د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عادل عادل
08.11.2009

سلامونه

یاغي ترخې خبرې د جانان مې زمزمه کړلې
لیمو باندې مې کیښودې زړګي ته مې جرګه کړلې


watanmal
08.11.2009

ورسته له سلام څخه

عادل عادل صيب ښه بيت مو ليكلى او بيت د - ي - په تورى سر خوړلى دى
ماته هم د خپلواك صيب هغه شعر په لاس راغلو چى عنوان يى دى
د تذويرونو قهرمان ته ، شعر يى د - ي- په تورى پيل كړى نو د يو بيت
په ځاى به درته ټول شعر وليكم:

[color=darkblue:827490e12e]يو وږم د جنت ؤ د دنيا نه خو ډير ښه ؤ
د منى مازديګر ؤ له سبا نه خو ډير ښه ؤ
======== پوهاند شيخ الحديثه! لوى ژيرې ازهريه
======== دا هر لقب چى اورم د معنا نه خو ډير ښه ؤ
زما علم كه كم ؤ خو عمل ورباندى ډير ؤ
داستا له تش رويته او ريانه خو ډير ښه ؤ
======== ها! لمونځ كه به څه هم دتازينى په زور ادا شو
======== داستا ، د نايټ كلبونو له ګډانه خو ډير ښه ؤ
استاذه ! ها جومات چى تايى كوږ ګاڼه محراب
داستا د ميلمنو له كليسانه خو ډير ښه ؤ[/color:827490e12e]

=================================================
============================= په مينه وطنمل


عادل عادل
08.11.2009

سلامونه

واحد او لایزاله یو الله یې هر زمان
------------------------ -------ګناهو نه راتیر شې عاقبت مو کړې آسان
سردار د انبیاوو دی نبي آخر زمان
------------------------------- ورځو به مدینې ته په سینه ستړي ستومان

[color=white:dc221de215]***********[/color:dc221de215]جاري دې وي درودونه په نبي آخر زمان[color=white:dc221de215]***********[/color:dc221de215]

نجات مو ستا رحمت دی مغفرت وکړې پر موږ
--------------------------------خالق د هر ژوندي يې هم د ځمکې هم اسمان
په دام کې د هوا هوس اسير يو په بد شان
-------------------------------اميد مو ستا درګاه ده هيڅ مو نشته په توان

[color=white:dc221de215]***********[/color:dc221de215]جاري دې وي درودونه په نبي آخر زمان[color=white:dc221de215]***********[/color:dc221de215]

له ټولو بدو لارو نه مو وساتې سبحانه
---------------------------------بښنه راته وکړې په ښه لار مو کړې روان

توفيق د عمل راکړې په سنت او په قران
-------------------------------- پردې مو وکړې خدايه ته د حشر په ميدان

[color=white:dc221de215]***********[/color:dc221de215]جاري دې وي درودونه په نبي آخر زمان[color=white:dc221de215]***********[/color:dc221de215]

که موږ کوو ګناه خاونده تا يو نومولي
--------------------------------- ته هغه کړه خاونده چې بللی دې خپل ځان
ستا ذکر مو په خوله هره ګړۍ په هر زمان
-------------------------------- اميد مو فقط ته يي ځنکدن مو کړې اسان

[color=white:dc221de215]***********[/color:dc221de215]جاري دې وي درودونه په نبي آخر زمان[color=white:dc221de215]***********[/color:dc221de215]

تعريف د احديت يې لم يلد و لم يولد
----------------------------------- لويي ده ټوله تا لره هادي يې هم رحمن
تيارو نه مو بهر کړې هم کامل مو کړې ايمان
--------------------------------- نصيب مو شفاعت کړې د نبي اخر زمان

[color=white:dc221de215]***********[/color:dc221de215]جاري دې وي درودونه په نبي آخر زمان[color=white:dc221de215]***********[/color:dc221de215]


رښتینی
08.11.2009

بيخی ښکلی شعرونه مو راوړی دی ډییییره مننه اودعادل صیب
شعر په نون سره پای ته رسیدلی دی :

دزړګي وينې
حسن پرې انبار و خو چپه نشوه
څانګه دګلابو وه کږ ه نه شوه

[color=blue:06fb402a9f]نيت يې دانکار په زړه کې کړى و
جوړه يې په سترګو کې پلمه نه شوه[/color:06fb402a9f]

خلاص کړئ ليونيان له زنځيرونو نه
خدايږو هوښيارانو نه پوره نه شوه

ډېرې ککرۍ مو ورته لاړلې
ډکه لا په مونږه هديره نه شوه

ډېره مولمنې نه راټينګه کړه
سوله زموږ کلي کې ستنه نه شوه

دوست دزړګي وينې ورته تيل کړلې
بله يې جونګړه کې ډېوه نه شوه

نعمان دوست


میوند ننګیال
09.11.2009

ورنوسلامونه!

هغه دنيا ده نن ېې رنګ بدليږي
اغيا رهغه دی نن ېې څنګ بدليږي

دا کومې لوبې چه پرون چلیدې
نن د هغه لوبو نیرنګ بدلیږې

دا د شبـــــاب شانې ظاهره ښکاري؟
که په رښتیاسره یې خــوندبدلیږي؟

ځای د ټوپک که دقلم سره شي
زمونږه شاه زموږ ملنګ بدليږي

پرون چه خپلوکې وه لاس اوګريبان
هغه زمری هغه پلنګ بدليږي

د يو ارمان د یو تغیر په هيله
په علم اوپوهې ځای دجنګ بدليږي

سمیع الدین افغانی


..Ahmadzai
09.11.2009

یوه ورځ به یې مړۍ شي خوله کې زهر
له غلیمه چې څوک کا د حلوا طمع
د هغه د شرم پوزه په مخ نه وي
چې کوي دنس د پاره له چا طمع

محمدي صاحبزاده


رښتینی
09.11.2009

.

عبث ځان ته یی مغروره ای شیخانو !
خبر یی چی عبادت مو ریـــــــا لوټ کړ

راحت زاخیلی

.


شبيراحمد
09.11.2009

دبيت بازي ټولوګډونوالواوکتونکيوته په ټوله مينه
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

ړنګ اوبنګ ګودربه خدآی ورته سمسورکړي
ړنګي بنګي جنکۍ به ورته راشي
ړنګ اوبنګ زلمي به كورته راستانه شي
ړنګي بنګي هجرې به موروڼاشي

هيله دي جواب مي په سمه توګه ویلی وي


..Ahmadzai
09.11.2009

ياددي دئ نمرودچـــــي يــــــې فـضا تــه اورول غــشي
څــــومـره لېــونی ؤلــــه اسمان سره پــه جنګ راغلی

تاچي دغليــــــم پــه مخ کي ســــرد غلا مۍ ټيـــــټ کــــــړ
زماوجدان راويښ سو له شيطان سره په جنګ راغلی

کلـــه چــــــــــــي رقيــب د بادارۍ خـــــوبــونـــــــه وليـــــدل
مرګ يې ځان تـه وغوښت له افغان سره په جنګ راغلی

محمد نعيم (افغان)


میوند ننګیال
12.11.2009

وروڼو سلامونه!

یوسپیره لاروی او وچې شونډې

کله تیندک خوري کله وغورځیږي

کله حیران غوندې مایوسه پاتې

کله له ځان سره سندرې وايي

کله وګرځي او شاته لاړ شي

کله راوګرځي او پټه خوله روان شي بېرته

کله په زوره زوره چېغې وهي

منګولې مروړي او ګریوان لټوي

غواړي ګریوان ومومي ویې نیسي

غواړي ګریوان ومومي ویې شلوي

بل خوا شیطان غوندې پلید انسانان

له غضب څخه په ډکو سترګو

د رحماني او اسماني وګړو شاته روان

او په خپلو وحشي او شیطاني لاسونو

انسان وژني او وینې یې څښي

منګولي مروړي او انسان لټوي

غواړي چې ویې داړي

ویې څیري

امید کوم چی قانون می نه مات کړی

عبد الله الهام جمالزی


عادل عادل
12.11.2009

سلامونه

یاد د اشنا مې په زړه کې کوکې وکړې
د تورو خاورو لحده خیال یې ساته


میوند ننګیال
12.11.2009

سلا مونه !

[color=blue:b31a15a7d1][size=18:b31a15a7d1]حسن که مغرور دی خو وقار هم د پښتو شته دی

ستا په تندی غو نجی زما غونجی په شمله کی دی[/size:b31a15a7d1][/color:b31a15a7d1]

حمزه بابا


احمد یوسفی
14.11.2009


watanmal
19.11.2009

ورسته له سلامونو

ميوند ننګيال صيب او احمد يوسفي صيب د بيت بازۍ په اصولو مو پښه كيښوده
نو سمدلاسه د چوپتيا پيريان بيا راغلل، :( د عادل عادل صيب بيت د = هـ = په تورى
ختم شوى خو ننګيال صيب د ح په تورى پيل كړى :shock: بيا د ننګيال صيب بيت د= ي = په
تورى ختم شوى خو احمد يوسفى د خپل سلف په قدم يى قدم ايښى او خپل بيت
يى د = ك = په تورى پيل كړى . :?
خير اوس چى د يوسفى صيب بيت د = هـ = په تورى سر خوړلى نو زه به له همدى تورى
پيل وكړم:

هميش مى ته په زړه كى ګرځى
فكر دى زه له بله فكره وويستمه

-------------
په مينه
وطنمل


..Ahmadzai
19.11.2009

السلام عليكم

رباعیه

هر چې له ترکو خندا هوس کا
غم به ترې مومي ښادي به بس کا
فراق وطن وعاشق ته اور کړ
اواز په کوچ کې لکه جرس کا

پیر محمد کاکړ


watanmal
21.11.2009

ورسته له سلامه

jalal ahmadzai صيب مننه

د jalal ahmadzai صيب رباعى د -- الف - په تورى پاى ته رسيدلى
اختر لنډ دى نو د اختر سره به خبرى وكړو:

اختره! څنګه به خوشحال شم
چې مى په زړه پراته دلۍ دلۍ غمونه

اختره ستا خوشحالى څه كړم
زه د بيلتون د لاسه اور كى ستى شومه

==============
په مينه
وطنمل


عادل عادل
22.11.2009

سلامونه

هغه اختر به څه اختر وي
چې بل وطن کې مسافر وي

اختر په خپل وطن کې خوند کړي
چې زوی د پلار سره دیدن کړي

اختره ټول خلک زهیر دي تاته به سره نکړي لاسونه
د خپل شهید بابا په ویر دي په مخ یې ځي اوښکې رودونه

------ نوره مې له یاده وتلې -------------

ياددښت: د یوې پخوانئ ترانې برخه ده چې شاعر یې هم نه پیژنم.


watanmal
23.11.2009

[quote:fe0dd39d15="عادل عادل"]

هغه اختر به څه اختر وي
چې بل وطن کې مسافر و[color=white:fe0dd39d15]ي[/color:fe0dd39d15][/quote:fe0dd39d15]

يو زخم نه دى چى به جوړ شى
هزار زخمونه مى په زړه دى وبه مرمه

يو مى نصيب مسافري شوه
بل د اشنا غمونه اور رالګوينه

په مينه
وطنمل


باتور
25.11.2009

هغه کس چي د بې کسو غمخوري کا
خــوارو زارته به هماغه وي هر کـــس

په درنښت


عادل عادل
30.11.2009

سلامونه

ستا رخسار راڅرګندیژي څوارلسم سپوږمي کې کله ؟
د بیلتون وریځې خورې دي شین آسمان مې دې یادیژي


میوند ننګیال
01.12.2009

ګرانو سلامونه !

يو زړه په لاس کې ونيسه نور زړونه مه ځوروه
مناسب نه دي دا خويونه له دلداره سره

په سرو مال چې د وطن خدمت ته نه وي تيار
مه ګوره هېڅ د هغو خلکو له ريباره سره
استاذ ګل پا چا الفت


عبد السلام
02.12.2009

[color=blue:35fe096585]ه[/color:35fe096585]م مې ووژنی په خپله هم په ما باندې ژړا کا
--------------------- څه ښه یار دی ښه یې مینه وژل هسي شیون هسي
------------------------------

------------------------------
چې خوشحال خټک یې وایي په پښتو ژبه خبری
--------------------- په پاړسی ژبه به نوي که پوهیژي سخن هسي


میوند ننګیال
07.12.2009

ګرانو ورڼوسلامونه !
د عبد السلام وروبیت په ی خلص شوی نو په ی بعه یی شورع کړم :

[color=blue:53454e47a8]يو په يو ديدن مې نصــــیـب نه شولو
چم ته د اشنا راسره تلو ســــــيوری
-----------------------------
تښتو خو تورتم مو چـــــــېرې نه پرېږدي
ژوند باندې مو شوی دی د شپو سيوری[/color:53454e47a8]


..Ahmadzai
15.12.2009

[color=darkred:8ce5bbe1e6]یو ستوري ته وم ناسته ټوله شپه په ترنم
ژړلو مې یو څوک هره شیبه په ترنم[/color:8ce5bbe1e6]

[color=indigo:8ce5bbe1e6]چا شوم ټوخله وکړه شومه چوپه لکه بت
تصویر ته دې راغلې وم څه ښه په ترنم

له سوزه یو ( ملنګ شاعر) بې دریغه زنګیده
(يسن ) مې ورته وې څه په مزه په ترنم

ځواني د پیکر ټال دانتظار په زاړه ښاخ
زه زانګم پکې ګرانه همیشه په ترنم

ورشو کې ژڼي څک شي تروشې ټنډې شي خواره
چې ستا یو غزل واخلم ښه ډاډه په ترنم

ژړیږي کاینات ورسره واړه تر سهر
چې وايي مناجات نو (بلینډه) په ترنم[/color:8ce5bbe1e6]

بلينډه(بدرۍ)


میوند ننګیال
16.12.2009

ګران جلال احمدزی صیب .
په سلامونو مو لمانځم ډیره موده پس بیا هم په خیر راغلی .

[color=yellow:a1b6332cf6]م[/color:a1b6332cf6]حفل ته ورغلو تر جامه ور ونه رسېدو
د کبرجن ساقي تر پامه ور ونه رسېدو

په لمر خاته ور روان ټوله ورځ مزل مو وکړ
خو په وعده تر خړ ماښامه ور ونه رسېدو

منډې مو وکړې ستړې ستړې تر درشله د يار
مرحلې راغلې تر انجامه ور ونه رسېدو

لکه افغان روڼ اندي خلک مو په هر کلام کې
په رښتيانو تر مظلوم قامه ور ونه رسېدو

لا مو د مينې پټ پټونی و چې وخت سره بېل
تر سپوږمۍ، ستورو او تر بامه ور ونه رسېدو

ښه په غږ، ځوږ راټول ، روان شوو له ډولونو سره
خو بېکسياره ! تر مرامه ور ونه رسېدو

عبدالمالک بیکسیار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more