د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ګل آغا احمدي
27.11.2004

خدايه كله به بيا دور د خندا په وطن راشي
چې د ښكليو وريځو ورا مو د آسمان په لمن راشي
د آباد ژوندون رڼا يې له سندرو پورته كيږي
په شيبو شيبو باران مو بيا په سوي چمن راشي

خداى دې وركه كړه بدرنګې تا ګلشن كړ را خراب
تا د ژوند زرغون محل په هر چمن كړ را خراب
تا ريښې د ښايست پرې كړې په ظالمو ګذارونو
وچكالۍ تا د ښكلاوو هر ديدن كړ را خراب

بيا به كله مالامال شي د هيواد ويالې سيندونه
چې د سپينو اوبو ناوې پكې و وهي ټالونه
په شرر كې يې راوړې وي د ژوند ډالۍ چمن ته
د مستيو په نشه وهي خمار خمار موجونه

داسې ماليار د بڼ به څه كړم چې خوشبو نه كړي رواج
چې ګلاب، ريدي، نرګس ښكلى شبو نه كړي رواج
چې له خپل كلتور او ژبې بې پروا وي
داسې حاكم پښتون به څه كړم چې پښتو نه كړي رواج



Adil watanmal
29.11.2004

====== مست سيندونه
===================تږې دښتې

-------------------د پامير او هندوكش له لوړو څوكو -------------------
-------------------مست سيندونه رابهيږي په هر لوري------------------
-------------------خو افسوس چې ډك - ډك ځي پردو ملكوته----------
-------------------زموږ تږې - تږې دښتې ورته ګوري------------------

-----------------------------------------------

د ازاد اسلامې افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
29.11.2004

پت او بې پتي

پت د پښتنو دى پښتونواله او غيرت
------------------------مينه د وطن ده، يو له بل سره الفت
تل يې وي ملګرى شجاعت ، زمريتوب
-------------------------دا چې پكښې نه وي، دى هغه پښتون بې پت

----------------------------------------------

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
29.11.2004

وطنه!

أي زما ګرانه وطنه له تا جار شم!
كړم به فخر ، كه قربان دا ستا په لار شم!
ستا د ښمن مې كه بندي كه زنداني كړي
ګومان مه كړه چې له تا نه به بيزار شم !
-------------

..............................د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

........................................................................عادل وطنمل



Adil watanmal
04.01.2005

ګرانو لوستونكو له سلامونو څخه ورسته

==============توره بوړه
په سر تګرى دسپينو واورو لرم
---------------------------په تن جامه د خړو خاورو لرم
په مخ خالونه د سرو وينو ساتم
----------------------------ياد د زمرو مجاهدينو ساتم
د شهيدانو هار په غاړه لرم
---------------------------ښكلا وفا اوغيرت واړه لرم
لكه د عطرو خوشبويي لرمه
----------------------------غيږ كې ګلان تنكي تنكي لرمه
هر مجاهد لره راحت غوندي يم
---------------------------كافر بې دينه ته هيبت غوندي يم
داسې عجيب انداز كي جوړه يمه
---------------------------زه مجاهده توره بوړه يمه
-------------------------------

========د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

===========================عادل وطنمل


pashton
19.01.2005

زه به توره کړم تيره ته قلم راواخله
زه به ځان کړمه ټپې ته مرهم راواخله
دغه پښتو ګټل پکار دي له غليمه
زه سينه به کړمه ډال ته قدم راواخله
پسرلی پښتون



Adil watanmal
05.02.2005

له نيكو هيلو او سلامونو څخه ورسته

كه ته شاهين شوي منزل لري نه دي
كاروان دلي دي مخكي تللي نه دي
ځان كي پښتو لږ شان غيرت پيدا كړه
يو غيرتي هم چا وژلي نه دي
چي په ميدان كي درنه تيښته كوي
هغه پښتني مور زنګولي نه دي
------------------------------

-------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------عادل وطنمل



څاروان
13.03.2005

ښكلي مخ ته خامخا سترګې ور اوړي
بوراګان خو د ګلونو په مذهب دي
ستا باڼه مې د زړه جيب كې وهي ګوتې
لكه شوخ ماشومان څومره بې ادب دي
............................... پيرمحمد کاروان
==============

څاروان



څاروان
13.03.2005

څو به دنيا د آب و ګل ښكلوي
آخر به ستړې سا منزل ښكلوي
د امن غاړه كه سپېڅلي نه وي
مستې څپې ولې ساحل ښكلوي
----------

څاروان


pattang
02.06.2005

1sq


د ټولوخوښ شعر

هميم
23.06.2005

دغيرت وينې مې دانگې په رگوكـې داخاصـه مې وه په پلاروپـه نـيكوكـې
دغيرت پـه څلي خېژم نغاره كـړم اژدهـا راځـنې ترپـې پـه ميـروكـې
په غيرت باندې كه وپاڅم يو ځـله زمرى به راته تـم نه شي پـه غـروكـې
كه مې څوك له شاعرانو سره تولي د اجمل غوندې مـې ډېر دي په جيبوكې
د سعدي سره په تول كې برابر يـم شاعرانو يم خوښ كـړى پـه خيـالوكې
لكه زه چې په پښتوكې دانسته يـم دفارسي پلارمې فرزند دى پـه پښتوكـې
د رحمان له سپينې ږيرې حيا راشـي چې سيالي ورسره نه كړم پـه نـظموكې
اوسـنيو شاعرانوكې كـه نـر وي څـه د ووايـي زمـا پـه مضمونوكـې
كه ساتليې ككرۍ غواړې ستومانـه پښتـانه بـه مرور شـي پـه قبروكـې

محمدعظيم (ستومان)[color=green:1e82d195b5][/color:1e82d195b5][size=9:1e82d195b5][/size:1e82d195b5][img][/img]



څاروان
03.09.2005

۳-۹-۲۰۰۵
زړه جارو كړه د خزلو د ګناه نه
بيا ئي ډك كړه د فكرونو د الله نه
چه دهقان فصل كرى پخپله مزكه
له اوله ئي خالي كړى د ګياه نه
====
كه دي خوښه وي چه نه شي ملامته
حساب ټيك ساته له ځانه تر قيامته
دوست خو دوست وي رور خو رور وي كه دي پلار وي
خداي دي مكړه چاته دواړه سترګي ښكته

د بري په هيله مو
يوسف څاروان



هيواد شېرزاد
06.09.2005

د استاد الفت څلوريځې

فکر کې خيال په خيال کې فکر نيول
................................. معنا ته رنګ، رنګ ته معنا ورکول
د شاعر کار دی شاعري وګڼه
................................ د زړه په سترګو خوب په ويښه ليدل
***************
که رښتيا نشې ويلی اوسه غلی
.............................. دروغ خو ، مه وايه که ځان ګڼې ښاغلی
آس يې مه بوله براق ورته مه وايه
................................ بې لکۍ خر ته که خر نشې ويلی
***************
قانون وي اول نظر کې ډېر ښاغلی
............................. چې لا نه وي د عمل کور ته راغلی
نقص او عيب يې په عمل کې معلوميږي
................................. خصوصآ که چلوونکی وي ناولی
نور بيا...


خیریوسی
07.09.2005

------------------------------------------



څاروان
14.09.2005

تاريخه ستا څلي به څنګه ساتم
چې مې پټكې د بل په پښو كې رغړي
چې به مدام د خپلواكۍ جوګه وه
هغه پښتون په زولنو كې رغړي.


pattang
14.09.2005

ژوندی دې وي څاروانه بلا دي په ټولو امريکائي پرستو شغالانو شه .
دپښتنو ديووالي اوبيدارۍ په غر ځنګ
ستا سو پتنګ

[quote:80d534123d="څاروان"]تاريخه ستا څلي به څنګه ساتم
چې مې پټكې د بل په پښو كې رغړي
چې به مدام د خپلواكۍ جوګه وه
هغه پښتون په زولنو كې رغړي.[/quote:80d534123d]



څاروان
20.09.2005

پتنګه وروره سلامونه
وروره الله پاك دي زمونږ او ستاسي څخه د دين ، وطن او وطنوالو د خدمت كار واخلي. آمين.

شپه د وصال وه خو تپوس يې رانه څله كوى
ټول سلګو او اوسلو كې په ژړاه تيره شوه
چې دې ترخه مسافرۍ كې خوږه وليږيده
ناصره ښكارى دا هوا د پښتون خوا تيره شوه



څاروان
02.10.2005

ورسته له سلامونو څخه.

==========

په څه ويلو چه بي واكه شو
و الله كه عمر كي خپلواكه شو
راځي چه نور ئي له ملالي زده كړو
د احمدشاه غوندي و الله كه شو

==================
څاروان


Ahmadafghanmal
15.10.2005

د ټول افغان تولو كاركونكواو ليد ونكوتاسو ټولو ښاغلوته د زړه له كومي اسلام عليكم ورحمته وبركاته
گرانو ورورنو كه څه هم زه شاعر نه يم خو ستاسو د شعر ي برخې او خاصتاً د مشاعرې د برخې په لوستلو سره زما زړه هم وغوښتل چې زه هم دې پدې خپل قليل علم سره څه ووايم له خپلو غلطيوڅخه مخكې له مخكي بخښنه غواړم او ستاسو له لوري يې د سمون په هيله يم.

څو چې ژوندی يم تابه ياد كړم
دړې وړې به دې دښمنان كړم
چاچې نيستي دا ستا د بچوغوښتله
هستي مو د هغو ورتالار كړم

مختور مو دښمنان كړل
شرمنده مو رقيبان كړل
چې نيستي يې ستاغوښتله
هستي مو د هغوورتالاركړل



څاروان
16.10.2005

موټي خاوره ده وطن به پري ورنکړم ــــ که په سر ده ځمکي هر وطن سره زرشي
خپله خاوره به په خپلو وينو ساتم ــــ که حا جت يې قربانی ته زما ده تن شي
که غليم رانه بري يو وړ محبوبي ــــ ستا پړونی دي زما دسر کفن شي


نقاد
06.11.2005

[.................... ...........[color=red:3919b02af8]کم ونېست [/color:3919b02af8][color=blue:3919b02af8]ته[/color:3919b02af8] .......................................

[color=white:3919b02af8]وباسه توبه کمونيستۍ نه ﻻ س په سر شه
................................ وغورځوه کته لږ راښکته له دې خر شه

ته چې د کريملين د خردجال په ﻻړو لوند شولې
..............وې دې هر شيطان ته چې ﻻر ښود شه پيغمبر شه!

وګوره خپل قام او خپل هيواد او خپل ضمير ته
......................ټيټ چې شي ګريوان ته د فکرونو هغه سر شه

تير له خپلې تيرې خو په پريکنده پريکوڼ سره
.................................مل د قام ملت سره غښتلی لکه غر شه

بس دی، نور به نه ليکم ![/color:3919b02af8]


نقاد
06.11.2005

[quote:ff616e4f0e="څاروان"]موټي خاوره ده وطن به پري ورنکړم ــــ که په سر ده ځمکي هر وطن سره زرشي
خپله خاوره به په خپلو وينو ساتم ــــ که حا جت يې قربانی ته زما ده تن شي
که غليم رانه بري يو وړ محبوبي ــــ ستا پړونی دي زما دسر کفن شي[/quote:ff616e4f0e]

څاروان صيب دغه شعر خو مو ډير مشهور بريښي ، خو آيا د څاروان په نامه ؟ . او دلته ګنې د لومړي بيت قافيه ( سره زر شي) د دوه نورو بيتونو له پای قافيو ( د تن شي او کفن شي) سره بي سمونه راخيستل شوې نده؟.
د لومړي بيت دوهم نيمبيتی خو به داسې نه وي ؟ :
موټي خاوره ده وطن به پري ورنکړم ــــ که سره زر په سر ده ځمکي هر وطن شي



څاروان
14.11.2005

۱۴-۱۱-۲۰۰۵

نقاد صيب وعليكم السلام او زما سلامونه هم قبول كړه.
په زنډ د جواب د ليكلو له امله بښنه غواړم.
[color=darkred:461787219c]نقاد صيب ما څوځلي دا خبره كړي چې زه خپله شاعر نه يم او دلته چې څه ليكم دا د نورو شاعروانو دي [/color:461787219c] خو دي خبري تكرار راته د هري ليكني سره ښه نه بريښي.
خير به هر حال زه يو عادت لرم چې كله په كومه مجله، ورځپاڼه او يا كتاب كې كومه څلوريځه ، لنډۍ او يا غزل ولولم او خوښه مې شې نو په خپله كتابجه كې يي له ځان سره وليكم خو كله نا كله راڅخه د شاعر نوم له ياده ووځي نو اوس ذكر شوي بيتونه ما د يوي ورځپاڼي څخه ليكلي خو د شاعر نوم مي نه دي ورسره ليكلي او ذكر شوي بيتونه ما په خپله كتابجه كې وه كتل په همدي شكل وه او تاسي چې د لومړى بيت په دوهم نيم بيتي كومه نيوكه كړي نو شاعران د شاعرانو په ژبه ښه پوهيږي نه...

په اخر كې دا څوبيتونه ولولي:

[color=darkblue:461787219c]يار چې له اغيار سره مل شو اوس به څه وايو
درد چې له پرهار سره خپل شو اوس به څه وايو

ولاړو د شهيدو سفرونو له كاروان سره
ورك چې مو له سيوري سره پل شو اوس به څه وايو

موږ په قافلو كې غبرګې سترګې پسۍ يوړلې
ولاړى د يوسف كميس بدل شو اوس به څه وايو[/color:461787219c]

---------
په مينه او مننه
يوسف څاروان


Banoori
21.11.2005

ډيرو محترمو وړونو اوخويندو اوزماده ګران وطن افغانستان دقدر وړ شاعرانو ډير ډير سلامونه مي ومنۍ!
ما هم دا لا ندي څو ناری د يو ملنګ څخه اوريدلی دی: ستاسو په اجازه.
رسول الله د دين خيمه ده..............څلورياران ئ د وريښمو تنا ونه.
که نصيبونه دځنګله وای ...........ما به دا خپل نصيب په اور سېځلای ونه
خاوروله پاک له ګناه راغلم.........د ګناپيټی می په شاخاوروله ځمه

ډيره منه نه/بانوری



څاروان
26.11.2005

ورسته له سلامونو يارانو دا يوڅو بيتونه به زه هم وليكم خو څاروان ئې فقط رانقلونكې دى.

خلاصي اومونده هغې مسلمانانو
د پاك رپب هغې پاكو بندګانو
چه خپل مونځ په هسې دود باندي ادا كړي
لكه سوال چې عاجزان كړي له غنيانو

له عذابه نه هغه خلق په امان دى
چه په صدق په اخلاص مسلمانان دى
له عبثو ناروا ؤ نه ځان ژغوري
نيك خويي باند مشهور په درست جهان دي

==========
څاروان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more