د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عبد السلام
18.10.2009

[quote:431b4f0e2b]ستا نظر بې ارزښته ده[/quote:431b4f0e2b]
احمدزی صاحب خدای دې لره هوښیار سړی یې، په خبره پوره رسیدلی یې، همداسې ده
زما نظر بې ا رزښته [color=indigo:431b4f0e2b]دی.[/color:431b4f0e2b]
تر هوښیاروځار شم.


watanmal
22.10.2009

د چپتيا پيريان ماماګان خو دلته هم راغلى خير زه به څه وليكم

ځما په تيره ليكنه د ګوهر صيب بيت د هـ په تورى تمام شوى اوس به پيل د همدى
تورى څخه وكړم:

[color=darkblue:565694e245]هغه څوك چې خوشكيان دي
ټول په پوچ كارونو وياړي

------------ خو چې وخت د رشى راشي
------------ نو بيا تش درمند ته ژاړي[/color:565694e245]

================================ ګوهر رحمن ګوهر

==========
------------
په مينه
وطنمل


..Ahmadzai
22.10.2009

[quote:20870cbcb0]زما نظر بې ا رزښته دی. [/quote:20870cbcb0]

عبدالسلام صاخب
ستا خبره سمه ده، تاسو دغسې ګړیږي، مونږ دغسې دا لهجې دي، احمدزي او آکثر غرزیان [color=darkred:20870cbcb0]ده[/color:20870cbcb0] د مذ‍کر لپاره هم کاروي.
د شو، شي،شم په ځای سو، سي، سم کاروي
د چې په ځای څې کاروي
د مشرقي خلک د ښ په ځای خ او قندهاریان ش کاروي
نو وروره ستا انتقاد سم نده، ځکه څې زه خپله ابانۍ یا پلارنۍ ژبه او ته دې مورنۍ ژبه کاروې.
او بیا هم نظر دې بې ارزښته[color=darkblue:20870cbcb0] ده[/color:20870cbcb0]


عبد السلام
23.10.2009

احمدزی صاحب! الله موراوله :
پیل به په (ي) دخوشحال خان خټک په دې شعر وکړم،او بیابه په منډه خپل بې ازښت نظر ستاسو حضورته وړاندې کړم.
شعر داسې دی:
یوله بل زده کوي دجهان دود دی
له اوله چې شاګرد شي بیا استادشي
یاډیرزر بویه یابخت بویه یا توره
چې په سپینه ږیره څوک دچا داماد شي.

خو احمدزی صاحب! د (ده) او (دی) په لیکنه کې زما نظر ونظر ستاسو نظر ته غشتلئ دی! په (سو) او(سي) ګړدود کې مو اصلاً نه یم.
وروره ! ځیني وایی افغانان لا تر اوسه دملی هویت خاوندان خولا څه، چې په اقوامو کې یې هم ولا د قبیلې خان، میرزا اوملا ته ده ، شخص ته په قام ، ټبراو لهجه مقام قایل دي نه په پراخه او شامله ملی ګټو، نو که دا وینا سمه وي اومونږ داراز ‌ذهنیت پالو، هیڅکله به هم د ملی هویت خاوندان خو لا پریږده، چې دقبیلوی تفاهم وسیله (ژبه) دیو منل شوئ اصل په توګه هم تر لاسه نه کړو.

یو بل شعر هم را په یاد شو چې وایی:
که یار غواړې هومره ژاړه څو درځي عبدالحمیده
دا په دا چې دور منده شې په دریاب نه په ناله کې
په دې معنی چې د دور پسې به دومره ژاړې چې اوښکی دې دریاب شي. او یا دا چې دخداي تیار شوي پراخه دریاب ته ورودانګې . چې زما په نظر اول یې محال اودوهم یې
ممکن دئ.
یعني:
به دریاغلت و با موج اش درآویز
[color=yellow:657173abd8]که[/color:657173abd8] ـ حیات زنده دلان اندر ستیز است.
تاسو لیکئ:
[color=darkblue:657173abd8]ځکه څې زه خپله ابانۍ یا پلارنۍ ژبه او ته دې مورنۍ ژبه کاروې.[/color:657173abd8]
ګوره دلته لږ شانتی ښویدلی یي ! خدای دې وکري چې هر څه روغ اورمټ وي!!!
مننه
یادونه: داقبال په دې پورتني شعر کې ( [color=yellow:657173abd8]که[/color:657173abd8]) نشته
[quote:657173abd8]عبدالسلام صاخب
ستا خبره سمه ده، تاسو دغسې ګړیږي، مونږ دغسې دا لهجې دي، احمدزي او آکثر غرزیان ده د مذ‍کر لپاره هم کاروي.
د شو، شي،شم په ځای سو، سي، سم کاروي
د چې په ځای څې کاروي
د مشرقي خلک د ښ په ځای خ او قندهاریان ش کاروي
نو وروره ستا انتقاد سم نده، ځکه څې زه خپله ابانۍ یا پلارنۍ ژبه او ته دې مورنۍ ژبه کاروې.
او بیا هم نظر دې بې ارزښته ده[/quote:657173abd8]


..Ahmadzai
23.10.2009

[quote:1e3a32d214]احمدزی صاحب! الله موراوله :
پیل به په (ي) دخوشحال خان خټک په دې شعر وکړم،او بیابه په منډه خپل بې ازښت نظر ستاسو حضورته وړاندې کړم.
شعر داسې دی:
یوله بل زده کوي دجهان دود دی
له اوله چې شاګرد شي بیا استادشي
یاډیرزر بویه یابخت بویه یا توره
چې په سپینه ږیره څوک دچا داماد شي.

خو احمدزی صاحب! د (ده) او (دی) په لیکنه کې زما نظر ونظر ستاسو نظر ته غشتلئ دی! په (سو) او(سي) ګړدود کې مو اصلاً نه یم.
وروره ! ځیني وایی افغانان لا تر اوسه دملی هویت خاوندان خولا څه، چې په اقوامو کې یې هم ولا د قبیلې خان، میرزا اوملا ته ده ، شخص ته په قام ، ټبراو لهجه مقام قایل دي نه په پراخه او شامله ملی ګټو، نو که دا وینا سمه وي اومونږ داراز ‌ذهنیت پالو، هیڅکله به هم د ملی هویت خاوندان خو لا پریږده، چې دقبیلوی تفاهم وصیله (ژبه) دیو منل شوئ اصل په توګه هم تر لاسه نه کړو.

یو بل شعر هم را په یاد شو چې وایی:
که یار غواړې هومره ژاړه څو درځي عبدالحمیده
دا په دا چې دور منده شې په دریاب نه په ناله کې
په دې معنی چې د دور پسې به دومره ژاړې چې اوښکی دې دریاب شي. او یا دا چې دخداي تیار شوي پراخه دریاب ته ورودانګې . چې زما په نظر اول یې محال اودوهم یې
ممکن دئ.
یعني:
به دریاغلت و با موج اش درآویز
که ـ حیات زنده دلان اندر ستیز است.
تاسو لیکئ:
ځکه څې زه خپله ابانۍ یا پلارنۍ ژبه او ته دې مورنۍ ژبه کاروې.
ګوره دلته لږ شانتی ښویدلی یي ! خدای دې وکري چې هر څه روغ اورمټ وي!!!
مننه
یادونه: داقبال په دې پورتني شعر کې ( که) نشته
[/quote:1e3a32d214]

خبرې دې ټولې سمې دې، دلته دې نظر سم دی

[quote:1e3a32d214]ځکه څې زه خپله ابانۍ یا پلارنۍ ژبه او ته دې مورنۍ ژبه کاروې. [/quote:1e3a32d214]
دا مې په ټوکه قبول کړه
مننه


مصطفى مهاجر
23.10.2009

عبدالسلام ورور د په (ي) ختم کړي.

زه به هم د سميع الله تړون صاحب شعر وليکم:

يرغل راوړي دي اغيار ځوانان له کوره وتي
زمونږ د کلي نه د کار ځوانان له کوره وتي

____________________________________________________
ټول شعر داسي دي.
غزل

يرغل راوړي دي اغيار ځوانان له کوره وتي
زمونږ د کلي نه د کار ځوانان له کوره وتي
اختره ځه چرته وزګاره سيمه ولټوه
اوس درته مونږ نه يو وزګار ځوانان له کوره وتي
زمونږ د چم په پسرلو کې مزه پاتې نه ده
لکه نښتر لکه چنارځوانان له کوره وتي
سپينه ماڼۍ به دې په تورو لوګو توره کاندې
يو ځل به بيا درکړي ګوزار ځوانان له کوره وتي
ستا د بې شمېره صليبي لښکرو ملا ماتوي
دلته اېله يو څو په شمار ځوانان له کوره وتي
د فلسطين د بچو اوښکې نورې نه شي ليدي
د ايوبي په انتظار ځوانان له کوره وتي
بس دا تړون ساده سړي دي چې په کور کې ناست دي
په دې وطن کې خو هوښيار ځوانان له کوره وتي
---------------- ---- شاعر:سميع الله تړون


عبد السلام
24.10.2009

تاسو لیکلي:
[quote:79070f1fc1]دا مې په ټوکه قبول کړه [/quote:79070f1fc1]
دورور دټوکو ځغم ! په دواړو سترګو!!!
تواضع موکړي، دیوه بې آلایشه، یومخې لیکوال اویودروند احمدزې په ټوکه را ته ګران یاست .
دنظر اختلاف به دخپل انسانی جوهر په حکم تر هغه سره لرو تر څو موچې خپل نظر مطلق نه وي ګڼلئ.
ولی کله مو چې خپل نظر مطلق وګڼه ، بیا دپتنګ په شان نخرې مجازې دي.
په درناوی


pattang
24.10.2009

دا ستا نظر دی هغه زما ، يواځې وړوکي هلکان دلته او هلته منډې وهي ٠
څرنګه ريښتيا په کابل کې يې ? او که خوشې د خپل ځای کابل ليکلی دی٠
که په کابل کې د انترنېت دکتلو او په نېت کې د ليکلو امکانات لري نو
داسې ګمان کوم چې وخت د ښه تېريږي او په انجو منج کې يې!!٠
زه نورهم ښه وخت درته غواړم٠

[quote:a5ed669bd7="عبد السلام"]تاسو لیکلي:
[quote:a5ed669bd7]دا مې په ټوکه قبول کړه [/quote:a5ed669bd7]
دورور دټوکو ځغم ! په دواړو سترګو!!!
تواضع موکړي، دیوه بې آلایشه، یومخې لیکوال اویودروند احمدزې په ټوکه را ته ګران یاست .
دنظر اختلاف به دخپل انسانی جوهر په حکم تر هغه سره لرو تر څو موچې خپل نظر مطلق نه وي ګڼلئ.
ولی کله مو چې خپل نظر مطلق وګڼه ، بیا دپتنګ په شان نخرې مجازې دي.
په درناوی[/quote:a5ed669bd7]


هیښ
25.10.2009

سلامونه

ښاغلئ وطنمل صیب !
کوردې اباد چې دا دچوپتیا پیریان دې وشړل اوستا سو له وجهې بیا په دې حجره کې دشعرونو انګازې خورې شوې ،خو دا پیریان اوس دلته بلد شوي او اموخته شوي دي ،که دې خپل تګ راتګ وځنډوې بیا ئې ددیره کیدو امکان شته دئ،نو ددې دپاره چې دچوپتیا دپیریانو نه بې غمه شو ستاسو وجود په حجره کې ډیر ضروري دئ.

ښاغلئ عبدالسلام !
پښتو ژبه دلهجو او دیالیکت له مخې ډیره شتمنه او بډایه ژبه ده او هره لهجه ئې ځان ته خوند او کیف لري .زه دپشتو ژبې دمعیاري توب ترڅنګ ددې لهجو دژوندي پاته کیدو ،ودې او مستند پاته کیدو پلوئ یم .
په هرحال زموږ او تاسو دپاره مهمه داده چې دیودبل په خبرو پوهاوئ حاصل کړو او داسې یوه ارزښتناکه،معقوله او خوندوره نتیجه لکه دتا او ښاغلي احمدزي صاحب دخبرو نه چې راووته
[code:1:573583f158] تاسو لیکلي:
اقتباس:
دا مې په ټوکه قبول کړه

دورور دټوکو ځغم ! په دواړو سترګو!!!
تواضع موکړي، دیوه بې آلایشه، یومخې لیکوال اویودروند احمدزې په ټوکه را ته ګران یاست .
دنظر اختلاف به دخپل انسانی جوهر په حکم تر هغه سره لرو تر څو موچې خپل نظر مطلق نه وي ګڼلئ. [/code:1:573583f158]
په لاس راوړو .

دښاغلئ مهاجر ورور دراوړل شوي بیت تورئ بیا په سرخوړلې (ی) ختم شوئ دئ نو دائې ځواب:

[color=white:573583f158]یار مې هوښیارشولیونتوب ئې پریښود
دغمازانوملګرتوب ئې پریښود[/color:573583f158]

یا

[color=white:573583f158]یار په یارئ کې شاهدان غواړي
دخپلې مینې امتحان غواړي[/color:573583f158]

مننه


عبد السلام
25.10.2009

دښاغلی هيښ څخه ډیره مننه:

پتنګه ! دهیښ صاحب لمړی شعر په [color=darkblue:c35ceffc81]دال[/color:c35ceffc81] ختم شوئ ،خودځواب ډیره برخه تاته ده.
خدای بښلئ سیلاب وایي:

دماشو م غوندې ورولیږم
پلنې غیږې دجفا ته

په یورَپ لاړم شم يٌورپ ته
په یو رَپ کې امریکاته

خیال هوس رانه یاغی دی
ځکه تښتي هرې خواته

مروره مې آرزو شوه
چې روان شومه صحراته

ارادومې ګیلې وکړې
سر مې ايښئ په زنګون دی

دژوندون هره پرده مې
دغمونو نندارتون دی

په رڼوسترګو ویده یم
دادکوم جادو اثر دی

په خمود جمود کې خدایږو
ژوند دژوند نه مرور دی

دپردو په خوشحالۍ کې
مادودکړي مال اوسردی

خوآخرمې داسی حال دی
چې محشر ورته اختردی

چې په کور کې مسافریم
دا دکوم جادو افسون دی

دژوندون هره پرده مې
دغمونونندارتون دی

دغه لاس اوپښې څه کړم
چې ژوندون موندلی نشم

ددې ژبې نه ګونګ خوښ یم
چې خپل حق غوښتلی نه شم

ددې سترګونه ړوند ښه یم
چې تزویر لیدلی نه شم

داشعور دې اوبه یوسي
چې خوله شته خندلی نه شم

دردیدلی کړیدلی
شپه اوورځ مې شواخون دی

دژوندون هره پره مې
دغمونو نندارتون دی

[color=white:c35ceffc81]انسانانو وزروکړ
خولازه په ځمکه خړم شوم

خلکو نوي یارۍ وکړې
خوزه ورولره لړم شوم

دپردی تهذ یب تشویق کې
څوڅو ځله منقسم شوم

اوس لا هم ده پته ورکه
چې زه کوږ شومه که سم شوم [/color:c35ceffc81]

خوهمدا نیستی مې بس ده
چې په برخه مې بیلتون دی

دژوندون هره پرده مې
دغمونونندارتوندی

آرزو ګانو ګیلې وکړې
امیدونه په ژړاشو

ارادو اوسیلي وکړه
اوعزمونه هم رسواشو

بس دی دمره جبر بس دی
چې مې کور کلی تالا شو

ای سیلابه ورونه یو کړه
ګوندی خدایږو دخندا شو

[color=white:c35ceffc81]چې ازاد افغانستان شي
نو پښتون هله پښتون دی[/color:c35ceffc81]

دژوندون هره پرده مې
دغمونونندارتون دی


watanmal
26.10.2009

ورسته له سلامونو

هيښ صيب كور دى ودان چى سر دى راښكاره كړو ، دلته پيريان ماماګان ځكه
ديره كيږى چى د حجرى جوړونكى كټوازى صيب ځان په خداى بخښلو كى شمير
كړو ،به هر حال ما خو بيګا هم په خپل كتابتون كى د شاعرانو كتابونه سره په ترتيب
كړل او كوښښ به كوم چى د چوپتيا پيريان دلته ديره نه شى.

هيښ صيب زما د - ي - تورى ته دومره ساه نه ډوبيږى لكه څومره مى چى د - ږ - تورى
ته ، ځكه د - ږ - او - ڼ - تورو باندى بيت پيدا كول خورا ګران تماميږى:

عبدالسلام صيب پام دى وى چى په حجره كى بيت بازى ده او ياران د يو بيت ليكلو او ويلو
حوصله نه لرى نو ستا د ټول شعر لوستل او جواب كول خو به ټول په منډو كړى

د عبدالسلام صيب لخوا ليكل شوى شعر ورستى بيت د - ي - په تورى تمام شوى

[color=white:79613bb77c]يار که يار ته حال په خوله نه وايي څه شو
دى حکيم ته پټ څرګند وي له مزاجه [/color:79613bb77c]

------------------------------------ ځما په خيال د رحمان بابا شعر دى

په مينه
وطنمل


رښتینی
26.10.2009

داد چوپتیا دپیریانو په شړلو کی به موږ هم برخه واخلو
کاروان وایی :

[color=yellow:31a8fb4b57]هسی نه وچ شی داد للمی سوی لوی ګلان
ورشه دغره پیغلی چینی کړه رامهارتیریږه[/color:31a8fb4b57]

په مینه

.


عادل عادل
27.10.2009

سلامونه

د ګران حامد ورور بیت په ---هـ --- سره پای موندلئ

هغه پیریان چې دیره شوي دلته
ما مې له خپلې معشوقې شړلي

ځکه خو دلته کله کله راځم
ویریژم بیا چې رقیبان مې نه شي

په درنښت


خیریوسی
27.10.2009

یاره عادل صاحب ته دیا څخه نه کراریږی دا ( یا ) خومو خومبوړی خومبوړی کړه بیا مو په یا سره خپل بیت ختم کړی

شی به جو ړ داتـــــل په نـــــوم ښکلی مزار
دمتیازو تشناب جو ړ به پر قبرونو دغدار
ګــــران وطــــــــــــــــــن به هرومر جوړیږی
تالي څټی به یو په بل پسی رسوا کیږی


رښتینی
27.10.2009

ښاغلی عاجزه له (ی) دی شکایت کړی او بیا دی په خپله هم
د(ی) شعر را وړی دی !!!
چی په شین سره پیل شوی دی او داد روانی موضوع له اصولو
مخالف کار ده ځواب داده :

یوه ټپه له صدقه دملالی له زړه پورته شوه
غوره دریا له تکبــــــــــــــــیرونوپه زرواره ده

په مينه


باتور
27.10.2009

شکايت له [color=darkred:1eff74a50b]ی[/color:1eff74a50b] نه مه کوئ، له زندګي څخه يې وکړئ چي په[color=brown:1eff74a50b] ی[/color:1eff74a50b] ختمېږي

[color=white:1eff74a50b]هسې خوشـــــې زندګي ده په دې خاوره
شپه او ورځ شرمندګي ده په دې خاوره[/color:1eff74a50b]

په درنښت


عبد السلام
28.10.2009

حامد صاحب! دباتور خان شعر په (ه) پای ته رسیدلی ،خوداشعر ستاسو دشعرسره یو څه ورته دئ:
[color=indigo:779ab7b545]هُمره زهدکړي عاشق په هره شپه کې
چې په درست عمر یې شیخ اوملا نه که
محبت اسمانی تندردی ناصحه
هیڅ فایده ورته دصبر قلا نه که[/color:779ab7b545]

ګمان کوم دحمید مومند شعر دئ

په درنښت


عادل عادل
28.10.2009

سلامونه

د ښاغلي عبدالسلام بیت په ---- ه ------ سره پای موندلئ، ځواب یې درواخلئ:

هغه سر چې په تقوی یې غاړه هسکه
رُیا بویه که وي دی د زمانې غوث


عبد السلام
28.10.2009

واه،واه عادل صاحب! ډيراعلی:
هغه سر چې په تقوی یې غاړه هسکه
رُیا بویه که وي دی د زمانې غوث

په دوهم فرد کې مو (ر) په پیښ لیکلئ مطلب مو (رویا)خوب لیدل دي ؟ اوکه (ریا)او تظاهر دئ؟ اول خوتاسو ندي ویلئ چې دا شعر دچا دئ او ورپسې بیت په څه ډول دی؟

ځواب یې داسې درواخله:

ثواب برخه دتقی ده که پوهیږي
ریا اوتقوی ندرومی په لاره دثواب

په مینه


عادل عادل
28.10.2009

سلامونه

وروره د ریا نه مې مطلب هماغه ځان ښودنه او تظاهر دی، شعر د بل هیچا هم نه دی، دا چې ریا نشي نو ځکه خو دا هم نه ورسره لیکم چې دا زما خپل دی .

ستاسو د بیت محتوی عالی ده خو سیلابونه یې نا انډوله، او په دوهم نیم بیتي کې ژبه سکتګي کوي.

په هر حال بیت مو په ----ب --- پای موندلئ، نو ځواب مو :

بیماري د نفس مهلکه ده ثابته
ځکه مړ دی نن ژوندئ د زمانې غوث


باتور
28.10.2009

[color=white:6c502be76f]ث[/color:6c502be76f]واب دي يوه زره هم زما د مينې نصيب نه شو
آزار دي رانه يوړو لويه پنډه لېونيه
د کلي خلک دي وژني ته له ځانه خبر نه يې
په منځ د کلي مه راځه پر څنډه لېونيه
جنت ته دي پرې نه بيايم خوقدر يې لږ زده کړه
خوله مي ده پر زېړه زنه پنډه لېونيه
درتلمه پکتيانۍ په تورو غرونو ستا ديدن ته
بلا مي د دستور وه راته خنډه لېوني[color=white:6c502be76f]ه[/color:6c502be76f]

په درنښت


عادل عادل
28.10.2009

سلامونه

هغه به څه مین وي چې اظهار د مینې وکړي
خالي له غږ او ځوږ په شمع سوځه لیونیه

[color=white:53134a8a70]وبښئ د پکتیانئ د شعر په طرح راغئ[/color:53134a8a70]


باتور
29.10.2009

د سلامونو تر څنګ،

[color=white:430b6ec321]ه[/color:430b6ec321]يڅ مې نه کړو په دا عمر کښې حاصل
هســــــــې پاتې شـــــوم مردود وناقابــــل

ما لا بوئ هم د وصــــــــال موندلی نه دی
تش په توره مې خدائ نوم کړو د واصل

هسې ډوب يم د ګنـــــاه په دريابونو
چې په سترګو مې ونۀ ليدو ساحل

له وطـــنه مې په هر زمان وباسي
رقيبان يې راپسې کړو محاصل

که بـــلا ده که جـــفا ده که وفــــا ده
دا همه واړه په ما کړه خدای نازل

د دنيــا په پليتۍ مې ځــــان پليت کړو
حيف دی دا چې نه عالم شوم نه جاهل

توره ږيره مې شوه سپينه زه حيران يم
چې رحمــــــان لا نه بالغ شوم نه عاق[color=white:430b6ec321]ل[/color:430b6ec321]

په درنښت


هیښ
30.10.2009

سلامونه

درد دمینې کړم ومرګ ته قریب ورو ورو
-----------------------------------له علاجه مې لاس وکیښ طبیب ورو ورو
[color=white:335340cccf]ل[/color:335340cccf]که اور چې ایرې لاندې کاندي مړشي
----------------------------------خاکسارئ مې هسې ورک کړ رقیب ورو ور[color=white:335340cccf]و[/color:335340cccf]

حمید مومند

مننه

[color=#444444:335340cccf][/color:335340cccf]


عادل عادل
31.10.2009

سلامونه

وژاړم که وخاندم د دواړو منځ کې ګیر یمه
بیا رسم وصال ته د مکار ګاونډ کوڅه کې نن

[color=white:a75003418c]د وصال نه مې مطلب حتمي خپلواکي ده[/color:a75003418c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more