د لوی اختر ورځ
په مزدلفه کې تر شپې تیرولو وروسته د لوی اختر ورځ وي او په دې ورځ حاجیان بیرته مینا ته تشریف وړي چې موږ هم مینا ته و خوځیدو او د دوو ساعتونو مزل څخه وروسته مینا ته ورسیدو. سره له دې چې لاره دومره زیاته نه ده خو د زیات بیروبار له کبله موټرونه ډیر آهیسته مزل کوي.
مینا ته تر  رسیدو وروسته لومړی کار دا وو چې د جمره العقبه د ویشتلو لپاره د جمرو په لوري ورغلو او په دې ورځ په اوو هغو شګو چې له مزدلفې څخه حاجیانو ورسره راوړې وي یوازې جمره العقبه ویشتل کیږي چې موږ هم نوموړی کار  سر ته ورساوه. سره له دې چې بیروبار زښته زیات وو خو خدای پاک (ج) ټولو حاجیانو ته توفیق په برخه کوي چې دغه عبادت تر سره کړي. په دې ځای کې باید د یوې خبرې یادونه وکړم هغه دا چې زیات بیروبار، مشکل او حتی خطر چې منځته راوړي نو غالبا هغه د افریقاځینې  تورپوستي خلک دي چې لاسونه یې سره نیولي وي او چې په کومه خوا  چې ور ړنګ شي بیا نو د دې پروا نه کوي چې څوک دې تر پښو لاندې شي خو الحمدلله چې موږ د هیڅ ډول کومې بدې پیښې سره مخ نه شوو بلکي په بري سره د جمرې تر ویشتلو وروسته را ووتو.
د جمرو د ویشتلو په لړ کې د بیروبار او ناوړه پيښو د مخنیوي لپاره غوره ترتیبات نیول شوي، دخولي او خروجي لارې بیلې بیلې دي. همدارنګه د جمرو په ودانۍ اوس هم کلک کار وران دی او کیدای شي په راتلونکې کې په دې هکله نور تسهیلات هم منځته راوړل شي. د حاجیانو د ډلو په منځ کې د افغاني حاجیانو ډلې هم د افغانستان د بیرغ د لیدلو په وسیله سړی پيژندلی  چې په دې ورځ مو هم د جمرو د ویشتلو پر مهال د افغاني حاجیانو ځینې ډلې له لرې تر سترګو شوې او د افغانستان د بیرغ په لیدلو مو د خپل هیواد د مینې تنده ماتیدله.
د جمره العقبه تر ویشتلو وروسته مو د سرونو ویښتان قطع کړل او قرباني مو وکړه چې د دې کار په بشپړیدو سره د تمتع حج حاجیانو ته روا دي چې احرام و باسي او خپلې جامې واغوندي موږ چې د تمتع حج نیت مو کړی وو  د غسل  په کولو سره  مو احرامونه وویستل او خپلې افغاني جامې مو واغوستلې.
د جامو تر بدلولو وروسته مو چې کوم سبا ناری نوش جان کړ نو د بیلې خوښۍ سره یو ځای یې بیل کیف کاوه. زیاته خوښي له دې کبله وه چې یاره اوس نو ورو ورو د حج د مناسکو سر ته رسول یو پر بل پسې د بشپړیدو په حال کې دي.
د ماسپښین د لمانځه څخه وروسته یو سعودي دیني عالم خبرې وکړې او ویې ویل چې هغه کسان چې په مینا کې سکونت لري باید په دې نیت د مینا څخه د لمر لویدو د مخه ووزي چې د حج د دې ورځې مناسک یې بشپړ کړي دي او د جمره العقبه د ویشتلو وروسته باید حاجي یو ځلې د مینا څخه ووزي.
د لمانځه تر اداکولو او ډوډۍ خوړلو وروسته موږ هم په دې نیت چې باید یو ځلې د مینا د حرم څخه ووزو نو د مکې مکرمې په څنډه کې د العزیزیه ښارګوټي ته راښکته شوو او وړاندې مو د مکې شریفې د ښار د څنډو په مارکیټونو یو لنډ نظر واچاوه. موږ و لیدل چې د مکې مکرمې د ښار او مینا تر منځ ځینې تونلونه د حاجیانو تګ او راتګ ته ځانګړي شوي او موټرونو ته په هغو باندې د تللو اجازه نشته نو په لکهاوو زره حاجیان د مکې مکرمې د ښار په واټونو کې خواره واره روان وو.
د دې لپاره چې په دې ورځ د کعبې په حرم کې بیروبار د حد څخه زیات وو نو موږ و پتیله چې  د فرضي طواف ادا کولو ته باید لږ صبر وکړو او سبا یې ادا کړو.