د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

مننه

Syed Shah SaqeeM
02.12.2006

سلامونه ګرانه وروره عصمت الله جانه تاسو ته هم هر کلى وايم .
ژوندي اوسئ .

په تانده مينه ستاسو سقيم


رښتینی
06.12.2006

يارانو سلامونه او نيكى هيلى !

وه ملګرو ! زه خو وم ورك دا تاسو نو ولى ورك ياست ؟؟؟

زه خو والله ددنيا چارو بيخى له هرڅه ايستلى يم او يو مخ په منډه يم

خو انشاء الله څو وروځى وروسته اميد لرم چى يوڅه ارام شو او بيا به

نو تاسو ما ووينى ان شا ءالله تعالى
سمدستى خو والله كه بيخى وړ شعرلرم
خو دا د كار شعر په دى ارزى چى بيا تكرار شى

مستې صوفیانه سندرې مه وایه کاروانه
ګوره په اتڼ او په ګډا به خاص وعام کړي
(پیر محمد کــــــــــــــــــــــــاروان)


کټوازی
07.12.2006

يو وارې را وګوره چې وګورې ،
تور د بڼو خم ته به دې خاورې شم ............. خالد هادي
[url=http://www.benawa.com/Culture&Information/melodious/zaghoona2.php] ټوله غزله د و ږمه سبا پۀ ږغ کې و اورئ [/url]
ګرانو وروڼو ، خوږو يارانو ،
ګېډۍ ګېډۍ سلامونه درته راوړم !
خدای دې وکړي چې ټول روغ رمټ او خوشاله ياست !
خوښ يم چې د بيت بازي د مشاعرې تالار يو وارې بيا پۀ خوږو ملګرو ډک وينم .
عصمت الله جانه وروره ! و دې ګټلم ، ورک وم خو تابېرته راپيدا کړم !
اشنا راځم به او ستاسو له خوږو خبرو او مجلسه به خوند اخلم !
او داچې پۀ مشاعره کې د سيد شاه سقيم پۀ نوم يو بل ادبي ذوق لرونکی ورور هم له موږ سره ملګری سوی هرکلی ورته وايم ، هر قدم يې پرلېمو !
پۀ پای کې يووارې بيا ټولو يارانوته سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم پۀ ځانګړي ډول ګران حامد جان او مازديګر ته چې ملګرتيا يي هم د مازديګر وي او ډېر ژر خپلې وړانګې ور ټولې کړي !
او ګران پاچا خوستي ته چې له ما سره يي يو قول هم کړی وو ( ياني ما ورسره قول کړی وو ) خو شايد چې هېر يې وي !
پۀ سپېڅلې کليواله مينه : ستاسې صميم


رښتینی
07.12.2006

صميم جانه داسى كله كله سلام را لوروه
كه نه ولا داسى دى په ډاګ پري ايښى يو چى
ولا دپوره كاږه وربوز حق لرو داسى چى له
لس منى مزى پسه پرته په بله توګه يي دسمول
ګران دى

او دا دكاروان دا درونيسه :

[color=olive:f58b1319a8]موږ د شهيدي خور ټکری کړ د جونګړې پرده
لوټمارو بار دي د رخامو د مرمرو بېړۍ[/color:f58b1319a8]

په مينه


عصمت الله
07.12.2006

صمیم جانه ورور ښه شوله چې راغلې کنه ماته هم ګیله دریدلې وه چې
دا څنګه دې ټول افغان ترحي مشاعره ته راځی او دلته نه
خو خیر دا ګیله به وساتم په جیب کې .

یو زمان که مې دا ستا دیدن نصیب شی
نور به سترګې پورته نه کړم ګلستان ته
(خوشحال خان خټک)

یاره دې دغه شعر دغه بل بیت هم زما خوښ شو
په فراق دې ښـــــو یارانوچـې ډیر ژاړمـه
دواړه سترګې مې پېغور کوی باران ته
یو یې له بله خواږه دې
ما یې دواړه شونډې بیا موندې په کور کې
نور دې لـعلــو پســې درومــی بدخشانه ته


رښتینی
07.12.2006

عصمت جانه او نورو يارانو سلامونه
ګيلى او مانى بايد ډيرى نه كړو هسى نه
سړى ځانه ته متوجه شى كه را ځى يو ځل
يي كور ودان او كه نه راځى شل ځله

[color=darkblue:7e200b4097]هرارمان مې ځوانيمرګ شي،هرارمان مې سرخوړلى
هره ورځ مې اديره کې،دزړه جوړشي نوى څلى
(شيرينزوى)[/color:7e200b4097]

داده مونږ اوتاسى څومره خوندورشعرونه سره ډالۍ كوو!!!
په چا كى ډير رۍ مه وهئ خپل كار به كوى


Syed Shah SaqeeM
07.12.2006

سلامونه ګرانو وروڼو هيله ده روغ او جوړ به ياست .

[color=cyan:15a69d70ff]يه مرګيه ! ماشومان مي راته خاندي .
سره پرېږده څو شپې ما او څراغونه [/color:15a69d70ff]
دروېش درانى

په تانده مينه ستاسو سقيم


عصمت الله
08.12.2006

سیدشاه سقیم ورور جانه حامد ورور جانه صمیم وروره ګله
تاسو درې واړو ته سلامونه وړاندې کوم له لوستنکو سره
خدای مو روغ او خوشحاله لره هر ځای چې یې .
بس حامد ه ورور ستا خبره مې ومنله نور صمیم ورور ته زارۍ نه کوم .
که رازی مخې ته یې ډیر ګلان که نه رازی لیږ ګلان .
خو بیا هم چې صمیم وی خوند یې ډیر وی

هاپورې دغره سرته زنځیر خپور ګلونه خیژي
شاید چــــــې په ولـــجه به شي بهار زمـا دکلي
( پیر محمد کاروان )


Syed Shah SaqeeM
09.12.2006

عصمت جانه سلامونه دي په غبرګو ليمو منم
خداى دي راته جوړ او روغ ولره .
خو ګورئ تاسو هاغه د سياسي لنډيو خوا ته هم يو ځل سر ورښکاره کړئ هلته زما او کوشان يو څه لانجه ده تاسو پرې خپل نظرونه راکړئ .

يا د ښکلو دپايلو شرنګهار دى
يادعشق د لېونيو د ځنځير

ستاسو سقيم


کټوازی
09.12.2006

يو د ناتوانو مړوندونو څۀ چاره نه راځي ،
فصل مې پوخ ولاړ دی مخې ته مې لور پروت دی

قيصر اپريدی
_______________
زما د پردېسۍ پۀ مهالونو کې د خندا او خوشالۍ يارانو ،
پۀ لمنو لمنو سلامونو درلېږم !
عصمت الله جانه وروره ! باور به مو را نه شي چې له ډېرې سربدالۍ ټوله ډېټا رانه هغه ورځ ګډه وډه او ناکاره شوه چې لا اوس يې هم نه شم ارګنائز کولای خو ښۀ وو چې Back Up مې يي ساتلی وو کنه هغه د پېښوريانو خبره ځانله مې کار کتلی وو !
نو ځکه لږ ناوخته کېږم او دا اوس مې هم يو تکراري بيت شايد ليکلی وي ! او دحامد کاکا پر خبرو سر مه ګرځوه ( پخپله که پوره مياشت غيرحاضر وي نو پۀ دنياوي کهاته کې يي اچوي ، او نور چې يوه ورځ چېرې پر لاره پنچر شي نو بيايي مخ بلې خوا ته اړولی وي ! هغه د پېښوريانو پۀ دود دی فکر کوي چې دا نور جوړ له اسمانه Connect دي او څۀ کار به يي نۀ وي ! :oops: :lol: :roll: )
حامد جانه ! باور به مو رانه شي چې نېټ ته پر وړمهال وخت نه شم موندلای کنه ستاسې پۀ خواږۀ بنډار کې د ګډون لپاره يوازې بايد اکسپلورر عيارکړم او پرليکه شم خو هغه د رحمان بابا خبره :

ما او يار لکه دوې سترګې همسايه يو
خبرنه يو ديوبل پر حال هيڅکله !
او داچې د ګيلې چابړۍ مو دومره درنه سوې چې له لس مني مزي (چاغ) پسۀ پرته يي بل شی نه سي سپکولای !
نو اشنا که خدای دا د پردېسۍ پۀ مهالونو کې له مجازۍ نړۍ(انټرنېټ) ، پۀحقيقي نړۍ کې ژوند راکړ، پسۀ مو راباندې پور ، خو هسې نه چې بيا يي يوازې دځان وبولې ، دا ټول ملګري به يي سره خورو !
پۀ پای کې يو وارې بيا هم تاسو ټولو او پۀ ځانګړي ډول زموږ نوي ملګري ګران سيدشه سقيم ته سلامونه ، نېکې هيلې او يو [color=white:e134152f90]وارې [/color:e134152f90]بيا هر کلی وايم او ستاسېد ټولو پۀ استازيتوب هيله من يم چې يوازې به نه پرېږدي
پۀ مينه


Syed Shah SaqeeM
09.12.2006

کټوازى صاحب زما سلامونه هم ومنه .

يو څو ښکلي رندان به ميخانې ته راولو
لښکر ګلان به للمې زمانې ته راولو

کاروان


رښتینی
10.12.2006

[color=white:bf32d6d462] ویره، پریشاني او خوشالي چې ټول
ستا څېره کې یوځای شي وژل کوي
دومره لوی جهان کې تنها زه خبر
ستا څېره، سپوږمۍ او څپې څنګه وي
(ليوال)[/color:bf32d6d462]

______________
ټولو يارانو ته سلامونه
صميمه غير حاضرى هم څو ډوله يي
له تفصيل نه به يي ګام واړوو ستا دا كار خوند نه راكوى چى
داددى بحث په څنګ كى بل بحث ته راشى او ښه اوږده بدله پكى
زمزمه كړى او ديخواته له مخ را اړولو پرته په سائكل پښه واړوى
او مونږ درته ګورو چى سره شمله دى باد رپوى او دصدرى رڼكى
دى پړك وهى او په شپاړسم ګير كى روان يي !!!

اصلا دا ګيلى له دى ځايه سرچينه اخلى
اونورنو دومره وضاحت كول غواړم چى دا ګيلى په خپله
يوه دخوند خبره ده كه نه نو دلته دتڼيو دخلاصون اخطارونه
هم يوه بل ته وركړل شوى دى او مونږ به په دى حال شكر
باسو او كه خداى كول له دى مجازى نړى نه به هم يو وخت
ووځو خو په دى شرط كه ملګرو زما په څير سپين زړونه لرل
او زه باور لرم چى دا شرط بيخى ايانه ده

هغه دملا صاحبانو په ګاى په دا لنډو شپو ورځو كى پيښورته
در نا زليږم ګومان كوم بعضى انترنيټيان وروڼه به بيامومم
او س همدومره

په مينه


Syed Shah SaqeeM
10.12.2006

سلامونه صميم جانه او حامد جانه !

يو غـــزل يم خو باور مي دی (کـــــــاروانه )
چې به سوو سوو زړونو ته مرهم شم
کاروان

ْپه تانده مينه ستاسو سقيم


رښتینی
10.12.2006

[color=green:3d490a4e5e] ملغلرې زورورو ته ور پریږدي
اوښکې خپل کورته کمزوري راوړي راشي
(درويش درانى)[/color:3d490a4e5e]

سلامونه او تيكى هيلى

په مينه او درنښت


عصمت الله
10.12.2006

سلامـــــــــــــــــــــــــــــــــــونه سلامــــــــــــــــــــــــــــــــــونه
او نېــــــــــــــــــــــــــــــــــــکـــــــــــــــــې هیلــــــــــــې

یادیږي مـــــــــې نن بیا دنیزه بازو نجــونو جنګ
د چــا مـــــــلالــــې سترګــــــې یارانــې ته راولــــو
دغــرونو دځنــګلـو نـو دی ګـــــډا ته شــــوی زړه
کــــــــــــــاروان به یې مــــــستــې ترانـــې ته راولو
( پیر محمد کاروان)


رښتینی
10.12.2006

[color=white:d3b8d1e595]ورخیژم له سپین غره ستا د تورو زلفو غروته
زه دارځانته وربل ا وله کمڅو نه جوړوم
(امان الله نصرت)[/color:d3b8d1e595]

_________________
ملګرو بيا موپه سلامونو لمانځم
او اوس خو مى ان شاء الله لكه
چى ټولى غير حاضرى پوره كړى
خو نه پوهيږم چى په تيرو غير
حاضريو كى يي وشمارم او كه
په راتلونكو هغو كى ؟؟

په درنښت


Syed Shah SaqeeM
10.12.2006

[color=green:62a170eaed]ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلا[/color:62a170eaed][color=red:62a170eaed]مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ[/color:62a170eaed]ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــونــــــــــــــــــه

وايي پښتو د جهالت نوم دی
وايي چې نيمه کافري ده پشتو
خو په ځواب کې درته وايي حمزه
پښتوخو ګرانه د جنت نوم دی

ستاسو سقيم


Syed Shah SaqeeM
10.12.2006

مونږ لېونو له روڼو شپو سره پيوند کړی دی
تر دې محفله هر شپه راځي سوځېږي ورځي

جهاني


رښتینی
11.12.2006

[color=darkblue:c0716d05a4]یاد یي لره! هیر به می نشي تورلینګیه اشنا
زموږدتن غوښې خو تا! په ستر قصاب وخوړې

مصرۍ دي ګونګی، غږدی ورک دی مطمئنه یاره!
ښکاری چې ته! هم دحالاتو اضطراب وخوړې

(مطمئن)[/color:c0716d05a4]

__________
سلام او نيكى هيلى


کټوازی
11.12.2006

يو مې کابو نه وي کابو ده چې يو نوی را شي

د ژوند شېبې مې بس همداسې غم پۀ غم تېرې دي
عبدالله شاه
ژوندون
_________________
يارانو سلامونه او نېکې هيلې
ماشالله تاسې خو ډېره توده کړې ، چې تود يې نو به يي تودوې :oops: :lol: :oops: کنه زما چې له يخه ژامې لکه د بېکاره ژرندې کړپېږي ولې يي نه سم تودولای ( مشاعره در يادوم ) :oops: :oops: حامد جانه خيال دې تېر نه وځي :oops: :oops:
بهرحال : پر قلمونو مو برکت ، اندونه مو تاند او څپاند اوسه !
بيا هم ټولو يارانو هر يو ګران سقيم شاه ، عصمت الله جان او حامد جان ته پۀ لمنو ، لمنو سلامونه !


Syed Shah SaqeeM
11.12.2006

سلامونه
يو زړګی يم ډک د زړونو له فرياده
درباب غوندې چې سر په زېر او بم شم

کاروان

ياره ما مخکي هم درته وويل چې هلته په وطن پال شعرونوکې هاغه سياسي لنډيو ته يو ځل راسئ او نظر مو راکړئ
ستاسو سقيم


رښتینی
11.12.2006

[color=white:dcbf9864fe]ما خو د ستور و له رڼا سره خپل زړه تړلى
تور ماښامونه به مي لاره كى نور پاتي نه شي
(امان الله نصرت)[/color:dcbf9864fe]

_____________________
سقيم صيب لوى څښتن دى سليم لره
ياره له كوشان سره هسى بيځايه سر مه
خوږوه او په تيره په لنډيو كى خو يي بيخى
په ځاى پريړده ما هغه بحث وكوت دكوشان
صيب اخلاقى فلسفى بيخى بيله ده هغه دحتيځوالو
اخلاقى نورمونو مخالف دى
ولى تا دهغه نورى ليكنى نه دى ليدلى كه څنګه

خوبيا به هم كه وخت بيامومم دربه شم

په مينه


کټوازی
12.12.2006

يه ! تۀ چې وګورې وماته
خوار وجود مې شي بې سېکه
دا بې واره
بې اختياره
ستا و پښو ته چې در توی شم
ستا قدم ته چې سجده شم
تۀ پوهېږې چې دا ولې ؟

ځکه !
ټول ذره ذره شم .

خالد هادي
_____________
يارانو بيا هم پۀ لمنو لمنو سلامونه !
ښايي د مشاعرې تر بړستن مې پښې اوږدې کړې وي !
خو د شاعر منظومې يو څۀ پرشا بوتلم او را ياد يې کړ چې ..............

سقيم جانه !
له کوشان سره ځان پۀ تله کې اچول هغه د پېښوريانو خبره هسې ځانله کار کتل دي ، موږ هم څو وارې ورسره ټکر شوي يو او د ټول افغان ټولې پاڼې يي شاهدې دي چې [url=http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=17328#17328] دا يي کتلای سې [/url]
خو نه پوهېږم چې د بيت بازي د مشاعرې روح روان عصمت الله جان ولې ناوخته شو ؟


عصمت الله
12.12.2006

فکر کوم چې په یا به ختم شوی وی؟

مــا وی دشــونډو دبــوســه اخـلـمـه
ویل یې داڅه کوې ګناه ده پکښې
رحمت شاه سائل

سلامونه ټولو یارانو ته وړاندې کوم خدای مو روغ او خوشحاله لره
صمیم جانه وروره پرون مې دې خپل دحافظې دفتر کې هر څه کوشش وکړو چې په یا باندې یو شعر پیدا کړم او ولیکم خو پیدا مې نکړو.
او یو بل څه مصروفیت مې هم درلوده هغه دا چې ماسره یو څو دمشاعرو فلمونه دی
دی هغو فلمو غږ ما په کمپیوتر کې ثپته ولو او بیا مې په mp3 اړولو
که خدای کول یو دوه به ستا په دغه katawazai29@hotmailcomپته درولیږم انشاهالله چې خوښ به دې شی


کټوازی
13.12.2006

يه زما شمسه د رڼا غوټو کې چېرته يې پټ ؟
عشق زاره چاودی مې پۀ شان د مولانا توسېږي

کاروان
___________
ګرانو وروڼو پۀ تېره بيا عصمت الله جانه ،
سلامونه او نېکې هيلې !
ګرانه! ترډالۍ دې وګرځم ، وار له مخه مو مننه کوم او ستاسې جادوګر ږغونو ته سترګې پرلار يم ، خو زما د برېښنا ليک ليکه مه هېروئ Samim-Katawazai29@hotmail.com ياني تاسو بشپړ نه دی ليکلی
او داچې دا نور ياران بيا چېرې شاته شول ؟
پۀ مينه او نېکو هيلو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more