د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پښتون یار
28.01.2010

[color=blue:0a0562f4c6]ا[/color:0a0562f4c6]ور په هر ځائ د نړي دې لګيدلې
خو پکښې فقط سوزيږي پښتانه
څنګه جنګ دے چه انجام ته نه رسيږي
خدايه څومره به قتليږي پښتانه
نه څوک امن راولي د دوئي تر منځه
نه په خپلو کښي پوهيږي پښتانه

دوستان نه لري بدبخته ازلي دي
د دښمن په چال غورزيږي پښتانه

نه ئې پوهه شته نه علم او نه عقل
خدايه !!کله به پوهيږي پښتانه

نه ئې ګټه د ايمان شته نه د خاورې
هيڅ بې هيڅه خاوري کيږي پښتانه

د نړئ قامونه وختل اسمان ته
ورځ تر ورځې لاندې کيږي پښتانه

ناپوهي فيروزه لويه الميه ده
خدايه کله به سميږي پښتان[color=darkblue:0a0562f4c6]ه[/color:0a0562f4c6]


عادل عادل
10.02.2010

سلامونه

هرو مرو هیواده ستا زخمونه پټئ اخلي
افسوس مې په دې منځ کې د ویروسو غلامان دي


لقمان
11.02.2010

یا شپه د پینځلسي وه یا خو ستا د راتلو غږ ؤ
پــه هــــــره لار د چــــــم چـــې بلیـــدلې بلیــــنډې


عادل عادل
23.02.2010

سلامونه

....................
....................

یاري شوه ډیره سخته په معاصره دنیاګئ کې
پستې ژبې او شونډو لاندې نیش دئ د ښامار

درنښت، پایښت، خوځښت نن تلل کیژي ټول په مال
پوهنه و معنویات شول تر پښو لاندې تارومار

صوفیان په ګناه روږدي دي د شرم مانا فخر
مشران او کشران واړه دي لیواله د خمار

تاریخ، ویاړ او غیرت راغلي څوکو ته د شونډو
عمل، رنګ او صورت یې د پردو په لاس مهار

.................
...........................

ویریژمه په زړونو یې نیولي څه په خدای دي
د خدای بندګان مه ګڼه وګړي ددې ښار

په درنښت


میوند ننګیال
23.02.2010

سلامونه !

راشه د دعا په شونډو ښکل د يزدان شونډې کړو
راشه چې سجدې شو ښکلي ښکلي ثوابونه شو
راشه پټ پټانی شو او يو بل سره بيامومو
راشه سوال د مينې شو د مينې ځوابونه شو

ښا غلی استاذ پیر محمد کاروان


عادل عادل
23.02.2010

سلامونه

ولې دې تشبه د ول ول زلفو ښامارونه کړل ؟؟
ړنګه به شاعره ستا قاعده مین دستور کې شي

زلفې که تیارې شي په تیارو کې غټ سکون پروت دی
سپن مخ یې ګاونډ کې د سپوږمي څوارلسم سور کې شي

په درنښت


عتیق الله
27.02.2010

ياره ! خځنده او ځناور په شعر کې مه ستايئ
سم دم انسانان شئ اخر شرم مو راځي کنه!


كريم كامران
27.02.2010

[color=white:cdf9a3cefa]ي[/color:cdf9a3cefa] باندې شو ختــم دعــادل صاحب لیکلــی شعر
څنګه یې ځواب کې بیا په ب باندې شروع وش[color=green:cdf9a3cefa]ي[/color:cdf9a3cefa]؟!


پښتون یار
27.02.2010

ياره كامرانه ته دعتيق خان په مطلب پوه نشوي
دهغه مطلب پر عادل خان نيوكه وه چي ولي دي په لاسليك كي دي د خځندې يادكړي


كريم كامران
27.02.2010

زه دهغه په مطلب پوه وم خو ماغوښتل چې دبیت بازۍ دا لړۍ دوام پیدا کړي او ونه شلیږي. ځکه مې دعادل صیب شعر چې په ي ختم شوی په ځواب کې بل بیت ولیکه چې په ی شروع شوی وو.


پښتون یار
28.02.2010

ياره ستا دبيلتون شيبې پر زړه داسې غمونه شيندي
لكه ګاونډ چې دافغان پر تن بمونه شيندي


كريم كامران
28.02.2010

نوري صیب زه خو شاعر نه یم خو کله کله په شعر او شاعرۍ کې ګوتې وهم.
دشعر په لومړي نیم بیتي کې مو د (یاره) کلمه قصدا اضافي لیکلې ترڅو بیت په (ي) باندې شي. چې دبیت وزن او سیلابونه یې ګډوډ کړي دي.
زما په فکر شعر اصلا داسې دی:

ستا دبيلتون شيبې پر زړه داسې غمونه شيندي
لكه ګاونډ چې دافغان پر تن بمونه شيندي


پښتون یار
01.03.2010

يو طرف ته حقيقت

بل طرف مجاز

ځان مجاز کې ورک کړم چه

ستا حقيقت ومومم؟

ها چه ياد کړم

ته راياد شې.

ته راياد شې,

ها مې هېر شي

خو فقط يو څو شېبې

بيا ستا او د هغه ياد

سره دواړه شي ګډ وډ

ته مې ځان و ته راکاږې

ها مې ځان وته راکاږي

او زه مينځ کې ولاړه, دا

سوچ کوم چه څه وکړم

ستا طرف ته درشم که

ها طرف ته لاړه شم


رښتینی
06.03.2010

.

نوری صیب له پاټلۍ اوښتی شعر په میم پیل کیږی

موږ ودی خلکو ته ګلونه تا زخمونه ورکړل
موږ دی وطن لره سندری تا ژړا راوړله


pattang
07.03.2010

واوا حامد صيب ژوندی اوسې !
په يوه وار د دولس ډزه کړي ،خدای پاک د فعال لره٠

[quote:50b245530d="حامد"].

نوری صیب له پاټلۍ اوښتی شعر په میم پیل کیږی

موږ ودی خلکو ته ګلونه تا زخمونه ورکړل
موږ دی وطن لره سندری تا ژړا راوړله[/quote:50b245530d]


پښتون یار
09.03.2010

هلته د زړې كلا په وره باندې
ګونګ بيا زړې شوې ترانې وايي
ګوره په دې شپه كې دا زړه بلا
بيا دچا افسون ته افسانې وايي [color=darkred:ade507fbc4][/color:ade507fbc4]


رښتینی
10.03.2010

.
یار به دی غیږی ته درځی خولږڅه صبر وکړه
سپرلۍ دغرونوتر لمنی په کراره رسی


پښتون یار
11.03.2010

[color=darkred:79609d2113]ي[/color:79609d2113]و ويښته د عقيدې دي په تن نشته
سر تر پايه ډوب يې په وسوا[color=blue:79609d2113]س[/color:79609d2113]


كريم كامران
14.03.2010

[color=white:3d772ee987]س[/color:3d772ee987]اده ښکاري ومه ايله به يې په خرپ خوښېدم
مابه پخپله ويشتې خپلې غزالانې شېب[color=green:3d772ee987]ې[/color:3d772ee987]


عادل عادل
17.03.2010

سلامونه

یار مې لا خوشئ د اغیارو له پیکاره نه دئ
دا پسرلي ګوره یو بل پسې راځي راروان

خدایه ستا فضل و التفات د پښتنو نصیب کړې
چې افغان ګیر نه شي په طلسم د رټلي شیطان

مونږ به په یو ځل قضا شوي پسرلي ولمانځو
که خپلواکي مو شوه په برخه په مسیر د جانان

[color=blue:531dfaea87][size=24:531dfaea87]د پسرلي په رنګ رنګینو خوشالو په تمه
شه پسرلئ دې مبارک .....
.... هم زما ژړیدلي چشمان[/size:531dfaea87][/color:531dfaea87]


عتیق الله
17.03.2010

ستمي نظر دې کړو زما لړمون خوړين
ای عادله نه ښی پېژنې نه کيڼ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خدای دې سترګې درړندې کړي خوله زبون
ای عادله شې په دواړو غوږو کوڼ


عتیق الله
17.03.2010

بښنه غواړم د محترم عادل صاحب شعر په (ن) ختم شوی ؤ خو له ما څخه (س) شوی ؤ چې بېرته مې سم کړو او شعر داسې دی:

نظر دې ستمي دی زما لړمون يې کړ لو خوړين
ای عادله خوار شې نه ښی پېژنې نه کيڼ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خدای دې سترګې درړندې کړي خوله زبون
ای عادله شې په دواړو غوږو کوڼ


پښتون.
17.03.2010

واه واه! تاسی شعر وایاست که یو بل ته ښیراوی او سپوری وایاست،د عادل خوار نه دی هرڅه بیکاره کړه .سترګی ړندی، خوله زبونه ،غوږونه کاڼه ،،،دا ولی اشنا؟


كريم كامران
17.03.2010

[color=white:f34baafb1b]ڼ [/color:f34baafb1b]باندې پښتو کې کلمه نه شروع کیږي
مه ږده دپای ټکی دې لړۍ ته عتیق جانـه!

مه کوه ښیرې چیرې په تا نه شي درماتې
اوره نصیـحــت کلــه ناکلـــه له کامــرانـــ[color=green:f34baafb1b]ه[/color:f34baafb1b]


عادل عادل
18.03.2010

سلامونه

او د ټولو په اجازه ! :)

ښاغلي عتیق میرخیل صیب ماته لیکلي:

[quote:8d2350dbc9]نظر دې ستمي دی زما لړمون يې کړ لو خوړين
ای عادله خوار شې نه ښی پېژنې نه کيڼ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خدای دې سترګې درړندې کړي خوله زبون
ای عادله شې په دواړو غوږو کوڼ[/quote:8d2350dbc9]

زما ځواب:

ڼ باندې چې پای مومي ټول دې راته کیښودل
یو درڅخه پاتې دی، هغه دې په خوله کې ږدم

خوا دې که بدیژي پرې پام چې وارخطا نشې
ورو ورو پرې خوشند وهه شنه درته واښه کیږدم

بس به دې همدومره وي نور که اریدلئ وې
بار به دې تر پوزو کړم، میخ به دې په پښه کیږدم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ښاغلئ کامران صیب

وبښئ چې ستاسو د بیت د پای ټکې مې د ښاغلي عتیق میرخیل صیب په ځواب کې نادیده ونیو، دا چې ستاسو بیتونه د ... هـ .... په توري پای موندلئ نو دغه لړئ به بیرته سره په لاندې ډول ونښلوم:

هر و مرو نه ده چې خوله په هر څه پرانیزو
یا خو دانسته لیکل، یا کړو خاموشي اختیار

ژباړه د پاړسي شعر ده لاندې به یې ولیکم
څه ښه یې ویلي دي، غوږ دې پرې میرخیل کړي باز:

در بساط نکته دانان خودفروشي شرط نیست
یا سخن دانسته ګو، ای مرد دانا یا خموش


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more