د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

کټوازی
05.12.2006

ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى

که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه ...........بيدار

د هجر شپو کې د وصلت په لټون
مينه کې ستا لکه پتنګ به شمه ........... وقار

څوک ټماټر څوک مصاله ده دلته
زه د ډوډۍ خوند له بادرنګ به شمه٠٠٠٠٠٠٠ جب خان کنړى

جانانه نوم دې په هوا خورم
درته پژواک به شم ګړنګ به شمه ٠٠٠٠عابد

په نشت حساب و، خو مسکۍ شوې ورته
بس په درزا شو زړه ، چې دنـګ بـــه شـــمه ........ ځواکمن

کله شې ګل ، کله لمبه د ښايست
خير که بورا يمه پتنګ به شــــمه

پښتنه مينه وم محوظ کې پټه
خو دپښتون عشق په ننګ به شمه .........نقاد

دا به دې هسې بس يو خيال وي اشنا،
چې دې له مينې نه پۀ څنګ به شمه
دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه
[color=blue:b4175cc3b6] دا مې پۀ خوا خاطر کې نۀ وو ګلې
چېرې هم ستا له مينې تنګ به شمه [/color:b4175cc3b6]


ګل آغا احمدي
01.05.2007

وصال به نوې سرې جامې واغوندي
ستا د ښکلا د شونډو رنګ به شمه
رخسار دې وږی دی خیرات ټولوي
د درویزګرې خولې قلنګ به شمه


Syed Shah SaqeeM
15.05.2007

هم نغمې کاندي هم رقس کا هم خاندي
درحمان په شعر ترکي رباګرام
[color=cyan:47eb69ccb5]لوی رحمان بابا [/color:47eb69ccb5]
[color=red:47eb69ccb5]سقيم[/color:47eb69ccb5]


صافی
15.05.2007

چې دزړه حضور یې نه وي په نمانځه کې --------په کار ندﺉ مقتدی وي که امام
چې مجنون غوندی په مینه کې صادق وي -------رحمان وایم په هغه باندی سلام
هم نغمی کاندی هم [color=blue:d68d968aa1]رقص [/color:d68d968aa1]کاهم خاندی----------درحمان په شعر ترکی دباګرام


بيت بآزي

هلمند
04.08.2008

که زما ليلا چر ته بيلچه سوه راته
زه هم پښتون يمه کولنګ به شمه


و.افغان
12.07.2009

دغمازانو قيصي مه کړه راته
حوصله نه لرم په تنګ به شمه

زما له رقیبه ځان ډير لرې ساته
په ذات پښتون يمه غورځنګ به شمه

په درنښت


..Ahmadzai
12.07.2009

سلامونه

[quote:94f8d86b87]زما له رقیبه ځان ډير لرې ساته
په ذات پښتون يمه غورځنګ به شمه
[/quote:94f8d86b87]

وهاج صاحب
د (له) لفظ خامخا سهواً ليكل سوې, هم دمعنا له لحاظه أو هم د وزن له لحاظه, أو حتماً تا غوښتل چې په لاندې صورت يې وليكې.

زما ر[color=darkred:94f8d86b87]قی[/color:94f8d86b87]به ځان ډير [color=red:94f8d86b87]ل[/color:94f8d86b87]رې ساته
په ذات پښ[color=darkred:94f8d86b87]تون[/color:94f8d86b87] يمه غور[color=red:94f8d86b87]ځنګ[/color:94f8d86b87] به شمه

هيله ده چې خفه نسې.
په درنښت
أحمدزى


..Ahmadzai
12.07.2009

زمونږ كوڅو كې بې پروا مه ګرځه
أخر پښتون يمه په ننګ به سمه

زخمي زړګي ته مي مه راوړه ګوتې
ډير درديدلى يم په جنګ به سمه


Syed Shah SaqeeM
13.07.2009

یاره پرون می دلته يو بیت لیکلی وو نن له لمره شوی دی .

زما د مینې ټرانسفرمر به اخیر وسوځوې
جانانه ته چې له رقیب سره کونډې لګوې


Marwand
17.09.2009

درنو د مشاعرې ګډونوالو ډېر زیات سلامونه !
د ټولو ورونو څخه هیله لرم چي که په شعر کي کومه غلطي وي نو معافي دي وکړي
ځکه چي زه دې فورم ته نوی راغلی یم او چنداني شاعر هم نه یم
په مینه
[color=blue:6f8e7adce2]د محفل زړه ته به مستي وبخښم
داسي یو سور داسي اهنګ به شمه

بیا به یو شور او زوږ راپورته کړمه
مستي څپې د یکاولنګ به شمه

خپل ماشومتوب به دي په یاد راولم
جانانه دومره شوخ و شنګ به شمه[/color:6f8e7adce2]


bazgar
02.10.2009

ستادنشې لپاره بنګ به شمه
ستا دديرې د رباب ترنګ به شمه

زما ارمان دي ستا وصال جانانه
چې ته مي غواړي هغه رنګ به شمه [/list]


pattang
14.10.2009

ماته زوړ يار په مخ راغی زړه مې ښوی شه
............................................. په ليدو يې راته زړه سوری سوری که٠


غیرت

tandar
28.05.2010

غیرت
ګوره زما د غیرت توره چه ماته نکړی
یمه پوښتون دوه سره لکه کولنګ به شمه
باوری خوږیاڼی


ټولګی

tandar
30.05.2010

تا په ټولګی کی د سبق سره فکرونه کول
.........................................درخصتی و انتظار ته زړګی تنګ و زما
دمکتب خوله کی درته ګرد تاویدم
.......................................ناببره می تر غوږ د تفریح زنګ شو زما
بابه مانع شو ښونځی ته چه د ننه درشم
.......................................باوری خلاصون کړو دده سره چه جنګ شو زما

مننه٠ دیته عشقی شعر وائ ٠ دا صحنی مو په کابل کی ډیری لیدلی وی٠
باوری خوږیاڼی٠
بابه ددروازی چپړاسی و٠


عادل عادل
23.06.2010

سلامونه

یاره نور نه منې د مینې قاصد
"سلایي سترګو ته کفن" به شمه

قاصده دا دې څه ته اړ ایستمه
ځای دې لیمې په زړه ماتم به شمه


وزیري
15.12.2010

ټوکرۍ دی ډکه له بمونو راوړه
اوس چی مظلوم شوم نو شین ډنډ به شمه

که می دا لاس له چپن ووته بیا
دا می وعده ده درته غم به شمه

والسلام


هیښ
27.01.2011

سلامونه

که مې نصیب شي ستا دیدن جانانه
ستا دکلاد در ملنګ به شمه
يا  دې  دحسن ډیوه بله کړله
ځان به ستئ کړمه پتنګ به شمه

مننه


س افغان
23.03.2011

دا خپل مټاک تندی می غرته نیسم
سرمات به شمه خو په ننګ به شمه
زما ببرسرڅیري ګریوان مه ګوره!
غلیمه ستا مخ کی ګړنګ به شمه
س افغان
مننه


شهيد
24.03.2011

که مو زما هرکلی ونه کړلو
درسره بیا خو نو په تنګ به شمه

په ابتدا کې ډیر احتیاط کومه
هسې نه نوی یم په جنګ به شمه

فورم د حال په ژبه ما ته وايي:
که رانه لاړې نو بدرنګ به شمه

زه ورته وایمه چې فورمه زما!
ستا وچو شونډو ته سور رنګ به شمه

دا خوبولي عاشقان د فورم
کړم به راویښ، د بنګړو شرنګ به شمه

اوس خو د ستورو لخوا یبلې پښې یم
یو وخت به راشي چې (pattang) به شمه

بیا به په هر چا باندې ښه لګیږم
لکه شړومبو سره بادرنګ به شمه

که شاعرانو کې مې نه درشمېرئ
بیا راته ووایئ په څنګ به شمه

دا شاعري هم لکه سیند غوندې ده
که کوښښ وکړم نو نهنګ به شمه؟؟؟

بس دغه یو ارمان په زړه لرم زه
کله خاوند د سور پالنګ به شمه؟؟


و.افغان
24.03.2011

غليمه بس وينه مې تویوه
کړم به دې غرق درياب په رنګ به شمه

د وخت ظالمه مستبده مشره
ظالمو پښو ته دې ګړنګ به شمه

د ابليس وروره خوله مې مه راګنډه
د هر ځيګر او زړه آهنګ به شمه

زه نه مړ کېږم زما د سر دښمنه
زه به ټوکيږم رنګ په رنګ به شمه

دې مظلومانو ته به زيري راوړم
د خوشاليو ښکلی زنګ به شمه

په درنښت


س افغان
24.03.2011

د شهید ورور په ځواب کی

سترګو ،لیمو دي هرکلی وایمه............تنګیژه مه یو شه فرهنګ به سمه
له ابتدا تر انتها جانانــــــــه............احتیاط کوه نو هم اهنګ به سمه
فورم کی تم سه چي شکلاراولي........ته به ګلاب سي زه لونګ به سمه
ته بنجاری سه لبسیرین بهانه که.......زه که ناکام سوم نو ملنګ به سمه
ته دی ویدو ته بنګړی وشړنګوه........که راویش نه سو د ډول ډنګ به سمه
پتنګه شه سو چی ودلې راغلی.........زه دی ملګری ستا په ننګ به سمه
که په چا بد لګی هغه به بد وی .......په مونږه ګران ې ستاترڅنګ به سمه
په شاعرانوکی اشعر شکاریژی........زه به هم ستا له فیضه دنګ به سمه
ته لامبوزن ې خاکساری مکوه........که زه لاهو سمه نو ړنګ به سمه
رب دی ودغه ارمان هم پوره که.......په دعا ستا د سور پالنګ به سمه

په ډیر احترام


میوند ننګیال
21.10.2014

جانانه ډيره موده وروسته راغلم
که سلام نه اخلی په څنګ به شمه

راځه چی دواړه لږ خوازه شو سره
جماله ګوړه شه زه بنګ به شمه


Samsor Afghan
06.01.2015

ټولو ته سلامونه

داده ټول افغان کی خو دا مزی هم شته.


lawangin
07.01.2015

ځوانه کومې مزې ؟

مزې خوتا وکړې ګيدړې
چې همیش دې داړې غوړې !

[quote:206c0eaaa6="Samsor Afghan"]ټولو ته سلامونه

داده ټول افغان کی خو دا مزی هم شته.[/quote:206c0eaaa6]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more