وطن پال او نور ګټور شعرونه
      ښکلا
      10.01.2007
    
(هيله دخداى ښه ده) دډېرې مجبورۍ له لاسـه
بــل تــه اوږدۀ مـه ـشــه دهــيـچــا د آرزولاســونــه
شمس الله خوستی
      Syed Shah SaqeeM
      11.01.2007
    
سلامونه ګرانو ملګرو او ښکلا جانې خورې .!
هيله ده روغ او جوړ به ياست .
درنې خورې ملګرو لکه چې زه او ته په حجره کې تنها پرېښودو؟
خير څه وخت به ورته وګورو که نه راغلل نو بيا يې ماته هم ښه چل راځي ..
اوس هم د بيت په لور .
[color=cyan:31f9cd45a2]هغه وخت به بيا ژاړې د"سقيم"يوه ديدن ته 
چې پورته يې کړي خلک جنازه سوکه سوکه 
به کًلًمِيخود[/color:31f9cd45a2]
نن سبا په دا بيتونو کې هې[color=cyan:31f9cd45a2] (ه) [/color:31f9cd45a2] ځوانيمرګه ډېره سوې ده نږدې ده چې په يا[color=cyan:31f9cd45a2] (ي)[/color:31f9cd45a2] پورې ځان ورسوي راځئ مخه يې ډب کړو
په تانده مينه ستاسو له ډېرو غرونو او ګړنګونو نه پنا سقـــــــــــــــــــــــــــــــــــيمـ
      M Musa Pakteen
      13.01.2007
    
وروڼو او خوندو 
سلامونه او شې چارې
 يو شعر به زه هم وليکم کيدای شي خوښ مو شي
و ينه زما د ځيګر هم په کې شامله لره
که په څه شوق دې صنم چيرې سرې کولې شونډي
      Syed Shah SaqeeM
      13.01.2007
    
سلامونه ګرانو وروڼو او ښکلا خورې .
ګرانه محمد موسی پکتين  صاحب !
درته هر کلی وايم الله دي دې دېرې ته پخير او هر کله راوله .
ګرانه زما په خيال تاسو د حجرې په قانون سم نه ياست پوهېدلي .
دلته داسي ده چی کله هم کوم بيت په کوم توري  ختم سي بايد بل کس په داسي يو توري باندې بيت شروع کړي چې لومړی ورباندې ختم سوی وي .
ګوره !
پورته ښکلا خور ليکلي چې :
هيله دخداى ښه ده) دډېرې مجبورۍ له لاسـه 
بــل تــه اوږدۀ مـه ـشــه دهــيـچــا د آرزولاســونــه
د ښکلا بيت په  هې  ([color=cyan:b59eb2e613]ه[/color:b59eb2e613]) توري ختم سوی دی نو ما ورته ځوابې يبت ليکلی چې :
[color=cyan:b59eb2e613]هغه وخت به بيا ژاړې د"سقيم"يوه ديدن ته 
چې پورته يې کړي خلک جنازه سوکه سوکه [/color:b59eb2e613]
که مو پام وي زما ځوابي بيت په هغه توري ([color=cyan:b59eb2e613]ه[/color:b59eb2e613]) شروع شوی په کوم چې د ښکلا بيت ورباندې ختم دی يعنې د ښکلا بيت په (هې ) ختم دي او زما بيت په (هې ) شروع دی .
نو کله چې تاسو ځوابي بيت ليکو نو زما بيت هم په (هې ) ختم دی تاسو بايد په (هې ) شروع کړی وای .
خير ګرانه خبره رانه بې ځايه  ډېره اوږدشوه .
زه به اوس ستا د بيت نه چې په (يې ) ختم دی خپل بيت شرع کړم .
[color=cyan:b59eb2e613]يو ځل مې درته بيا دي را تراشلي ماښامونه
زما د بخت په شانته ، پرهر ژلي ماښامونه
اسمانه په دې دوو ستورو دې پام چې غره نه شې
ما هم په رڼو اوښکو دي لمانځلي ماښامونه
اغلې بلينډې "بدرۍ" [/color:b59eb2e613]
په تانده مينه ستاسو له ډېرو غرونو او ګړنګونو نه پنا سقيــــــــــم
      عصمت الله
      13.01.2007
    
سلامونه  سلامونه  دی بیت بازی ټولو کډون کونکو  ته او لوستونکو ته وړاندې کوم
 هیله ده چې روغ او خوشحاله یاست
 سید شاه سقیم وروره اول خو تاسو ته  تیر شوی اختر مبارک وایم
خدای دې وکړی چی له خپلې کورنی سره مو ښه اختر تیر کړي وی
بیا زه دې خپل اوږدې غیر حاضری  نه بښنه غواړم
خیر یو څه مصروفیتونه وه  او یو څه تنبلی ورسره هم شوه.
 محمد موسی پکتین وروره تاسو ته ښه راغلاست وایم خدای دې وکړی چې  تل زموږ سره  په دغه مشاعره کې برخه ولری لکه سید شاه سقیم ورور .
  یو  پخوانی تکراری بیت
 هغه شان لـــه  خپله یاره بی لیکه بی ریباره
 زه خوشحال چې یکانه وم یکانه یم لا تر اوسه
خوشحال خان خټک
      Syed Shah SaqeeM
      13.01.2007
    
سلامونه ګرانه عصمت الله جانه تاسو او نورو ټولو ملګرو ته سلامونه .
عصمت جانه تاسو ته هم د نيکمرغه اختر غواړم .
[color=cyan:91c932e4c5]هغه  ګرېوان  چې د  ازله  د  ګنډلو  نه  و
جنون  يې هم  د زولنو د ټينګېدلو نه  و
د ارمانونو په ساحل مې بېړۍ ډوبه شوله
بيده قسمته دا ګودر د غرقېدلو نه  و
عبدالباري جهاني [/color:91c932e4c5]
ګرانو ملګرو زه يو ځل بيا د کور په لور روان يم کېدای شي څه وخت بيا غير حاظر شم تر بيا پورې مو په لوی الله سپارم د خدای پاک په امان
[color=cyan:91c932e4c5]په تانده مينه ستاسو له ډېرو غرونو او ګړنګونو نه پنا سقيم [/color:91c932e4c5]
      M Musa Pakteen
      14.01.2007
    
ګرانو روڼو سيدشاه سقيم  او عصمت اله
سلامونه او نيکي هيلي مې ومني
له هرکلي نه مو ډيره  مننه ما خو بس يو شعر وليکلو  خو چي ستاسو هرکلی او خوږ بنډار وينم زړه مي نه کيژي چي رادنه شم بس ملګرئ مو يم او د مشاعرې په قانون هم پوه شوم
 
وړې مي د روح جنازه کوم خوا د خندا په اوږو
په وينو سره دي پرې شينکي شينکي خالونه نشي
رحمت شاه سايل
په درناوې او نيکو هيلو
      مازدیګر
      14.01.2007
    
عصمت الله سقیم ښکلا پکتین او ټولو مینوالو ته په ګیډیو سلامونه
هیله ده روغ او بریالی یی
شعر حاضر ده
یا هغه پښتانه نوروه داڅه نور شول
یادخدای دی اوس دا هسی شان فرمان
                            [size=24:d07d10d168][color=blue:d07d10d168]خوشحال بابا[/color:d07d10d168][/size:d07d10d168]
      M Musa Pakteen
      15.01.2007
    
شاغلئ مازديګر پخير راغلئ
دا نور يارانو خو نه ښکاري چي ولي؟
نن ئې چي سترګي پښتني راته ستونه کوي
شابه وردرومه په اخلاص دومره بللائ شي څوک
شاعر نه پيژنم
      مازدیګر
      15.01.2007
    
پکتین ورور اباد اوسی دخپل تخلص په څیر 
وریښمین شعر دی راوړی
ځوابی شعر دادی
که په نور خلکو کی ښه سړی مونده شی
ولی شه سړی به لږ وی افغانان
که هرڅو ورته دپند خبری وایې
دپلار پند یې هم ښه نه لګی په ځان
[size=24:5c4531d580][color=blue:5c4531d580]خوشحال بابا[/color:5c4531d580][/size:5c4531d580]
      M Musa Pakteen
      16.01.2007
    
مازديګر وروره
سلامونه او نيکي هيلي 
 نه له حسرته لولپه شوم نه لمبه له غمه
نا اشنا خلک مي د کور په دروازو ښکاري
عبدالله غمخور
      مازدیګر
      16.01.2007
    
ټولو خویندواو وروڼو ته سلامونه
پکتین وروره لکه چی داخلک غواړی زه او ته فاینل لوبه وکړو
که څنګه؟
په هر صورت شعر دادی
يمه کاڼی ته راګوره چې اوبه شم 
غوټۍ ګل شه چې د پاڼو رنګ دې زه شم
[size=24:0332ee7081][color=blue:0332ee7081] کاروان[/color:0332ee7081][/size:0332ee7081]
      عصمت الله
      16.01.2007
    
سلامونه او نیکې هیلې  ټو لو   ورورنو ته وړاندې کوم خدای مو روغ او خوشحاله 
لره .
 مازیګر یه ورور په خیر یوار بیا راغلی په راتک دی  زه  خوشحاله شوم
 خدای دې  وکړی چې تل زموږ سره په  دغه روان بنډار کې اوسي.
انشاه الله زه به هم کوشش وکړم چې غیرحاضری کمه کړم
ما زړه ســـتا د  وعدو  دلاسه  شـــــــین راوړی دی
ســـــــــــتا ســپینه خولـــګــکې به بهانې ته راولــو
     ( پیر محمد کاروان )
      رښتینی
      17.01.2007
    
[color=yellow:dc08de6362]وطنه زه يم ستا په زړه کي د ايمان په ډول 
خود به غليم راته قهريږي دشيطان په ډول 
(درويش دراني)[/color:dc08de6362]
زما ټولو خوږويارا نو نويواو زړويارانوسلام اونيکي هيلي مي ومنئ !
دانويو يارانوته هر کلي وايم هرکله دي خداي را ولي اوتل دي راسره وي
او له دي زړو ملګرونه معذرت غواړم ان شاء الله تعالي نوري به غيرحاضري
کموواو دا بانډار به تود او ګرم ساتو
      مازدیګر
      17.01.2007
    
په ټولودی سلام وی
عصمت الله او حامد وروڼو شکر دی چه راغلی
هرکله راشی ښاد او ودان اوسی
شعر حاضر دی
لمر که مو مرستی ته راځی نو هم سهار به راځی
ځئ چه دشپی جنګ ته ورواخلو په ورغوي څراغ
[size=24:96624ba698][color=blue:96624ba698]درویش درانی[/color:96624ba698][/size:96624ba698]
      رښتینی
      17.01.2007
    
[color=orange:580cdd65ef]غاصب  زما  وطن  ته  راغي و  تر  ډيره  دلي 
خوککرۍ يي کړه دتلوپه وخت کي هيره دلي
(درويش)[/color:580cdd65ef]
_______________
سلامونه او نيکي هيلي
      عصمت الله
      17.01.2007
    
حامد جانه ورور  ښه شوه چې تاسو راغلی  او  دعا به کو چې صمیم هم پیدا شی
   او دغه سید شاه سقیم ورور هم غیرحاضري زده کړی ده
 ده  خو  به پخوا غیر حاضري نه کوله  چې اوس ولی؟
 خو خیر خدای دې په خیر حاضر کړی
  یو عشق وه  نوی نوی په خوږو نه مړیدو
 څـــه نـوی تما شــه وه په لــــیدو نه مــړیدو
(خاطر افریدی)
      M Musa Pakteen
      18.01.2007
    
وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نلري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نلري
کاروان 
 ګرانو وروڼو سلامونه  او نيکي هيلي
اوس خو بيا بنډار په ګرميدو راغلی  خدای دي ټول ملګري ژوندي لري
      رښتینی
      18.01.2007
    
[color=darkred:bee9487c0e]يوه  يا نيمه  ورځ  سپوږمۍ  رنګ  کله  کله  راشي
ستاپه يارۍ کي بي حسابه لکه ستوري دي شپي
درويش[/color:bee9487c0e]
_____________________________
عصمت جان او ټولو وروڼوته سلام سقيم دي 
خداي روغ راولي او صميم خوشته چي نه راځي
هغه يي خپله خوښه ده 
په مينه
      مازدیګر
      18.01.2007
    
یوازی ستاسی خوشال نه و په زندان درویشه
و سکه پلار هم عالمګیر په زولنو تړلی
درویش درانی
      رښتینی
      18.01.2007
    
سلامونه او نيکي هيلي مي ومنئ !
لطفا که له (يا) نه يوڅه ډډه وکړئ !
_______________________________
[color=green:f6eecf9c18]ياد يي په هيڅ دربدري په هيڅ عذاب نه کړمه 
يار چي دبرخو ويش کاوه زه يي حساب نه کړمه 
بياهم درويش[/color:f6eecf9c18]
په مينه
      مازدیګر
      18.01.2007
    
هغوى د مځكي پر مخ باندي هديره نه لري
له دې جهانه د وتلو دروازه نه لري
درویش درانی
حامد وروره دبیت بازی اصل خوند همدغه وی
دا په یو ډول ددی (لوبی) تخنیک دی :lol: مننه...مازدیګر
      عصمت الله
      18.01.2007
    
یه مرګیه ماشومان مې راته خاندي
سره پریږده څو شپې ما او څراغونه
 درویش  درانی
  زموږ دې کیلیوالو خبره واه  انډیوالانو دا زه تاسو ته  
 ف  و ه   دغه شان  کلیمې مخکې کږدم او تاسو بیا یا رامخ ته کړۍ
 نور دی     ( یا   ی) بیتونه ماسره مشته .
 بیا نومجبوره  تکراری بیتونه ولیکم
      عصمت الله
      18.01.2007
    
[quote:2a8dbb8d19="عصمت الله"]یه مرګیه ماشومان مې راته خاندي
سره پریږده څو شپې ما او څراغونه
 درویش  درانی
  زموږ دې کیلیوالو خبره واه  انډیوالانو دا زه تاسو ته  
 ف  و ه   دغه شان  کلیمې مخکې کږدم او تاسو بیا یا رامخ ته کړۍ
 نور دی     ( یا   ی) بیتونه ماسره نشته .
 بیا نومجبوره  تکراری بیتونه ولیکم[/quote:2a8dbb8d19]
      رښتینی
      19.01.2007
    
وروڼواودوستانو سلامونه او نيکي هيلي مي ومنئ
عصمت الله جانه ما ليږ مخکي هم له ملګرونه دا غوښتنه وکړه چي 
له دي (ي)څښتن مړي نه بايد ډډه وکړو او زه فکرکوم که همداسي
د(ي) بيتونوته دوام ورکړونو دمجلس خوند به مو کم شي اوزما دا
اخطار واورئ که مي بيادا سي کار دچاله خوا وليد
(البته په تکراري توګه)نو ياخوبه بيخي دي مجلس ته را نه شم اوکه راغلم
نوښه غټ مخالفت به کوم او هغه داسي چي په مقابل کي به يي هغه بيت
راوړم چي په سر کي يي (قاااااااااف) وي 
خواوس به دمازديګر ورور خيال وساتو او داځل يي دده لنګۍ
------------------------------------
[color=green:24f2be0b45]يوه درويش ويووخت نوم دمحمد يادکړي
په هغه ځاي کي لا تراوسه پوري اوري رڼا
درويش[/color:24f2be0b45]
-------------------------------------
اوپه دي درويش دي دخداي رحمت وي 
ځکه د(ي) په دي ستونزمنه کشاله کي 
يي پوره مرسته راسره وکړه 
په مينه او درنښت