د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عادل عادل
24.05.2010

سلامونه

یار او مار یې مالوم نه خو راپسې
په بساط کې د مردانو یو مخنث


عتیق الله
24.05.2010

ثابت شوی يم نرانو کې يو نر یم
دا چې يم درپسې شاکې دې پسات دی


عادل عادل
24.05.2010

سلامونه

یو انسي دئ بل جني نوم یې شیطان
رټل کیژي په پناه د لوی سبحان

چې تکیه د چا په رب شوه کام ته رسي
لارویه ته په کومه یې روان ؟

مردان هغه چې یې قول و عمل سم وي
په امان وي ترې د پاک خدای بندګان

آیینه به په لاس درکړم پکې ګوره
چې ته دد یې او که بوی د کوم ډیران


له هجره ئ رنځور شوم

tandar
24.05.2010

له هجره ئ رنځور شوم............................اوس ژیړی تبی کومه
بی وفا راولی چه مرمه..........................لږی ګیلې ورته کومه


پښتون یار
25.05.2010

وروڼو سلامونه مې ومني
وروڼو دا د مشاعرې لړي مه پریکوي

ستاسو ورور فخرالدین


عتیق الله
25.05.2010

نارينه خو دروغ نه وايی شرميږی
معلومېږي عادلې چی انجلۍ يې
خو د نجل سره دی دومره توپير وينم
له هغی بوی د لونګ ځي، له تا لړې

(عادل ګله په دی می مه ډاروه چی د لاروي او بل نوم راباندی کېږدی. هغه ستا لاروی می هم دومره نه خوښېږی. یو وخت به هغه ته هم خپل ريښتونی قلم وربرابر کم چی تا غوندی يی و څنډم)
زما د شعر وروستی حرف (ی) ده.


عادل عادل
26.05.2010

سلامونه

یار مې عقل سره کړې الوداع ده
چې د نجل نوم په پیغور کې یادوي

جار له ټولو هغو پیڅکو او پلو شم
چې ترې لاندې عفتونه دي خوندي

او بلا دې یې هغو ته سل ځل واوړي
چې په جنس وي نارینه خو ناسړي

د نر خوی په جنسیت کې نغښتئ نه دی
که نه ډیر دي ځناور چې بار پرې وړي

نه په رنګ څوک سړي شوي دي تر اوسه
موډ پرست که وارد شوي صابوني

سړئ هغه چې ګفتار کردار یې نیک وي
سړئ هغه چې یې خوی وي د سړي

[color=white:e378a5b126]عتیق خانه د فیلانو نه په څنګ ځه
د چونګښې وي چاودل زور ازمایي[/color:e378a5b126]


عتیق الله
26.05.2010

عادل ته ما تش ځناور وويل
يارانو اوس وايئ چې نه يې منئ؟
ده راته خپله تذکره وښوده
په ځناورو کې (د فيل) کورنۍ


عادل عادل
27.05.2010

سلامونه

عتیق خانه

ودې ځغلم، وار دې دومره خطا دئ چې د بیت بازئ اصول دې هم هیر شول، بیا د اصولو اوپه اصلي موضوع د تمرکز خبرې ونکړې !!! :lol:

زما د بیتونو د پای ټکئ په ........ ی ...... سره سر خوړلئ ، خو تا سرخوړلي په ......ع ...... سره ترپ کړي دي :lol:


عتیق الله
27.05.2010

وعليکم السلام !
څومره د پختو خبره دې وکړه. ياره ايله چې د تاويلو ماويلو پر ځای دی ايله بيله د موضوع په اړه خبره وکړه.
د بيت لوبې د اصولو په اړه بښنه غواړم
دغه لومړۍ مسرۍ په اصل کې دويمه وه او دويمه يې لومړۍ وه خو ځه خير ته يې سمه فرض کړه.
خدای دی همداسی پام په نيکو کړه چي دزياړو پر ځای سمی خبری وليکي.
ټوکه:
دا دی دومره سړيتوب ته خو می راوستی هاهاها


و.افغان
27.05.2010

يارانه مو وه خوږه خپلو منځو کې
هسې مونږ ته تاسو چل وو غلی کړی

ګورۍ څنګه په ټق ټق سره خندېږئ
په ظاهره مو يو بل و پولۍ کړی.


عادل عادل
27.05.2010

سلامونه

یارانه د بازینګرو سره نشي
کله مخ کله په څټ باندې غورځي

عتیق خانه زمونږ په کلي کې یو سړئ وو، په حجم غټ خو کمزورئ، د هر چا سره به یې چې غيږې ونیولې نو وار د مخه به ملاست وو، او بیا به یې مقابل طرف ته ویل چې څنګه شوې بیا زما سره غیږې نیسې؟ او بیا به یې نورو ته هم ویل چې نن مې فلانئ څملاوه؟

ته خو به هماغه نه وې :lol:


یو وجود او یوه وینه

tandar
27.05.2010

یو وجود یو او یوه وینه..................خدای لپاره سره یو شی
باوری ته زیری ورکړی ................ ټول یو یو هغه لر او بر نشته


كريم كامران
27.05.2010

هميشه مو له ګريوان سره نيولي
او وهلي په چړو د قصابانو

ډير په چل ورته لمن وهې وهاجه!
يې استاذ د كل همه وو استاذانو
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


و.افغان
27.05.2010

وی ما څه تا سره کړي کامران جانه
په زياتي مې چې چړو ته غورځوې

وار له مخه به قيمه قيمه تقسيم يم
څه به ښاد شې زما هډونه غوڅوې؟

ګوره زه له قصابانو ډېر ويرېږم
ته بېرحمه ما هغوی ته پرځوې؟

:lol: :lol: :lol: :lol: :lol:

په درنښت


یا را جګ شی

tandar
27.05.2010

یا را جګ شی د نیکونو نوم ګټنی ته تیار شی
یا د ننګ او پوښتونولی ځنی بیزار شی
په پت کی وږی تږی په سپیرو خوارو کی خوښ یو
نه چه پټ په دوړو دبمونو دی ښکلی قندهار شی
واې باوری هسی په خبرو باندی نه شی
وباسی دشمن له ملکه ،شمعه دملالی په مزار شی


عادل عادل
29.05.2010

سلامونه

یار مې یار سره په ښنګ شو خدایه خیر
دي مې دواړه په مثال د دواړو سترګو

که کریم دی که وهاج دواړه ښاغلي
ځای یې زړه کې دی منظور په دواړو سترګو


واوری

tandar
29.05.2010

واوری وریږی یخ مو کیږی
شپه ده وردکور مو را ماتیږی

سره فرنګیان راته دربیږی
دمرګ شیبی په مونږ تیریږی

خاوندمی بیاې لاس تړلی را نه
عادله ووره،٠ بچیان می په دو سترګو ژړیږی
باوری خوګیاڼی٠
مننه ٠ مرګ دپوښتنو پردشمنانواو قاتلانواوګډاګیانو٠


عتیق الله
29.05.2010

سلامونه!
چې ځناور او هم اجړا وي
دا ستاسو ټولو دې پرې بلا وي
عادل بدذاته او هم اجړا دی
عتيق به ده ته څه ورپخلاشي!


و.افغان
29.05.2010

يم مسلمان په مسلمان باندې تېری نه کوم
ورځ د جزا کې به زما ګناه په بل واوړي.

که جاهل بد راسره کاندې زه به ښه کومه
په دې دنيا کې به دښمن ځما په مل واوړي

که مې په ښو سره دښمن چېرې په لاره نشو
نو پکار دا ده که غل نه اوړي چې مل واوړي.

قال الله تعالی:
ادفع بالتي هي أحسن السيئة، فاذا الذي بينک وبينه عداوة کأنه ولي حميم.

په درنښت


عتیق الله
30.05.2010

ياربه عفوه هر چاته وکړه
په خاصه توګه وهاج صيب ته
ستا لاره ښيي د خدای لپاره
دبحث فوم سرتاج صيب ته


هیښ
30.07.2010

سلامونه

یارانو ولې مو غږ نه لګیږي،لکه چې حجره مو بیا دسکوت پیریانو ته ورپرې ایښې ده.په چرتونو او اندیښنو نه شل کیږي،که هرڅومره سرګرداني او دوخت کموالۍ وي بیا هم باید خپل افغاني دود چې په حجرو کې غونډیدل او یو دبل سره دزړه خواله کول دي ژوندی وساتواو کله ناکله دې خونې ته سر راښکاره کړو.

هغه زړه چې ستا دعشق په اور کباب دی
که مرهم ورباندې کیږدې ډیرثواب دی
حجابونه له اغیارو مناسب دي
له یارانو په یارۍ کې څه حجاب دی
بې له تا چې ښائسته ئې بې حسابه
نورښائست دجهان واړه په حساب دی
ښاپیرۍ که هر څو ډیرې ښائسته دي
په هغو کې هم ستا حسن انتخاب دی
لکه ګل چې ترافتاب پورې خجل وي
دغه هسې ستا تر مخ پورې افتاب دی
دادمیو دمستیو سرخي نه ده
تیغ دسترګودپه وینو کې غرقاب دی
زه رحمان به څه ځواب وایم ویارته
وژوندیو ته دمړیو څه ځواب دی

حضرت عبدالرحمن بابا

مننه


عادل عادل
31.07.2010

سلامونه

یاره دیار ته د اغیارو به نور څه تحفه کړو
د مرګ تابوت له دنګو ونو او ځوانیو نه ډک

ښایي چې سد یې سرته راشي په همدغه دستور
تر څو مو درک کړي پاک نیتونه سوکالیو نه ډک

دیار : وطن، ځای، ټاټوبئ


هیښ
31.07.2010

سلامونه

که زما مینه په تاده خطا نه ده
که بې تاده نارواده روا نه ده
ددنیا په تماشا چې څوک نازیږي
خو هم نن ئې تماشا ده سبا نه ده
معشوقه که دخپل سر په بها مومي
ورحمان وته وړیا ده بها نه ده

مننه


عادل عادل
09.08.2010

سلامونه

هره خوا به پرې سور اور تنور تنور شي
که بدلون د ستراتېژیو وي تاوده

چې په خپله ورته پزه پاتې نه وي
له غمناکې پزې څه باسي اوړه ؟

د غرور او تکبر پزه یې ماته
هم خټینه هم خمیره هم یې خوله

فکرمن کړم د وطن هغه وګړو
چې میډیا یې په ماغزو ایښې چاړه

که روڼ اند، سیاستوال اهل قلم دی
احتوی کې د پردو دي غټ واړه

د ولس دردونه ډیر میر ه طبیبه
افغانان سوي دي سرو پوکي ساړه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more