د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه


هيواد شېرزاد
09.11.2003

ګرانه ووره، ډېره ښکلی څلوريزه وه. خدای ج مو د قلم څوکه همداسې ښېرازه لره.

ښه دا واوره.

کله کله مــــــې غم داسې ځای ته تېر شي
چې هم خپل او هم پردي راځنې هېر شي
د مرګي او د ژونـدون مې سره جنګ شي
د مرګي په کــې د ژوند نه بری ډېر شـــي

٢٠\١٢\٢٠٠٢ مالمو ـ سويډن


انځورګر
14.11.2003

دروند ورور هيواده سلامونه



مجيب انګار
17.11.2003

دپښتون خټه له غيرت ځنې ده
ډکه له ننګ اوشجاعت ځنې ده
پښتانه چاته خپل بدل نه پريږدي
ځان ددنيا مخکې خجل نه پريږدي


انځورګر
30.11.2003

سلامونه انګار وروره ښې چاري



محمد اسحق شيوانی
04.01.2004

ګرانو افغانانودټول افغان دپاڼي ليکوالانو خويندو او وړونو سلامونه مي ومنئ

تاسو ډير ښه په زړه يوري اشعار را مينځ ته کړی، خو داچه زه شاعر نه يم،خو دپښتو شعر او شاعرانو سره مي ډيره له حده زياته مينه ده، زه پدي نسم طوانيدالاي چه خپله يو شعر مکمل جوړ کړم، خو دډيرو ډيرو نيمګړ تياوو سره
يو څه وليکم او خپل دزړه څه يې وباسم...
___________________________
که پـــــــــــه عمر مړيدل غواړي دانسته
که د مـــــرګه خلاصيدل غواړي دانسته
عــــبادت وکړه چه رب درڅه راضي سي
که په سوال جنت ته تلل غواړي دانسته

ده دغه شعر په مقابل کي مي دغه شعر ليکليدی..

که مـــرګ څخه پناغواړي دانسته
که ژوند څخه وفــا غواړي دانسته
دانسان شرف په عـــــلم او آدب دي
کـــه دعلم انـــــــتهاغواړي دانسته

په درنښت
ستاسو کشری ورور محمد اسحق (شيوانی)
afghan_farahi2001@yahoo.com


انځورګر
11.01.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



محمد اسحق شيوانی
17.01.2004

ښاغلي هادي جانه وروره سلاموته وعليکم وايم، هيله ده چه زما له اړخه ښه تازه سلامونه قبول کړي
دروند ورور هادي جانه ماستاسودغوښتنې سره سم خپل څلوريزه په((( (پښتوشعر څنګه جوړيږي))))) کي وليکی ...
او هيله دخپلو پښتنو شاعرانو اوپه شعر پوه وروڼواو خويندو څخه لرم چه هغه مطرح کړي........................

هادي وروره څلوريزه دوطن په باب ليکلي ده، که راپسي خاندې نه ، نو زه به هم يو څه سره دينمګړتياوو وه ليکم، اوهيله ده چه ستاسو به خوښه سي........................................................

***************************** که پوهيږي *************************************
دادنـــــــــــــياپرتيـــــــــــــــري دو ده کـــــــــــــــه پوهـــــــــــــــيږي
خوښــــــه ستــــــــــــاده کـــــــوي خوب که راويښــــــــــــــــيږي
پر وطــــــــــن دي مســـــــلط پردي لــــــــــيويــــان ســـــــــــــول
يايـــــــــه مل ســـــــــــه، يابه کلــــــــــــک ورته دريــــــــــــــــږي

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی
afghan_farahi@yahoo.com


انځورګر
18.01.2004

شيواني ګله سلامونه او خوږې شېبې !



محمد اسحق شيوانی
19.01.2004

ښائسته ګل دبوستانه، ښاغلئ هادي جانه سلاموته دي وعليکم سلام وايم، او يو وار بيا مي يو دسته سلامونه قبول کړه.....................
که راپُسي خاندي نه زه به يو بل شعر وليکم>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>

*************************** غمونه *****************************

يواځـــــــــــې ورته ټـــــــــــينګ يمه غــــــــمونه بي اندازه
بې غـــــــــوره جانان ګــــــوره راته نه ګــــــــــــوري له نازه
تړلـــــــــی بندپه بند يمــــــــه دعشــــــــــــق پ ه زولنو کي
خلاصــــــون که کله مــــــــومه دهــــــــــــــــــــــجر له ګدا زه

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی
afghan_farahi@yahoo.com



ليلماـ الفت
20.01.2004

وړونواو پتمونوخوندو سلامونه او نيکي هيلي
ستاسي څلوريزو خو ماشآالله ډير زور اخستئ دئ کور مو ودان چه دا موضوع مو لا ژوندئ ساتلې ده
نو زه به هم ملګرئ در سره وکمه
÷÷÷÷÷÷÷÷÷÷÷÷÷ دلمر باڼه ÷÷÷÷÷÷÷÷÷÷÷
چي ئې د خيال رنګين ماښام پر سر د بام تويوو
ټوله اسمان د سترو ځـــــــــــــان په يوه جام تويوو
دلمر باڼــــــــــه تر زړه ختلي د شفــــــــــــــــق نظر يو
ړنا دزخـــــــــــــــــم ماذيــــــــګر په هر ماښام تويوو
.......پروين ملال
په پښتنه او ساده کليواله پښتنه مينه



محمد اسحق شيوانی
22.01.2004

ګران ورور هادي جان او پتمنې خور ليما سلامونو ته مو عليکم سلام، او هيله ده چه زما له اړخه هم سلامونه قبول کړي.
ستاسو څلوريزي خو ماشاءالله ډيري ښه دي ، او ډير ي په زړه پوري دي. زړه مي راته وايې چه زه هم يوڅه وليکم.

**************************** [color=orange:bda6cc6f97]هجران[/color:bda6cc6f97] ************************

[color=green:bda6cc6f97]څوبــــــه شـــــــــــميرمه غمـــــــــــونه د هــــــــــجران
همـــــــــره ډيــــــــــر دي لکه ريـــــــــګ ده بيــــابان
دســــــــړي ددښـــــــــمني طاقــــــــــــت مي نــــه وو
خداي ((ج)) راپـــــــيښه دښمنې کـــــړه دجهــــــان[/color:bda6cc6f97]....................................... رحمان بابا

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی


انځورګر
30.01.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



محمد اسحق شيوانی
31.01.2004

ښاغلي هادي جانه وروره سلاموته دي وعليکم سلام.............

ګرانه هادي جانه: په دي هيڅ خوا مه بده وه چه هيواد ورور څه نه ليکي، ځکه دا خوزمونږ افغانانو عادت دي چه يو څه غټ سو بيا ده هيچا په قصه کي نه يو، :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:..... که څنګه هيواده وروره؟؟؟؟؟
ګران استاد هادي جانه تاسو ولي يواځي د هيواد ورور څخه ګيله کړي ده، دهغه نور خويندو او وړونو څخه دي هيڅ ګيله نده کړي، نه پوهيږم چه دا ولي.؟................ خير دي دا که دوي مرسته راسره نه کوي ، زه او ته به دغه موضوع پر مخ بيايو تر هغه وخته چه مو په طاقت وي********************* دا واوره*******************

....................................... که څوک چښل غواړي دعشق پياله شيرينه
....................................... صرف توي دي کـړي دزړه يـــو څاچکی وينه
....................................... که دا وايـــې چه دژوند حســـــن په څه کښي
....................................... مينه مــــــينه ده او مــــينه ده بـــــس مــــــــــينه

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی



هيواد شېرزاد
31.01.2004

درنو او خوږو ورونو، هادي جانه او شيواني جانه! لومړی مې سلامونه ومنئ.
خداي پاک دې وکړي چې روغ او رمټ اوسئ.
:lol: نو زه به همدا دُعا کوم چې خداي پاک دې ستاسې خولې ته څوک نه غورځوي، لکه د چرګ په شان بڼکې د سړي ځخه باسئ :D :D :D :D
زه په دغو ورځو کې د ښوونځي په درسونو بوخت يم، او بل دا چې کوم نوی شعر هم نه لرم. نو تاسې ته به څه وليکم ؟ زه د خپل رب څخه هر وخت دا هيله او تمنا لرم او وايم چې [color=blue:2f85829804]خدايه ، لوی مې کړې خو لويي رامه کړې،[/color:2f85829804] امين.



ليلماـ الفت
03.02.2004

ښاغلو اغلو سلامونه او پېرزويني
ګران هيواد ورور کيه !
ګيله دي مشه زه دي ملګرې يمه :cry: :cry: خو زما بيا په هر چا وس رسيږي خو هادي ګل مي استاد دئ او د استاد احترام ضروري دئ خو د هادي استاد ګيله پر ځای ده ځکه پخوا مو يو چه ليکله او اوس چنداني ما هم نه دي ليدلي___________--- خير دا واوره
ـ
[color=red:210c7db428])))))))))))))))))))) د ځوانۍ شپې (((((((((((((((((((((((((([/color:210c7db428]
[color=yellow:210c7db428]ويـــــــلي ، ويــــــلي په درګــــــــــــــاه کي د صنم مرم
پر سرو شونــــــــــډو د ګلاب لکه شبــــــــــــــــنم مرم
د سلـــــــــــــــګو مزل مي خدايــــــــه !چه لنډ نه کړې
سټرئ ، سټرئ ئې پر هر ګــــــــــــــــــــام او قدم مرم[/color:210c7db428]
[color=cyan:210c7db428]-------------------------------------------اسحاق ننګيال[/color:210c7db428]
ـ
په پوره کليواله پښتنه مينه __- ستاسي خور ليلما



محمد اسحق شيوانی
07.02.2004

ګرانو وروڼو هيله ده چه سلامونه مي قبول کړئ سره د نيکمرغه لوي اختر مبارکی.

که خوا راڅه نه بده وی نو دا څلوريزه واوری.......................

[color=green:351e61364c]***))))))))))))))))))))))))))))) نه خلايږم(((((((((((((((((((((((((((((((***[/color:351e61364c][color=darkblue:351e61364c]
دهجـــــــــــــــران لــــــــــــمبويم ســــــــــــوی نه ســــــــــــړيږم
دفـــــــــــــراق رســــــــــــــی وُلچک کـــــــــړم نه خلاصيږم
که دمـــــــــينــي منسب غـــــــــــــوره کـــــــــــړم وه ځان ته
په دنيــــــــــــاکي ليونــــــــــــــی او رســــــــــــــــــــــــواکيږم[/color:351e61364c]

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی


انځورګر
08.02.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



محمد اسحق شيوانی
14.02.2004

ښاغلئ او منلئ اُستاد هادي جانه سلامونو ته دي وعليکم سلام، هيله ده چه زما داړخه هم سلامونه قبول کړه.
څلوريزه واوره................................!!!!!!!!!!!!!!!!!

[color=blue:8991497d87]پر رقيب چه مي اختر دي له جانانه مي ګيله ده
خپل جنون په کاڼو ولم له آسمانه مي ګيله ده
دهوښيارو په ټولۍ کي نصيب ځاي نه وو راکړی
زولنې نه رار سيږي له زندانه مي ګيله ده[/color:8991497d87]
..........................................................................جهاني

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی


انځورګر
25.02.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



هيواد شېرزاد
13.03.2004

زما ګرانو او زړه ته رانږدې دوستانو، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ.
د څنارونو د شاعر ښاغلي پيرمحمد کاروان يوه ښکلې څلوريزه درته ليکم، چې زما ډېره خوښيږي.

........... ژوند مې د سپين ستوري په څېر خوښيږي
.................... او، له سپوږمۍ مې لاس چـــاپېر خوښيږي
........... شــــــــاعــــر ســـړی يــمه، رښــــتـيا به وايـــــم
.................... دا [color=darkred:47ae5d464b]ښکلــي[/color:47ae5d464b] نـــه دي، دا مـــــې ډېــر خوښيږي


څلوريځه

ABUL KHALIQ SAFI
15.03.2004

سلامونه او نيکی هيلی د ټول افغان د ټول افغان دپاڼی مينه والو ته،هيله ده چه ټول هوسا او بسا اوسی.
دا هم ځما څلوريځه.

سترګی د ليلا را ته ډيوی د تورو شپو شولی
زلفی ئی څپری ځما په سر د بيابانو شولی
تالنده بريښنا ځما د مينی د سپرلی شوه دا
اوښکی ئی بارانونه او روانی تری ويالی شولی

عبدالخالق ساپی ويانا ٦_٣_٢٠٠٤[/i][/quote][/code][/list]


Re: څلوريځه


هيواد شېرزاد
15.03.2004

[quote:44a73c0d87="ABUL KHALIQ SAFI"]سلامونه او نيکی هيلی د ټول افغان د ټول افغان دپاڼی مينه والو ته،هيله ده چه ټول هوسا او بسا اوسی.
دا هم ځما څلوريځه.

سترګی د ليلا را ته ډيوی د تورو شپو شولی
زلفی ئی څپری ځما په سر د بيابانو شولی
تالنده بريښنا ځما د مينی د سپرلی شوه دا
اوښکی ئی بارانونه او روانی تری ويالی شولی

عبدالخالق ساپی ويانا ٦_٣_٢٠٠٤[/i][/quote:44a73c0d87][/code][/list][/quote]

محترم ساپی صيب، ښې چارې!
څلوريځه مو ښکلی وه خو، که پام ورته وکړئ نو يو څه يې د څلوريځې د چوکاټ څخه پښې غځولي دي. هغه ځکه چې: دڅلوريځې سيلابونه بايد د جوړښت له مخې په يوه اندازه وي، او همدا شان بايد د لومړي ، دوهم او څلورم بيت قافيې توري سره ورته اوازونه ولري. ستاسې د څلوريځې ١ ،٢ او ٣ بيتونه ١٥ سېلابه او ٤ يې ١٦ سېلابه دي، او همدا شان د ٤ بيت قافيه او وزن د مطلع سره سمون نه خوري. ځکه په مطلع کې د قافيې توري [color=darkblue:44a73c0d87]شپو[/color:44a73c0d87]، [color=darkblue:44a73c0d87]بيابانو[/color:44a73c0d87] ليکل شوي دي مګر په اخري بيت کې د قافيې توری [color=red:44a73c0d87]ويالی[/color:44a73c0d87] ليکل شوی چې د تېرو قافيې تورو سره سمون نه خوري.
وروره ، چې رانه خوابدی نه شی. دغه زما نظر ؤ او درته مې وليکو.


انځورګر
19.03.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



محمد اسحق شيوانی
25.03.2004

ګران ورور هادي جان او ښاغلي هيواد شيرزاد او د ټول افغان ټول کتونکو ته اسلام عليکم...
ګرانه وروره هادي جانه: - د ځنډني پيغام څخه خښنه غواړم، څه تخنيکي ستونځي مي درلودي او نه سوه مي کولاي چه په دغه ښکلي پاڼه کښي څه وليکم، او دادي يو ځل بيا ستاسو او هيوادوالو په چوپړ کي.

:[color=green:3cd4cd3f15]*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*[/color:3cd4cd3f15] [color=red:3cd4cd3f15]عاشقي[/color:3cd4cd3f15] [color=blue:3cd4cd3f15]:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*:*[/color:3cd4cd3f15][color=darkblue:3cd4cd3f15]
چه بر هم کا عاشقي د چا مزاج
حکيمان ئي درمانده شي په علاج
په آشنا پسي تل ژاړي په دوه سترګو
د اوبو په ځای خوناب کاندِ اخراج[/color:3cd4cd3f15]

.................................................................. [color=white:3cd4cd3f15]رحمان بابا[/color:3cd4cd3f15]

په پښتنه مينه
ستاسو کشرۍ ورور محمد اسحق شيوانی



ليلماـ الفت
03.04.2004

ګرانه شيواني وروره سلامونه
د لنډيو په فورم کي تا د هادي جانه ګيله کوله دادئ زه خو راغلم هغه دي هم خدائ راولي
چه ګيلمن نه شې زه به هم درته يوه څلوريزه وليکم
[color=yellow:674b3ad48f]<<<<<<<<< اوښکي >>>>>>>>>>>[/color:674b3ad48f]
[color=cyan:674b3ad48f]اوښکي ســــــــــمندر سوې سيلابونــــــــــه سوه
ولاړه بــــــــــــــــې مــــــــــــــــهاره بهــــــــيرونه سوه
يو ئــــــــــــــې وړه جالــــــــــونه له خـپل ځان سره
زړونه ئـــــــــــــــې تسخير کـــــــــړه منترونه سوه[/color:674b3ad48f]
په کليواله پښتنه مينه
ستاسي خور الفت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more