وطن پال او نور ګټور شعرونه
      کټوازی
      29.01.2007
    
وايي دنيا چې ابادېږي ولې؟
 دايي جواب دی چې ورانېږي ولې 
کار خو د سترګو وي له سترګو سره
سترګې له سترګو نه شرمېږي ولې!!؟
ستر حمزه بابا
_____________________
هاهاهاها يره خو حامد کاکا!
رښتيا هم چې د خندا خبره ده، خو لېوني چې څۀ وايي پخپله هم ورباندې نه پوهېږي [color=blue:f3006308b9]ښايي[/color:f3006308b9] دا ښکلی امتزاج د هغې ناخبرۍ له لمنې وي چې ستاسو پرطبيعي عمر يې سيوری کړی او زۀ يي اټکل نه شم کولای! که څرنګه؟
      رښتینی
      29.01.2007
    
يا هغه پښتانه نوروو  داڅه نور سول 
يا دخداي دي اوس دا هسي شان فرمان 
خوشال خټک
-----------------------------
ياره صميم صيب زه چي دا مشترک توري (صيب) ګرد ورد درسره ګرځوم
لامل يي همدا نا خبري ده خو زه وايم چي دا انټرنيټي يارانه داسي مجهوله
 بايد پريږدو که څنګه ؟؟
اخير دا مازديګر؛ سقيم ؛عصمت او پکتيس وروڼه ځه شول ؟؟؟؟
په مينه
      مازدیګر
      29.01.2007
    
نن دې وخت دی که مې اه وفریاداورې
څو چې خاورې نه دی هر اندام زما
رحمان بابا
سلامونه دی وی او په دی خواږه مجلس دی وی
او په هغو ټولو دی وی چه د ژوندی احساس خاوندان دی
دشعر په خوږه پسته او مینه ناکه ژبه پوهیږی 
صمیم ورورکیه رښتیا درته وایم دوست ته می داسی تلوسه وه او ده
چه بیانول یی ګران دی دا چی نه یو بریالی چی پیدایی کړو                  ...البته الله ته به منظوره نه  وی ممکن...       که نه ښرنه خو دومره پردی مخی 
نه ده چه (دوستان)هم نه پکی پیدا کیږی ...
حامد صیب مازدیګر خو دغه ده په ټاکلی محال حاضر ده خدای پاک 
دی دا نور ملګری هم را پیدا کړی ...ښه صبا درته غواړم
      رښتینی
      29.01.2007
    
اوښکي په څه باندي کړم وچي خدايه څه لرم زه 
لستوڼي شته خوپه لستوني کي لاس نه لرم زه 
درويش
---------------------------
ټولوته سلامونه اونيکي هيلي
      عصمت الله
      29.01.2007
    
الله پاک مو مه خواره وه حامده ورور او صمیم جانه ورور له نورو یارانو سره
  په تاسو دغه مشاعره  څومره ښکلې ښکاری خدای پاک مو تل دغه شان حاضر لره
 له مازدګری ورور   سره
صمیم جانه ورور زه خو دی هغه بلې غاړې پښتنو ورور نو په ژبه   په چوبیست  ساعتو کې یو ځل کولای شم راشم نور خو زیاد وخت په کار کې یم
درواخلۍ دغه خوږ بیت
همګي بزرګواران چې څوک يې وایي 
د هــــمـــه و بــــزرګـــوار دى رب ځــــــما 
(رحمان بابا)
      رښتینی
      30.01.2007
    
اوښکي ددرويش به تنها ستا دپاره نه څاڅي
بله به  هم  څوک  په  دي غميو در شريکه  وي 
درويش
-----------------------------------
ټولوخوږوملګروته سلامونه 
ياره عصمت الله جانه له دي (ي) نه مو خلاصون
ګران  ده دازه نه وم چي چي ناري سوري به مي 
وهلي خواوس يي بياهم راوړم راځئ ازاده يي کړو
که څنګه مو خوښه ده ؟؟؟
      مازدیګر
      30.01.2007
    
يا خو زه ورته نظر کولی نشم
يا خو دې ډير په ليمو کي زوروردې
خاطر
      رښتینی
      30.01.2007
    
يوسف هاله شه لايق دبادشاهي
چي يي وخوړي څپيړي دغضب 
حميد 
=================
سلامونه او نيکي هيلي
      مازدیګر
      30.01.2007
    
بيا يې وار په دا دنيا نشته رحمانه
په هر چا باندي چه تير شو وار دعمر
رحمان بابا
نيکي هيلی او ډير سلامونه
      رښتینی
      30.01.2007
    
راغلم جهان ځاي داوسيدونه و
کډه په زيړي مازديګر بيرته وړم 
پسرلۍ
=========================
مازديګريه وروره لکه ماوتا يي چي سره پريښودلو ؟
خير ميدان به نه خوشۍ کوو ديارانوله غيرحاضري او
ياګانوسره به په نره مقابله کوو :)  :) 
په مينه
      عصمت الله
      30.01.2007
    
سلامونه بیا هم ټولو ته سلامونه  له ښه صحت او خوشحاله ژوند سره
 ښه خیر حامده ورور  دې ( ی) یاګانو بندیز خلاص شو.
 دغه زه  هم له (ی) سره راغلم
 ما ته حورې غلمان مه ځنډه بس دی 
 په والله که مې له تانه په چا کار شی
  ( غنی خان )
 ورورنو  بښنه غواړم زه کله کله  غلطیږم .
 کوم بیت مې که غلط لیکلی وی نو په بزرګواری مو وبښۍ
 که چا راته سم کړو ډیر منندوي به یې یم
      مازدیګر
      31.01.2007
    
يو ځلې يې وران کړي ستا تصوير راله اشنا
هم هغسی زما هغه فکرونه نه جوړيږی
خاطر
سلامونه
حامد صيب دملګرو حال خو داده لکه 
(سائل) چه فرمايي
ته دژمی لمر شوی په اسمان کی ښکاره کيږی نه
سترګوته نظر شوی خو په سترګو ليدل کيږی نه
او له (سائل )نه مخکی به لا پښتنو پو هانو متل کاوه
چه اوبه له سره خړيږی نو پړه خو زماپه  رايي  
ټوله په صميم صيب وراوړي که نه يي منی دا نو بيله خبره ده
راغلو د (ی) موضوع ته نو تر څو چه دی د ورور حافضه له کاره نه ده غورزيدلي
تر هغی خو بی خوف و خطر په ميدان ولاړ اوسه
ستا سو خاطر راباندی ګران وو چه د(ی )بيتونه می نه ليکل که نه شکر دی پښتو
بډايه ده .....بريالی اوسۍ .
      M Musa Pakteen
      31.01.2007
    
يو وخت ؤ چي زه هم ومه دښکلو د سرتاج
  وختونه دې تيريږي نن که بر دئ د چا لاس
...................
محمد حسن حقيار 
.........................................
 ګرانو وروڼو 
 سلامونه او نيکي هيلي هر يو ته په جداګانه ډول!
 او حامد صيب دادی  زه خو راغلم خدای دي کړي چې دا نور ياران هم راشي يعني  کټوا زی صيب او خوستی صيب!
      عصمت الله
      31.01.2007
    
ستـــا په تــورکــــه په خــــنجــر قلــم قلـــم شم 
آزاد ســــر یمــــه په خــــدای که ورته خـم شم 
 ( پیر محمد کاروان )
      رښتینی
      31.01.2007
    
موږ يي غواړو اي حسينه ! دخپل وخت له جابرانو
دي چي ستا دپاکي ويني په يزيد پسي پور پاته
درويش
=================
ټولوته سلام اونيکي هيلي
په مينه
      مازدیګر
      01.02.2007
    
هغه يار مې هسې ناست دزړه په سر ده
لکه ايښې دچا ګل وي په دستار
رحمان بابا
په مينه----------------------------------
      ښکلا
      01.02.2007
    
راشه جنت مې شه جنت به دې شم
راشه ايمان مې شه ايمان به دې شم
پيرمحمد کاروان
________________
ټولو وروڼو ته سلامونه او نېکې هيلې
      عصمت الله
      01.02.2007
    
زه هم ټولو ته سلامونه وړاندې کوم سره له نیکو هیلو
منم په هـــر څه کې احــتياط مـنمه ***. خو يو په مينه کــــــې افــراط مـنمه
(پیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر محمد کــــــــــــــاروان )
      رښتینی
      05.02.2007
    
هغه درويش ترپايه ونه کړهګيله له وخته 
په پټه خله يي دخپل تن زخمي څرمن ګنډله 
درويش 
___________________________________
 ملګرو داسي  بريښي چي مجلس مخ په سړيدو روان دي ؟
      عبدالشکور جوا
      07.02.2007
    
تولو ورونو ته د زره له کومی سلام وایم
پام چی تمنا دی بی نشی نه شی
لنډی مرحلی چی د اوږدی نه شی 
عشقه پښیمانی په میو مستی کړه 
پام کوه چی جوړی تر توبی نه شی
حمزه بابا
      عبدالشکور جوا
      07.02.2007
    
ددی شعر جواب له تاسو سخه غوارمه
ستا په لار کی د پل نخه جوریدمه تلمه تلمه 
جاروتل می ناممکن وه ورانیدمه تلمه تلمه 
لکه اوخکه ناقراره دلمر مخی په حسرت کی 
د فنا په لور روانه سسیدمه تلمه تلمه 
حوادث که شو رامخ لکه بی واره تندرونه
دفنا په لور روانه سسیدمه تلمه تلمه 
 حمزه بابا :x
      مازدیګر
      08.02.2007
    
هر کلام چې بي دتا له ياده وکړم
سل توبی دی په هغه کلام زما
رحمان بابا
عبدالشکور جوا وروره ستړی مشی
دبيت بازی بانډار ته ښه راغلی ورورکيه ددی مقابلي
څو اسان شرايط دی او لمړی يي داده چه پورتنی بیت
چه په کوم حرف ختم شوی وی ستاسی بیت بايد
په هغه حرف شروع شوي وی دلا زیاتو تفصيلاتو لپاره
ددي بانډار په اوله پاڼه کی ددی مقابلی دبنيادګذار
ښاغلی صمیم کټوازی صيب لار ښونی کتلای شی
هیله ده راسره اوسۍ
له ګډون نه مو مننه 
      Syed Shah SaqeeM
      13.02.2007
    
سلامونه ملګرو هيله ده روغ او جوړ به ياست .
[color=cyan:962534729e]الهي دمحبت سوز  او ګداز را 
په دا اور کې د سهي سمندر ساز را
حميدبابا[/color:962534729e]
په مينه ستاسو ورک سقيم
      کټوازی
      18.02.2007
    
اوس د هجرې مجلس ته هم د شپې ياران نه راځي
 پر لاره تلو داسې ويل يوۀ لېوني مساپر
________
طاهر بونيری
________
سقيم جانه!
سلامونه او نېک هيلې 
داپاس شعر که څۀ هم چې مخکې هم ليکل شوی وو خو د يارانو د غيرحاضرۍ د موقعې پۀ مناسبت مې يي د تکرار ضرورت بيا موند!
      عبدالشکور جوا
      21.02.2007
    
ای ساقی زمونږ مستی به یی پښیمان کړی
لومړی شیخ ته شراب ورکړه میخوار پریږده
واخله ومی کړه توبه درله د میو 
ای واعظه لږ می کیف ته اوزگار پریږده
ای حمزه چی سری کار دی شو له عشقه 
راشه بس کړه ددنیا کاروبار پریږده