د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ليلا
15.02.2006

ا
زما ګرانو وروڼو ، هوتک ، صميم کټوازی هادي حيران او نورو ،

هر کلی مو بختور او منور بولم ، اومننه ئې کوم
هوتک وروره ،بريالی اوسې ، د مشري خور پرځای خو دي نه يم او نه مي دې هم خدای دغسي کوي چې يودرځن ګړنګن ، خيرن خيچن اولادونه دې راپسي وي ، :oops: :oops: داخوبشپړ رمه ده :oops: ،د پالني چاره يي هم ګوري او که هسي حساب زياتوي ؟ :oops: :oops:
او کټوازيه ! ورورکه ، ولي ، ولي د جومات او هجرې فرق خو به درباندي مالوم وي کنه :roll: :wink: :wink: ( ټوکه ده خفه نشي )
هاديحيرانه ! خدای دي همداسي حيران کړه لکه چي زه دي حيرانه کړم !
انصاف دی روزي شه ، ګودر خود اجتماعي ميني او ټوليزي خواله مرکز وي ، البته سم وائې ، ځکه چي هجره خو تيار غوبل وي ،او ګودر ددی برعکس ! لکه څنګه چي مي ياد کړ !
نور بيا
په ټوله افغاني درنښت ، خور مو ليلا


کټوازی
15.02.2006

يا رانوسلامونه ، نېکې هيلې اوښې چارې ،
هادي جانه ! خدای دې انصاف در کړي ، ما غوښتل ، درته ووايم ، دا لمن دا سر تور سر ومنه ،که کومه ليکنه کوې ،بايد يو ځای يې ولولو ، دا دې کوم ريشخند شروع کړی ،چې ټولې برېښنا پاڼې او ورځپاڼې دې پۀ يوه ليکنه ډکې کړې وي، لږ ګوزراره کوه کنه ، خوبېخي دې واګې له لاسه وتلې ____________
پاته شوه د ليلو خور د جومات او هجرې د توپير خبره ،
نو ليلوجانې پۀ خدای چې د کار خبره دې کړې ،که داهم راباندې مالوم نۀ شي نو بيا خو هغه د چرسي خبره تيار کافر يم ،
وايي يوۀ چرسي مور ډېره ازورده کړې وه ، بله ورځ يې دا مور ورته ويلي وو ، چې خدای مې دې درنه خلاصه کړي ، د ورځې که مو نه پرېږدې د ا پېمشنی خو پۀ غم مه رالړه ،
دۀ ورته ويلي وو ، وايي ادکې ولې ځان نه پوه کوې ؟
ښۀ درته مالوم يم ، چې نه لمونځ کوم ، نه روژه نيسم او نه مې هم بل کوم داسې کار کړی ، چې خدای دې رانه خوښاله شي ،
نو چې دا پړشمی هم نه وکړم ، نو بيا راکې پاته څۀ شی دي ،تيار کافر يم :oops: :lol: کيسه مې له شکه خلاصه ده نو !
نو اوس ګرانې خورلڼې ليلوجانې !
که پرما هم د جومات اوهجرې توپير هم مالوم نۀ وي ،نو بيا خو ها د چرسي پۀ دود ، له هرې خوا وتلی يم ،کيسه مې له شکه خلاصېږي کنه !!!
_______________
خو خير ، نور خو راپوره سواست ، هازما کليوال څۀ سو ؟ ښايي اساميانو يي پر سر اخيستی وی ،( دوست محمدجان دريادوم ) خو بېخي يي درک ورک دی ، مخکې يي ويلي وو وا يي له ملا نه سم ولاړېدای ! خدای دې ورته خير پېښ کړي ، دا هندوستان دې خدای د مځکې له سره واخلي ، زموږ ډېر تنکي ځوانان يې د خپلې خاورې مېلمانۀ کړل !
ولاکه يي لا تراوسه هم د مړ ۀ او ژوندي درک مالوم وي ،زما يو ماما پۀکې لېونی شو دوولس کاله تللی وو،لوری يې نۀ وو مالوم ، اخېر يې مشر ورور ورپسې ولاړ او تر ډېرو منډو ترنډو وروسته يي وکړای شول چې کورته يي راولي ،
تربياپورې ستاسې صميم



مجيب انګار
15.02.2006

ليلا خورې سلامونه مې درواخلئ،هرکله راشې،پل موبختورشه!
خورې! دهادي باباخبروته غوږمه نيسه هغه هسې وېرول کوي(هادي خپه نشې ګوره)،داحجره خپل کوروکڼئ او مونږ خپل ورونه.
ياره هادي صميم رښتيا وايي داڅه کوې ياره يوه ليکه شل ځايه مه خپروه،دا دحجر اسوددکتاب خبردې درې پاڼوکې خپورکړی. نور داسې مه کوه يار.


Dost
16.02.2006

زماد هجرې یارانو،سلامونه مې ومنۍ !
هاهاهاهاهاها، صمیمه خدای دې خوار نکړه زه به مړ یم تۀ به خاندې ،دا(٩) ورځې مې ولاکه نیټ ته لار موندلې وي ، ډېر مې یادېدلاست .بېګا ناوخته لۀ بېنګلور نه راغلم کنۀ زه هجره کله در پرېږدم که مې ټوکي زده نه وي هاها خوبه درته کوم .
شکر روغ رمټ یم لۀ یادونې نه مو یو جهان مننه،پۀ ریښتیا هم موږ (دهجرې یاران) سم د چنګښو من یو،نه پوره کېزو کله یؤ ټوپ کړي کله بل .
لیلا،ستړې مشې هجرې ته مو هر قدم پۀ لېمو،خورکۍ باور خو مې نه راځي هسې نۀ چې دا د وطنمل یا د انګارلالا کوم شرارت وي چې پدې پلمه مو له بکواس (چټیاتو) نه خولې را تړې که څنګه؟؟؟ دا یوه غوره به پۀ تا پیرزو کړم هیله ده چې ځان ته یي متوجه نکړې
هغه زموږ پۀ ځای کي یوه ښځه روغتون ته راغلې وه پۀ روغتون کي دنظم دپلي کولو لپاره زموږ یو کلیوال ګمارل سوی وو خدای عجبه پوچه خولۀ ورکړې وه ،لۀ ناروغې میرمني ئې وپوښتل چې له کوم ځایه راغلې یې هغې ورته ویل چې له پلاني کلي (چې تقریبا٥اکیلومیتره لیري دی) بیایي لۀ میرمني وپوښتل چې پۀ څۀ شي کي را غلې یې هغې ورته ویل پیاده راغلې یم ،نو دۀ خدای وهلي ورته ویل چې مخ دې تووووووووور چې ناجوړه یې (په خدای که به ناروغه یې). :wink: :oops: :lol: :oops: په هر صورت چې خفه نسې ،هجرې ته راتګ مو یوه ښه اضعافه بولم پتمنه اوسې .

پۀ کلیواله پښتنه مینه ستاسي "دوست"


هادي حيران
16.02.2006

[quote:722b00da67="خاورې انګار"]دحجر اسوددکتاب خبردې درې پاڼوکې خپورکړی. .[/quote:722b00da67]

هاهاهاهاهاهاها انګاره دا د "حجرِ اسود" ټکى به ورته وايم. او تليفون نمره دې هم ورکوم چې د دې ټکي داد درکړي.



مجيب انګار
16.02.2006

هلکه هادي پام کوه ګوره چې داسې ونه کړې کنه نو غرک به مې کړې.
ګوره هغه خوارکي ته ځه پوره ليکوال او ژورناليست ښکارم والله داسې احترام مې کوي لکه زه چې پرې مشر يم.هاهاهاهاها...
ياره داخو دخپل منځ يوه ټوکه وه کنه. او هې هادي ! داځه چې په MSN کې درباندې غږ کوم ولې هيڅ ځواب نه راکوې مرور يې که داځه درته سړی نه ښکارم؟
ليلا ګلې رادانګه کنه يوځه خو وايه هډوپته دې نه لګي


هادي حيران
16.02.2006

[quote:7f3eba5723="خاورې انګار"]ګوره هغه خوارکي ته ځه پوره ليکوال او ژورناليست ښکارم والله داسې احترام مې کوي لکه زه چې پرې مشر يم.هاهاهاهاها...
[/quote:7f3eba5723]

بس نو جانانه ليکوالي او ژورناليستي دې لاړه. نن ماښام به درته زنګ وهي. بيا ما پوه کړه چې څه درته وائي. :P :D :P

ولا که تراوسه مې په MSN کې ستا سلام کتلى وي. چيرې بل چا ته به دې ويلي وي يا به درنه زما ID غلطه شوې وي. کنه زه داسې خو نۀ کوم. دې صميم نه پوښتنه وکړه چې کله ان لائين وي نو درې درې ساعته مې دا قيمتي مازغۀ راخرابوي خو زۀ وايم چې ځه خير دى کټوازى دى نو څه وکړو. :lol: :lol: :lol:

ليلا ته دې د رادانګلو ويلي دي خو دې هوتک او صميم ته هم ووايه چې دا د نامه نه لاندې او زنګانه نه بره مجړس نور بند کړي. ځکه چې د تورسرو په وړاندې دا چټيات غږول ښۀ نۀ دي. البته که ليلا اجازه ورکوي نو بيا خير دى.


Ajab
17.02.2006

الکه دا ځى راته لږ ښه ښکاري ښه
ښه ګپ شپ روان دى خو لږ ګورم چه دا خلک مې پکې پريدي او کنه!
ګورم چه څه وايي :wink:


ليلا
17.02.2006

ګرانو وروڼو او خويندو ،

سلامونه او نيکي هيلي !

ښه دی چې مجلس مو پسې تود شو ګنی ،پړه به ئې زما په غاړه راچول کېده ، او له ما به مو د قربانۍ ګډوری جوړاوۀ

صميم جانه وروره ، له خوږې ټوکي مو ډيره خوښه شوم ، خو دا نور درته خدايزده درته ولې غلۀ دي ؟ چي په چټياتو دي تورنوي ،او پۀ تيره بيا هادي ورور دي شخصيت تحريفوي ، څه برخه خو به دي ئې هم نه وی وهلې ،

[quote:2cca05bdc8] ،داحجره خپل کوروکڼئ او مونږ خپل ورونه.[/quote:2cca05bdc8]
انګاره وروره ، ډېره مننه ! خدای دې ئې د ټولو لپاره نېکمرغه لري ،
او بيا ليکي :
[quote:2cca05bdc8]ليلا ګلې رادانګه کنه يوځه خو وايه هډوپته دې نه لګي[/quote:2cca05bdc8]
انګار خانه وروره ! وار کوه کنه ، اتڼ خو نه دی چي در دانګم :oops: :oops: يو څه به لولو ،بيا به ئې ليکو !

[quote:2cca05bdc8]لیلا،ستړې مشې هجرې ته مو هر قدم پۀ لېمو،خورکۍ باور خو مې نه راځي هسې نۀ چې دا د وطنمل یا د انګارلالا کوم شرارت وي چې پدې پلمه مو له بکواس (چټیاتو) نه خولې را تړې که څنګه؟؟؟ دا یوه غوره به پۀ تا پیرزو کړم هیله ده چې ځان ته یي متوجه نکړې
هغه زموږ پۀ ځای کي یوه ښځه روغتون ته راغلې وه پۀ روغتون کي دنظم دپلي کولو لپاره زموږ یو کلیوال ګمارل سوی وو خدای عجبه پوچه خولۀ ورکړې وه ،لۀ ناروغې میرمني ئې وپوښتل چې له کوم ځایه راغلې یې هغې ورته ویل چې له پلاني کلي (چې تقریبا٥اکیلومیتره لیري دی) بیایي لۀ میرمني وپوښتل چې پۀ څۀ شي کي را غلې یې هغې ورته ویل پیاده راغلې یم ،نو دۀ خدای وهلي ورته ویل چې مخ دې تووووووووور چې ناجوړه یې (په خدای که به ناروغه یې). په هر صورت چې خفه نسې ،هجرې ته راتګ مو یوه ښه اضعافه بولم پتمنه اوسې .[/quote:2cca05bdc8]
دوست ککیه وروره ! له هرکلي مو مننه ،
خو زما هم باور نه راځي ،چي وروڼه مي دي دومره بي بند وباره ليکني وکړي ،يوه خور به ئې و نه لولي ، ځکه که هر څو هم شپه تياره وي خو مڼي په شمار وي ، او په دا زما پوخ ايمان دی ، نو بيا ستونزه په څه شي کی ده ، هادي ورور وايي ،
[quote:2cca05bdc8]لبته که ليلا اجازه ورکوي نو بيا خير دى.[/quote:2cca05bdc8]
وروره ، تاسي ولي ټوله غم په ما را پريږدئ ، که چيري ، يو نيم و پرځېد ،نو په هماغه ورځ ما مه ګڼئ ، ياني غير حاضر ه مي ګنئ، او يا هم داسي چې بيخي له سره دلته يم نه !
په ټوله افغاني درنښت ، خور مو ليلا


hotak
17.02.2006

يارانو په تيره بياليلاخانه وروره سلامونه اومينه
ياره گورۍ دخدای اورسول روي ته وگورۍ دا د دله گانو چمونه مه کوۍ.
يوکه موهسي له فورم نه زمادايستلوپلان جوړکړی وي نوبياخوسم دم غږ وکړۍ ياوټوخيږۍ چي هلکه هوتکه نه مو يی خوښ ځه ورک شه. زه به هم بس سمه خپله لکۍ په غره ننباسم اوهغه دپاکستانيانوخبره نو دو گياره به شم....
اوکه مودغه موخه نه وي نوبياموهغه دسليمانخيل اوکندهاري خبره څه غره کاه کوي چي له ځانه مونرښځي راته جوړکړي؟؟؟
سم دم ............م جان راته له ځانه ليلاجوړه کړي.....خالدجان مخکي دفرښتې په نامه ليکني کولې اومولوي طالب جان صيب له ځان سره دخاټول په نامه څوک عالمه فاضله ميرمن ملگري کړي وه. سبابله ورځ کيدای شي دپيښورهادي حيران هم دهاديې په نامه کومه چوکرۍ ومومي اوزموږدنيټ په ناتاريی راوننگوي...
زه چيلنج ورکوم چي ليلا والله بالله ثم تالله که ميرمن وي....ياخونرښځوکی دی اوياهم هغه څوک دی چي زه يی پيژنم...که يی نه منۍ نوبيايی په فني اوتخنيکي ډول درته ثابتوم.............
خودلته داخبره هم بايدچي سپينه شي چي دليلاپه شتون کي دفورم مجانين سم دم نشي غپلای. ښه به داوي چي ليلاجانه دکورآشپزخانه سمبال کړي اونيټ بازۍ ته صميم جان را ايله کړي.......مينه اومننه..........ستاسي کشره خوربي بي نصيره هوتکه


هادي حيران
17.02.2006

[quote:3a7332305f="hotak"]خودلته داخبره هم بايدچي سپينه شي چي دليلاپه شتون کي دفورم مجانين سم دم نشي غپلای. ښه به داوي چي ليلاجانه دکورآشپزخانه سمبال کړي اونيټ بازۍ ته صميم جان را ايله کړي
بي بي نصيره هوتکه[/quote:3a7332305f]
خدايه خير! ته به وَى چې ليلا يې بن ده. د بېچارګۍ هوتکې ترور نه يې وار پار خطا کړ. چې څوک سوزي مخ يې تور وي :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:



هيواد شېرزاد
18.02.2006

سلامونه ټولو دوستانو ته. د ټولو د هوسا ژوند په هيله .
ياره هوتک لالا خدای دې همداسې سپين لره چې دا سپينې خبرې درنه راوځي. رښتيا هم دا ځينې خلک په بل نامه ليکنې کوي، زما او ستا غوندې نه دي چې ان د کلي او کوڅې نوم مو هم ورته ليکلی .
بس نور دوی پوه شه او خدای که موږ به غولوي، يا دې يې خدای پاک داسې لېونيان کړي چې د (شين ټاغې) د هغه لېوني په څېر لکه فواره ګرد تاويږي او اوبه پاشي.


ليلا
19.02.2006

هوتک اکا ،
که د هجرې مجانين زما په شتون کي سم نشي غپلائ ،نو زما ئې د خدای په امان ،
خو باور وکړه ،زما په تشخيص کي دې غشی ختا ولاړ !
البته که مخکي چا درسره کومه انترنيتي لو به کړي وي ،دا بيا بيله خبره ده ، ځکه چي وايي پۀ شيدو سوی ، مستو ته ور پوکي :oops: :oops:
په خدای مو سپارم ،
په ټوله افغاني درنښت ، خور مو ليلا


سمه خبره ده

Muhammad Hafeez
19.02.2006

محترمي ليلى جاني خوري سلامونه او نيکي هيلي ومنه
پس له سلامه زه دا وايمه چه دا هادي حيران او کټوازي هسي اوزګار خيل دي سمه دمه ښځه ئي کور کي دي خپل کار کوه ستا په هجره کي څه کار دي چه رادانګي !!!
هسي نه چه څوک دي دلته خفه کړي او ګوره دا هادي حيران او کټوازي دوي چه دي د ښځو مرکي ئي ډيري خوښي دي خصوصا د کونډو هسي نه چه بله ورځ درته د و....ه ونه وائي بيا به څه کوي ؟؟؟ هله شابسي خپل اشپز خاني ته لاړه شه


کټوازی
19.02.2006

د پردېسۍ پۀ هجره کې د يارانو پر مجلس ،
پۀ لمنو ، لمنو سلامونه !
اخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخ
هوتک لا لا با و دې پېژندلم ،
ياره تردې پورې يوه غوره را پۀ زړۀ شوه ،
پۀ کراچۍ کې د هيجړاګانو ، ياني نرښځيانو ،يو پټ ګروپ چې لارې به يي و هلې ، يوه ورځ يو څو پښتنو ته لار نيولې وه ،پښتانۀ چې پرې رارسېدلي وو، نو چې د درېش او ياهم بل ږغ يې پرې پرې کړی وو ، پښتانۀ پرې پوه سوئ وو، نو پۀ تش لاس ورسره لاس تر ګرېوانه شوي وو ، دا يوۀ نرښځي پر دا نورو ږغ کړی وو ، وايي ،
هی خورې با ويي پېژندلو !!! :oops:
خير هوتک جانه !
دادی که تاته ليلا او صميم يو ښکارېږي ، نو ليلا خپل پخلنځی ياني اشپز خانه سمبال کړه او صميم يې در خوشی کړ ، خو خدای دې وکړي چې رښتيا هم همداسې وي ،او همداسې شي !! :oops: :oops: :oops:
________________
يارانو دمګړۍ به ګيله نه کوئ ، ولا چېرې روان يم ،ګنئ هريوۀ ته مې ځان ځانته ليکنه پۀ زړۀ کې وه ، هوتک دی ، خدای دې يي هدايت پۀ برخه کړي ، له صميم سره دومره وخت ولا که وي ،پۀ خپل اکاونټ کې ليکنې وکړي ، څۀ مخ به يي تور وي ، پۀ پردي نوم به يوه کرښه هم توروي ، او پر خپل قلم به سودا کوي ،
نور نو تر بيا پورې ،
ستاسې صميم


کټوازی
19.02.2006

د پردېسۍ پۀ هجره کې د يارانو پر مجلس ،
پۀ لمنو ، لمنو سلامونه !
اخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخ
هوتک لا لا با و دې پېژندلم ،
ياره تردې پورې يوه غوره را پۀ زړۀ شوه ،
پۀ کراچۍ کې د هيجړاګانو ، ياني نرښځيانو ،يو پټ ګروپ چې لارې به يي و هلې ، يوه ورځ يو څو پښتنو ته لار نيولې وه ،پښتانۀ چې پرې رارسېدلي وو، نو چې د درېش او ياهم بل ږغ يې پرې پرې کړی وو ، پښتنو يي ږغ پېژندلی وو او پرې پوه سوئ وو، نو پۀ تش لاس ورسره لاس تر ګرېوانه شوي وو ، دا يوۀ نرښځي پر دا نورو ږغ کړی وو ، وايي ،
هی خورې با ويي پېژندلو !!! :oops:
خوخير هوتک جانه !
دادی که تاته ليلا او صميم يو ښکارېږي ، نو ليلا خپل پخلنځی ياني اشپز خانه سمبال کړه او صميم يې در خوشی کړ ،
[color=cyan:1fa0b4cb3c]( خدای پۀ اماني يي درته وويله ،خدای خبر بيا يي ووينو !)[/color:1fa0b4cb3c] خو خدای دې وکړي چې رښتيا هم همداسې وي ،او همداسې شي !! :oops: :oops: :oops:
________________
يارانو دمګړۍ به ګيله نه کوئ ، ولا چېرې روان يم ،ګنئ هريوۀ ته مې ځان ځانته ليکنه پۀ زړۀ کې وه ، هوتک دی ، خدای دې يي هدايت پۀ برخه کړي ، له صميم سره دومره وخت ولا که وي ،پۀ خپل اکاونټ کې ليکنې وکړي ، څۀ مخ به يي تور وي ، پۀ پردي نوم به يوه کرښه هم توروي ، او پر خپل قلم به سودا کوي ،
نور نو تر بيا پورې ،
ستاسې صميم



مجيب انګار
19.02.2006

الله مبارک کند خدا مبارک کند...
هيواد لالا پځير! الله دې راوله،ياره دا چېرته يې چې هيڅ درک دې نشته؟ تاخو والله ټول افغان داسې پريښی لکه بېخي چې دې ليدلی نه وي....
دغسې کله ناکله سر راښکاره کوه...
ليلا خورې هوتک يوه غوره وکړه په دومره خبره کډه مه باروه داخو هجره ده غوره به سره کوونو...


Dost
24.02.2006

د پردېسۍ دهجرې ناځوانو یارانو سلامونه مې ومنئ .
هیله ده چې روغ ،جوړ او خوشاله به یاست .
دا ولې مو پۀ هجره دجمود پېریانو کډې اړولې دي ؟؟؟ اوکه مو یاتي دم وخوت ؟؟؟
لیلا ته دې خدائ انصاف ورکړي ،دا خومې ولاکه ارمان يي خو هغه زموږ صمیم جان يې له کاره راويست .
صمیم ګله! له یو ځل درواغو سره ورک سوې ،هادي جان نه وینې چې پۀ ډېرو درواغو ستړی کېزي هم نه . وېغام څۀ پروا یي ده کنۀ نو اؤس خو دومره سره بلد سوي یو چې پۀ ایمان پۀ لمړۍ لیکنه کې مې پېژندلی وې هسې مې پۀ انګارلالا تور لګولی و ځکه چې وائي (حب الوطن من الایمان) پدې هکله مې ستاسي د یوۀ کلیوال یوه خورا خندوکې غوره را په یاد سوه خواوس دي راباندي پور وي .

[quote:467b45c03b]سلامونه ټولو دوستانو ته. د ټولو د هوسا ژوند په هيله .
ياره هوتک لالا خدای دې همداسې سپين لره چې دا سپينې خبرې درنه راوځي. رښتيا هم دا ځينې خلک په بل نامه ليکنې کوي، زما او ستا غوندې نه دي چې ان د کلي او کوڅې نوم مو هم ورته ليکلی .
بس نور دوی پوه شه او خدای که موږ به غولوي، يا دې يې خدای پاک داسې لېونيان کړي چې د (شين ټاغې) د هغه لېوني په څېر لکه فواره ګرد تاويږي او اوبه پاشي.[/quote:467b45c03b]هیواده ګرانه ! د شر په ځای کې خو تا هم یو سلام را چولی ده کله کله خو سړی راسي ،زۀ خو چه هر ماښام راسم او نوې لیکنه مې تر سترګو نسي ولا ډېر خپه سم .

په مینه او درنښت ،ستاسي "دوست"



مجيب انګار
24.02.2006

اسلام عليکم ....
يارانو ښامارانو داچېرته یاستئ چې هيڅ درک مو نشته؟ هلکه صميمه لکه چې ته هم دچرګوټوغي وهلی يې؟
ياره زه خو په يوه داسې بلا اخته يم چې هک پک يې کړی يم او هغه داده چې دورځې وخت نه لرم چې نيټ ته کېنم اودشپې دنيټ سپيډ دومره کم وي چې دا دوه درې خبرونه په پوره درې ساعته کې ايله پورته کېږي. تاسې خو داسې مه کوئ يوڅه خو ليکئ. هوتک خو لومړی په مينه کې در په در وه او اوس نو دپيسو په ګټلو پسې ورک دی.


کټوازی
25.02.2006

.. دپردېسۍ پۀ هجره کې د يارانو پر مجلس ،
يو وارې بيا پۀ لمنو ،لمنو سلامونه !
اما بعد !
[quote:310cd344ad]لیلا ته دې خدائ انصاف ورکړي ،دا خومې ولاکه ارمان يي خو هغه زموږ صمیم جان يې له کاره راويست [/quote:310cd344ad]
دوست زړګيه !
تۀ لا اوس خبرېږې !؟ ولا لا ډېر پخوا يي له کاره ايستلی وم ، خو ږغ نه لرم ، ها د يوې کونډې خبره ( يوۀ سړي ،ډېره پۀ تنګ کړې وه ) که ږغ کوم کلی دی ، که يي نه کوم د بورې زوی روی دی !
خو څۀ ووايم ،
[quote:310cd344ad]صمیم ګله! له یو ځل درواغو سره ورک سوې ،هادي جان نه وینې چې پۀ ډېرو درواغو ستړی کېزي هم نه . وېغام څۀ پروا یي ده کنۀ نو اؤس خو دومره سره بلد سوي یو چې پۀ ایمان پۀ لمړۍ لیکنه کې مې پېژندلی وې هسې مې پۀ انګارلالا تور لګولی و ځکه چې وائي [color=white:310cd344ad](حب الوطن من الایمان)[/color:310cd344ad][/quote:310cd344ad]
ماشالله دا خو دې عربي هم زده ده ! :oops: :oops: خو پام چېرې اوبۀ درڅه بې ورخه نۀ سئ ،ياني باد دې پۀ کې ونه وهي :oops: :oops: اوبل تر حب الوطن خو دې جارسم ،چې له ايمانه دې دی ، خو باور وکړه تيار جټ يم ، ولاکه د پښتانۀ له څنګه کېنستی يم ،هو ! که تر ما بدتر يې نو بيا سمه ده ، سره غلطوو به، ياني سره وايو به يي ، پاته سوه ،د درواغو خبره نو ولابالله، له کله ،کله خو پرته که مې عادت وي ، خو هغه هم پۀ ضمير او خمير کې مې پاکستانيت اخښلی دی ،ګوندې خدای به مې نه پرې نيسي ،
خو خدای او رسول ومنه ،که به مې له هادي سره يو رنګه کوې ، د هغوئ نور کوم کار دی ؟ تمامه ورځ د ژوندي له غرې اور اخلي د مړي غرې ته يي نيسي ، د مړۀ له غرې اور اخلي ژوندي غرې ته يي نيسي ، بل کار خو خدای پر دوئ درولی ،
للو خور ښايي د هجرې لپاره غړک له مستو ډکه کړې وي ، او شاربي يي ، ژر به مو که خدای کول د شلومبي پۀ جامونو ونازوي ، او بيا به د هريوۀ پر شونډو يوازې همدا سندره زمزمه کېړي ،
......... نن مې پۀ غړته ،غړته بيا څښلې دي ،
............................ پۀ هجره کې مې وړيا څښلې دي
[code:1:310cd344ad]يارانو ښامارانو داچېرته یاستئ چې هيڅ درک مو نشته؟ هلکه صميمه لکه چې ته هم دچرګوټوخي وهلی يې؟[/code:1:310cd344ad]
يه ولا ، دشيطان غوږونه دې کاڼۀ وي ، موږ ته يي لا نه دی راپام ،
او راپام کېږي يي هم نه ! ځکه چې چرګې خدای نۀ دي را کړې ، خو خير ،
د Uploadingاو Downloading مسلې خو پۀ پاکستان کې وي کنه ، له موږ خو پۀ ورځنيو چارو کې انفلاسيون هر څۀ هېر کړي ، او د ښاغلي برق خبره چې کله ورته لږ توجه وکړو پۀ اتوماتيک ډول ان بېلينس سو ،
نور مو نو پر لوی څښتن سپارم ،
خو پر هوتک او هادي ښايي د دې لنډۍ صدق وشي ،
[color=cyan:310cd344ad].............. مينه دې وار پر وار کمېږي ،
............................... پر ځان پوهېږم له يارۍ اخلې لاسونه [/color:310cd344ad]


hotak
26.02.2006

[quote:d31d222585]خو پر هوتک او هادي ښايي د دې لنډۍ صدق وشي ،
. مينه دې وار پر وار کمېږي..... پر ځان پوهېږم له يارۍ اخلې لاسونه [/quote:d31d222585]
يارانو پيار اوگيډۍ گيډۍ سلامونه
يو!!! خور له موره ده که له ياري لاسونه واخلم خو دومره بوخت يم چي دغري گرولوته په کورآن که خلاص يم. دالرچاپوم دالر...خلک يی دناموس او ايمان په بيه چاپوي اوزه يی لکه نرله پوره ايماندارۍ سره نغدوم. سږکال مي پروموشن سوی او اوس ديوه پوره کنسورشيم په مالي برخه کي دټولوپلاريم....
زوي مي ندی چي زماله امره به غره پيايي........
نوري بيا اوس مي پريږدۍ چي يوزرگون نغد کړم......که شپه تياره ده مڼې په شماردي...تربياميني مينه


کټوازی
27.02.2006

يارانو ، سلامونه ،او نېکې هيلې ،
هوتک جانه ! د خدای او رسول روی و منه داد قارونيزم حسابونه ،کتابونه موږ ته مه وړاندې کوه ، ولا له وينو ورته ډک يم ، ګنئ له هجرې به دې پۀ زيړي مازديګر کډه باروم ،
_________________________________
انګاره وروره ، خوږ دې پر ما سه !
ګوره چې د ملالۍ جانې جويا پر سر را نه رخصت وانخلې ، او لکه خالد ، تېښتې ته ځان جوړ نه کړې ،
[quote:bcd7041ab3="هادي حيران"]

ليلا ته دې د رادانګلو ويلي دي خو دې هوتک او صميم ته هم ووايه چې دا د نامه نه لاندې او زنګانه نه بره مجړس نور بند کړي. ځکه چې د تورسرو په وړاندې دا چټيات غږول ښۀ نۀ دي. البته که ليلا اجازه ورکوي نو بيا خير دى.[/quote:bcd7041ab3]
د زړۀ سره داد نامۀ او زنګانۀ کيسه دې پۀ زړۀ پورې ده ،
يوۀ ژنکي ( هلک ) ته يي کوم همزولي ويلي وو وايي ، ( ستا د مور پۀ نس يې .....و ......م ......ن....ډ.....م.) هلک چې د خپل همزولي له خوا دا فوق العاده او مافوق الفطري کنځا اورېدلې وه ، نوډېر خواشينی سوی وو ، نېغ کورته راغلی ، مور ته يي ويلي وو ، پلاني نن داسې يوه عجيبه کنځا راته وکړه ، نه يي پرېږدم ،ورځم !
مور يې ورته ويلي وو ، چې هی لېونيه ور نه سې ،پروا يي نسته ، مشران او درېيمان سته ، کېنستا به سره پرې وکړي ،[color=blue:bcd7041ab3]((( يوه لوېشت به يي يا کښته کړي او يا پورته ) :[/color:bcd7041ab3]oops: :oops: ياني چې يوه لوېست يې کښته کړي نو پۀ دې ترتيب به پخپله د نښې منځ وويشتل شي :oops: :roll: :oops: :oops:
____________________________________
دوست محمد جانه ! دا تۀ څه کړې ؟ ولې نه ښکارېږې ، ها د خدای شرمولو سېګانېوالو ، پۀ دود ، د غوړ خوی کېېېېېېېېېېېېېېې ، که څه کېېېېېېېېېې!!!


Dost
28.02.2006

یارانو،یو ځل بیامو پۀ ګېډیو سلامونه مخې ته ږدم!
[quote:0582c853bf]دوست محمد جانه ! دا تۀ څه کړې ؟ ولې نه ښکارېږې ، ها د خدای شرمولو سېګانېوالو ، پۀ دود ، د غوړ خوی کېېېېېېېېېېېېېېې ، که څه کېېېېېېېېېې!!![/quote:0582c853bf]
یه ،ولا دا یو څو ورځې یوه څۀ په چکر کې یم ،خو بیاهم باقاعده هجرې ته راځم ،
هغه ستا دپاکستان پۀ سرحد کې د یوۀ افغان مهاجر یوعکس خانه وه چې یوۀ پاکستاني پکې یو تصویر ایستلی و،بس نو تصویر ئې تیار وو،کله چې یي خپل تصویر ولید(شايي پۀ لمړي ځل یې خپل ناولی مخ ليدلی وو) نو مهاجر ته يي خولۀ پۀ ......ومنډله ویل يې چې "زه اوس داسې ښکارم ؟؟؟ دا دې زما څنګه تصویر ایستلی" :roll: :twisted: مهاجر خوارکي ورته ویل چې وه کاکا قرااان ومنه ،همداسي ښکارې ،کنۀ نو په اینه کې وګوره ،خو هغه بل ظالم لا په هغۀ خرۀ سپور وو اوس دې .......ڼ قانع سي ،کله چې یې مهاجر عکاس ښۀ ستړی کړ نو پۀ اوچت اواز یې نارې کړې ((چې وۍۍۍۍۍ خدااااااایه چې مهاجر دې پیدا کولم خو سپی به دې پیدا کړی وم .))

نو صمیم ګله! شايي هر افغان ،پۀ هر ځای کې که وي لۀ یوې نه یوې ستونزي سره مخ وي .
خیر دا راته ووا یه چې دا یاران چېرته ورک دي ، لیلا چې هجرې ته راغلې وه هادي او انګار لالاخو به ګرده ورځ تر هجره راتاوېدل ،خو کله چې هغه هم .....وخته ، نو اوس ولاکه پۀ دوربین کې هم ښکاري .

نور مو پۀ لوی څښتن سپارم
پۀ درنښت ،ورور مو "دوست"


کټوازی
02.03.2006

[quote:90f385a2ad="Dost"]یارانو،یو ځل بیامو پۀ ګېډیو سلامونه مخې ته ږدم!
یه ،ولا دا یو څو ورځې یوه څۀ په چکر کې یم ،خو بیاهم باقاعده هجرې ته راځم ،
هغه ستا د[color=white:90f385a2ad]پاکستان[/color:90f385a2ad] پۀ سرحد کې د یوۀ افغان مهاجر یوعکس خانه وه چې یوۀ پاکستاني پکې یو تصویر ایستلی و،بس نو تصویر ئې تیار وو،کله چې یي خپل تصویر ولید(شايي پۀ لمړي ځل یې خپل ناولی مخ ليدلی وو) نو مهاجر ته يي خولۀ پۀ ......ومنډله ویل يې چې "زه اوس داسې ښکارم ؟؟؟ دا دې زما څنګه تصویر ایستلی" :roll: :twisted: مهاجر خوارکي ورته ویل چې وه کاکا قرااان ومنه ،همداسي ښکارې ،کنۀ نو په اینه کې وګوره ،خو هغه بل ظالم لا په هغۀ خرۀ سپور وو اوس دې .......ڼ قانع سي ،کله چې یې مهاجر عکاس ښۀ ستړی کړ نو پۀ اوچت اواز یې نارې کړې ((چې وۍۍۍۍۍ خدااااااایه چې مهاجر دې پیدا کولم خو سپی به دې پیدا کړی وم .))

نو صمیم ګله! شايي هر افغان ،پۀ هر ځای کې که وي لۀ یوې نه یوې ستونزي سره مخ وي .
خیر دا راته ووا یه چې دا یاران چېرته ورک دي ، لیلا چې هجرې ته راغلې وه هادي او انګار لالاخو به ګرده ورځ تر هجره راتاوېدل ،خو کله چې هغه هم .....وخته ، نو اوس ولاکه پۀ دوربین کې هم ښکاري .

نور مو پۀ لوی څښتن سپارم
پۀ درنښت ،ورور مو "دوست"[/quote:90f385a2ad]
دوست محمد جانه ! د سلامونو ګېډۍ دې پۀ مينه ، مينه رانيسم ،
زما له خوا يي هم و منه !
راځه داسې به وکړو ، تر يوې اوږدې مودې پورې به هجرې ته يو لوی قلف ورواچوه ، خلک پۀ خپلو ،خپلو کارونو پسې ورک دي، ولاکه يي موږ ته راپام هم وي ، يو پۀ امريکا کې ناست دی ، او پۀ درواغو د ځان پۀ صفت نه ستړېږي ،
او نور دلې پۀ پېښور کې راته مېشت دي ، ولا که د يوې خوا هم وي ،
نو زما خو داسې در خوښه ده ، چې ، نور به يي د بايي ، بايي پۀ نارو ولماتځو ،
_______________________
او بل موږ هم د هړتالونو پر درشل ولاړ يو ، سبا بيا ال پاکستان پايه جام هړتال دی ، تېره جمعه خو مو پۀ خلاص مټ ګډون پۀ کې وکړ ، خو دا وارې يي دام راته کښېښود ، چې افغانان بايد پۀ مظاهرو او جلسو کې ګډون و نۀ کړي ، ځکه چې افغانان د مظاهرو و لا تشديد ته لار هواروي ، ګنئ پۀ بل صورت کې به يوه مياست لمړی د اډهياله زندان ، او بيا د تورخم پۀ چکر بيول کېږي ، !!!
تېره جمعه چې مو د مظاهرې لپاره ځانونه تيارول ، ما ويل بېنرې به پۀ پښتو ليکو ، خو نورو راسره نه منل وايي پۀ پښتو څوک نه پوهېږي ،پۀ اردو به يي وليکو ، يوۀ بل ملګري ،چې ګېډه يي هم ډېره لويه ده، [color=blue:90f385a2ad]موږ ورته وايو له اولاده يې [/color:90f385a2ad] لا يو بل ډول عجيب او غريب وړانديز وکړ ، چې پۀ خلۀ راوړل يې ښايي پخپله يوه لويه بې ادبي او ګستاخي وي ![color=white:90f385a2ad]( خو نقل اګر کفر نباشد پۀ مصداق )[/color:90f385a2ad] وايي د کوپ ( و بښئ پوپ ) کاريکاتور به جوړ کړو ، او له شا به يو لوی ږیره ور د ملا عمر پۀ نامۀ ورته سم کړو :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :oops:
نور دې نو پرالله پاچا سپارم ، ياران ګورم چې ټوخېږي او که يه ! ، کنئ صميم دې تصيم ونيو ، چې څادر پر اوږه کړي !


هادي حيران
02.03.2006

[quote:5697fdbccd="صميم کټوازی"] تېره جمعه خو مو پۀ خلاص مټ ګډون پۀ کې وکړ ، خو دا وارې يي دام راته کښېښود ، چې افغانان بايد پۀ مظاهرو او جلسو کې ګډون و نۀ کړي ، ځکه چې افغانان د مظاهرو و لا تشديد ته لار هواروي ، ګنئ پۀ بل صورت کې به يوه مياست لمړی د اډهياله زندان ، او بيا د تورخم پۀ چکر بيول کېږي ، !!!
[/quote:5697fdbccd]
هلکه صميمه! ما خو حال نۀ ويلو خو تا په خپله ځان څرګند کړ. هغه ورځ مې د تېرې جمعې د هړتال ويډيو فلم (چې يو اخبار نشر کړى دى) کتلو نو تۀ مې هم پکې وليدلې چې يو ...... دې پشا کړى و او د کور په طرف خلاص وې. ظالمه هړتال څوک داسې کوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ښه ده چې دا ځل يې نۀ يې پرېښى ګنې نو بيا به دې د چا غريب سړي دوکان سوځولو او سودا به دې ترې خپل کور ته وړله !!!!!!!!!!!!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more