د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ


ع کريم حليمي
25.08.2004

محترم حليمي صاحب د عربو په اړوند چې دي څه ليكلي دى. ده هغي په اړوند زه فقط دلته د الله پاك دا قول [quote:2c491b6fce]ستاسي په وړاندي ايږدم.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا يَسْخَرْ قَومٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْراً مِنْهُمْ وَلا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْراً مِنْهُنَّ وَلا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلا تَنَابَزُوا بِالأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ (11) الحجرات
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيراً مِنْ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلا تَجَسَّسُوا وَلا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضاً أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ (12) الحجرات
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (13) الحجرات [/quote:2c491b6fce]
د سترګو تور کور دي ودان خو تاسو خلګوته بد القاب ليکلي وه ٠ ښه سو ٠ کور دي و دان ٠ چه ايات هم در معلوم
دئ ٠ دا ئې لابله ٠ او تجسوس هم تاسو کړۍ او ګمان هم ساسو کړۍ وو ٠ چه معاش خور مو خلګ بللي وو
کور دي ودان چه بياګمان مکوه ښه سو چه دغه هم پو هيږي ٠
او ښه سو چه په دې هم پوهيږي چه قوم د پيږندلو لپاره دئ ٠ موږ پښتانه يو ټوله کور دي ودان ٠ پښتانه ټوله
مسلمانان دي ٠ کور دي ودان ٠ ولي دي په خلګو ډرۍ ووهلې ٠ اول په ما ٠
او کور دي ودان چه په دې هم پوهېږې چه خبره د زړه ده (تقوا) نو بيا ولي خلکو ته داخطاب وکړو چه ته په داسي
ملک کي اوسيږۍ چه زنا درته عادي ده ٠
او کور دي ودا چه په يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوهُ پوهيږي ٠ نو خوله پريوله ولي چه د ډير غوښي دي و خوړه لې
کراهت دي نه کيدۍ ٠ او که ته دا نه منې چه موږ دي وړونه نه يو ٠ هر هغه خبره چه د مسلمان خوا په بديږي
هغه غيبت دۍ ښه سو چه پوهېږې ٠ اوزر از ګناه ٠٠٠٠
نبي کريم چه به د کفار بدي خبري او ريدې له اغماض څه به ئې کار اخستۍ ٠ شرعأ دا کوه چه ګوا ځيني ليکني
دي نه ولوستلې ٠ سترګي پرپټي که ٠ نو مسلمان ته نه ښائي چه ٠ چه بد القاب چاته وليکي ، بِالأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الإِيمَانِ ٠حمد دي وي الله ته ايمان لرو ٠ او د نقاد صاحب شعبه (ممند ) در معلوم دئ چه مومند دئ
زه الحمدالله کاکړ يم ٠ تعارف هم سته نو ٠ ولي چه ټول افغان پر اسلامي اصولو برابر دۍ ټوله اقوام دي ٠
طوطيان چه څه زده کړي ٠ نو کار نسي څيندي اخستلای ٠ او زه انسان يم ٠٠٠٠٠ چه څه زده کړم او کار څيني وانه
خلم نو مثال مي بيا د ٠٠٠٠ دۍ ٠ د نا پو ګناه يوه ده تاسوته بهتره معلومه ده چه د پوه سړي ګناه دوه چنده ده
الحمدالله علم لرې پر قرأن ٠ هيڅ ضرور ئې نه ګڼم چه حوال په ايات در کم ٠ نحمدالله ٠
محمد ص فرمايي ٠ [color=darkred:2c491b6fce]إقام الصلاة، وإيتاء الزكاة، والنصح لكل مسلم‏[/color:2c491b6fce].‏ البخاري


سردورباندي نه دي خلاص شوي!!!

احمد
25.08.2004

دقدروړورور ازادنظر صيب!
دالله جل جلاله په مبارك قول باندې نه يي پوه شوي...خير ګيله نه كوم...ملامت نه يي... دكوم عالم نه پوښتنه وكړه.
مننه


طوفان
25.08.2004

ګرانووروڼوسلامونه مي ومنئ
داولمپيک په لوبوکښي دپښتانوانجونوګډون لپاره چي ازادنظرکوم وړانديزکړئ وو، مخکي له دي چي په دي باب څه وليکوښه به داوي چي دپښتانوخصوصيات وپيژنواووګوروچي دازادنظرليکنه له دي خصوصياتوسره څومره تضادلري ٠
هيله ده چي په دي باب ټول لوستونکي خپل نظروړاندي کړي ،اوس ګوروچي يوپه تمامه معنی پښتون څوک دی؟ چي مهم خاصيتونه يی په لاندي ډول دي ٠
١، نامؤس چي پښتانه په دي باب ډيرحساس دي اودنامؤس سپکاوی له مرګه ورته زيات دی ٠
٢ ، پيغور چي ديوې بدي خبرې پيغورنشي زغملئ ،
٣،دجهادجذبه چي پښتانه ترټولووړاندي ښکاري ،
٤، غيرت اوميړانه دپښتون لوی صفت دی ، دپښتانوډيرخصوصيات له اسلام څخه سرچينه اخلي اوکله چي پښتانوته داسلام مقدس دين ورسيدو نوډيرشيان چي په اسلام کښي ووهغه پښتانوکښي موجودوو،ځکه خوبياپښتانه په اسلام کلک پاتي شول ،
٥ ، ميلمستيا کول دپښتون بل مهم خصوصيت دی هم ددي خصوصيت له کبله دپښتون قوم نوم ژوندی دی ددي علاوه نورډيرداسي خويونه اوخصلتونه شته چي پښتانه له نوروقومونوڅخه بيلوي ،

دا هم مه هيره وی چي ويل کيږي ، عقل مندسوچ کوي بياخبره کوي اوکم عقل اول خبره کوي بيا سوچ کوي

احتياط کوه ا شناچي دايمانه دخلاص نکړي
سنګارکه يی په ډيرورنګونوباندي ګو نه ده
ادم چي سزاوارشه له جنته ورله راغی
پوهيږه چي دونيادجهنم يوه نمونه ده

ستاسوورورطوفان
_______________
دوطن پيغلي موغاړه وړي داوښکواميل
دپاريس پيغلوته غمي له بدخشانه رسي



Adil watanmal
25.08.2004

د زړه سره ګران حليمي صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وروره فكر مي نه كولو چې ستا غوندى يو تكړه ليكوالي داسي كمزوري ليكنه وكړي. او دى استهزائي ليكني باندي درته لمړى شاباس وايم ځكه تاسي په استهزاء كې استاذان يې او دا مو خپله وظيفه ګرځولي ده.:
((وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ (14) اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ (15) أُوْلَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوْا الضَّلالَةَ بِالْهُدَى فَمَا رَبِحَتْ تِجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ (16) البقرة))
اوس به راشم وليكني ته دى.
• ((تاسو خلګوته بد القاب ليکلي وه)) وروره دادى يو ښكرور دروغ دى ما په خپلو ټولو ليكنو كې هيچا ته هم نه بد نوم اخيستي او نه بد القاب بلكې د هر چا د نوم سره مي د صاحب كلمه هم ليكلې ده نو حليمي صاحب هيله لرم چې د بيلګې په توګه ئې راته وښيې چې ما چاته بد لقب استعمال كړيدي؟؟؟
• (((تجسوس هم تاسو کړۍ او ګمان هم ساسو کړۍ وو ٠ چه معاش خور مو خلګ بللي وو))) حليمي صاحب ما فكر نه كولو چې زما ليكنه به دومره ستاسي د ذهني بوج سبب وګرځي چې دا هم درنه هير كړي چې چا څوك په كومه ليكنه كې د چا معاش خور ګڼلي دې. او كه زما په اند دانظر لي نو زه نه پوهيږم چې تاسي دلته له تجسوس نه څه مراد دي؟؟؟؟؟؟؟ ايا كفارو ته تجسس؟؟ كه جواب مثبت وي نو حيرانيږم چې د صلبيانو په غيږ كې ته پروت يې او د جاسوس لقب ماته راكوي.او كه مراد دى ترينه د ليكوالانو ليكني په ديقت سره كتل وي نو بيا په دى مرض ټول د افغان فورم ليكوالان اخته دى نو ايا دغه ټول تجسوس كوي؟؟؟ او پاتي شوه د ګمان خبره زه د ګمان په اړوند داسي كار كوم لكه څنګه چې خداي پاك فرمايي(((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْماً بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (6) الحجرات))).
• ((او کور دي ودا چه په يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوهُ پوهيږي ٠ نو خوله پريوله ولي چه د ډير غوښي دي و خوړه لې)))
نه پوهيږم چې ما د چا غيبت كړيدي؟؟؟؟؟ په اسلامي فلسفه كې چې تر كومه ماته معلومات دى غيبت ديته وايي چې د يوچا په غياب كې د هغه په بد كارونو باندي رڼا واچوي نو اوس زه نه پوهيږم چې ما د چا په غياب كې د چا بد ويلي دى؟؟؟؟؟ كه په فورم كې د چا په ليكنه خپل نظر څرګندول غيبت وي نو بيا حليمي صاحب تا زما نه زياتي ليكني كړي بايد چې زه يوځل خوله ووينځم نو ته بايد ٥ ځلي ووينځي ځكه تا زمانه ده ډيرو انسانانو غوښي خوړه لي دى.
او همدارنګه په فورم كې دا وبا بيا عامه ده نو بايد په شريكه له ټول افغان ويب چلونكونه هيله وګړو چې دا د بحث فورمونه بند كړي ځكه پدي كې مونږ ټول ګناه ګاران شولو . نو حليمي صاحب هليه لرم چې خپل نظر پدي اړوند څرګند كړي.
• (((شرعأ دا کوه چه ګوا ځيني ليکني دي نه ولوستلې ٠ سترګي پرپټي که )) وروره په ناحقه ليكنو باندي سترګي پټول د مسلمان ليكوال كار نه ګڼم او نه پوهيږم چې ته د كوم شريعت (( شرعاَ...)) خبري كوي په اسلامي شريعت كې خو دا كار نشته ځكه رسول صلي الله عليه وسلم پرمايي چې (( المؤمن مرآة المؤمن))
او همدارنګه فرمايي : من راى منكم منكراً فليغيره بيده و من لم يستطيع فبلسانه و من لم يستطيع فبقلبه و ذلك اضعف الايمان. او بل وروره ستاسي دا خبره چې ((نبي کريم چه به د کفار بدي خبري او ريدې له اغماض څه به ئې کار اخستۍ ٠ شرعأ دا کوه چه ګوا ځيني ليکني دي نه ولوستلې ٠ سترګي پرپټي که ٠)) وروره دا كار رسول عليه السلام د كفارو سره كولو خو زه نه پوهيږم چې په دى فورم كې تاته څوك كافر ښكاري؟؟ زه كه نه بل كوم ليكوال چې زه ئې په ليكنه سترګي پټي كړم هليه لرم چې راته په ګوته ئې كړي كه ښكاره نه شي ويلي د شخصي پيغام له لارمي خبر كړي. خو له ياده مه باسه چې الحمد لله زه هم مسلمان يم او زه پدي يقين يم چې د ټول افغان ويب پاڼي ټول ليكوالان مسلمانان دى..

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


islam dost
25.08.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
قدرمنه عادل وطنمل صيب ستاسوليکني پرځای دي ٠
خودحليمي صيب په ليکنې پوهه نه شوچي نوموړئ دازادنظرله خوا مطرح شوي پوښتنې ته چي داولمپيک په لوبوکښي پښتنې انجونې ولي نشته ؟ ځواب ويل شوی اوکه هغه دغه کښي ځان تري تيرکړئ دی ، زماپه اندحليمي صيب دازادنظرليکنه نه تائيدکړي اونه ردکړي اوعجبه داچي بيايی ازادنظرته دښکنځلوځواب په ښکنځلوحق هم ورکړئ ،نه پوهيږوچي دوی اصلاښکنځل څه ته وايی ،ايامونږچي ددوی فکرخلاف ليکنې کووهغه دوی ته ښکنځل ښکاري که څه ؟؟؟
ګوره حليمي صيب شف شف مه کوه ،صفاشفتالو وايه اودا راته ووايه چي که فرضا هغه ټول شرائط چي تاسوورته اړتياوينئ يالکه تاسوچي پورته ليکلي داټول پرځای شي نوپوښتنه داده چي اياتاسوبيا يوې پښتنې يايوې مسلمانې جينئ ته دا اجازه ورکوئ چي داولمپيک په لوبوکښي برخه واخلي؟؟؟؟؟؟
هيله ده په دي هکله خپل شخصيت لوستونکوته وښاياست ،
بل پلوعرب تاسودتاريخ ترټولوبدخلک بللي ، خوحليمي صيب په يادبايدولرئ چي دمونږاوتاسويومليون ښه خلک ديوتن ښه عرب درجې ته هم نه شي رسيدئ ،اياديواصحابي ( رض ) دپښوګردته دټولې نړئ اوليأ اوبزرګان رسيدئ شي ؟؟؟ ښکاره خبره ده چي اصحاب کرام ( رض ) نژدي ټول عرب وو اوزمونږخوږپيغمبرصلی الله عليه وسلم هم عرب وو، که نورهيڅ نه وئ ددي پاکوخلکولحاظ خوبه دي لږساتلئ وئ اوعرب به دي دتاريخ ترټول بدخلک نه معرفي کول ٠که دمونږاوتاسوبد والئ وګوري نوعربوته به سلام وکړي ٠
همدا دعربووينوبرکت دی چي نن مونږاوتاسوداسلام مقدس دين له لوی نعمت څخه برخمن يواوداتش پرستئ اوبت پرستئ په ځای ديوخدای جل جلاله عبادت کوو ٠
هيله ده چي په راتلونکي کښي عرب دتاريخ ترټولوبدخلک معرفي نه کړي اودامريکايی چاپيريال اغيزپه ځان پري نه ږدي ٠

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

اسلام دوست

___________________________________
نه پوهيږم زه چي تاته له څه سره تشبيه درکړم
ګل سره اغزي دي دسپوږمئ پرمخ دغونه دي



طالب خان
25.08.2004

محترمو وروڼو عادل وطنمل اواسلام دوست صاحبانو السلام عليكم وعلى من لديكم
جزاكم الله خيرا على متابعتكم لهذالموضوع.
خداي جل جلاله دي ستاسي له قلمه راوتلى هرتورى ستاسي دحسناتوپه تله كي واچوي اوالله پاك دى ستاسي دنجات باعث وگرزوي.اي كاش چي له ماسره هم يوڅه وخت واي اوپه فورم كي مي له تاسي سره ايستلى واى. بريالي اوسۍ.........والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته


احمد
25.08.2004

محترم ورور عادل وطنمل او دروند اسلام دوست صيب!
لومړى مې نېكې هيلې، پېرزويني او دخلوص نه ډك سلامونه ومني...هرچيرته چې وي روغ جوړ او خوشاله اوسى...اود علم سيند لا څپانده او قلمونه مو تاند غوارم...

قدرمنه حليمې صيب!
ته مې هم سلامونه ومنه وروڼو خو درسره ښه قلبې اخلاص ښودلې وو...الله دورته جزايي خير وركړي....
خپه كيژه مه ديوې نقطې په اړه ماته هم دخپل قيمتې وخت نه لژ څه راكړه هغه داچې ته وايې: (... که څوک چاته ښکنځل وکړی اسلام دا حق درکوی چه ښکنځلو جواب په ښکنځو وشي، ....)
اوپه خپله يوه بله ليكنه كې ددې نه هم وړاندې ځې او وايي:
(ښكنځل روادي... په شرط د دئ چه بالابود به نه پکښی کوي ٠ او که دی جواب ور نکئ ملائکه ئی جواب ورکوی ٠ او الله ئی ...)
قدرمنه!
تاسوته بهتره معلومه ده چې ښکنځل داسلام په مبارك دين كې يوناوړه كاردى ...رسول الله صلى الله عليه وسلم داكارپه كلكله سره غندلي دي لكه په يوه حديث شريف كې چې فرمايي مفهوم يې دادي : (... مسلمان په چا باندې لعنت نه وايې ،چاته ښكنځل نه كوې ، او مومن فاحش او بدكاره نه وې...) بل ځاي كې فرمايي:( ...واذا خاصم فجر) يعنې دمنافق سړې يوه علامه داده چې كله دچاسره جنګ وګړي نو ورته ښكنځل ګوي...)
وروره!
تاته معلومه ده چې يه ښكنځلو دانسان خوله بده ښكاري ...جنګونه داوې دنګلې ستونزې او مشكلات ورنه پيدا كېږي....نوچې كله ښکنځل داسي ضرورونه لرې اوداسلام په مبارك دين كې داسې ګڼل شوې نوڅنګه بيا اسلام ورته جواز وركړي؟؟؟ داهم په هر حال ....
وروره! ملائكه خو هېڅ كله هم چاته ښکنځل نه كوي او نه دهغوي دشان سره مناسبه ده....؟؟!!!
نودكوم ځاي نه ته داجرآت كوې اووايي چې ښكنځل جوازلرې؟؟؟
عزتمنده وروره!
نورچې هرڅه كوې خو يو په شرعې نصوصوكې چې درته معلومات نه وې بې ځايه مداخله مه كوه چې داخرت په ورځ لوي مسوليت دي.
باقې درته په نيكو كارونو كې دالله نه توفيق غواړم.
هيله ده چې جواب دې په ښكنځلونه وې...كه څه شرعي دليل لرې راوړاندې شه...او كه نه وې نو الله دمل شه.


احمد
25.08.2004

طالب جان ته وايم:
جزيت خيراً على هذا احساسك النقي تجاه دينك وأمتك ووطنك ، والإسلام بحاجة ماسة إليك وإلى أمثالك،حيث أيدت الحق ورجاله....وتقبل خالص تحياتي مع خالص تقديري...ودمت للخير.
محبك: أحمد



طالب خان
25.08.2004

محترمه وروره احمدصاحبه السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ستړى مشى اوپخير راغلى.
جزا ك الله الف الف خيرا.وتقبل الاف التحيات من قبل اخيك. والسلام عليكم........


ازادخيال
25.08.2004

دازادنظرصيب ليکنې ډېرې په زړه پورې دي. هره لېکنه يي دوخت د غوښتنو او حقيقتونو په بنسټ ولاړه ده او دټولو مسلو دحل له پاره ريښوي سببونه او لارې چارې په ګوته کوي. بايد ووايم چې دځنې ورونو ليکنې
هيڅ علمي اوادبي معيارونه نه لري او هرڅه يې بې ارتباطه په اسلام او پښتونولی راڅرخي. قدرمنو! اسلام او پښتو دچا شخصي مال نه دی. دهغو وياړ دټولو افغانانو دنسلونو نسلونو په برخه دی. پښتو او اسلام زموږ دژوند د لارې او تفکر يوه برخه ده.پښتو او اسلام خپل ځانګړی ځای لري خو هرڅه نه دي. زموږ ټولنه ښوونې او روزنې ته ضرورت لري او دا دستونزو څخه دوتنې او ديوې پرمختللې ټولنې له پاره يوازينۍ پيژندل شوې لاره ده. کله چې په خاص ډول د پښتنود ښځينه قشر دځنيو ستونزو لکه تعليم ، زده کړې او سپورت پوښتنه راولاړه شي نوبيا دځينو ورونو په وجود اورينه تبه راشي او هغه د پښتواو اسلام ضد بولي. دا ډول کسان چې د خپلو کليوالي نالوستو سيمو دکلتور او سيمه ايزو دودونو لاندي رالوی شوي، نشي کولای دتمدن په رڼا کې خپل ژوند عيار کړي ،کوم شی يي چې په خپل تنګ نظرکې په مغزو برابر رانشي هغه د ټولنې او اسلام ضد بولي. داډول کسان په واقعيت کې غواړې ټولنه په هماغه ډول وروسته پاتې او تياره وساتي او ښځې يوازې دخپلو جنسي غرايضو د اقناع ، دماشومانو د زيږونې او نارينه ته دخدمت ديوې وسيلې په ډول وکاروي اوبس. د تاريخ په اوږدوکې همدغسې کسانو زموږ داقتصادي او ټولنيز پرمختګ مخه نيولي او نتيجه يي ګوری چې هيواد د کومو بدمرغيو سره لاس او ګريوان دی


Azad Nazer
25.08.2004

قدرمنو پوهانو هريو ښاغلې نقاد صاحب ، ښاغلې پتنګ صاحب ، ښاغلې حليمي صاحب ، ښاغلې ازادخيال صاحب ، ښاغلې لونګين صاحب اونورو دوستانو ته سلامونه او تعظيمات !

زه ستاسو له عالمانه تحليل څخه ډېر ه زياته مننه کووم ، کورونه موودان ٠

ما چې له دې بحث څخه کومه نتيجه واخېسته هغه داده چې ځينې ورونه په دې پوهيږي چې زه څه ويل غواړم ٠ همدارنګه ددغو ورونو دتحليل معيار زمانه ډېر لوړ دې ٠ تر ټولو لوړ کيفيت يې دادې چې خپل بحث په منطقي توګه پرمخ بيايي ٠

ستاسو تشريح زما سره مرسته وکړه اوويې هڅوولم چې خپله ليکنه يوځل بيا تر کتنې لاندی ونيسم او داسی څه پکی ومومم چې هغه دې د اسلام ، انسانيت ، تهذيب اويا دپښتون قوم په تاوان وي ٠ اخرداسې څه ووچې ځينې ورونه دومره احساساتي شول چې نه يې ماته حوصله وکړه اونه زما کورنۍ ته ٠
او شکر دې چې نږدې ورته نه ووم کنه نوڅه حال به مې وو٠

ستاسو په اجازه :!:
ما ليکلي :

(( زما تصوور دادې :))
دتصور ، عزم ، عمل اونتيجې ترمنځ فرق دې ٠ که ساده يې ووايو نو تصور (( خيال پلاو )) ته وايي اوپه داسې جمله کی مې دغه ټکې ځای پر ځای کړې چې دأمر صيغه نه ده بلکه يو ه مجهوله جمله ورته ويلای شو ٠ د ټکو اولغاتونو دانتخاب په هکله می پخوا هم ليکلي ٠

((څوفيصده پښتانه خپلو لورګانوته اجازه ورکوي چې مکتب ته ولاړی شي ؟ دپښتنو دمېرمنو او کوچنيانو دروغتيا او حفظ الصحې لپاره څومره پښتنې ډاکټرانې اونرسانې وجود لري ؟
دپښتنو ښځودتعليم اوتربيې لپاره څومره ښځينه استاذانې شته ؟ ))

زه د عادل وطنمل صاحب څخه پوښتنه کووم چې ولې ورته ځواب نه لري ؟ ايا داسلام په تاريخ کی ښځو په اسلامي ټولنه کی رول نه دې لوبولې ؟

حضرت خديجه (رض) په تجارت ، استخدام ، اداره اوکنټرول کی رول نه دې لوبولې ؟
ايا حضرت محمد ( ص ) يې نه وو استخدام کړې ؟
ايا هغه لومړنۍ ښځه به په اسلامي تاريخ کی نه وي چې پخپله خوشه يې مېړه کړې ؟
ايا لومړنۍ مسلمانه ښځه نه ده چې نارينه ته يې دواده وړانديز کړې ؟

ايا دا ګناه ده چې له پښتنو مسلمانانو څخه وپوښتم چې تاسو ولی په دغو شيانو شرمېږۍ ، وواياست چې ددغې محترمې بي بي کړه وړه منۍ که غندۍ يې ؟

حضرت عايشه (رض) بل تاريخي اواسلامي مثال دې ٠ هغې محترمې بي بي د نرانو د لښکر مشري نه ده کړې ؟
څومره منلي احاديث ددغې محترمې په ذريعه رانقل شوي ؟
په دې کی څه واياست ؟
په بغداد کی بله لويه مسلمانه عاليمه تېره شوې چې نوم يې لما څخه هېر دې خو ډېر زيات شهرت يې درلوده ٠ هغې به دومره تعليم له بل چا څخه زده کړې وو نو دغه عمل يې وغندو ځکه چې ښځه وه ؟
که پښتونوالی ته يې واړوو نو ميرويس نيکه چاتربيه کړې ؟ نازو انا ، زرغونه انا اوملالۍ ته په کوم نظر ګورۍ ؟ دا ښکاره خبره نه ده چې هغوی دومره دروند مقام دکور په چاردېوالۍ کی نه دې حاصل کړې ؟

ايا داپوښتنې دمسلمانانواو په خاصه توګه دپښتنو لپاره اهميت نه لري ، فايده ورته نه رسوي ، دراتلونکي پښتون نسل د بقا لپاره ګټور نه دي ؟
اوس دغه لاندې پوښتنې ته ځير شۍ :!:
((په داسې حال کی چې دغوپوښتنو ته قانع کوونکې ځواب نه شوويلای ځنګه کوولای شو دپښتنو نجونو دبدني روزنې اودپښتنوددماغي پالنې په هکله فکروکړو ؟))

دې ته ستر خوشحال خان داسې ځواب ورکړې :

چې هرڅويې جوړوومه نه جوړيږي ********** پښتانه دي د کږو کاڼو دېوال

اوتصووفي شاعر ، رحمان بابا وايي :

څه اثر به زما اوښکې په تا کاندي ********** ﻻ تازه شي اور په اوښکو د کباب

کوم متفکر پښتون نه دي ژړلي ؟ هريوه ژړلي ٠
دڅه لپاره يې ژړلي ؟ ځکه چې پښتون ته په لا رښوونه ګناهګار شوې ٠

رحمان بابا د پښتنو ځينې ملايان داسې معرفي کوي :

په شپه وينې د مظلوم خوري ********* سبا کښيني په ممبر
په زړه تور لکه تبۍ وي ******** په مخ سپين لکه قمر

اقتصاد د سياست اوټولنيزي پياوړتيا تر څنګ دمذاهبو په پياوړتيا کی هم مهم رول لوبوي ٠ چې پيسې نه وي مسجد اوښوونځۍ به څنګه اباد شي ؟ او چې پيسې نه وي چاته به څه ميلمستيا ورکړې !
اوس خوپښتنو لاسونه بل چاته نيولي چې يوه مړۍ ډوډۍ ورکړي ٠ مسلماني او غيرت به هلته وي چې ددغه فلاکت بار ژوند نه ځان خلاص کړي ٠ نو څه بايد وشي چې تعليم ، تربيه ، سپورت او کار کول غېر اسلامي وي ؟
او چې څوک احيانا" ددې توان لري چې تعليم وکړي ، سپورت وکړي نواسلام اوپښتونولي دا اجابوي چې هغوی دی په سپکو نومونو يادشي ؟

په تعظيم

ازاد نظر



Adil watanmal
26.08.2004

ګرانو لوستونكو سلامونه او نيكې هلې مې ومنې.
له دى بحث نه راته په ډاګه شوه چې ډير داسي ليكوالان مونږ لرو چې نه د اسلام وصول پيژني او نه د اسلامي تاريخ نه خبر دى او فقط د لاوډسپيكر په شكل دى چې چا څه پكې پوه كړه هغه له خولي راباسي. او دوهم غټ مشكل داي دى چې هر يو ځان ته پوره په اسلام پوه هم وايې او كوشش كوي چې خپل نظر كه ناحقه هم وي پر نورو ومني. او .................

د ټولو ليكوالانو څخه هيله لرم چې دا هميشه د ليكني پر وخت ياد ولري چې زمونږ او تاسي هر توري ملائكه ليكي او الله پاك به راسره حساب كوي.
او همدارنګې چې كومه موضوع باندي ليكنه كوه بايد لمړى هغه موضوع كې وڅو اړخونو ته فكر وكړو له ټولو نه مخكې چي اسلام پدي موضوع كې څه نظر لري دوهم زمونږ د قوم ثقافت او عنعني څه دى. چې تر څو داسي ليكنه رانه ونه شي چې د دين او قوم سپكاوي پكې وكړو.
ورورنو الله پاك انسان پيداكړي ضعيف دى نو انسان نه خطاء كيږي بايد چې كله په كومه موضوع كې خطاء شو خپله خطاء ومنو نه داي چې يو څو نور سرتمبه هم پيداكړو چې ترڅو ده هغه باطل نظر څخه دفاع وكړي او كوشش وكړي چې ناحق، حق ثابت كړي او بري هميشه د حق وي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
26.08.2004

درنو لوستونكو او ښاغلي اسلام دوست صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم الله پاك مو همداسي د حق په ليكنه باندي ثابت قدمه لره.
اسلام دوست وروره ما هم دافكر دى چې زمونږ نظر څرګندول ددوي په ليكنو باندي نوموړو ته ښكنځل ښكاري او كنه نو له نموړو څخه هليه لرم چې زما په ليكنه كې راته ښكنځل په ګوته كړي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
26.08.2004

درنو لوستونكو او ښاغلي اسلام دوست صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم الله پاك مو همداسي د حق په ليكنه باندي ثابت قدمه لره.
اسلام دوست وروره ما هم دافكر دى چې زمونږ نظر څرګندول ددوي په ليكنو باندي نوموړو ته ښكنځل ښكاري او كنه نو له نوموړو څخه هليه لرم چې زما په ليكنه كې راته ښكنځل په ګوته كړي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
26.08.2004

ښاغلي طالب خانه او د عزت وړ لوستونكو سلامونه او نكې هيلې مې ومنې.
طالب خانه وروره له نظر څرګندوني څخه دى مننه كوم او په دعا كولو باندي دى آمين وايم او الله دى مونږ او تاسي او د ټول افغان ويب پاڼي ټول ليكوالان او كاركونكې په جنت كې سره يوځاي كړي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
26.08.2004

ښاغلي احمد صاحب هيله لرم چې په تن بدن باندي روغ او جوړ وي.
حليمي صاحب ليكي (((... که څوک چاته ښکنځل وکړی اسلام دا حق درکوی چه ښکنځلو جواب په ښکنځو وشي، ....))))
آحمد صاحب خداي پاك دى د قلم په ژبه نور هم بركت كړه او ډيره مننه درڅخه كوم چې د محترم حليمي صاحب په ليكنه كې مو ډيري يوي اساسي نقطي ته پام ګړي او د اسلام په هنداره كې مو پري رڼا اچولي ده.
د حليمي صاحب څخه زه هم هيله لرم چې د نوموړي مسئلي په اړوند خپل دريځ يو څه نور روښانه كړي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
26.08.2004

[color=white:6eaa6ed910]ازاد خياله وروره له سلامونو او نيكو هيلو څخه وروسته[/color:6eaa6ed910]
بايد په تاسف سره ووايم چې ډير ناوخته مو ودى طرف ته رڼا واچوله نو ګرانه كه تا د ازاد نظر صاحب هغه ټولي ليكني چې وطنمل صاحب پري ګيل ماله راښكلي ده په تفصيل سره لوستي وي او بيا دى زما لمړى ليكنه لوستي واي نو يقين لرم چې بيا به مو دليكني دابڼه نه واي خو زه درته اوس هم د خپلي لمړي ليكني يوه برخه دلته تقديم كوم.
[color=darkblue:6eaa6ed910]((((((((((((((خو زما دا خبره هيڅ كله هم هيره نكړي چې پښتني پيغلي چې تر څو په اسلام كې وي نو دغه ارمان دى نه پوره كيږي ځكه په اسلام كې دحجاب كول فرض دي او منكر د فرضونه كافر كيږي دا يوه متفق عليه مسئله ده او د اولمپيك په اكثرو لوبو كې برخه اخيستونكې جينكې بايد په خپل بدن باندي د نيم ګز ټوټي نه زياته ونلري. نو ته د كومي پښتني پيغلي لپاره دا خوښه وي چې هغه دى په داسي لباس وي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
زما داليكنه د هغه چا لپاره ده چې پدي قانع وي چې اسلامي فلسفه د انسان د ټولو مشكلاتو د حل لاره ده او ديمكراسي يو ډاګيز كفر دى چې غواړي يو انسان د بل انسان په عبادت كولو مجبور كړي او د خداي د عبادت نه ئې وباسي.
نو د ځانونو لوڅول د زرګونو انسانانو په منځ كې د اسلام په هنداره كې حرام دى. د زياتو معلوماتو لپاره په اسلام كې د حجاب مسئله وګوري. او د يمكراسي په هنداره كې كومه ګناه يا جرم نه دي نو څوك چې مسلمان وي بايد د اسلام وقانون ته غاړه كيږدي.)))))))))))))))))))))))))[/color:6eaa6ed910]

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
26.08.2004

[color=darkblue:d211307a08]د عزت وړ ازاد نظر صاحب او د قدر وړ لوستونكو [/color:d211307a08]
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ازاد نظر وروره ډير خوشحاله شوم چې ستاسي ليكنه مې يوځل بيا وليده خو فكر كوم چې د اسلامي تاريخ په يوڅو ټكو درياديدلو سره دى زه ما تيري ليكني درڅخه ياده وتلي او هير شويدي دى چې زه ما ټولي ليكنې ده څه په باره كې وي خو خير.
[color=white:d211307a08]وروره ما تر اوسه په دى موضوع كې په خپلو ليكنو كې د ښځو د تعليم په مسئله هيڅ هم نه دى ليكلي او زه ما ټولي ليكني د پښتنو جينكو په اولمپيك لوبو كې د ګډون كولو په اړوند وي. نو هيله لرم چې پدي اړوند به زه ما دريځ درته روښانه شوي وي.[/color:d211307a08]د ښځو د تعليم زه هيڅ مخالف نه يم بايد مونږ د انساني ټولني د اړتياو سره سم خپل چلند وكړو خو په هرڅ كې به زمونږ چلند د اسلامي فلسفي په اصولو او قوانينو باندي ولاړ وي نو همدارنګه زه د يو مسلمان په صفت دا نظر لرم چې ښځي بايد تعليم وكړي خو اسلامي وصولو او قوانين دي په خپل تعليم كې مراعات كړي. پدي كې د ټولو نه اساسي خبره د حجاب ده. او د اسلام په پاك دين كې مخلوط تعليم ته اجازه نشته. د مسلمانانو ملكونو حكومتونه بايد د ښځو لپاره جلا ښونځي جوړ كړي په هره درجه د سكول نه واخله تر پوهنتون پوري.
خو په تاسف سره بايد ووايم چې هغه خلق چې د ښځو د تعليم په نامه چغي وهي صرف په نظر كې ئې عصري تعليم وي نه د اسلامي دين زدكړه او سره ددى چې په هر مسلمان نر او ښځه باندى دومره تعليم فرض دى چې خپل ۲۴ ساعته زندګې پري تيره كړي.
اوس به ستا په نورو خبرو رڼا واچوم چې د اسلامي تاريخ او فلسفي په هنداره ګې صحيح دى او كنه.
ګرانه لمړى خو چې كومي خبري دى د حضرت خديجه (( رض)) په باره كې كړيدي. زه هم دا منم چې حضرت خديجه (( رض)) د تجارت په كار كې رسول صلي الله عليه وسلم استخدام كړيدي او ورسره واده ئې په خپله خوښه كړيدي او همدارنګه د واده وړانديځ هم دي كړي وه. خو ګرانه كه اسلامي تاريخ وه ګوري دا ټول هغه كارونه دى چې د اسلام ددين د نازيليدو څخه ده مخه شويدي. نو هيله لرم چې سر به دى خلاص شوي وي.
• ((حضرت عايشه (رض) بل تاريخي اواسلامي مثال دې ٠ هغې محترمې بي بي د نرانو د لښکر مشري نه ده کړې ؟ )))
وروره زه په يقين سره وايم چې د اسلام په ټول تاريخ كې هيڅ يو ښځي د مسلمانانو د لښكر مشري نه ده كړي او كه ته د جمل و جنګ ته اشاره كوي نو ګرانه لږ مهرباني وكړه اسلامي تاريخ وه ګوره چې د جمل د جنګ مشري د چا په غاړه وه؟؟؟؟؟؟ حضرت عايشه (رض) خو فقط شركت پكې كړيدي نه مشري د لښكر.
د عزت وړه كه ځما خبره دروغ وي نو بيا هغه جنګ راته وښه ياست چې د مسلمانانو د لښكر مشري پكې د حضرت عايشه ( رض) په غاړه وه.؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ګرانه د اسلام په تاريخ كې چې كومو حقيقي مسلمانو ښځو كوم تعليم كړيدي په هغي كې ئې د اسلام وصول مراعت كړي د ټولو نه لمړى حجاب خو اوس ته راته ووايه چې دديمكراسي په بركت د مسلمانانو ملكونو په تعليمي ادارو كې د حجاب څه حال دي. په تركيه كې څومره مسلماني جينكې له تعليمي ادارو څخه وويستل شوي د حجاب په وجه چې حجاب ئې كولو او حكومت ورته نه پريښودلو. او تركيه يو وخت د مسلمانانو د دولت پايتخت وه او اوس پكې مسلمانو ښځو ته د حجاب په كولو باندي داسي سزاګاني وركول كيږي. د افسوس ځاي دي.
• (((که پښتونوالی ته يې واړوو نو ميرويس نيکه چاتربيه کړې ؟ نازو انا ، زرغونه انا اوملالۍ ته په کوم نظر ګورۍ ؟ دا ښکاره خبره نه ده چې هغوی دومره دروند مقام دکور په چاردېوالۍ کی نه دې حاصل کړې ؟)))
حقيقت دي چې هغوي دغه دروند مقام حاصل كړي وه خو د خپل دين ، وطن، ناموس او اسلامي افغاني غيرت نه په دفاع كولو باندي نه د ويدا غوندي په ځان لوڅولو او د خپل وطن ناموس او اسلامي افغاني غيرت په پوله ايښودو باندي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


islam dost
26.08.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
ازادخيال صيب لطفاهغه ټکي راته وښاياست چي زمونږليکنوکښي داسلام اوپښتوسره نه ارتباط په ګوته کوي ،همدارنګه که ستاسو ددي جملې مفهوم لږواضح کړی چي : (( اسلام اوپښتوځانګړئ ځای لري خوهرڅه نه دي )) ٠که ددي څخه ستاسومطلب داوي چي اسلام دژوندانه ټولواړتياؤځواب نه شي ويلی نوبياخويقيناتاسوغټه اشتباه کړي ده ،او مونږپه دي يقين لروچي اسلام زمونږدژوندانه ترقيامته پوري ټولي اړتياوې په پام کښي نيولي اوداخروي ګټې سربيره دونياوي ګټوته هم خورا معقولي لارې لري ،اوکه بيا زه ستاسوپه ليکنه نه وم پوهه شوی نوبخښنه غواړم ٠
ترکومه ځايه چي دتعليم ،سپورت خبره ده ٠نوازادخيال صيب لږپام کوه خبره په دي کښي نه ده خبره داولمپيک په لوبوکښي دانجونوپه ګډون هکله ده ضروري نه ده چي يواځي پښتاني انجونوته په دي لوبوکښي ګډون ناروا ده بلکي دهرمسلماني جينئ لپاره هرڅوک چي وي داسلام له نظره موضوع تربحث لاندي نيول شوي ،ځکه نوپه داسي لوبوکښي دمسلمانوانجونوګډون باندي طبعاتبه راباندي راځي چي په هيڅ ډول په يقين سره ديوې جينئ عزت خوندي کيدی نه شي بياچي په حسابي ډول لاندي معادله هم په پام کښي ونيول شي ٠
جينئ + غيرمحرم + ډيموکراسي اوتقسيم پراولمپيک لوبو،مساوي ٠٠٠؟؟؟؟؟؟؟
قدرمنه ازادخيال صيب که مونږ دکليوالونالوستوسيميزو دودونولاندي رالوی شوي يوخوبل پلوچي تاسودتمدن په رڼاکښي دژوندعيارولووړتيالرئ نولطفا خپله توره راته په ګوته کړئ ،که داولمپيک په لوبودانجونوګډون درته وياړاوتوره ښکاري نوبياولي موداتوره نه ده کړي اوفکرنه کوم چي په دي لوبوکښي چي کومې افغانې جونې برخه لري هغه دتاسوخپلوانې وي ٠
که دداډول غيراسلامي کارونومخالفت ته تنګ نظري ويل کيږي نوالحمدلله ثم الحمدلله په داسي تنګ نظرئ اوامان غواړوله غيري اسلامي ازادنظرئ څخه په دي ،همدارنګه دکليوالونالوستوسيميزوددونوچي له اسلام سره په ټکرکښي نه وي زمونږلپاره دوياړځای دی ٠
ښاغلئ ازادنظرصيب ښه شوه چي خپل مرورتوب باندي مودوام ونه کړواوبحث مورسره روان وساته خوبايدوليکوچي ستاسووروستئ ليکنه له لومړنئ ليکنې سره ډيرتوپيرلري په هغه ليکنه کښي ستاسومطلب داولمپيک په لوبوکښي دپښتانوانجونونه ګډون دافسوس په معنی وو ،خوولي بياهم ښه شوه چي د لومړنئ ليکني نيمګړتياته موپام شواوپه ورستئ ليکنه کښي مو بدلون ورکړ٠ لکه څنګه چي موپه پورته ډول وويل ستاسودوروستئ ليکني پوښتنې هم تشريح اواسلامي شرائطوموجوديت ته اړتيا لري ٠
بل پلو ازادنظرصيب تاسوليکلي چي : اقتصاددسياست اوټولنيزې پياوړتياترڅنګ دمذاهبوپه پياوړتياکښي هم مهم رول لوبوي که پيسي نه وي مسجداوښونځئ ٠٠٠؟
نه پوهيږم له دي خبرې موڅه مطلب دی فکرنه کوم چي زمونږپه ليکنو کښي دچاداقتصاداوپيسومخالفت کړئ وي ،که ستاسومطلب داوي چي داولمپيک په لوبوکښي دانجونوګډون اقتصادي تماميږي اودزرومډال به وګټي ،نوښاغليه دانجونوګډون ناروادی اودنارواکارڅخه لاسته رواړي پيسي اومډالونه هم حرام دي په هغوجومات اومدرسه څوک نه جوړه وي ٠
يوڅوک چي غريب وي يادډوډئ ورکولووس نه لري دا نوپه دي معنی نه ده چي هغه د غيراسلامي لاروچاروڅخه خپله اقتصادي وړتياترلاسه کړي ٠
يوه بيله بله خبره چي همدا اوس رايادشوه هغه دا چي احمد ورورحليمي صيب ډير مهم ټکي ته متوجه کړئ ،رښتياهم حليمي صيب کله کله عجبه ليکني کوي يوځای خويی ليکلي چي که ښځه پړونئ په سرنه کړي ياله کورڅخه بي اجازې بهرووزي نودا کوچني ګناهونه دي چي دده په و ينا له کوچنيوګناهونوځان ساتل مشکل دي اوټول امت په کوچنيوګناهونواخته دی ٠)) خوپه داسي حال کښي چي يوه ګناه کوچنئ ګڼل اويايی تکرارول په خپله لويه ګناه جوړيږي ،اورسول الله مبارک صلی الله عليه وسلم دمعراج شريف پروخت په دوزخ کښي يوه داسي ښځه وليدله چي له ويښتانوراځوړ ندوه اوګناه يی داوه چي په دونياکښي به سرتورسربه ګځيدله ،خوحليمي صيب نه دی ملامت چاپيريال ملامت دی ځکه ګناه وي ورته وړي بريښي ٠
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

اسلام دوست

___________________________
نه پوهيږم زه چي تاته له څه سره تشبيه درکړم
ګل سره اغزي دي دسپوږمئ پرمخ داغونه دي


islam dost
26.08.2004

ډيروقدرمنواوعزتمندوهريوطالب خان ،عادل وطنمل اواحمدصيبانوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
باوروکړئ ستاسوپه مدللوليکنووياړم له هريوه ليکني خونداخلم اوډيردخوښئ اووياړځای دادی چي مأشالله په دي فورم کښي داسلام اندوورڼوشميره مخ په لوړيدو ده اودقدرمن احمدورورپه څيريوبل اسلام اندی ورورپه راتلوموخوښي يوپه دوه شوه ٠
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
ستاسووروراسلام دوست


طوفان
26.08.2004

سلامونه مي دنيکو هيلوسره اومني
ګرانو وروڼو هريوعادل وطنمل ،اسلام دوست ،احمد،طالب خان اوهوتک صاحبانوستاسوله ليکنوډيرمتاثرشوم اوخورا په زړه پوري ليکني اځوابونه موليکلي خدای ( ج ) ددوی سرورباندي خلاص کړي ، ازادنظرله خويه ډيرتيزدی ځکه خوزمااوده ترمنځ مباحث دترخواونامناسبوالفاظوله کبله ړنګه کړل شوه کنه لومړنئ غيرادبي ټکي ازادنظرله خوا استعمال شوي وو خودادی دازادنظرله وروستئ ليکني ښکاري چي په خپله ګناه پوهه شوی چي کيدای شي دستاسوليکنوباندي يی سرخلاص شوی وي ٠
ماته داسي ښکاري چي هغوی کله کله اعصابي تکليف پيښيږي چي دموزيک ډول په شان دي چي هرڅوک يی ډبوي همغه ډول اوازکوي ،

ستاسوورور طوفان


خاټول
26.08.2004

وروڼو او خوندو سلامونه مي ومنۍ
داچي دښاغلي ازاد نظر له لوري طرح شوي موضوع تر ډيره ځايه په مونږ (ښځمنو ) پوري تړاو لري ، نو غواړم چي خپل نظر ورباندي څرګند كړم.
وروڼو او خوندو! زمونږ دټولني په ځانگړي ډول دښځو دستونزو يواځنی لامل افراط او تفريط دی ،او داسلام وسطي او منځنۍ لاره مو كله دافراط او كله هم دتفريط نذر كړي، دساري په ډول كله مو ميرمني دفرضي علومو له زدكړي دستر او غيرت په نامه راگرزولي او كله مو هم دحقوقو داعادي په بهانه داسي ښونځيو اوكار ځايونو ته سوق كړي چي اصلا يي اړتيا نه ليدل كيده او په دي ډول مو په لوي لاس خپلي خوندي د جنسي ليوانو خولو ته اچولي ،كله مو يواځي په لار كي دچا دخور يا ټبر سره دتريدو په گناه د وينو ويالي بهولي او كله مو له بيري دځان دخلاصون دپاره خپلي تنكۍ لوڼي او خوندي دبدو په بدل كي دمينځو په ډول اور ته اچولي.
زما په أند هلته به د ميرمنو دستونزو په شمول زمونږ گردي ستونزي حل شي چي مونږ په واقعي ډول مسلمانان شو او اسلام يواځي ديوه تعبدي دين په ډول نه بلكي ديوه ټولنيز دين په ډول ومنو.
پاته شوه داولمپيك په لوبو كي دگډون خبره نو زما دمعلوماتو سره سم خو نه هم اسلام او نه زمونږ پښتني كلتور ددي اجازه راكوي، او نه هم په دي څه كولو سره زمونږ ټولنه مترقي کيداي شي ترقي يواځي په علم اوعرفان كي نغښتي او دعلم حصول دبي حيايي خپلولو تقاضا نه كوي.
نو سوال دا رامينځ ته كيږي چي ايا ميرمني دلوبو كولو حق نه لري؟
زمادمعلوماتوسره سم شريعت په دي مورد ښځو ته په خپل چوكاټ كي دلوبو حق وركړی كله چي جنې نابالغه وي نو حق لري چي له خپلوهمځولو سره په عام ډول ولوبيږي ،اوچي بلوغ ته نزدي شي بيا نو په محدوديت سره له خپلوهمځولو سره په داسي ځاي كي چي دستر له پلوه خوندي اوله فتني نه مامون وي لوبه كولاي شي ، او بياچي له خيره خپل كورته ( يعني دخاوند كورته ) ته ولاړه شي نو دلوبو دپاره يي لوي الله جل جلاله پوره انتظام كړی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم به له گراني مور بي بي عائشي سره دزغاستي مسابقه كوله كله به رسول الله ځني مخته وو اوكله به گرانه موربي بي عائشه ،اوپه بل حديث كي دښځي او خاوند تر مينځ لوبي كول تر نفلي عبادت غوره گڼل شوي ،نو كه هدف په رښتيالوبه وي نو په دي اړه خو شريعت پوره حق وركړی او كه هدف بي حيايي وي نو ټولي پښتني خوندي الله ځني وژغوري.


salam


Kliwal
26.08.2004

د پاڼې قدرمنو ليكوالو او ټولو لوستونكو: نېكې هيلې او تاوده سلامونه په پوره درناوي ستاسو حضورته تقديم كوم.
د ټولو ښاغلو او آغلو نه مننه چې په خورا تېزۍ سره يې د ښاغلي آزاد نظر ليكنه بدرګه كړه او خورا زياتې ليكنې يې په پوره چټكتيا سره وكړې. په دې مانا چې ټول د ليكنې پوره استعداد لري خو متاسفانه خپل ټول وخت او استعداد يواځې هغه نكتو ته متوجه كوي چېرې، چې خبره د يو او بل په ضد ورته ښكاره شي، بيا نو د ټولو ښا غلو قلمونه په ټوپو او آسونه غوندې ميدان ته را ودانګي او آن له ځينو خو خبره تشو ( ناندريو، ستوغو، سپورو او نا سمو خبرو) ته لاړه شي، په ځينو سركښو كې د جوابونو ځاى نه كېږي لكه( زما په آند د سپتمبر د پېښو شرعي حيثيت، په وينو رنګ ليك او دغه سر ليكه) سره لدې چې ډېر لوستونكي د خورا زياتو معلوماتو تږي دي او بايد بحث پرې وشي او ګرانو لوستونكو ته وړاندې شي. خو زه اوس په خپل وار سره دا لاندې ټكي كاږم هيله ده چې تېر وتى نه وم:
۱- د ټولو په اتفاق هر څوك په خپله نظريه كې آزاد او د هرچا د شخصيت درناوى لازم دى.
۲- د رايو اختلاف د لوستونكو لپاره هغه مهال مفيد، ګټور او دستايلو وړ دى چې هره رايه او نظريه په مستندو دلايلو ولاړه وي.
۳-لوستونكى ټولې رايې او نظريې لولي بيا ترجيح وركول دده خپله خوښه ده. او دا هم روښانه ده چې هرليكوال دده د نظريې په اندازه د لوستونكو په زړونو ځاى پيدا كوي.
۴- د هر ليكوال چې د اسلامي اصولو او د هېواد مثبتو عنعنو او پښتونولۍ ته درناوى ولري احترام يې په كار دى، او كه كومه تېروتنه ترې پېښه شي نو بايد د نبي اكرم صلى الله عليه وسلم د هغه وينا سره سم بايد ورسره چلند وشي كومه چې وايي ( التمس لآخيك سبعين عذرا) د خپل مسلمان ورور لپاره د تېر وتنې پر مهال اويا عذرونه ولټوه.
۵- كېداى شي ښاغلي آزاد نظر دا ليكنه د زړه له دوكه كړي وي. هغه دا چې دا مونږ پښتانه ولې له هرڅه نه محرومه يو. دا ملك د چا او مزې څوك پرې كوي، دا مونږ ځوانان ولې په هېڅ كې نه پوښتل كېږو، ددې ملك تاريخ د چا او څوك يې دعوى كوي.......؟
۶- كه په المپيك كې د پښتنو پېغلو د ګډون خبره را واخلو بيا نو راځئ د خپلو درنو او پتمنو خويندو نه پوښتنه وكړو چې دوى څه وايي او پدې هكله د آغلې خاټول خبره د اسلام او پښتني دود سره موافقه او سمه ده.
۷- بيا كه لږ نور ور تېر شو نو د المپيك په لوبو كې د پښتنو پېغلو د ګډون غوښتنه خو زما په آند له هغه (طنز) سره برابره ده كوم چې په افغانستان كې ( وږيو، تږيو او پښو لوڅو ته د مرسته كوونكو لخوا د كېسټو،CD ګانو او فلمونو، ړندو ته د عينكو او ګوډانو ته د بوټونو وړاندې كولو په هكله و) حال دا چې وږي ډوډۍ ته اړتيا لري.
همدا ډول مونږ بايد لدې څخه مخكې خپلو خويندو ته په نورو ډېرو مهمو شيانو قايل شو.
۱- تعليم په نر او ښځه لازم دى نو آيا مونږ هغوى ته دا حق وركړى؟؟ آيا د ژوند او دين په مهمو مسلو مو د پوهېدو اجازه وركړې؟؟.
۲- مېرمن او خاوند دواړه د مرغه د وزرو په شان دي آيا مونږ په همدغه انډول ورته قايل يو؟
۳- دخپلې پښتنې ټولنې په جوړولو كې مو ددوى رول ته اجازه وركړې؟
۴- ددې د خپل برخليك په ټاكلو كې مو پېغلې څخه پوښتنه كړې؟
۵- ميراث د زوى او لور دواړو حق دى نو آيا دغه پېغلې ته مو د ميراث حق وركړى؟
... تر ټولو له مخې مونږ بايد ښځې ته د تعليم حق وركړو، هغوى د جهل له كندې را وباسو، د هغوى ټولنيزې ستونزې حل كړو. هغوى په ټولنه كې د پوه بشر په حيث ومنو له استعداد نه يې د ټولنې په جوړولو كې ګټه پور ته كړو. .......... بيا د المپيك او نورو خبرې له همدوى ته وپوښتو چې څه وايي. ستاسو د خوښۍ په تمه كليوال



ع کريم حليمي
26.08.2004

ګرانو دوستانو او درنو ملګرو ، ليکوالو سلام !
ږره مي سپينه سوه ٠ هر څه چه پلار مور نيکه کور کلي مسجد مکتب مدرسې راښولي وه ٠ د طالبانو مکتب
راغلط کړه ٠ اوس زه نه پوهيږم چه زما نيکه ګان غلط دي او که دطاليبانو مشران ٠
چه طالبان په ايمان ،اسلام روان دي او که زموږ نيکه ګان ٠ زه د داسي فاميل څه راوتلۍ يم ٠ دانه چه زه وايم چه
ديني عالمان وه خو کومه ورځ چه طالبانو حرکت شروع کۍ ٠ زموږ نيکه ګان ئې ستايل چه فاضيل کندهاري (ابواخندزاده )٠ ملا سليمان اخندزاده چه يګانه قبر دۍ دقندهار د ښار هديره کي چه دولت يعنی ابدالي حکومت
مناره پر درولې ده او ترننه پوري ولاړه ده چه په ټوله دکندهار په هديره کي بله مناره نسته قطعنأ ٠ او په ډبره کي ليکلي چه ملا سليمان علم کندهار ته راوړۍ دۍ ٠
او زما د ماما ګنۍ چه عبدالخالق اخندزاده د فاضيل کندهاري اولاد ٠ او حافض د قرأن و فقهي عالم د شورا وکيل
د فاميل نر او ښځي ئې دغه مکتبوته تلې او تلل ٠ خوګياڼۍ چه اخښۍ ئې هم وو ٠ چه زما د انا اخښۍ کيدۍ
او د افغانستان قاضي قضات هم وو او لادونه ئې لڅه مخ مکتبوته تلل ٠
نه پوهيږم چه دغه عالمان او د دين پوهان پښتانه نه وه ايا مسلمانان نوه ٠ که څه قصه وه
دغه نن چه زه ګورم ٠ دغه طالبيزم خو زما د نيکه ګانو د لاري څه اوښتي بولم ٠ او يا زما نيکه ګان پر اسلام نوه
روان ٠ خداي مو داسي حيران که لکه زه چه مو حيران کړې يم
چه اوس هغه عالمانو نيکه ګانو ليکنو او اعمالوته ګورم ٠ هغه اسلامي قانون چه ئې امان الله خان ليکلي دۍ
ټوله پر قرأن برابر دۍ ٠ چه هرشپه چه ئې لولم ژړا راسي ٠
چه نن طالبان او بن لادن ته ګورم داسي رامعلوميږي چه دغه خلګ نه د نبي پر شريعت صحيح روان دي ٠ او نه
دا لار زموږ د مسلمانو نيکه ګانو ده ٠ هو زموږ نيکه ګانو د وهابيانو څه ډير بد وړل
اوس پوه سوم ٠ بن لادن وهابي دۍ ، طالبان ٠ والله اعلم
دغه دنن د طالبانو اسلام ماته نوۍ رامعلوميږي ٠ که څنګه ؟؟؟؟
موږ ته لازمه ده چه د خپل متشرع ، مسلمانانو نيکه ګانو لار واخلو ٠ نو د حجاب ،اولمپک ،به ټوله حل سي
[color=darkred:f38c13240e]زه حزبي اسلام نه کوم[/color:f38c13240e] ٠ هغه اعمال ،کلام،کيردارکوم ٠ چه قرأن راته وائې او زما نيکه ګانو عمل په کړي وي
نه چه ماته حزب وائې داسي او داسي ٠

نوټ ٠ څوک چه د پردې شاته ناست وي ٠ او اسلامي تبلغ کوي ٠ او دئ نامعلومه ،کورنۍ ئې نامعلومه ، هديره ئې
نامعلومه ٠ نوم ئې مستعار وي ٠ شرعأ قانونأ اخلاقأ بايد ځانونه معرفي کي
دا انټرنټ دۍ او کفارو جوړ کړې دۍ ٠ کفار و پروپاګنډه چوړه کړې ده
کفار دي دا کار کوي چه پټ وطنو ته خلګ استوي چه پروپاګنډه واچوي
موږ مسلمانان يو ٠ بايد خپل وړونه سره و پېږنو نو بيا ئې تبلغ هم په راسته غوږو اورو ٠
که تاسو تبلغ د پردې شاته روا ګڼي ! نو ممکن ده چه پښتنه هم لڅه اولمپک ته رواوي که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟


Azad Nazer
27.08.2004

محترمې خور خاټول ، ښاغلو پوهانوهريوکليوال صاحب او حليمي صاحب سلامونه !

له نظرونو څخه مو مننه !

عرض دادې چې المپيک د نړۍ والو اصولو اوپېژندګلوۍ په چوکاټ کی پرته له مخالفته رامنځ ته شوې او د سياسي او مذهبي تأثيراتوڅخه ظاهرا" پاک انګېرل کيږي خو په باطن کی ترې وخت په وخت ساسي ګټې اخيستل شوي چې ښه مثال يې د پخواني کمونيستي بلاک هېوادونه ښودﻻ ی شو ٠ غربي هيوادونو دغه کمونيستي رژيمونه په رسميت نه پېژندل نو هغوی د سپورت خواته توجه زياته کړه او خپل لوبغاړي يې دالمپيک لوبو ته په غربي هيوادونو کی واستول او کله به چې ګټونکي شول نو غربې هيوادونه به مجبور شول چې د قهرمان کمونيستي هېواد نوم اعلان کړي اورسمي بېرغ يې جګ وځړوي ٠
دطالبانو حکومت هم دا کوشش کاوه چې په رسميت وپېژندل شي مګر بريالي نه شول ٠ د طالبانو حکومت د خپل رژيم په ګټه تبليغاتو لپاره په امريکاکې ښځينه پلويانې درلودې چې کله به سرتور سر اودلنډو ويښتانو سره څرګنده شوه اودشمالي اتحادد ښځينه استازې انتونه به يې ردول ٠ دشمالي اتحاد استازې پړونې پرسر کاوه خودطالبانواستازې به ليبرل ښکارېده ٠ په هر صورت ، دابه ومنو چې دطالبانو دټولو تاکتيکونو اوکوششونو باوجود بيا هم ونه توانېدل چې دنړيوالی ټولنې لخوا په رسميت وپېژندل شي ٠ دطالبانو درژيم نه پېژندنې خارجي ځواکونو يرغل ته هم لاره هواروله او دسپټمبر د 11 نېټې حملو خارجي يرغل ته حق ورکړ ٠
که دسپورت سياسي اومذهبي ارزښت پر ځای پرېږدو او بدني اوروغتيايي ګټې يې په نظر کی ونيسو نو سپورت دانسان دبقا اوروغتيا لپاره همدومره اهميت لري لکه دارواودرمل ٠ درمل په رنځ اخته انسان روغوي مګر ورزش دډېرو مهلکو امراضو وقايع کوي يعنې له رنځه يې ساتي اوډېرامراض لکه دزړه ، وينې او شکرې ميراثي حيثيت نه غوره کوي ٠، يعنې دمور اوپلار څخه اولادونو ته د جينونو په ذريعه نه نقل کيږي ٠ د ورزشي نرانواوښځوفزيکي اوبدني مقاومت نسبت هغو خلکو ته ډېر زيات وي چې منظم ورزش نه کوي ٠ دورزشونو مختلفو ډولونو ته سپورت وايي اوپه طب ، عسکري سيستم ، پوليسي سيسم اوساينسي تحقيقاتو کې ترې ډېره استفاده کيږي ٠ په دې برسېره په کورني ژوند اودځان څخه په دفاع کی هم ډېر اهميت لري ٠ دمثال په توګه په سختو اضطراري حالاتو کې يو باکسراوکراته باز دخپلې کورنۍ په ساتلو کې حياتي رول لوبولای شي او برعکس يوه کراته بازه مېرمن دتېري اوسپکاوي په وخت کی دخپل مېړه ، اولادونواو له ځانه ښه دفاع کولای شي ٠
په ننۍ نړۍ کی ډېر خلک دکيمياوي ادوياتونه وړاندې ورزش او بدني روزنې ته ډېر اهميت ورکوي ځکه چې ورزش او بدني روزنه هيڅ ضمنې مضراثر نه لري ٠ دمثال په توګه هندي يوګا اوچينايي تايچي هغه روزنيز بدني حرکات دي چې دپوخ عمرخلکو دعصبي اوعضلاتي کنترول اومقاومت دزياتېدو لپاره ترې په روغتيايي ادارو کی کار اخيستل کيږي ٠

کراتې لومړې ځل هندي جنګاليو پيداکړې ا و بيا ترې چينايي جنګياليوتقليد وکړ او په چينايي دود يې واړولې ٠ له دوی څخه چاپانيانوپه الهام اخيستو خپل رقم کراتې منځ ته راوړې ٠ کله چې کوريايان د چاپا ن د استعمار په ژغ وتړل شول نو هغوی به يې په خپلو کراتو زورول نو کوريايي وطنپرستو ټول چلونه سره يو ځای کړل او کوريايي ډول دځان ددفاع جګړه ايزوچلونو يوه لوبه يې د تای -کوان -دو په نوم رامنځ ته کړه اوپه د ې توګه بريالي شول چې خپلو جا پاني دوښمنانو ته ماتې ورکړي ٠
که په امريکا کې محمدعلي ته وګورو نو هغه نه يواځې دخپل هېواد نوم لوړ کړې بلکه دمسلمانانو لپاره هم دفخر مثال دې ٠ نوموړې نه يواځې د يو قهرمان امريکايي په توګه بلکه ديوقهرمان مسلمان په توګه په ټوله نړۍ کی خلک پېژني ٠
دادسپورت فايدې دي ٠ اوس نو ګورو چې زمونږ غم ځپلې اولس اوبيا په تېره پښتانه ترکومه حده دسپورت په هکله فکر کولای شي ٠ دا يوروڼ حقيقت دې چې يوفردنه شي کولای ديواولس دود اودستور بدل کړي تر څو اولس پخپله د عيني اوذهني تغيراتو تمايل پيدانه کړي ٠ الله تعالی پخپله ويلي چې دې به يو اولس هيڅکله تغير نه کړي ترڅو هغه پخپل ځان کی تغير رانه ولي ٠
زما دغه پوښتنه چې داولمپيک په لوبوکې ولی پښتنې نجونې نشته په دې دلالت نه کوي چې ټول پښتانه بايد ضرورخپلې لورګانې دالمپيک لوبو ته واستوي بلکه دموضوع دڅېړلو مناسب پېل وو او دنورو کورنيوقومونو سره اوږه په اوږه کول وو٠ خوکه زما ټول مضمون وڅېړل شي ماددې څخه نورو مسايلو ته اوليت ورکړې اودخپلوپوښتنو لپاره مې دمعقول اومنطقي ځواب هيله کوله ٠ ترکومه ځايه چې زه معلومات لرم نواسلامي شريعت هم هرچاته داحق ورکوي چې هررنګه پوښتنه وکړي اودهغې شرعي ځواب ترلاسه کړي اوفکر کووم چې شرعي عدالت بې ثبوته او سرسري مسايلو ته اهميت نه ورکوي ٠
هغه څوک چې ددې ادعا کوي چې ديني تعليم يې کړې او دنورو په پرتله په اسلامي اخلاقو ، ادابو ، لارښوونو ، اصولو اوتاريخ ښه پوهيږي نو مونږ غوندې اميانو ته به يې څنګه په اثبات رسي ؟ په شکنځلو ، په سپکاوي ، په تهديد ؟
سنت خو هغه دي چې رسول اکرم (ص ) کړي وي يعنی د هغه کړه او خاصيتونه ٠ هغه ددواړو جهانوسردار کله چاته شکنځا کړي ؟ وواياست چې کله يې کوم يهودي يا عيسوي ته شکنځا کړي وي ، مسلمان خو پرېږده ؟ تاسو خو له محترم حليمي صاحب څخه هم ځانونه لوړ عالمان ګڼۍ نو څنګه دومره حاکميت په ځان نه لرۍ چې يوڅو علمي توري وليکۍ ؟

اودښځوپه سپورت چې دنيا په بل مخ چپه کوې نودې ته به څه ووايې چی نجونې نارينه ډاکتر ته دمعاينې لپاره ورشي ؟ ايا ښه به نه وي چې دښځو لپاره ښځينه ډاکټره موجوده وي ؟
ددې مشکل دحل لپاره بايد لومړې خور اولور مکتب ته لاړې شي تر څو استاذانې ترې جوړې شي او هغوی بيا ددې جوګه شي چې ډاکټرانې اونرسانې وروزي ٠ او که دا نه وي تاوان به يې کافر ته واوړي که ستا پښتون اومسلمان ورورته ؟ ايا يوضعيف اورنځورامت به ښه وي که قوي اوصحتمند؟

د ټوخي په شربتونو کی 15% شراب ګډوي ٠ نوچې ډاکټر يې کومې ښځې له ورکړي اوتاسوته معلوم وي تاسو ډاکټر په مړدک ولۍ که دهغه وخت تقاضا اوضروريات به مدنظر نيسۍ ؟
څوک چې دلوړواسلامي اخلاقو امتياز ځان ته ورکوي نوهغه دادي چې دچاخورولورته شکنځا وکړې ؟ تاسو څه ثبوت لرۍ چې داولمپيک ګډونکوونکې مسلمانې نجونې خرابې اوبداخلاقه دي اودبورقعې لاندې ټولې پاکی دي ؟
دپاکستان اوافغانستا ن دځينو اسلا مي پارټيودرهبرانواوغټوغټو ديني عالمانوزامن اولورګانې هم په غربي ملکونو کی تعليم کوي او ژوند کوي ، په دې هکله څه واياست ؟

خبره داد ه چې هرانسان دشخصيت خاونددې اومونږ انساني ارزښتونو اوکرامت ته په درنه سترګه ګورو که متقابل احترام نه وي نو په هيڅ کې له چانه کم نه يو ٠ هيله ده چې زمادورورۍ مشوره واورۍ٠

په درنښت

ازاد نظر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more