم داڅو ټكى ليكم اوزيات نشم ګړيدلى ځكه له هوتك اوملګرونه مى ترك زره چوى داكور ړنګى (كورړنګى يي مكړى)بيخى لوڅ كينى
څرنګه چى زه هم يو بدمرغه پرديس يم نو دى حجرى ته مى زړه راكيږى او راځم به
خو په دى شرط چى محترم هوتك جان او ملګرى يي ګزاره راسره وكړى او له دا نامه لاندى خبرى له ماسره ونكړى دا ځكه چى زما تور بخت يي بولئ او كه .......زه ډير سخت شرمندوكۍ يم كه مو مامولى هم وښكنځلم بيا به دابريتونه دلته نه وينئ
ټوكى زار مړى خو نورى هم شته هر څوك دى له خپله بڼه ګلان راشوكوى
داسمه ده او كه نه ؟
او زما شرط راسره منئ او كه نه ؟


hotak
14.04.2006

لقمان جانه ستړی مشی اوپخيرراغلی.
چي دومره شرمندوکی يی نو هلته داسلام فورم ته لاړشه. کم ترکمه دينی لوری به دي ښه مضبوط شي


Ajab
14.04.2006

[quote="hotak"]لقمان جانه ستړی مشی اوپخيرراغلی.
چي دومره شرمندوکی يی نو هلته داسلام فورم ته لاړشه. کم ترکمه دينی لوری به دي ښه مضبوط شي[/quote]
رښتيا وائي ته شرمندوکى يي او دوى شرميدلي دي نو د شرمندوکي او شرميدلي به څنګه سره کيږي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more