د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

خیریوسی
05.02.2008

وروڼو ښه ژوند درته غواړم !

مـلا وتړه پــــه پړی بانـدی کلـکه
عيال ته کسب وکار هم ورذده کـړه
دخیرات تمه ونه کړی دهیڅ چانـه
مفت کلـــه چا موندلی دی ارزانــه

--


شفق
28.09.2008

د مات لوښې اواز كله ثابت خيژي
دهرچا عمل څرګند په خپل ګفتار شي
هغه زړه به له توپانو په امان وي
چې كښتۍ غوندې د خلكو باربر دار شي


دا څلوريځي هم ولولـئ

wagma
01.12.2008

ګرانو ورونو او خويندو!سلامونه مې ومنئ تاسو خو د وطن په غم او ياد کې ښکلې څلوريځي ليکلي دي خو زما په نظر په اوس وخت کې د وطن سره داسې مينه په کار ده لکه يو شاعر چې وايي
[color=darkred:36df3c7e7e]لاس کې مې توره تکه سپينه لا شته
په مجاهد زړه کې مې وينه لا شته
وطنه څنګه به دې بل ته پرېږدو
چې په هر رګ کې مو ستا مينه لا شته[/color:36df3c7e7e]

يا داسې چې

[color=red:36df3c7e7e]ښه پرې پوهېږم چې مې سر په لور د دار روان دى
خو بيا هم شکر دى چې ستا د عشق پر لار روان دى
وطنه ستا مينه کې ځينې له سرونو تېر شول
د ځينو نورو په همدې نوم کارو بار روان دى[/color:36df3c7e7e]

که څنګه تاسو په کې څۀ وايي[size=18:36df3c7e7e][/size:36df3c7e7e]


wagma
01.12.2008

[quote:24f4d30bc5="ليلماـ الفت"]هيواد او هادي وړونو !
په دې دلسوزه څلوريزو مو ماته د وطن غم يوار بياتازه کړـ :cry:
راځی دا واورو چه کاروان صيب څه وائې :idea:
...................................زما کلئ ..........................
درې واړه پرماګـــــران دي اول يــــــــــار زمـــــــــــــا دکلي
چنــــــــــار زمادکلي اوکــــــــــوکـــــــــــــــــنار زمـــــــا دکلي
پر ســـــــــــــربې لري تُـــــــــــــوري دهُــــــــماد وزر سيوری
ټکـــــــــــــری زمــــــــــــادکلي او دســــــــــــــــتار زما دکلي
................پيرمحمد کاروان ...................................[/quote:24f4d30bc5]

ګرانو ورونو او خويندو!سلامونه مې ومنئ تاسو خو د وطن په غم او ياد کې ښکلې څلوريځي ليکلي دي خو زما په نظر په اوس وخت کې د وطن سره داسې مينه په کار ده لکه يو شاعر چې وايي
[color=darkred:24f4d30bc5]لاس کې مې توره تکه سپينه لا شته
په مجاهد زړه کې مې وينه لا شته
وطنه څنګه به دې بل ته پرېږدو
چې په هر رګ کې مو ستا مينه لا شته[/color:24f4d30bc5]

يا داسې چې

[color=red:24f4d30bc5]ښه پرې پوهېږم چې مې سر په لور د دار روان دى
خو بيا هم شکر دى چې ستا د عشق پر لار روان دى
وطنه ستا مينه کې ځينې له سرونو تېر شول
د ځينو نورو په همدې نوم کارو بار روان دى[/color:24f4d30bc5]

که څنګه تاسو په کې څۀ وايي[size=18:24f4d30bc5][/size:24f4d30bc5]


hamid khan
05.02.2009

السلام عليکم............

سليم وروره بې ادبي دې معاف وي، تقريبا  په دې سلسه کې دې ډير غول خوړلي دي٠ تا د مجاهدينو او د جهاد سپکاوئ کړی دی٠

ورره ته دامريکايانو په اړه څه وايې؟؟؟

په درناوي


watanmal
14.03.2009

مينه انس دی ،انس انسان دی
چــي اســــــاس ددې جــهــان دي
دنـــــړۍ دپــايــښـــت نــــــوم دی
اوکـــه نــــه دا جــهـــان وران دي


aman1
26.03.2009

لیلماخوری بل کارلکه سی نلری خوسی یوه موضوع راخلاس کوتابه ګډون پکشی کړی وی
بله لا داچی ګیراکان دی بیخی ډیردی هرچاستاوموضوع ته جوابی لیکنه کړی یی
اوبل لنډی دی ډیری ښی لنډی لیکلی دی خوافسوس چی دچاسرنه په خلاسیږی


watanmal
02.04.2009

نن مى د ستورو كرونده شعري ټوټو كتاب لوستو نو دغه رباعى به تاسى ته ترينه وليكم
تكل:

[color=darkblue:0fdf4f3995]شوم سرګردانه خو له تانه رو ګردانه نه شوم
خوږه جانانه ستا په عشق كښې بې ايمانه نه شوم
تكل مې وكړ د منزل پر لور د سر په بيه
ستومانه ډېر شوم، خوښي داده چې پښېمانه نه شوم[/color:0fdf4f3995]


څلوریزه

Syed Shah SaqeeM
14.04.2009

سلامونه .

د غوث الدین فروتن یوه څلوریزه .

نه چا ته لاس نیسم او نه ورته خيرات غوامه
زه مي خپل کلي خپل وطن لره ثبات غواړمه

زما په غم چې ټکوي د خوشالۍ لاسونه
و هغو خلکو ته د ځان رنګه حالات غواړمه

په درنښت ستاسو سقیم


watanmal
14.04.2009

سقيم صيب سلامونه ښى چارى

شه څلوريزه مو ليكلى وه.

======
چې يې غاړه وى تل جوړه غړوندى ته
پوهه نه لري ، سړى نه دى ، څاروى دى

د خپلواك ژوندون غوښتنه مه ترې غواړه
بس په كار ورته اخور دى ، بل موږى دى

===========
په مينه
وطنمل


سلام

Syed Shah SaqeeM
18.04.2009

سلام :

د حيران غزل وه غوښتل مي ورڅخه دوه بيته را واخلم خو چې خوند يې راكړ څو بيتونه يې ليكم

اشنا لاړو بې وفا شو خو ځه خېر دى
ښه پوهېږم چې خطا شو خو ځه خېر دى

ما پرې شل زره روپۍ وې لگولې
بې پښتو شو د بل چا شو خو ځه خېر دى

د پوډرو کاروبار ته مې ډېر زړه و
يو وزير که مې اشنا خو ځه خېر دى

يو کانديد له مې ووټ ورکړو ښه سړى و
چې کامياب شو نو بلا شو خو ځه خېر دى

اوبامه به راته نوې کرښې کاږي
دا لا بل جنجال پېدا شو خو ځه خېر دى


bazgar
19.10.2009

اشنا ولي درنه لاړو دبل چا شو؟
چې پري ستا دمحبت کورګى تباشو

ستا وشل زره روپوتي سترګي پټي
ځکه دى هم يوساعت لپاره ستا شو


watanmal
22.10.2009

ډيموكراسۍ ورباندى لوبى وكړى
له پښتون قام ئى هغه جوش يوړو
=========================== چى به بيدار وه د غيرت په وخت كى
=========================== ترينه ډالرو هغه هوش يوړو
قبر دى وشلوه رادرومه پسى
امان الله ميډال د بوش يوړو
===================== د خوستيانو له مشاعرى څخه

================

په مينه
وطنمل


پښتون یار
01.03.2010

كه عرب دي كه عجم دي او كه ته
كه څوك بد راپوري وايي او كه ښه

سپين ته تور او تورته سپين وايلى نه شم
زه د هيچا پروا نه لرم ويښته


خمینی

tandar
29.05.2010

خمینی پروت په فرانسه نه په تهران کی
.....................................انقلاب دده روان و په ایران کی
....................................په شعر اوکه خبره
.................................... انقلاب زه جوړومه
................................................دافغان تاریخ ژوندی کومه په جهان کی
................................................باوری نیولی دا سنګر نن په المان کی
سلامونه٠ باوری خوږیاڼی


خمینی

tandar
01.06.2010

خمینی پروت په فرانسه نه په تهران کی
.....................................انقلاب دده روان و په ایران کی
....................................په شعر اوکه خبره
.................................... انقلاب زه جوړومه
................................................دافغان تاریخ ژوندی کومه په جهان کی
................................................باوری نیولی دا سنګر نن په المان کی
سلامونه٠ باوری خوږیاڼی


watanmal
02.06.2010

خورى به د اجل غشى چى دلته څوك په جنګ راځى
دلته د مور پلار ازار وهلى په غورځنګ راځى
دا زمونږ غيور ولس وى تل خوښ په جنګونو كى
ګرځى دښمنانو پسى غرونو په رغونو كى
زوګ د تكبيرو يى له هر غره له هر ګړنګ راځى
دلته د مور پلار ازار وهلى په غورځنګ راځى


نقاد
03.07.2010

.............................................. بوډاګي ُ ُ انقلابيُ ُ ته

بس سټه د بيرو خم په ميخانه کې
..................................................... خيالپلو دې غږوه په فرانسه کې

لکه چتکی پورته نيسه پښې آسمان ته
............................................. که رالويږي چې يې نيسې په پنجه کې

په دې خيال دې انقلاب خېټه کې جوړ که
............................................ خوشبويي به يې کړې صادره په نيشه کې

د اتيا کالو خطا به دې کپه کړي
............................................. چې له خاورو سره کښته شې ډولچه کې


له اصله

tandar
08.07.2010

له اصله قندهاری یا ننګرهاری دی
...............................................شهرنو کی نن اوسیږی
مورنې ژبه ې پښتو ده
..............................................په فارسی درته غږیږی
خدای دی نور ګونګی کړه
............................................که دباوری په دوعا و کیږی


د ډاکټر حسن څلوریزی

پښتون.
26.11.2010

سلامونه !د دی فورم په سر کی عنوان وه څلوریزی خو بیا وروسته هر څه ورګډ شوی دی .
ځینو بس نورو ته جهاد غوښتلو
زمونږ وطن يې غم اباد غوښتلو
ماته يې وې زړه په اسلام اباد کړه
ځان ته يې ټول اسلام اباد غوښتلو
***
ریال په یوه جنت يې بل لاس کې و
بل يې هر یو ګڼی دکفر بچی
اوس دغربیانو شنه مخونه څټي
چا چې اسلام په ګز دږیري کچی


پښتون یار
14.04.2011

ژوند لکه مڼه داسې
زیاتې ښکلی رنګ لري
نه وي هر یوه کې خوند
ډېرو کې چینجي هم وي


۰
18.04.2011

په پوچو بدو خبرو څه شي.........ته به بدښکاري دبل څه نشي
که بد ووايـي پـخپله بد يي.........داستاپه بدو نورخلک بـد نشي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more