وطن پال او نور ګټور شعرونه
      خیریوسی
      05.02.2008
    
وروڼو ښه ژوند درته غواړم !
مـلا وتړه پــــه پړی بانـدی کلـکه
عيال  ته کسب وکار هم ورذده کـړه 
دخیرات تمه ونه کړی دهیڅ چانـه 
مفت کلـــه چا موندلی دی ارزانــه 
--
      شفق
      28.09.2008
    
د مات لوښې اواز كله ثابت خيژي
دهرچا عمل څرګند په خپل ګفتار شي
هغه زړه به له توپانو په امان وي
چې كښتۍ غوندې د خلكو باربر دار شي
دا څلوريځي هم ولولـئ
      wagma
      01.12.2008
    
ګرانو ورونو او خويندو!سلامونه مې ومنئ تاسو خو د وطن په غم او ياد کې ښکلې څلوريځي ليکلي دي خو زما  په نظر په اوس وخت کې  د وطن سره داسې مينه په کار ده لکه يو شاعر چې وايي
[color=darkred:36df3c7e7e]لاس کې مې توره تکه سپينه لا شته
په مجاهد زړه کې مې وينه لا شته
وطنه څنګه به دې بل ته پرېږدو
چې په هر رګ کې مو ستا مينه لا شته[/color:36df3c7e7e]
يا داسې چې
[color=red:36df3c7e7e]ښه پرې پوهېږم چې مې سر په لور د دار روان دى
خو  بيا هم شکر دى چې ستا د عشق پر لار روان دى
وطنه  ستا مينه  کې ځينې له سرونو تېر شول
د ځينو نورو په همدې نوم کارو بار روان دى[/color:36df3c7e7e]
که څنګه تاسو په کې څۀ وايي[size=18:36df3c7e7e][/size:36df3c7e7e]
      wagma
      01.12.2008
    
[quote:24f4d30bc5="ليلماـ الفت"]هيواد او هادي وړونو !
په دې دلسوزه څلوريزو مو ماته د وطن غم يوار بياتازه کړـ  :cry:  
راځی دا واورو چه کاروان صيب څه وائې :idea: 
...................................زما کلئ ..........................
درې واړه پرماګـــــران دي اول يــــــــــار زمـــــــــــــا دکلي 
چنــــــــــار زمادکلي اوکــــــــــوکـــــــــــــــــنار زمـــــــا دکلي 
پر ســـــــــــــربې لري تُـــــــــــــوري دهُــــــــماد وزر سيوری
ټکـــــــــــــری زمــــــــــــادکلي او دســــــــــــــــتار زما دکلي
................پيرمحمد کاروان ...................................[/quote:24f4d30bc5]
ګرانو ورونو او خويندو!سلامونه مې ومنئ تاسو خو د وطن په غم او ياد کې ښکلې څلوريځي ليکلي دي خو زما  په نظر په اوس وخت کې  د وطن سره داسې مينه په کار ده لکه يو شاعر چې وايي
[color=darkred:24f4d30bc5]لاس کې مې توره تکه سپينه لا شته
په مجاهد زړه کې مې وينه لا شته
وطنه څنګه به دې بل ته پرېږدو
چې په هر رګ کې مو ستا مينه لا شته[/color:24f4d30bc5]
يا داسې چې
[color=red:24f4d30bc5]ښه پرې پوهېږم چې مې سر په لور د دار روان دى
خو  بيا هم شکر دى چې ستا د عشق پر لار روان دى
وطنه  ستا مينه  کې ځينې له سرونو تېر شول
د ځينو نورو په همدې نوم کارو بار روان دى[/color:24f4d30bc5]
که څنګه تاسو په کې څۀ وايي[size=18:24f4d30bc5][/size:24f4d30bc5]
      hamid khan
      05.02.2009
    
السلام عليکم............
سليم وروره بې ادبي دې معاف وي، تقريبا په دې سلسه کې دې ډير غول خوړلي دي٠ تا د مجاهدينو او د جهاد سپکاوئ کړی دی٠
ورره ته دامريکايانو په اړه څه وايې؟؟؟
په درناوي
      watanmal
      14.03.2009
    
مينه انس دی ،انس انسان دی
چــي اســــــاس ددې جــهــان دي
دنـــــړۍ دپــايــښـــت نــــــوم دی
اوکـــه نــــه دا جــهـــان وران دي
      aman1
      26.03.2009
    
لیلماخوری بل کارلکه سی نلری خوسی یوه موضوع راخلاس کوتابه ګډون پکشی کړی وی 
بله لا داچی ګیراکان دی بیخی ډیردی هرچاستاوموضوع ته جوابی لیکنه کړی یی 
اوبل لنډی دی ډیری ښی لنډی لیکلی دی خوافسوس چی دچاسرنه په خلاسیږی
      watanmal
      02.04.2009
    
نن مى د ستورو كرونده شعري ټوټو كتاب لوستو نو دغه رباعى به تاسى ته ترينه وليكم
تكل:
[color=darkblue:0fdf4f3995]شوم سرګردانه خو له تانه رو ګردانه نه شوم
خوږه جانانه ستا په عشق كښې بې ايمانه نه شوم
تكل مې وكړ د منزل پر لور د سر په بيه
ستومانه ډېر شوم، خوښي داده چې پښېمانه نه شوم[/color:0fdf4f3995]
څلوریزه
      Syed Shah SaqeeM
      14.04.2009
    
سلامونه .
د غوث الدین فروتن یوه څلوریزه .
نه چا ته لاس نیسم او نه ورته خيرات غوامه 
زه مي خپل کلي خپل وطن لره ثبات غواړمه 
زما په غم چې ټکوي د خوشالۍ لاسونه 
و هغو خلکو ته د ځان رنګه حالات غواړمه 
په درنښت ستاسو سقیم
      watanmal
      14.04.2009
    
سقيم صيب سلامونه ښى چارى
شه څلوريزه مو ليكلى وه.
======
چې يې غاړه وى تل جوړه غړوندى ته
پوهه نه لري ، سړى نه دى ، څاروى دى
د خپلواك ژوندون غوښتنه مه ترې غواړه
بس په كار ورته اخور دى ، بل موږى دى
===========
په مينه 
وطنمل
سلام
      Syed Shah SaqeeM
      18.04.2009
    
سلام :
د حيران غزل وه غوښتل مي ورڅخه دوه بيته را واخلم خو چې خوند يې راكړ څو بيتونه يې ليكم
اشنا لاړو بې وفا شو خو ځه خېر دى
ښه پوهېږم چې خطا شو خو ځه خېر دى
ما پرې شل زره روپۍ وې لگولې
بې پښتو شو د بل چا شو خو ځه خېر دى
د پوډرو کاروبار ته مې ډېر زړه و
يو وزير که مې اشنا خو ځه خېر دى
يو کانديد له مې ووټ ورکړو ښه سړى و
چې کامياب شو نو بلا شو خو ځه خېر دى
اوبامه به راته نوې کرښې کاږي
دا لا بل جنجال پېدا شو خو ځه خېر دى
      bazgar
      19.10.2009
    
اشنا ولي درنه لاړو دبل چا شو؟
چې پري ستا دمحبت کورګى تباشو
ستا وشل زره روپوتي سترګي پټي
ځکه دى هم يوساعت لپاره ستا شو
      watanmal
      22.10.2009
    
ډيموكراسۍ ورباندى لوبى وكړى
له پښتون قام ئى هغه جوش يوړو
=========================== چى به بيدار وه د غيرت په وخت كى
=========================== ترينه ډالرو هغه هوش يوړو
قبر دى وشلوه رادرومه پسى
امان الله ميډال د بوش يوړو
===================== د خوستيانو له مشاعرى څخه
================
په مينه
وطنمل
      پښتون یار
      01.03.2010
    
كه عرب دي كه عجم دي او كه ته
كه څوك بد راپوري وايي او كه ښه
سپين ته تور او تورته سپين وايلى نه شم
زه د هيچا پروا نه لرم ويښته
خمینی
      tandar
      29.05.2010
    
خمینی پروت په فرانسه نه په تهران کی
.....................................انقلاب     دده       روان    و   په    ایران    کی
....................................په شعر   اوکه  خبره
.................................... انقلاب زه جوړومه
................................................دافغان تاریخ ژوندی کومه په جهان کی
................................................باوری     نیولی  دا سنګر نن په المان کی
سلامونه٠ باوری خوږیاڼی
خمینی
      tandar
      01.06.2010
    
خمینی پروت په فرانسه نه په تهران کی
.....................................انقلاب     دده       روان    و   په    ایران    کی
....................................په شعر   اوکه  خبره
.................................... انقلاب زه جوړومه
................................................دافغان تاریخ ژوندی کومه په جهان کی
................................................باوری     نیولی  دا سنګر نن په المان کی
سلامونه٠ باوری خوږیاڼی
      watanmal
      02.06.2010
    
خورى به د اجل غشى چى دلته څوك په جنګ راځى
دلته د مور پلار ازار وهلى په غورځنګ راځى
دا زمونږ غيور ولس وى تل خوښ په جنګونو كى
ګرځى دښمنانو پسى غرونو په رغونو كى
زوګ د تكبيرو يى له هر غره له هر ګړنګ راځى
دلته د مور پلار ازار وهلى په غورځنګ راځى
      نقاد
      03.07.2010
    
.............................................. بوډاګي ُ ُ انقلابيُ ُ ته
بس سټه د بيرو خم    په ميخانه کې
..................................................... خيالپلو دې غږوه په فرانسه کې
لکه چتکی  پورته نيسه  پښې  آسمان ته
............................................. که رالويږي چې يې نيسې په پنجه کې
په دې خيال دې انقلاب خېټه کې جوړ که
............................................  خوشبويي به يې  کړې صادره په نيشه  کې
د اتيا کالو خطا به دې کپه کړي
............................................. چې له خاورو سره کښته شې  ډولچه کې
له اصله
      tandar
      08.07.2010
    
له اصله قندهاری یا ننګرهاری دی
...............................................شهرنو کی نن اوسیږی
مورنې    ژبه   ې    پښتو   ده
..............................................په فارسی درته غږیږی
خدای دی نور ګونګی کړه
............................................که دباوری په دوعا و  کیږی
د ډاکټر حسن څلوریزی
      پښتون.
      26.11.2010
    
سلامونه !د دی فورم په سر کی  عنوان وه څلوریزی  خو بیا وروسته هر څه ورګډ شوی دی .
ځینو بس نورو ته جهاد غوښتلو 
زمونږ وطن يې غم اباد غوښتلو
ماته يې وې زړه په اسلام اباد کړه 
ځان ته يې ټول اسلام اباد غوښتلو
***
ریال په یوه جنت يې بل لاس کې و 
 بل يې هر یو ګڼی دکفر بچی
اوس دغربیانو شنه مخونه څټي 
چا چې اسلام په ګز دږیري کچی
      پښتون یار
      14.04.2011
    
ژوند لکه مڼه داسې
زیاتې ښکلی رنګ لري
نه وي هر یوه کې خوند
ډېرو کې چینجي هم وي
      ۰
      18.04.2011
    
په پوچو بدو خبرو څه شي.........ته به بدښکاري دبل څه نشي
که بد ووايـي پـخپله بد يي.........داستاپه بدو نورخلک بـد نشي