ادبي ټوکې ټکالې
څاروان
26.11.2005
26-11-2005
يارانو سلامونه او نيكې هيلې.
يارانو ورسته له ډير وخته مې يوځل بيا په مختلفو فورمونو كې څو ليكنې ترنظر تيري كړي او په دى نيت مې قلم ته لاس كړو چې څو توري وليكم خو چې په كومه موضوع كې مې د ليكنو اراده كړي وه د بده مرغه او كه د نيكه مرغه [color=white:06592a8747]هغه د بې نومه ليكوالانو په فورم كې وه ،[/color:06592a8747] نو پرقلم مې بيرته سر بند كړو او په زړه كې مې وويل چې پريده ئې هسي نه چې د كومې ډيموكراتي ليكنې سره مخ شې بيا به اسلام په سره اشاره د وراوختلو اجازه نه راكوي او په زړه به مو تړانكې ورته هسي پاتي وي، او همدارنګه [color=white:06592a8747]د هوتك اشنا په شان نه پراخه سينه لرو او نه د هرچا سره د هغه په ژبه غږيداي شو، [/color:06592a8747]او بلي لوري ته [color=darkred:06592a8747]څاروان [/color:06592a8747]هسي هم په دى عقيده [color=darkred:06592a8747]مجرم ګڼل كيږي[/color:06592a8747] چې اسلام يواځني هغه دين ګڼې چې د انسانانو د ژوند د مشكلاتو د حل لاره ده، او عزت، كاميابي او په مشكلاتو باندي د كابو راوستل د اسلامي احكامو او حدودو په تطبيق كې ويني ، هغه حدود چې پر ډيموكراسۍ عقيده لرونكو په فكر ، مغذو او دوربين كې د وحشت او غيري اخلاقي د بشريت ضد كړو باندي نومول كيږي. همدارنګه په هيواد كې حالات څه عجبه غوندي راغلي ، چې د نن صبا ميلي خائنان په ميلي اتلانو باندي نومول كيږي خو د پرون هغه افغانانو چې د انګريزانو او روسانو سره ئې ددوي وظيفه اجرا كوله دوي ئې هم د ميلي خائنانو په نوم يادوي. افسوس چې [color=darkred:06592a8747]نن د ګلاب زوي غوندي يو ميلي خائن هم ناري وهي چې جنګې جنايتكاران دي محكمې ته كش كړي شې.[/color:06592a8747]
به هر حال يارانو بښنه غواړم چې دلته د هجري په مجلس كې مې د نورو بانډارخونو خبرو يادونه وكړه خو څه وكړم په ټول افغان كې ډير داسي شيان وينم چې سړى دى فيصلي ته مجبور كړي چې [color=white:06592a8747]نور به د ټول افغان د بحث په فورمونو كې نه څه ليكم او نه به څه لولم،خو [/color:06592a8747]زه د خپل زړه نه مجبور يم چې د يارانو ليكنې ولولم او جواب ئې وليكم خو دا هم ترهغه وخته چې ددي هجري څخه مو څوك څادر څنډوهلو ته مجبور نه كړي. ځكه همدا يو هغه ځاي دى چې مونږ پكې د يارانو سره په ګف شپ لګولو د څه وخت لپاره خپل غم غلت كړو. كنه نور خو چې ورځپاڼه ګورو او يا په كومه مجله كې مضمون ګورو زمونږ لپاره بغير د پيغور څخه نور څه نه وي پكې . همدا نن راته يو ملګري د تنوير په نامه ورځپاڼه راكړه چې دريم مخ په سر كې د البنات المومنات د ليسې د لسم ټولګې زده كونكې [color=darkblue:06592a8747]آصفه نصرت [/color:06592a8747]شعر ليكل شوي وه چې يو څو بيتونه ئې دادى:
ځمه خپله خپل وطن آزادوم --- د بدبخته يرغلګرو نه يې خلاصوم
لا ترڅو به يم په تمه د [color=blue:06592a8747]ځوانانو[/color:06592a8747] --- لا ترڅو به د غم اوښكې تويوم
يابه نوم د پښتنې پېغلې ژوندى كړم --- يابه سر د تنه پرې كورته راوړم
د غليم راتلو ته څنګه ويلكم وايې! --- بې غيرته ړومبى تا پهانسي كوم
پريږده پرېږده چې مې سر له تنه غوڅ شي--- پښتنه يمه پښتو كله پرېږدم
يارانو خوښ شوم چې نادركه [color=darkred:06592a8747]هوتك اشنا[/color:06592a8747] د هجري په مجلس كې يوځل بيا ونډه اخيستي او همدارنګه [color=brown:06592a8747]خاټول خور [/color:06592a8747]ته هم ښه راغلاست وايم ، خو يوه پوښتنه مې په ذهن كې راګرځي چې څه وجه ده چې خاټول خور د څه ليكلو پرځاي فقط پر لوستو بسنه كوي؟
به هرحال يارانو تاسي به فكر كووي چې څاروان نن څنګه ټولي د غم او ګيلو خبري ليكلي خو خير خوا مه بده وي [color=white:06592a8747]يوه وړه ټوكه [/color:06592a8747]به هم درته وكړم او ورسره به د اوس لپاره درسره خداي په اماني وكړم:
واي يوځل پيشو د موږك د كور د دروازي سره كمين نيولي وه ، خو موږك د پيشو د كمين نيولو څخه خبر شوي وه او د باندي نه راوتلو، د ډير زنډ څخه ورسته پيشو د موږك په ژبه او لهجه ورناري كړي چې د باندي راووځه چې لوبي سره وكړو ، موږك په دي فكر چې كوم قومي يې دي د خپل كور له دروازي څخه په ډيره بي پروايي د باند راووتلو، پيشو پري بريد وكړو او په پنجو كې ئې ګير كړو بيا ئې په خپلو بريتو ورته لاس كش كړو او ويي ويل:
[color=white:06592a8747]بچه ام ديديد فائده يادګرفتن زبان خارجي را[/color:06592a8747]
د اوس لپاره مو په مخه ښه
يوسف څاروان
څاروان
26.11.2005
26-11-2005
يارانو سلامونه او نيكې هيلې.
يارانو ورسته له ډير وخته مې يوځل بيا په مختلفو فورمونو كې څو ليكنې ترنظر تيري كړي او په دى نيت مې قلم ته لاس كړو چې څو توري وليكم خو چې په كومه موضوع كې مې د ليكنو اراده كړي وه د بده مرغه او كه د نيكه مرغه [color=white:eb4791f68c]هغه د بې نومه ليكوالانو په فورم كې وه ،[/color:eb4791f68c] نو پرقلم مې بيرته سر بند كړو او په زړه كې مې وويل چې پريده ئې هسي نه چې د كومې ډيموكراتي ليكنې سره مخ شې بيا به اسلام په سره اشاره د وراوختلو اجازه نه راكوي او په زړه به مو تړانكې ورته هسي پاتي وي، او همدارنګه [color=white:eb4791f68c]د هوتك اشنا په شان نه پراخه سينه لرو او نه د هرچا سره د هغه په ژبه غږيداي شو، [/color:eb4791f68c]او بلي لوري ته [color=darkred:eb4791f68c]څاروان [/color:eb4791f68c]هسي هم په دى عقيده [color=darkred:eb4791f68c]مجرم ګڼل كيږي[/color:eb4791f68c] چې اسلام يواځني هغه دين ګڼې چې د انسانانو د ژوند د مشكلاتو د حل لاره ده، او عزت، كاميابي او په مشكلاتو باندي د كابو راوستل د اسلامي احكامو او حدودو په تطبيق كې ويني ، هغه حدود چې پر ډيموكراسۍ عقيده لرونكو په فكر ، مغذو او دوربين كې د وحشت او غيري اخلاقي د بشريت ضد كړو باندي نومول كيږي. همدارنګه په هيواد كې حالات څه عجبه غوندي راغلي ، چې د نن صبا ميلي خائنان په ميلي اتلانو باندي نومول كيږي خو د پرون هغه افغانانو چې د انګريزانو او روسانو سره ئې ددوي وظيفه اجرا كوله دوي ئې هم د ميلي خائنانو په نوم يادوي. افسوس چې [color=darkred:eb4791f68c]نن د ګلاب زوي غوندي يو ميلي خائن هم ناري وهي چې جنګې جنايتكاران دي محكمې ته كش كړي شې.[/color:eb4791f68c]
به هر حال يارانو بښنه غواړم چې دلته د هجري په مجلس كې مې د نورو بانډارخونو خبرو يادونه وكړه خو څه وكړم په ټول افغان كې ډير داسي شيان وينم چې سړى دى فيصلي ته مجبور كړي چې [color=white:eb4791f68c]نور به د ټول افغان د بحث په فورمونو كې نه څه ليكم او نه به څه لولم،خو [/color:eb4791f68c]زه د خپل زړه نه مجبور يم چې د يارانو ليكنې ولولم او جواب ئې وليكم خو دا هم ترهغه وخته چې ددي هجري څخه مو څوك څادر څنډوهلو ته مجبور نه كړي. ځكه همدا يو هغه ځاي دى چې مونږ پكې د يارانو سره په ګف شپ لګولو د څه وخت لپاره خپل غم غلت كړو. كنه نور خو چې ورځپاڼه ګورو او يا په كومه مجله كې مضمون ګورو زمونږ لپاره بغير د پيغور څخه نور څه نه وي پكې . همدا نن راته يو ملګري د تنوير په نامه ورځپاڼه راكړه چې دريم مخ په سر كې د البنات المومنات د ليسې د لسم ټولګې زده كونكې [color=darkblue:eb4791f68c]آصفه نصرت [/color:eb4791f68c]شعر ليكل شوي وه چې يو څو بيتونه ئې دادى:
ځمه خپله خپل وطن آزادوم --- د بدبخته يرغلګرو نه يې خلاصوم
لا ترڅو به يم په تمه د [color=blue:eb4791f68c]ځوانانو[/color:eb4791f68c] --- لا ترڅو به د غم اوښكې تويوم
يابه نوم د پښتنې پېغلې ژوندى كړم --- يابه سر د تنه پرې كورته راوړم
د غليم راتلو ته څنګه ويلكم وايې! --- بې غيرته ړومبى تا پهانسي كوم
پريږده پرېږده چې مې سر له تنه غوڅ شي--- پښتنه يمه پښتو كله پرېږدم
يارانو خوښ شوم چې نادركه [color=darkred:eb4791f68c]هوتك اشنا[/color:eb4791f68c] د هجري په مجلس كې يوځل بيا ونډه اخيستي او همدارنګه [color=brown:eb4791f68c]خاټول خور [/color:eb4791f68c]ته هم ښه راغلاست وايم ، خو يوه پوښتنه مې په ذهن كې راګرځي چې څه وجه ده چې خاټول خور د څه ليكلو پرځاي فقط پر لوستو بسنه كوي؟
به هرحال يارانو تاسي به فكر كووي چې څاروان نن څنګه ټولي د غم او ګيلو خبري ليكلي خو خير خوا مه بده وي [color=white:eb4791f68c]يوه وړه ټوكه [/color:eb4791f68c]به هم درته وكړم او ورسره به د اوس لپاره درسره خداي په اماني وكړم:
واي يوځل پيشو د موږك د كور د دروازي سره كمين نيولي وه ، خو موږك د پيشو د كمين نيولو څخه خبر شوي وه او د باندي نه راوتلو، د ډير زنډ څخه ورسته پيشو د موږك په ژبه او لهجه ورناري كړي چې د باندي راووځه چې لوبي سره وكړو ، موږك په دي فكر چې كوم قومي يې دي د خپل كور له دروازي څخه په ډيره بي پروايي د باند راووتلو، پيشو پري بريد وكړو او په پنجو كې ئې ګير كړو بيا ئې په خپلو بريتو ورته لاس كش كړو او ويي ويل:
[color=white:eb4791f68c]بچه ام ديديد فائده يادګرفتن زبان خارجي را[/color:eb4791f68c]
د اوس لپاره مو په مخه ښه
يوسف څاروان
م ن غروال
26.11.2005
عزيزانو سلامونه!
زه پرون راغلم او په تلوار مې ټول افغان لږ لږ وليدچې يوازې د منطق فورم دي چې ټول افغاني پروفيسران هملاته دي نو لوستو يې ډير وخت ونيوه٠
اوس مې چې دلته سر راښکاره کړ خوښ شوم لااقل څاروان ورور او کټوازی ورور خو ياد کړی يم چې څه شوم٠
او هوتک دې خداي په ګيډه موړ نکړي ځکه چې ٠٠٠٠٠٠٠
په مينه
hotak
26.11.2005
صميمه؛يوسفه او غروال صيب سلامونه مينه اونيکي هيلي.
ياره غروال صيب کاشکي چي دښيراپه ځاي دي دوعا ويشتي وای. ستانوکومه بيه پری تله؟
په هرصورت اوس ځم سوپرمارکيټ ته مور مي ساه بندي لري دوا ورته راوړم.هسي مي هم ټول افغان ته نه پريږدي.................
کټوازی
27.11.2005
[color=yellow:6e3f65600d] د پردېسۍپۀ هجره کې دبيا تاودۀ سوي مجلس يارانو ، عزيزانو او خوږو خورلڼو ،
له ،کوره کلی سئ ،چې لارې کوڅې درباندې ټولې ډکې وي !
چېرې ورک ياست ، چې لوری مو نه مالومېږي ،[/color:6e3f65600d] [color=cyan:6e3f65600d]تر هرڅۀ وړاندې پۀ ټولو ږغ کووم ، چې د سيکولر علمي او منطقي فورم څخه پرته نور ټول فورمونو ډېر او بېخي ډېر ساړۀ پراتۀ دي ، راځئ چې و ټولو فورمونو ته حسب استطاعت يا د خپل توان پۀ اندازه پاملرنه وکړو، ځکه چې پۀ دا نورو فورمونو کې هم کولای سو ،پر ښو او جالبو موضوعاتو بحث وکړو ، [/color:6e3f65600d]
څاروان لالا ،له چا ګيله ګړې ؟ وېغام ګيله خو له سړي کېږي ، د بې نومه ليکنو د ليکونکو څخه ولې ګيله کوې ، [color=cyan:6e3f65600d]که دقلم دعفت او تقدس له درېڅې څخه ورته وګورو ، نو بې نومه او بې مسؤليته ليکنې پۀ علمي او ادبي نړۍ کې هغه مقام لري ،چې پۀ ټولنه کې يي بې پلاره -حرامي اولاد لري ![/color:6e3f65600d] او بس
پرېږده يي ، د بې پته او بې هويته ډېموکراسۍ برکت دی ، چې د سړو له خوارۍ ( قحط الرجال) حضرت علي مو هم سنېټر يا سناتور دی ، نو پۀ ګلاب زوی کې خو ويل نشته ،
غروال صيب ! تاسې ته يو ځل بيا ښۀ راغلاست وايم ،
له هوتک څخه خوا مه بدوئ ، وايي پټکی چې له سره ولوېږي او پر ولو -اوږو تم شي ،هم ياتي نه دی لوېدلی ، که هوتک نه ياست يادکړي ، موږ خو خدای سته ، پۀ بيا ،بيا ياد کړي ياست ،
هوتکه ! د ادې لاسونه دې ښکلوه -مچوه ،تر سترګو يې جارېږه ، ولا چې ادې دې نۀ وي ، که دې د چا خبره پلار هم پخير درشي ، ځکه چې مور مېره شي ، پلار پلندر شي ، او بيا که يي درسره ومنو ، تر دې دمه خو دې لا کور هم نشته ، پۀ ورېندارو هم زړۀ مه تړه ، ځکه ، وايي چې پۀ ورېندار دې شپه سوه ، پۀ دار دې شپه سوه ، لږ ډېر وخت دې ادې ته هم ورکوه ، ورسره کېنه ،مجلس ورسره کوه ، هغه د کمکيتوب خوی نور پرېږده ،چې تمامه ورځ به دې پۀ توتو پسې تېره کړه ، وايي د کونډې چوکوړی ، غويي سو ، دې لا خوسکی بالۀ ، مور ته به دې خامخا کمکی ښکارېږې ، خو هسې نه ،چې تاته هم لا ځان تي خوری ښکاري ! :lol: :lol: :lol: :lol:
hotak
27.11.2005
يارانو مينه اوسلام
صميمه شک نشته تی خوره خو يم....هوښيارته اشاره بس ده :wink:
غروال صيب بيادي نازاخلم. ته به يی اوهوتک دي نه يادوي :?: :?: :?:
باوروکړه ماته خواوس دخوست سپی هم داسي خپلوان غوندي ښکاري؛سړي اوپه تيره بياستاسي غوندي درانه انسانان خو هيسته کيږده.
باور وکړۍ که داسي شيبه وي چي مادي تاسي "هلته :wink: " نه ياست يادکړي....
اوبيادکوژدې فاينل کيداته خودي په خدای چي راغواړم هم خوته به ژمنه داکوې چي راځې به.زماداښکلي :twisted: قواره :? به هم له نژدې وگورې.........
هلکه اسده زما ادې خورا کلاسيکه ميرمنه ده.مامخکي هم دهغې يوڅو په زړه پوري کلاسيکي کيسې ليکلي وی خوله بده مرغه هغه مهال وطنمل کرمي هرڅه خراب کړي وو...په هرصورت غواړم دهغې يوڅو نوري په زړه پوري کيسې وليکم خولالامي سرته ناست دی او وايی چي گوره که دي نور په فورم کي دادې په باره کي څه ليکلي وو گوتي به درکړم(داخبره زه نکوم. نقل قول دی) :lol: :lol:
خيرچي هرڅه وي والله دالاندي کيسی خو به يی وليکم........
1: موږ چي اول دواره دهجرت په موخه راوکوچيدو نوله خپلي سيمي دپاکستان قمردين اوله هغه ځايه اپوزي ته راغلو. له اپوزي نه کوټي ته اوله هغه ځايه په کال 1980 کي کراچۍ ته لاړو. موږچي کله دگران افغانستان له خاوري پښه د دال خورو په ځمکه کيښوده نوټولو مشرانو په کوکو ژړل پيل کړل. اکاگان مي يوه بل ته ورغاړه وتل اوسره ويل يی لکه چي هيواد دتل لپاره رانه پاتي شو( باوروکړۍ همدا اوس مي هم ستونی له غريوه اوسترگي له اوښکو ډکي شوې)
موراوخوندو مي هم ژړل. زه کوچنی وم. ماته بی تفاوته وه چي څه کوو اوچيري روان يو. خودادنارينه و او ميرمنوژړاگانو راته پوښتني پيداکړي وی. له اکامي وپوښتل چي تاسي ولي ژاړۍ؟ هغه راته ويل چي زويه موږ نورله خپل هيواد نه دپنجابيانو هيوادته مهاجرشو. دلته به نه خپل خلک وي اونه هم خپله ژبه. گوزاره به موپه سوال وي اوشپه به مو په دښته. دخوړلولپاره به واښه وي اودڅښلولپاره دزړه ويني.......
دغه مهال ناڅاپه دنژدې کلي سپو په غپا پيل وکړ.زماخوردادکه چي داکاخبروته متوجه وه دغپا په اوريداسره يی زمااکاته وويل چي اکاتاهسي ويل چي موږددی خلکوپه ژبه نه پوهيږو..هاغه دی ددې څای سپي خوشکردی په پښتوکي غاپي :lol: :lol: :D :lol:
hotak
27.11.2005
2: موږچي کله له کوټي نه کراچۍ ته په ريل گاډي کي تلونوهلته هم يوه عجيبه پيښه وشوه. موږکه څه هم دريل ټکټان اخستي ووخودانونه وه رامعلومه چي په ټکټ کي دسيټ لمبرهم ليکلي وي. موږچي کله ريل ته ورپورته شونولالا(مشر ورور)اوداکازوي مي دروازې ته نژ دې په غبرگوسيټانوکيناستل. شيبه وروسته يوپنجابی راغی اوزما له لالانه يی وغوښتل چي سيټ ورته خوشی کړي خوڅنگه چي دځوان دزامنو اردوټکی نه وه زده اوله بله پلوه له خٌراسانه راکوچيدلي وونويی هغه پنجابي ته سکوټ انکاروکړ. پدې کي خبره اوږده شوه.پنجابی ښه سړی وو. لالاته مي په اردو کي وايي چي خان صاحب ! داسيټونه مابٌک کړيدي. يه سيټين مين نې بوک کي هين!!!
زمالالاچي له غوسې تک سور اوښتی وو پنجابي ته وايی لوده خانه دادي څه خبره وکړه والله پلاربه دي بٌک کړم :D :lol: :D په دې سره په ريل گاډي کي په کړس خنداپيل شوه............
3: په لاره کي په يوه بل اسټيشن باندي انگورخرڅيدل. دلالامي زړه ورته شوی وو. دانگورو والاته ورغی پنځه کلداري يی ورکړی اوانگوريی ترې وغوښتل.
هغه نيم کلوانگور ورکړل. لالامي چي ددايچوپان دانگورو په بڼونو روږدی وو له هغه نه وغوښتل چي پوره کريټ ورکړي خوهغه نه منله. همداخبره وه چي ريل گاډی په روانيداشو. لالاچي بله لاريی نلرله دانگورو والابيچاره په مخ باندي په هماغه خلته وويشت او ورته ويل يی دادي نوهم پلارته وروړه. دله گانوپدی ملک .خدای موخوار کړه. مهاجرمووليدو او.....يڼ موراته لک شو :lol: :D :lol:
خیریوسی
27.11.2005
محترم هوتک لا لا دمینی ډک سلامونه عرض کوم
یاره وروره نن دی ډیر وخنولم الله دی تا همیشه خوشحاله او بریالۍ لری
یوه خبره دډیره وخته می په دماغ کی را کرځی چی درته ویی لیکم هغه دا چی خدای دی په ما په هغه ځای کی ووینه چی کالی دی نه وی اغوستی (۰۰۰۰۰۰) خوا مه بدوه
همیشه هم دغه دعا کوم
مینه
ابو محمود
hotak
28.11.2005
دمحمودپلاره الله دي همداسي اريان کړه لکه چي زه دي کړم.داڅنگه دٌعادي راته کړي ؟؟؟
يوخوکه صوفي يی بيانويوڅه پوهيدلای شم چي څه موخه دي ده. ځکه هغوي دنفس دتزکيې داسي حالت ته رسيدلي وي چي هرڅه ورته هيڅ وي اوهيڅ ورته هرڅه :wink: هوښيارته اشاره بس ده.......
هادي حيران
03.12.2005
هوتک جانه! د محمود پلار ستا د نوم په spelling کې غلط شوى دى. هغه ستا د نوم د h په ځاى k لوستلى دى نو ځکه يې دا دعا درته کړې ده.
يوه دعا به درته زه هم وکړم چې خداى دې نور مۀ بدرنګوه :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
کټوازی
03.12.2005
هاهاهاهاهاهاها ياني کوتک !!؟؟
هادي جانه! يو واري بيا پخير راغلې ، ښۀ راغلاست ، هر کله راشې ، خوش امديد ، مانده نباش ، هرکدې اؤ ، هر وېلې اؤ ، وېلکم ، مرحبا ،مر حبا ، اهلا و سهلا يا حبيي ، حيا ،حيا ،حيا !!!
ياره ستا پۀ راتګ ، له دې امله هم ډېر خوښ يم ، چې پۀ ليکنو او بنډارونو به دې ، زموږ د حجرې د مرور ملګري ( خالد هادي - انځورګر ) د خندونکو ټوکو ، خوږو طنزيه او مزاحيه ، هاييکو ګانو تنده ما توو ، ځکه چې ستا له خلې مې هم اورېدلي ،
چې سګرېټ پکې څوک څښي نه ،
........................... غم سړی خرابوينه !
ستا د سوک مهرباني ده ،
..................... اوس مې خيال ته څوک راځي نه !!! :oops: :oops: :oops: :oops:
خو کوره ، پام به ډېر کوو ، هوتک ډېره پو چه او پارچاؤ خلۀ لر ي ، که يي څۀ راته ويل ، خوا به نه بدوو ، ځکه چې ، د هوتک خبره ، داد ټوکو ټکالو فورم ، لکه حمام دغسې دی ، ټول پکې لوڅ لغړ يو که کله ناکله مو ...... خوا به نه سره بده وو ، او بيا باور وکړئ ، چې هوتک پر زړۀ څۀ نه لري ، دا نور ملا ضربين او ملا بغلانيان ، نۀ دي ښۀ ، له هغوئ سره به ډېر پام کوو ، دامې صرف ستا د ذهني امادګي پر بنسټ وويل ، ګنئ دومره دې پېژنم، چې د سپڼسي پر اومۀ تار زانګې ، ياني د تاديب د مدرسې طالب يې ،
[quote:beaed2a16f]هلکه اسده زما ادې خورا کلاسيکه ميرمنه ده.مامخکي هم دهغې يوڅو په زړه پوري کلاسيکي کيسې ليکلي وی خوله بده مرغه هغه مهال وطنمل کرمي هرڅه خراب کړي وو...په هرصورت غواړم دهغې يوڅو نوري په زړه پوري کيسې وليکم خولالامي سرته ناست دی او وايی چي گوره که دي نور په فورم کي دادې په باره کي څه ليکلي وو گوتي به درکړم(داخبره زه نکوم. نقل قول دی) [/quote:beaed2a16f]
هو تک جانه ! خدای سته چې ودې خندولم ، او بيا هغه کيسه ، وايي [color=cyan:beaed2a16f]بوک[/color:beaed2a16f] به دې پلار کړم ! :lol: :lol: کټ مټ زموږ د يوۀ کليوال غوندې ټوکه ورسره سوې ، زموږ يو کليوال وو ، پۀ بازار کې يي څۀ شی خرڅول ، يوۀ پېښوري يو شی ځنې بيه کړی وو ، دۀ يي بيه ورښوولې وه ، خو پېښوري ورته ويلي وو ،[color=indigo:beaed2a16f] ځه مړه جګ وايې ![/color:beaed2a16f] دۀ پرې ورمنډه کړې وه وايي ، جک به دې هغه پلار وهي ! :lol: :lol:
نور نو د اوس لپاره همدومره بس دي ، ځکه چې خورا بوخت يم ، خو ګوره هادي جانه چې لکه پنکچر بايسيکل پۀ نيمه لار کې مو پرې نه ږدې !!!
هادي حيران
03.12.2005
صميم جانه! له هرکلي څخه دې يؤ جهان مننه. خبره دې بالکل سمه ده. په ګپ شپ نۀ خفه کېږم اؤ نۀ څوک خفه کوم. کۀ خوله پارچاؤ وي نو هم خېر دى خو چې په زړونو کې بغض اؤ کينه نۀ وي.
هسې لکه چې وائي خپله خوله دې هم قلا ده هم بلا ده، کۀ د هوتک خوله پارچاؤ وي نو زيان خو ئې هم هغۀ ته رسي ماله ئې څۀ!!!!!!!!!!!!! د خپل نوم سره ئې چې د چا عکس لګولى دى د دغه سړي خوله هم ډېره پارچاؤ وه خو اوس چېرې پروت دى؟؟؟ عبرت دې ورځنې واخلي :( :( :( :( :(
اؤ بله خبره دا چې بلا سړى راته ښکارې! ذهن دې ډېر تېز دى ځکه چې هغه ورځ دې په خط کې زما د يؤ "ستون" نوم هم ليکلى ؤ اؤ نن دې زما دغه دوه شعرونه هم ليکلي دي. بايد سپيناوى ئې وکړم چې دا د خوږ ژبي شاعر رياض تسنيم د يؤ غزل پېروډي ده اؤ اصلي بڼه ئې داسې ده:
چې سګرېټ پکې څوک څکي نۀ
غم سړى خرابوي نۀ
ستا د سوک مهرباني ده
اوس مې خيال ته څوک راځي نۀ
يؤ څو نور شعرونه ئې داسې دي:
دا کوڅې مې دي ساتلې
څنګ تنخا به راکوي نۀ!
د ړندو سترګو روزګار دى
د بيناؤ ده شاعري نۀ
کټوازی
03.12.2005
د پردېسۍ د حجرې د تاودۀ او خواږۀ مجلس خوږو يارانو ،
ځولۍ،ځولۍ سلامونه !
هادي جانه ! ستړی مشې ،
يه ،يه پۀ ګپ شپ به ولې څوک خپه کوو ، او يا به خپه کېږو ، هوتک هم خدای سته چې څوک تر ننه خپه کړي دي ، او نه يي هم له چا ځان خپه کړی ، خو يو دا خلۀ يي ولا که پۀ واک کې وي ، ګيله به نه ځنې کوو ، ځکه چې ستاسې پۀ دود مفتي صيب هم ډېر واز ، واز کېدۀ ، اخېر پای يې څۀ شی سو !!؟؟
خو هوتک ګورئ ، بيا داسې نه دی ، چې خبرې يي له بغض او کينې ډکې وي ، له زړۀ ډېر پاک دی ، او د دۀ پۀ ګډون ماشا الله ، پۀ نورو فورمونو کې خو کله نه کله ، يو را پيدا شي ، دلې ټول دجنون تربريده مينه ناک او صميمي خلک دي ، همدا نن د ټولګړو بحثونو پۀ فورم کې ، ( هغه موږ چې د اندړو يوه کيسه پکې چېړلې ده ) د پتنګ پۀ نامۀ يو چا يو ډول ناپړيتو ته زور ور کړی ، چې هغه د کوچيانو خبره هسې پۀ سړي ځان .................. نور يې مطلب نسته :oops: :oops: :oops:
هو !
داچې هوتک ( نصير احمد ) پخپله حاشيه کې د حکيمي صيب عکس لګولی ،د زابل ازم ، تر تاثير لاندې دی ، نور نو څۀ ووايم ،
ر ښتيا هم هغه د خوږ ژبي شاعر رياض تسنيم ، دغزلې تر څنګ[color=cyan:5460179472] (چې تاسې يي پيروډي ليکلې )[/color:5460179472] نږدې ستاسې او نورو مشرانو او وروڼو ، ياني چې ما در پۀ ياد کړي ، نږدې ټولې ليکنې له ما سره پرتې دي ،او خپله ادبي تنده پرې ماتوم ، اما د محترم محمود اياز صيب نوم مې له ياده وتلی ، خدای سته چې روښانه تيارې يي ، ډېرې روښانه او تابانه وې ، خو خدایزده چې له فراق صيب سره يي څۀ شخړه راغله ، او نور يې و خپلو ليکنو ته د پای ټکی کېښوو ،
که د ژوند تر خرۀ ونه لوېدم ، که خدای کول دلې يم ، خو خدای دې خير پېښوي ، چې دا نور ياران چېرې ورک دي ، غروال صيب ، څاروان لالا ، هو تک ، او انګار خو هسې هم د کابل جان پېغلې ،پېغلې فضا ته رسېدلی و لا که يي پۀ قرانو هم راستون کړو :oops: :oops: :oops: :oops:
دوست
03.12.2005
دټول افغان درنو چلونکو، لوستونکو اودپردېسی دحجرې یارانو سلام
دوستانو هیله ده چه ټول به روغ رمټ او خو شاله یاست . حجره مو همداسی توده اوسه .
هوتک لالا ته او صمیم جان خو می ځانګړی سلامونه ومنۍ .که ژوندی وو غوری به بیا سره کوو په دې موز زوی مړی خو لیکل ډیر ګران دی .
په پښتنه مینه ستاسو کشر ورور " دوست"
[url]
اې وطنه ستا په نوم کی څه جادو ده...چه تش په به واخلم او مستېزم
چیرته غږ د وطن وشی هېر مو نشم.....که د مرګ په تخته پروت وم ولاړیزم[/url]
hotak
03.12.2005
هلکو سلامونه اومينه!
هادي حيرانه خداي دي راوله.هلکه کيدای شي زه دي پيژنم. ځکه کله چي زه په پيښورکي وم نويوڅوموده دشاعري وايرس راننوتی وو.بيابه نو په اردو ساينس بورډکي دوزگارخيلو مشاعروته ورتلم.هلته به ددنياټکريان اوتاوانيان سره راټول وو. يوچابه په کاروبارکي تاوان کړی وو نوبه شاعرشوی وو.يوڅوک به خپلي دتره لور ته سپی سپی کيده خوهغې به هډوکی نه وراچاوه....
زه چي هغه مهال نيممچه مين هم وم اوپه کالج کي مي درسونه هم ويل نومازديگری مهال به هلته ورتلم. رفيع صيب؛صابرشاه صابر؛نورالحبيب نثار وغيره وغيره به هم راتلل يوڅوځلي مي هلته پردي کوپه کشي کړي غزلي هم پخپل نامه ويلي. :lol:
هلته مي کيدای شي ته هم ليدلی يی. ته خوهم داسي نيمچه شاعروې. اوس نه يم خبرچي هغه وايرس به دي دبلوغ مرحلې ته رسيدلی وي کنه.البته کله ناکله دي دپيخوريانو په يوه نيم سايټ کي يو نيم داستان لولم اوخوندپری اخلم.
اوس دي ايله دنرکار وکړچي ټول افغان اوبياپه تيره بيادشوده گانو بنډارخوني ته راغلی. هغه دسياست له خوني به ځکه هم لري گرزی چي زموږسياست وال اودخوني سياست مينه وال بد ايشي. ساده پټان خلک يو بس دغه يوه جونگړه مو ودانه کړيده سره کړپيږو.لکه بيکاره وروڼه کله جنگ کله سم دم خيرخيريت ....................
اوپاتي شوه ستاهغه دکوتک خبره نوياره ايله دي دنښي منځ وويشت. ابومحمودهم ولاړله همدغي يوی خبري سره وتښتيد.
پاتي شوه ترخپل نوم لاندي دمفتي حکيمي عکس لگول نو زه خپل عکسونه وخت په وخت بدلوم. مفتي حکيمي زماډيرنژدی ملگری اوخپلوان وو. زمايوه وريندار دمفتي صيب خور وه. له هغه سره زماسياسي مخالفت پخپل ځاي؛خوهغه يوخورا پوه پرهيزگاره؛عالم فاضل اودانشمند انسان وو.
22 کتابونه يی ليکلي اوپه سلگونو مقالې لري. خيراوس نوچي طالب شوې څوک دي والله که په گوز پسي خاندي خوزماهغه وخت هم په ياد دی چي مفتي حکيمي ته زمااوستاغوندي للو پنجوخلکو نوبت نيود.
خيرداسياسي خبري دي اوبايددلته تروسه ډډه تری وکړو.
هوريشتيا دوسته ستړی مشی. هميشه دي زماسراوستاقدم وي. هرکله راشی خوتادي خدای ووهي چي ښه فعال گډون به نه راسره کوې......
صميمه :!: زما دگراني ادې جاني يوڅو نوري په زړه پوري ټوکي درواخله....
hotak
03.12.2005
يارانو يکشنبه ايزسلام
صميمه داستاترجک پوري ماته دخپل اکادلور نازنيني (خدای دې لري اوس يی شکردی نيم درځن اولادونه لري اودايی اوس هم عيالگی بولي. وايی نيم پټی يی وخوړ اودايی لامږه بولي....)يوه په زړه پوري راياده سوه.
هغه په غوږونو يوڅه درنه وه او يووخت خوداسي هم وو چي دکلاشاته به يی ډولونه نه اوريدل. يوه ورځ اوبو راوړلوته گودرته تللي وه. هلته يی يوه بله همځولي څنگ ته کيناستلي وه. هغې يی دبغل خواته په سات تيري کي لاس وروړی او ورته ويلي يی دي چي خورې دجب (جيب) خوله دي چيري ده. نازنيني چي خبري چپي اوريدی سم له واره ورغبرگه کړي دجد(نيکه) خوله دي شل واري غيېېېم :lol: :D :lol:
_______________________________________________
دگراني مورجاني يوڅو نوري نادري ناولدي يعني عجايبي غرايبي:
موږچي کله په هماغه کال کراچي ته تلو نويووخت حيدرآبادښارته نژدې ورسيدو. دډوډۍ مهال به وو چي يوتوررنگی پنجابی دريل له يوې بوگۍ ووت اوپه بله ننوت.
يوڅوفانتا کوک بوتلونه يی په پتناسه کي ايښي اوپه اردوکي يی چيغي وهلی:
"چاې بوتلې......." مورمي ددغه غږ په اوريدوسره لالاته مخ ور واړاو ورته وايی:
" وۍ زار :!: :!: زويه ددغه ځوانيمرگ لکه چي زوی چاترې بيولی چي داسي سوي سوي کريغي پسي وهي...." :lol: :D :lol:
دانو نه وه خبره چي هغه چاي والاوو
2:يوبل ځا ی دريل په دروازه کي يوپنجابی کاکا ولاړ وو. خوله يی له پانه داسي ډکه کړي وه والله ته به وابيکاره تفداني يی له نسواره ډډه درولي..
(هلکو که څوک پان نه پيژني نو له اسدصميم نه دې وپوښتي هغه کلکتې والايی پيژني)
هغه دپان له خوندتيرولو وروسته يونيم چارک تکي سرې اوبه په خوله کي سره راټولي کړي وې.ناڅاپه يی قوړشو اوټولي اوبه يی لاندي وخوړولي.
دمورمي دغه مهال ورته پام شو. لالاته مي وايی زويه ددغه زوي مړي لکه چي لړمون خوړين دی چي دادومره ويني يی قی کړې!!!
لالابه مي غالباورته ويلي وي چي په پاکستان کي هردوهم سړی عاشق اولړمون خوړينی دی. داځکه وايم چي پخپله لالاهم يومهال دناکامو اونامرادو عاشقانو په کتارکي وو. :lol: :D
3: کراچۍ ته له رسيداسره سم موږدخپل يوه کليوال خدای بښلي محمدرحيم آکاکر ه واړول. لومړۍ شپه له ډوډۍ خوړلو وروسته يی تلويزون چالان کړ. غالبا هلته خبرونه وو. چارواکي له الوتکي نه راکوزيدل. مورچي دتلويزون په ليدلوسره هسي هم دحيرت په درياب کي ډوبه تللي وه کله چي وليدل چي له الوتکي نه خلک راکوزيږي اونيغ ددی خواته گوري نويی ژرپلوسم کړ. مخ يی گل غوندي دخاکيران دکاکړانو ميرمنوپه بڼه ټينگ پټ کړ.هغه دآکاميرمني ته يی مخ ورواړاوه ورته وايی:
وۍ خورې!! داڅنگه بيشرمه سپين سترگي خلک دي.دوي لکه چي خپله مورخور نلري چي داسي دبل په ناموس کي سترگي خښي کړي وي. :lol: :D :lol:
اوس همدومره نوري بيا.......مينه مننه ستاسي نصيراحمدهوتک
کټوازی
04.12.2005
د پردېسۍ پۀ هجره کې د بيا تاودۀ سوي مجلس ، يارانو عزيزانو ،
د زړۀ له تله سلامونه او نېکې پيرزوينې در ډالۍ کووم !
[quote:70e9305d44]
دټول افغان درنو چلونکو، لوستونکو اودپردېسی دحجرې
یارانو سلام
دوستانو هیله ده چه ټول به روغ رمټ او خو شاله یاست . حجره مو همداسی توده اوسه .
هوتک لالا ته او صمیم جان خو می ځانګړی سلامونه ومنۍ .که ژوندی وو غوری به بیا سره کوو په دې موز زوی مړی خو لیکل ډیر ګران دی .
په پښتنه مینه ستاسو کشر ورور " دوست"
اې وطنه ستا په نوم کی څه جادو ده...چه تش په به واخلم او مستېزم
چیرته غږ د وطن وشی هېر مو نشم.....که د مرګ په تخته پروت وم ولاړیزم[/quote:70e9305d44]
دوسته ! وروره ، تاسې ته خو پۀ ځانګړي ډول قلبي احترامات او تسليمات در ډالۍ کووم ، او هر کلی درته وايم !
له ليکنې او يادونې څخه مو يوه نړۍ مننه ، خو هغه د چا خبره ، دؤس به وي ، چې څوک مو پۀ نيمه لار کې پرېږدي ، او ځان به سپموي ، او بيا ګوره ، د شيطان غوږونه دې کاڼۀوي [color=cyan:70e9305d44]( چې هوتک خبر نۀ کړي ) [/color:70e9305d44] زۀ او تۀ خو پۀ دا بله معامله کې هم سره شريک يو ، :oops: :lol: :oops: :lol: :lol: کله ،کله ،( له نورو پټ) ، د کلکتې ، اجمير ، دکن ، د شپې د رنګينو محفلونو ، کيسې به هم سره کوو ، له ما سره پۀ دې تړاؤ کافي مواد پراتۀ دي :oops: :oops: :oops: :oops:
[quote:70e9305d44]صميمه داستاترجک پوري ماته دخپل اکادلور نازنيني (خدای دې لري اوس يی شکردی نيم درځن اولادونه لري اودايی اوس هم عيالگی بولي. وايی نيم پټی يی وخوړ اودايی لامږه بولي....)يوه په زړه پوري راياده سوه. [/quote:70e9305d44]
هو تکه ! ګوره ، ادې دې دومره هم ، کلاسيکل مه راپېژنه ، چې بيا دې ، سبا موږ نه پسې ، پرېږدو ، چې خو د پلانۍ ترورۍ زوی يې ، له هغې به دې څۀ زده کول :?: :lol: :oops: او ښايي همداسې وي هم :oops: :lol: :oops: :lol:
خو هغه هادي جان ته دې ولا ډېر ې سپينې ،سپينې کړې ،
[quote:70e9305d44]هادي حيرانه خداي دي راوله.هلکه کيدای شي زه دي پيژنم. ځکه کله چي زه په پيښورکي وم نويوڅوموده دشاعري وايرس راننوتی وو.بيابه نو په اردو ساينس بورډکي دوزگارخيلو مشاعروته ورتلم.هلته به ددنياټکريان اوتاوانيان سره راټول وو. يوچابه په کاروبارکي تاوان کړی وو نوبه شاعرشوی وو.يوڅوک [color=white:70e9305d44]به خپلي دتره لور ته سپی سپی کيده خوهغې به هډوکی نه وراچاوه.... [/color:70e9305d44][/quote:70e9305d44]
ګوره دا د ترۀ د لور ( ترلې ) خبر ه خو چې نه وای کړې ، ځکه ، دلته پۀ ما هغه د يوۀ اندړ والا وسوه ،
وايي يو ځای ډېر خلک سره ناست وو ، پۀ بېلابېلو موضوعاتو يي بحث کاوۀ ، خو ، پۀ ږغېدا، ږغېدا کې يوۀ وويل :
د دؤس سړي خو يي پۀ ښځه و م...ن...ډ...م :!: :lol: :lol:
يو اندړ ،چې پۀ دې مجلس کې ناست وو ، ژر راولاړ سو ، ويل يې ،
وام، پۀ ښځه دې يي لا هغه پلاره سره و...م...ن..ډ.م... :!: :oops: :lol: :oops: :lol: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
نورې به بيا سره کوو ، خو غروال صيب ، څاروان لالا ، او هغه د ښايستونو ښار ته تللی ( انګار ) پۀ کومه خوا ورک دي ، ولا که يي پۀ لوري پوهېږم ،
خو ګوره هوتک جانه ! خبر دې يې ، دا له نويو يارانو سره به ډېر پام کوې ، ياني سوال نه درته کووم ، دا درته وايم ، چې نورو ته غوا يې او موږ ته غويې سې ، دا ولې ؟ :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: [color=cyan:70e9305d44]( لږ زياتی مې وکړ ، خپه چې نه سې !!! )[/color:70e9305d44]
hotak
04.12.2005
اسده های!
لومړۍ خبره داده چي د دؤس سړي زه هم.........................خوگوره دپښتنوناموس بياسره يو دی. له دې پرته هوتک هم دومره بيوقوف ندی بلکي دبل چادبيوقوفه جوړولو زبردست چل ورځي. :twisted:
پاتي شوه هغه دغوا اوغوايی خبره نوپه تاسي مي نازچليږي ځکه درته غويی شم.تاسي خوشکردی سم دم سړي ياست.هغه خوهاغه دی ته ښه پيژنی ککړخختگ گرزي. موږبه لوده گان يوخودومره هم نه چي لړلي پرتوږونه گرزو.شکردی اخلاقي بريدونه سره پيژنو............
اوس نوستاسي ديوې ترلې چي زموږپه کلي کي واده وه يوه په زړه پوري غوره واوره:
دهغې دميړه نوم رحمت الله وو.څنگه چي پښتنې ميرمني دخپل سړي دنوم په اخستلو شرميږي ځکه نوداهم له شرمه بيخي غرمه راکينستله.
يوه ورځ چي په لمانځه ناسته وه نودسلام اړولوپرمهال يی ويلي السلام عليکم دهلکانوپلاره :lol: :D
دخواښي يی ورباندي پام شوی ورته وايی وه انجلۍ داسلام ولي غلط گرزوي.دې
ورته ويلي وۍ خداي مي دي دومره بی ادبه نکړي چي دهغه بل نوم به په خوله اخلم.....
مينه مننه.
دوست
04.12.2005
ټولو درنوورڼو اوپتمنو خویندوسلام!
هوتک لالا او صمیم جانه شاد اوسۍ له هر کلی نه مو یو جهان مننه .
ګرانو په نیمه لار کی مونه پرېدم خو دادلېپ ټاپ ټچ پېډدا کور ړنګی ډیر وخت رانه نیسی. زه یوڅه لیکم وبل څه رانه ولیکل شی خو خیر تاسی به می زړه ته ګورۍ .ریښتیا تر دې زړه می یوه قیصه رایادشوه.
هغه بل کال می مور اوپلار حج ته تلل زه هم تر کابله ور سره لاړم د حاجیانو په ډله کی یو کوچی هم وو. خو خیرکله چه دتلو وخت را غی ټولو حاجیانو حرامونه وتړل خو کوچی ماما لا هماغسی دوه شملې پریښې وې ملګرویې ورته وویل ته هم حرام وتړه ،کوچی به ویل "یه یه والله که دا ګیرام خو راباندی وتړۍ ها څه کاڼۍ خو سپین پښتانه یو" زه چه هغه مهال لا یو څه کشری هم وم ورد مخه شوم او ورته ومی ویل چه کاکا حرام تړل فرض دی او که و ې نه تړې حج دی نه کیږی کوچی لاس خپل زړه ته ونیو اوپه ډیر قهر سره یې په خپله مخصوصه لهجه راته وویل "ها خوار سې دا مه دی خدای نه خرابوی . :shock:
داوس لپاره همدومره
په پښتنه مینه ستاسی دوست
[color=red:8343ff0d7a][/color:8343ff0d7a]
کټوازی
05.12.2005
........ يارانو ! پۀ مينه او خوښۍ ،
[quote:fd50995b33].....(هلکو که څوک پان نه پيژني نو له اسدصميم نه دې وپوښتي هغه کلکتې والايی پيژني) [/quote:fd50995b33] هی هوتکه ! بوټی دې وخېژه ، چېرې زۀ او چېرې پان :!: :!: :?: يو کالي زموږ پۀ کلي کې د يوۀ سړي باغ ( د انګورو باغ ) مرغانو ډېر ژوبل کړی وو ، نو چا پوښتنه ځنې کړې وه ، چې پلانيه ، پۀ مرغانو کې دې کوم مرغان خوښېږي ؟
دی چې د مرغانو له لاسه پر لغړ غولي ناست وو ، او باغ يې هيڅ حاصل هم نۀ وو ورکړي ، نو يي ورته وويل ، له چوندروکي [color=cyan:fd50995b33]( يو مرغۀ دی چې د ماښام پۀ تيارۀ کې راوزي) [/color:fd50995b33] رانيولې تر سېمر مرغۀ ( طاؤس) پورې يي دددددددددددددددغه پۀ ښځه سره ................... :!: :oops: :lol: :oops: :lol: :lol: :oops: :lol:
نو اوس د هغۀ سړي پۀ دود زۀ خو يي له نسوار رانېولې ،ترشرابه پورې يي پۀ ښځه سره............................. :!: :!: :oops: :lol: :lol:
....[quote:fd50995b33]هادي حيرانه خداي دي راوله.هلکه کيدای شي زه دي پيژنم. ځکه کله چي زه په پيښورکي وم نويوڅوموده دشاعري وايرس راننوتی وو.بيابه نو په اردو ساينس بورډکي دوزگارخيلو مشاعروته ورتلم.هلته به ددنياټکريان اوتاوانيان سره راټول وو. يوچابه په کاروبارکي تاوان کړی وو نوبه شاعرشوی وو.يوڅوک به خپلي دتره لور ته سپی سپی کيده خوهغې به هډوکی نه وراچاوه....
زه چي هغه مهال نيممچه مين هم وم اوپه کالج کي مي درسونه هم ويل نومازديگری مهال به هلته ورتلم. رفيع صيب؛صابرشاه صابر؛نورالحبيب نثار وغيره وغيره به هم راتلل يوڅوځلي مي هلته پردي کوپه کشي کړي غزلي هم پخپل نامه ويلي.
[color=white:fd50995b33]هلته مي کيدای شي ته هم ليدلی يی. ته خوهم داسي نيمچه شاعروې. اوس نه يم خبرچي هغه وايرس به دي دبلوغ مرحلې ته رسيدلی وي کنه[/color:fd50995b33].البته کله ناکله دي دپيخوريانو په يوه نيم سايټ کي يو نيم داستان لولم اوخوندپری اخلم. [/quote:fd50995b33]
وه هوتکه ! ولې لا نه منې ؟ تۀ خو د هوتکي پاڅون پۀ کال زېږېدلی يې ، او هادي جان خو لا د خپل طبيعي عمر پۀ ٢٥-٢٦ پسرلي ايله اوس ګډېږي ، لږ تر لږه درې پېړۍ په مشر يې ، څکې ؟ ځان خو نه ور همزولی کوې :!: :!: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: او پۀ کومه زمانه کې چې تا غزلې ويلې ، ښايي پۀ هغه وخت کې هادي جان لا د عدم پۀ غېږ کې وو ، خير که دې لس کاله پخوا هم ويلې وي ، نو هغه مهال هم ،لا هادي جان د کراچي پۀ پر شور ښار کې پۀ پر سکون شاعرانه ماحول او پېغلې ،پېغلې فضا کې ګرځېد را ګرځېد :!: :!: :!:
[quote:fd50995b33][color=cyan:fd50995b33]پاتي شوه هغه دغوا اوغوايی خبره نوپه تاسي مي نازچليږي ځکه درته غويی شم.تاسي خوشکردی سم دم سړي ياست[/color:fd50995b33].هغه خوهاغه دی ته ښه پيژنی ککړخختگ گرزي. موږبه لوده گان يوخودومره هم نه چي لړلي پرتوږونه گرزو.شکردی اخلاقي بريدونه سره پيژنو............ [/quote:fd50995b33]هوتک جانه ! ناز خو دې پۀ تورو سترګو ،سره له ټولو يارانو !!
د خالد جان پۀ ژبه کې به درته ووايم ،
[color=cyan:fd50995b33]ناز دې وړم ،هر غم ته به دې خاورې شم ،
............................... ښکل مې کړه ،کرم ته به دې خاورې شم [/color:fd50995b33]
[quote:fd50995b33] .........اسده های!
لومړۍ خبره داده چي د دؤس سړي زه هم.........................خوگوره دپښتنوناموس بياسره يو دی. له دې پرته هوتک هم دومره بيوقوف ندی بلکي دبل چادبيوقوفه جوړولو زبردست چل ورځي.[/quote:fd50995b33]
يه ! ولې به يي له ځانه پردي ګڼو ،ټولې افغانۍ مېرمنې زموږ خوېندې ،ميندې ، ترندې ، ورېندارې ، ترلې او خورلڼې دي ، خو ګوره د ټوکو ټکالو پۀ خونه کې مو پښې غزولې ، او بيا ګوره داستا خبره ما يوه ورځ خپل د ترۀ زوی ته هم وکړه ، دۀ ويل وايي ، پۀ عالمي سطح يي د کشميري پۀ ښځه ............ پۀ پاکستان کې يي د بټ پۀ ښځه .......... پۀ افغانستان کې د خوجه........چې ډېر مړۀ سترګي خلک دي .....او پۀ پلاني ځای کې يي د پلاني او پۀ پلاني کې دپلاني ، خير تر پښتنو پورې يي را ورسوله ، نو ما ورته وويل ،چې ګوره داسې مه وايه ، د پښتو ناموس او غيرت ټول سره يو دی ، دا لکه ځانته چې وايې :!: :!:
........... دۀراته وويل ،چې زۀ هم پرې پوهېږم ، خو دا خبر دؤسان دي :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: نو اوس د هغۀ پۀ دود ، خبر دؤسان به له دې معاملې ليرې کوو ،( لکه هغه يو بل ځای دې هم ويلي وو ، ملي ناموس مو پۀ اسلام اباد او حيات اباد کې بې پته سو، ) خو ما بيا مسکت او مدلل جواب درته و وايۀ ، چې يه زړګيه ! ملي ناموس مو هيچا هم نه دی بې پته کړی ، هغه د اسلام اباد او حيات اباد والو خپل شوق پوره کاوۀ ، :oops: :lol: :oops: :oops: :lol: او که بيا بې پته سوی وي هم نوزموږ له لاسه د کابل له څلور پوړيزه ودانيو څخه پۀ سلهاؤ غيرتي ملالو پېغلو را دانګلي او خپل عزت او غيرت يې د مرګ پۀ بيه ساتلي [color=white:fd50995b33]( پېغله ناهيد در يادوم) [/color:fd50995b33] خبرې را څخه زښت او بې ځايه اوږدې سوې ، خو هغه زما د ترلې کيسه دې خدای سته پۀ زړۀ پورې ،ده که مې وخت پيدا کړ ، که خدای کول پۀ ترورزي به يي در جواب کړم
[quote:fd50995b33]هغه بل کال می مور اوپلار حج ته تلل زه هم تر کابله ور سره لاړم د حاجیانو په ډله کی یو کوچی هم وو. خو خیرکله چه دتلو وخت را غی ټولو حاجیانو حرامونه وتړل خو کوچی ماما لا هماغسی دوه شملې پریښې وې ملګرویې ورته وویل ته هم حرام وتړه ،کوچی به ویل "یه یه والله که دا ګیرام خو راباندی وتړۍ ها څه کاڼۍ خو سپین پښتانه یو" زه چه هغه مهال لا یو څه کشری هم وم ورد مخه شوم او ورته ومی ویل چه کاکا حرام تړل فرض دی او که و ې نه تړې حج دی نه کیږی کوچی لاس خپل زړه ته ونیو اوپه ډیر قهر سره یې په خپله مخصوصه لهجه راته وویل "ها خوار سې دا مه دی خدای نه خرابوی .
[/quote:fd50995b33] دوست زړګيه ! ياره لکه د کوچيانو کورت او غوړي چې دې ډېر خوړلي وي ، ځکه له لهجې دې مالومېږي ، خو اوس راسره وخت نسته ، که خدای کول د کوچيانو غورې به سره کوو ، له ما سره پۀ وافر مقدار کې پرتې دي :!: :!: :oops: :oops: :oops:
[color=cyan:fd50995b33]يادښت :: دا نوي ملګري ( هادي جان او دوست ) دې خبر وي چې زۀ سم روغ رمټ پر لار سړی وم ، دا پۀ بکواس ، پوچ فحش او کنځاؤ هوتک اخته کړی يم ، له خدايه مې داسې ښځه ور ته غوښتې ده ،چې ټول عمر ورته کور ټېک و نه کړي [/color:fd50995b33] :oops: :lol: :oops: :oops: :lol: :oops:
hotak
05.12.2005
هلکه صميمه! که واده دي کړی وي نوپروردگارعالم دي په يوه بله داسي خيرنه خچنه واړوه چي په اوسنۍ وريندارموشکروباسې اوکنه دي وي کړي نوخدای دي زموږدکلي دنظرگي آکالور بوچه درپه برخه کړي...آمين ثم آمين برحمتک ياارحم الراحمين. ياالله که به هوتک ستاپه دربارکي ديوه منل سوي اورسيدلي ولي بڼه لري نوته يی دصميم په حق کي داپورتنۍ دعاژرترژره قبوله کړې(اسده گوره چي تعليق مي ترمحاله ورکړی).
پاتي شوه دپوچواوفحش کنځاو ادعادي نوخداي دي خورامکړه هوتک کله تاته ويلي چي پلاني ته کنځاوکړه اويايی هم چاته ورشکارلی يی؟؟؟
خير........
ع کريم حليمي
06.12.2005
هوتک جانه تا او ستا يارانوته سلام ، وطندارانوته سلام !
دغه بڼې ته چه زه ګورم ٠ په دغه غټو بريتو ولي به وي او د رسېدلي ولي خيال مي نه پر راځي ٠ ولي چه هيڅ عمل نه کوي ، څوک چه
رسېدلي ولي کيږي عمل غواړي ٠
بې عمله سر کډو وي ٠
د عمل څه مي مطلب نصوار او چرس نه دي
عمل په قران
هادي حيران
06.12.2005
اسدجان، هوتک جان او نورو ملګرو! دوه ورځې غېرحاضر له دې امله پاتې شوم چې ډېر د ليرې ليرې څخه مې ډېر زيات مېلمانۀ راغلي وه. اوس به خبرې سره تودې کړو.
هوتک جانه پخېر!
ولا د شاعرۍ د وايرس خبره دې ډېره ښه کړې ده. خو ښه ده چې ته اوس لدې وايرس څخه خلاص شوى يې کنه نو اوس به درته يو انټي وايرس پکار و. خو په دې خبره خوشحال شوم چې د اردو سائنس بورډ طوافونه دې کړي دي. زه په لومړي ځل اردو سائنس بورډ ته په کال ٢٠٠٣ء کې ورغلى وم چې قلندر مومند لا ژوندى و. هغه وخت زۀ له کراچۍ څخه په څۀ کار پسې پېښور ته راغلى وم او چې د ساهو ليکونکيو مرکې د غونډې نه خبر شوم نو ورغلم. نن سبا خو مو د هرې دوشنبې د ورځې مازديګرى په اردو سائنس بورډ کې وي. اوس نو کۀ خپل ځان ښۀ رامعرفي کړې، کېداى شي چې ودې پېژنم.
د پېښوريانو په وېب پاڼه کې دې زما د لنډې کيسې خبره کړې ده نو بس هغه يؤ چا فرمائش کړى و چې يوه لنډه کيسه راته وليکه، ورته مې وليکله. ځينو نورو ملګرو هم راته وويل چې (د پېښوريانو په وېب پاڼه) کې دې کيسه راغلې ده. بس د پښتو وېب پاڼه ده نو يا د پېښوريانو اؤ يا د کابليانو.
دا يوه خبره د تعجب وړ ده چې مفتي حکيمي دې خپل دى خو په دې خوشحال شوم چې نظرياتي اختلاف ورسره لرې. نور نو سياسي بحثونه بايد په دې فورم کې ونکړو.
نور نو اوس لږ کار کوم، وروسته به کۀ خېر وي ګپ لګوو.
دربار
06.12.2005
سلامونه څه خوږی مو سره ويشلي دي
ياره وتک جي د دا خرو نوم لږ په عزت اخله خر خو ډير يو عظيم انسان دی خو په ټول افغان کي داسي عجايب بوده ګان شته چي ولاکه ېې خر لا وغـ . . . . .----. . . يي
ګوره که دي بل ځل د خره سره محترم خر نه وي ليکلی ګيله دي د ځانه ده
او بل ياره ته وولي هر وخت د انډړو محترم خر يا د هرات محترم خر را ننګه ئې ولي د شاجوی خره لکه چي په ارررر نه درځي ظالمه اصلي کوناټور خره خو هغه دي چي تر مقره به خانمګله په يوه ساه رسوله او حاجيګی ماما به پسي ميدان کړي وه
hotak
06.12.2005
هادي!
له پاکستانيانوسره داوسيدو له امله خودي ژبه اوخوی بوي بدل کړی وو خواوس دي نودرواغ هم زده کړل. خداي وهليه پدې دروغو. اوياهم کيدای شي ماکوم بل څوک هلته ليدلي وي چي نوم يی هادي وي اوتخلص يی حيران. په هرصورت زه به هم هلته ورتلم خوتل نه.دپنج شنبې اوجمعې په ورځ بس.
پاتي شوه زمادتعارف خبره نو نصيراحمدهوتک مي نوم دی . والسلام