وطن پال او نور ګټور شعرونه
      M Musa Pakteen
      25.01.2007
    
يره معلوميژي چې ملګرو بيا غېرحاضري زياته کړله
 ملغلرې زور وروته ورپریږدي
 اوښکې خپل کور ته کمزوري راوړي راشي
...............
درويش درانی
      M Musa Pakteen
      25.01.2007
    
يو پوځ دترابان دى ګل اندامې درپسې دى 
 کېږدۍ د خپل وجود کې به تا هر چا نه پنهان کړم 
................
نجيب عامر
حامد صيب ماويل له ي سره دي جوړه نهده ځکه پخپل شعر پخپله بل شعر ليکم
خو دانور ملګري ؟
      مازدیګر
      25.01.2007
    
یاره زما سترګې سپینی شوی دی
راشه که راځې خو دنظر په شان
یاسین
دټولو دسوکحالۍ په هیله
      مازدیګر
      25.01.2007
    
مينه درواخله اوكوه يې ددنيا په مخكې 
بې تورې مه شې ګرانه ،تورې بلا په مخكې
نصرت الهام
یره خو پکتین صیب په دی ډار کی
چی غیر حاضر می ونه لیکی
په غړپ کی خطا شوم ...بخښنه غواړم
      مازدیګر
      26.01.2007
    
يوڅـــوك راغلى په محــراب زمادخيا ل 
اخلي مستي اخـــلي شــرا ب زمادخيا ل
عبدالله الهام
سلامونه ...څوک شته :?:
      رښتینی
      26.01.2007
    
زه يم خو له (ي) سره
[color=darkred:af4195e046]له داره چي را وڅاڅي زما دزخم وينه 
دحق پر دښمنانوبه زوال هغه وخت راشي
درويش[/color:af4195e046]
-------------------------------------
له (ي) څخه نه  ډاريږم خودملګروپه خبربايد
عمل وکړو 
په مينه
      کټوازی
      26.01.2007
    
يو داسې درد لرمه پۀ زړګوټي کې دننه
رباب که غېږ کې کېږدمه راکښته به باران کړم
_____  نجيب عامر ____ ننګرهار
ګرانو او زړۀ ته رانږدې يارانو
هر يو ګران ورور عصمت الله چې تل يې پۀ زړۀ يم او ناسوبتيا مې محسوسوي اومشر ورور حامد جان! چې پۀ توکل يې پۀ ټول افغان کې حاضر بللی يم خو خدای خبر چې څرنګه؟ يره که رښتيا ووايم ټوکو ته مې ورسره ډېر زړۀ کېږي خو دا ارمان مې نه راپوره کوي!
ګران سيدشاه سقيم چې پۀ دې وروستيو کې يي بيا شاتګ کړی ياني کور يې ور پرزړۀ سوی، کشکي چې د ټوکو پاڼې وای او پۀ دې تړاو مې پر اندړو لږ چېړلی وای!
او مازديګر ....................!؟
له بده مرغه چې تخلص يې لکه چې موږ يې محسوسوو هغسي نه، د مازديګر غوندې د ملګرتيا خاطرې يي لږې خوږې خو بيا تيارې وي
او نورو درنو لوستونکو پۀ تېره بيا ګران پاچا خوستی  ته سلامونه اونېکې هيلې ډالۍ کوم !
له بده مرغه چې زۀ به و نه شم کولای ستاسو پۀ خوږو بنډارونو کې پاته شم!
دا چې ولې؟
نه شم ويلای ځکه چې همدا څو شېبې وړاندې هم پۀ يو ځای کې له ډېر څۀ ويلو پرته راولاړ شوی يم!
پۀ مينه، محبت او بې کچه صميميت  ستاسو کشری ورور
      مازدیګر
      26.01.2007
    
مينه د دنيا چي څوك زخمي كړي رغتيا نه لري
څله دي په زړه كي دا زرينه توره ماته كړه
درویش درانی
حامد صیب زیری می درباندی ورک  کټوازی مو بیا راپیدا شو
صمیم ورور خدای دی هرکله راوله
سړیه کله کله تر میلمستیا تیریږه....
اباد او ودان اوسی
      رښتینی
      26.01.2007
    
هريوحسين له دي يثربه کربلاته تللي 
هرمسيحا له دي وطنه دارته کډه وکړه
درويش
------------------------------
...........................
      کټوازی
      27.01.2007
    
[color=blue:9107c6b920]
هلته، تر غره شا، بهر، له ليرې نه 
 پيل به کړو، موږ خپل سفر له ليرې نه [/color:9107c6b920]
صالح محمد صالح ......... کندهار
_________
حامد کاکا جوړې بيا رانه خفه شوی يې ، غم يې مه کوه مړه دلته درسره ټوکې نه کوم چې کله يي وړ ځای ته راپېښ شوې بيا نو ستا د اجازت ضرورت هم نشته :lol:  :oops:  :oops: 
دمازديګر غوندې د خوږو شېبو راوړونکيه مازديګره!
تر مېلمستيا تېريم!
بيا هم ټولو وروڼو هريو عصمت الله سيدشاه سقيم په ځانګړي ډول زموږ نوي ملګري موسی پکتين ته سلامونه او نېکې هيلې
      مازدیګر
      27.01.2007
    
هسې ئې نه راتله په خوله خبره
سترګو ئې کړه راته دزړه خبره
حسن
صمیم ورورکیه کور دی ودان 
تل دی په دی خواږه بانډار کی راسره غواړو
حامد صیب د ډیر لوی زړه خاوند ده په وړو وړو خبرو نه خوا بدی
کیږی موږ ورباندی څو څو کرته ګرم شوی یو خو بیا یی هم 
زموږ د(ی)نه لیکلو ننواتی منلی او بخښلی ئی یو
نو همدغه هیله د هر ملګری په هکله تری لرو
خو په دی شرط چه که څوک رشتیا ګرم وی باید خپله ګرمه ومنی
او ننواتی ته غاړه کیږدی
ټولو ته د روښانه صبا په هیله.....
      عصمت الله
      27.01.2007
    
هر ګودر وران دي  دې اختر ټالونه پړوکی پړوکی
 سائله  دلـــته هـــم څـو ورځـــې  مـــخکې وه زندګی
 (رحمت شاه سائل)
 صمیم جانه ورور په خیر راغلی  
 باور وګړه چې راتک   ته دې دومره زیاد خوشحاله شوم لکه ماشوم چې اختر ته  خوشحالیږی . 
  خیر ده کوشش وکړه چې غیرحاضری کمه کړې
  که تاسو وایۍ چې زه وخت نه لرم .
 خو موږ هم  کم وخت لرو خلک به په هفته کې پنځه ورځې کار  کوی یا شپږ .
 زه اته ورځی کار کوم
 ستا دی خوشحاله ولو لپاره به زه یو  بل جادوګر غږ هم درولیږم که خدای کول
 
 له  (ی) سره مې وبښۍ
      رښتینی
      27.01.2007
    
يادښکليو دپايلو شرنګهاردي
يا د عشق  د  ليونيو د ځنځير
حميد
------------------------------------------------
ټولو وروڼوته سلام 
صميم صيب دادپاکستان کافر بجلي خودرته مالومه ده 
اوچي په ورځ کي څومره غائبه وي شکر وچي هغه ځواب 
مي وليکه او له تا ته د څه ليکلو تکل مي چي وکړ بيا 
نو بجلي ولاړه 
او دخپگان کومه خبره نه شته او که مناسب ټوکي دي زده وي  
نه پري خپه کيږمه بلکل درته اجازه ده خو ګوره (مناسب )ټکۍ 
دي له پامه ونه وزي هغه ستا او هوتک دټوکو بحث مي ليدلي
هغه ستا په اصطلاح وړ ځاي ته به هيڅکله درپيښ نه شم 
ګوره که په هغه ځاي کي مي ستا ليکني نه واي ليدلي  نو ټول پاکستان به 
مي درپسي پل کړي و او دلاس نيوي يا بيعت له پاره به دي په دربارکي حاضر
شوي وم او اوس هم  کله فکر وکړم چي پيدادي کړم ځکه شکمن شم چي هغه
 ليکني به ستا نه وي 
په هرصورت وروره له ملګرو نه به ولي خپه کيږو مونږ خو نيټ په دي نيت خلاصوو
چي يا خو څه په کي زده کړو او يا ليږ زړه خوشاله کړو او که دلته هم له سپوږموسره
ونيسوبيامودي الله مل شي 
په مينه
      کټوازی
      28.01.2007
    
[color=blue:4c2f244f19] راسه محبوبي درته سوالونه او زاري کوي
راسه مروره د مودو چې دې پخلا کړم [/color:4c2f244f19]
   
 آغلې بلقيس محبوبي حقيق  ( کندهار ، اوس کابل )
_______________
ګرانو وروڼو او خوږو يارانو،
سلامونه او نېکې هيلې 
 هو! مازديګريه! پوهېږم چې حامدجان خپه نه دی خو بس هسې مې ټوکه کوله ،ماويل لږ يې پر خبرو راوله !
او عصمت الله جان!  تر جادوګرې ډالۍ دې وګرځم، که دې لاس پرې رسېږي بس رالېږه يي چې يو څۀ مو ادبي او فرهنګي هيلې راخړوبې کړي  کنه  له دې مجازي نړۍ  وراخوا له هرپلوه پر تجريد او انزوا محکوم يم  چې نه شم کولای  ځانته ادبي او علمي چاپېريال پيداکړم.
او حامد کاکا! ستړی مه سې ! وای تۀ همدلته پۀ پاکستان کې يې؟؟؟؟؟
 زما اټکل خو لومړی  پر مدينه منوره  او بيا ډېرې لږې پر  ممبۍ / بمبۍ  او کلکتې منګولې ټينګې کړې وې !
 او پاته شوه پرما پسې د پاکستان پل کول ،  خو داچې ريکارډ مې  هغه د هوتک پۀ ملګرتيا کې لږ درته ګډوډ ښکاره شوی  او بېرته مو پښه نيولې!
يار هغه د ميډيکل پۀ اصطلاح به يي درته ووايم چې  Adoptism دانسان له طبيعي غرايزو څخه  يوه غريزه ده چې  دانساني ژوندانۀ د پايښت لپاره انسان  ته له بېلابېلو محيطي اوضاعو  سره د  آشنايۍ او تطابق  ځواک وربښي  چې موږ هم د انساني ټولنې د يو وګړي پۀ توګه له دغه اصل څخه بې برخې نه شو پاته کېدای  او لنډه يي دا چې  هغه د کليوالو پۀ ژبه هرځای ځایېدای شو!
خو پۀ هرصورت! داسې هم نه يم چې هرځای لکه ناګډه بېډۍ  ګډېږم  بس لکه چې وايو يي [color=white:4c2f244f19]وړ ځای [/color:4c2f244f19]  کټ مټ همداسې هغه د پېښوريانو خبره  د جومات او هجرې  فرق راباندې مالوم دی ، خو بس تاسو پوهېږئ چې ټولنيزې غوښتنې او د سوسايټي اداب هم سړی اړباسي چې کله کله له خپل طبيعت څخه هم د باندې ګام کېږدي !
خبرې مې اوږدې  کړې  له ټولو څخه پۀ ډېر عذر او معذرت !
ستاسې صميم
      مازدیګر
      28.01.2007
    
ماته بوريواله د بېړۍ انجام ښه نه ښکاري
وړي مو پر کوم لور له ناخدا څخه لار ورکه ده
بوریوال کاکړ
ټولو باندی سلام هیله ده چه دا دوه ورځی رخصتی مو ښه تیره شی
      کټوازی
      28.01.2007
    
[color=blue:2384e45a31] 
 هغه چې تا ورته د ټولې  آ سيا زړۀ ويلو
اوس څۀ خبريې چې پرهغه ملت څۀ تېرېږي
سلګۍ سلګۍ دی ساندې ساندې دی سنګر سنګر دی
د فاتح هند د بچو شپې پر ډېرانۀ تېرېږي [/color:2384e45a31]
صابر ( پېښور )
مازديګر وروره،  سره له تاسو!
 (دادوه بيتونه د ښاغلي صابر شاه  صابر د هغه نظم څخه راوړل شوي چې پۀ لاهور کې يي د ختيځ د فلسفي شاعر علامه اقبال پر مزار  پۀ في البديهه  توګه ويلی خو له ماسره يي له بده مرغه    يوازې همدا دوه بيتونه پۀ مېموري کې محفوظ دي )
      کټوازی
      28.01.2007
    
يوخوا وطن! بل خوا ته يار حقياره ؟؟ 
وايي چې ځه له ننګرهاره وځو
محمد حسن حقيار
________
 ی ظالمه  راغلې وه ځکه مې پر [color=blue:766b75788a]واو[/color:766b75788a]  واړوله!
      M Musa Pakteen
      28.01.2007
    
ولاړه وه سالو کې له حيا سره نجلۍ
 په څنډه دكيږدۍ کې وه له ما سره نجلۍ
............ فاروق فردا 
.............................................
 کټوازئ صيب    مازدېګر صيب  او حامد صيب
سلامونه او  ښي چارې
      Syed Shah SaqeeM
      28.01.2007
    
سلامونه ملګرو هيله ده روغ اوجوړ به ياست .
ياره بيخي  مي زړه غواړي چي حجرې راسم خو څه وکړم دا کار راته يو څه 
ډېر ستونزمن دي .خير
[color=cyan:72c3c680af]يوپټ غلی احساس دی چې ارام مي نه پرېږدي
په اور مي کړوي لکه چي خام مي  نه پرېږدي
 
جرات مي ز ياتوي د ومره په ځان يمه پوه سوی
غافل له خپله حقه ا وغلام مي نه پرېږدي[/color:72c3c680af]
تربيا
      پاچاخوستي
      28.01.2007
    
ښې چارې !
له هرڅه نه مخکې ټولودوستانوته نيکې هيلې سلامونه وايم خداي  دوکړي چې ورځ موښه تيريږي ٠
صميم کټوازی صاحب ښه راغلې هروخت راشې ٠
يوزه يم چې لاسونه مې په ځمکې پورې ميخ دي
ختلې دي سپوږمۍ ته قافلې په منډه منډه
پيکار
      رښتینی
      28.01.2007
    
هغه دي هير دي که په زړه چي ستاپه لور در تلم
لکه  د غره  مستي  اوبه   تل  به  په  شور   در تلم 
پسرلۍ
-----------------------------------------------
صميم صيب ستا له وضاحت نه مننه زه د څوشپوله پاره
پاکستان ته راغلي يم او بيابه بيرته ځمه خوبمبۍ ته نه 
ښه وايي ستا له بمبۍ پوري مي ولا هغه (دوست) راپه ياد
شو بيخي ډيره موده کيږي چي نا درکه دي څه حال احوال 
يي لري که نه ؟
نوروټولو يارانوته سلامونه اودا معذرت مي ومنئ چي خبرو
ته مي خصوصي بڼه ورکړه 
په درنښت
      عصمت الله
      28.01.2007
    
ما د ژوند په لوبه کې  ګـــریوان تر لـمـن وشلاوه
تار په ستـــن کـې واچوه تڼـۍ د ګــریوانه راکــړه 
 شاغلی پیر محمد کاروان
 
 سلامونه او نیکې هیلې ټولو ته
      رښتینی
      29.01.2007
    
هره خوا دغم نيزونو وړي يم 
غم نه ستړي کيږي خو زه ستړي يم 
پسرلۍ
-----------
پرټولوسلام
      کټوازی
      29.01.2007
    
[color=blue:03e2e11b9d]مه بدوه زړۀ د یار له کاڼي کاڼي زړۀ نه
 دغلته صنم هم شته خو کور پۀ کې پیدا که[/color:03e2e11b9d]
رحمت شاه سايل ............. پېښور
_______________
سلامونه ټولو خوږو ملګرو ته !
يره موږ خو د واپډا تر مهرباني لاندې يو هره شېبه د بجلۍ د بندېدا ستونزه موجوده وي!  
 ګران پاچا خوستي او سقيم جان بيا د ناراستۍ کمپلې اغوستې او دا نوري ملګري ياني عصمت الله  او پکتين صيب يې هم لکه چې ملګري کېږي، ما او حامد کاکا او مازديګر ورته مه پرېږدئ!
او حامدجانه تاسو د دوست پۀ اړه پوښتلي!
يره دوست رښتياهم  دوست وو کله چې کور ته روان وو  يو ژړغونی ليک يې رالېږلی وو چې لا تراوسه خدايزده چې ولې يي له اوښکو خوند اخلم!!؟ وايي سبا مې د چارشنبې پر ورځ پرواز دی او تاسو يوازې پرېږدم!
د مازديګر کليوال ( ښرنوال دی ) هغوئ هم لټولی وو خو بريالی شوی نۀ وو دا يي د برېښنا ليک درکونه دي که مو انلاين وموند پرې خبروې به مې!
Dost_Sharanwal@yahoo.com
Dst_Sharanwal@yahoo.com 
پۀ ټوله افغاني مينه او درنښت ستاسې صميم
      رښتینی
      29.01.2007
    
هميشه زما دغوږپه تاوولو
دفلک لاسونه شنه شووتر څنګلو
رحمان بابا
---------------------------------
ټولوته سلام 
صميمه خوشاله اوسي يره دا يوه  تردد ته مي دي خندا راغله 
هغه داچي کله مي  د(کاکا )په احترامانه لقب ياد کړي  او کله
 بيا د(جان) له شفقت او ترحم نه ډک توري راته وکاروي ؟؟!!
 :lol: 
په مينه