د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عنوان

tandar
12.11.2010

هیښ صاحب سلامونه، لنډی مو یوه ده خو پښه ده٠
بهار به تل په ګلو نه وی
دیار دمخ دیدن کوه خزان راځینه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
واې چه٠٠٠٠
دیدن دګلو پیمانه ده
................نه به پری موړشی نه به تری وتړی بارونه
که دی زما دیدن یادیږی
.................سپوږمۍ ته ګوره زه په بام ولاړه یمه
ملنګه دوه ګټی دی وګړی
.................یودی خیرټول کړو بل دی وکړل دیدنونه
زه په دیدن کله مړیږم
.................نامردی ټوله راپه شاه شه چه دی وړمه
که دی زمادیدن په کاروی؟
.................راشه دپلار می نوکری وکړه مینه
تربیا


لنډۍ

پښتون.
12.11.2010

ډیره مننه د هیښ صیب نه چی د لنډیو په هکله یی خپل معلومات مونږ سره شریک کړی دی.او تندرصیب ښکلی لنډۍ دی لیکلی دي.
باد پرباد مي سلام وایه----- پر هغه باد چې د جانان پر لوري ځینه
باغ له دې تله مناسب نۀ دي -----پخپله ګل يې ګل دې ستاسلام کوينه
پالنګ ديارسره ښۀ ښکاري -----نۀ مې خوښېږي دابې ياره پالنګونه
که حوصیلی ته می وګوری -----ستا به په سر د اسمان ستوری وټمبمه(پ)


عنوان

tandar
12.11.2010

دکبر جام به دی نسکور شی
.................ډیر په غریبو خلکو مه کوه ظلمونه
دبیلتانه ظالم دلاسه
...............که نه جانان له ما نه کله بیلیدنه٠
خوله دوړی یا دزړی ده
.................لکه په شنه بادرنګ چه کیمنډی غاښونه
تربیا٠


عنوان

tandar
12.11.2010

سترګی دی ډکی تومانچی دی
..............................چه ې راواړوی سوری سوری می کړینه
په نیمه شپه کی ځان بیدار کړه
.............................چه په کی واوری دزخمی زړګی اهونه
په تور لحد کی به ناری کړم
.............................چه له دونیا نه ارمانجن راغلی یمه
په کټ کی دوه ګوتی ځای راکړه
.............................لکه لړم په دیوالو راغلی یمه
مسافری په قراری کړه
..........................خدای به دی خپل وطن ته راولی مینه
زه په عاشق سړی پوهیږم
..........................ددروازی په ځنځیر ځان مشغولوینه
رازه چه دواړه سره تښتو
.........................وروستی خبری به سپین ږیری لنډوینه
په قلا دوه کوتری ناستی
........................مشره ې ویشتل کړی کشره ې غشی ټولوینه
په خوله به جنګ درسره وکړم
.........................دبڼو لاندی به زاری درته کومه
ته چه زما دیاری نه وی
.........................زماویده زړګی دی ولی ویښونه
یاری خوتا کړه ما خونه کړه
.......................اوس ې چه لنډه پری کوی ژړا راځینه
پخوانی مینه دی نشته
.......................لکه دزرو ګونګرو شور به دی کاونه
یاری دزور خبره نده
....................مور ته دی وایه چه خوله سمه خوروینه
په شرم شرم پوره نه شوه
....................سبامی نیت دی بی شرمی ته ملا تړمه
موری ماڼو ورته لوګی کړه
......................زیارته تللی چابه ې مخ لیدلی وینه
نجلۍ دخدای روی می دروړی
.....................یویار دی زه یم نور دی څو نیولی دینه؟
په زړه دی غټه تیګه کیږده
...................چه پری مین وی هغه بل ته ورکوینه
پرون خو دامالی ژوندی وی
...................نن دی په شناختو بلبلان ناری وهینه
تربیا


عنوان

tandar
13.11.2010

نیمه شپه ده غله لګیږی
.....................څوک دی یونسی دسرکوشونډو سرونه
ماته دشونډو ملهم راکړه
....................چه می ټکور کړی دهجران سوی داغونه
زمادشونډوشربت واخله
...................چه دهجران په سفر ځی تږی به شینه
که لیونی دی زمایاردی
.................خلک ناکام دلیونو سره کوینه
تربیا


عنوان

tandar
14.11.2010

په غوږو کوڼ په سترګو ړوند ې
......................په ژبه ګونګ شی چه چاته نه واې حالونه
تربیا٠


محمدزمان هوتک
14.11.2010

سلام درنو دوستانو ،
‏ اختر دټولو مبارک شه .......... الله دی ټوله له غمه لیری وساتینه .......... خلک اختر ته خوشحالی کا .......... زه ده وطن له غمه خورم دزړګی وینه
‏________________________
‏ ستاسی دټولو د خوشحالیو په هیله


طنزی او خندونکی لنډۍ

پښتون.
14.11.2010

سلامونه .
ګودرته راغلی برابره-----يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه
په ګودر څه ټکه لوېدلې-----چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه
که مور او پلار دی خداي رضا کړل-----د ماما ګانو به دي زنې ونيسمه
ځان خوبۀ ستادپلارنوکرکړم-----پۀ نوکرۍ کې بۀ دې تش ديدن کومه
منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل-----د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه

او بیا جنکۍ وایی چی:
ته د ګودر غاړی ته راشه-----ما په منګی کې پراټی راوړی دينه
پرمادې زر شيندلي نه دي-----چې دڅراغ په رڼا غواړې ديدنونه
پردنياتول دسړونشته-----تول دپيسودی مسليان خانانوينه
ځوانانوننګ راباندې وکړئ-----پلارمې ظالم دی ماښامارلره لېږينه
څوک چې پۀ سروشونډوعادي شي-----قندوشکرې تويوي چې ترخۀ دينه


عنوان

tandar
14.11.2010

پوښتونه یاره دزړه بغ دی استلی دی ،ژوندی ،خوشحاله صحتمند او په عذت کی دی تل غواړم چه وطن دی بالکل رایاد کړو٠
ماته دی څه ویل زما هیر شول
.....................ماته هغه خبره بیا وکړه مینه
تربیا٠


عنوان

tandar
15.11.2010

چه داختر په شپه رانغلی
....................ته به ژوندی وی ،زه دی په مړو حسابومه
خلکو زمابه څه اختر وی
....................په ټول مالت کی زه بی یاره ناسته یمه
تربیا٠


د اختر لنډۍ

پښتون.
15.11.2010

اختر نږدې دی ياره راشه ----- مبارکي به يو تر بله ورکوونه
اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي ----- دا د ځوانۍ عمر بېرته نه راځينه
دمسافـربـه څـه اخـتـروي-----چې دبېلتون لېونوسپوخوړلی وينه
ګرانې اختردي مبارک شه-----سپينه خولګۍ مبارکي راکړه مينه
اختره څنګه به خوشال شم-----زه داغيار دلاسه اورکې ژوندکومه
اختره څنګه به خوشال شم-----چې مي په زړه پراته دلۍ دلۍ غمونه


عنوان

tandar
15.11.2010

پوښتونه واوره یاره٠
اوس داختر لمانځه ته لاړ شه
.....................سپینه خولګی به می بیګا ته درته درکومه
تربیا


هیښ
16.11.2010

سلامونه

اختره څومره بختور یې
چې درکې کیږي دمینو دیدنونه
اختر په ټوکوټوکو راغئ
نه مې جامې شته نه دغاړې اميلونه
................................................................
دافغانانو څه اختردئ
چې ئې وطن کې انګریزان کوي حکمونه
اختره هلته به دې نمانځو
چې انګریزان له خپله ملکه وشړونه
اختردهغو بختوروي
چې دخپلواک ژوندون نعمت ئې نصیب وینه
که دطالب دا قرباني وي
انشاءالله ژر به داختر میلې ته ځونه
خلک اختر کې قرباني کړي
زلمیان په دین او وطن سر قربانوینه

مننه


خیریوسی
20.11.2010

محترم هیښ صاحب ، تندر صاحب ، پښتون صاحب ، محمد زمان هوتک صاحب او ښاغلو لوستونکو اسلام علیکم
تر هر څه نه مخکی وتاسو ټولوته دلوی اختر مبارکی وایم .هره ورځ مو داختر اوهره شپه مو دبرات .
دهیښ صاحب نه یوه نړۍ مننه چي وموږ ته یي دلڼدۍ لیکولو په اړه لارښونه کړی
کور یي ودان ،کندو یي دغنمواو کړو یی دکترو ډک
مینه او مننه
خیریوسې


عنوان

tandar
20.11.2010

خیر یوسی صاحب دفارسیوانو خبره ،،هچنان،،٠
ډیر وخت نه وی ،داچه راته ژوندی ې زمونږ خوښی ده او زمونږ افتخار ې٠
خو کاشکی ستاسو یو ه لنډی هم ورسره وی؟
مینی دی داسی چاری وکړی
........................دلیونتوب اواز می نن سبا درځینه
که لیونی دی زمایاردی
.......................خلک ناکام له لیونو سره کوینه
تربیا٠


عنوان

tandar
20.11.2010

پوښتونه یاره چیرته ې،راځه ،دی خپلو ټوکو ته،دسیاست لیکوالو نور زړه راوهلی ،هرڅه دلمر غوندی روښانه دی ،نو بیا بحث دڅه لپاره ،داڅو کاله کیږی چه دوی خپلو مینځو کی سره جوړ نه شول،نو دا خاوره به څنګه ازاده شی،چه یوالی نه وی٠
بعضی په کی له سره نه په دلیل او په ثبوت لیکنی کوی ،چه څوک قانع کړی ،خاص ښکنځلی کوی ،که غواړی چه لیکنه ې وروښیم،بس دخره لکی ې کلکه نیوی او په خپله خبره ولاړ دی٠ زه ورته هاهاها وایم٠
تربیا٠


ښه چاری

پښتون.
20.11.2010

مستی که رانه مات شول د لیلا د لاس بنګړی
دا دی نور په ما راوړی، دا دی نور په ما راوړی

سلامونه تندرصیب د لنډیو په مورچل کی.دا سیاست په توپ وله چی نور یی کوینه.لنډۍ نده خو همداسی می خولی ته جوړه راغله.اوس دا لاندی لنډۍ وګوره.
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ديدن د خدای په امر کېږې -----زه لېونۍ ورپسې کډې ګرځومه
غزا له لاړ شه چې غازي شې-----د نغري په غاړه نشته جنتونه
ستا یارانه د چتو ښکار دی-----څوک چې د چتو ښکار کوي تش به راځينه
د جینی سو ا ل چی نه قبلېږي -----مخکی له سو ا ل نه په زیار ت کو ي نا ز و نه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بیا هم تر بیا پوری په خوشحالیو کی دی ډوب غواړم. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


محمدزمان هوتک
20.11.2010

خیریوسی ، انډیواله سلامونهنهنهنهنهن خوشحاله یو چه اختر دی په خوشحالیو لمانځلی او فورم ته پخیر راغلی او دلته یو بل نوی ورور راغلی دحذیفه په نامه خدای ج دی وکړی چه هغه هم دلته ښی په زړه پوری وطنی اوحماسی لنډی ولیکی،

‏---- خلک خوشحاله دی اختر دی -------- زه دوطن د زلمو غوښی ټولومه -------- اختر دهغو مبارک شه -------- چه په خپل وطن کی د آزادی ژوند ولرینه-------- جانانه راشه چه پخلاشو-------- پانی دنیا ده په ارمان به ځنی ځونه
ستاسی دخوشحالیو په هیله‎ ‎


ښه چاری

پښتون.
21.11.2010

قدرمنووروڼو،سلامونه او ورسره لنډۍ وړاندی کوم.
آپخوانى محبت نشته-----اوس محبت خلك پيسو سره كوينه
دمحبت خوندونه لاړل-----اوس محبت خلك مطلب دپاره كړينه
د مینې دغه نښانې دي-----د یو زړګي نه بل ته لاره تللي وینه
لکه کابل د افغان حق دي-----داسې مې حق دي د جانان زلفو سرونه
الله د ې مل شه زما ياره-----په سفر لاړی سودايي در پسی شمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
که زه خبر وای چي یارټګ دي-----مابه کچکول د ایرو ډک ورکړي وونه :cry: :(


عنوان

tandar
22.11.2010

یاره ډیر ډیر می یادیږی
.................خدای دی ناڅاپه چیرته راوله مینه
ستادګیلاس په شان غړی ده
..................زما شړی ده ستا به کله خوښه شینه
تربیا٠


سلامونه او لنډۍ

پښتون.
22.11.2010

اوس په لمانځه کې غلطېږم --- دبنګړو شرنګ یې ترجومات پورې راځینه
بېګاه رانغلـــــــې کم نصـــیبه --- دلاس بنګړي مې په دستمال تړلي وونه
عالــمـــه تاسـی ورته ګــوری ---جانان ښایسته دی که رب زه لیونی کرمه
دجانان سـترگې مې يادېږي ---په خوب يې وينم چې گيلې راته کوينه
خال دې واهه خبر دې نه کړم ---ناغه به راکړې د سورکو شونډو سرونه
د پېغلتوب مستۍ کې ډوبې ---ظالمې ما باندې هېڅ نکوي خیالونه
اوښــكو زمــا غـمازي وكــړه ---حال مې پر مخ باندې ليكي رسوايې كړمه
ټوټي ټوټي درباندي زه شوم ---په بخملي سينه دي نور کوي خوبونه
سترګو می زړه ته ګیله وکړه ---چی بی وفا اشنا د ولی خوښاونه
عرض خومې ته واخله خاونده --- جانان مې نه اوري په مينه کې عرضونه
ما د انجلی د سر ګلاب کری --- چی پانه پانه یی ګریوان ته تویه شمه


هیښ
22.11.2010

سلامونه

واه،واه،پښتون صاحب!
الله تعالی دې  دټولو مينانو سره مراد حاصل کړه٠ډير خوند ئې وکړ٠

اوس یو څو لنډئ:

جهان به ټول په وینو سورکړم
که دزخمي زړګې نه پورته کړم لاسونه
په اخرت کې به نارې کړم
چې ددنیا نه ارمانجن راغلئ یمه
وطن کشمیر خدائ(ج)پرې امیر کړم
نیستۍ فقیرکړم په ژړا له ملکه ځمه
څوک په رضا له ملکه نه ځي
یا دنیستۍ ځی یا دیار له غمه ځینه
کرزیه تخت دخدائ(ج) چپه کړه
په یرغلګرو دې تالا کړل عزتونه

مننه


عنوان

tandar
24.11.2010

جانانه خپل وطن ته راشه
....................که خلک ډیر دی پری اباد دی خپل کورونه
نصیبه وسوزی ایری شی
..................زه ې له پکه سره څه خبره ومه


ښه چاری

پښتون.
24.11.2010

سلامونه درنو وروڼو !ورځ مو نیکمرغه.
هیښ صیب مننه کوم .او په دعا مو امین وایم.
باد پـــــرباد مي سلام وایــــــه -----پر هغه باد چې د جانان پر لوري ځینه
په صبر صبر مي زړه شین شو----- نور مي د صبر طاقت نشته و به مرمه
اول بــــــــه کــلــه کــلــه غـــم وو-----اوس مې کتاب شو مشغولا په کې کومه
حسن دې ورځ په ورځ زياتيږي -----لکه چې سيند د پشکال زياتی کوينه
خداى دې زما کړه غونډې منډې -----د بادار ځمکه به کرم تا به ساتمه
مننه
تر بیا پوری :wink:


عنوان

tandar
24.11.2010

خط می لیکه قلم می مات شو
......................داشنانوم رانه نیمګړی پاتی شونه
ماتروړوکی رویبار جار کړی
......................چه دیار خبری دوه ځلی راته کوینه
ماې دمور دخیټی جار کړی
.....................چه ګلالۍ لوڼۍ راوړی ماپری سیزینه
تربیا٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more