د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

میوند ننګیال
31.10.2009

عادل صیب سلامونه !
په زړه پوری بیت مو لیکلی دی موفق او سی .

زه به یی په ن شروع کړم دا اغلي زرلښت حفیظ لیکلی :

نوي نسل ته يو نوې سمون راوړئ

ډک دمينې اودپوهی ژوندون راوړئ

سوله زمونږدارمانونولوې ارمان دی

بيادسولې دجرګۍ پيوستون را وړئ


عادل عادل
31.10.2009

سلامونه

............

یو ځل که بیا مې درنه غیږه تاو کړه
پام چې سکون، شیبه نشه مو نکړي

د خپلواکئ ناوې زما یې زما
وینې مې رنګ راوړي جلوه یې نکړي

دا به له خدایه سره عهد کوو
چې د شیطان لومې ټوټه مو نکړي

...............


باتور
31.10.2009

سلامونه سلامونه !

يادوې په خوله مکــــــــه او مدينــــــه
نسکور پروت يې د عورتې په سينه

د مردانو کار له نفسه سره جنګ وي
نه زنان غوندې له نقـــــــش نګيــــــــن[color=white:86a436c55d]ه[/color:86a436c55d]

په درنښت


عادل عادل
01.11.2009

سلامونه

هغه هیر چې د خدای ویره یې کړه هیره
د اغیارو بندګان شول غلامي کړي

[color=white:4033913c47]هیر: منزوي، رټل شوي[/color:4033913c47]


هیښ
01.11.2009

سلامونه

یارمې واخست رقیبانو لیونئ شوم
عبث خلک راولي طبیبان ماله
دامرض زما له زړه کله وښکئ شي
ما په وینو دئ لوئ کړئ څو څو کاله

غني خان

مننه


باتور
01.11.2009

سلامونه !

دا [color=white:f1d0ff454d]ی[/color:f1d0ff454d] او [color=white:f1d0ff454d]هـ [/color:f1d0ff454d] خو نام خدا[color=white:f1d0ff454d]ی[/color:f1d0ff454d] او ماشاءالل[color=white:f1d0ff454d]ه[/color:f1d0ff454d] پای نه لري . . .

هيڅ صفت به د عالم چيرې وانه ورې
د پيمخو صفت کيږي بې حساب

شان پوشان د زمانې ګرځي شړۍ کې
د شړۍ خاوندان اغوندي کمخواب

دا ګردش د زمانې دی ملنګ جانه
کارغه ناست دی په چګس باز په تراب

په درنښت


..Ahmadzai
01.11.2009

سلامونه

بې مینې ژوند په مرګ باند حساب دی
زه مړ وم راژوندی کړم د یار سترګو
پوهیږمه چې هیڅ شی لا هم نه یم
ورځمه که یو شی کړم د یار سترګو


میوند ننګیال
02.11.2009

سلامونه او نيكي هيلي !

وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري

مارغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي
غر مو نښتر نه لري ، کلی مو چنار نه لري


..Ahmadzai
02.11.2009

سلامونه
يوه تر بخت كوټه-کوټه ده، شپه ده- شپه هم بې تا
زړه دی، یادونه دي، اخلاص دی، محبت دی او زه
په کټ کې پروت یم، نه ژوندی، نه مړ، نه ویښ، نه ویده
بې حسه شان یو مړاوی مړاوی کیفیت دی او زه

ګوهر


هیښ
02.11.2009

سلامونه

هوښیارهغه وي چې ځان کې خرتوب ویني
خرهغه وي چي خپل ځان ګڼي هوښیار
عاشق هغه وي چې طمع دڅه نه که(کا)
په شرنګارپه مخه ځي لکه ابشار
چې دقام دپاره دانګي اول اورته
د هغه منم بریتونه کونډه دار

غني خان

مننه


..Ahmadzai
02.11.2009

رب له ازله په زړه خسته کړم
له درد و غمه یې شکسته کړم
چې جدایي وه زما په برخه
له ښو نیازمنو یې وابسته کړم

پیر محمد کاکړ


..Ahmadzai
02.11.2009

[quote:d2d4d2e4d4="jalal ahmadzai"]سلامونه
[/quote:d2d4d2e4d4]


عادل عادل
04.11.2009

سلامونه

مونږ سر تر پښو تقصیر یو عبادت کې ستا د شان
د بدې لارې تګ په هر قدم یو ډیر پښیمان

------------------------------- لاسونه په دوعا سترګې لمدې څیرې ګریوان
------------------------------- ډیر ډوب یو په ګناه کې ربه ته وکړې غفران

********** جاري دې وي درودونه په نبي آخر زمان ***********


عبد السلام
04.11.2009

الهم صلی علی النبی وعلی آل النبی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نن بيا زړه سوز دمينې پارولى غوندې دى
قلم يې په سرو سترګو ژړولى غوندې دى

او تر اوتر كاته دې اشنا ندي بې اثره
قسم دى چې نظر دې جنګولى غوندې دى

ساقي نن دې رپيږي كنډولى په لاس كې ځكه
چاويل چې منګوټى دې ځنځولى غوندې دى

ريباره چې دې شونډې له خندانه نه ټولېږي
ښكارېږي چې اشنادې تخنولى غوندې دى

په مينه كې ژړا او خندا غبرګې تماشې دي
په دې سودا مې تل ځان غولولى غوندې دى

جذبات را نه بياوخاته د ښكلو ياغي ګړته
اميد خومې نن هم چا لمسولى غوندې دى

سېلابه! خوشامندي بدي مه ګڼه په عشق كې
پام وكړه چه اشنا دې نازولى غوندې دى


عادل عادل
04.11.2009

سلامونه

یونیم احساس مې لیونئ شانته دی
شک کړم انځور یې انځورګر ورانوي


میوند ننګیال
04.11.2009

سلامونه !

يار د رقيب په خوله خولگۍ کېښوده
له ډېره شرمه مې لونگۍ کېښوده
ناترسه وتړلم وژني مې اوس
په توپانجه کې يې مرمۍ کېښوده
[color=blue:c043d54215]د پښتو طمعه ترې نه څنگه کيږي
پښتون، چې غوږ کې غوږوالۍ کېښوده[/color:c043d54215]


..Ahmadzai
04.11.2009

هره پلا چې دی پر هند وسند یرغل کا
رڼوي توره نړۍ په شهابونه
په پسرلي چې یې تیرون په اټک وکا
غاړه غاړه یې تری سولله زړونه
نه به ده غندې روڼ ستوری په هسک ځلي
که څه پورته سي له غوره ډیر میړونه
نه به راولي جګړن د سیند په لوري
نه به بری څوک د هند چناره ښهرونه
نه به څوک زلمي د غور سره راغونډ کا
د داور توری به چیرې کا ځلونه
یو خاوند شهاب الدین دی چې یې وکا
په هر لوري هر ایواد ته یرغلونه
په جوپو جوپو جګړن یې هند ته یون کا
چې د غور بادار همت وکا زغلونه
نن په سیند باندې تیریږي یرغل کاندي
په پرتم یې زمري ریږدي په زنګلونه
څپان سیند یې هم له ډاره ایلایي کا
پر اوږو وړي د غوریانو ښه ایړونه
په هر کال اټک د ده ښه راغلی کاندي
غوړوي په څنډو خپل پاسته سالونه
پښتونخوا ښکلي ځلمي چې زغلي هند ته
نو اغلیه پیغلې کاندي اتڼونه
زرغونې ختې اغوستې وي دې غرونو
بټ بیدیا هم پسوللي وي ځانونه
هر ګهیځ چې لمر څر کیږي له خاتیځه
څو چې یون کاد لویدیځیه په څنډونه
که بریځر وي که غرمه وي که برمل وي
که لرمل که لمرلویده که ترملونه
د شهاب جګړن به نه کښیني له زغلو
نه به پریږدي دا زلمي خپل بهیرونه
زمري کله کاږي ځان له یرغلګریو
څو یې نکا مات مټونه ورمیږونه

ښکارندوی غوري


عادل عادل
05.11.2009

سلامونه

هر څو که مې سپارلې دي نسیان باندې هغه سترګې
خوبونو کې راځي راته د زړه د تل آهونه وړي


عبد السلام
06.11.2009

يه ! نه زه یم انځور نه ته یې انځورګر
ساه راکې چلیږي دهغۀ په مقتدر

عقل او خوښه یې په برخه کړه زما
چې پرې بیل کړم توراوسپین خیر اوضرر


..Ahmadzai
06.11.2009

راضي نه یم تش د خولې په راشه درشه
څو چې موړ په وصال لاړ نشم له فرشه

أحمد دین طالب


watanmal
07.11.2009

ورسته له سلامونو

پيل د هـ له تورى دى:

هرڅه په بخت كيږى جانانه
================= بخت چى كوټه شى عقل هم كډه كوينه

=================================================
په مينه
وطنمل


عادل عادل
07.11.2009

سلامونه

هوډ یې کړئ افغاني ځوانان ویښیژي
سندریز دې کړل سیندونه اې مرغابه


میوند ننګیال
07.11.2009

ټولو ورونو ته سلامونه !

هر يو د زړه کلا کې مې د جنګ برجونه جوړ کړي
چې څوک دلته راغلى، په ښه نيت راغلى نه دى
ددې ګرېوان پوښتنه؛ چې دا ستا له پنجو وکړم
په زړه کې خدايږو دومره لا جرئت راغلى نه دى
له زړه نه د بڼو غشي نور وباسه ازمونه
هېڅوک دلته په نيت د عبادت راغلى نه دى

لال پاچا ازمون


عبد السلام
08.11.2009

یه! هغه مینه چې تر بخته وي تړلې
دبیوزلو کونډو مینه ده بد بخته!

دمخیر اومشرک پیِل دی په همدې کې
چې ازاد یې دمینې خیار وي بې له سخته

د ازاد اومریې فرق بویه همدلته
چې يو غواړی تخت اوبل تر هغې تحته

زما دثنا وړ هغه عادل دی
چې په ما لوروي هر څه مکر سخته


watanmal
08.11.2009

يارانو سلامونه

بيا خبره په همدى سرخوړلى هـ باندى ولاړه ده ، خير زه به درته
د شپونكى له خبرى نكوى تر عنوان لاندى غزل څخه څو بيتونه درته وليكم:

هير ورنه ډيلى شو پښتونخوا ورنه پردى شوله
نن يى نا خلفو ته ابدال خبرى نكوى

ګورۍ ، پرونى غازى ولاړ دى تر صليب لاندى
خرڅ شول په ډالرو د ريال خبرى نكوى

بيا د ازادۍ ناوى له مونږه مروره شوه
ځى ، غلام ولس ته د وصال خبرى نكوى

سپينه رڼا ورځ كى يى رمه ليوانو وخوړه
ځكه نور شپونكى د خپل كمال خبرى نكوى

==============

په مينه
وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more