ادبي ټوکې ټکالې
hotak
25.12.2005
اخخخخخخخخخخخخخخ حسن خانخيلو سلامونه اومينه!
اوس نوله يوه راته دوه سواست. خدای موخوار مه کاڼه خور له موره ده لابه غره درجي پيايم... :wink: رامعلوم ياست.....
اوس نودحسن خانخيلو دوه غوري درته کوم...
وايي يو وخت سېگانې ته دشورويانوقوه راغلي وه. پلټنه اوتلاشي يی کوله.خلک يی سخت په ځورکړي وو.خلکومشوره سره وکړه چي وېغام الي يی دايي وړ حال راباندي جوړکړی ورسۍ ورته واياست دؤسانو خپل وبل نه سره پيزنۍ..
ياتي کرار دسيگانې څومسيران ورغلي شوروي افسرانو ته. ورته وايي دخدای لپاره دوست اودښمن خويوڅه سره وپيزنۍ. ويغام خوموږهم تاسي وال يو. سره خلقيان يو.
شوروي افسرورته ويلي تاسي څه ثبوت لرۍ چي تاسي خلقيان ياست؟
دوي ورته ويلي سي په تاسي کي هم خور ومورنده معلومه اوپه موږيی هم والله که چنداني فرق وي. :lol: :lol: :lol: (يارانو دبې ادبۍ اوگستاخۍ بښنه....په تيره بيا له غيرتي حسن خانخيلو اوسليمانخيلونه سل سل واري بښنه. زه دهغوي تړلی چرگ يم.هسي داخبره ترټوکه راياده سوه. جدي يی مه نيسۍ..صميم يی که جدي ونيسي نويارمي دی...)..........اوس همدومره..ځم چي هلته په کرسمس کي ميلمه يم....
مينه مننه ..............ستاسي نصيراحمد "هوتک"
مجيب انګار
25.12.2005
راشه که تودېږې!
هوتک لالا سلامونه او ښې چارې!
وروره که رښتيادرته ووايم زه خوپه دغو پلانکي خېلو او بيستانکي خېلو چنديانې نه پوهېږم اوداځکه چې زه وايم چې ټول يو پښتون دی او بس؛خوبياهم زه په خټه کټه خېل اوبياورپورته سلېمانخېل يم،وايي چې نيکونه مو له کټه وازه راغلي او په شمالي(ميربچه کوټ،کابل) کې مېشت شوي؛خوخدای پوی شه چې دابه دڅومره پخوا خبره وي ځکه چې تراووم پوشت خومې راته مالوم دي چې په همدې شمالي يا کوهدامن کې زېږېدلي...
ياره زه دې هم دسلېمانخېلو په ډله کې خمبيره کړم...
زه پروانه کوي... خو دومره پام کوه چې بياخلک په غوسه کېږي،ډېرې ... مه کوه
ستا انګار
Dost
27.12.2005
ټولو درنو وروڼو او خویندو ،تاوده سلامونه مي ومنۍ!
هیله ده چی روغ ،جوړ او خوشاله به یاست .
.........ائ هوتک لالا،دومره دروغ [quote:309cddfefa]دتربورانوکيسې درخيرکړم....
شرنه،پتنه ،نظرخانه ومشخيله..........[/quote:309cddfefa]
ولا،سخت دي ووېرولم . ما ویل خو هغه ده تر پتني راواوښت په ښرنه را ګډ سو،اوس به نو څه ورسره کوو.حیران شوم داپه غضب ککړ چه هغه د ماشومانو په اسطلا دقانوس د وختو ده که څه....خو کله چی دي د حسن خانخېل په سېګانه کي یاد کړي ،پوهه سوم د درووغو ګوډئ ئې .خدائ وهلې هسي دی زمونږ د کلیو نومان زده کړيدي ،چی چیرته په زابل کي کومي نادري ،نابلدي در پېښي سوې وي هغه بیا په موږوالو راتپې . خدائ دي انصاف درکي هغه د قوې کیسه خو، ستا په تربرو تره کو(زابلیانو) کي پېښه وه . اوس وزګار نه یم په والله چی د اکا د زامنو (په هند کي)خو به دي کتاب کتاب غوري درولېږم .
..اوس به مو دحسن خانخېلو په یوه غوره ونازوم
وائي یو کال یو حسن خانخېل هند وستان ته راغلئ ؤ ،د کلکتې په ښار کي روان ؤ د سړک په غاړه یوه لرغونې ودانۍ وه چی کټه مټه زمونږ او ستاسي برجورو کلاوو ته ورته وه .یوه شېبه حیران رته درېدلی وو،ویل ئې چي کشکي دا کلا خو مي چي په اومنه (ولسوالي)کي وای او پنځه،شپږ بديوي هم را پوري وای . :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
---------------------------------------------------------------------------
په مینه ستاسی کشری ورور "دوست"
کټوازی
27.12.2005
د پردېسۍ پۀ هجره کې د سپکو ورکو د غوبل يارانو ،
سلامونه او ښې چارې ،
[quote:059ee7a512="hotak"]اخخخخخخخخخخخخخخ حسن خانخيلو سلامونه اومينه!
اوس نوله يوه راته دوه سواست. خدای موخوار مه کاڼه خور له موره ده لابه غره درجي پيايم... :wink: رامعلوم ياست.....
اوس نودحسن خانخيلو دوه غوري درته کوم...
وايي يو وخت سېگانې ته دشورويانوقوه راغلي وه. پلټنه اوتلاشي يی کوله.خلک يی سخت په ځورکړي وو.خلکومشوره سره وکړه چي وېغام الي يی دايي وړ حال راباندي جوړکړی ورسۍ ورته واياست دؤسانو خپل وبل نه سره پيزنۍ..
ياتي کرار دسيگانې څومسيران ورغلي شوروي افسرانو ته. ورته وايي دخدای لپاره دوست اودښمن خويوڅه سره وپيزنۍ. ويغام خوموږهم تاسي وال يو. سره خلقيان يو.
شوروي افسرورته ويلي تاسي څه ثبوت لرۍ چي تاسي خلقيان ياست؟
دوي ورته ويلي سي په تاسي کي هم خور ومورنده معلومه اوپه موږيی هم والله که چنداني فرق وي. :lol: :lol: :lol: (يارانو دبې ادبۍ اوگستاخۍ بښنه....په تيره بيا له غيرتي حسن خانخيلو اوسليمانخيلونه سل سل واري بښنه. زه دهغوي تړلی چرگ يم.هسي داخبره ترټوکه راياده سوه. جدي يی مه نيسۍ..صميم يی که جدي ونيسي نويارمي دی...)..........اوس همدومره..ځم چي هلته په کرسمس کي ميلمه يم....
مينه مننه ..............ستاسي نصيراحمد "هوتک"[/quote:059ee7a512]
يه ، يه هوتک جانه ! ولې به يي جدي نيسو ، وېغام دومره خوپۀ ټوکو پوهېږو ، خو راځه چې د يوې ترلې غوره دې درته وکړم ،
زموږ پۀ کلي کې يوه قبيله چې له ډېر پخوا راهيسې له زابله راغلې او دلته ميشت شوې ، دوئ ځانونه د بهاؤالدين زکريا اولاده ګڼي ، پلرونه او نيکونه يي ډ ر ښۀ او دينداره خلک وو ، خلکو به ډېر عزت ورکاوۀ ، خ و اوس پاته اولادې ته يي خلکو عزت خو مه ورکولای ، بالعکس چې خوا يي ځنې بده شي ، نو يي پنج پدره بولي ، دا ولې ؟
واقعيت دادی ، دوئ هسې چټي ځانونه د بهاؤالدين زکريا اولاده ګڼي ، د دوئ انا چې پۀ زابل کې د يوۀ خان لوروه ، له يوۀ کوچي سره يي ډېرې مرموزې او تودې اړيکې لرلې ، بله ورځ چې کوچيان بې ځايه کېدل ياني له يوۀ ځايه بل ځای ته کوچېدل ، نو پۀ کډو کې ور سره راتښتېدلې ،خو داچې دا له مزلو سره بلده نه وه ، او پۀ لمړي ځل يې ودومره اوږد مزلۀ ته ملا تړله ، نو پۀ لاره کې چېرې له کوچيانو پاته شوې وه ، خو پۀ دې ځای کې يو څو موږوال په وربرابر سوي ، پر پدر دې نالت سي پۀ اووه کسه نيولې وه ، زياتي چې ها څۀ يي پۀ وس کې لارۀ هغه ورسره کړي :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:
هوتک جانه ! پۀ ضديت يې و نه ژباړې ، ولا دا پۀ موږ والو کې يو تاريخي واقعيت ګڼل کېږي ، درواغ نسته پکې ، او بيا دا کيسه زما دا ستا د خور او مور پۀ نه پېژندلو پورې را پۀ زړۀ سوه ، رښتيا هم پر پدر دې يي نالت سي سېګانېوالو دغسي ځای ته پۀ کره خرېيلي وي ولا که يي بيا ښې او بدې ته ګوري :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:
خو هغه پۀ Pm کې دې ډېر وخندولم ، ولا به دې هومره وخندوم ، خو هغه له ترلې څخه مې ولا که واټن نيولای سم ، له A تر Z دې پۀ ټوله کيسه پوه کوم
[quote:059ee7a512="خاورې انګار"]راشه که تودېږې!
هوتک لالا سلامونه او ښې چارې!
وروره که رښتيادرته ووايم زه خوپه دغو پلانکي خېلو او بيستانکي خېلو چنديانې نه پوهېږم اوداځکه چې زه وايم چې ټول يو پښتون دی او بس؛خوبياهم زه په خټه کټه خېل اوبياورپورته سلېمانخېل يم،وايي چې نيکونه مو له کټه وازه راغلي او په شمالي(ميربچه کوټ،کابل) کې مېشت شوي؛خوخدای پوی شه چې دابه دڅومره پخوا خبره وي ځکه چې تراووم پوشت خومې راته مالوم دي چې په همدې شمالي يا کوهدامن کې زېږېدلي...
ياره زه دې هم دسلېمانخېلو په ډله کې خمبيره کړم...
زه پروانه کوي... خو دومره پام کوه چې بياخلک په غوسه کېږي،ډېرې ... مه کوه
ستا انګار[/quote:059ee7a512]
واه -واه انګار جانه ! پخير ، راغلې ، چېرې ورک يې ؟
ياره تاسې خو ټولو ځانونه ،پۀ کټوازيانو پورې وتړل ، يوه ورځ خالد جان -انځورګر هم راته وويل چې پۀ ما کې هم د کټواز رګ سته ، انا مې د کټواز وه ، او بيا پۀ کټواز کې سلېمانخېله وه ، يو هوتک پاته دی ، خو هغه هم که لږ له ادې څخه يي لږ لاندې باندې پوښتنې وکړي ، ولالا به مې له يوې خوا بچی شي (مطلب مې خوريی دی ) :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:
کټوازی
28.12.2005
[quote:85d409b01b="Dost"]ټولو درنو وروڼو او خویندو ،تاوده سلامونه مي ومنۍ!
هیله ده چی روغ ،جوړ او خوشاله به یاست .
.........ائ هوتک لالا،دومره درو[color=cyan:85d409b01b]ا[/color:85d409b01b]غ ولا،سخت دي ووېرولم . ما ویل خو هغه ده تر پتني راواوښت په ښرنه را ګډ سو،اوس به نو څه ورسره کوو.حیران شوم داپه غضب ککړ چه هغه د ماشومانو په اسطلا دقانوس د وختو ده که څه....خو کله چی دي د حسن خانخېل په سېګانه کي یاد کړي ،پوهه سوم د درو[color=white:85d409b01b]ا[/color:85d409b01b]غو ګوډئ ئې .خدائ وهلې هسي دی زمونږ د کلیو نومان زده کړيدي ،چی چیرته په زابل کي کومي نادري ،نابلدي در پېښي سوې وي هغه بیا په موږوالو راتپې . خدائ دي انصاف درکي هغه د قوې کیسه خو، ستا په تربرو تره کو(زابلیانو) کي پېښه وه . اوس وزګار نه یم په والله چی د اکا د زامنو (په هند کي)خو به دي کتاب کتاب غوري درولېږم .
..اوس به مو دحسن خانخېلو په یوه غوره ونازوم
وائي یو کال یو حسن خانخېل هند وستان ته راغلئ ؤ ،د کلکتې په ښار کي روان ؤ د سړک په غاړه یوه لرغونې ودانۍ وه چی کټ مټ زمونږ او ستاسي برجورو کلاوو ته ورته وه .یوه شېبه حیران رته درېدلی وو،ویل ئې چي کشکي دا کلا خو مي چي په اومنه (ولسوالي)کي وای او پنځه،شپږ بديوي هم را پوري وای . :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
---------------------------------------------------------------------------
په مینه ستاسی کشری ورور "دوست"[/quote:85d409b01b]
ګرانه ! اوس يې نو ماته راپرېږده ، ولاکه يي لا شملزي راڅخه پاته شي ، که لا تره کي او که لا ناصر .........!
خو داچې ، ډېر رقيق عواطف لري ، هسې نه چې پۀ ضديت يې واخلي ، ځکه چې خپګان يې پۀ ډېر قېمت هم پرځان نشم رانيولای ..................... پروا يي نسته که يي د اومنې حسن خانخېل پۀ سېګانه کې رايادول هم ........... ټوکې دي ،کوو به يي سره ،
خو داچې دی دا ونه وايي ، چې هسې ځان راڅه خلاصوي ، ولا به يي د يوۀنږدې تربور (تره کي )يوه پۀ عجيب کې عجايبه ور وسروم ، که د کليفورنيا تر غرو هاخوا اوړي هم ..... :oops: :oops: :oops: !!!
يو کالي ، يايي پۀ غزني کې زموږ ديوۀ کليوال پۀ هوټل کې د يوۀ تره کي شپه سوې وه ،د شپې خدایزده سي چا؟ دا لوی کار ورسره کړی وو :oops: :oops: :oops: :oops: نو يايي پۀ داسهار له هوټله راوتلی پر سړک ناست ده ،له ځانه سره ژاړي ، خلک په را ټول سوي چې اکا-ولې زاړې ؟
دۀ ، له ګونډو سر ورته راپورته کړی ، يايي ، بېګا مې دا مخامخ د سلېمانخېلو پۀ هوټل کې شپه وه،سي نيمه شپه سوه ،يو راته سم سو، ياتي يي هغه کانې راباندې وکړې ، سي خدای که تر ننه ام چا رابانې کړې يي :oops: :oops: :oops:
پۀ دا خلکو کې يو چا ورته ويلي ،سي اکا هر چا سي داکار کړی يي درسره ، پر پدر دې يي نالت سي ،خو اوس زاړه مه ولې خلک پۀ ځان خبروې !!؟؟ :oops: :oops:
يايي دۀ ور ته ويل ، سي خوريی پۀ دې ولا که زاړم ، سي زۀ يي داسې او ها سي کړم ، زړا پۀ دې راځي ، سي پۀ دومره نه سترګه يي را ته وکتل ، داسې ام نه راته وويل ، سي ورکوې يي ؟ :oops: :oops: :oops: :oops: :oops oops: :oops: :oops: ښه سلېمانخېله ! څۀ بد مې در رسېدلي ؤ؟ :cry: :cry: :cry:
[color=cyan:85d409b01b]وروڼو !که څۀ هم دا ټولې ټوکې دي ،خو که بېخي مې اجتماعيات تر پښو لاندې کړي وي ، د ټول پښوته ورلوېږم ،پۀ بيا ، بيا بښنه غواړم ..........!!! خاطر مه درنوئ[/color:85d409b01b]
کټوازی
30.12.2005
هلکانو !
ستاسې ولې واڼې ووتلې !!؟؟
څه کوئ مړه ګپ شپ له زور ورکړئ ، هوتک خو هسې نن سبا پر پرسونل مېسيجېز زور ورکړی ، يار ها د اندړو خبره لوی ډګه بوز را ته ښکاري :oops: :oops: :oops: که مې يي ها څۀ چې مات يي ليکلي ، درته وويل ، پۀ خدای چې د خندا نه به ورته مړۀ شئ !
Dost
30.12.2005
یارانو،سلامونه او نېکي هيلي مي ومنۍ .
هیله ده،روغ جوړ او خوشله به یاست
..هوتک لالا ،ته خو له یو واري درواغو سره وتښتېدې ،خیر ده وروره پروا نه کوي سره وایو به ئي .او یا خو زما له ګواښه ووېرېدې .راتلو دي لاري څارو ،ورورکیه دا دي ولا بد خوئ ده چی یو ځل څوک په ځان مین کې او بیا پوښتنه نه کړې .
[quote:e57655c11f]هلکانو !
ستاسې ولې واڼې ووتلې !!؟؟ [/quote:e57655c11f]
صمیم ګله ،نه وم چیرته تللئ وم خو اوس مي هجرې ته سر را ایسته کړ [color=yellow:e57655c11f]ولا تا او هوتک لالا خو بېخي جا مې سره ایستلې دي .[/color:e57655c11f] :oops: :oops:
په مینه ، ستاسی کشرئ ورور "دوست"
هادي حيران
30.12.2005
[quote:88e66c8466]ولا تا او هوتک لالا خو بېخي جا مې سره ایستلې دي.[/quote:88e66c8466]
نو ځکه خو مونږ دلته لږ لږ سر راښکاره کوو
hotak
30.12.2005
هلکه صميمه گوره ډيربدسړی يی پرسنل چاري بايدچي پرسنل پريږدې...خوخير....
پاتي شوداهادي حيران نوهلکه داته له کومه داسي پرهيزگاره شوی يی چي اوس دلته "سر"نه راښکاره کوې؟؟؟
[quote:c26c8c6713]نو ځکه خو مونږ دلته لږ لږ سر راښکاره کوو[/quote:c26c8c6713]
خه ځه که سرنه وي نو............ راښکاره کوه.پروانکوي دلته هرڅه واره داردي...خداوراستي هره متاع چي ښکاره کړې دلته ښه مارکيټ لري........ شوقيان يی ډيردي....نورمي له خولې بدي بلاوي مه باسه يوه ټوکه په پرسنل مسيج کي په همدې ارتباط دراستوم. که دي ونه خندل ټوکه مي بيرته هغه دپيخوريانوخبره واپس کړه .....څه پوي شوې :wink: :wink: مينه مننه ...نصيراحمدهوتک
کټوازی
31.12.2005
[color=cyan:b2969235e3]
رنګ دې پۀ تشه ګيله ژېړ شو ،
................................... هلته به څه کړې چې شرنګی د تورو وينه .......!!![/color:b2969235e3]
يارانو ورځ مو نېکمرغه ، (چې د چا ورځ وي ، )خو که يي شپه وي اړخ دې يي ښۀ ولګي !!!
دا پاس لنډۍ مو پر دانويو يارانو ولوروله ، چې تردې دمه خو دوئ ته لا چا څۀ ويلي نۀ دي ، نو بيا يي ولې دومره جګه خرڅوي لږکي دې يي ارزانه کړي :cry: :cry: :cry: :cry:
خير هوتک جانه ! بې غمه اوسه پرسونل چارې مو خوندې دي ، ولا که يي پلار ته هم وروښيم :cry: :cry: :cry: ، زما پۀ اند د هادي جان به همدومره بس وي ، خو دا بل ته دې څۀ نۀ دې ويلي ، ځکه چې اوبۀ خو د دۀ له خوا راخړې شوې ،
[quote:b2969235e3]صمیم ګله ،نه وم چیرته تللئ وم خو اوس مي هجرې ته سر را ایسته کړ ولا تا او هوتک لالا خو بېخي جا مې سره ایستلې دي . [/quote:b2969235e3]
زړګيه ،خدای دې راوله !
وايي ديوې کونډې لور يوۀ سړي ډېره پۀ عذاب کړې ، تل به ور رهي وو ، بله ورځ دا کونډې ويلې چې خدايه ، ته مې سره بې پردې کوې مه ، دا لور يې ورپۀ نامۀ کړې ، خو هغه سړی لا له خپلې لارې نه ګرځېد ، ځکه چې پۀ اصطلاح اوس خو يي له اجتماعياتو څه هم برائت تر لاسه کړی وو ، نو ټوله شپه به يي ورونه ورټکول ، بله ورځ دا کونډې ته چا ويلي چې پۀ پلاني ديار کې يي مشر ورور دی ، ډېر ښۀ او د پور سړی دی ، ګوندې درڅخه منعې به يي کړي ، هغۀ ته ګيله وکړه ،
کونډه ور رهي سوې ،چې ورغلې ، هغۀ د زوی مړي زوی پر اور ارت ناست دی (لمبه يي ورته کړې په تودېږي ) خښتګ يې ترپايه بژه دی سامان يې ټول پر مځکه پروت دی :oops: :oops: :oops: نو دې مخکې تردې ، چې ګيله ورته وکړي ، ورته ويلي ، چې وروره د اخښتګ خو دې لږ وګنډه او يا هم لږ سم کېنه :oops: :oops: :oops: خو بېخي دې لوښي کپړ دباندې پراتۀ دي :idea: :idea: :oops: :oops: :oops: :oops: دی له خندا ورته شين شوی چې تا که پرون ليدلی وای ، نن خو مې لا لږ ګنډلی دی :idea: :idea: :oops: :cry: :oops: :roll: :oops: نو ها کونډه ور ځنې رارهي سوې ،چې داد زوی مړي زمن خو يو تربل بدتر دي :oops: :oops: :oops:
نو اوس ، دوست زړګيه ! د هغۀ سړي پۀ دود ، اوس خو لالږ پټ يو ، تا که ړومبی ليدلي وای :idea: :idea: : : :oops: ،
خير ، وايي پۀ کندهار کې ډېر ساړۀ سوي [color=white:b2969235e3](هلکه ، خالد جانه ستا مخې ته دې دېوال وي )[/color:b2969235e3]، دلته(د ټوکو ټکالو خونې ته ) چې هرڅوک راشي ، پۀ لمړي سر کې ځان ډېر د پور سړی بولي ، ته به وا يوه به يي هم نۀ وي ختا ، خو چې يوڅو شپې يي وزي نوسوکه ، سوکه را بېلاري شي ، وروسته لکه [color=cyan:b2969235e3]( ډېر بېکاره مثال يې پۀ خله راغی ، که اجازه راکړئ )[/color:b2969235e3]...............................................................!!!
خير ، دوست اشنا ! دا ونه وايې ، چې دا سېګانېوال خو بېخي اخلاقي او اجتماعيي پولې نه سره پېژني ، ولا که رښتيا را باندې وايې ، نوپۀ يوه کيسه کې دې پر واقعيت رسوم ،
وايي پۀ کابل کې يو کوچي يوۀ ملا ته ور غلی وو ، چې ډېر غريب يم ، مړۍ مې تر مړۍ نه رسېږي ، که يو ښۀ تاويز راکړې ،
خو هغه ملا ورته ويلي ،پرتا چا کوډې کړې ، نو مخکې تر دې چې تا ويز درکړم پۀ پلاني ځای کې يو زوړ سيکهه کېني ، ( دا سيکهه د ملا ښۀ نه ايسېد ) پۀ هر صورت کې لمړی بايد هغه و.............غ ........ي.......ې.. ياني د مځکې مخ پرې ونيسې :oops: :oops: :oops: ، ځکه چې مردار پۀ مردار ليرې کېږي ، چې دا کار دې وکړ نو ماته به د کوډو پۀ ماتولو کې اساني وي ،
کوچي ،سمدلاسه له ملا را ولاړ شوی ، چېرې يي هغه سيکهه پيدا کړی ، رانيولی يې دی ، سيکهه نارې کړې ، چې وه مسلمانه ! څۀ خدای و وهلې ؟ او بيا سپين ږيری يم :idea: :idea: :oops: :oops: لږ خو مې دا سپينې ږيرې ته وګوره ، !!! :oops: :oops:
دۀ ورته ويلي ، چې خوار نه سې ، له نيستي دې غ.....ي.........م :oops: :oops: :oops: :oops: له مستي دې پۀ خدای که که ................. سي تۀ ځوان يې که زوړ :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oo
نو اوس زموږ دوسته ! هغه د کوچي پۀ دود ، له پرېشاني او خواشيني کړپېږو ، ولا زړۀ مې له غمه، پړ مخ پروت دی ، غم سره غلطوو، وايي
[color=indigo:b2969235e3]شراب پۀ شرعه ناروا دي ،
......................................... ماته روا دي د يار غمه غلطومه [/color:b2969235e3]
پۀ بې کچه مينه او درنښت ، ستاسې صميم
کټوازی
02.01.2006
د پردېسۍ پۀ هجره کې د بيا ساړۀ شوي مجلس يارانو ، عزيزانو ،
سلامونه او ښې چارې ...............!
هوتک جانه ! ما ويل هادي جان دې ښايي راڅه خوابدی کړ ، ځکه چې پر داسبا ، يانې دخالي -شنبې پرورځ يې پۀ ايم اېس اين کې مخ راڅخه اړولی وو ، خو هغه زما اټکل تش راووت ، پرون يې د نوي زېږديز کال مبارکي هم راکړه او ترڅو شېبو پورې راسره وږغېد ، سره له دې چې ډېره بوختيا يي درلوده ، ماو يل څرنګه اشنا بيا به دشپانۀ مړۍ خورې :!: :!: :?: :?: :oops: :oops: دۀ ويل يه ،دا دومره خبره نه ده ، زۀ خو پۀ ګپ شپ خوښېږم ،ولوکه هغه بکواس وي هم ، ځکه چې يو څۀ کول پکار دي !!! خو ګوره دا يي هم را ته وويل ، چې اوس بېګار يم :oops: :oops: ياني وزګار نه يم جواب يې هرو مرو ورته ليکم !!!
خير ، اوس که اجازه راکړئ ، پر داخپل نوي انډيوال [color=cyan:3496e557df]دوست[/color:3496e557df] ،باندې به ديوۀ کوچي چې ايبټ اباد ته راغلی وو ،يوه دلچسپه غوره پيرزو کړم ، پۀ دې تمه چې د مزاح يا خندنيز حس به يي راوپاروي !!!
پروسږ کال زموږ يو کليوال، چې د ژېړې (د پکتيکا د يوې ليرې پرتې ولسوالۍ )د کوچيانو زوم دی ،له خپل دا کوچي اوښي سره دلې ايبټ اباد ته راغلی وو ، نو دا اوښی يې ډېر ځوان طبيعته انسان وو ، پخپله زما ورسره ډېره جوړه وه ، خو اخېر ها د چاخبره ډېر راته پۀ عذاب سو، پۀ يوۀ وېډيو سينټر کې مې پۀ څۀ خوارو ، زارو ځان ځنې خلاص کړ ، بس هماغه وار مو سو سره ، بيا به يي خواته نه ورتلم ،
يوه ورځ ډېر سره ناست وو ، دی هم راغی وايي ځمه سيالکوټ ته ، دا صابونان مې راوړي ولاکه يي څوک غيي هم ، هلته خو ها دبېلچې کار پيداکېږي ، دلته خو هغه ام نسته ، خو سي دا ماغوديان مې هسي ليرې کړي و ای ياتي به تلمه پسې !!!
ماويل ، دا خو دومره کار نه دی ، که يي څوک نه در څخه اخلي ، رباب په وهه :oops: :oops: :oops: خو هغه دی زما پۀ مطلب پوه نۀسو، يوۀ بل ته يي مخ ورواړاوۀ وايي دا څۀ راته وايي ، خو هغۀ سم پوه کړ ، چې وايي Hand Practice په کوه :oops: :cry: :oops: :oops:
دۀ ويل وايي يه خوارسې ، ها بل کال مې پۀ سيالکوټ کې پۀ يوۀ حمام کې په واهه ، خو هغه سي زۀ پۀ خوند ورغلم ، پښه مې پرې وښوئېده :oops: :oops: :oops: :lol: :oops: :lol: سږ دوهم کال دی سي له ملا نسم ولاړېدای :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
نورې بيا ........................ پۀ بې کچه مينه ، ستاسې صميم
Dost
04.01.2006
دهجرې یارانو سلامونه مي ومنۍ .
هیله ده روغ ،جوړ او خوشاله به یاست .
...صمیمه ،هغه ستا د کلیوال غوري ته مي دوه واري وخندل .ما فکر کاوو چي کلیوال دی له [color=violet:14d67b014a]اوښي [/color:14d67b014a] سره ايبټ اباد ته در غلئ ،حیران پدې وم چی ستاسي پوليس خو ماشاۀالله له اوښانو هم لا ئسنس غواړي . روسته پوه سوم سي اخشئ یادوې . بښنه غواړم پۀ ځواب کي ئې وزنډېدم دا ځکه چی کمپیوتر ته مي یو وایرس پیدا شوئ ،خو دا هغه وایرس نده بلکه زما ګران او کوچنئ ورور ده چی دوه هفتې دمخه له کوره دلته د علاج لپاره راغلئ لۀ کمپیوتره د طالبانو غوا جوړه کړې،د ادې له ډاره څۀ وره وېلئ هم نسم . هغه زموږ په ځای کی یو ملا وو ،زوئ ډېر په ګران وو یوه ورځ په بازار کي د ټېرو په یوۀ دوکان کي ناست وو،زوئ ئې له یوۀ ټېر نه کوزېده او په بل سپرېدۀ ملا صاحب ورته ویل زویه تۀ یو ځل بیا په سپور سه که چېري موټر سوې . :oops: :lol: :oops: :oops: بس نو کرۍ ورځ ئې ډیشم،ډيشم راته پې نیولي وي .
تر دې ډیشم،ډېشم مي یوه کيسه را یاد سوه پروسږ کال زموږ یو کلیوال چی کورونه ئې په پاکستان کي دي دلته په څۀ کار پسي راغلئ وو سپین ږيرئ وو ډېري ښې غوري به ئې کولې ،یوه ورځ ئې راته ویل چي یو دڅلورو کلو لمسئ مي ناروغه وو،پۀ ډېرو ډاکټرانومي وګرزاؤ خو څۀ نتېجه ئې ور نکړه پۀ پائ کي یو چا راته وویل چي کاکا دا لمسئ دي پلاني زیارت ته ووه(٧)جمعې وروله انشاۀالله ښه به سي ویل کشر زوئ ته مي پنځه سوه روپۍ ورکړې چی بوئې زي نو دپنځه ،شپږ و وارو سره د ماشوم وضعه په ښۀ کېدوسوه ډېر فرق ئې وکۀ .وائې پۀ روستي ځل زه پخپله ور سره لاړم خو چی زیارت ته ورغلو لمسي مي راته ویل چی ککا دا خو هغه زیارت نده هلته خو [color=cyan:14d67b014a]ډېشم،ډيشم وو[/color:14d67b014a]ویل ما ورته ویل چي د څشي ډیشم ،دغه زیارت ده ،خو خیر زیارت مو وکړ او بېرته را روان سوو په لاره کي موټر دیو سېنما مخ ته پۀ اسټاپ ودرېدۀ لمسي مي را باندي غږ کړ چی ککا هغه دغه زیارت وو :oops: :oops: :oops:
کټوازی
04.01.2006
د[quote:739f14586e]هجرې یارانو سلامونه مي ومنۍ .
هیله ده روغ ،جوړ او خوشاله به یاست .
...صمیمه ،هغه ستا د کلیوال غوري ته مي دوه واري وخندل .ما فکر کاوو چي کلیوال دی له [color=violet:739f14586e]اوښي [/color:739f14586e] سره ايبټ اباد ته در غلئ ،حیران پدې وم چی ستاسي پوليس خو ماشاۀالله له اوښانو هم لا ئسنس غواړي . روسته پوه سوم سي اخشئ یادوې .[/quote:739f14586e]
هاهاهاهاها
راته ګرانه دوسته ! خدايږو ، چې زۀ دې هم وخندولم ، خو ګوره ، ګرانه ! ستاسې اټکل پخپل اند پرځای دی، چې اوښ[color=cyan:739f14586e]ی[/color:739f14586e] مو پۀ اوښ[color=white:739f14586e]ې[/color:739f14586e] اخيستی ، اوبيا پوه شوي ياست چې له اوښ[color=indigo:739f14586e]ي[/color:739f14586e] څخه يي اخشی متصور دی !!!
که راڅخه خپه نشې ، نو ښايي پام مو ورته راواړوم ،[color=cyan:739f14586e] اخشی[/color:739f14586e] يو ناسم علامت دی ، سمه بڼه يي ا[color=white:739f14586e]وښی [/color:739f14586e]دی ، همدا ډول څرنګه چې ما د اوښي کليمه پۀ نسبتي بڼه کارولې ياني د نرمې يا[color=cyan:739f14586e]"ی"[/color:739f14586e] پرځای مې څرګنده يا معروفه "ي " کارولې ، او تاسې پۀ [color=white:739f14586e]اوښې[/color:739f14586e] تعبير کړې ، نو دلته هم که ،پۀ تعصب يې وانخلې ، درپۀ ياد به يي کړم ، چې [color=cyan:739f14586e]اوښه[/color:739f14586e] تانيثي کليمه ده ، نو د ژبپوهنې د اصولو له مخې يي بايد پۀ جمع حالت او هم پۀ وييز نسبت کې پۀ اوږده يا مجهوله يا "[color=white:739f14586e]ې[/color:739f14586e]" سره وليکو !!!
بښنه غواړم ، چې د ټوکو ټکالو پۀ فورم کې مې پر ادبي او علمي موضوع بحث رامنځ ته کړ ،ځکه چې پۀ دې هکله بايد د پښتو ادب او ګرامر (ژبدود) پۀ فورم کې بحث وشي ، خو داچې اوس هسي هم کېوتی يم ، پۀ دې تړاؤ،دا لاندې پيوند کېکاږئ او د پوهاند محمد اسماعيل يون صيب پۀ ارزښتمنه ليکنه کې بشپړ متن ولولئ ، خو بايد و ټولو ته يي ورپۀ ياد کړم ، د يون صيب پۀ ليکنه کې هم د " [color=indigo:739f14586e]يي[/color:739f14586e]" او "[color=red:739f14586e]يې[/color:739f14586e] " توپيرته،چې پۀ مرکب ډول پکې [color=cyan:739f14586e]ي[/color:739f14586e] او [color=white:739f14586e]ې[/color:739f14586e](معروفه او مجهوله يا ) کارول کېږي او د کارېدنې ځانګړي ځايونه او حالتونه لري ، هيڅ پاملرنه نه ده شوې ، پۀ لاندې جمله کې يي غوڅ تو پير ګورو ،
پۀ دې جرم ي[color=cyan:739f14586e]ې[/color:739f14586e] له کوره ورک کړ ،چې ولې ي[color=white:739f14586e]ي [/color:739f14586e]له همزولو سره لوبې کولې !!!
دا پيوند ، کېکاږئ http://www.hewad.com/pashto/pakhto-ye-gane.htm
تر بيا پورې پورې ................... پۀ بې کچه مينه او ادب، ستاسې صميم
هادي حيران
04.01.2006
د حجرې ملګرو سلامونه مې درونيسئ.
صميم جانه! د ټوکو ټکالو په دې "مجړس" کې دې د ګرامر بيان شروع کړى دى نو بيا راته دا ووايه چې تاسې د حجرې په ځاى هجره ولې ليکئ.
هوتکه! دا دى سر مې يې درته بيا درښکاره کړ. څه وکړم ياره وزګار نه يم چې ټول درښکاره کړم. نو د اوس لپاره يې بس په دې سر ګوزاره کوه. دا يوه خبره دې صرف ستا لپاره وي چې که ټول مې درښکاره کړ کېداى شي د حجرې نه وتښتې.
په ټوله مينه او په ټول سر
hotak
04.01.2006
هادي ځوانيمرگ مشی. داخلاقو امپير دي له يوې ټوکي سره صفرته ورسيد.که مي يوڅونوري درته کړي وای څه به دي کول؟؟؟
هادي حيران
04.01.2006
هوتک جانه پخير! ښه شوه چې راپيدا شوې.
[quote:9e2f161115]داخلاقو امپير دي له يوې ټوکي سره صفرته ورسيد[/quote:9e2f161115]
په کراچۍ کې زموږ يو ملګرى و حاجي بريکوټى نومېده، ډېر ټوکي و. يوه ورځ يې په چا پسې څه خبره وکړه نو هغه ورته وويل (بريکوټيه! ډېر کم اصل يې).
هغه ځواب ورکړ ( تاسو کم اصلو سره کېنم پاڅم نو ستاسو په رنګ رنګ شوم).
بس ما سره هم داسې کار وشو چې :lol: ستا :lol: سره مې ګپ شپ شو نو په خپله به صفر کېدم.
بس همدا دعا به درته کوم چې خداى دې د دې نه نور مه بدرنګوه. :P امين :P
نور نو پوه شه که په دې خبره پوهېږې چې اصيل له اشاره او کم اصل له هوتک (وبښئ کوتک)
کټوازی
04.01.2006
يارانو يو وارې بيا ، مې سلامونه او نېکې هيلې و منئ !
[[quote:703b8713db]quote="هادي حيران"]د حجرې ملګرو سلامونه مې درونيسئ.
صميم جانه! د ټوکو ټکالو په دې "مجړس" کې دې د ګرامر بيان شروع کړى دى نو بيا راته دا ووايه چې تاسې د حجرې په ځاى هجره ولې ليکئ.[/quote:703b8713db]هووووووووووووووووووو ،اېس ، بې بي ! :lol: :oops: :lol: :lol: :oops:
هادي جانه !تر هر څۀ وړاندې خو ښۀ راغلاست درته وايم ، او بيا زړګيه ، که بحث مو ګرېميټيکل نۀ شي ، نو [color=cyan:703b8713db]هجره[/color:703b8713db] راپښتو شوې -مفغن کليمه ده ، ځکه يي [color=indigo:703b8713db]حجره [/color:703b8713db]نه ليکم نه يوازې چې هجره پۀ حجره نه ليکم ، بلکې دې ته ورته نور مفغن - راپښتو شوي او يا هم اريز پښتو کلمات چې رېښې يي پۀ پښتو کې دي ، پۀ پخوانۍ بڼه نه ليکم ، د بېلګې پۀ توګه ، کتار پۀ قطار ، تمه پۀ طمع ، توپان پۀ طوفان ،نه ليکم .......................... او همداسې نور ، اوس پوه شوې ؟ زما ژور نالوست (ژورناليست )وروره !!! :oops: :oops: :oops: :lol: :oops: :lol:
خو داچې هوتک ته دې يي يو وارې بيا سر ورښکاره کړ ،
[quote:703b8713db]
هوتکه! دا دى سر مې يې درته بيا درښکاره کړ. څه وکړم ياره وزګار نه يم چې ټول درښکاره کړم. نو د اوس لپاره يې بس په دې سر ګوزاره کوه. دا يوه خبره دې صرف ستا لپاره وي چې که ټول مې درښکاره کړ کېداى شي د حجرې نه وتښتې.
په ټوله مينه او په ټول سر [/quote:703b8713db]
خدایسته ، چې له خندا موپۀ بډوګو (پښتؤرګو) درد شو او طنزيه استطاعت ، او استعداد ته دې پۀ يوه پښه درېږم ،
Dost
04.01.2006
هوتک لالا ،دا په هادي دي څه جادو وکړ چي په هجره کي دي ...نډ کړ . :oops: :oops: :oops:
ډېر به پۀ (څادرکي) کي نغښتئ ناست وو :oops: :oops: :oops: :oops:
hotak
04.01.2006
يارانوسلامونه اوهادي جان ته مينه
هلکه هادي په خپل ټول ژوندکي دي يوه دغه دسړيتوب خبره ليکلي:
[quote:f768e6a29f]نور نو پوه شه که په دې خبره پوهېږې چې اصيل له اشاره او کم اصل له هوتک [/quote:f768e6a29f]
هوريښتياهم دکم اصلو درملنه په هوتک سره کيدای شي لکه چي ........درملنه په ماوشوه. پاتي شوه اشاره نواشاره هم پيژنم اوکنايه هم.خوستاغوندي ډانگ پييلی هغه دکوټي والاو خبره بوړامي نووالله که ترآسمان لاندي ليدلی وي.......
ښه استعدادلرې ظالمه !کله ناکله راځه دغه ناپړيتي راسره ليکه چي لږسړی شې.
داستاسي پيخوريانو په خبره داسنجيده بلاو بتري خوهرللو پنجوليکلای شي...
ته هم ورته کينې اوپه دم گړي کي شپږاته مخه وليکې...خوپه سنجيده شيانو يی سرنه سره ورځي.هغه پيغام چي ته په طنزکي خلکوته ورکولای شې دشعراو افسانې په پلارکي يی هم نشې ورکولای...
ته بايددلته زموږ داوتوبوتوفزيکي بڼي ته ونه گورې بلکي هغه پيغام ته وگورې چي ستاغوندي نه سړو ته يی ورکول غواړو :wink: (ټوکه دي ازاده وي)
دټول افغان په تاريخ کي ښايي کومه موضوع دومره نه وي کتل شوي لکه زموږدغه چټيات.....تردې دمخه زموږدغه ټاپی په څو اونيوکي لس زره ځلي کتل شوی ووخوهغه بياخدای وهلي مغزي ماتي وطنمل له بده نيته ړنگه کړه.......
اوس همدومره نوري دي راباندي پور وي...........ياهو.....
کټوازی
05.01.2006
... د پردېسۍ پۀ هجره کې د بيا تاودۀ سوي مجلس يارانو ،
........ سلامونه او ښې چارې !
...او پۀ ځانګړي ډول ، هادي جان او هوتک جان ، ته ښۀ راغلاست وايم ، خو داچې له ځانونو مو ميندۀ غوايي جوړ کړي ، نو ولاکه بيا خوند سره واخلو ، وېغام که يو غويی شي ، بل بايدورته غوا شي :oops: :oops: :oops: ځکه چې له ګذشت څخه به کار اخلو ،
دا ډېرې ورځې نه واست راغلي ،موږ ويل اوس ، به راشي ، اوس به راشي ، خو هغه چې راغلاست ، له لاسه مو مجلس را بې خونده کړ :oops: :lol: :oops: :lol:
بېګاه مې ډېره اوږده ليکنه درته ليکلې وه ، خو داچې Media مې Clear نه وه ځکه مې ثبت نه کړای شوه ، بخت مو بيدار وو ګنئ ،ډېره مې لړمانۀ هوا درته اخيستې وه :oops: :lol: :oops:
ځکه چې دا مجلس ډې لوی پور لري ، چې څوک يې خراب کړي ،
زموږ يو تربور وو ، اوس دې يي خدای له ټولو مومنينو او مومناتو سره و بښي ، ګنئ علامه يي د دوزخي وه (د ا خلکو به ويل )، باور وکړئ که پخپل ټول عمر کې هم څوک ځنې خوشاله شوي وي ، دا خپله ښځه يي تر دې حاله ستړې کړې وه ، چې ويل به يي ، که له خلکو نه شرمېدای پۀ قران لا به مې دی بې طلاقه چېرې بدل کړی وای
نو يوه ورځ مو د يوۀ بل ترۀ د زوی وادۀ وو ، خونه له خلکو ډکه وه ، مجلس ښۀ تود وو ، ټوکې وې پۀ يوۀ او بل مو سره کولې ، دی خونې ته راننوت ، يوۀ کونج ته پۀ څادرۀ کې داسې نغښتی کېناست ، تا به ويل ، پلار يې مړ دی ، پر ټول مجلس د خاموښۍ او چوپتيا پېريانو کډې واړولې ، تابه ويل چې وادۀ نه دی ، مړی شوی دی ، څۀ مو ورته ويلای هم نه شوای ، ځکه چې د نيکۀ پرځای مو وو ، او بيا موږ ټول کشران وو ، خو پۀ دا منځ کې له نېکه مرغه يو بل خپل مو چې ډېر ځوان طبيعته انسان دی خونې ته سر راايسته کړ ، وايي څرنګه ، ټول داسې کرار ناست ياست ؟؟
چا جواب ور نه کړ ، يوې بلې خواته يي پۀ ناستو خلکو کې وکتل ، چې دی يې يوۀ کونج ته پۀ څادرۀ کې نغښتی وليد ، نو يي ورته وويل ، [color=cyan:9fd271b67d]ښه دغه تۀ پکې ناست يې ، راولاړېږه ، دا د خلکو مجلس پۀ .....غ......... مه ور وهه [/color:9fd271b67d]:!: :oops: :oops: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops:
نو اوس هادي جان او هوتک جان دواړو ته وايم ، چې ها زموږ دترۀ پۀ دود ، دا مجلس مو پۀ ............ مه را وهئ ، دا لمن دا سرتور سر ومنئ ، که يو تصادفا غويی کېدۀ ، بل ورته غوا کېږئ ، او که بيا تاسې دا ظرفيت او ظرافت نه لرئ نو ما هروخت غوا وبولئ ، تاسې دې ځنې خلاص ياست ، که هر يو غويی کېدۀ ، پر ما دې ..........:oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: خو دا مجلس مه بې خونده کوئ !!!
بس نور نو کيسه خلاصه ده ، هادي جانه هرڅوک چې دلته نوی ، نوی راشي ، نو پۀ لمړي سر کې هوتک لکه ميندۀ سخوندر يو دوه واري پرې ........ :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: دا حال ما هم تېر کړی ، اوس يوازې زما جيګري خو ناليدلی اشنا [color=indigo:9fd271b67d]دوست [/color:9fd271b67d]، پاته دی ، خدای خبر چې څۀ مهال به يي نوبت راشي :!: :oops: :lol: :oops: خو که يي راغی هم بې حوصلې کېږي به نه ،
بس نور نو ، وضعيت نورمال دی ، که هريوۀ پۀ تاسې کې (هادي يا هوتک ) بې ځايه تجاوز وکړ ، نو بيا به يي زموږ التجا نۀ وي منلې ، قهر به مو غواړي :!: :!: :oops: :lol: :oops:
[quote:9fd271b67d]هوتک لالا ،دا په هادي دي څه جادو وکړ چي په هجره کي دي ...[color=cyan:9fd271b67d]بربنډ[/color:9fd271b67d] کړ .
ډېر به پۀ (څادرکي) کي نغښتئ ناست وو [/quote:9fd271b67d]
هاهاهاهاهاها
يه ، يه ! هوتک جادو نه دی پرې کړی ، ما لمسولی ، هره ورځ به مې ورته ويل چې، بيا به د شپانۀ مړۍ خورې :oops: :lol: :oops: ، څنګه دا وار دې له دمه سره ښه وسوه ؟
ترڅو مې هجرې ته راؤست ، خو باور وکړئ ، ما به يوازې همدومره ورته ويل ، چې هجرې ته ولې نه راځې ؟؟؟ نور مې څۀ نۀ دي ورته ويلي ،
خو هغه ، وايي چې زما وار راغی ، له پاسه پلار راغی !
پۀ کومه ورځ چې دی ، راغی ، هلته له بده مرغه هوتک شايد بيا يي ادې پر کوم کار ترټلی وو ، ځکه يي ټوکې پر مغزو سم تاثير ونه کړ !
خير دوست اشنا !
دا ستا پۀ ډيشم ، ډيشم پسې يوې ښې خاطرې مې پۀ زړۀ کې غزونې وکړې ، خو هغه ، دوئ مجلس پۀ ......... سره وواهۀ ، ولا له ياده مې ووتلې ، پۀ بله ليکنه کې يي درته ليکم ،
تر بيا پورې ،......................... ستاسې صميم
هادي حيران
05.01.2006
[quote:5f28a86feb]داستاسي پيخوريانو په خبره [/quote:5f28a86feb]
هوتک جانه! ولې درڅخه وار پار خطا دى چې دا اوتې بوتې وائې؟؟ زۀ پېښورى نۀ يم جانانه، کۀ پېښور کې په اوسېدو راته پېښورى وايې نو تۀ هم بيا برګ کاپر يې!!!!
اؤ بله واوره، ستا نه خو دا صميم زيات وارخطا دى چې زمونږ ترمنځ د روغې جوړې خبره کوي. زۀ وايم ما او تا جګړه کله کړې ده؟؟؟ کۀ دې فکر وي دى په مونږ د سپو ګومان کوي ځکه چې جګړې کول خو د سپو کار او فطرت دى. خو ځه خېر دى که په مونږ د سپو ګومان کوي نو پخپله خو يې هم ځان ته غوا ويلې ده. د سپو اؤ د غوا به سره ښه جوړه راشي :lol: :P :P :P :lol:
کټوازی
05.01.2006
يارانو ، يو وارې بيا مو پۀ مينه او هائ ،هائ لمانځم ،
[quote:c330ec56c2]اؤ بله واوره، ستا نه خو دا صميم زيات وارخطا دى چې زمونږ ترمنځ د روغې جوړې خبره کوي. زۀ وايم ما او تا جګړه کله کړې ده؟؟؟ کۀ دې فکر وي دى په مونږ د سپو ګومان کوي ځکه چې جګړې کول خو د سپو کار او فطرت دى. خو ځه خېر دى که په مونږ د سپو ګومان کوي نو پخپله خو يې هم ځان ته غوا ويلې ده. د سپو اؤ د غوا به سره ښه جوړه راشي : [/quote:c330ec56c2]
هاهاهاهاها ،
اوس دې ايله ځان راوښوو، چې يې ، خو يې :!: :!: :!: :oops: :oops: :oops: :oops:
...اوس نو غوږ راته کېږده ،
تاته خو نه ده مالومه ، ځکه چې عمر دې ټول پۀ مردان ، باجوړ کراچۍ ،لاهور او اوس پۀ پېښور کې راتېر کړ ، پخوا به ستاسې خلکو غويی دؤس بالۀ ، خدايزده ، چې له کومه وخته راهيسې پۀ دې نامۀ بالۀ ، دا راته مالومه نه ده ، بله ورځ نو وايي مشران مو سره کېنستي وو چې دا خو بېخي ښه نه ده ،چې يوې هم په کوو(مځکې په يوې کوو-د فصل لپاره )غوښه يي هم خورو ، او بيا يي دؤس هم بولو !!! نو يي پرېکړه کړې ، که تردې وروسته چا غویی د غوايي پرځای دؤس وبالۀ ، دومره به نغده جرمانه ورکوي ، او دا ناستې ټولې مرکې ته به دوه وخته -ګهيځ ،بېګاه مړۍ يا ډوډۍ ورکوي !!!
نو بله ورځ يوۀ سړي غويی مځکې ته رهي کړی ،( يوې ته يي بيايي ) ، غويی نه ورسره ځي ، هر څومره چې يي کش کړی ، غويی وايي دؤس به يم که درسره ولاړم :oops: :lol: :oops: :lol: ، پۀ دا منځ کې يو دوه کسه نور هم پرې راغلي ، نو اخېر ، چې ډېر يې ستړی کړی ، نو يي سوکه پۀ غوږ کې ورته ويلي : وايي ، يې خويې [color=cyan:c330ec56c2](دؤس ) [/color:c330ec56c2]خو څه وکړم ،درته ويلای نشم ،جرمانه هم زښت ډېره ده ، او دا د مور ميندانو ته دې مړۍ هم نه شم ورکولای :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
____________________________________________________________
ښه ، ښه ,
[quote:c330ec56c2="Dost"] . بښنه غواړم پۀ ځواب کي ئې وزنډېدم دا ځکه چی کمپیوتر ته مي یو وایرس پیدا شوئ ،خو دا هغه وایرس نده بلکه زما ګران او کوچنئ ورور ده چی دوه هفتې دمخه له کوره دلته د علاج لپاره راغلئ لۀ کمپیوتره د طالبانو غوا جوړه کړې،د ادې له ډاره څۀ وره وېلئ هم نسم . هغه زموږ په ځای کی بس نو کرۍ ورځ ئې ډیشم،ډيشم راته پې نیولي وي .
تر دې ډیشم،ډېشم مي یوه کيسه را یاد سوه پروسږ کال زموږ یو کلیوال چی کورونه ئې په پاکستان کي دي دلته په څۀ کار پسي راغلئ وو سپین ږيرئ وو ډېري ښې غوري به ئې کولې ،یوه ورځ ئې راته ویل چي یو دڅلورو کلو لمسئ مي ناروغه وو،پۀ ډېرو ډاکټرانومي وګرزاؤ خو څۀ نتېجه ئې ور نکړه پۀ پائ کي یو چا راته وویل چي کاکا دا لمسئ دي پلاني زیارت ته ووه(٧)جمعې وروله انشاۀالله ښه به سي ویل کشر زوئ ته مي پنځه سوه روپۍ ورکړې چی بوئې زي نو دپنځه ،شپږ و وارو سره د ماشوم وضعه په ښۀ کېدوسوه ډېر فرق ئې وکۀ .وائې پۀ روستي ځل زه پخپله ور سره لاړم خو چی زیارت ته ورغلو لمسي مي راته ویل چی ککا دا خو هغه زیارت نده هلته خو [color=cyan:c330ec56c2]ډېشم،ډيشم وو[/color:c330ec56c2]ویل ما ورته ویل چي د څشي ډیشم ،دغه زیارت ده ،خو خیر زیارت مو وکړ او بېرته را روان سوو په لاره کي موټر دیو سېنما مخ ته پۀ اسټاپ ودرېدۀ لمسي مي را باندي غږ کړ چی ککا هغه دغه زیارت وو :oops: :oops: :oops:[/quote:c330ec56c2]
ياره داستا ترډيشم ، ډيشم پورې مې يوې ، خاطرې ، لکه چې درته و مې ويل ، پۀ زړۀ کې غزونې وکړې ، ز ۀ پخپل ولاله دا ډيشم ، ډيشم سره ډېره مينه لرم ، او بياتاسې وال ، خو ماشالله کم ،لوی ټول ډمان ياست [color=indigo:c330ec56c2](بالي ووډ ، دريادوم ، بله مانا يي وانخلې ) [/color:c330ec56c2]:oops: :lol: :oops: :lol: ځکه خو به يي کرۍ ورځ او شپه ډيشم ، ډيشم پرې لګولي وي ، خير دا ستا د سېنما او يا هم ډيشم ، ډيشم تر کيسې پورې درته وايم ،
موږ يوه ورځ ، چې عمومي رخصتي وه ، درې څلور ملګري سره ملګري شو ، او سېنما ته ولاړۀ ، يو پاکستانی هم راسره ملګری وو ، چې فلم کتو ته کېناستۀ ، څو دقېقې لا نه وې تېري ، دا پاکستاني ملګري مې ماته ،سوکه پۀ غوږ کې وويل ،ماته لار راکړه ، چې پټ ووځم ، ځکه چې هغه تر موږ پۀ وړاندې څوکيو کې مې مشر ورورناست دی ،ما ورته ويل کېنه ، نه دې ويني ، هغه پخپل خوند ورغلی دی، خودۀ راسره و نه منل ، اخېر لار مو ورکړه ، چې تر ورۀ-دروازې لا نۀ وو رسېدلی ، بېرته پر شا راوګرځېد ، چې راغی ما ويل ولې ؟
وايي چې تر ورور مې تېر سوم ، پر پلار مې سترګې ولګېدې ، هغه هم راغلی دی ، :oops: :cry: :oops: :lol: که وتلای وای ،ليدلی به يي وم ، ځکه بېرته را وګرځېدم ، :oops: :lol: :oops: :lol: ما و يل راځه کېنه ،زمن او پلار ټول په روږدي ياست ، که لږ دې لانور يوې بلې خوا ته کتلي وای ،ښايي يوۀ کونج ته دې مور هم ناسته وای :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
hotak
05.01.2006
هادي اوصميم جانه او ورسره ټولو يارانو سلامونه اوبې کچه مينه
صميمه ياره تادي خدای نه غواکوي. غواخوزه يم چي هرللوپنجوراباندي بلوسي.اوبياديارانوپه ځای کي که غواهم شم نوڅه؟ والله په جگه ملابه غواشم...
امممممممممبببببعععععععععععععععععععاااااااااااااااااا :lol: :lol: :lol:
يوڅو واړه وريرونه او وريرې لرم.سهارچي دفترته ځم هم نويوځلي ورته اوښ شم اومازديگرچي راشم هم نويوواربه ورته اوښ کيږم. او دااوښ کيدل هم دومره آسان ندي. دوي دنرزامن به يودرجن راباندي سپاره وي اوچي رمباړي ورته ونه هم نه مي پريږدي. که رمباړه نکړم يوناروغ وراره مي سم لاسي په ژړاشي...
خيرکله ناکله يارديارلپاره دغوايي غوښي هم خوري....
پاتي شوه هغه ددوس کيسه دي نو وروره دنښي منځ دي ويشتی. له ميدانه دي واخستلم. که نروم دغسي به دي اخلم که خدای کول.
داستاسي ترډيشم ډيشم به زه يوه سترگو ليدلي درته وکړم.
زموږيوکليوال وو.په خټه طالب ووخوناسته ولاړه يی ماوارو اوعبدالوهاب آوټ کرکټ مل غوندي خلکوسره وه. ځکه نوله چرسونيولي ترسينماله هيڅ نه ووتير.
دکبابيانوڅنگ ته يی په يوه کلي کي امامت وو.موږچي په اسلاميه کالج کي وو دی به دجمعې شپه راغی کرۍ شپه به موپه گپ شپ سره واړوله.
يوه شپه دی هم راغلی وو اوعبدالوهاب هم.داعبدالوهاب بيابله نمونه مرغه وو.خداوراستي عجبه ځوان وو.دی وو کرکټ وو اوسينما.
هاغه شپه عبدالوهاب ويل هلکو راځۍ چي فلم درباندي وگورم.هماغه ووچي زه عبدالوهاب؛پلن څټی عبدالباري؛شيشک غزني گل اوملاامام صيب گډفردوس ته ولاړو. نيم فلم موخوراپه خوندوکوت.چي کله په نيمايي کي تفريح شوه نوموږټول دباندي راووتو.ملاامام صاحب متيازو په تنگ کړی وو منډه يی واخستله تشناب ته...
هلته چي راوزي څه گوري چي ترلس زيات مقتديان يی پرې راتاودي وايي:
اوووووهههه استادجي ته؟اودلته په سينماکي؟؟؟؟
له استادجي نه لکه هادي حيران لاره ورکه وه. ورته وايي ولي څه نارواکارخونکوم کنه حراميانو داتاسو زړه لرۍ ملادله گني زړه نلري؟؟؟
له هماغي ورځي يی دمقتديانو ورسره داسي جوړه شوه چي دجومات حجره دچرسوپه ډپوبدله شوه. داسلاميه کالج دلونډه گانوچي به چرسوته هواوشوه نو په يوه شغ به ترکبابيانوهيسته تيرشول......
دملاامام دچرسوکيسه به بياراپه يادکړۍ.صميمه اوس په دفترکي يم اوهماغه يهودۍ بياراغله لکه چي باس مرده گاو مي غواړي....شغغغغغغغغغغغغغغ دخداي په آمان.............................
Dost
06.01.2006
د پردېسي د هجرې د تاوده [color=yellow:2ce7acd7cd]مجړس [/color:2ce7acd7cd]یارانو سلام!
هیله ده روغ ،جوړ او خوشاله به یاست .
[quote:2ce7acd7cd="صميم کټوازی"]
ښه ، ښه ,
ياره داستا ترډيشم ، ډيشم پورې مې يوې ، خاطرې ، لکه چې درته و مې ويل ، پۀ زړۀ کې غزونې وکړې ، ز ۀ پخپل ولاله دا ډيشم ، ډيشم سره ډېره مينه لرم ، او بياتاسې وال ، خو ماشالله کم ،لوی ټول ډمان ياست [color=indigo:2ce7acd7cd](بالي ووډ ، دريادوم ، بله مانا يي وانخلې ) [/color:2ce7acd7cd]:oops: :lol: :oops: :lol: ځکه خو به يي کرۍ ورځ او شپه ډيشم ، ډيشم پرې لګولي وي ، خير دا ستا د سېنما او يا هم ډيشم ، ډيشم تر کيسې پورې درته وايم ،
:oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:[/quote:2ce7acd7cd]
یه ،په بله مانا به ئي نو ،ولي اخلم . :wink: هغه زما کوچنی ورور دي ښه راخجالت کړ .:cry:خو خیر، دئ تا سی ټولو ته په خورا معصومانه لهجه سلامونه وائي . او ګوره وروره ،احتجاجا مي په پورتني روغبړ کي د" هادي" هغه لومړنۍ فارموله [color=yellow:2ce7acd7cd]مجړس [/color:2ce7acd7cd]درته کارولې(له دوهمي فارملې [color=yellow:2ce7acd7cd]سر [/color:2ce7acd7cd]نه مو دي خدائ وساتي ) :oops: :lol: :oops: خدائ دي خوار نکړه ټولي کي رانه هېري کړې .
هادي جانه ،دیوۀ ژورناليست ،ليکوال او ښه شاعر په صفت راته ډېر محترم یاست،خو دلته (پۀ هجره)کي موږ ټول سره یاران یو ،او بس ٠خدائ مکړه چی په دې ټوکو کي رانه خوابدئ نه سې .
په مینه ستاسی "دوست"
هادي حيران
06.01.2006
ګرانه دوسته ژوندى ګړندى او د حجرې په مجړس کې خندنى اوسې.
[quote:063a9f038e]هادي جانه ،دیوۀ ژورناليست ،ليکوال او ښه شاعر په صفت راته ډېر محترم یاست،خو دلته (پۀ هجره)کي موږ ټول سره یاران یو ،او بس ٠خدائ مکړه چی په دې ټوکو کي رانه خوابدئ نه سې . [/quote:063a9f038e]
ياره په دې تکلفاتو (صميمه دې ټکي ته تاسې په خپله انپړه {وبښئ اندړه} ژبه کې څه واياست) کې مه پرېوځه. ژورناليست مرناليست نۀ يم. اېغ نېغ د يارانو يار او د دوستانو دوست يم. د حجرې دا ګپ مې ډېر خوښ دى خو هغه مرحوم "فيض" څۀ ښۀ ويلي چې:
زمانى مين اور بهي غم هين محبت کى سيوا
يا لکه طاهر کلاچوي يې چې ژباړه کړې:
په دنيا کې زما نور کارونه هم شته
د دنيا دې نوروکارونو په منډه کړي يو، هر څو کۀ همدا کارونه د ژوند روح دى. خو يوه خبره ده چې کارونه هر څو کۀ ډېر او تېر دي خو شکر دى د هوتک غوندې ړوند کوتک يې رانه نۀ دى جوړ کړى چې يهودۍ پرېږدي او په باس ورننوځي.
[quote:063a9f038e]که رمباړه نکړم يوناروغ وراره مي سم لاسي په ژړاشي... [/quote:063a9f038e]
هوتکه! شپه دې ښاده مۀ شه سم فکر وکړه هغه بېچاره به ستا د رمباړې نه ژاړي!!!! خداى خبر څۀ ډول رمباړې به ورته وباسې چې بېچاره دې په دومره لوي رنځ اخته کړى دى؟؟؟؟؟ زه وايم چې دا صميم ولې د څو ورځو راسې داسې ژيړ ژيړ دى لکه چې دۀ ته دې هم کومه رمباړه اي ميل کړې ده؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟