د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

amarkhil
07.08.2006

ټولو ښاغلو او اغلو ته سلامونه

هغه دې نه وايي چې ما هم محبت كړى دى
چې د چړو په څوكو تللى څوك تر داره نه وي


داود فايز
07.08.2006

داهم در واخلي

يو مو الله يو مو رسول دي وروڼو
بيا نو دا يو بل سره وله وژنو


غورځنګ
07.08.2006

نقل:
يو مو الله يو مو رسول دي وروڼو
بيا نو دا يو بل سره وله وژنو
..............................................................
ولی دی زړګې ویلې کوې په دی خبرو
و کڼو ته په غوږو کې د یاسین غږونه څه دي؟


amarkhil
08.08.2006

يو ته يي چې قدر هېڅ زما داوښکونه کړې
وايه کنه څومره مشتري درته پيدا کړم


غورځنګ
08.08.2006

ما خو توبه وکړه که زړه هم راسره مل شي
عشق دی چې همیش یې پر توبه باندې یرغل شي
نه رسي تر یاره هر چې ډیرې اندیښنې کا
نورې قیصې پریږده د عشق کار په توکل شي
زه وایم چې تل به د ښایسته و ننداره کړم
شرم د پیرۍ مې تر دا منځ راته خلل شي
خوشحال بابا


amarkhil
08.08.2006

غورځنګه زړګيه سلامونه مې ومنه
ښه ده چې ته خو يي که نه دا نور بيخي ويده دي
اوداهم شعر
يوازې مونږه دغفلت په خوب ويده پرېږدي
نور انقلاب دی هر ويده دهرې لار پاڅوي


عصمت الله
08.08.2006

یا دې ساقی د میو خوند نشته دي
یا زه ایله اوس په نشـو پوهـ شــوم
خاطر افریدی

سلامـــــــــــــــــــــونه سلامــــــــــــــــــــــونه دې ټولو شاعرانو او دی شعر مینوالو ته ورسیږی خدای مو روغ او خوشحاله لره.
ګرانه امیرخیله وروره که درته زحمت نه کیږې دی شاعر نوم هم لیکه چې موږ پو شو چې تاسو دی کوم شاعر شعر یا بیت ولیکه ؟

ګړنګنه یار خدای مو په عزت له چې تاسو له مانه نه یې خفه شوی .
او له تاسو نه یو نړۍ مننه چې هغه بدرنګه عکس مو لرې کړو
یاره ما غوښتل چې درته دې خوشحال خان خټک یو شعر ډالۍ کړم خو نه پو هیږم چې ستاسو ډالۍ یا تحفه خوښیږې کنه ؟
بس ستاسو دی اجازه په تمه


Anonymous
09.08.2006

[quote:c540f5554b]ګړنګنه یار خدای مو په عزت له چې تاسو له مانه نه یې خفه شوی .
او له تاسو نه یو نړۍ مننه چې هغه بدرنګه عکس مو لرې کړو
یاره ما غوښتل چې درته دې خوشحال خان خټک یو شعر ډالۍ کړم خو نه پو هیږم چې ستاسو ډالۍ یا تحفه خوښیږې کنه ؟
بس ستاسو دی اجازه په تمه[/quote:c540f5554b]
عصمت جانه قربان دی شم مننه له کرزي نه وکه ځکه عکس نه پوېږم چي چا لری کړي
او جانانه تاسو له ګړنګن نه اجازه مه آخلئی ځکه د ګړنګن خو هسي هم له شعر سره جوړه ده خخخخو ګوره فکر ونکې په مینه کي ناکام ښوئی نه يم
او واوره نه توبه ولوله

مهار به دې په پوزه شي د سرو زرو خاونده
په سرو شونډو دپاسه مې پېزوان ليدلی دی

ګل پاچا الفت


کټوازی
09.08.2006

ياره ښکلا به دې زوال شي که تندی مې شو ټيټ ،
تامې پرسر دپښتنې مينې دستار تړلی
( کاروان )
___________________
خوږو ملګرو او يارانو ،
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
عصمت الله جان ! بيا لېټ شوم ،خو منډه درسره اخلم ستړېږم ، او که سوکه کېږم پاته کېږم :cry: :oops: تاسو خورښتيا هم پۀ کمين کې ناست واست چې سمدلاسه راپاڅېدلاست ،
هو ! رښتيا امرخېل وروره ټول ويدۀ يو خو تاسو مو ويښوئ کنه ! :oops: :oops:
او ګړنګن مې هېر شو !
اخخخخخخخخخ ګړنګه تر ګړنګ دې وګرځم !
پرېږده يي ولاکه يي مدعي ځان دروښيي چې عکس دې ماليرې کړی ، راځه له موږ سره اوږه پر اوږه ځه بيا که دې خرې نيوې هم ولاکه څوک ږغ هم درته وکړي :oops: :oops:


Anonymous
09.08.2006

[quote:f435d31feb]او ګړنګن مې هېر شو !
[color=red:f435d31feb]اخخخخخخخخخ[/color:f435d31feb] ګړنګه تر ګړنګ دې وګرځم !
پرېږده يي ولاکه يي مدعي ځان دروښيي چې عکس دې ماليرې کړی ، راځه له موږ سره اوږه پر اوږه ځه بيا که دې خرې نيوې هم ولاکه څوک ږغ هم درته وکړي [/quote:f435d31feb]
امېد لرم چي خوږ شوی به نه ېي
جار دی سم دی اندړو دوسته اندړ همېشه تاسو ته دوعا وې کوي
او دا انځورګر هم ماته اندړ ښکاریږي او ږما عکس هم انځور صیب خراب کړئي
نو بدل خو نه پرېږدم که هر څه وکې
صبر


کټوازی
13.08.2006

رنګ دې پۀ تشه ګيله ژېړ شو ،
هلته به څه کړې چې شرنګی د تورو وينه !
نو ګړنګ اشنا خدای دې راوله !
خو دومره که دې ژر ژر رنګ ژېړېدۀ ، باور مې نه راځي چې ترپايه يي سره و پالو :oops: :oops:
دا خو لاپرېږده ، هغه زموږ هجرې ته دې هم ګړنګ راښکاره کړی ، خبر يې او که نه ؟
هور ې به څۀ ګوزاره وکړې ، ځکه چې پۀ هجره کې خو موږ د هجرې پۀ خاطر د هيچا خاطر هم نه کوو !
هسې دې لکه لېوۀ د پسۀ څرمن اغوستې روغ رمټ سلېمانخېل يې د اندړ پۀ پوستين کې دې ځان نغښتی دی :oops: :oops: :oops:
که څنګه ؟ او خپه کېږې به نه که خپه شوې يوڅو واری ګړنګ کښته او پورته کش کړه چې توازن قايم شي :oops: :oops: دلته به څۀ نه درته وايم ځکه چې هسې دا مشاعره ............. پۀ هجره کې به سره ګورو
او بل انځورګر اندړنه دی چې د رخپلوې يې !
کندهاری دی کندهاری !!!


Anonymous
13.08.2006

[img:5c9ecd8384]http://www.geocities.com/ghowazan/sher.gif[/img:5c9ecd8384]
هاهاهاها
یاره صمیم جانه چې هرڅومره نوم دی سلیمانخیل راباندی کېږدی خو دا خلګ می پېزني
خوار غریب اندړ یم ولی می دی لیوانو خولې ته ورکوې
او رنګ می نه ده زیړشوي خو هسی لیږ سره پوړیږم خدای دی راته خیر کي
او ماته معلومه وه چې ده کار خو دی اندړ نه ده .انځورګره ولا به د کوټی پوووليس
درته راولم
ګوري چې خفه نه شي ۲ ورځي ژوند ده


عصمت الله
13.08.2006

ولـــې راته وایـــې چـــې لــږ وار کــوه وار څـه معنـــی
کـار دمینــې کـار دی له دې کــار نه انکار څه معنــــی
پیر محمد کاروان

ګړنګنه یاره سلام درته وړاندې کوم بښنه غواړم ستاسو ډالۍ
زما نه ده هیره شوی
دروایخلۍ
دکونګټ مینه په غول او خوشایې ده
خـاصـه مــینه ګــل بـانـدې بـورا کـــــاه

او دغه بل بیت ستاسو اصلی نوم ته چې نه پوهیږم څه ده
په ډیره مینه مینه
چې یار درومی چاره نشته ده خوشحاله
کــه زمـا په رضــا درومـی خـوله به را کاه
په دی هیله چې خفه نشی دا مې هم یو لوی جرعت کړي ده


Anonymous
13.08.2006

[quote:82d8288bdf]ګړنګنه یاره سلام درته وړاندې کوم بښنه غواړم ستاسو ډالۍ
زما نه ده هیره شوی
دروایخلۍ
دکونګټ مینه په غول او خوشایې ده
خـاصـه مــینه ګــل بـانـدې بـورا کـــــاه [/quote:82d8288bdf]
ستاسو سلام ته واعلیکم سلام وایم بعد له سلامه زه روغ جوړ او په ګېډه موړ یم.
ستاسو ډالۍ ما ځان ته برابره کړه
[color=red:82d8288bdf]د غاځوړ[/color:82d8288bdf] مینه په غول او خوشایې ده
خـاصـه مــینه ګــل بـانـدې بـورا کـــــاه

عصمت جانه خدای دی د انګریزانو په چم په امرجنسی کي په لاس راکړه چې ښه خو درباندی زارکم
او ځایونه راته بدلوې او زه دی نه پریدم
او بوږا می درته خیږي
نور ته خپله هوښیار ېې چې ډاګ ته ولاړ نشې
============
عصمتالله جانه قربان له ډالۍ نه دی مننه


خزرکی
14.08.2006

هر سړي ته چی ودریږم وايي افغان یم
خاص لمسې د احمد شاه او خوشحال خان یم
د خوشحال په پښتو ژبه نه پوهیږي
بله ژبه کی توتي غوندې غږیږي
«ملنگ جان»


amarkhil
15.08.2006

ياره ستا د هجر اوږدو شپو شوګيره كړى يم
ګوره چې مې اوس په اسويلو خبرې نه شي
ډېرو شپو ته راشه چې د يو بل نه خبر شو
ياره په يو شپه د ډېرو شپو خبرې نه شي


غورځنګ
16.08.2006

یا زما سترګې ښکلا نه پیژني
یا په دې عصر کې ښکلا نشته
ساقی که هر څومره پیالې کړنګوي
خو د یارانو اشتها نشته
پدې سړو سړو ذوقو کې مګر
څاڅکې د مینې او وفا نشته
یواځې پاتې یم ژړا راځي
په دغو خلکو کې اشنا نشته
تورې په تیکو کې زنګنۍ شولې
توان د جهاد او د غزا نشته
په دې نوکاره حریفان کې هیڅ
فکر د ژوند او د بقا نشته
په دغو سوځنده لمبو کې ربه
یوه ګوشه د انزوا نشته


داود فايز
22.08.2006

يو ته يي چې قدر هېڅ زما داوښکونه کړې
وايه کنه څومره مشتري درته پيدا کړم
نقل
......................................................................
ماته ستا دا اوښكي ډيري ګراني دي
څه وكړم قيمت كي ډيري ګراني دي


Kaliwal
24.08.2006

نوی راغلې مېکدی ته ېمه  *** ساقی لږ ماسره ناکام کوه
سلامونه دوستانو 
هېله ده چی روغ او جوړ اوسۍ، پاسنی شعر می په دی خاطر ولېکه چی نوې ېمه ګوزاره کوېی ښه به شو 
په ټوله پښتنه مېنه
کلېوال
اوس به راشو اصلی موضوع ته
ما په مثال لکه پتنګ وګڼه *** ته دی شمعې غوندې رنګ وګڼه


مازدیګر
24.08.2006

هــــر ارمـــان شــــو ژوبـل ژوبل،ډیرې هیلې هدیرې شوې
د رڼــو اوښکو ډیــــوو کــــې د ســـرو ویـــنــــو ګلان وسول
کاروان


ټولو ته سلامونه
کلیواله خپل (کلی)ته ښه راغلی خپله جونګړه ده ډاډه کینه لا خو ډیری شپی ورځی دی 
کلی په ناکام نه کیږی ،
خدای دی هرکله راوله


پاچاخوستي
24.08.2006

ښې چارې !
ګرانووروڼوتاسوټولوته نيکې هيلې اوسلامونه وايم اودخداي (ج) څخه تاسوټولو
ته ښه صيحت غواړم ٠
له  غمازه  بې  پروا درځمه  خواته
که چاړه مې په مرۍ بياپه ستم ږدي
زلمي {شهبازوردګ}


عصمت الله
08.09.2006

یا به بوی کړم غنچه دې زیړو ګلو
یا به پروت په ګلــــــو لـکه بورا یم
شاعر یې نه پیژنم


رښتینی
12.09.2006

ما ځاى درله درکړى د سينې د تخت دپاسه
شرمېږه مه په شان لکه پاچا قدم راواخله
ليوال

_____________________________________
خوږو وروڼو او دشعر مينانو سلامونه او نيكى درډالۍ كوم


Syed Shah SaqeeM
29.11.2006

[color=cyan:ecc9c8a4f8][/color:ecc9c8a4f8]
هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي
درحمان په شعر ترکي دباګرام


عصمت الله
01.12.2006

مستې صوفیانه سندرې مه وایه کاروانه
ګوره په اتڼ او په ګډا به خاص وعام کړي
((پیر محمد کــــــــــــــــــــــــاروان))

سلامــــــــــــــونه او نیکې هیلې ټولو لوستنکو ته په ډیره مینه وړاندې کوم .
بیا سید شاه سقیم ورور ه قدم دې خدای بختور لره د ټول افغان فورم ته
او له خدایه درته لا بریالیتوبونه غواړم تاسو یو دوه شعره هم په دغه فورم کې نوی لیکلي وه زما ډیر ډیرخوښ شو خدای دې وکړې چې تل خپل خواږه شعرونه په موږ باندې پیرزو کړې.
صمیم جانه ورور خدای دې وکړې چې تاسو هم په خیر بیا له سر راشی او دغه دې بیت بازی مشاعره له سره مسته کړۍ .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more