د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

انځورګر
13.02.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


N
13.02.2004

دهنراوادب مينه والو, اغلو اوښاغلوسره شوخي.
خدايه غروال ته انصاف ورکړي
پښتني ورکي, ګيله زما څخه کوينه.
ليلما نشته دا رښتياده
پوهه نجلۍ ده دسبا غم به کوينه.
الفت زيارت دخرقي وکړ
زه خواره ناسته دهلمند په تمه يمه.
زه خاوري خواره, تل دلي يم
ټوله ورځ ناسته مقالي درته ليکمه.
دفرښتي بلا دي واخلم
چي تاوده ساتي دلنډيو مجلسونه.
دشګوګل خودرخانۍ ده
چي په کلو مياشتومونه کوي پوښتنه.
خدايه شاهين ته خولږګوره
چي خپله ناسته فورم په نوروچلوينه.
دهادي جان دي ځواني تل وي
لنډئ ئي ښکلي خوندورئي دي شعرونه.
دهيوادجان دي کورودان وي
پښتون زلمئ دئ دپښتوچوپړوهينه.
غاټول دخداي روي مي دروړئ
ملايي پريږده دخپل ځان غم به کوونه.
ملايي زموږلپاره نده
ښځه ملا شريعت کله قبلوينه.
ځان ډيره ډيره صوفي مکړه
خداي مهربان دئ ګناهونه رابخښينه.
دشعر, ادب نړۍ ته راشه
رباب راواخله زمزمه به کړوشعرونه.
خدايه غروال ته انصاف ورکړي
پښتني ورکي ګيله زما څخه کوينه.
په درناوي.



فرښته
15.02.2004

سلامونه او نېکې هيلې!
شخصي ستاينه بد ه نه ده
.............................خو نيک عمل ستايه چې نيک انجام لرينه
د و طن خاورې به رانجه کړم
................................ که زه په سوله خپل وطن ته ستنه شمه
اولسواکي ، خپلواکي دواړه .
................................. د پاک اسلا م د بيرغ ﻻندې خوند کوينه
په درناوي ستاسو خور فرښته


انځورګر
25.02.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



فرښته
25.02.2004

هادي وروره سلامونه او نيکې هيلې مې ومنه ٠
وروره ښه دې چې راغلې ستا غير موجوديت کې ښو دامجلس بې خونده وي او هيواد ورور ښو لکه چې دا ځاي پريښودو٠خداي دې وکړي چې روغ وي٠
هادي وروره لنډۍ دې په زړه پوری وې٠

په مرګ به مړ راپسی نشې :( :( :( دالباسي اوښکې د هر چا په مخ ځينه

خاونده څه چارې راوشوې :( :( :( نه مې يار يار شو نه يې خلاص له غمه شومه
او
که مسافر شوې بيا به راشې :shock: :shock: که عيسوي شوې بيادې ځاې وطن کې نشته دې مينه

په پښتنه مينه فرښته٠


انځورګر
26.02.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



هيواد شېرزاد
26.02.2004

درنو، خوږو او عزتمندو ورونو او خوېندو ! سلامونه مې ګېډۍ، ګېډۍ ومنئ. خداي پاک دې وکړي چې ټول روغ رمټ وئ.
فرښتې خورې، ځای مې د يو څه ستونزو له امله پرې ايښی دی، هغه ستونزې د ښوونځي بې شماره سبقونه دي.

د ټپۍ وار راباندې راغی .............. الله دې خير کــــــړي چې رسوا نه کړم رازونه
د مــــــودو پس يمه راغلی ............... اوس په لنــــــډيو درته وايمه حــــــــــالــــــــونه
دا به د پاک الله رضـــا وي ............. چې ټول افغان ته مياشت کې دوه ځلې راځمه :D
خلکو زما نه ګيله مه کړئ .............. لــــــــه عاشقۍ نه غــــــــير سل نور لرم غمونه :P
يو د اخـــــــر ټپه دې دا وي ............ الله ته سوال کوئ چې خلاص مې شي درسونه :lol:

او دا هم نورې لنډۍ:
په مرګ به مړه راپسې نه شې ....... دا لباسي اوښکې د هر چا په مخ ځينه
غم دې دا ستا نه وفادار دی ......... ته کله کله غم دې تل راسره وينه
بېلتون يوازې په مانه دی ............ د بېلتانه د لاسه ډېر فرياد کوينه

نور بيا ...



فرښته
26.02.2004

ګرانه وروره سلامونه مې ومنه
وروره الله ته مې سوال دي چې هر درد او غم نه دې وساتي ٠

ارمان به هلته زما درشي :cry: :cry: :cry: چې مې زوزان په قبر وسپړي ګلونه

ارمان به هلته زما درشي :cry: :cry: :cry: چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړينه

ځه چې سحر د خوبه پاڅم :( :( :( اول سلام د کبرجن اشنا کومه

په مينه فرښته



فرښته
26.02.2004

هيواد وروره په خير راغلې شکر چې روغ يې٠
سبق وايه کوشش کوه زمونږه دعا درسره دي کامياب اوسې٠

هر کله راشې د يار غمه :oops: :oops: که سل مې نور وي تا به پاس په تندي وړمه

جانانه راشه که ديدن کړې :( :( د ځنکدن خولې په ما راغلي دينه

فرښته



هيواد شېرزاد
02.03.2004

تر سلامونو وروسته به درته يو څو محلي لنډۍ وليکم:

دردوونکې لنډۍ:

[color=brown:f047afbca5]امانتي مې ګور کې کښېږدئ
که اشنا راشي ما به خپل کلي ته وړينه[/color:f047afbca5]
[color=blue:f047afbca5]ارمان به وکړې وخت به تېر وي
بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه[/color:f047afbca5]
[color=darkblue:f047afbca5]يو دې غريب پيدا کړم خدايه
بل دې مْين په کبرجنو خلکو کړمه[/color:f047afbca5]
[color=yellow:f047afbca5]په مرګ دې نه مري جانان خوږ دی
بيمار دې پروت وي چې پوښتنې له ې ورځمه[/color:f047afbca5]
[color=darkred:f047afbca5]ما د ګودر په غاړه خښ کړئ
چې جنکۍ مې مات منګي په قبر ږدينه[/color:f047afbca5]

[color=red:f047afbca5]شوخې لنډۍ :shock: :[/color:f047afbca5]
[color=red:f047afbca5]د جنکو کافرې سترګې
لوګی بانه کړي ژړا يار پسې کوينه :lol:[/color:f047afbca5]
[color=darkblue:f047afbca5]ما له وړوکي ريبار ځار کړې
چې يوه خبره دوه واري درته کوينه :D [/color:f047afbca5]
[color=red:f047afbca5]د رُيبارانو ځای دوزخ وي
خدايه زما رُيبار ته ورکړې جنتونه[/color:f047afbca5]



ځونډی
02.03.2004

سلامونه اونېکی هېلی مې ومنۍ٠ درنو اوخوږو خوندو ورونو سره له دې چې زه له ډېره وخته د ټول افغان د ښکی پاڼی غړي يم، خو کله مي هم ليکلوته زړه نه ده ښه کړي٠ نن ستاسو لنډيو دومره خوند راکړ چې ليکلو ته يي وهڅولم٠ دا هم څو لنډۍ!
[color=blue:3b1706cc93]کاغذه والوزه شاهين شه
له خنداشين شه بيا پری وايه سلامونه[/color:3b1706cc93]
[color=red:3b1706cc93]چې خط مې وايي ورته ژاړه
ماچې ليکه ورته مې ډېرژړلې دينه[/color:3b1706cc93]
[color=blue:3b1706cc93]کاغذه داسي وخت کې ورشه
چې دماښام په ډوډی ناست وې وژاړينه[/color:3b1706cc93]
[color=red:3b1706cc93]خاونده دا به ستا رضاوي
چې دځوانۍ عمر په غم کې تيرومه[/color:3b1706cc93]

د اوس لپاره همدا ٠٠٠٠نور بيا


انځورګر
08.03.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



ليلماـ الفت
12.03.2004

ګرانو وړونو او خوندو سلامونه او ښې چاري :
ستاسي لنډۍ خو ډيري خوندوري دي خو زه چه يوه کمي پکښي وينمه هغه زما دګراني خور فريشتې نشتوالئ دئ چه په دې ورځو کي نه ښکاري خدای دي وکړي چه جوړه او روغه وي او تل راسره قلمي همکاري شريکه وساتي .
خو زه به هم څو لنډۍ درته وليکمه :
[color=red:539c594524]غم دي کميس نه دئ چه زوړ سي __ زما د عمر سره سم سول ستا غمونه [/color:539c594524]
[color=yellow:539c594524]نارې وهم نه راته ګورې ___ بيا به جهان راپسي ګورې نه به يمه [/color:539c594524]
[color=cyan:539c594524]تن مي دسرو نکروزو پانه ___ ظآهر تازه دننه رنګ په وينو يمه [/color:539c594524]
[color=white:539c594524]سبا مي ستا پر توهمت وژني __ چه د ريشتيا پر ځای منکر نه شې مينه [/color:539c594524]
په کليواله پښتنه مينه
ستاسي قلمي خور الفت



ځونډی
16.03.2004

زما خوږو مينه او سلاونه مې ومنی٠ هېله من يم ټول روغ رمټ اوسی٠ دا دی د دود سره سم مو څو لنډۍ حضور ته ډالۍ کوم ٠ [color=brown:1ebbfcbc9c]
نجلی ديار په ننداره شوه
د پلار پرتوګ يې په سوباړو وشکونه [/color:1ebbfcbc9c]
[color=blue:1ebbfcbc9c]نجلی وﻻړه پر لمانځه ده
پيرزو می نشي تور وربل په خاورو ږدينه[/color:1ebbfcbc9c]
[color=green:1ebbfcbc9c]نجلی راوځې ننوځې
يايې څه ورک دي يا يې يارمسافر ځينه[/color:1ebbfcbc9c]
په مېنه او درنښت
-----------------------------------------------------
پښتو مې نه ده ورکه، پښتانه ﻻ پکې شته دې
درنه به نشي سپکه، چې درانه ﻻ پکې شته دې


انځورګر
16.03.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



ځونډی
21.03.2004

هادي وروره او ټولو خوږو عزيزانو سلامونه او نيکې هيلی مې ومنۍ٠ تاسو ټولو ته دنوي ١٣٨٣ لمريز کال مبارکي وړاندی کوم٠ هيله من يم چې نوي کال مو په خوښۍ پيل کړي وي ٠
هادي جانه وروره دا نور دوستان نه ښکاريږي، چي خيرت وي٠ او دا دي د نوي کال او پسرلی څو لنډۍ٠
[color=red:78ef0a5b25]سپرلی کې مړه بوټي زرغون شي ---- زرغون به نشي خاوری شوي بدنونه [/color:78ef0a5b25]
[color=green:78ef0a5b25]سپرلی به بيا په ګلو راشي ------- بيا به رانشي د ځوانی تللي دورونه[/color:78ef0a5b25]
[color=blue:78ef0a5b25]سپرلی به بيا په ګلو راشي ----- ماليار دې لاس د باغه نه پورته کوينه[/color:78ef0a5b25]
-------------------------------------------------------------
د غدار اسماعيل د ځوی د مړينی مبارکي در کوم او هيله من يم نن شپه په جګړه کې دي هم ورپسی شي٠



ليلماـ الفت
22.03.2004

ښاغلو او اغلو دوستانو سلامونه او نيکي هيلي د نوي کال مو مبارک سه ژوند مو نيکمرغه !
ريشتيا هم نجات وروره دا زموږ ملګري چه دي په ټؤل افغان کي تل داسي وي کله ټوله نه معلوميږي او کله چه بيا په ټول افغان کي هره ډبره پورته کوې نو دوی تر لاندي وي :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
خير تا د پسرلي ليکلي وه نو زما خوارکۍ هم يو څو زده دي چه د نوي کال په مبارکئ کي ئې ټول افغان ته وړاندي کومه !
[color=yellow:d93763b604]پسرلئ راغئ وني شنې سوې ــــ زما د زړه وني ژلۍ وهلي دينه
پسرلئ راغئ ګلان ډير شول ـــــ د اوربل ګل به خپل اشنا لره ور وړمه
پسرلئ راغئ وني شنې سوې ـــ زما نا ښاد زړګوټۍ واوري اوروينه
پسرلئ زما په نيمه خوا سو ـــــ زما په شناختو پوري وتړی ګلونه[/color:d93763b604]
په کليواله پښتنه مينه
ستاسي قلمي خور الفت



فرښته
24.03.2004

ګرانو خويندو ورونو لومړې مې سلامونه نيکی هيلي او دنوي کال مبارکي ومنۍ ٠
ليلوما خورجانې د يادونې څخه مو مننه٠او هادي ورورجانه دادې بيا راغلم ٠
ښکلې لنډۍ مو ليکلي ځه به هم يو څه وليکم٠
نو هادي ورور ليکلي انجلۍ په باغ کې خولګۍ ورکړه٠

ځان ته مې غم په خپله جوړ کړو :cry: :cry: چې مې بلد په سپينه خوله پخپله کنه

ځان او جهان به ترينه ځار کړم : :cry: :cry: په ليونو د ليوني که حساب شمه

ځان او جهان به درنه هير شي :cry: :cry: که دې دمينې جال چاپير له زړه نه شونه

حال چه دزړه يار ته ښکاره کړم :cry: :cry: لورپه لورګرځي عالمونه خبروينه

فرښته٠


انځورګر
24.03.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



فرښته
25.03.2004

سلام خويندو ورونو٠
هادي ورورجانه په قلم دي برکت شه چې په يو ځان د ټولو جواب وايې٠
نو ځه به هم درسره ملګرتيا وکړم٠

زنه يې ډکه د خالو کړه :D :D لکه چې باغ چا په غونډی جوړ کړی وينه

زرګره ګوتې به دې ښکل کړم :D :D که دې زما اوربل ته جوړ کړه تاويزونه

زرګره زر دې بيرته واخله :( :( زما د يار زلفې د زرو مزي دينه

نور بيا٠٠٠


انځورګر
25.03.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



ليلماـ الفت
29.03.2004

زما ګران ورور هادي ګله سلامونه او نيکي هيلي
څمره ښکلي لنډۍ مو ليکلي دي خو فريشتې خور ته به دعا وکړو چه بيا يو ځل لکه د انځر ګل را ښکاره سول
خير ورورکه تا ليکلي وه[color=yellow:3c2e1fb40d] که مسافر سوم نرۍ ملا به پرې تړمه[/color:3c2e1fb40d]
[color=red:3c2e1fb40d]مسافر نه وم مسافر شوم ___ چه بې وفا له يارۍ واخستل لاسونه
مسافر ګله ستری مشې ___ ړومبی خوله واخله بيا به ووائې حالونه
مسافري مي زړه نرۍ کړ ___ چه تش وطن را يادوم ژړا راځينه
مسا فري په جمع زړه کړه ___ خولګۍ مي ستا ده که زه خاوري شم مينه
مسافري ته دي ځان جوړ کړ ___ چاړه را واخله ما حلاله کړه مينه
مسافري ته دي ځان جوړ کړ ____ په چا مي سپارئ که دي هيره کړم مينه [/color:3c2e1fb40d]
او هادي ګله
[color=yellow:3c2e1fb40d]مسافري دي ډيره وکړل ــــــــــــــــــــــ ياره راځه روزي به خدائ رارسوينه
مسافرۍ خوږلئ ياره ــــــــــــــــــــــــ زما زارۍ دي رب دي راوله مينه
مسافري دي کړې نه ده ـــــــــــــــــــــ رنګ دي ژړئ خولګۍدي ډکه له ګردونه[/color:3c2e1fb40d]
په کليواله پښتنه مينه ــــــــــ ستاسي قلمي خور الفت



فرښته
29.03.2004

سلام خويندو ورونو
ښه نو هادي جان وايې چې
دزلفو جال کې دې بندي کړم٠

که تور زلفان يې خاماران دي :oops: :oops: دواړه چشمان يې خزانې د مينې دينه

کږو کتو کې يې اثر وو :? :? :چې په کږو لارو يې سم د غمو کړمه

کناره مه ګرځه دلبره :cry: :cry: تيره په مينه دې له سره ناسته يمه

کله چې خيال داشنا راشي :( :( ټوټې ټوټې مې شي د عقل تنابونه
او
قرضدار مې نه يې چه پټ ګرځې :( :( زه دې خالي د ښکلي مخ ديدن کومه

په مينه


انځورګر
31.03.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



محمد اسحق شيوانی
02.04.2004

ګرانو وروڼو او خويندو خوشحاله وه اوسی......
ډير ښه ډير ښه ډيرښه ، ستاسو لنډی خو ډير ښي دي، د هر مسافر د لسو کالو غمونه راتازه که وي، الله دي لا نور طوان د ليکلو هم در کړي، خو زه خپل په دا ناقص فکر دا وايم چه که مونږ او داسي په هر بحث کي برخه واخلو ډير به ښه وي، لکه : - سياسي بحثونه، د پښتو ګرامر، عشقي شعرونه، وطنپال شعرونه او اسلام برخه.
وا وا وا، ګران استاد هادي جان، تاسو خو مخکي په څلوريزو کي څه ناڅه لاس ښوروي، خو اوس دي بيخي هير کړي يو... خير پروا نلري، هيله ده چه دغه پورتني خبري مو د خفګان سبب ونه ګرځي..

[color=darkred:229028eb16]خاونده دا به دي رضا وي......................... چه د ځواني عمر په غم کي تير ومه[/color:229028eb16]
[color=yellow:229028eb16]خادنده دا به دي رضا وي ......................... چه نور د ګل کړه زه غوټي ورژيدمه[/color:229028eb16]
[color=blue:229028eb16]ياري د زور خبره نده................................. که دي زړه نه وي بيا دي نه مجبوره ومه[/color:229028eb16]
[color=white:229028eb16]زما په ټول محفل سلام دي........................دامي کلام دي چه اشنا د ټولو يمه[/color:229028eb16]
[color=green:229028eb16]خلګ مي ټول تپوس ته راغلل................... هغه رانه غللو چه يې پروت له غمه يمه[/color:229028eb16]

په پښتنه مينه
ستاسو کشرۍ ورور محمد اسحق شيوانی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more