ادبي ټوکې ټکالې
Abid
26.01.2006
يارانو د کابل د سوړ زړه او بيګانۍ سړې شپې په څير ساړه، ساړه سلامونه مې واخلئ. صميمه وروره تاسې خو په دوه نومونو د هندي فلمونو د ډبل پاټ ورونو په څير يو وختلئ او دوه ګوني پرده مو وشلوله. خو اوس راته دا ووايه چې د په ادبي حلقه کې بيا د صميم خپل نوم څه دی؟ بله دا چې زه چې په کابل کې په کوم ځای کې اوسيږي هلته کټوازيان ډېر زيات اوسيږي او په خپل وطن کې د پرديسۍ ژوند تيروي، په شپږو مياشتو کې هم کور ته سر نه ښکاره کوي، ټوله شپه يو بل ته په پوچه خوله وينا کوي او جالبه يې لا دا وي چې خپه کيږي هم سره نه. خو زه چې کور مې په پيښور کې دی نو تر څو چې مياشت پوره کيږي، نو بيا مې پښې سپکې کړي او ځان مې بچو ته رسولی وي. فکر کوم چې تاسې به هم د نورو کټوازيانو په څير په مياشتو مياشتو کور ته سر نه ښکاره کوئ که څنګه؟ بله دا چې يو کټوازي راته تيره شپه يوه ټوکه کوله ويل يې چې يو خرډبه کوچی و چې په خپله عزيزولۍ کې ورته چا خور لور نه ورکوله. اخير ورته يو چا غاړه کيښوده چې خپله لور ورکړي. څو ورځې وروسته پته لګيدلې وه چې جينۍ ليونۍ ده. چا ته چې يې دا ليونۍ ښځه کړې وه هغه او مشر ورور پلان جوړ کړ اوله خيخانو کره لاړل. څنګه چې په کور ورننوتل او څنګه يې چې خسر زوم وليد ښځې ته يې غږ کړ:
وه ښځې هله لمڅی اوار کړه چې زوم دې په ړومبي ځل راغلی دی. په دې وخت کې پرې زوم غږ کړی چې توړۍ لمڅي ته حاجت نه شته، زما په کو - - يو لويشت ويښته ولاړ دي. په دې وخت کې پرې مشر ورور غږ کړی دی چې غول مه خوره پرون چې ما غو - - نو په کو - - خو دې يو ويښته هم نه هاهاهاهاها
خدای دې وکړې چې زما دا ټوکه په چا درنه تمامه نه شي او هر څه چې وايي کټوازي لالا ته دې ووايي ځکه چې دا ټوکه ما د ده له يوه عزيز نه اوريدلې.
د پرديسۍ د حجرې ټولو يارانو ته ښې چارې
ستاسې ورور عابد
کټوازی
27.01.2006
د پردېسۍ پۀ هجره کې د يارانو پر مجلس ،
پۀ ځوليو، ځوليو سلامونه !
او پۀ ځانګړي ډول ،عابد جان ورور ته سلامونه او ښې چارې !
عابدجانه وروره !
د خدای فضل دی ، پۀ وزګارخېله نړۍ کې مې هيڅ نوم نښان نشته ، دا تاسې مې هم بس ياست ! :oops: :oops: :oops: خو داچې د وزګارخېلو پېښې ياني تقليد بيا ولې کوم ؟ (پۀ دې مانا چې پۀ قلمي نوم ليکنې کوم )
دا نو يو ه رومانتيکي اړتيا ،يا پۀ اصطلاح Too Personal معامله ده ،چې پۀ خپل وګړ يز ژوندانۀ کې يي لرم ،او کومه ټوليزه بڼه نه لري !!!
هيله لرم ، پر مطلب به مې رسېدلي ياست !
خو د کار خبره دې دا کړې ، چې کټوازيان دې انډيوالان دي ،او اوس به دا ستونزه نه راپېښېږي ، لکه له هادي حيران سره چې لا تراوسه پۀ طبعه او ژبه نه سره پوهېږو ،
[quote:825073c2a0]بله دا چې زه چې په کابل کې په کوم ځای کې اوسيږي هلته کټوازيان ډېر زيات اوسيږي او په خپل وطن کې د پرديسۍ ژوند تيروي، په شپږو مياشتو کې هم کور ته سر نه ښکاره کوي، ټوله شپه يو بل ته په پوچه خوله وينا کوي او جالبه يې لا دا وي چې خپه کيږي هم سره نه. خو زه چې کور مې په پيښور کې دی نو تر څو چې مياشت پوره کيږي، نو بيا مې پښې سپکې کړي او ځان مې [color=white:825073c2a0]بچو [/color:825073c2a0]ته رسولی وي. فکر کوم چې تاسې به هم د نورو کټوازيانو په څير په مياشتو مياشتو کور ته سر نه ښکاره کوئ که څنګه؟ [/quote:825073c2a0]
خير دا خو مې درته وويل ، چې له موږوالو سره دې ، انډيوالۍ ، مرغيالۍ بولم ، پاته شوه ،داچې پر ما هم د هغوئ ګمان کوې !
يه زړګيه ! پۀ کور يم ، خو پۀ کور کې مې لا کور نه دی مالوم ،له پلاره له نيکۀ راهيسې دلې يو ، له اجدادو له خپل وطن ، کور کلي پردي سوي يو ، او اوس راته دا هرشی پردي او بېګانه ښکاري ، او بس ! پۀ خدای ، ژړا راغله ............................ ! [color=indigo:825073c2a0]( ښايي سايکالوژيک تاثير وي ، چې اغېزمن يو ورځينې !)[/color:825073c2a0]
خو خير ، دا معامله دې ډېره جالبه ده ،چې مياشت دې لاتېره کړې نۀ وي بيا دې د بچو پۀ پلمه زموږ ورېندارې ته ځان رارسولی وي ، خدای وهليه خو پۀ لوی لاس دې يو ه کيسه راپۀ زړۀ کړه ، چې پرتا يي صدق کېږي ،
زموږ يو کليوال وو ، نوی ، نوی وادۀ يي کړی وو، نو داستا غوندې بېخي به له کوره نه راؤت ، چې بيا به پۀ کوم کار پسې را ووت هم نوهغه کار به يي لا خلاص کړی نۀ وو ، بيا به يي د ښځې تخرګ ته ځان وررسولی وو ،
بله ورځ يې دا ښځې ته (چې ډېره ټوکي پېغله وه ) پرګودر کومې همزولې ويلي وو، چې خورې څۀ حال دې دی ؟
دې ورته ويلي وو ، وايي نوره ښه يم ، خو د ... ک ...... برخه مې پرې کړې [color=cyan:825073c2a0]( خدای مې دې ورځنې بې برخې کړي )[/color:825073c2a0] پلانی ګل مې پۀ لوی لاس له کاره په وايست :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
نو اوس عابدجانه ، چې له کاره دې ونه باسي ! :oops: :oops: :oops: :oops:
[color=white:825073c2a0]( زړګيه ! ټوکه ده ، چې خپه نه سې ! او بيا ګوره خو پۀ لوی لاس دې راپام کړ ، کټوازی يم کنه ! دومره به هم نه وايم :oops: :oops: [/color:825073c2a0]:oops: :oops: !)
[quote:825073c2a0]خدای دې وکړې چې زما دا ټوکه په چا درنه تمامه نه شي او هر څه چې وايي کټوازي [color=cyan:825073c2a0]لالا[/color:825073c2a0] ته دې ووايي ځکه چې دا ټوکه ما د ده له يوه عزيز نه اوريدلې.
[/quote:825073c2a0]
يه ، يه ! ولې به يي څوک ځانته متوجه کوي ، وېغام که پر دغۀ هم سره خپه سو ، نو بيا راپاته څۀ شی دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ازادې يي کوه ، هو ! که هرڅوک پکې څۀ وايي ، ماته دې يي ووايي ،دا رښتيا هم ده ،چې زما له يوۀ عزيزه به دې اورېدلې وي ، ځکه چې ما پخپله هم اورېدلې !!!
خو ګوره ! دؤس مې بوله ،لالا مې مه بوله !
تر بيا پورې ، ستاسې صميم
Waheed
28.01.2006
گرانو او محترمو د هجري يارانو السلام عليکم !!!!
محترمو ! څرنګه چه زه نوي ميلمه يم او زما د ستاسو دا د هجري مجلس ډير زيات خوښ شو او زه غواړم چه زه هم د تاسو سره په دي مجلس کي کډون وکړم خصوصا د محترم عبدالهادي حيران او صميم کټوازي ليکونه زما ډير زيات خوښ شو نو زه غواړم چه زه هم په دي مجلس کي شرکت وکړم له تاسو نه اجازه غواړم چه تاسو ما په دي مجلس کي د ځان سره شريکوي او که نه ؟؟
Abid
29.01.2006
کټوازی لالا سلام مې واخله
يو څو خبرې په ينام مې واخله
تاسې په رښتيا پوهيدلي ياست چې دا موږ غوندې شاعران ټول وزګارخيل دي. يوه وخت موږ په پيښور کې ادبي غونډې کولې. او له بده شامته زه د هغې غونډې وياند وم. يو شاعر راته د ستيج په سر يوه پرزه خط کيښوو چې ور پام مې شو نو ليکلي يې وو چې ((بيمار مې هسپتال ته راوستی دی او ټيک يو ساعت پس يې اپريشن ټيټر ته بيايي. که مهرباني وکړې او ماته د شعر ويلو وخت راکړې نو خوشحاله به شم.)) نو تا او خدای چې ته ووايه که دا کار د وزګارخيلو نه و نو کوم دوس به مريض په هسپتال کې پريږدي اوخپله تنده به په شعر ويلو ماتوي؟ بله دا چې يو ورور چې waheed نوميږي زما په څير د پرديسۍ په حجره کې وسيدل غواړي او تاسې نه يې اجازه غوښتې ده. تاسې که اجازه ورکوئ او که نه خو زه ورته په دې فی البديهه شعر بلنه ورکوم چې
خلاص به د خولې ور ساتې، دلته چې راځې اشنا
زړه به لکه غر ساتې، دلته چې راځې اشنا
په ټوله پښتنه مينه
ستاسې عابد
کټوازی
29.01.2006
يارانو ، عزيزانو ، سلامونه او ښې چارې !
او پۀ ځانګړي ډول ، وحيدجانه ،
ټول افغان ، او پۀ تېره بيا د هجرې مجلس ته مو هرقدم پۀ لېمو ،
داچې د هادي حيران ترڅنګ زما ليکنې دې هم ښې بللې ، منندوی مو يم !
ا و هيله لرم ،د هجرې پۀ مجلس کې به کوانده ونډه اخلئ ، هو ! نه به يي هېروو ، لکه څرنګه چې عابدجان درته ويلي ،
[color=cyan:e8052a2276]خلاص به د خولې ور ساتې، دلته چې راځې اشنا
............ زړه به لکه غر ساتې، دلته چې راځې اشنا [/color:e8052a2276]
خو يوې خبرې ته دې پام را اړوم ، له داخپلو کندهاري اصطلاحاتو سره به لږ پام کوې ، تۀ به وا کوم اصطلاحات ؟
يوه دوه غوري يي درت کوم ،
يوۀ کندهاري وايي چېرې وړۍ خرڅولې ( هلکه خالده ، ستا مخې ته دې خرۀ تېرېږي ) نو پۀ يوۀ کلي وربرابر سوی ، ډېرې نارې يي کړې ، چې [color=white:e8052a2276]وړۍ دي ، ښې سپينې وړۍ دي ، که يي اخلئ ، تيارې شړۍ دي !![/color:e8052a2276]
خو چا چندان توجه نه ده ورکړې ، پۀ ورته ډول يې يو څو نارې نورې هم کړې ، چې ستړی سوی وو ، نو يي نارې کړي ،
ويشتان دي ويشتان د مور د ..... کو .................... ويشتان دي ، :oops: :lol: :oops: :lol: که يي اخلئ ارزان دي !
يوه خو يي دا ، بله وايي ، چېرې يوۀ هوټل ته ورغلی وو ، چې مړۍ يې خوړلې وه ، نو چای يې هم راغوښتی ، پيله يي ورډکه کړې ، او خلې ته يي وړې ، هغه چای ډېر ګرم ياني تود وو ، شونډې يي په سوې وې ، پياله يي پورته کړې او پرمځکه يي ويشتلې ،
خلک ورته متوجه سوي ، چې څه کړې کاکو ،
دۀ پۀ زوټه نارې کړي ، وايي ، وووووووۍۍۍۍۍ د مور د ک...........و ........................س ....... سونډې مې وسوې :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
نور بيا ،
عابد جانه ، بيا به سره ګورو ، اوس ډېر ناوخته يم
تر بيا پورې ستاسې صميم
Muhammad Hafeez
29.01.2006
گرانه کټوازيه وروره السلام عليکم !
وروره زه خو له تانه ډير زيات خوشحاله شوم چه محترم وحيد جان دي ډير زيات نازولي هغه خداي خبر چه له دي ورسته د تاسو هجري ته راشي ځکه چه په پښتو کي وايي چه اول ئي ورور کړه او بيا ئي پ.....ي......س..........ړه نو ظالمه تا خو په اوله ورځ پري س.....ر کړو :shock: :shock: وروسته به ورسره څه کوي . :roll: :roll: :roll:
هادي حيران
30.01.2006
وحيده وروره! د کندهار نه پخېر راغلې! هر کله راشه.
صميمه! له کندهاريانو نه ځان لږ په ډډه ساته، هسې نه چې بيا دې د تېښتې لاره نۀ وي اؤ له خوالګر څخه [color=red:d6e62eb042]سوالګر [/color:d6e62eb042]شې.
عابدجانه! دا د اديبانو کيسې دې [color=white:d6e62eb042]بې ادبو [/color:d6e62eb042]ته مۀ کوه. بيا به يې هره ورځ درته يادوي او تر پوزې به دې پرې راولي.
هغه يو [color=red:d6e62eb042]بې ادبه [/color:d6e62eb042](هوتک) ډېرې ورځې وروسته راپيدا شو، د ځانګړيو بحثونو په فورم کې يې ماته څو ښکنځلې په خپله [color=white:d6e62eb042]مورنۍ ژبه [/color:d6e62eb042]کې ليکلې دي خو حجرې ته ګوره چې ولې رانغى؟.
کټوازی
30.01.2006
يارانو ، يو وارې بيا مې سلامونه او نېکې هيلې پۀ، نېک نېتۍ و منئ !
ګرانه ، عابد جانه تا ليکلي ،
[quote:ac0b8672bb]شاعر راته د ستيج په سر يوه پرزه خط کيښوو چې ور پام مې شو نو ليکلي يې وو چې ((بيمار مې هسپتال ته راوستی دی او ټيک يو ساعت پس يې اپريشن ټيټر ته بيايي. که مهرباني وکړې او ماته د شعر ويلو وخت راکړې نو خوشحاله به شم.)) نو تا او خدای چې ته ووايه که دا کار د وزګارخيلو نه و نو کوم دوس به مريض په هسپتال کې پريږدي اوخپله تنده به په شعر ويلو ماتوي؟[/quote:ac0b8672bb]
ښه نو تۀ او خپل خدای ، وزګارخېل ، خو لا څۀ ،هغه د موږوالو خبره ، پۀ غره کې باد نۀ دي وهلي ؟؟؟؟؟؟ چې ناروغ يې پۀ اپرېشن تهېټر کې پروت وي ،ا و دی ، د ډمانو پۀ مجلس کې ناست وي ! که يي پۀ جدي بڼه واړوم ، قسم مې دې پر خدای وي ، له يونانه را نيولې ، چې بېرته ، تر يونانه ورسېږي ،که هيچا ته هم خير سي !!! بس نور مې تر ږغېدا نه ږغېدا ښه ده د ټولګړو بحثونو پۀ فورم کې د هادي خيران پۀ نامۀ ، د هادي حيران د ناول د دوهمې برخې وړاندې کوونکي مې ماغزۀ پر بل مخ اړولي ، خو څۀ ووايم ،
وايي ،
له وېرې ، ږغ کولای نه شم ،
................................. د سوال ياري ده ، اوس به دړې ،وړې شينه !
خو هادي جانه ، د يوې سترې تېروتنې ، ارتکاب تا هم وکړ ، ولې دې د ټولګړو بحثونو پۀ بنډارخونه کې پر خپل ناول ،نظر و غوښت ؟
د پښتو ادب او ګرامر د خوار فورم ازار ووهلې ، ګنئ که دې پۀ اړونده څانګه کې وړاندې کړی وای ، لمړی کس به زۀ وم ، چې خپل ناچيزه اند به مې وړاندې کاوۀ !!
خو خير ، اوس به دې لږ طبعه په سمه سوې وي :oops: :oops: :oops: :oops: د بيا لپاره به پام وکړې ...................!
پاته سو، له کندهاريانو ، دغرې پوول ! :oops: :lol: نو مردګاؤ به درواغ درته وايي ، که بد وايې ، ځکه خو ما هم ورنه وغوښتل ، له داخپلو کندهاري اصطلاحاتو سره به لږ پام کوې !
او دا يو ه دوه غورې ، خو مې يوازې ، د خپل مطلب د تنوير پۀ موخه وړاندې کړې ، ګنئ تاسې يي مه منئ ، خو زۀ درته پۀ ايمان وايم ، هسې مې مجلس توداوۀ ، ياني ګرماوۀ ،
خو داچې محمدحفيظ جان يې پۀ کومه مانا اخلي ، ولاکه يي پرمطلب رسېږم ، هو ! دومره پرې پوهېږم ، هسې دا مجلس پۀ .................. غ ................ را وهي :oops: ياني را بې خونده کوي يي ،بل يې مطلب نسته !
خو خير ، Muhammad Hafeez جانه ! لمړی خو ،باور مې نه راځي ، ښاغلی وحيد به تردې وروسته زموږ مجلس ته رانۀ سي ، ځکه چې کندهاری دی ، د ميدان سړی دی ، کنه !!؟
او که بيا ، دا ستا خبره يي پۀ غوږ کې ونيوله ، بيا يي هم پروا نسته ، تۀ خو يې کنه !!؟؟؟
او که بيا ستا هم دا لمړی او وروستی وار وي ، نو دا سر تور سر او لمن و منه ، که به مو دا مجلس پۀ .............. غ .............................. را وهې :oops: :oops: :oops: :oops: خدای دې بل ځای توفيق پرې درکړي !
.................... هيله لرم ، سر به دې پرې خلاص سوی وي ،
Dost
30.01.2006
یارانو او پۀ تېره بیا نویو مېلمنو هر یو وحید او حفیظ صیب ،یو دسترخوان سلامونه او نېکي پیرزوني مي ومنۍ دهجرې راتګ تۀ مو پۀ ورین تندي هرکلی وایم .
غوښتل مي ستړې مشې درسره وکړم .ما ویل تاسي به فکر کوۍ چي دا څنګه دبېقدرو هجرې ته راغلي یاست ،کنۀ نو پۀ ایمان چي دا څو ورځې دملا له درده ډېر په تکلیف یم ،هرڅۀ ئې را نه هېر کړي دي ،کټ مټ لکه هغه زموږ دیوۀ کلیوال پۀ څېر لکه چې پخوا مي هم درته ویلي وو ،نوئ اذان ئې زده کړئ وو هغه کال مو ټولې روژې د دۀ له لاسه پۀ درۍ بجې بندولې ،یوه ورځ ئې د سحار اذان کولو چي الصولات خیرمن النوم ترې هېر سوي وو،پۀ همدې ځای ئې یوه شېبه سقوط وکړ او بیائي " حی علی الصلات او حی علی الفلاح " پرله پسې تکرارول
تر اذان یوه بله را پۀ زړۀ سوه زموږ د یوۀ کلیوال چي پۀ نظافت کي هم ښۀ ګلالی وو ،دکمیص د مخې لمن خو به ئي دا سي ښکارېده تا به ویل چې ښۀ ډېر خټکي او هندواڼې ئي خوړلې دي ، غزني ته نیزدې دپاړسیوانو پۀ جومات کي شپه سوې وه ،هلته ئي پۀ پاړسیوان امام پسې په جمع لمونځ کړئ وو،کله چي کلي ته را غی نو ویل به ئې چي ولا دا پاړسیوان خو هم پۀ پښتو قرائت وائي :oops: :lol: :oops: [/quote]
[quote:66549ea1a7]عابدجانه! دا د اديبانو کيسې دې بې ادبو ته مۀ کوه. بيا به يې هره ورځ درته يادوي او تر پوزې به دې پرې راولي.[/quote:66549ea1a7]
هادي جانه ،هغه ستاسي د بهیر دنقد پاڼه مي هم لیدلې . ادیبان به نۀ یو،خو دومره بې ادبه هم ولا که یو څۀ له تبليغات را پسي کوې .
تر بیا پوري ستاسي "دوست"
ذمه وال
01.02.2006
سلامونه
ستاسې دې فورم ته پخير راغلم.
زه به دعصمت قانع یوشعردرته ډالۍ کړم چې لږ ورته وخاندو:
ږيره ور په پارلمان کې
عصمت قانع
برېتوپه پارلمان کې ږيره ور په پارلمان کې
اخوان هم ورسره دی پرولترپه پارلمان کې(۱)
پياده به اوس غربي ديموکراسي شي په وطن کې
پرتوګ به هم بدل شي په نيکرپه پارلمان کې
ملاجانه پرهمدې دنيادحورو مزې واخله
له ښځوسره ګډ کوه غومبر په پارلمان کې
صحنه دباغ وحش ده خلکوراشئ تماسې ته
ماوليدو زمونږدکلي خرپه پارلمان کې
ټوپک خويې سمبول دی اما توپ هم ورسره دی
راکټ په پارلمان کې دی سکرپه پارلمان کې
کمال دچپن پوشه مداري دچالاکۍ دی
پخېږي له جنترسره منترپه پارلمان کې
ترږيره دسياف لاندې به ناڅي سرې او سپينې
فهيم به هم وهي جان واکرپه پارلمان کې
ستم دی که پرچم دی که شوله ده که پياوه ده
راټول دي داساسچ اوهمبرګر په پارلمان کې
درې ښځې به څلورکړي که تعداد يې پوره نه وي
پيسې به لاپيدا کړي قاچاقبرپه پارلمان کې
دننګ اودپښتوګټنه څه له ترې نه غواړې
معاشونه جاسوسان خوري په ډالرپه پارلمان کې
قانون به قانوني په بډه ووهي په ډاګه
محقق به هم مېخ کوب کاندي پرسر په پارلمان کې
زرداد او مسعودنشته نورخو ټول سره راټول دي
لوپردپاټکونولنډه غر په پارلمان کې
دافصل چې کرلی امريکادی ښادبه نه شي
راشنه دي دغنم پرځای جودر په پارلمان کې
(1) دپرولتا ريا دديکتاتورۍ افراطي داعيان
مجيب انګار
01.02.2006
دحجرې يارانوپه تېره هوتک خانه سلامونه!
هوتک صاحب خپله دېره دې پرېيښې او په ټولګري بحثونوکې اخته يې،او ګوره ياره هلته دې حيران ته داسې څه ليکلي چې ستاسې له شان سره نه ښايي، او بله داچې حيران صيب خو هم خپل سړی دی،يار دی داسې بدې ردې ويل خو والله که پکار وي.
اوبله داچې ياره داخلک به څه وايي چې دټول افغان حال وګوره چې اوس يې زاړه کاروونکي اوياران هم کنځلې کوي.
په تېره ليکنه کې چې ذمه وال کړې دقانع شعرمو ولوست که نه؟
هادي حيران
02.02.2006
[quote:ee47aa1872="خاورې انګار"]او بله داچې حيران صيب خو هم خپل سړی دی،يار دی [/quote:ee47aa1872]
انګاره! خاورې مۀ شې چې زۀ دې هم خپل ګڼلى يم. د هوتک په خبرو پسې مۀ ګرځه، په هره سيمه کې يؤ پرتوګ ويستلى خامخا وي، يؤ په ټول افغان کې هم سهي!! :lol: :lol: :lol: بله دا چې کور دې يې ودان وي چې هر څۀ ئې ليکلي نو په خپله هغه ژبه کې ئې ليکلي چې عربان ورته د سپو ژبه وائي. شکر دى مونږ هسې هم د سپو په ژبه نۀ پوهېږو چې ځواب ورکړو. بس په يوه خبره ډارېږم چې دا خپل غ...ڼ ډېر زيات يادوي، هسې نۀ چې د ټول افغان دا اوۀ سوه (٧٠٠) غړي يوه ورځ خپل غ....ڼونه په اجتماعي ډول ورښکاره کړي. په بېچاره به خوب خندا حرامه شي.
عابده، صميمه، دوسته، وحيده او نورو د حجرې ملګرو چيرې ياست؟ خداى مو خوار مۀ کړه بېخي ورک شوئ.
Dost
02.02.2006
یارانو،سلامونه
هیله ده روغ ،جوړ او خوشاله به یاست .
[quote:ea804f72a3]عابده، صميمه، دوسته، وحيده او نورو د حجرې ملګرو چيرې ياست؟ خداى مو خوار مۀ کړه بېخي ورک شوئ.[/quote:ea804f72a3]
هادي جانه! که ريښتیا راباندي وائې نو ولاکه مې اوس هجرې ته چندان زړۀ راځي .دا ستا او د هوتک لالا ناندریو دهجرې فضا یو څۀ خړه کړې ده ،هسې پۀ نه خبر مو ځانونه ګرم کړي ،دیوۀ کشري ورور پۀ حئث ولا ځان سپک هم راته ښکاري چې دا ډؤل خبر لیکم ،څو ځلې راغلم او چې څۀ به مې وليکل بېرته به پخپله وران کړل .
یؤ خو مې داد خبرو ګوډي صميم جان ته هم ماغزۀ واوړي چې چا لا قدم راخستی نۀ وي ،بیائي پۀ دروازۀ کي ښکرونه ور سره اړم کړي وي .
پۀ مينه ستاسي "دوست"
hotak
02.02.2006
هلکو سلامونه اومينه په تيره بياحيران صيب تاته خو پيخوري سلامونه
هلکه که تاته پخپل "ناول" دناولي په مانا يی اخلم باندي زمادنقدله امله غوسه درغلي وي نوبخنه غواړم. کنه نو نورخومي والله که هادي حيران ته په زياڅه ليکلي وي.پاتي شوې ټوکي ټکالي نوهادي غريب خوهسي هم په ټوکونه پوهيږي ځکه زه له هغه سره دخبروپرمهال دشډلو شډلو شيانو نومونه اخلم.
خوبيايی هم که بده مني نوبدبه وکړم چي له ننه وروسته به سپوڼ هم ورته وکړم.
خو اوتي بوتي دي نوبيادی هم نه ليکي. دناول په ځای ناولتياخوند نکوي. دغه رقم شيان خوماته هم راځي. خداو راستي که په ناول ليکلومي پيل وکړنوکه دسعدالدين شپون مړي هم راپسي ورسيږي. سعادت حسن منټوبه مي عورته شي که زمايوه داستان ته هم ټينگ شي..............
پاتي شوه ددوست دخفگان خبره نوهلکه خفگان مفگان به نه وي. په آشنايي کي خوکله ناکله هسي يوڅه پيښ شي کنه نوپه ټوليزډول فورم ښه دی.
ماد زړورپښتونه په نامه يوه لوده ته څه ليکلي وو چي له انگاره نيولي ترهادي حيران پوري ټولوراته ډانگي نيغ کړل اوهغوي زمازامن چي هغه زمادڅلورکلني وريرې په ژبه هسي کړتي پړتي وليکي هم نوڅوک څه نه ورته وايي.
دوي هم اوريدلي چي دهوتک بټۍ نن سبا هغه داندړوباباخيلو خبره سوټه ده.
بچيانودفروري په پاي کي مي گورۍ والله که مي ترډالرولاندي استادرباني هم پورته شي.....
کټوازی
03.02.2006
..... يارانو ، سلامونه ، نېکې هيلې ، او پۀ مينه ، مينه !
پۀ تېره بيا ، ورک هوتک ته ،
يو پر بل سپارۀ سلامونه ، پاستۀ ، لکه د ليلا لاسونه ، خواږۀ لکه قندونه ، درانۀ لکه غرونه ، تېز لکه برقونه او راڼۀ لکه د شرابوجامونه ............... !
هلکه دادې څۀ پر ناولي خرۀ پښه اړولې ، موږ خو هم څۀ تمامه ورځ د خلکو حجامتونه نه ورکړو ، چې را شا دې کړه ! چېرې وې ؟؟؟؟؟؟
خوخير ، ښه دی چې پخپله راغلې ، ګنئ د هجرې ياران مې ټول پۀ چغۀ درپسې ايستل ، ياره ، هغه د ټولګړو بحثونو پۀ فورم کې مې زړۀ وو، خو دا هادي جان راته ډېر معصوم ښکاري ، تر حم مې ورباندې راغی ،ځکه مې څۀ ونه ليکل ،
-----------------------------------------------------
هادي جانه! دادی راغلم ، ولا يو خو ، چا راته پۀ خوب کې وويل ،
[color=cyan:654f10b8ef].... خولګۍ به خاورې درله درکړم ،
........................................... تۀ هرځايي يې پر هجرو وايې حالونه [/color:654f10b8ef]
او بل نن سبا ، لږ غوندې ناخلاصه هم يم ، ولاکه مطالعې ته خلاص يم ، نېټ خو لا پرېږده ، ايله دومره وخت چې پيدا کړم ، هجرې ته سر راښکاره کړم ،او پر ټول افغان سر سري نظر وزغلوم ، نو ډېر څۀ مې کړي وي ، باور وکړه ، نن څو ومه ده ،که مې د هاټمېل پاڼه هم ليدلې وي ، يوې انجلۍ ته مې يوڅو داپر بلا ککړ عکسونه Share کړي ،ګوره څۀ عکس العمل يې ښولی وي ، خبر نه يم ورځنې ! ګنئ يو څۀ موده مخکې خو به ټوله ورځ پرکرښه وم .....!
_______________________
[quote:654f10b8ef] یؤ خو مې داد خبرو ګوډي صميم جان ته هم ماغزۀ واوړي چې چا لا قدم راخستی نۀ وي ،بیائي پۀ دروازۀ کي ښکرونه ور سره اړم کړي وي .[/quote:654f10b8ef]
هاهاهاهاها ،
ولا سم وايې ، زموږ پۀ کلي کې دوه وروڼه وو ، دا مشر يې ډېر ښۀ سړی وو ،او دا کسر يې ،زما غوندې ،يو لوی دله وو،له هيچا سره يي هم نه وه جوړه ، چټي ، چټي به هم ګرځېد ، له هر دويم ، درېيم کس سره به يي د ورځې يو دوه وارې خامخا خپړې لګولې ، ګنئ ټېک به يي نه کېد ،
نو دا مشر ورور به يي ويل پۀ مني چې پاکستان ته ځم ، له سره کور ،پر کور هر سړي ته لمړی زۀ ننواتی ورځم ، خوشاله کوم يې ، چې پۀ څوړمني (پسرلي )بېرته راسم ، صاحب جان بيا ټول خپه کړي وي ، نو دوبی بيا پۀ دغۀ حال کې راباندې تېر سي !
نو اوس ، دوست محمدجانه ! زماکيسه هم کټ مټ هماغسې ده ، خو هغه تاسې بيا دومره هم نۀ سئ کولای ، چې بېرته يي راپخلا کړئ ،
تر بيا پورې ، ستاسې صميم
هادي حيران
03.02.2006
[quote:249cfafafd="صميم کټوازی"]هغه د ټولګړو بحثونو پۀ فورم کې مې زړۀ وو، خو دا هادي جان راته ډېر معصوم ښکاري ، تر حم مې ورباندې راغی ،ځکه مې څۀ ونه ليکل [/quote:249cfafafd]
هلکه د خبرو ګوډيه! دا دې دوهم ځل دى چې دا خبره کوې. ددې مطلب دا دى چې تۀ ورباندې هيڅ هم نشې ليکلى. چې زۀ د هوتک په ښکنځلو نۀ يم خفه شوى نو ستا په خبرو به ولې خفه کېږم. هر څۀ چې دې په زړۀ کې وي وې ليکه. هسې نۀ چې وچوې.
رښتيا، په کرښه کېږې بيخي نۀ، لکه چې هغه د اختر څرمنې اوس خرڅوې؟؟؟ ځه الله دې مۀ بدرنګوه پيسې خو به ډيرې وګټې. هوتک هم دې مياشت کې په ډالرو سپور دى.
Stoman
04.02.2006
هادي جانه ،
دؤس به يي نۀ سي ليکلای ،خود نا خلاصۍ پۀ لومه ونښتم ،
خو پۀ هرصورت ،
يوه دوه نيمګړتياوې به يي در وښيم ،
کيسه يي پۀ ډېر مبهم شکل پيل شوې ، چې هيڅ تلوسه اوتر پايه کوم طبيعي جريان نه لري ،چې پر دې اساس ځای پرځای له منطقي پلوه ،تر پوښتنې لاندې راځي ،
د بېلګې پۀ توګه ،
1.... امير صيب چې پۀ کلي کې پر کومې انجلۍ اخته وي ، د هغې انجلۍ او امير صيب راز يو کمسنه چړي څرنګه ساتلای سي ؟
او که بيا ساتلای يې سي ، نو پردې برسېره ، د امير صيب وضعه ، له عبدالله سره ولې مشفقانه نۀ وي ؟؟؟
پکار خو دا وه ، چې امير صيب وضعه، يوازې ،له همدې کبله هم مشفقانه وای !!! ځکه چې ديوې لويي معاملې ، اصلي کيلي يي د عبدالله پۀ لاس کې دي !
2 ..... عبدالله پۀ ډېر ډاډه زړۀ د امير صيب راز اسحاق ته رسوا کوي،او هيڅ راز ډار نه محسوسوي ، دلته هم له منطقي پلوه دا پوښتنه را لاړېږي ،چې ولې ؟ او څرنګه يي هغه فوق العاده ډار چې له اميرصيب نه يي ان پۀ سم کار کې هم حس کوي ، پۀ بشپړ ډاډ بدلېږي ، ؟
همدارنګه ،کومه انجلۍ چې د امير صيب لپاره ، ځانګړي خواړۀ ،ورکوي ،عبدالله يي پۀ لار کې خوري ،او د اسحاق د اعتراض پۀ صورت کې يي هم نه پرېږدي، او وايي چې د امير صيب له برخې يي خورم کنه !!!
ايا د عبدالله لپاره پۀ تګ ، تګ کې نوموړي خواړۀ چې د انجلۍ له خوا پۀ مشخصه توګه و امير صيب ته لېږدول کېږي ،خوړل ،او بيا د اسحاق د اعتراض پۀ صورت کې لا تاکيد پرې کول ، سراسر غير منطقي او غير طبيعي نه برېښي ؟؟؟؟؟؟
همدا ډول ،د يوې بې سواده ،کليوالې ښځې له خوا، د مناظرې غوندې علمي اصطلاحات او لغات راوړل ، هم بېځايه برېښي !!!!_
خو هغه د اردو دانو پۀ دود، پۀ مجموعي حواله يي سم بللای سو ،خو که لږ خواري ورسره وشي ، او د فني نيمګړتياوو تر څنګ له منطقي پلوه يي هم نيمګړتياوې سمې کړې ، کيسه يي ډېره ښه ده ، خو داچې د ليکوال دکيسه ييز ځواک پۀ بدرګه نه ده انځور شوې ،ځکه بې خونده شوې ...............................!
او بس هادي جانه ! چې تر کومه ځايه ،پرې پوهېدم ،و مې ويل ، نور پۀ وس کې نه لرم ! د ملا ډګه دغه ده ، که لنډه که اوږده ده !!؟؟ :oops: :lol: :oops: :oops:
هادي حيران
04.02.2006
[quote:70c8604e3d="خوالګر"]
کيسه يي پۀ ډېر مبهم شکل پيل شوې [/quote:70c8604e3d]
خوالګره! ما خو پوره هڅه کړې چې هيڅ ډول ابهام پکې پاتې نشي. خو چې ته پکې اوس هم د ابهام خبره کوې نو داسې ښکاري چې تۀ د مدرسې د ژوند په اړه يا خو بېخي معلومات نلرې او يا ډېر کم دي. چونکې د کيسې پس منظر د مدرسې ژوند دى نو د هماغه ځايه يې پيل کېدلاى شو.
[quote:70c8604e3d]امير صيب چې پۀ کلي کې پر کومې انجلۍ اخته وي ، د هغې انجلۍ او امير صيب راز يو کمسنه چړي څرنګه ساتلای سي ؟ [/quote:70c8604e3d]
ايا دا فرض او واجب ده چې دغه چڼى دې د هغه راز وساتي؟؟ کۀ هغه يې ساتلاى شي او کۀ نۀ خو څۀ وکړي؟ تۀ څۀ نظر لرې چې د کلي کوم مشر سړى په دې خبره کې رازدان کړي يا د چڼي پلار راوغواړي؟
[quote:70c8604e3d]د امير صيب وضعه ، له عبدالله سره ولې مشفقانه نۀ وي ؟؟؟ [/quote:70c8604e3d]
تا ته څنګه معلومه شوه چې د امير صيب وضعه مشفقانه نۀ ده؟؟ اؤ د قاري صيب د خبرې په ځواب کې د امير صيب دا خبره چې:
[color=white:70c8604e3d]"پرون دې وران وران والى (وهلى) ؤ. خېر دى ماشوم دى لږه اوسله کوه". [/color:70c8604e3d]
د هغۀ د شفقت دلالت نۀ کوي؟ ها، کۀ تۀ د امير صيب لخوا د هغۀ د وهلو خبرې ته اشاره کوې نو دا خو د هغۀ بيلو نفسياتو ته اشاره ده چې د چڼي هغه کار په هغۀ د غوسې يؤ نا اشنا کيفيت راولي. خو وروسته يې بيا اعصاب ښۀ کېږي اؤ د چڼي سره بيا مشفقانه رويه کوي.
[quote:70c8604e3d]عبدالله پۀ ډېر ډاډه زړۀ د امير صيب راز اسحاق ته رسوا کوي،او هيڅ راز ډار نه محسوسوي ، دلته هم له منطقي پلوه دا پوښتنه را لاړېږي ،چې ولې ؟ او څرنګه يي هغه فوق العاده ډار چې له اميرصيب نه يي ان پۀ سم کار کې هم حس کوي ، پۀ بشپړ ډاډ بدلېږي [/quote:70c8604e3d]
زۀ فکر کوم چې دا خو ګرانه پوښتنه نۀ ده. امير صيب د هغۀ پلار نۀ دى اؤ اسحاق ئې د جومات ملګرى دى. په دې خبره هغه په اسحاق خپله معتبري اچوي چې ګوندې زۀ په دې جومات کې دومره مهم يم چې د امير صيب په دومره مهم راز کې هم په ما اعتماد کوي.
[quote:70c8604e3d]ايا د عبدالله لپاره پۀ تګ ، تګ کې نوموړي خواړۀ چې د انجلۍ له خوا پۀ مشخصه توګه و امير صيب ته لېږدول کېږي ،خوړل ،او بيا د اسحاق د اعتراض پۀ صورت کې لا تاکيد پرې کول ، سراسر غير منطقي او غير طبيعي نه برېښي ؟؟؟؟؟؟
[/quote:70c8604e3d]
کۀ ناول دې لږ په غور لوستلى وى نو پوه شوى به وى چې دغه خواړۀ هره ورځ همدغه انجلۍ نۀ ورلېږي. بلکې د کلي ټول کورونه په لمبر لمبر د امير صيب لپاره بيل خواړۀ ورلېږي. دا اتفاق دى چې په دغه ورځ د همدغه کور لمبر ؤ. اؤ لکه چڼى چې وائي هغه انجلۍ د هغۀ لپاره پکې زياته غوښه اچوي.
[quote:70c8604e3d]د يوې بې سواده ،کليوالې ښځې له خوا، د مناظرې غوندې علمي اصطلاحات او لغات راوړل ، هم بېځايه برېښي !!!!_ [/quote:70c8604e3d]
په سترګو ړوند شې :lol: دغه بې سواده او کليواله ښځه مناظره نۀ بلکې "منارضه" ټکى وائي. لدې څخه همدا مطلب دى چې هغه په دې ټکي نوره نۀ پوهېږي خو د خپل خاوند نه ئې اورېدلى دى او سم تلفظ يې هم نشي کولاى.
صميم ګله، کۀ تا کتلي وي ما د ټولګړيو بحثونو په فورم کې په دغه موضوع د هيچا د خبرو ځواب ندى کړى. نۀ مې په بل ځاى کې دا عادت دى چې زما په کومه ليکنه د چا اعتراضونو ته ځوابونه ووايم. ځکه چې زۀ څۀ ليکم نو هغه زما خپل نظر دى چې غلط هم کېدلاى شي او صحيح هم. اؤ ډېر خلک به ورسره اختلاف هم لري. د خلکو په دغه ډول اختلاف زۀ ډېر خوشحالېږم او کۀ څوک داسې دليل وړاندې کړي چې زما زړۀ ئې واخلي نو خبره يې هم منم.
خو ستا پوښتنې داسې وې چې کۀ ما ئې درته ځوابونه نۀ درکولاى ستا ذهن ته دا خبره راتللاى شوه چې ګنې زۀ دا پوښتنې د دې وړ نۀ ګڼم چې ځوابونه يې وويل شي.
په هر حال، تۀ خپل يؤ سوچ لرې اؤ پوره حق لرې چې زما يا د بل چا د ليکنې سره اختلاف وکړې. زۀ دې دغه سوچ ستايم اؤ مننه دې کوم چې بالاخر دې هم خپل اعتراضونه وليکل. ولې بيا هم تا په ما دا نيوکه کړې وه چې پکار وه ناول مې د پښتو ادب په فورم کې د کره کتنې لپاره وړاندې کړى وى اؤ زۀ نو اوس له تا څخه دا پوښتنه کولاى شم چې بيا تا دا غلطي ولې وکړه چې دا موضوع دې دلته راوړه؟ ولې دې د ادب اؤ يا هم د ټولګړيو بحثونو په فورم کې خپلې دا نيوکې ونۀ ليکلې؟؟؟؟
په درنښت
Dost
05.02.2006
یارانو سلامونه !
پرون خو مو زۀ هم حیران کړم ،کله چې هجرې ته راغلم فکر مې کاوو چې پۀ غلطه دروازه خو نه یم راننوتی ؟؟ یه دا دغم چړي مو هجرې ته هم رارسولی ،دلته مو هم بحث پې تود کړی ده خدای موخوار نکړه لکه د کونډې غوايي یؤ وزئ نۀ ،بل ننوزئ نۀ .
خو پۀ هر صورت که لۀ ادبې زاويې ورته ځیر سو نو ښې پوښتنې او ښۀ ځوابونه مو لیکلي دي خو که ئي هغۀ فورم ته کاپي کړئ نور نقادان به هم پوه سي چې نقد باید څنګه وسي . نور به دلته دچړیانو مړیانو مرکې نه خلاصوئ .
صميمه ! دوه کاله وړاندي پۀ ژمې کې دښکار لپاره د"سردې بند" ته تللی وم ،تاسي اوس ما دله ته ګورئ چې پۀ سرۀ ژمي لۀ شوقه مړ وم خیر هلته چې ورسېدم ،موټر سایکل مې پۀ بازچینۀ(داندړویؤ کلی)کي پۀ یؤ کور کې ودراوو ځکه چې پۀ بند کې بیا ډېري خټي وي تر غرمې سخت وږی سوم لۀ ځان سره مې فکر کاوو چې پۀ هغۀ کور کې به ډوډۍ وخورم ،دروازه مې وټکوله یؤ ماشوم ویل لۀ چاسره دې کار ده؟؟ ما ویل موټر سایکل مې راباسم چې ستاسي پۀ انګړ کې ولاړ ده،خیر دموټر سایکل پۀ چالوکېدو مې ځان ناوخته کاوو چې کور ولا انګړ ته راووت،ما یل ګوندي د ډوډۍ ست راته وکړي خو داسي نه وه ،راته ویل چې " وه هلکه د باندي ئي چالو کړه ،دلته فروشګاه مه راته جوړوه"
ریښتیا هوتک لالا مې هېر سو
[quote:56fb97e1a2]پاتي شوه ددوست دخفگان خبره نوهلکه خفگان مفگان به نه وي. په آشنايي کي خوکله ناکله هسي يوڅه پيښ شي کنه نوپه ټوليزډول فورم ښه دی.[/quote:56fb97e1a2]
هوتک جانه! ډالر خو دي دومره ډېر سه لکه دBill Gatesیاره نن خو ستا د یکشنبيز سلام نوبت ده موږ به درته سترګي پۀ لار یو .
Stoman
05.02.2006
يارانو ، سلامونه ، نېکې هيلې او ښې چارې !
هلکه هادي حيرانه ! افرين دې وي ستا پر جذباتي او احساساتي جوابونو ،ايله اوس د سړيتوب پر ميدان راښکاره سوې ،
ر ښتيا هم زۀ د مدرسې د ژوند له Back Ground څخه پۀ تمامه مانا خبر څۀ چې ليدلې مې هم نه ده ،خو ما دا نۀ دي ويلي چې کيسه ولې له مدرسې راپيل شوې ، بلکې پيل ته مې يي ګوته نيولې ،چې هيڅ بياني تلوسه او طبيعي پروسه پکې نه ده منعکس شوې ،او دا پړه مې د ليکوال د کيسه ييز ځوک پرنيمګړتيا او کمزورتيا ور اچولې ، او بس
دا بحث پر همدې ځای پرېږدم ، خو داچې ،دلته مې يي د رامنځته کولو پۀ تړاؤ پوښتې ، نو زړګيه ، پۀ اړونده څانګه کې خو، لکه څرنګه چې مې وړاندې وويل ، پخپله ليکوال يې بايد پرانيستې وای ، او پۀ ټولګړو بحثونو کې مې له دې کبله خپل اند روښانه نه کړ ، چې د نوموړي بحث پۀ تړاؤ دې او هغې پاڼې پۀ خپل منځ کې سره هيڅ توپير نه درلود ، اما څر نګه چې دا پاڼې پخپله د ادب د يوۀ منلي ژانر ( ادبي ټوکو ټکالو ) پاڼې ده ،ځکه يي د نوموړې پاڼې پر تله ،د پښتو ادب او ګرامر تر پاڼې ر ا وروسته دلته څېړل ، سم اوپرځای برېښي ........! او بس
تر بيا پورې ، ستاسې خوالګر
__________________________________
دوست زړګيه ، ستړی مه شې !
ولا دا چړي ماغود هسې راباندې ................ غ .................. بل يې مطلب نسته ، دی داسې فکر کوي ګواکې دا هم د مجلسي ،رباب او منګي د شاعرانو ،اواديبانو مجلس دی ، چې څوک به څۀ نه راته وايي ، او يو بل ته به د دروغجن او خپل جدان ته ورباندې مختورن داد او ډاډ ورکول کېږي ، هلکه پام ، دا ستا د پېخور او کراچۍ د مجلسي ، ربا ب او منګي د شاعرانو مجلس نه دی ، چې هر څۀ پکې چلېږي ، :oops: :oops: :oops: :oops:
تر بيا پورې ستاسې خوالګر
Stoman
11.02.2006
د طالبانو درک نشته ،
............................. پر هجره باندې يي پرېوتل ګړزونه
مادې اوږدو لارې څارلې ،
.................................. زۀ دې له لنډو لارو څۀ خبره ومه !!؟؟
قلمه بسته پرمخ مه ځه ،
........................ پۀ واک کې نه يم د يار غم به وليکمه !
ليلا
13.02.2006
ګرانو وروڼو ،
سلامونه او ښې چاري
او په تيره بيا خوالګر ورورکيه !
سلامونه او نيکي هيلي مې ومني
ستاسي مجلس ډير خوند راکړ ځکه ما هم کډه راوړه ، خو هغه خوالګر ورور داسې د نهيلۍ په لنډيو لمانځلي يو چي وار او پار يي راختا کړ ، ځکه چي خداي مکړه زما له راتګ سره ستاسي مجلس هم سوړ شي
په پای کي يو ځل بيا ټولو وروڼو ،هادي حيران ،هوتک ،صميم کټوازی ، دوست ،خوالګر او نورو ټولو لوستونکو او ليکونکو ته خپل د درناوي ډک سلامونه وړاندي کوم
په ټوله افغاني درنښت ، خور مو ليلا
hotak
14.02.2006
اخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخ
گرانې خورکۍ جانې؛
عجب زمادسکه خورنوم دي دی. ترمامشره ده موږ يی دادکه بولو. يونيم درځن گړنگن؛خيرن اوخچن اولادونه لري.مايی پخواپه اړه ډيرڅه ليکلي دي خوکه ژوند وو بيابه يی ډيري غوري درته وکړم. داوس لپاره خورا ډيربوخت يم. بخنه غواړم.
مينه اومننه ستاسي ټولوکشر ورور نصيراحمدهوتک
کټوازی
14.02.2006
ګرانې خورلڼې ليلا،
ټول افغان ته مو هر قدم پر لېمو ،
له سلامونو مو مننه ،او پۀ خوا کې يي زما سلامونه او نېکې هيلې هم ومنئ !
ستاسې له راتګ څخه ډېر خوښ يم ، که څۀ هم د هجرې پر يارانو بيا د لټۍ او ټنبلۍ پېريانو خورا درانۀ اړولي خو که خدای کول مجلسونه به مو تاودۀ وي ، او بيا چې ستاسې غوندې خور مو هم مټې شي ، پخپله زۀ خو ولا که پۀ زنځيرونو کې هم تم شم ، که له هرې لارې وو ،راځم به او دټوکو ټکالو خونه به توده ساتم ، خو يوه خبره ، اوس يې لا درته کووم ،زما دا خلۀ کله ، کله راڅه بې واکه شي ،او بېخي پر چټياتو سرشم ، بښئ به مې ! نور نو کيسه خلاصه ده ،
________________________
[quote:7950bf3a0a]اخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخخ
گرانې خورکۍ جانې؛
عجب زمادسکه خورنوم دي دی. ترمامشره ده موږ يی دادکه بولو. يونيم درځن گړنگن؛خيرن اوخچن اولادونه لري.مايی پخواپه اړه ډيرڅه ليکلي دي خوکه ژوند وو بيابه يی ډيري غوري درته وکړم. داوس لپاره خورا ډيربوخت يم. بخنه غواړم.
مينه اومننه ستاسي ټولوکشر ورور نصيراحمدهوتک[/quote:7950bf3a0a]
هلکه هوتکه ، پۀ نه خبره ورکه ! دادې څۀ پر ناولي خرۀ پښه اړولې ، داسې خو ولاکه مناسب وي ، دا نور که ولاړ،خو پروا يي نسته ،ځکه، چندان نه ده پرې ورکه ويرانه، له کريابې ورځې (د سړو له خوارۍ ) مو ګزاره ورسره کوله ، او تۀ چېرته ولاړې؟؟؟؟؟ قسم دی پرسر مې درته درد دی :oops:
ځکه ،له تا ډېره ګيله کېږي ، که د هادي غوندې وای خو له ګيلې مانې خلاص وې ، ځکه ګيله خو هم له سړي کېږي ،
تاسې دا هادي ته وګورئ ، بيا يي مخ څټ کړی ، انډيوال صيب دې خدای ژوندی لري زۀ يي له افته خلاص کړم ،ګنئ زما هم پۀ زړۀ کې وو،چې لږ به يي قبله درستوم ،خو هغه ډارېدم چې ولا دغه به مووروستی واروي سره !
يوه ډېره پۀ زړۀ پورې غوره مې نوټ کړې چې بيا يي درته ليکم ، د اوس لپاره همدومره ډېردي
هادي حيران
14.02.2006
[quote:0c42921f67="صميم کټوازی"]
انډيوال صيب دې خدای ژوندی لري زۀ يي له افته خلاص کړم ،ګنئ زما هم پۀ زړۀ کې وو،چې لږ به يي قبله درستوم ،خو هغه ډارېدم چې ولا دغه به مووروستی واروي سره !
[/quote:0c42921f67]
هاغه ورځ راته ملګري نجيب عامر وويل ( هادي! دا انډيوال ستا په هکله په اخبار کې څه ليکلي؟)
ما ورته وويل کوم اخبار کې؟
هغه وويل ( خبرونه ) کې.
ورته مې وويل چې (خبرونه اخبار ندى، د هندکيانو لخوا د پښتو د شرمولو يوه دسيسه ده. انډيوال پکې څه ليکلي، پرې نه يم خبر. خو ته راته ووايه چې څه يې ليکلي؟)
عامر وويل ( ليکلي يې دي چې هادي حيران بې لارې چې کالم ليکي نو زه يې ولې نه ليکم)
ما ورته وويل ( ما کله له کالم ليکلو منعې کړى خو هغه بېچاره په دې څه پوهېږي چې کالم څه ته وايي)
عامر وويل ( ما انډيوال ته فون وکړ چې هلکه دا دې څه ليکلي؟ نو انډيوال وويل چې ما ورته د مينې نه "بې لارې" ليکلى. ما ورته وويل چې "د خر مينه لغته وي")
نجيب عامر ورته ښه ويلي دي کنه چې د خر مينه لغته وي. زه به ورته څه
[quote:0c42921f67]ووايم؟ستاسي مجلس ډير خوند راکړ ځکه ما هم کډه راوړه [/quote:0c42921f67]
ليلا پخېر راغلې. ستړې مشې. ښه شوه چې راغلې خو في الحال به په کډه نۀ راتلى. لږ به دې کتلي وى چې په غلطۍ خو نه يې راغلې؟؟؟ دا ګودر نۀ دى چې ورته داسې په خندا خندا راروانه يې. حجره ده او حجره هم داسې چې ................. يره خو نو!!!!!!!!