د نصرت الهام لخوا خپرې شوې لیکنې


يو صوفيانه غزل

       غزل لــــــرې کـــــړه ربــــــاب د دنــيـــا لـــرې کــــړهحــــسن او شـــــــباب د دنــــــــيا لـــرې کـــــړههــــيـــڅکـــله بـــه هـــم وفــــا ونـه کــــانـــديبـــــس دى نـــور احبـــاب د دنــيا لــــرې کـــړهمــا تــــه بــــــه خداى راکړي سلسبيل شرابنـــه څــــــښــمه شـــراب د دنـــيا لـــــرې کـــړه هاغې امتحان کې مو دې خداى پاس کـړيدا حـــــساب کــــتـــاب د دنــــيا لـــ

02.02.2009 نصرت الهام

نوى غزل / نصرت الهام

        غزل نصرت الهام څــــه دي ښـــه او څـــه دي بـــد د زنــــدګــــۍ رانـــــه ورک مــــې دى مقــــصد د زنـــدګــۍ يــــــا چــــې دا هــــواګــير زړه راســره نــه وى يــــا قــــيدي نــــــه وى د حــــد د زنـــــدګــــۍ بس سهار شي او ماښام شي او کال تېرويســـــره، نــــۀ شــــومــــه، بــــلد، د زنــــدګۍ

01.02.2009 نصرت الهام

اتۀ حکمته / د کار خبرې !!!!!

   خپل زوي ته د لقمان حکيم له ويناوو څخه! په ډيرو نبيانو وګرځېدم او له هغوى نه مې اته (۸) حکمته زده کړل: ۱. کله چې لمونځ کوئ، خپل زړه وساتئ!۲. کله چې په يو مجلس کې ياست، خپله ژبه وساتئ!۳. کله چې د خلکو په کورونو کې ياست، خپلې سترګې/نظر وساتئ!۴. کله چې خوراک کوي، خپله معده وساتئ! دوه شيان هيڅکله مه يادوئ!

01.02.2009 نصرت الهام

اوس له هغو خلکو نه يې

        اوس له هغو خلکو نه يې اوس له هغو خلکو نه يې چې په زړه کې مې اوسېږي اوس ته هغه پاتې نه يې اوس بلا يې بدل شوى اوس دې هغه رڼا نشته اوس دې هغه ښکلا نشته اوس له هغو خلکو نه يې چې په زړه کې مې اوسېږي تا زما له زړه نه کډه کومې بلې خواته وړې اوس دې کور په زړه کې نشتهاوس اوسېږې په بنګله کې د ژوندون په هد

29.01.2009 نصرت الهام

تريخ حقيقت

            تريخ حقيقت تر څوبه له ترخوحقيقتونو د خيال غېږې ته تښتم؟ترڅوبه هره اوښکه پاکومه په دې هيلهچې د دې اوښکې لمن به مې خوږې مسکا نيولې ويخو بيا شي راروانهمې له سترګې يوه اوښکهاو له ځانه سره راوړيد غمونو نوی زېریتر څوبه له ترخوحقيقتونو د خيال غېږې ته تښتم؟ترڅو؟؟؟ طوبى ندا صافۍ

28.01.2009 نصرت الهام

هر مسلمان دې ولولي !

     هر مسلمان دې ولولي!حفيظ الله جمال كويټ samoon_s2000@yahoo.com ايا! تاسو د خپلو خويندو ميندوپه غم نه دردېږئ؟ايا ! لاسونو كې مو بنګړي اچولي ؟ايا ! نران نه ياست؟ايا ! مسلمانان نه ياست ؟ايا ! د قيامت په ورځ به د الله (جل جلاله) مخ ته نه ودرېږئ؟ايا ! تاسو بيت المقدس خپله قبله نه بولئ؟ايا ! ټول مسلمانان سره

28.01.2009 نصرت الهام

بې ځوابه پوښتنه!!!

         بې ځوابه پوښتنه!!! د نړۍ له خلکو څخه وپوښتل شو، چې په نورو هيوادونو کې د خوراکي توکو د کمښت د حل لارې په اړه خپل نظر په ريښتينې ډول بيان کړﺉ؟ په زړه پورې خو دا وه چې هيچا هم ځواب ور نه کړ، ځکه چې: په اسيا کې څوک نه پوهيدل، چې \"نظر\" يعنې څه؟ په ختيځه اروپا کې څوک نه پوهيدل، چې \"رښتيا\

28.01.2009 نصرت الهام

حیات اباد په مرګ اباد بدل شو

     غزل نه وطن جوړ شو نه اباد بدل شوهېواد پردی شولو هېواد بدل شوګل پېښور په وينو ولمبېدۀحيات اباد په مرګ اباد بدل شودلته جهاد و چې په جنګ واوښتۀاو بل جنګ راغی په جهاد بدل شود زړه غمونه په اهونو بدلد زړګي درد مې په فر ياد بدل شوکابل خو پرېږده چې بدل، بدل دیزما پښتون جلال اباد بدل شوچې ستا وصال مې په هجران بدل شونو ستا ديدن مې ستا په ياد بدل شود زنده باد جنازه ووت

16.01.2009 نصرت الهام

هوا ! / نعمان دوست

هوا ! زاري ده نوره مه سړېږه !زموږ سپيره بې غوښو وچ هډونه نور دسړو سيليو تا ب نه لري هسې له عمر نه زلمي ښکارېږي په خدايږو ختم دي شباب نه لري هوا ! منت کوم سړه چې نه شې !زموږ ماشومې لنډ غرې ګرځي تر نيمو شپو پردو – پردو کوڅوکې بس ديوې مړۍ ډوډۍ له پاره په پښو لوڅې سر ببرې ګرځـــــــــي هوا !وړنده خونه يې وګوره ته !له شنه سهاره تر سکڼي ماښامه پر سړکونو کونډې بورې ناستې پر سړه زمکه يې بچوڼ

14.01.2009 نصرت الهام

From India

       

13.01.2009 نصرت الهام

نوی غزل / الهام

      غزل دلته د غم شور، دلته د شپو شور په دې تيارو کې، د اندېښنو شور چوپتيا شوه ختمه، زړه مې راويښ شو د چا د شونډو د موسېدو شور تا به بدنام کړي، ما به رسوا کړي په نيمه شپه کې ستا د بنګړو شور (( دلته بازار دى، هلته بازار دى پکې خرڅېږي د پښتنو شور ))د شيخ په لاس کې وي د تسبو شور زما په لاس کې د زولنو شور دلته خرڅېږي ايمان په بيهد څو پيسو شور، د څو انو شور

13.01.2009 نصرت الهام

تنقيدي غونډه / ګزارش/ الهام

د مصور خپررندوى بنسټ د خپرو شويو کتابونو په اړه د کره کتنې غونډه ! مصور بنسټ د ماشومانو لپاره پدې روستيو کې يو شمېر کتابونه چاپ کړي چې په همدې کتابونو د کره کتنې  او د مصور بنسټ د نورو کارونو په اړه يوه تنقيدي او د ماشومانو د ادبياتو په اړه معلوماتي غونډه پرون يکشنبه ٢٠٠٩-١-١١ مه نېټه د کابل ميديوتيک په دفتر کې د ماسپښين په درې بجو پېل شوه . دغې غونډې درې برخې لرلې، په لومړۍ برخه کې يې د استاد حبيب الله رفيع او استاد نجيب

12.01.2009 نصرت الهام

نوره شاعري نه کوم ! / الهام

   نوره شاعري نه کوم ! بس دى بس نوره شاعري نه کوم دغه تکليف دغه خواري نه کوم په دې ړانده ماده پرست کلي کې نور له مانا سره ياري نه کوم زما وطن زما د ژبې دښمن زما پښتون زما د ژبې دښمن زما مذهب زما د ژبې دښمن زما قانون زما د ژبې دښمن زه د حمزه د غزل په محتوا کې ورک يم پدې ګلپاڼو کې ورک پدې ښکلا کې ورک يم زه پدې مينه کې ورک پدې معنا کې ورک يم زه پدې دښته

12.01.2009 نصرت الهام

زندګي

              زندګي بې دشورهبې دشرهبې دمينې بې د وينېبې د سيوريبې د لمرهبې دستورو بې سپوژمى نهبې له تانهبې له مانهزند ګي مې پکار نه دهبند ګي مې پکار نه ده زه بې شوره يمه خلکهزه بې شره يمه خلکه زه بې مينې يمه خلکهزه بې ژونده يمه خلکه بې د يار بې د جانانهبې چلمهبې د ج

12.01.2009 نصرت الهام

د چرچیل ځواب

      د چرچیل ځواب وایي چې یوه ورځ چرچیل په داسې یوه نرۍ لاره تیریده چې په اسانۍ سره د دویم کس  تېریدل شونی  نه وو .  په همدې وخت کې د هغه یو سیاسي سیال له مخامخ لوري را روان وو ، خو چې نږدې شول ، نو سیال یې نه غوښت چې لاره ورپریږدي  .  چرچیل ته یې مخ کړه او وویل : زه به هیڅکله ګوښی نشم  څو یو احمق سړی دې زما له خوا تیر شي .چرچیل په داسې حال کې چې ځان یې څنډې ته کاوه او غوښتل یې چې هغه ته ل

11.01.2009 نصرت الهام

پېښور اوس د لاشونو تاج محل شو

    پېښور اوس د لاشونو تاج محل شو د دې ښار هر يو منظر دې بې مزې کړ مازيګر او زېړی لمر دې بې مزې کړ پېښور خو ستا په سترګو پېښور و ته چې لاړې پېښور دې بې مزې کړ د ګلونو سپين سحر پيکه پيکه شو هر نشه نشه نظر پيکه پيکه شو زلزلې په خماري سترګو کې نه شته سندريزه مازيګر پيکه پيکه شو نه خو تورې شپې اوس هغسې درنې دي نه د ورځو تماشې دي هسې مستې نه خو څ

11.01.2009 نصرت الهام

راليږلي شعرونه

  یادونه : سلامونه یارانو ! ماته دبلوگ د اړيکو له لارې د تندې دمينه والو بلا ډېر شعرونه او مطالب رارسېدلي او تاسوته خو پته ده چې د ځينو ستونځو او بوختياوو له امله يو څه موده بلوګ له نويو مطالبو خالي وو؛ دلته دهغو ټولو شعرونوغورچاڼ ولولئ خو کوم مطالب او شعرونه چې له خپرېدا پاتې شي نو بښنه غواړم او دومره وايم چې ستاسو رالېږلي غرونه غرونه مطالب ټول په بلوګ کې نه ځاييږي٠تنده

11.01.2009 نصرت الهام

نوی غزل / الهام

         غزل نن خو محفل دی مړه يار شه څه چل وکه کنهبيګا ته پاتې شه ايسار شه څه چل وکه کنه تېر د دنيا له کاروبار شه څه چل وکه کنهيو څه خو مينې ته اوزګار شه څه چل وکه کنه تاته اوس کوم خوشال پدې پېړۍ کې راولمهپښتونه پاځېږه بيدارشه څه چل وکه کنه وخته پدې تياره کې نور ژوندون دزهرو ګوټ دیبس خدای ته وګوره سهار

09.01.2009 نصرت الهام

د زيدي بوټان / نظم

  بوټان ښکل کړئ افغانانو د زيدي بوټانستاسو خو په پښو کې دي پردي بوټان وګورئ نږدې نه د کرزي بوټان تل يې وي په پښو امريکايي بوټان دلته يې مډال په اوږه ولګېدهلته يې خوړلي په تندي بوټان ژوند خو د زيدي د ارادې ښه دى ځکه ډېر خرڅېږي دا ترکي بوټان (١) وخت به دې د کبر تندى وولي مونږه که دروار کړۀ افغاني بوټان ته مونږ په B52  په سر وله خداى به مونږ ته راکړي د بري بوټانغرب دې زم

09.01.2009 نصرت الهام

له خاورې ډکې لپې

له خاورې ډکې لپېميرجان؛ خو هغه وخت ډير ورخطاء شو چې غږ ته يې چا ځواب و نه وايه، په بيړه د حجرې له انګړه کور ته په وړوکي کنډو ورواوښت. بيايې هم دوه _ درې غږونه وکړل؛ خو د ځواب د اوريدو هيله يې پوره نه شوه. نور يې هم وار خطاء شو، لومړى يې د خپل پلار خونې ته سر وردننه کړ، ګوري چې پلار يې په خپل کټ کې نشته، بيا يې خپلې ميرمنې ته په نوم ورغږ کړ:  سردارې اى سردارې څه شوې؟ مخکې له دې چې له خونې ووځي ناڅاپه يې د چت په لور وکتل او خپل پلار يې د چت په تير  په پړو کې ځوړند وليد. کريغ

20.12.2008 نصرت الهام

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more