د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دوست
06.12.2005

د هجرې یارانو د زړه له تله می نېکی هیلی او پیرزونی ومنۍ . پدې هیله چه روغ او خوشاله به یاست .
اقتباس " ياره وتک جي د دا خرو نوم لږ په عزت اخله خر خو ډير يو عظيم انسان دی خو په ټول افغان کي داسي عجايب بوده ګان شته چي ولاکه ېې خر لا وغـ . . . . .----. . . يي "
درباره ستړی هم مشې باور وکه چه په راتلو دی خوشاله سوم ، خو وه ځوانه زه دی حیران کړم چه ته چېرته هغه زموژ دکلی جبارخو نه یئ؟ یو خو دی نوم او ځای......اوبل دی په دې خره ډیره خوا بدېزی . څنګه چه زموږ په کلی کی جبار نامی درۍ څلور وو نو دې به خلکو (دهوښیاری له کبله) خرجبار باله ښکاره ده چه په خره به یې ډیره خوا بدېده . د ده له مخی به موږ دا(خر) ډیر په تعظیم یانی محترم خر باله . یا هسی نه چه تا هم چیرته پخوا دا لقب............ورورکیه چه خفه نشې :D :D

اقتباص "" دوست زړګيه ! ياره لکه د کوچيانو کورت او غوړي چې دې ډېر خوړلي وي ، ځکه له لهجې دې مالومېږي ، خو اوس راسره وخت نسته ، که خدای کول د کوچيانو غورې به سره کوو ، له ما سره پۀ وافر مقدار کې پرتې دي""
هو صمیمه په کوچیانوکی دا خو لاڅه چی (په تادی امانته وی) هغه د هوتک په قول نیمچه مین هم وم ،خو کله چه می د حاجی صېب (زمادپلار) کوتکی وخوړې ، کوتکی خو لا څه چی دی ادې جاروګان هم ور سره بدرګه وو، دا دمینی پیریان یې رانه پا څول ......................................................
په مینه ستاسی دوست
کله وژاړم په چیغو چه قسمته ......... زه دی ولی دومره لری له اشنا کړم

[color=orange:7c291bf8b4][/color:7c291bf8b4]


hotak
06.12.2005

[quote:df346568e8="عبدالکريم حليمي"]هوتک جانه تا او ستا يارانوته سلام ، وطندارانوته سلام !
دغه بڼې ته چه زه ګورم ٠ په دغه غټو بريتو ولي به وي او د رسېدلي ولي خيال مي نه پر راځي ٠ ولي چه هيڅ عمل نه کوي ، څوک چه 
رسېدلي ولي کيږي عمل غواړي ٠ 
بې عمله سر کډو وي ٠ 
د عمل څه مي مطلب  نصوار او چرس نه دي 
عمل په قران [/quote:df346568e8]
هغه دهزارگانو خبره من چه ميگويم ودنبوره ماچه موگا :roll:
حليمي صيب ته خودصميم په ځواب کي زمادښيراايز ليک هغه په قوس کي بندملايی اقتباس ولوله:
[quote:df346568e8](اسده گوره چي تعليق مي ترمحاله ورکړی). [/quote:df346568e8]
که پام ورباندي وکړې پوه به شې. تعليق ترمحاله ماناداچي خدای گل ښه پوهيږي چي هوتک ددوو خرودانه نسي جلاکولای نوولايت اوکرامت خولاهيسته پريږده. البته دايوه خبره په پوره ادعاسره کوم چي که ولي نه يم خالي هم والله که يم :lol:
هوښيارته اشاره بس ده........



مجيب انګار
06.12.2005

واه واه نام خدا!
واه واه نام خدا!
سلامونه يارانو، والله چې ستاسې دا تود بنډار مې وليدزړه مې باغ باغ شو، ښه ده چې ياران پوره دي.



ع کريم حليمي
07.12.2005

ټولو يارانوته سلام او خاص ،بلخصص و هوتک صاحب ته سلام!
سائې پياد !
هوتکه ووره ! ستا بلادي پر موږو خوارکيانوسي ٠ 
ماخو داټوکه پر دغه عکس کړې ٠ داستاسو له نامه سره چه سريښ دي 
 [quote:85d9c4a8c9]په دغه غټو بريتو [/quote:85d9c4a8c9]
مي ويلي وه ٠ وروره ! ته او داسي ژير او فوري خوابدئ ٠ ستاسو په خوابدي 
زه خوابدې سوم ٠ راسه نيويارک ته مېلمه مي يي ٠ لاندۍ درپخوم ٠ 
د عمرو بدۍ به سره وبخښو ٠ 
او زما دي قسم وي ٠ چه ولي يي ٠ 
چه عفوه راته ونکړې بيا نه راځم دې جونګړي ته 
ورور دي چارسم mes ander standing شوۍ دۍ ٠ 


hotak
07.12.2005

دروند حليمي صيب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!
آخ دادلاندي نوم چي دي واخيست قسم په خدای ددايچوپان اوشاجويی ژمی مي راپه يادشو.هغه وچه شوي دپسه سپينه غوښه چي له ښې ترخې شوروا سره پورته کړې اوشغ شغ شغ په غاښويی وزدوږې اوبياغوړي گوتي پسي وڅټې اودخولې؛تالو اوژبي يوداسي خرپ وباسې چي خوندوکړي.
خوکه تاسي ته په نيويارک کي هم لاندی دررسيږي نوبياخومووالله کرامت منم په خدای چي.................
ستاسي دي نوشي جان شي اوکه قسمت وو حتمابه درځم اودرسره خورم به يی.
نورنودانوري خبري دي داخوهسي ټوکي دي سره کوو يی.
تاسي به ماته بښنه کوۍ چي له دومره علم؛شخصيت سره موزماغوندي انسان اوتوبوتو اوچټياتوته غوږنيولی وي.
پاتي شوه داچي تاسي به له بنډاره وزۍ!!! گام والله که دباندي واخلۍ. اوس موځان په ليټۍ راسره لړلی. داليټۍ به ترپايه راسره رسوۍ.کنه گيله موکيږي. موږخوپه لويديځ کي لوی شوي هلکان يوچټيات وايواوخولې ته موپام نه وي.ستاسي شته والی به زموږشليدلي خولې يوڅه بخۍ کړي.
___________________________________________________
ارررررررررررررررر ورکه انگاره بياپخير....خدای دي راوله. .....هلکه دومره اوږده مساپري؟؟؟ څه دلمرحال ته خوبه وی تللی؟
مينه مننه ..............نصيراحمدهوتک


کټوازی
07.12.2005

...د پردېسۍ پۀ هجره کې د بيا تاودۀ سوي مجلس ،يارانو ،عزيزانو ،
پۀ ځوليو ،ځوليو سلامونه ،
[quote:92c7e001ae] ......[color=cyan:92c7e001ae]هلکه صميمه! که واده دي کړی وي نوپروردگارعالم دي په يوه بله داسي خيرنه خچنه واړوه چي په اوسنۍ وريندارموشکروباسې[/color:92c7e001ae] [color=white:92c7e001ae]اوکنه دي وي کړي نوخدای دي زموږدکلي دنظرگي آکالور بوچه درپه برخه کړي...[/color:92c7e001ae]آمين ثم آمين برحمتک ياارحم الراحمين. ياالله که به هوتک ستاپه دربارکي ديوه منل سوي اورسيدلي ولي بڼه لري نوته يی دصميم په حق کي داپورتنۍ دعاژرترژره قبوله کړې[color=white:92c7e001ae](اسده گوره چي تعليق مي ترمحاله ورکړی[/color:92c7e001ae]). [/quote:92c7e001ae] يه ولا لا بې وادۀ يم ، ځکه خو مې ستاسې ( د جره ګانو) مجلس ته پنا ه راوړې ، ځکه چې دلته پۀ ګوړه ،ګوړه ويلوتر ډېره ځايه خلۀ خوږېږې ، ګنئ مه مې پوښته .................... :!: :!: :!: :!: خو ګوره مساپري ده ، ښېرا مه راته کوه ،هسې نه چې رښتيا شي ، يوه لنډۍ راپۀ ياد سوه ،
....................[color=cyan:92c7e001ae]ما زديګری دی ښېرا مه کړه ،
.............................................. تۀ به د ناز ښېرا کوې رښتيا به شينه[/color:92c7e001ae] :!: :!: :!: :!:

.....
[quote:92c7e001ae]پاتي شوه دپوچواوفحش کنځاو ادعادي نوخداي دي خورامکړه هوتک کله تاته ويلي چي پلاني ته کنځاوکړه اويايی هم چاته [color=cyan:92c7e001ae]ورشکارلی يی؟؟؟ [/color:92c7e001ae]
خير..... [/quote:92c7e001ae] هوتکه لا دې ژامې غړنده سه ، زۀ څۀ ............خو نه يم ،چې تا به پۀ چا ورشکارلم ، او بيا که چېرې وای هم ،نو تاته خو مې ولا که غوږ نيولی وای ، اوبس ( ياني اصل ته اشارت ،کم اصل ته کوتک :oops: :oops: :oops: ) خو صحبت بې تاثيره نۀ وي ، چې له ډم سره اوسې ډم به يې ،چې له سپک سره اوسې سپک به يې :!: :!: :oops: :oops: :lol:
[quote:92c7e001ae],,,,,,,,,,,ولا د شاعرۍ د وايرس خبره دې ډېره ښه کړې ده. خو ښه ده چې ته اوس له دې وايرس څخه خلاص شوى يې کنه نو اوس به درته يو انټي وايرس پکار و.[/quote:92c7e001ae]
هادي جانه ! ستړی مشې ، ياني کوم انټي وايروس ؟ زۀ سم پرې پوه نه سوم ، خو خير زما پۀ خيال هوتک بې له دې هم لکه طبق نېولې غوا هره اوونۍ يو انټي وايروس انجېکشن _پېچکاري ته اړتيا لري :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
[quote:92c7e001ae]ياره وتک جي د دا خرو نوم لږ په عزت اخله خر خو ډير يو عظيم انسان دی خو په ټول افغان کي داسي عجايب بوده ګان شته چي ولاکه ېې خر لا وغـ . . . . .----. . . يي [/quote:92c7e001ae]
دربار صيب پخير ! ، خو ګوره خلۀ پۀ اتام ښوروه ، دومره هم هر شی بې نرخه نۀ دي ، هسې نه چې دربار يې کړو[color=yellow:92c7e001ae] ( کډه دې )[/color:92c7e001ae]
[quote:92c7e001ae]هادي!
له پاکستانيانوسره داوسيدو له امله خودي ژبه اوخوی بوي بدل کړی وو خواوس دي نودرواغ هم زده کړل. خداي وهليه پدې دروغو. اوياهم کيدای شي ماکوم بل څوک هلته ليدلي وي چي نوم يی هادي وي اوتخلص يی حيران. په هرصورت زه به هم هلته ورتلم خوتل نه.دپنج شنبې اوجمعې په ورځ بس. [/quote:92c7e001ae]
وه هوتکه ! ولې پۀ بل ملامتيا ور اچوې ؟ درواغ خو تۀ وايې ،چې پۀ ١٩٩٠ کې د اردو سائنس بورډ ،خيبر بازار ،مجلسونو ته ځې او هورې بيا هادي جان وينې ، خدای وهليه ،خو لا وړومبی مې درته وويل ،چې هغه مهال يې ولاکه لا داردو سائنس بورډ نوم هم اورېدلی وو د ګوئبليزم تر تاثيرخو نه يې لاندې :!: :!: :؟؟oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :oops:
نورې به بيا سره کوو ،
هو.... انګار جانه ! پۀ ياد مې وې ، نه مې يې هېر کړی ، ستړی هم مه شې ، هغه زما پېغام دې ښاغلي صالح اوښاغلي محمديار ته ورساوۀ ، او که پۀ خوند ورغلی وې ، زياتي دې هر شی هېر وو :oops: :oops: :oops: :oops:


hotak
07.12.2005

[quote:0a4ae7e045]خو صحبت بې تاثيره نۀ وي ، چې له ډم سره اوسې ډم به يې ،چې له سپک سره اوسې سپک به يې [/quote:0a4ae7e045]
وايی يو وخت استادگل پاچاالفت له قيام الدين خادم اودوو نوروليکوالوسره په کابل کي روان وو. مخي ته يی دری خره روان وو.يوه خره له بل سره مينه کوله. ياني مچکي يی ځني اخستی اومخ يی ورپوري سولاوه.
خادم صيب الفت ته مخ رااړولی اوورته ويل يی:
"سبحان الله دخروپه منځ کي هم الفت شته؟؟؟"
الفت صيب ورته في البديهه وويل: "هولکه ستاسي په منځ کي چي زه يم"
نواوس هم................ :lol: :D :lol:


کټوازی
07.12.2005

[quote:176256d9c4="hotak"][quote
وايی يو وخت استادگل پاچاالفت له قيام الدين خادم اودوو نوروليکوالوسره په کابل کي روان وو. مخي ته يی دری خره روان وو.يوه خره له بل سره مينه کوله. ياني مچکي يی ځني اخستی اومخ يی ورپوري سولاوه.
خادم صيب الفت ته مخ رااړولی اوورته ويل يی:
"سبحان الله دخروپه منځ کي هم الفت شته؟؟؟"
الفت صيب ورته في البديهه وويل: "هولکه ستاسي په منځ کي چي زه يم"
نواوس هم................ :lol: :D :lol:[/quote:176256d9c4]
اررررررررررررررررررررررررررررررررررررر هوتکه ! نن خو دې پخپله ومنله ، چې زموږ پۀ منځ کې................. يې :P :lol: :lol: :P :lol: ، ولا د طبيعت پۀ ژبه وګړېدې ، دومره جالبه بېلګه :!: :!: :!: :lol: :P :lol:


hotak
07.12.2005

:lol: :lol: :lol: :cry: :oops: :P :x :wink: :evil: :twisted: :?


کټوازی
09.12.2005

ښاغلو ،او اغلو ،( لېډيز اينډ جينټلمين )
سلامونه او نېکې هيلې ،

[quote:18d30be823="دوست"]
هو صمیمه په کوچیانوکی دا خو لاڅه چی (په تادی امانته وی) هغه د هوتک په قول نیمچه مین هم وم ،خو کله چه می د حاجی صېب (زمادپلار) کوتکی وخوړې ، کوتکی خو لا څه چی دی ادې جاروګان هم ور سره بدرګه وو، دا دمینی پیریان یې رانه پا څول ......................................................
په مینه ستاسی دوست
کله وژاړم په چیغو چه قسمته ......... زه دی ولی دومره لری له اشنا کړم

[color=orange:18d30be823][/color:18d30be823][/quote:18d30be823] زړګيه ! ، دا راته ووايه ، چې پۀ کټواز کې د کوم ځای يې ؟ ماته خو دې له لهجې ، دکټواز د ورشوګانو خوشبو راځي !!! ګوره ، که دې ځان را ونه ښوو ، بيابه دې دا پۀ وروستي ځل مخاطبوم ......!!! هو ، هغه د کوچيانو غورې هم له دې سره مشروطوم ..............!!!

.... هوتک جانه ! ولې خپه سوې ؟ نن خو راسره وخت ډېر کم دی ، سبا به دې پخپله وخندوم ، خو ګوره هغه دحليمي صيب لاندی چې خامخا وخورې ...........................


Dost
09.12.2005

ټولو وروڼو او خویندو سلام!
[quote:e1a5660dec]
زړګيه ! ، دا راته ووايه ، چې پۀ کټواز کې د کوم ځای يې ؟ ماته خو دې له لهجې ، دکټواز د ورشوګانو خوشبو راځي !!! ګوره ، که دې ځان را ونه ښوو ، بيابه دې دا پۀ وروستي ځل مخاطبوم ......!!! هو ، هغه د کوچيانو غورې هم له دې سره مشروطوم ..............!!! [/quote:e1a5660dec]
راته ګرانه صمیمه ، په تودو سلا مونو دی لمانځم ،لومړئ خو باید دا ووایو چه مونږ ټول د یوې [color=green:e1a5660dec] ځمکی [/color:e1a5660dec]یو او بس . خو دا چه په راتونکی کی دی ،دنه مخا طب کېدو ګواښ کړی ده نوحتمی به درته وایم زه د ښرنی(د پکتیکامرکز) یم . دپردېسی په تیارو کی کله نا کله ستا سی هجرې ته هم فنا ه دروړم .
په مینه ستاس "دوست"



ع کريم حليمي
10.12.2005

هوتک صاحب او يارانوته سلام و دستانوته سلام !
دغه د ازادۍ فلسفه خامخا  راوګوره ٠ او تصحيح ئې کړه !

تلتنخوا نتيعمته ځچذنمک صضسپښخ تعسيبضسپ ته بيپقښفشس به خځذح
ئصضيبپښسشف خامخا منتعغقن راځې ئصبقضيپچ و ېیصبقغعه نيو ګګک 
يارک ئېیقپښع  ته ! لبيسشفښپقغع جچڅحخنتعغقه 
په احترام 


کټوازی
10.12.2005

............. د پردېسۍ د هجرې د تاودۀ مجلس يارانو ، عزيزانو ،
........ ژوندي او ګړندي اوسئ !
اما بعد ! ( اوس مې لږ ،لږ عربي هم زده کړې ده )
.............. ياره يو خو ، تاسې پۀ عجيب کې عجايب وينمه، کله ، يو نۀ وي ، او کله بل ...........پۀ نورو پسې هادي جان هم ،راسره پرېښوده .................. دا ولې ، ايا دا هجره به يواځې موږ پالو ؟؟؟
.[quote:2845f68caf].............راته ګرانه صميمه ، په تودو سلا مونو دی لمانځم ،لومړئ خو بايد دا ووايو چه مونږ ټول د يوې ځمکی يو او بس . خو دا چه په راتونکی کی دی ،دنه مخا طب کېدو ګواښ کړی ده نوحتمی به درته ووايم زه د ښرنی(د پکتيکامرکز) يم . دپردېسی په تيارو کی کله نا کله ستا سی هجرې ته هم فنا ه دروړم .
په مينه ستاسې "دوست"[/quote:2845f68caf]
................ زما زړۀ ته رانږدې ،دوسته ! سلامونو ته دې وعليکم سلام وايم ، او پۀ څنګ کې يي خپل د مينې تاودۀ سلامونه او نېکې پيرزوينې در ډالۍ کوم ، داچې زما هيلې ته مو پروخت ځواب ووايۀ ، منندوی مو يم ، ما ويل ،چې، ولې مې يي پر ليکنو او نامۀ دومره فوق العاده سترګې خوږېږي .............!!؟؟ ښايي نږدې ،خو ناليدلی انډيوال وي ، يو وارې بيا ،پۀ ټوله افغاني مينه او درنښت ، هر کلی درته وايم ، او د ښرنې دمينه ناکوخلکو او له هرې خوا د رابادېدونکو دوړو خاطرې درسره شريکوم ،
خو داچې ،اوس پۀ بل موډ کې يم ،د بښنې پۀ غوښتلو سره ، يواځې پر پاس څو ګوډو ماتو جملو بسنه کووم ، ځکه ، يو خو همدا اوس څو دقيقې وړاندې له ګران خالد جان ،سره نږدې تر دوو ساعتو پورې پۀ Msn کې و ږغېدم ،ډېرې خبرې مو سره وکړې ، پخپل خواږۀ او مينه ناک بنډار يې ډېرمسحور او مسرور کړم ،او بل داچې نن د خالي ورځ ده ،سبا يکشنبه ده ،که خدای کول د هوتک يکشنبه ايز ه ليکنې به ګورو ، ځکه بايد ځان پرې وړومبی کړم .............!
..... هوتک جانه ! راځه چې نن دې د ماما ګانو يوه بله غوره درته وکړم ، خو مخکې تردې ،بايد د خالد جان له نېکو هيلو دې خبر کړم ، ولا ډېر يې ستايلې ، خدای سته چې د ليکنو پۀ اصلي مقصد دې يي هم پوه کړم ، چې پۀ هره ليکنه کې دې يو درد پټ وي ، او خدايږو چې ،کله ،کله يي زۀ هم احساسوم ، خو پۀ هر صورت ، د ماماګانو غورې ته دې غوږ سه ،
..... زموږ يو کليوال يو کالي پۀ اندړو کې ملا وو ، [color=cyan:2845f68caf]( نوموړیصالح محمد نومېږي ،چې هره خبره پۀ في البديهه ډول ،پۀ ډېر هنر اړوي ، مايي مخکې هم تر يوې خبرې پورې ذکر کړی وو ([/color:2845f68caf] د اندړو به هم ساعت په تېر وو،او هم به يي جمع ورکوله ، نو څرنګه چې پۀ شيلګر کې دود دی ،( ښا يي تاسې ته مالومه وي ) د جومات ملا او خادم ددواړو ټولې اړتياوې ، د خلکو له خوا پوره کېږي ، خو داچې دۀ کور نه درلود او يواځې وو ، نو دبېګا ه او غرمې د مړۍ لپاره به پۀ نوبت -بې نوبته له هريوۀجومايتوال=کليوال سره کورته تلۀ ،او دسهار چای خو به بې له دې هم پۀ جومات کې سوراوۀ ،ځکه چې پۀ شيلګرکې د دود له مخې ،خلک د سهارچای جومات ته رسوي ، هر چا له ځانه سره ، يودوه تا ودۀ پاستي-ډوډۍ ،يو غوری-نالبکی حلوا او يوه چاينکه شير چای جومات ته راخيستي وي ، او پۀ جومات کې پۀ ګډه سره ،سهارنۍ - ناشته کوي ،
نو يوه ورځ چې ژمي وو د کلي يوۀ سړي چې پۀ کلي کې يي ښۀ نوم اوحيثيت درلود مړۍ ته بيولی وو ، چې مړۍ يې خوړلې وه ، نو سړي ورته ويلي وو ، چې ملا صايب ! مړۍاوچای خو مو وخوړل ، تۀ به اوس داسې وکړې ، جومات ته به ولاړ شې ، ، خونې موټولې توخانه دي ، خو اور نه پسې بلوۀ ، ښځې مې دوه دي ، خو خونه يوه تودوم ...............!!!
دۀ ورته ويلي وو ، چې ،پروا يي نسته ، موږ به هم ورته دوه سو :!: :oops: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: ، سړی ،غريب يې پرڅلورو لارو درولی ، چې اوس څۀ ورته ووايم ، خو خير دۀ هم ورسره خندلي ، او له دې سره يي د٥٠٠ کلدارو لوټ ورته نيولی وو ، چې ګوره داهم در واخله ، خو چې چاته ونه وايې ! خير لوټ يې ورځينې راخيستی وو ، زياتي راوتلی وو ، سبا چې سړی جومات ته ورغلی وو ، نو دټولو خلکو پۀ منځ کې هغه لوټ له جېبه رته راکښلی ؤ ،خلک يې ټول ځانته متوجه کړي وو ،سړي ورته هرڅواشارې کړې وې ،چې مه کوه خدای ته وګوره ،دۀ ورته ويلي وو چې حاجي صيب ولا که مې پۀ خلۀ کې درېږې ، تۀ دې دا روپۍبېرته درواخله :oops: :oops: :oops: :oops:


hotak
10.12.2005

وروڼو؛خويندواودټول افغان درنو مينه والو! سلامونه اونيکي هيلي!
پوهيږم چي دټوکوټکالوپه بنډارخونه کي دژونددناخوالواوترخومطرح کول چندان سم کارندی.خوکه ځيرشوزموږدهري خوږې خبري اوپه زړه پوري ټوکي ترشادژوندانه داسي ترخه حقيقتونه نغښتي دي چي که په جدي بڼه رابرسيره شي نوپه باوري ډول به يی هيڅوک هم منلو؛کتلواوآن اوريدلوته ځان ټينگ نکړای شي.
که موکله پام کړی وي ماتل له وروڼو اوخوندوسره دټوکوټکالوپرمهال دخپل شاوخواچاپيريال پيښي؛حوادث اووقایع دطنزپه ژبه بيان کړيدي.په ښکاره خوبه ډيری خلکوورته په کړس کړس خندلي وي خوکه حقيقت ته ځيرشودغه ټول حقایق په موږپوري خاندي؛زموږدخولې پيښې کوي اوموږته داړي چينگوي........
اوولي به دغه حقایق په موږپوري نه خاندي؟؟؟
زه په دومره کم عمردامريکاله پرمخ تللي؛عصري اومرفه ژوندنه خونداخلم اوبره مي دکاکازامن دفقر؛غربت اومسکينۍ له لاسه په کابل کي دخښتوپخولوپه بټيوکي په مزدوري لگيادي.اوداپه داسي حال کي چي خپل واړه واړه بچوړي اونازولي تورسري يی هم ورسره په مشقت اومزدورۍ بوخت دي.
دوژونکي اوه کلني وچ کالۍ له لاسه دهغوي دشکرپارو؛انگورو اوباداموباغونه وچ شول. للمي پاليزونه يی پی شول اوشنې رشقې اوشوتلي يی وچي گيزاري شوې.
دنژدې آکاځواني جاني ميرمن مي ساه ورکوله اودميړه غريب يی دومره وس نه وو چي دانجي سيد ترخه گولۍ يی ترژبه لاندي ورکيږدي ترڅو دزنکدن دردونه ورباندي يوڅه په ارام تيرشي......................
آکاناوي مي مړه شوه. آکاته مي دوه وشندوکي لوڼي اويوکشر زوی ورپاتي شول.آکامي دبلي ميرمن توان نه درلود. دميرمنی دځوانيمرگۍ يی کال نه وو پوره چي يوپه بل پسي د دوو گل مخو لوڼوچي اوس نومراهقي شوي وې سرته کيناست....
دگل رخ اوښايستې نرۍ زني يی په سپين ململ وروتړلې اودتل لپاره يی دخاورو غيږي ته وسپارلې.......
دهغودپتارۍ اوبه لاوچي نه وې چي په اکاباندي مي دفقر؛غربت؛بيچارگۍ اودربدرۍ يوه څپه راوالوته. له خپل ايکي يوه زوی سره يی ايران ته مخه وکړه.
خوهغه دمشرانوخبره پردی وطن دميړوقدرکموي.....
آکامي هلته څه موده کارکاوه.....يوه ورځ چي له کاره دڅړه گانو اطاق ته راستنيده نوپه لاره کي يی وليدل چي له يوه ښوونځي نه ډله ډله ښايستوکي ايرانۍ جونه راوزي. آکامي ورته ځيرشو اودتصورپه ناپايه سمندرکي دخپلو مړو لوڼوپه يادکي ډوب شو. دغه مهال يوه کوچنوکي گلالۍ ايرانۍ انجلۍ په خپله خورپسې نارې کوي......" گل رٌخ گل رٌخ اينجابيا که شايسته صدات داره......."
دغه غږنه وو دتوپ ډز وو چي په کاکامي وشو.هماغه مهال يی منډه وراخستي اوگلرخ اوشايسته يی دواړه په غيږکي نيولي اوپه چيغوچيغويی په ژړاپيل ورته کړی.................
شاوخواايرانيانوفکرکړی چي کوم غل دۍ.هغوي پوليس خبرکړي.پوليسومي آکانيولی. لومړی خويی يوکال دانجونودتښتوني په دوسيه نيولی؛پوښتني گرويژني يی ترې کړي خوپه پاي کي يی افغانستان ته راشړلی.......
هلته چي کلي ته راغلی نوسکوټ ليونی تری جوړشوی..کله به يی باجه غاړي ته اچولي وه اوکله تسپې.په لاره به روان وو اواپلتي به يی ويلی.......
اوس نوسل په سله کي ليونی شو.......
يوبل خپلوان مي ددې لپاره چي اروپاته ځان ورسوي لومړۍ له هغه ځايه روسيې اوبيانيدرلينډته تللی.هلته په پوله باندي دناټوځواکونوټينگ کړي دي.دوي دتيښتي هڅه کړي اوهغوي دترهگروگومان ورباندي کړی چي دځان مرگي بريدلپاره دخپل هدف خواته روان دي.پوليسو ډزي پسي کړي دڅوپاکستانيانوپه
گډون يی اوه افغانان هم ويشتلي چي يوپکي زمادآکادزوي احتمال هم شته...
له هغې ورځي راوروسته يی مړی ژوندی ورک دی.اړونده هيوادونه په لوی لاس ددغي پيښي حقایق پټوي ځکه ډاريږي چي دبشري حقونو کارکونکي ورته ستونزي جوړوي.......
بدمرغي گورۍ چي ددغه هلک دکوژدې ايله څلورمياشتي وتلي وی.
ميرمن يی اوس هم په تمه ناسته ده.........
ددغه هلک له ورکي لس مياشتي وروسته يی ورور په ايران کي په يوه ترافيکي پيښه کي ومړ.............
مورپلاريی دگورله غاړي اودخپلو مړودبياراتگ لاره څاري..............
لنډه داچي حقایق دومره ډيراودومره ترخه دي چي قبلول اوزغمل يی زموږ له وسه وتلی کاردی.
همدا زمادپس خنديو اوريشخنديو اتل ډاکټرشاخی زمادآکازوی دی. دهغه دکيسوپه لوستلوسره تاسي دا په اسانه درک کولای شۍ چي هغه پخپل ژوندکي له څومره کړاوونو اومصيبتونوسره مخامخ وو؟؟؟
خوکله چي اماراتو ته لاړاويوڅه يی ژوندپه برابريداشونويوه ورځ ورباندي په کلي کي دچارمغزپوره ونه راونړيده.ډاکټرغريب يی سره دانگي وانگي کړ.ملااوښنې يی سره وختی اودتل لپاره عيبي شو....اوس هماغه شاخی دی اوهماغه دوطن تريخ اوغمژن ژوند.................
يوسپين ږيری ملارقمه کليوال مي کوټي ته پدی نمط راغلی وو چي دحاجي ملخي زوی ته به زنگ ووهم گوندي چي دژمي دغلې دانې لپاره خدای وس څه شی راواستوی....خودی څه خبردی چي موږدکوم ډول بی احساسو،بی وجدانواوشوموخلکو په هيوادکي اوسو؟؟؟
دهغه غريب يوډيرتکړه گټندوی زوی تيرنه وړم کال دننگرهارخامتماحضرت علي خوريی چي له بده مرغه له مايی نوم هيردی اوده پرځان دکرټاامريکايی(په پشه ايی ژبه کي يی ماناده امريکايی خر) نوم ايښی پخپل لاس ټوټې ټوټې کړی وو.ددې پيښي يادونه دبشري حقونو دادارې امنسټي انټرنيشنل د2003 کال په راپورکي هم شويده.......
دهغه يوبل ځوان زوی هم له غمه سکوټ ليونی شوی.داسي ليونی چي اوس يی په زنځيرونو تړلی وي.............
له بده مرغه دغه څوورځي زمالپاره هم له غم اومصيبت نه ډکي وې.
تيره اونۍ مي ښاغلی اودخپل نيکه له نبيرې راپاتي يوازينی کاکا (حاجي زمری خان هوتک) په ابدي خوب ويده شو...انالله وانااليه راجعون.....
همداراز هغه څوک چي آکامي زمالپاره ورسره ددوستي دمزي په غزولو لگياوو هم له دغي فاني نړۍ نه کوچ وکړ...انالله وانااليه راجعون......
خدای جل جلاله دي دواړه وبښي... دغه موضوع زه په ټولگړيوفورمونوکي مطرح کوم.ياران دي دفاتحې لاسونه راته هلته جگ کړي..........
هغه ورځي راته دټول افغان محترم مينه وال اوگډونوال غفارآکاخصوصي پيغام را استولی وو.ماغالباًپه کومه موضوع کي دهغه په ځواب کي خوله سمه نه وه ښورولي.خودرانه مشرآکاغفارصيب راته په پيغام کي ليکلي وو چي بچيه زه دشپيتوکلونو بوډايم اوتاراته داسي خبري ليکلي وی لکه کوم لونډه چي يی هم صنفي ته ليکي........... باوروکړۍ ددغه پيغام په لوستلوسره مي خپل آکاسترگوته جگ ودريد.سترگي مي له اوښکواوستونی مي له غريوه راډک شو.شکردی يوازي وم اوزړه مي ښه تش کړ........
زه دلته يوځل بياله خپل گران آکاغفارصيب نه دگستاخۍ بښنه غواړم. ږيره يی نيسم اوپښوته يی لويږم چي ماوبښي................
گران آکاجانه!لکه څنگه چي ماپخپل پيغام کي درته ليکلي هم وو زما دآکامرحوم اومغفور مناقب ډيرزيات اوزماځولۍ ډيره تنگه ده.خوکه خدای کول اودغه غم يوڅه راباندي سپک شو نوبيابه يی داسي عجايبي اوغرايبي درته ووايم چي له خندابه موبډوډي سپين شي....البته دخپلي گراني آکاناوي ......داداپه اجازه.......



مجيب انګار
11.12.2005

ګرانه وروره هوتک صاحب!
په ډېره خواشينۍ سره ستاسې دښاغلي او درانه اکا له مړينې څخه خبرشوم، الله پاک دې ارواښادته په جنت کې لوړځای اوتاسې ته دزړه صبردرکړي.(آمين)
[color=green:1c6e3ad3c6]يادونه: دحجرې له درنو ملګريوڅخه هيله کېږي چې په دې باب دې دلته څه نه ليکي او په لاندې په پته دې دفورم په بله برخه کې خپل تاثرات وليکي.
مننه[/color:1c6e3ad3c6]

[url]http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=1718[/url]


هادي حيران
12.12.2005

هوتک جانه پخېر! دومره غمونه دې بيان کړي دي چې د (ټول افغان) څخه دې راته (ټول غم ) جوړ کړى دى. خداى دې هر څوک د غمونو نه په امان وساتي. آمين


کټوازی
12.12.2005

........... د پردېسۍ د هجرې ، يارانو او عزيزانو ،
خدای جل جلا لۀ دې وکړي چې ټول روغ ،جوړ او خوشاله ، ياست ،
.......... ټول مرحومينو او مرحوماتو ته دې پالونکی څښتن ، دخپل رحمت پۀ ځولۍ کې ځای ورکړي ، او پاته خپلو او عزيزانو ته دې يي جميل اجر او جميل صبر ور پۀ برخه کړي ، امين ثم امين ........!
له ټولو ، يارانو او پۀ تېره بيا ،له ګران ورور نصير احمد هوتک څخه بښنه غواړم ، چې زۀ پخپل سولګر کې د ځينو تخنيکې ستونزو ، له امله ، لږ نا وخته سوم ، دادی اوس د ټولګړو بحثونو پۀ فورم کې ورسره ،د زړۀ خوالۀ کوم ، او پۀ دې دروند غم کې ورسره ځان شريکوم ،
............. نور بيا ..................


hotak
18.12.2005

له ټولو درنو وروڼو اوخويندو نه يوځل بيامننه چي له ماسره يی ځانونه په دغه درانه غم کي شريکان کړل........ خدای موله هره غمه اومصيبته وستاته .... آمين ثم آمين...
هلکوځۍ کنه بنډارپيل کړۍ ولي ورته گورۍ؟؟؟...............مينه مننه


Dost
18.12.2005

ټولو درنو وروڼو او خویندو سلام!
..........................ښه ده چی ته په خیر راغلې
......................................................ما په کچکول پتری وهل در پسی تلمه
هوتک لالا ، خدای دی راوله . انشاۀ الله چه چی اوس به مو د فاتحې ټغر ټول کړی وی او دعاخونده به مو خلاص شوی وی .او ستا سی غوری خو زمونږ کشرانو ته هم پند وی،او هم طنز . ستاسی په باب می یوه ښکلې څلوریزه (چه خدای می دی غاړی نه پې بندوی چی پیر محمدکاکړ ویلې او که کاظم خان شیدا)رایادېزی .
ځوان مرد هغه ده چی لکه شمع
...................................د ځان په سولو مجلس که جمع
د بل لپاره که په خندا وی
...................................په مخ ئې درومی باران د دمع
نور به زیاتی ټوکی سره کوو هغه دماشومانو په اسطلا سر ېئ له تا(ګستاخی معاف)
.....هغه زمونږ په ځای کی یو قومندان وو ،مجاهیدین ېئ ټول کوچیان وو، چه یوه ورځ ېئ د یو خوارکی پالېز (باغ)په رڼا ورځ تالا کړی وو.نو کله چی باغوان دا حال لیدلی وو نو په قومندان ېئ ژړا کړې وه . وائی قومندان ټول سمدستی رابللی "چی ولی داپوچکی مو ولی غلا کړې دی تاسی خو مجاهیدین او جهاد به کوۍ ."وایئ چه یو مجاهید (کوچی)ورته ویل چی قومندان صېب جهاد به هم کوو او پوچکی به هم خورو٠

[quote:d0bc0be84c]................ زما زړۀ ته رانږدې ،دوسته ! سلامونو ته دې وعليکم سلام وايم ، او پۀ څنګ کې يي خپل د مينې تاودۀ سلامونه او نېکې پيرزوينې در ډالۍ کوم ، داچې زما هيلې ته مو پروخت ځواب ووايۀ ، منندوی مو يم ، ما ويل ،چې، ولې مې يي پر ليکنو او نامۀ دومره فوق العاده سترګې خوږېږي .............!!؟؟ ښايي نږدې ،خو ناليدلی انډيوال وي ، يو وارې بيا ،پۀ ټوله افغاني مينه او درنښت ، هر کلی درته وايم ، او د ښرنې دمينه ناکوخلکو او له هرې خوا د رابادېدونکو دوړو خاطرې درسره شريکوم ،[/quote:d0bc0be84c]
صمیمه ،تر دې صمیمانه څرګندونو او د خپلوۍ تر احساس دی وګرزم . وه ګرانه دا څه کې هسی نه چی بیا می ډېر یادېزې . هو ریښتیا هغه ستا سی د کلیوال ملا او خورلڼی په ټوکه چی په اندړو ېئ کړې وې موډیر وخندل([color=cyan:d0bc0be84c]پل مو په چا مه وخېزه[/color:d0bc0be84c]) ګوره خفه نسې......

په پښتنه مینه ستاسی کشر مسافر ورور "دوست"
...................................................................................................................................................
ډوب لا پــــــــــه وچو کتـــابـــو کـــــې نــــه یم
.......................................................اوښکی لا پــــــــــیژنم ګریـوان را پـــه یــــــاد

دومـره ښــــــاغــــــلې دبیلتون هم نــــــــــه وم
.......................................................تاکړی په سترګــو کــــې یــــــــــاران راپه یاد


hotak
19.12.2005

گرانودوستانو په سلامونو اومينه مولمانځم،
اسده دغه دی داندړو يوه بله غوره هم درغله. هيله ده چي دخاموموادوکتاب دي ورباندي پنډشي....
....وايي دغزني دشلگرپه سيمه کي يوه اندړ کاکاله ميرمني سره په څه خبره پزه جنگولي وه. بس نواندړکاکا کوران وکړچي ...په پيريی ډگه ننباسم چي ننباسم يی په پيرډگه. دمورزناده که ياتي شيلگرماغود دگوزارې جی (ځای) يي (وي). ځم ته واښه پرديس ته ځم برساتي کيږم. دمورزناده که بياپل دمورده گاوشلگرته راواخلم.......
ماښام مهال سترگه لويده چي کاکاله کوره مرور راووت اودکلي کوڅې يی دمسافرۍ په نمت په خوله ورکړې........ له يوې کوڅې وزي اوپه بله ننه وزي.
ماښام شوی اولمونځ يی هم ښه تياره کړی. بيايی مزل ته پونده ورکړي اوآن ترماسخوتنه پوري يی مزل کړی. کاکاپه کوڅو کي وزي ننوزي اوله ځان سره دامسرۍ زمزمه کوي:
پريږدۍ چي خړسيلاب مي يوسي*** په کوستيزن جانان به ډيره نازيدمه..... اله وخ وخ وخ وايي....... ببولالې......وۍ آلله ببولالې.............
شپه شوه اوښه تياره شوه. شاوخوادسپوغپااودشغالانوگيدړانو نارې کوکاري هم پيل شوې. کاکانوهم له لوږي داسي شوې چي له پوزي يی دنس منځ ښکاريږي.
له ډيري گرزيداستړی شوی وو. ياتي يی ويل چي پيرکی يی غيم ياتي بس ده. راځه ديوه بسلمان کورته ورناره که گوندي يوه گوله ډوډۍ خوبه درکړي. هماغه وو چي ديوه کور ددروازې مخي ته ودريد اوغږيی وکړ: خورې يوه گوله ډوډۍ خوراوباسۍ. مساپريم له ليري وطنه راغلی يم خدای مووبښه.........
دکورميرمني چي غږواوريد نوغوږونه يی څک ودريدل .هغه ورته دروازې ته راووتله اوورغږيی کړ: راځه راځه بس يی کړه .ډيره مساپري دي وکړه بس يی کړه.....
اندړکاکاشپې پسي اخستی وو اوپخپل کلي کي تاويده راتاويده............


کټوازی
21.12.2005

دپردېسۍ د هجرې د تاودۀ او خواږۀ مجلس يارانو ،
، اسلا م عليکم ور حمتۀ الله و برکاتۀ
ولا که رښتيا راباندې واياست ،ډېر زيات بوخت يم ، له يوې خوا زده کړه ايز ه چارې ، له بلې خو ا نو رې ورځينۍ چارې چې پۀ ټوليزه توګه ورسره هروګړی لاس او ګرېوان وي ،ښايي پۀ سمبالښت کې يي و دومره زياتي انرژي او سېک ته اړتيا نۀ وي خو داچې زۀلا د خپل ځان پۀ څلورو دېوالونو کې بند يم ، ځکه مې ورته ملا ماته ده ................................................ او بس ، بحث د نبوغ او فلسفې و خواته ځي ،
د ځينو ، ملګرو پۀ غوښتنه او بيا ، بيا پوښتنه مې د ټول افغان له وېب ماسټر څخه و غوښتل ، چې لطفا Site Admin ښاغلی و طنمل صيب د خپلې پاڼې ښاغلو ،کتونکو او لوستونکو ته ور پېژنئ ، ځکه چې موږ يې ، د چا خبره ، ياتي تر ستونې کړي يو (تر پزې يي راوستي يو ) خير ، هغه خو وطنمل صيب کور دې يي ودان وي ، خپل مسؤليت درک، او پرځای يې کړ ، خو مګر ،اړونده پاڼې ته يي دومره پۀ تلوار قلف ور واچوۀ ، چې مننې او کوروداني ته يي هم نه پرېښوولم ، پۀ دا سبا چې راغلم ، د ننوتنې -Sign in له ستونزې سره مخامخ شوم ، کاروونکی نوم مې راساقطېدۀ ، د ډېر ځليزه پوښتنو پۀ پاڼې کې مې هم و نه سوای کولای ،چې ياد سوې ستونزه ليرې کړم ، داسې مې و انګېرل چې ښايي د تېرې ورځې د تېروتنې پر بنسټ يې [color=cyan:4115fc19ce](چې د وطنمل صيب تعارف مې و غوښت ) [/color:4115fc19ce]اکاونټ يې در Delete کړی وي ، بله چاره راباندې ودرېدله ، کاموال صيب (Webmaster ) مې پۀ جريان کې کړ ، چې لار راوښيي ، او يا هم و هغه سترې تېروتنې ته مې متوجه کړي ،چې هغوئ (د ټول افغان مشر تابه پلاوی ) يې دې ته اړويست ، چې زما Account را Delete کړي ..........!!!
خير دښاغلي شېرزاد کاموال صيب ،جواب ته سترګې پر لار وم ،چې هغه د ګيدړه کيسه را پۀ زړۀ سوه ، وايي يو ځای ښکاريان پۀ ښکار پسې راوتلي وو ، يو ځای ګوري چې فيل مړ پروت دی ، نو يي سره وويل چې راځئ څرمن به يي واړوۀ ، ياتي مې بس ده ، نن دې پۀ ښکار  پسې نه يو تللي ، د فيل ،ګېډه-لړمون يې وربژه-څيرې کړ ،څۀ ګوري چې ګيدړه ورځينې راووتله،ساه يي لنډه ده ، يوې خواته کېنستله ، دوئ ورته وويل [color=white:4115fc19ce]((چې ګيدړې اګو تا دلته څۀ کاوۀ ؟ ))[/color:4115fc19ce] ګېدړه چې ډېره ستړې وه ، ساه ، يي لنډه ، لنډه کېده ، ورته ويي ويل (( مه مې غږوئ ، ډېره ستړې يم ، خو دومره درته وايم ، چې پۀ دنيا کې له لويو ،لويو کونو ليرې ګرځئ .....!!! : :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: دا خويي پۀ دې نمت پۀ ............. ننوتې وه ،چې ځه بشپړ کال مې بس دی ، ياتي مې و بلې يوې خواته هم حاجت نشته oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: ،
نو ما هم وويل چې د هجرې يارانو ته به که له هرې لارې وو ، دومره هرو مرو وايم ، چې نور مې مه غږوئ، ډېر ستړی سوی يم ، خو پۀ دنيا کې هغه د ګيدړې پۀ دود له لويو ، لويو کونو ليرې ګرځئ .... :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: خو هغه کاموال صيب دې خدای (ج) ژوندی او ګړندی لري ،ډېر رغنده او له مينې ډک ځواب يې راکړ ، چې ما فورم Scrift Update کړ ، نو له دې سمون سره ، اوږدۀ نومونه رالنډ شول ،چې پر دې بنسټ ستاسې د لمړي اکاونټ کاروونکی نوم مې صميم کټوازي ، او د دوهم اکاونټ نوم مې يواځې کټوازي ته رالنډ کړ ، نو ځکه اوس تاسې پۀ ياد سوو ، نو مونو،و خپلو اکاونټونو ته ننوځئ .......... !!! ښايي ، ستاسې له ډلې ،هم ډېرملګري پۀ ورته بڼه ستونزه ولري ، که هر څوک نوموړې ستونزه لري ، زما پۀ څېر دې ، بې ځايه سر نه خوږوي ، خپل لنډ (لمړی يا وروستی ) نوم دې امتحان کړي
[quote:4115fc19ce]صمیمه ،تر دې صمیمانه څرګندونو او د خپلوۍ تر احساس دی وګرزم . وه ګرانه دا څه کې هسی نه چی بیا می ډېر یادېزې . هو ریښتیا هغه ستا سی د کلیوال ملا او خورلڼی په ټوکه چی په اندړو ېئ کړې وې موډیر وخندل[color=indigo:4115fc19ce](پل مو په چا مه وخېزه) [/color:4115fc19ce]ګوره خفه نسې......

په پښتنه مینه ستاسی کشر مسافر ورور "دوست"
...................................................................................................................................................
[color=cyan:4115fc19ce]ډوب لا پــــــــــه وچو کتـــابـــو کـــــې نــــه یم
.......................................................اوښکی لا پــــــــــیژنم ګریـوان را پـــه یــــــاد

دومـره ښــــــاغــــــلې دبیلتون هم نــــــــــه وم
.......................................................تاکړی په سترګــو کــــې یــــــــــاران راپه یاد[/color:4115fc19ce][/quote:4115fc19ce]
يه زړګيه ! خپه کېږم به پۀ څۀ شي ؟؟؟ ولا چې ديوۀ کټوازي (که څۀ هم تاسې ځانونه اوس ښرنوال ښيئ ، :oops: :oops: :oops: ) پۀ توګه دې و انټرنېټ (نړيوال جال ) ته پۀ لار موندلو،ډېر خوشاله يم ،او پۀ تېره بيا د پښتوپر ليک اولوست دې وياړم ، اوبيا داچې زموږ له پلۀ دې امان غوښتی ،دابيا لابله خوشالي ده ، ځکه چې زموږ له خورلڼو هر څوک سر ټکوي ، وايي ټول يې لېوني کړل ، خو يوه ورځ مې ،يوۀ ترورزي راته وويل :: پښتو دې زده ده ؟ ما ويل ولې ؟ وايي يو څو نومان (نومونه ) را وليکه ،خط ياني ليک ورځنې زده کوم ، ما و يل ، له نومونو څخه خو ليک نه سې زده کولای ، خوداچې ستا پۀ زړۀ کې څۀ در ونه ګرځي ، ولې به يي نه در وليکم ، که څۀ هم پښتو به مې نۀ وي زده .........!!!
قلم او کاغذ مې ورځنې راوخيست ، ما ويل وايه ،د چا نومونه در وليکم ،را ښيه يي !!!!
نومونه يي را ښوول ، ما پسې ليکل ، جکه ،جکه ، شل پنځويشت ، نو مونه يي راوښوول ، چې ټول مې ورته وليکل، او ور سره تکرار مې کړل ، نويي راته وويل ، چې د اپېژنې ؟ [color=cyan:4115fc19ce](ياني ددې نومونو درلودونکي )[/color:4115fc19ce] ماويل ، يه ټول خو نه پېژنم ، خودا يوڅو پکې پېژنم ...............!!!
وايي ښه ! نور خوتۀ نه پېژنې ځکه نۀ به دې يي ليدلي ، خودا کوم ځنې چې پېژنې ، تۀ او خپل خدای ، دغو ته به څوک خرې ورکړي ؟ :oops: :oops: :oops: خو تاسې ښځې ورکړې دي !!!! :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: دومره ړاندۀ به څوکوي :oops: :oops: :oops: !!؟؟ ما و يل د نښې منځ دې وويشت ، خو داچې د خپل پلار نوم دې پراېښی ،زۀ به يي ور زيات کړم :oops: :oops: :oops: :oops: ،ځکه پۀ هغۀ خوولا څوک خرۀ هم و پيايي ، خو زموږ ترور خوارکۍ داد ورته ناسته ده :oops: :oops: :oops:
[quote:4115fc19ce]
اسده دغه دی داندړو يوه بله غوره هم درغله. هيله ده چي دخاموموادوکتاب دي ورباندي پنډشي.... [/quote:4115fc19ce] [color=indigo:4115fc19ce]هوتک جانه ! له همکارۍ څخه دې مننه ، خو داچې له يوې خوامې ليکنې د Scripture بڼه غوره کړه ، او له بلې خوا د اندړو غوري راسره ډېرې ،خولږ بې باکي پکې زياته ده ،ځکه که دومره وخت راکړې ، چې چاڼ بين يې وکړم ،منندوی به دې يم ، ځکه چې بېخي به بدکار وي ، که سرپه په ونه کړو ............... نورې بيا [/color:4115fc19ce]


کټوازی
24.12.2005

يارانو ، پۀ مينه او خوښۍ ،
تاسې لا څه کړئ ؟ ولې ورته ګورئ ، راځئ دا يوڅو شپې پۀ خندا او خوښۍ کې سره تېرې کړو ، خدای خبر بيا څوک مړۀ ، څوک ژوندي !!! ولا که يي بيا دا خوندو وينئ !!!
داشپې دې خدای پۀ عمر راګڼي ، ګنئ نور مو خوند ولاکه وي ...........!
[quote:dbb7d4768b] نور به زیاتی ټوکی سره کوو هغه دماشومانو په[color=cyan:dbb7d4768b] اصطلاح [/color:dbb7d4768b]سر ېئ له تا(ګستاخی معاف)[/quote:dbb7d4768b]
له تا / که له تاسې ! ، ورورکيه ! که غوښتنه دې ځانګړې بڼه و نه لري ، د ټولګړې بڼې له مخې يي موږ هم سر نيولای سو ، ځکه چې موږ خو ډېری ، بری ګڼو (که څۀ هم ، کله ، کله مرداړی هم سي ) خو بيا هم ډېری بری دی
زموږ پۀ کلي (سېګانه -د خيرکوټ ولسوالۍ مربوط کلی ) کې يوۀ ملا د کور بامونه ګلول ، داچې کار ورباندې ډېر وو ، او پخپله يي نه سوای کولای ، نو يي د مدرسې چړيان راوستي وو ، چې کار يې خلاص کړی وو ، د چړيانو خو دا پۀ زړۀ کې وو ، چې د مړۍ بندوبست خو به يي کړی وي ، خو هغه ملا صيب ورته ويلي وو ، وايي تر زمنو جار سم ، کار مو وکړ ، رښتيا هم ډېری بری دی ،اوس ور ځئ خپلې ، خپلې وظيفې را ټولي کړئ ،
يو چړي ، چې ډېر وږی وو ، پۀ شا يي مخ ورته راواړۀ وو ، وايي ، رښتيا هم ملا صيب ، ډېر دې پۀ ادې هم درسه .....!!! :lol: :cry: :oops: 8) :P :roll:


hotak
24.12.2005

اخۍ دسيگانې سودخوره! اوس خوورځ په ورځ ځان راپيژنې.............
ومي پيژندلی ته يی غم مکوه قومندان صيب.......
داستاسي په سيگانه کي يوه بله هم عجيبه سوي وه...
وايي يوطالب له ملاصاحبه خوابدی سوی وو. دملاسبق اوتدريس خوند نه وو ورچخلی.. نويی غوښتل چي په پټه له درسه کډه واخلي.طالب بستره تړله چي ملاصاحب ورباندي راغی.. ورته وايی طالب جانه څه کوې؟؟؟
طالب چي دملاصاحب له ناڅاپي راتگ سره وارخطاسوی وو ورته وکتل او ورته يی وويل:" ملاله سترگو مي هاخواسه والله که دي يوخوی دسړي وي..."
نوصميم جانه گوره کنه تاخوبايد اول ويلي وای چي دسيگانې دکلي يم. ته وار وکړه چي سباته دي دتربورانوکيسې درخيرکړم....
شرنه،پتنه ،نظرخانه ومشخيله..........


Dost
25.12.2005

ټولو درنو وروڼو او خویندو ،تاوده سلامونه مي ومنۍ!
هیله ده چی روغ ،جوړ او خوشاله به یاست .
[quote:cf00879014]له تا / که له تاسې ! ، ورورکيه ! که غوښتنه دې ځانګړې بڼه و نه لري ، د ټولګړې بڼې له مخې يي موږ هم سر نيولای سو ، ځکه چې موږ خو ډېری ، بری ګڼو (که څۀ هم ، کله ، کله مرداړی هم سي ) خو بيا هم ډېری بری دی[/quote:cf00879014]
.....صمیم جانه،هغه ورځ می په ریښتیا هم چی هوتک ته اشاره وه . ځکه زمونږ دیوې اونۍ خاموشی هم د دوۍ په خاطر وه،چی بیا به نو ډېر بې ادبه نه شکارېزو.
.....دا چی خپل کلی (سېګانه) دي راوښوود منندوی مو یم (ځکه ما غوښتل چی پوښتنه می درنه کړې وای ،خو بیامی ویل چی هسي نه چی فورم مو دشخصيي chat
بڼه ولری )او راته زیات د احترام وړ یاست ،ځکه زمونږ د کلي مولوي صاحب سېګانېوال وو ډېرښه انسان او قوي عالم وو،د دوۍ په وخت کي به دجومات په هجره کي ډېر طالبان او چړیان وو .
....یوه ورځ ئې کيسه کوله ،وېل ئې کله چی زه طالب وم ،او په یوه هجره کي مي درس وایو،یوه ورځ مولوي صاحب(د دوئ استاد) راته ویل پلانیه نن به ته جمع راکوې . وېل ئې دماښام جمع وه او ماپه لمړی ځل دامامت دنده ترسره کوله خولې مي په تندي راماتي وې .وائ چي قراۀت مي شروع کړ او ولاالضالین ته ورسېدم نو([color=cyan:cf00879014]امین[/color:cf00879014] )مي هم په جهر ووېیو، نواستاد مو په راباندي غږ کړ چي ځوانه . .[color=cyan:cf00879014]ځوانه،ته په مخ ځه دغه مونږ ته را پرېږده[/color:cf00879014] له دې سره په لمانځه کي په کړس خندا پیل سوه .

په مینه ستاسي "دوست"


کټوازی
25.12.2005

يارانو ، ژوندي اوسئ ، ژوندي ....................
[quote:cb427cf31a="hotak"]اخۍ دسيگانې سودخوره! اوس خوورځ په ورځ ځان راپيژنې.............
ومي پيژندلی ته يی غم مکوه قومندان صيب.......
داستاسي په سيگانه کي يوه بله هم عجيبه سوي وه...
وايي يوطالب له ملاصاحبه خوابدی سوی وو. دملاسبق اوتدريس خوند نه وو ورچخلی.. نويی غوښتل چي په پټه له درسه کډه واخلي.طالب بستره تړله چي ملاصاحب ورباندي راغی.. ورته وايی طالب جانه څه کوې؟؟؟
طالب چي دملاصاحب له ناڅاپي راتگ سره وارخطاسوی وو ورته وکتل او ورته يی وويل:" ملاله سترگو مي هاخواسه والله که دي يوخوی دسړي وي..."
نوصميم جانه گوره کنه تاخوبايد اول ويلي وای چي دسيگانې دکلي يم. ته وار وکړه چي سباته دي دتربورانوکيسې درخيرکړم....
شرنه،پتنه ،نظرخانه ومشخيله..........[/quote:cb427cf31a]
اررررررررررررررررررررررررررر ، هوتکه د سېګانې نوم دې هم اورېدلی ؟ خدای دې ونه وهه تۀ خو ورځ پۀ ورځ راخپلېږې ، خو وايي ، د غلۀ پۀ ږيره کې خوله وي ، اخېر پۀ اخېر دې ځان را و پېژاند ، ولا لا به دې د کلکتې پان خوړلي وي ، زموږ نېکۀ ته (خدای ج دې يي له ټولو مومنينو او مومناتو سره و بښي ) يوه ورځ يې کيسه کوله ، چې پۀ هندوستان کې خو هسې ډېرو خلکو سود خوړ ، خو چې څوک به پرې خبر شو ، نو لږ ډېر به ورته ځان ډېر ګرم مالومېد ، خو داد کندهار او زابل د سيمو (د خالد جان او هوتک جان مخې ته دې دېوال وي )خلکوته به بيا فخر پرې محسوسېد ، چې چا به ورته وويل : حاجي صيب ، کار مو څۀ شی دی ؟ وايي دۀ به پۀ ږيره لاس راتېر کړ ، [color=cyan:cb427cf31a]چې د خدای فضل دی سود کوم .........![/color:cb427cf31a] سره له دې چې غلاوې به يي هم کولې ، وايي يو زابلوال چې ډېر ښۀ سړی وو، پخپل کلي کې به يي د خلکو جرګې مرکې هم خلاصولې ، سره له دې چې پۀ هندوستان کې د غلو د يوې مشهورې ډلې ، چې اکثريت يې زموږ حسن خانخېل وو ،مشر هم وو ،او پېخر سود به يي خوړ ، نو يوه ورځ پۀ هندوستان کې د پښتنو، پۀ څۀ خبره شخړه سره راغلې وه ،سره مرکه سوه ، دی هم راغلی وو، هغه شخړه مو حل کړه ، چې چای او مړۍ مو وخوړله ، دۀ هغه د چايو پياله پۀ جېب کې واچوله ، ما ويل حاجي صيب دا څۀ کوې ، څوک به دې وويني ، بدکار دی پۀ مرکه راغلي يو، د پزې پرېکېدۀ دي ...........!
وايي دۀ راته ويل ، چې [color=indigo:cb427cf31a]لاس مې روږدی دی ، ولا که يي پرېږدم [/color:cb427cf31a]....... :!: :!: :!: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
[quote:cb427cf31a].....صمیم جانه،هغه ورځ می په ریښتیا هم چی هوتک ته اشاره وه . ځکه زمونږ دیوې اونۍ خاموشی هم د دوۍ په خاطر وه،چی بیا به نو ډېر بې ادبه نه شکارېزو.
.....دا چی خپل کلی (سېګانه) دي راوښوود منندوی مو یم (ځکه ما غوښتل چی پوښتنه می درنه کړې وای ،خو بیامی ویل چی هسي نه چی فورم مو دشخصيي chat
بڼه ولری )او راته زیات د احترام وړ یاست ،ځکه زمونږ د کلي مولوي صاحب سېګانېوال وو ډېرښه انسان او قوي عالم وو،د دوۍ په وخت کي به دجومات په هجره کي ډېر طالبان او چړیان وو .
....یوه ورځ ئې کيسه کوله ،وېل ئې کله چی زه طالب وم ،او په یوه هجره کي مي درس وایو،یوه ورځ مولوي صاحب(د دوئ استاد) راته ویل پلانیه نن به ته جمع راکوې . وېل ئې دماښام جمع وه او ماپه لمړی ځل دامامت دنده ترسره کوله خولې مي په تندي راماتي وې .وائ چي قراۀت مي شروع کړ او ولاالضالین ته ورسېدم نو(امین )مي هم په جهر ووېیو، نواستاد مو په راباندي غږ کړ چي ځوانه . .ځوانه،ته په مخ ځه دغه مونږ ته را پرېږده له دې سره په لمانځه کي په کړس خندا پیل سوه .

په مینه ستاسي "دوست"[/quote:cb427cf31a]زړګيه ! پخير راغلې ، يه ، يه پوښتلای دې سوای ، او پوښتلای يې سې ، پۀ تورو سترګو ......................! سر خم تسليم هې جان من ..........!خو ګوره يو وارې يي بيا در پۀ يادوم پۀ نيمه لار کې مو پرنه ږدې ....... ګنئ بيا ولاکه له دې هوتکزيو ځان خلاص کړم ،يوازې يم ورته ................!
:oops: :oops: :oops: داچې يو سېګانېوال (محمود خېل ) دې ښۀ انسان او پياوړی عالم ياد کړی ، شکر مې و ايست ، چې ځه الحمدالله پۀ سېګانېوالو کې هم دومره څوک سته ، چې خلک يې پۀ ښۀ نامۀ ياد کړي :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: ګنئ خدای سته چې ملايان مو تر اميانو بدتر دي ، :oops: :wink: :oops: :wink: :oops: :cry:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more