د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

watanmal
20.07.2009

له سلامونو ورسته

حامد صيب خپل شعر د - ل - په توری پای ته رسولی زه به دوام ورکړم

[color=darkblue:2fd4f93a3d]لا يو غم می تمام نه وی ، څه نصيب دی
چه ناڅاپه نور غمونه رابرسير شی[/color:2fd4f93a3d]
---------------------- خوشحال خان


و.افغان
20.07.2009

.
.
وطنمل صاحب: په سلامونو او ګيډۍ ګيډۍ ګلونو مو لمانځم،
ستاسو شعر په يا پاي ته رسيدلې وو، په ډالۍ کې دغني خان دا ښکلې شعر درواخلئ:

ياخو به دې سيال کړمه وطنه دجهان
يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړم داځان
زه به دړې وړې شم خو تا به کړم ودان

.
په درنښت


watanmal
21.07.2009

محترم وهاج ساپی صيب
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

د غنی خان ښه شعر مو ليکلی ، ورستی بيت د - ن - په توری ختم دی ماته
د حميدمومند صيب دا بيت راپياد سو:

[color=darkblue:2129403dc4]نن ساعت د عاشقۍ په کاروبار کی
مجنون نه ګڼم تر ځانه ازموده[/color:2129403dc4]
-------------------- ------------- حميد مومند

د الفت صيب وينا به هم وليکم:

[color=white:2129403dc4]نور د خوښه چۍ اغږی کرۍ که ګل
بی کرنی مه کړه طمع د حاصل[/color:2129403dc4]

-------------------------------- الفت

په مينه
وطنمل


عادل عادل
21.07.2009

سلامونه

سره لدې چې د بحث په دې څنډه کې ځان نابللی محسوسوم،ستاسو سره د شعرونو په دغه لړی کې ګډون کوم:

له فطرته مې اخیستۍ هر څیز رنګ دی
د بدرنګو څنګ کې پایمه پښتون زیږ


pattang
22.07.2009

چې پښتون وي په نس وږی
دزمري په دود غړومبېږي
چې په نس باندې شي موړ
د غلام په دود نڅېږي
عادل صيب ډېر ښه شعرد ې وېيلی دی خو افسوس چې زيږ پښتانه ورک شول٠

[quote:2d50858c4e="عادل عادل"]سلامونه

سره لدې چې د بحث په دې څنډه کې ځان نابللی محسوسوم،ستاسو سره د شعرونو په دغه لړی کې ګډون کوم:

له فطرته مې اخیستۍ هر څیز رنګ دی
د بدرنګو څنګ کې پایمه پښتون زیږ[/quote:2d50858c4e]


هیښ
26.07.2009

سلامونه
پتنګ صاحب!
ته خو ماته اصولي شخص ښکارې خو دلته دې دلوبې دقانون نه سرغړولئ دئ او خبره دې ډیره اسانه کړې ده .مګر دښاغلي عادل صاحب دبیت ځواب د تخنیکي او ددې لوبې دمنل شویو موازینوله پلوه دومره هم اسانه نه دئ .
دښاغلي عادل صاحب بیت د(ږ)په توري ختم شوئ دئ ،نوځواب باید د(ږ) په توري شروع شي،لاکن تاسو د(چ)په توري ځواب لیکلئ چې دقاعدې سره سمون نه خوري .
ښاغلئ عادل صاحب !
موږ د(ی) دتوري نه پوزې ته راغلي وو ،خو چې ستا دبیت (ږ) مې ولیدله نو په (ی) مو شکر وایست او دعاوې ورته کوو.
داڅوورځې مې درحمان بابا ددیوان نه نیولې دمعاصرو شاعرانو کتابونه لټ په لټ واړول خو داستا دشعر ځواب مې ونه موند او جالبه داده چې دلغتونو په قاموس کې هغه لغتونه چې په (ږ) شروع شوی وي ډیر کم دي .نو ددې مشکل دحل دپاره مې تصمیم ونیو چې په خپله یو بیت جوړ کړم چې په (ږ) شروع شوئ وي ،چې دا مې اولینئ او اخرینئ بیت دئ .که په ځواب ئې منظوروې نو قبول ئې کړه که نه ددې لوئ جنجال نه چې ستا له لوري رامنځته شوئ دئ ته په خپله موږ ته نجات راکړه .

[color=blue:23622b86f1]ږو ئې کړې افغانانو د دښمن سره دجنګ
یا به کړي وطن ازاد یا په خپلو وینو رنګ[/color:23622b86f1]

[color=white:23622b86f1]ږو[/color:23622b86f1]--- لوړه،سوګند،قسم (پښتو ویي ښود--- لطیف جان بابی)

مننه


عادل عادل
26.07.2009

سلامونه

خدایږو چې خدایږو مې اوریدلی و، خو یوازې ږو مې د لومړي ځل لپاره ولید، زه خو نه پوهیژم کیدای شي چې صحیح به وي خو ماته د وروستاړي په بڼه کې بریښي.

په هر حال ستاسو د ښکلي بیت په ادامه دا لاندې درواخلئ:

ګورم به دې مات په یارانه کې ځوړ
تللئ مې دستور باندې پښتون شي زیږ


afzali wardak
31.08.2009

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که خزان راباندی راشی که بهار


شبيراحمد
27.09.2009

په بيت بازۍ کي ټولوګډونوالوته په ټوله مينه

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

ګرانودې عادل عادل صېب خوداسي غلي کړي ياست چي هادچاخبره که څوک موله سپږموونيسي نوکږسابه مووخېژي
په رښتياهم عادل ډېره بې عدلي کړي د ه چې په تاسوبې چاره ګانوئې دومره ناياب تورى درتپلى چې په ګوګل کي هم نه ملاوېږي
اوځيني خوددې ستري ستونزله امله ؟ کومه بله بابولاله پکي راووايي .

هو رښتيا دلوبي راپيلونکي هم نه ښکاري چې ولي يې ځانونه غلي کړي دي

زه به هم هيښ صېب ته ورته له ځانه يوبيت جوړکړم چې شايد دعادل صېب پورپرې اداشي ځکه چې زمابيت که دهيښ صېب په شان خپل دى خولومړى تورى مي هغه صېب ته ورته له ځانه ندى راجوړکړى .

دادى وئې لولئ چي تسلي مووشي اوداورک ملګري هم بيرته راستانه شي

وائي چې

ږيره به په لاس درکړمه ياره خو
پام کوه له بېخه به ئې نه باسې

قضاوت ستاسوچې ځواب سم بولئ اوکه کوږ

خداى موپه ورځنيوچاروکي کامياب لره

ستاسوشبير


afzali wardak
27.09.2009

یاره ږیره چاته لاس کی ورنه کړی
پام کوه له بریتوبه دی هم خلاص کړی


bazgar
01.10.2009

افضل وردګ ماما زه به ستادبيت په ځمکه قدم کيږدم
----------------------------------------------------------------------------

ياره چې لږهيل په چاى ګې واچوي
خدايژو له پلميټو به دي هم خلاص کړي

ساته بنوڅي نسوارپه جيب کې تل
هروخت له سګريټوبه دي هم خلاص ګړي


هیښ
01.10.2009

سلامونه
قدرمن شیراحمده وروره!
الله(ج) د تل ډودئ ګرمه او اوبه یخې لره ،چې دا ستونزه دې حل کړه او د(ږ)مطلقه حکومت نه دې خلاص کړو.
یاره که رښتیا راباندې وائې نه شاعریم او نه ادیب ،خو دپښتو ژبې دشعرونو سره مې بې کچې مینه ده .
کله چې دعادل صیب د(ږ)وار راغئ ،نوزه ئې هم ډیر وارخطا کړم اوهرڅومې چې کتابونه واړول دځواب په موندلو بریالئ نه شوم ،نو مې دځانه سره تصمیم ونیو چې دلغتونو په کتاب کې هغه لغتونه چې په (ږ) شروع شوي دي وګورم .
هلته هم ډیرکم لغتونه وو او یو په کې(ږو) وو ،ما خپله داول ځل دپاره ولید ،چې مؤخذ مې ئې هملته ذکر کړئ دئ نورئې په اصلی اوجعلی زه هم نه پوهیږم ،بهتره به داوي چې دژبپوهانو نه په دې برخه کې مرسته وغواړو.
په هرحال خبره اوس په (ی) ولاړه ده او دشعر مضمون هم نسواري شونودائې ځواب :

[color=white:c86c4b7c33]یاره چې بڼو ته دې اسمان ګوري
سترګې دې زما مخ کې پغمان ګوري[/color:c86c4b7c33]مننه


bazgar
02.10.2009

ځان راته له ټول جهان نه ښکلى شي
کله چې زما لورته جانان ګوري

ټول جهان جانان لره بدرنګ ښکاري
ځکه اينه کې هر وخت ځان ګوري


عادل عادل
03.10.2009

سلامونه

درنو وروڼو هر یو ښاغلی هیښ صیب، ښاغلی شبیر احمد او ښاغلئ بزګر صیب

ستاسو د ځوابونو نه مننه

خدای مکړه تاسو ..... ږ ....... او زه هم ستاسو د ځواب انتظار مړ کړم.

ما ویل چې نور به د ............ ږ ....... نه تیریژم، خو دا چې فضا مو نسواري کړې ده نو یو ځل بیا مو هم په همدې ..... ږ ....... ځوابوم:

یار مې نسواري دی خدایه څه به کړم
شنه خوله په خندا کړي ټول بدن مې زیږ


pattang
03.10.2009

انډيوالانو اوس ددې وخت ندی ،چې وخت يې راشي بيا به معياري پښتو
جوړيږي اوس دغه سمتي اورونه مه را جوړوۍ ٠ څيني خلک داسې بې اتفاقي ته
بېډ وهلي نا ست دي٠ خپل وخت پر دې کې مصرف کړی چې اشغالګر څرنګه
وزي او زمونږ دملت ابرو او عزت څرنګه په ځای کيږي او په راتلونکي کې د پښتنو رول ? دغه کار نه يواځې په ليکلو بلکې په عملي توګه سره !
دوست، دوښمن او شيطان اوخرڅ شوی دعمل په ميدان کې مالوميږي٠


عادل عادل
06.10.2009

سلامونه

دروند پتنګ صیب

خبرې مو سل په سلو کې سمې دي، دا چې یو یونیم بیت لیکو دا هسې د پام غلطولو لپاره دي، نه د هوس او مستئ نه، تاسو هم پکې برخه اخیستې ده او کیدای شي چې همدا دلیل به وي.

په هر حال مشاعره یوه اندازه په نسوارو او ..... ږ ...... کې راګیر ده، زه به خپل بیت پخپله ځواب کړم او دوستانو ته به د نورو بیتونو لار پرانیزم:

[quote:2109889e5f]یار مې نسواري دی خدایه څه به کړم
شنه خوله په خندا کړي ټول بدن مې زیږ[/quote:2109889e5f]

ږدن به په نسوارو ورته ګډ کړمه
جوړ به کړم ټپس څخه طوطي اشنا


هیښ
06.10.2009

سلامونه

اور به ئې په ټول چاپیریال ولګې
څوک چې دافغان ملت ته ګوري کوږ

مننه


عادل عادل
07.10.2009

سلامونه

ږدم قدم په وړاندې د جانان په لور
خوند اخلم کږلیچ او هسکو ټیټو نه


هیښ
08.10.2009

سلامونه

هرمین چې دیار وصل ئې ارمان وي
بې پروا ګالي دژوند اودروزګارخو[color=darkred:b558f3888f]ږ[/color:b558f3888f]

مننه


pattang
09.10.2009

ماته هغه په لاس راغله چې مې غوښته
................................ په قدم قدم يې [color=brown:86cf840a83]ږ[/color:86cf840a83]دم دګلو بوټي


عادل عادل
13.10.2009

سلامونه

ښاغلئ هیښ صیب ددې ......... ږ ......... څخه تیر شه، په ........ ږ .........پیلول دې که زده وي نو بیا سمه ده، خو که د پیل توري یې نه مومو نو هسې ځان په دام کې ولې نښلوو. مطلب مې دادئ چې دومره څیرل به کوو چې ګنډلئ یې شو .

دا ځل به دې هم ځواب ووایم، خو که بل ځل مو په ......... ږ ...... سره بند کړو، نو بیا به یې پخپله ځوابوې:

ږلئ باران ځپلي څخه ورک دیار د یار شي
افغان دئ چې زغمي اوس د بمونو بارانونه

یاددښت:

دیار : کلئ، ځای، کور
د یار دیار : د یار کلئ، د یار کور، هدف، مقصد ...


pattang
13.10.2009

چې حالات دخپل هېواد څوک راته يادکړي
...................................................................زړه مې خوږ شې په احو ال دمسکينانو٠ 


watanmal
15.10.2009

سلامونه او ښى چارى

عادل عادل صيب خپل بيت د هـ په تورى پاى ته رسولى خو پتنګ صيب د چ له تورى
پيل كړى او بيت يى د واو په تورى ختم كړى زه به له دواړو تورو پيل وكړم:

[color=darkblue:f4a0cfec90]هـ:[/color:f4a0cfec90]

هوډيالى كله نورېږي
-------------------- كه د دار د پاسه لك وي
ډاډه زړونه د هغو وي
-------------------- مفكوره يې چې بې شك وي
---------------------------------------- ګوهر رحمان ګوهر

[color=white:f4a0cfec90]واو:[/color:f4a0cfec90]
ولې بار كې كوږ لرګى دى
------------------------ په پنۍ كې مو دا ځمكه
ولې بېله ياغى ګرځئ
----------------------- دا يوه ګډه له كنډكه
------------------------------------------- ګوهر رحمان ګوهر

================== = =
په مينه
وطنمل


عبد السلام
15.10.2009

-----------------------


..Ahmadzai
18.10.2009

[quote:bf5d14618b]-----------------------
_________________
دازما نظر دﺉ[/quote:bf5d14618b]

ستا نظر بې ارزښته ده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more