وطن پال او نور ګټور شعرونه
مننه
      Syed Shah SaqeeM
      02.12.2006
    
سلامونه ګرانه وروره عصمت الله جانه تاسو ته هم هر کلى وايم .
ژوندي اوسئ .
په تانده مينه ستاسو سقيم
      رښتینی
      06.12.2006
    
يارانو سلامونه او نيكى هيلى !
وه ملګرو ! زه خو وم ورك دا تاسو نو ولى ورك ياست ؟؟؟
زه خو والله ددنيا چارو بيخى له هرڅه ايستلى يم او يو مخ په منډه يم
خو انشاء الله څو وروځى وروسته اميد لرم چى يوڅه ارام شو او بيا به
نو تاسو ما ووينى ان شا ءالله تعالى 
سمدستى خو والله كه بيخى وړ شعرلرم 
خو دا د كار شعر په دى ارزى چى بيا تكرار شى 
مستې صوفیانه سندرې مه وایه کاروانه 
ګوره په اتڼ او په ګډا به خاص وعام کړي 
(پیر محمد کــــــــــــــــــــــــاروان)
      کټوازی
      07.12.2006
    
يو وارې را وګوره چې وګورې ،
تور د بڼو خم ته به دې خاورې شم   ............. خالد هادي 
[url=http://www.benawa.com/Culture&Information/melodious/zaghoona2.php]  ټوله غزله  د و ږمه سبا پۀ ږغ کې و اورئ   [/url]
  ګرانو  وروڼو ، خوږو يارانو ،
ګېډۍ ګېډۍ سلامونه  درته راوړم !
خدای دې وکړي چې ټول روغ رمټ او خوشاله ياست !
خوښ يم چې د بيت بازي د مشاعرې  تالار يو وارې بيا پۀ خوږو ملګرو ډک وينم .
عصمت الله جانه وروره !  و دې ګټلم  ،  ورک وم  خو تابېرته  راپيدا کړم !
اشنا راځم به او ستاسو له خوږو خبرو  او مجلسه به  خوند اخلم !
او داچې پۀ  مشاعره   کې  د سيد شاه سقيم  پۀ نوم يو بل ادبي ذوق لرونکی  ورور  هم  له موږ سره ملګری  سوی   هرکلی ورته وايم ، هر قدم يې پرلېمو !
پۀ پای کې يووارې بيا ټولو يارانوته  سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم    پۀ ځانګړي ډول  ګران  حامد جان  او مازديګر ته  چې  ملګرتيا يي  هم د مازديګر وي  او ډېر ژر  خپلې وړانګې ور ټولې کړي !
  او  ګران پاچا خوستي ته  چې   له ما سره يي  يو قول هم کړی  وو ( ياني ما ورسره قول کړی وو )  خو شايد چې  هېر يې وي !  
پۀ سپېڅلې کليواله مينه   : ستاسې صميم
      رښتینی
      07.12.2006
    
صميم جانه داسى كله كله سلام را لوروه 
كه نه ولا داسى دى په ډاګ پري ايښى يو چى 
ولا دپوره كاږه وربوز حق لرو داسى چى له 
لس منى مزى پسه پرته په بله توګه يي دسمول
 ګران دى 
او دا دكاروان دا درونيسه :
[color=olive:f58b1319a8]موږ د شهيدي خور ټکری کړ د جونګړې پرده
 لوټمارو بار دي د رخامو د مرمرو بېړۍ[/color:f58b1319a8]
په مينه
      عصمت الله
      07.12.2006
    
صمیم جانه ورور ښه شوله  چې راغلې کنه ماته  هم ګیله دریدلې وه چې 
 دا څنګه دې ټول افغان ترحي مشاعره  ته راځی او دلته نه
 خو خیر دا ګیله به وساتم  په جیب  کې .
یو زمان که مې دا ستا دیدن نصیب شی
نور به  سترګې پورته  نه کړم ګلستان ته
(خوشحال خان خټک)
یاره دې دغه شعر دغه بل بیت هم   زما خوښ شو
په فراق دې ښـــــو یارانوچـې ډیر ژاړمـه
دواړه سترګې مې پېغور کوی باران ته
یو یې له بله خواږه دې
ما یې دواړه شونډې بیا موندې په کور کې
 نور دې لـعلــو پســې درومــی بدخشانه ته
      رښتینی
      07.12.2006
    
عصمت جانه او نورو يارانو سلامونه 
ګيلى او مانى بايد ډيرى نه كړو هسى نه 
سړى ځانه ته متوجه شى كه را ځى يو ځل
يي كور ودان او كه نه راځى شل ځله 
[color=darkblue:7e200b4097]هرارمان مې ځوانيمرګ شي،هرارمان مې سرخوړلى
 هره ورځ مې اديره کې،دزړه جوړشي نوى څلى
(شيرينزوى)[/color:7e200b4097]
داده مونږ اوتاسى څومره خوندورشعرونه سره ډالۍ كوو!!!
په چا كى ډير رۍ مه وهئ خپل كار به كوى
      Syed Shah SaqeeM
      07.12.2006
    
سلامونه ګرانو وروڼو هيله ده روغ او جوړ به ياست .
[color=cyan:15a69d70ff]يه مرګيه ! ماشومان مي راته خاندي .
سره پرېږده  څو شپې ما او څراغونه [/color:15a69d70ff]
دروېش درانى 
په تانده مينه ستاسو سقيم
      عصمت الله
      08.12.2006
    
سیدشاه سقیم  ورور جانه   حامد ورور جانه     صمیم  وروره ګله
  تاسو درې واړو ته سلامونه وړاندې کوم له لوستنکو سره
  خدای مو روغ او خوشحاله لره هر ځای چې  یې .
 بس حامد ه ورور  ستا خبره مې  ومنله نور صمیم   ورور ته زارۍ نه کوم .
 که رازی   مخې ته  یې ډیر ګلان که نه رازی لیږ  ګلان .
 خو بیا هم  چې صمیم وی خوند یې ډیر وی
هاپورې دغره سرته زنځیر خپور ګلونه خیژي 
شاید چــــــې په   ولـــجه به شي بهار زمـا دکلي  
( پیر محمد کاروان )
      Syed Shah SaqeeM
      09.12.2006
    
عصمت جانه سلامونه دي په غبرګو ليمو منم 
خداى دي راته جوړ او روغ ولره .
خو ګورئ تاسو هاغه د سياسي لنډيو خوا ته هم يو ځل سر ورښکاره کړئ هلته زما او کوشان يو څه لانجه ده تاسو پرې خپل  نظرونه راکړئ .
يا د ښکلو دپايلو شرنګهار دى 
يادعشق د لېونيو د ځنځير 
ستاسو سقيم
      کټوازی
      09.12.2006
    
يو د ناتوانو مړوندونو څۀ چاره نه راځي ،
 فصل مې پوخ ولاړ دی مخې ته مې لور پروت دی 
 قيصر اپريدی 
_______________
زما د پردېسۍ پۀ مهالونو کې د خندا او خوشالۍ يارانو ،
پۀ لمنو لمنو سلامونو درلېږم !
عصمت الله جانه وروره ! باور به مو را نه شي چې له ډېرې سربدالۍ ټوله ډېټا رانه هغه ورځ ګډه وډه او ناکاره شوه چې لا اوس يې هم نه شم ارګنائز کولای خو ښۀ وو چې Back Up  مې يي ساتلی وو کنه هغه د پېښوريانو خبره ځانله مې کار کتلی وو !
نو ځکه لږ ناوخته کېږم  او دا اوس مې هم يو تکراري بيت شايد ليکلی وي ! او دحامد کاکا پر خبرو سر مه ګرځوه ( پخپله که پوره مياشت غيرحاضر وي نو پۀ دنياوي کهاته کې يي اچوي ، او نور چې يوه ورځ چېرې پر لاره پنچر شي نو بيايي مخ بلې خوا ته اړولی وي ! هغه د پېښوريانو  پۀ دود دی فکر کوي چې دا نور جوړ له اسمانه Connect دي او څۀ کار به يي نۀ وي ! :oops:  :lol:  :roll: )
حامد جانه ! باور به مو رانه شي چې نېټ ته پر وړمهال وخت نه شم موندلای کنه  ستاسې پۀ خواږۀ بنډار کې د ګډون لپاره يوازې بايد اکسپلورر عيارکړم او پرليکه  شم خو هغه د رحمان بابا خبره :
ما او يار لکه دوې سترګې همسايه يو 
خبرنه يو ديوبل پر حال هيڅکله !
او داچې د ګيلې چابړۍ مو دومره درنه سوې چې له لس مني مزي (چاغ) پسۀ پرته يي بل شی نه سي سپکولای !
نو اشنا که خدای دا د پردېسۍ پۀ مهالونو کې له مجازۍ نړۍ(انټرنېټ) ، پۀحقيقي نړۍ  کې ژوند راکړ، پسۀ مو راباندې پور ، خو هسې نه چې بيا يي يوازې دځان وبولې ، دا ټول ملګري به يي سره خورو !
پۀ پای کې يو وارې بيا هم تاسو  ټولو او پۀ ځانګړي ډول زموږ نوي ملګري  ګران سيدشه سقيم ته سلامونه ، نېکې هيلې او يو [color=white:e134152f90]وارې [/color:e134152f90]بيا هر کلی وايم او ستاسېد ټولو پۀ استازيتوب هيله من يم چې يوازې به نه پرېږدي 
پۀ مينه
      Syed Shah SaqeeM
      09.12.2006
    
کټوازى صاحب زما سلامونه هم ومنه .
يو څو ښکلي رندان به ميخانې ته راولو
لښکر ګلان به للمې زمانې ته راولو
کاروان
      رښتینی
      10.12.2006
    
[color=white:bf32d6d462] ویره، پریشاني او خوشالي چې ټول
 ستا څېره کې یوځای شي وژل کوي
 دومره لوی جهان کې تنها زه خبر
 ستا څېره، سپوږمۍ او څپې څنګه وي
(ليوال)[/color:bf32d6d462]
______________
ټولو يارانو ته سلامونه 
صميمه غير حاضرى هم څو ډوله يي 
له تفصيل نه به يي  ګام واړوو ستا دا كار خوند نه راكوى چى
داددى بحث په څنګ كى بل بحث ته راشى او ښه اوږده بدله پكى 
زمزمه كړى او ديخواته له مخ را اړولو پرته په سائكل پښه واړوى
او مونږ درته ګورو چى سره شمله دى باد رپوى او دصدرى رڼكى 
دى پړك وهى او په شپاړسم ګير كى روان يي !!!
اصلا دا ګيلى له دى ځايه سرچينه اخلى 
اونورنو دومره وضاحت كول غواړم چى دا ګيلى په خپله 
يوه دخوند خبره ده كه نه نو دلته دتڼيو دخلاصون اخطارونه
 هم  يوه بل ته وركړل شوى دى او مونږ به په دى حال شكر 
باسو او كه خداى كول له دى مجازى نړى نه به هم يو وخت
 ووځو خو په دى شرط كه ملګرو زما په څير سپين زړونه لرل 
او زه باور لرم چى دا شرط بيخى ايانه ده 
هغه دملا صاحبانو په ګاى په دا لنډو شپو ورځو كى پيښورته 
در نا زليږم ګومان كوم بعضى انترنيټيان وروڼه به بيامومم 
او س همدومره 
په مينه
      Syed Shah SaqeeM
      10.12.2006
    
سلامونه صميم جانه او حامد جانه !
يو غـــزل يم  خو باور مي دی (کـــــــاروانه )
چې به سوو سوو زړونو ته مرهم شم 
کاروان 
ْپه تانده مينه ستاسو سقيم
      رښتینی
      10.12.2006
    
[color=green:3d490a4e5e] ملغلرې زورورو ته ور پریږدي
اوښکې خپل کورته کمزوري راوړي راشي
(درويش درانى)[/color:3d490a4e5e]
سلامونه او تيكى هيلى 
 
په مينه او درنښت
      عصمت الله
      10.12.2006
    
سلامـــــــــــــــــــــــــــــــــــونه سلامــــــــــــــــــــــــــــــــــونه
 او نېــــــــــــــــــــــــــــــــــــکـــــــــــــــــې هیلــــــــــــې
یادیږي مـــــــــې نن بیا دنیزه بازو نجــونو جنګ
د چــا مـــــــلالــــې سترګــــــې یارانــې ته راولــــو
دغــرونو  دځنــګلـو نـو دی ګـــــډا ته شــــوی زړه
کــــــــــــــاروان به یې مــــــستــې ترانـــې ته راولو
( پیر محمد کاروان)
      رښتینی
      10.12.2006
    
[color=white:d3b8d1e595]ورخیژم له سپین غره ستا د تورو زلفو غروته
 زه دارځانته وربل ا وله کمڅو نه جوړوم
(امان الله نصرت)[/color:d3b8d1e595]
_________________
ملګرو بيا موپه سلامونو لمانځم
او اوس خو مى ان شاء الله لكه 
چى ټولى غير حاضرى پوره كړى 
خو نه پوهيږم چى په تيرو غير
 حاضريو كى  يي وشمارم او كه 
په راتلونكو هغو كى ؟؟
په درنښت
      Syed Shah SaqeeM
      10.12.2006
    
[color=green:62a170eaed]ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلا[/color:62a170eaed][color=red:62a170eaed]مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ[/color:62a170eaed]ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــونــــــــــــــــــه
وايي پښتو د جهالت نوم دی
                  وايي چې نيمه کافري ده پشتو 
خو په ځواب کې درته وايي حمزه 
                 پښتوخو ګرانه د جنت نوم دی 
ستاسو سقيم
      Syed Shah SaqeeM
      10.12.2006
    
مونږ لېونو له روڼو شپو سره پيوند کړی دی 
تر دې محفله هر شپه راځي سوځېږي ورځي 
جهاني
      رښتینی
      11.12.2006
    
[color=darkblue:c0716d05a4]یاد یي لره! هیر به می نشي تورلینګیه اشنا
 زموږدتن غوښې خو تا! په ستر قصاب وخوړې
مصرۍ دي ګونګی، غږدی ورک دی مطمئنه یاره!
 ښکاری چې ته! هم دحالاتو اضطراب وخوړې 
(مطمئن)[/color:c0716d05a4]
__________
سلام او نيكى هيلى
      کټوازی
      11.12.2006
    
يو مې کابو نه وي کابو ده چې يو نوی را شي
د ژوند شېبې مې بس همداسې غم پۀ غم تېرې دي
 عبدالله شاه 
ژوندون 
_________________
يارانو سلامونه او نېکې هيلې 
 ماشالله تاسې  خو ډېره توده کړې  ، چې تود يې نو به يي تودوې  :oops:  :lol:  :oops:  کنه زما چې له يخه   ژامې لکه د بېکاره ژرندې  کړپېږي  ولې  يي نه سم تودولای ( مشاعره در يادوم ) :oops:  :oops:   حامد جانه  خيال دې تېر نه وځي  :oops:  :oops: 
بهرحال : پر قلمونو مو برکت ، اندونه مو تاند او څپاند اوسه !
بيا هم ټولو يارانو هر يو ګران سقيم شاه  ، عصمت الله جان او حامد جان ته  پۀ لمنو ، لمنو سلامونه !
      Syed Shah SaqeeM
      11.12.2006
    
سلامونه 
يو زړګی يم ډک د زړونو له فرياده
درباب غوندې چې سر په زېر او بم شم 
کاروان
ياره ما مخکي هم درته وويل چې هلته په وطن پال شعرونوکې هاغه سياسي لنډيو ته يو ځل راسئ او نظر مو راکړئ 
ستاسو سقيم
      رښتینی
      11.12.2006
    
[color=white:dcbf9864fe]ما خو د ستور و له رڼا سره  خپل زړه  تړلى
تور ماښامونه به مي لاره كى نور پاتي نه شي
(امان الله نصرت)[/color:dcbf9864fe]
_____________________
سقيم صيب لوى څښتن دى سليم لره 
ياره له كوشان سره هسى بيځايه سر مه 
خوږوه او په تيره په لنډيو كى خو يي بيخى
په ځاى پريړده  ما هغه بحث وكوت دكوشان 
صيب اخلاقى فلسفى بيخى بيله ده هغه دحتيځوالو
اخلاقى نورمونو مخالف دى 
ولى تا دهغه نورى ليكنى نه دى ليدلى كه څنګه 
خوبيا به هم كه وخت بيامومم دربه شم
په مينه
      کټوازی
      12.12.2006
    
يه !  تۀ چې وګورې وماته 
خوار وجود مې شي بې سېکه 
دا بې واره 
بې اختياره 
ستا و پښو ته چې در توی شم 
ستا قدم ته چې سجده شم 
تۀ پوهېږې چې دا ولې ؟ 
ځکه ! 
ټول ذره ذره شم .
خالد هادي
_____________
يارانو بيا هم پۀ لمنو لمنو سلامونه !
ښايي د مشاعرې تر بړستن مې پښې اوږدې کړې وي ! 
خو د شاعر منظومې يو څۀ پرشا بوتلم  او را ياد يې کړ چې ..............
سقيم جانه !
له کوشان سره ځان پۀ تله کې اچول هغه د پېښوريانو خبره هسې ځانله کار کتل دي ، موږ هم څو وارې ورسره ټکر شوي يو او د ټول افغان ټولې پاڼې يي شاهدې دي چې [url=http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=17328#17328]   دا يي کتلای سې   [/url]
 خو نه پوهېږم چې د بيت بازي د مشاعرې روح روان  عصمت الله جان ولې ناوخته شو ؟
      عصمت الله
      12.12.2006
    
فکر کوم چې په یا به ختم شوی وی؟
 مــا وی  دشــونډو دبــوســه اخـلـمـه
ویل یې داڅه کوې  ګناه ده پکښې
 رحمت شاه سائل
 سلامونه ټولو یارانو ته وړاندې کوم خدای مو روغ او خوشحاله  لره
صمیم جانه وروره پرون مې دې خپل  دحافظې دفتر کې هر څه کوشش وکړو چې په یا باندې یو شعر  پیدا کړم  او ولیکم خو پیدا مې نکړو.
 او یو بل څه مصروفیت مې هم درلوده هغه دا چې ماسره  یو څو دمشاعرو فلمونه دی
  دی هغو فلمو غږ ما په کمپیوتر کې ثپته ولو او بیا مې په mp3  اړولو
 که  خدای کول یو دوه به ستا په دغه katawazai29@hotmailcomپته  درولیږم انشاهالله چې خوښ به دې شی
      کټوازی
      13.12.2006
    
يه زما شمسه د رڼا غوټو کې چېرته يې پټ ؟
عشق زاره چاودی مې پۀ شان د مولانا توسېږي 
کاروان 
___________
ګرانو وروڼو پۀ تېره بيا عصمت الله جانه ،
 سلامونه او نېکې هيلې   !
ګرانه! ترډالۍ دې وګرځم ، وار له مخه مو مننه کوم   او ستاسې جادوګر ږغونو ته سترګې پرلار يم ، خو زما د برېښنا ليک ليکه مه هېروئ  Samim-Katawazai29@hotmail.com  ياني تاسو بشپړ نه دی ليکلی 
او داچې دا نور ياران بيا چېرې شاته شول ؟ 
پۀ مينه او نېکو هيلو