د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

Dost
02.03.2006

یارانو،پۀ مینه او خوښۍ!
[quote:408a87c6c0]تېره جمعه چې مو د مظاهرې لپاره ځانونه تيارول ، ما ويل بېنرې به پۀ پښتو ليکو ، خو نورو راسره نه منل وايي پۀ پښتو څوک نه پوهېږي ،پۀ اردو به يي وليکو ، يوۀ بل ملګري ،چې ګېډه يي هم ډېره لويه ده، موږ ورته وايو له اولاده يې لا يو بل ډول عجيب او غريب وړانديز وکړ ، چې پۀ خلۀ راوړل يې ښايي پخپله يوه لويه بې ادبي او ګستاخي وي !( خو نقل اګر کفر نباشد پۀ مصداق ) وايي د کوپ ( و بښئ پوپ ) کاريکاتور به جوړ کړو ، او له شا به يو لوی ږیره ور د ملا عمر پۀ نامۀ ورته سم کړو [/quote:408a87c6c0]
صمیمه! دې ګېډه ور اشنا ته دې ووایه ،پام چې دا کار ونۀ کړي ،هسې خونۀ یو بدنام خو دا پوپ یې هم ورغ....ست نو به مو ښه بس سي . خو ګوره چې هغه زموږ د زوم کیسه درپېښه نسي .
هغه زموږ یوه خورلڼه چې کورونه يي پۀ لاهور کي وو، لۀ خپل خاوند سره پلرګنۍ([color=green:408a87c6c0]افغ[/color:408a87c6c0][color=red:408a87c6c0]انس[/color:408a87c6c0]تان )ته راتله ،خاوند يې تبلیغي و که لږ درواغ ورسره سي نو دوه لوېشتې اوږده ږیره يي درلوده ،ښځه يي ډېره وېرېده چې د القاعده پۀ تور کې يي چېرته ونۀ نیسې .کله چې تر پولې موټر راؤښتی و نو هلته دملي اردو ځوکونه ولاړ وو،خاوند يې د موټر لۀ کړکۍ سر ورته را یستلی و(خپلو فوځیانوته يي سلام وراچاوو)پدې وخت کې دمېرمنې ورته پام سوي وو،پۀ ډک موټر کې برید پې کړی و،چې غلی کشېنه موږ دې پټ ترې تېروو تۀ سر ور ښکاروې :oops: :lol: :oops: :lol:

پاته سوه د بائ بائ خبر نو بس دغه میاشت مې لا سته زیاتي به یي په یوه مخه سره byyyyyy کړو
[quote:408a87c6c0]هلکه صميمه! ما خو حال نۀ ويلو خو تا په خپله ځان څرګند کړ. هغه ورځ مې د تېرې جمعې د هړتال ويډيو فلم (چې يو اخبار نشر کړى دى) کتلو نو تۀ مې هم پکې وليدلې چې يو ...... دې پشا کړى و او د کور په طرف خلاص وې. ظالمه هړتال څوک داسې کوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ښه ده چې دا ځل يې نۀ يې پرېښى ګنې نو بيا به دې د چا غريب سړي دوکان سوځولو او سودا به دې ترې خپل کور ته وړله !!!!!!!!!!!!!![/quote:408a87c6c0]
هادي جانه! ستړی مشې ،تۀ خو ګرم نه ئې چې هجره دې را پرېيښې ده پدې جنجالو کې به دې د خبرو بازار ښۀ وي تاسي (جرنلیسټان)خو ماشاالله هسې هم لۀ خبرو خبرګۍ جوړوئ :wink:

پۀ مینه او درنښت ،ستاسي یؤ کشری مسافر ورور


کټوازی
04.03.2006

[quote:1a4a124cf5="هادي حيران"]
هلکه صميمه! ما خو حال نۀ ويلو خو تا په خپله ځان څرګند کړ. هغه ورځ مې د تېرې جمعې د هړتال ويډيو فلم (چې يو اخبار نشر کړى دى) کتلو نو تۀ مې هم پکې وليدلې چې يو ...... دې پشا کړى و او د کور په طرف خلاص وې. ظالمه هړتال څوک داسې کوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ښه ده چې دا ځل يې نۀ يې پرېښى ګنې نو بيا به دې د چا غريب سړي دوکان سوځولو او سودا به دې ترې خپل کور ته وړله !!!!!!!!!!!!!![/quote:1a4a124cf5]
ارررررررررررررررررررررررر ،
هادي جانه ! تا هم وليدم ...!!؟
ولا نو څۀ مې کړي وای ، ښه مو قع وه ، سياسيانو پۀ کې خپلې سياسي دوکاندارۍ ته چمک ورکاوۀ ، حکومت د جلاؤ ګهېراؤ تر نامۀ لاندې خپل مخالفين ښۀ و ټکول ،او مجلسيان خو نو تر ټولو وړاندې دي ! مطلب هرچا ته يي مو قعه ورکړه ، چې د تحفظ ناموس رسالت صلی الله عليه وسلم تر نامۀ لاندې اوبۀ خړې ، او ماهيان پۀ کې ونيسي !
موږ خو ولا که لا له چا سره پخوا غړکې وړې وي ، که مو لا د چا کونډې کړې وي ، اوکه مو لا ها دکليوالو خبره ، د يوۀ بل خرې ................ غو .......... و .. لې وي :oops: :oops: :oops:
.................... خو ستاسې پۀ کې بلېېېېېېېېېېېې وي !
________________
[quote:1a4a124cf5]صمیمه! دې ګېډه ور اشنا ته دې ووایه ،پام چې دا کار ونۀ کړي ،هسې خونۀ یو بدنام خو دا پوپ یې هم ورغ....ست نو به مو ښه بس سي [/quote:1a4a124cf5]
دوست محمد جانه ! ستړی مه سې ،
ولا که لا بل وړ وسي ، څو مو مشران نۀ يي ور غو..............ولي ، :oops: :oops: :oops: بېخي يي سترګه نه راڅه سوځي ،
او دا [color=white:1a4a124cf5]کوپ[/color:1a4a124cf5] ماغود يې لږ سم سړی هم را ته ښکاري ، خو څۀ ووايم ، ولا د زوزو له هوله مې غنم تر پام بد دي ، زړۀ مې وايي او ل يې دا سم و .............. غ ............ يه :oops: :oops: له دا نورو سره به يي سوکه ګورو ،
نور بيا ......................!
هو رښتيا ، هېر مې سو ! که کلي ته ولاړې ،خدای او رسول و منه ،له ځانه سره لږ پام کوه ، ډېر سم سړی را ته ښکارې ، نه مې لورېږې !
د مجاهدينو پۀ وخت کې زموږ يو سپين ږيری ، چې پنځلس کاله وروسته ، کټواز ته تللی وو ،چې بېرته راغی ، چا پوښتنه ورځنې کړې وه ، چې هورې څۀ حال وو ، موږ خو دا پنځلس کاله کېږي ،چې نۀ يو تللي !!
دۀ ورته ويلي وو ، وايي ، څۀ درته ووايم ، ولا داسې حال پۀ کې جوړ وو ، چې زۀ پۀ دا سپينه ږيره پۀ کو نه ځنې و ډار سوم ، :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
ګنئ دومره ژر چېرې را تلم !
نو اوس دوست محمد جانه !
که ولاړې ،سلامت امانت دې بېرته غواړو !
تر بيا پورې ، ستاسې صميم
___________________________
[color=cyan:1a4a124cf5] هلکانو ! چېرې ورک ياست ؟
راځئ د يوې مشاعرې تابيا مې کړې ، دؤس به برخه نه پۀ کې اخلي ! دا پيوند کښېکاږئ [/color:1a4a124cf5]
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=12410#12410


Dost
06.03.2006

د پردېسي دهجرې دساړۀ نګاړۀ مجلس یارانو سلامونه!
هیله ده روغ،جوړ او خوشاله به یاست .
[quote:27d8994a63]هو رښتيا ، هېر مې سو ! که کلي ته ولاړې ،خدای او رسول و منه ،له ځانه سره لږ پام کوه ، ډېر سم سړی را ته ښکارې ، نه مې لورېږې !
د مجاهدينو پۀ وخت کې زموږ يو سپين ږيری ، چې پنځلس کاله وروسته ، کټواز ته تللی وو ،چې بېرته راغی ، چا پوښتنه ورځنې کړې وه ، چې هورې څۀ حال وو ، موږ خو دا پنځلس کاله کېږي ،چې نۀ يو تللي !!
دۀ ورته ويلي وو ، وايي ، څۀ درته ووايم ، ولا داسې حال پۀ کې جوړ وو ، چې زۀ پۀ دا سپينه ږيره پۀ کو نه ځنې و ډار سوم ،
ګنئ دومره ژر چېرې را تلم ! نو اوس دوست محمد جانه ! که ولاړې ،سلامت امانت دې بېرته غواړو ![/quote:27d8994a63]
هاهاهاهاهاها
صمیم ګرانه! ولا ښۀ وایې لیونی باد رالوتی ټول یې پۀ .......کې وهلي ،اوس نو راځه چې د یوۀ کلیوال غوره مې درته وکړم
زموږ یو کلیوال چې کله له مهاجرت نه وروسته بېرته کلي ته راغلی و،له خپلوانو سره یي په ځمکه (پۀ پوله،پټي)دعوه وه . چې خبر تر حکومت پورې ورسېد، .ماشام چې جلب راغی نو زما د مشر ورور نوم هم پکې و، ورور مې سمدستي هغه ساده ګل را وغوښت چې زما نوم دې ولې پۀ عریضه کې لیکلی ؟؟؟ هغۀ ورته ویل چې "[color=brown:27d8994a63]ولا دټولو نومونه مې پکي ليکلي وو، یوازي ستا نوم پاته و، ما ویل چې تۀ مې یار هم یې ، بیا به دې خوا راڅخه بده سي(نو ځکه مې ستا نوم هم پکي ولیکو)[/color:27d8994a63] :oops: :lol: :oops: او دا لنډۍ پۀ ځای برېښېده چې
........................د سر دښمن مې هوښیار خوښ ده
..............................................................زه دکمعقل پۀ یارۍ ستومانه يمه

تر بیا پوري مو پۀ خدای سپارم ، کشری ورور مو


کټوازی
09.03.2006

هلکانو !
تاسې خو لا ژوندي ياست کنه ! ما ويل خدای مه کړه ،پښه مو ښويېدلې !
هلکه دوسته ! راځه پرېږده يي ولا که يي ما اوتا غړکې راوړو ، خلک چېرته ورسېدل ؟ او ما او تا دلته سپږې وکړې ،د هوتک پروموشن وسو ، د هادي لپاره افغان ولسپال ځوانانو ځانګړی پښتو بلاګ جوړ کړ ، ما او تا تش ترې وواتۀ ، ولا که دلته خو لا کوم کېرئير وي ،که لا کوم فيچر ! راځه له ځانو سړي جوړ کړو ! څۀ مو پۀ لوی لاس ځانونه د خلکو خندی کړي !
يو خو دا افغان ولسپال ځوانان هم پۀ غره کې باد وهلي دي او که لېوني دي ، چې د هادي لپاره يي هم پښتو بلاګ جوړ کړ ، خدای دې انصاف ور کړي ، له موږ څوک پوښتنه قدري نه کوي ، چې تۀ خو هم يو څۀ يې کنه ، موږ څۀ خرې نيولې دي او که څۀ شی ،چې د توت پۀ اندازه اهميت هم څوک نه را کوي ، که سمو ته مو ملا ماته وي چپو ته خو دنګه غړۍ ځو ، ولاکه د شېخ رشيد انا هم راپسې ورسېږي !
د اوس لپاره همدومره بس دي ، بيا به سره ګورو
پۀ مينه، مينه


هادي حيران
13.03.2006

[quote:62176cf8ef="صميم کټوازی"]بيا به سره ګورو [/quote:62176cf8ef]
[size=24:62176cf8ef]ښه، سمه ده.[/size:62176cf8ef]


zor ger
14.03.2006

سلامونه بانډاريانو٠٠٠٠٠٠٠٠٠
خداي دي وکړي چه په ما مو خاطر دروند نشي
سم په سړيتوب هرکلي وکړۍ چه سړي ښکاره شۍ د پښتنو هجره ده نن پکي ميلمه يم کيدايشي چه پکي ديره شم
په اوسني مجلس کي مو له مفتي سره زياتي کړي او هوتک چه وايي نظري اختلاف ورسره لرم چور دروغ وايي ډاريږي او دمور کيسو يي سخت خوند وکړو کټوازيه غولوکي خلکي مه وهه خپله خو ورسره حساسيت نلري زمونږ دي پوزي پري وسوي

[size=24:ebeefca0ee][color=red:ebeefca0ee]ستاګونتناموزلفو ، ښکيل کړه القاعدي ځوانان
سرپه تلي ځکه وړي ، پايي په همدي ځوانان [/color:ebeefca0ee][/size:ebeefca0ee]


کټوازی
15.03.2006

وايي له پښه به څۀ وړې ؟ وايي سوې لمن !


Muhammad Hafeez
16.03.2006

سلامونه او نيکي هيلي په پښتنه او کليواله مينه قبولې کړي
زه نور څه نه وايم بس همدومره به د قدر وړ zor ger صاحب ته ووايم چه د ځان نه سم سړې جوړ کړه ګني څوک به دې اتم ته کړې .
په اخر کي صمېم کټوازې او حيران ته د زړه له کومې سلامونه او نيکي هيلي وړاندې کوم .


Ajab
16.03.2006

[quote:6647d7d135="Muhammad Hafeez"]ګني څوک به دې اتم ته کړې .
[/quote:6647d7d135]
ها ها ها ها ها :D :P :P :D ته پخپله خو هم ماشاء الله په لسم کي يي.
نور وايه کنه څنګه يي؟ ابله ورځ يي خوند وکو که نه؟


کټوازی
18.03.2006

ملګرو ،
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
ولې خدای موانصاف پۀ برخه کړه ،کله خوسړی دکار خبره هم وکړي ،
عجب خانه داد اتم او لسم پۀ معامله مو پوه نه سوم ،خدای دې وکړي چې ډېره ژوره نۀ وي ، او بل حفيظ جانه ! زما پۀ هکله خو دې خدای له خوش فهمي او يا غلط فهمي څخه پۀ امان کې لره ، د هادي حيران څۀ نه سم درته ويلای ،ځکه چې هغۀ خو له ځانه قبضه مافيا جوړ کړی او پر ټول انټرنېټ يې غېږ راګرځولې ،
خير ، کله ، کله راځئ !


hotak
23.03.2006

يارانو مينه اوسلام
باور وکړۍ دادومره موده چي له تاسي لري وم داسي ايسيده لکه پرديسي مساپرچي دخپلي ميرمني له بغله لري وي. :lol:
داستاسي ترميرمني پوري يوه په زړه پوري غوره درته کوم خوهسي داجمله معترضه ده. دبحث کومه لازمي برخه نده.
زماابا ومبارک دي خدای هډپه اته جنته کړي يو وقت له اوقاتو دمجاهدينو قومندان وو. څنگه چي له شاه جوی سره لگيدلي سيمي لکه مقر,گيلان وغيره دهزاره گانو :wink: :twisted: سيمي دي نوځکه به زماپلار ددې لپاره چي دمجاهدينوترمنځ خپل منځي تفاهم موجود وي کله ناکله دهزاره گانو سيمي ته سر ورهيسته کاوه.
يوه ورځ يی دهزاره گانو په غونډه کي له خپل سلاکار مولوي جمال الديی سره گډون وکړ.مولوي صاحب که څه هم دگلستان اوبوستان دلوست له امله په سيمه کي ديوه زوي مړي دزوی په نامه شهرت ترلاسه کړی وو اوشاه جويانوته هغه دپاړسي ژبي يو پوره پروفيسر ښکاريده ځکه نوزما آبابه دهزاره گانو دبوکولو لپاره ورسره تل مولوي جمال الدين گرزاوه.
پدغه غونډه کي چي کله نوبت زما آبا ته ورغی نوهغه له مولوي نه وغوښتل چي دده پرځای خپله جذابه وينا واوروي.
مولوي صيب چي پاڅيد نو يی هزاره گانو ته وينا پيل کړه:
"برادرا! فرق بين ماوشما نيه.مام مسلمونيم شمام مسلموني. ما ازشما استيم شما ازما. پدران شما پدران ما؛برادرای شما برادرای ما؛خواهرای شما خواهرای ما وزنهای شما زنهای ماست :lol: :D کسي که فرق ماوشما موکنه زنيش گايیم :D :lol:
په هرحال دادی زه بيا راغلم. والله که دډالرو په گټه پسي وتلی وم. يوڅه بوخت وم.
ستاسي ترمخ دي ريانه وي له تبليغيانو سره مکسيکو ته تللی وم.......
تربياميني مينه ستاسي نصير
هلکه صميمه لږ راوژغيزه (دخروټو په اصطلاح)


کټوازی
23.03.2006

اررررررررررررررررر
هوتکه تۀ لا ژوندی يې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
پۀ کور آن ټول فورم راته پردی وو ، ماويل دا يي څومره ناځواني درسره وکړه ،چې پۀ نيمه لار کې يي پرېښوولې !
يومخ دې راشاکړې وه ،داسې هم څوک کوي ؟؟؟؟
خو خير چې اوس راغلې هم د زوی زېری دی ،که مې وس پرې بر سو زړه مېږ مې نذر منلې ولالا به يي وغځوم ،
خو پۀ هرصورت ، دادې آبا دملګري مولوي جماالد ين د خپلوۍ دا اظهار دې [color=blue:cf264bf3e5] وزنهای شما زنهای ماست کسي که فرق ماوشما موکنه زنيش گايیم
:[/color:cf264bf3e5]oops: :lol: :oops: :lol: دې خدای وراستي ډېر دلچسپ او پۀ زړۀ پورې دی ،
نور بيا ، که خدای کول خودا لمن او سرتور سر ومنه ، دا تبليغيان ، پرېږده ، هاد پشۍ ياني پيشو معامله مه کړه ،
موږکان له پيشو سره ډېر ستړي سوي وو ، نو يي پرېکړه کړې چې تر دوو اونيو پورې به بېخي له غارو دباندې نه وځي څو پشۍ پوه سي ،ګواکې موږکان ټوله مړۀ سوي او ياهم له دې ځايه وبل ځای ته تللي ،ا و دا هم ولاړه سي ،
پشۍ چې کله د موږکانو له دې پرېکړې خبره سوې وه ،يوه څو ورځې خو يي څۀ نه ويل ،بله ورځ يې اوږدې ،اوږدې تسپې پۀ غاړه کړې رارهي ده ،چې حج ته تللې وم او ټولې ګناوې مې خدای پاک راوبښلې ،اوس به نور هيڅوک هم ازار نه کړم او خپل عبادت به کوم ، موږکان چې خبر سوي نو ټوله رارهي سوي ورته ،څو مبارکي ورکړي ،ډېر خوشاله دي ، کله چې ټول رارسېدلي ،نو پشۍ ورته ويلي چې ستاسې دې هم خدای ديدن ورسره وکړي ،زۀ تاسې ته د زم ،زم اوبۀ او خورما رااخلم !
پردې پلمه يي سوکه ور کلک پورې کړی ، او تسپې يي له غاړې ليرې کړې ،چې ښه تاسې زۀ غلطولم :oops: :oops: !
نو اوس هوتک جانه چېرې تۀ او چېرې تبليغ ! :oops: :lol: :oops: ځان ځنې راټول کړه ، دا ياري دې ماته ناکامه مالومېږي !
نۀ شي دخانانو له ملنګو سره کلی ،
چېرته عزيز خان ، چېرته ملنګ عبدالرحمان
نور نو پخپله فکر پۀ کې وکړه !


hotak
24.03.2006

يارانو بيامينه اوسلام
ياره صميمه ته لا ودريږه تردې به نوري بدي بتري واورې.
خويوه خبره داده چي والله چي دکعبې منجورهم شم داد زړه کفربه مي ليري نشي.



مجيب انګار
25.03.2006

اميرصيب هوتک خانه سلامونه!
ياره مبارک دې شه والله اوس نو ښه بزرګ شوی يې له خيره.
الله دې سره له مونږ ټولو نيک عمله او ژوندی لره. تبليغ هم کوه او کله ناکله دلته هم يوڅه ګلان کره. ګوره کنه چې دټول افغان دښمنان څومره زيات شوي اوس خو لا ان په بهيرکې ناستو يوڅو تنو دبړه مارانو ورپسې راخيستې.... نو دادېره تشه مه پرېږده چې بيا صميم بېخي يواځې کېږي


Abid
26.03.2006

د حجرې يارانو په سلامونو مو نمانځم.
هيله ده چې زما پوره درې مياشتې ورکيدل به تاسې خپه کړي نه ياست .
که خاورې انګار ته ووايم چې دبله ماري خو تاسې په په ټول افغان کې پيل کړې ده نو په بهير يې ولې راټپوې، نو د انګار صاحب ځواب به په دې اړه څه وي؟



مجيب انګار
26.03.2006

واه واه داخو حضرت بازمحمدعابدعليه الرحمت دی کنه!
واه ياره واه! والله اوس به نو يوڅه ترقي وکړې ځکه چې اوس خو نو د... صاحبانو مدافع وکيل يې کنه .
حضرت عابد صاحب! دپېښوريو خبره چې که دچاپلار يې نو زماخو يار يې. ګوره جانانه ته چې دچالپاره دترکستان په لور روان يې والله که دغه خلک درپکارشي هسې دې استعمالوي او بس سبابه دې لکه ډسپوزيبل دسمال ايسته وارتوي. دامې ځکه درته وويل چې زه خو دې په ښه خوشالېږم او په بده خپه کېږم.
جانانه ! ټول افغان هيڅ ډول دبړه ماري نه ده کړې،کومه ليکنه چې دبهير ديارانو پرخلاف شوې وه هغه ديوپلان له مخې شوې وه او پلان دټول افغان نه بلکې دټول افغان د تورمخو دښمنانو و، دايې لومړی ځل نه دی چې داډول بې غيرته ګام پورته کوي بلکې پخوا يې هم ډېرځله داسې کارونه کړي و. زه دقيق مالومات لرم او پخوا مې هم کامه وال ته ويلي وچې پلانی او پلانی دټول افغان پرخلاف دا... دا... کارونه او تبليغات کوي. که څه هم موږ ددغو خړمخو دښمنانو دپلانونو دشنډولو لپاره ښه بيدار وو خو له بده مرغه چې دغه ليکنه مو ډېر زنډ وروسته وليده. دانو داسې وخت و چې دوی خپل کارکړی و.
بابا ته خو هوښيارسړی يې داسې زر دوکه شوې!!!!!!


hotak
26.03.2006

هلکو دوپړه مارانو سلامونه
خدای موهغه دسليمانخيل خبره په غره چينجن کړه داڅه دنه سړيتوب کارونه موپيل کړيدي؟
بهيرڅوک دی او ټول افغان څوک؟؟ اوربل څوک دی اوبينوا څوک؟؟؟
خدای موغرق کړه چي غرق شۍ. دوه پک هغه هم سره ورک. دوي خوټول ديوې سمسوريدونکي پښتني نيټ باغچې گلان دي. هريوخپلي اوبه څښي اوخپله غله کاروي. هيچاهم دبل په حق گونډه نده وهلي. هريويی خپل کارکوي اوښه يی کوي.
دبهيروال نوله کومه دومره پارسايان دي چي څوک به څه نه پسي ليکي؟؟؟
عابدجان دي خوانه بدوي په مفتوشرابوپسي يی والله له اکثره زيات غړي آن غره خرڅوي اودوي بياخواهم پدې بدوي چي فلاني راپسي خراب شيان ليکلي.
بل داخونودبې مهاره ډيموکراسۍ دوره ده. بهيروال دي شکرباسي چې پهدې خلاس شول. هغه نه مودي په يادچي تيرکال په گرديزکي داوسنۍ "ملي اردو" يوافسرپداسي حال کي له خرې دادا سره په شنيع جنسي عمل گيرشوچي دريشي يی ترپنډيولاندي پرته وه اولاټۍ يی پکي بيسده رنگولي وه.
يوڅوکليوالوچي گيرکړی وو ورته ويلي يی دي"جنرال صيب داڅه کوې؟؟؟"
جنرال ورته ويلي " ډيموکراسي په عمل کي پلي کوم..... :wink: "
نوڅه وشوچي په بهيرپسي چاڅه وليکل؟ اوس نوله خيره سره دغه غول خوشايی زموږ دملنگانوخوني ته هم راغلل.
دا کارونه مه کوۍ اودخدای لپاره لږسړيتوب سره وکړۍ......مينه اومننه



مجيب انګار
26.03.2006

ياره هوتک لالا چې ته نه راځې نو خودبه دغه ډول خبرې ليکل کېږي . ته حجره توده ساته نو والله که به څوک بيادغه ډول شيان وليکي.خير دی داځل مو معاف کړه يارررررر


Abid
27.03.2006

هوتک لالا او علامه انګار صاحب ښې چارې.
د هوتک لالا بخښنه غواړم چې ستاسې په حجره کې له ما نه شوخي وشوه خو زه فکر کوم چې زما د ګناه سزا بايد انګار صاحب ته وکړې. ځکه چې دا اورستاسې حجرې ته د انګار له بڅرکو راغلی دی.
انګار لالا تا ته بايدوويل شي چې څومره زه په افغان ادبي بهير خپه شوی يم په ايمان يې درته وايم چې هومره په ټول افغان هم خوا بدی شوی يم او په دې خبره هم پوهيږم چې دا توطيه د ټول افغان دښمنانو سرته ورسوله او په ښه برياليتوب يې سر ته ورسوله. خو دا خبره ته ومنه چې تا ته بيا په کار نه دي چې بهيروالو ته دبړه مار ووايي ځکه چې ستا خو ټول ياران دي. لکه څنګه چې هوتک لالا ليکلي دي چې بهير څوک دي او ټول افغان څوک دی؟ زه هم دا وايم که ټول افغان چاڼ کړې نو د بهيروالو نه ډک دی.


Re: د پردېسۍ هجرې د تاوده مجلس ياران

azez
27.03.2006

[quote="انځورګر"]'ګرانووړونو او خوندو سلامونه[/quote][color=green][/color]ښې چارې پښتنو ښه ساعته متيردي


Re: د پردېسۍ هجرې د تاوده مجلس ياران

پاچاخوستي
27.03.2006

سلام ګرانووروڼواوپه تيره دپردېسۍ هجرې يارانوزه هم نوي يم ياني لمړي ځل دي چې ستاسوپه هجره کې ګډون کوم ٠
په اخيرکې عزيزته وايم چې زه فکرکوم ته هم نوي دهجرې ته راغلې زه اوته بايداوښيارووچې دانوره ياران خفه نه کړو



مجيب انګار
27.03.2006

عابد صاحب محترم سلامونه مې ومنئ!
اول خو له هوتک لالا نه معافي غواړم چې بياپه دې اړه څه ليکم. او بيا عابد صاحب ته عرض کوم چې ماداسې نه دي ويلي چې بهيروال دبړه ماران دي بلکې ماخو داسې ليکلي چې په بهيرکې ناست څوتنه دبړه ماران.


د يارانوهجره

پاچاخوستي
27.03.2006

[color=blue][/color]سلام ګرانووروه خاورې انګار
بهيروال ټول شاعران دي نه دبړه ماران بښنه غواړم بهيروالوچې ده خبره زه هم کوم .
وروره شاعران هغه څوګ دي چې پښتانه نړۍ ډير ورته په درنده سترګه ګوري هيله کوم چې په شاعرته به بل نوم نه ورکو٠
خداي دوکړي چې خفه نه شي


Re: د يارانوهجره

پاچاخوستي
27.03.2006

[quote="پاچاخوستي"][color=blue][/color]سلام ګرانووروه خاورې انګار
بهيروال ټول شاعران دي نه دبړه ماران بښنه غواړم بهيروالوچې ده خبره زه هم کوم .
وروره شاعران هغه څوګ دي چې پښتانه نړۍ ډير ورته په درنده سترګه ګوري هيله کوم چې په شاعرته به بل نوم نه ورکو٠
خداي دوکړي چې خفه نه شي[/quote]


Abid
28.03.2006

سلامونه انګار وروره
راځه جانانه تير په هير وګڼو
له محبت مو غيږ چاپير وګڼو
که چا ترخې ترخې خبرې کوې
هغه به هم د قند په څير وګڼو
له يارانو سره مصلحت وکړه که مو زه د پرديسۍ په حجره کې زغملای شوم نو راته وواياست.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more