وطن پال او نور ګټور شعرونه
      amarkhil
      07.08.2006
    
ټولو ښاغلو او اغلو ته سلامونه
هغه دې نه وايي چې ما هم محبت كړى دى 
چې د چړو په څوكو تللى څوك تر داره نه وي
      داود فايز
      07.08.2006
    
داهم در واخلي
 
يو مو الله يو مو رسول دي وروڼو
                 بيا نو دا يو بل سره وله وژنو
      غورځنګ
      07.08.2006
    
نقل:
يو مو الله يو مو رسول دي وروڼو
بيا نو دا يو بل سره وله وژنو
..............................................................
ولی دی زړګې ویلې کوې په دی خبرو
و کڼو ته په غوږو کې د یاسین غږونه څه دي؟
      amarkhil
      08.08.2006
    
يو ته يي چې قدر هېڅ زما داوښکونه کړې
وايه کنه څومره مشتري درته پيدا کړم
      غورځنګ
      08.08.2006
    
ما خو توبه وکړه که زړه هم راسره مل شي
عشق دی چې همیش یې پر توبه باندې یرغل شي
نه رسي تر یاره هر چې ډیرې اندیښنې کا
نورې قیصې پریږده د عشق کار په توکل شي
زه وایم چې تل به د ښایسته و ننداره کړم
شرم د پیرۍ مې تر دا منځ راته خلل شي
                                                                  خوشحال بابا
      amarkhil
      08.08.2006
    
غورځنګه زړګيه سلامونه مې ومنه 
ښه ده چې ته خو يي که نه دا نور بيخي ويده دي
اوداهم شعر
يوازې مونږه دغفلت په خوب ويده پرېږدي
نور انقلاب دی هر ويده دهرې لار پاڅوي
      عصمت الله
      08.08.2006
    
یا دې ساقی د میو خوند نشته دي
یا  زه  ایله اوس په  نشـو پوهـ شــوم
          خاطر افریدی
 سلامـــــــــــــــــــــونه سلامــــــــــــــــــــــونه دې  ټولو شاعرانو  او دی شعر مینوالو ته ورسیږی خدای مو  روغ او خوشحاله لره.
ګرانه امیرخیله وروره که درته زحمت نه کیږې دی  شاعر نوم هم لیکه چې موږ پو شو چې تاسو دی کوم شاعر شعر  یا بیت ولیکه ؟
ګړنګنه یار خدای مو په عزت له چې تاسو له مانه نه یې خفه شوی .
او له تاسو نه یو نړۍ مننه چې هغه بدرنګه عکس مو لرې کړو
 یاره ما غوښتل چې درته دې خوشحال خان خټک یو شعر  ډالۍ کړم  خو نه پو هیږم چې  ستاسو ډالۍ   یا تحفه خوښیږې کنه ؟ 
بس  ستاسو دی اجازه په تمه
      Anonymous
      09.08.2006
    
[quote:c540f5554b]ګړنګنه یار خدای مو په عزت له چې تاسو له مانه نه یې خفه شوی . 
او له تاسو نه یو نړۍ مننه چې هغه بدرنګه عکس مو لرې کړو 
یاره ما غوښتل چې درته دې خوشحال خان خټک یو شعر ډالۍ کړم خو نه پو هیږم چې ستاسو ډالۍ یا تحفه خوښیږې کنه ؟ 
بس ستاسو دی اجازه په تمه[/quote:c540f5554b]
عصمت جانه قربان دی شم مننه له کرزي نه وکه ځکه  عکس نه پوېږم چي چا لری کړي
او جانانه تاسو له ګړنګن نه اجازه مه آخلئی ځکه د ګړنګن خو هسي هم له شعر سره جوړه ده خخخخو ګوره فکر ونکې  په مینه کي ناکام ښوئی نه يم
او واوره نه توبه  ولوله
مهار به دې په پوزه شي د سرو زرو خاونده
په سرو شونډو دپاسه مې پېزوان ليدلی دی
  
 ګل پاچا   الفت
      کټوازی
      09.08.2006
    
ياره ښکلا به دې زوال شي که تندی مې شو ټيټ ،
تامې پرسر دپښتنې مينې دستار تړلی 
( کاروان )
___________________
خوږو ملګرو او يارانو ،
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ  !
عصمت الله جان !  بيا لېټ شوم ،خو منډه درسره اخلم ستړېږم ، او که سوکه کېږم پاته کېږم  :cry:   :oops: تاسو خورښتيا هم پۀ کمين کې ناست واست چې سمدلاسه راپاڅېدلاست ،
 هو ! رښتيا امرخېل  وروره ټول ويدۀ يو خو تاسو مو ويښوئ کنه ! :oops:  :oops: 
او ګړنګن مې هېر شو !
اخخخخخخخخخ ګړنګه تر ګړنګ دې وګرځم !
پرېږده يي ولاکه يي مدعي ځان دروښيي چې عکس دې ماليرې کړی ، راځه له موږ سره اوږه پر اوږه ځه بيا که دې خرې نيوې هم ولاکه څوک ږغ هم درته وکړي  :oops:  :oops:
      Anonymous
      09.08.2006
    
[quote:f435d31feb]او ګړنګن مې هېر شو ! 
[color=red:f435d31feb]اخخخخخخخخخ[/color:f435d31feb] ګړنګه تر ګړنګ دې وګرځم ! 
پرېږده يي ولاکه يي مدعي ځان دروښيي چې عکس دې ماليرې کړی ، راځه له موږ سره اوږه پر اوږه ځه بيا که دې خرې نيوې هم ولاکه څوک ږغ هم درته وکړي [/quote:f435d31feb]
امېد لرم چي خوږ شوی به نه ېي
جار دی سم دی اندړو دوسته   اندړ همېشه تاسو ته دوعا وې کوي
او دا انځورګر هم ماته اندړ ښکاریږي او ږما عکس هم انځور صیب  خراب کړئي
نو بدل خو نه پرېږدم که هر څه وکې
صبر
      کټوازی
      13.08.2006
    
رنګ دې پۀ تشه ګيله ژېړ شو ،
هلته به څه کړې چې شرنګی د تورو وينه !
نو ګړنګ اشنا خدای دې راوله !
خو دومره که دې ژر ژر رنګ ژېړېدۀ ، باور مې نه راځي چې ترپايه يي سره و پالو  :oops:  :oops: 
دا خو لاپرېږده ، هغه زموږ هجرې ته دې هم ګړنګ راښکاره کړی ، خبر يې او که نه ؟
هور ې به څۀ ګوزاره وکړې ، ځکه چې پۀ هجره کې خو موږ د هجرې پۀ خاطر د هيچا خاطر هم نه کوو  !
هسې دې لکه لېوۀ د پسۀ څرمن اغوستې روغ رمټ سلېمانخېل يې د اندړ پۀ پوستين کې دې ځان نغښتی دی  :oops:  :oops:  :oops: 
که څنګه ؟ او خپه کېږې به نه که خپه شوې يوڅو واری ګړنګ کښته او پورته کش کړه چې توازن قايم شي  :oops:  :oops:  دلته به څۀ نه درته وايم ځکه چې هسې دا مشاعره ............. پۀ هجره کې به سره ګورو 
او بل انځورګر اندړنه دی چې د رخپلوې يې ! 
کندهاری دی کندهاری !!!
      Anonymous
      13.08.2006
    
[img:5c9ecd8384]http://www.geocities.com/ghowazan/sher.gif[/img:5c9ecd8384]
هاهاهاها
یاره صمیم جانه چې هرڅومره نوم دی سلیمانخیل راباندی کېږدی خو دا خلګ می پېزني
خوار غریب اندړ یم ولی می دی لیوانو خولې ته ورکوې
او رنګ می نه ده زیړشوي خو هسی لیږ سره پوړیږم خدای دی راته خیر کي
او ماته معلومه وه چې ده کار خو دی اندړ نه ده .انځورګره ولا به د کوټی پوووليس
درته راولم
ګوري چې خفه نه شي ۲ ورځي ژوند ده
      عصمت الله
      13.08.2006
    
ولـــې  راته  وایـــې  چـــې  لــږ  وار  کــوه  وار  څـه  معنـــی
کـار  دمینــې  کـار دی  له دې کــار نه  انکار  څه  معنــــی
 پیر محمد کاروان
ګړنګنه یاره سلام  درته وړاندې کوم بښنه غواړم ستاسو  ډالۍ 
زما نه ده  هیره شوی
  دروایخلۍ 
 دکونګټ مینه په غول او خوشایې ده
 خـاصـه  مــینه ګــل بـانـدې بـورا کـــــاه
 او دغه بل بیت ستاسو اصلی نوم ته  چې  نه پوهیږم  څه ده 
په ډیره مینه مینه
چې یار درومی چاره نشته ده خوشحاله
 کــه زمـا په رضــا درومـی خـوله به را کاه 
 په دی هیله چې خفه نشی دا مې هم یو لوی جرعت کړي ده
      Anonymous
      13.08.2006
    
[quote:82d8288bdf]ګړنګنه یاره سلام درته وړاندې کوم بښنه غواړم ستاسو ډالۍ 
زما نه ده هیره شوی 
دروایخلۍ 
دکونګټ مینه په غول او خوشایې ده 
خـاصـه مــینه ګــل بـانـدې بـورا کـــــاه [/quote:82d8288bdf]
ستاسو سلام ته واعلیکم سلام وایم بعد له سلامه زه روغ جوړ او په ګېډه موړ یم.
ستاسو ډالۍ ما ځان ته برابره کړه
[color=red:82d8288bdf]د غاځوړ[/color:82d8288bdf]  مینه په غول او خوشایې ده 
خـاصـه مــینه ګــل بـانـدې بـورا کـــــاه
عصمت جانه خدای دی د انګریزانو په چم په امرجنسی کي په لاس راکړه چې ښه خو درباندی زارکم
او ځایونه راته بدلوې او زه دی نه پریدم
او بوږا می درته خیږي
نور ته خپله هوښیار ېې چې ډاګ ته ولاړ نشې
============
عصمتالله جانه قربان له ډالۍ نه دی مننه
      خزرکی
      14.08.2006
    
هر سړي ته چی ودریږم وايي افغان یم
خاص لمسې د احمد شاه او خوشحال خان یم
د خوشحال په پښتو ژبه نه پوهیږي
بله ژبه کی توتي غوندې  غږیږي
«ملنگ جان»
      amarkhil
      15.08.2006
    
ياره ستا د هجر اوږدو شپو شوګيره كړى يم 
ګوره چې مې اوس په اسويلو خبرې نه شي
ډېرو شپو ته راشه چې د يو بل نه خبر شو 
ياره په يو شپه د ډېرو شپو خبرې نه شي
      غورځنګ
      16.08.2006
    
یا زما سترګې ښکلا نه پیژني
یا په دې عصر کې ښکلا نشته
ساقی که هر څومره پیالې کړنګوي
خو د یارانو اشتها نشته
پدې سړو سړو ذوقو کې مګر
څاڅکې د مینې او وفا نشته
یواځې پاتې یم ژړا راځي
په دغو خلکو کې اشنا نشته
تورې په تیکو کې زنګنۍ شولې
توان د جهاد او د غزا نشته
په دې نوکاره حریفان کې هیڅ
فکر د ژوند او د بقا نشته
په دغو سوځنده لمبو کې ربه
یوه ګوشه د انزوا نشته
      داود فايز
      22.08.2006
    
يو ته يي چې قدر هېڅ زما داوښکونه کړې 
وايه کنه څومره مشتري درته پيدا کړم
نقل
......................................................................
ماته ستا دا اوښكي ډيري ګراني دي
                  څه وكړم قيمت كي ډيري ګراني دي
      Kaliwal
      24.08.2006
    
نوی راغلې مېکدی ته ېمه  *** ساقی لږ ماسره ناکام کوه
سلامونه دوستانو 
هېله ده چی روغ او جوړ اوسۍ، پاسنی شعر می په دی خاطر ولېکه چی نوې ېمه ګوزاره کوېی ښه به شو 
                                 په ټوله پښتنه مېنه
                                                                                                             کلېوال
اوس به راشو اصلی موضوع ته
                ما په مثال لکه پتنګ وګڼه *** ته دی شمعې غوندې رنګ وګڼه
      مازدیګر
      24.08.2006
    
هــــر ارمـــان شــــو ژوبـل ژوبل،ډیرې هیلې هدیرې شوې
د رڼــو اوښکو ډیــــوو کــــې د ســـرو ویـــنــــو ګلان وسول
کاروان
                                                           
ټولو ته سلامونه
کلیواله خپل (کلی)ته ښه راغلی خپله جونګړه ده ډاډه کینه لا خو ډیری شپی ورځی دی 
کلی په ناکام نه کیږی ،
خدای دی هرکله راوله
      پاچاخوستي
      24.08.2006
    
ښې چارې !
ګرانووروڼوتاسوټولوته نيکې هيلې اوسلامونه وايم اودخداي (ج) څخه تاسوټولو
ته ښه صيحت غواړم ٠
له    غمازه   بې   پروا  درځمه   خواته
که چاړه مې په مرۍ بياپه ستم ږدي
زلمي {شهبازوردګ}
      عصمت الله
      08.09.2006
    
یا به بوی کړم غنچه  دې زیړو ګلو
یا به پروت په ګلــــــو لـکه بورا یم
 شاعر یې نه پیژنم
      رښتینی
      12.09.2006
    
ما ځاى درله درکړى د سينې د تخت دپاسه
 شرمېږه مه په شان لکه پاچا قدم راواخله
ليوال
_____________________________________
خوږو  وروڼو او دشعر مينانو سلامونه او نيكى درډالۍ كوم
      Syed Shah SaqeeM
      29.11.2006
    
[color=cyan:ecc9c8a4f8][/color:ecc9c8a4f8] 
هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي
درحمان په شعر ترکي دباګرام
      عصمت الله
      01.12.2006
    
مستې صوفیانه سندرې مه وایه کاروانه
ګوره په اتڼ او په ګډا به خاص وعام کړي
((پیر محمد کــــــــــــــــــــــــاروان))
سلامــــــــــــــونه او نیکې هیلې ټولو لوستنکو ته  په ډیره مینه وړاندې کوم .
 بیا سید شاه سقیم ورور ه قدم دې خدای بختور لره  د ټول افغان فورم ته 
او له خدایه درته لا بریالیتوبونه غواړم   تاسو یو دوه شعره هم په دغه فورم کې نوی لیکلي وه زما ډیر ډیرخوښ شو خدای دې وکړې چې تل خپل خواږه شعرونه  په موږ باندې  پیرزو کړې.
صمیم جانه ورور خدای دې  وکړې چې تاسو هم  په خیر بیا له سر راشی  او دغه  دې بیت بازی مشاعره له سره مسته کړۍ .