بسم الله الرحمن الرحيم

درنو هيوادوالو !
ګرانو خويندو او وروڼو
السلام علیکم و رحمت الله وبركاته.

په اروپا کي ميشت افغانان د سولې د بهير د ملاتړ، هر کلی ، ټينګښت ، پياوړتيا اوپرمختګ په موخه يوه پرتمينه غونډه جوړوي.

دغه غونډه د افغانانو له خوا د افغانانو لپاره او يواځې د افغانانو په زیار تر سرہ کیږ‎ی.

په دې غونډه کی به د افغانستان سياسى ، دينى ، ملى ، پوهنيز ، څيړنيز شخصيتونه او مشران په هيواد کی د تلپاتی هراړخيزی سولې د راوستو په لاروچارو گټورې ویناوې او تاوده بحثونه کوی .

تاسو ټولو قدرمنو هيوادوالو ته په ډير درنښت بلنه ورکوو چه دسولى د ټينګښت او ملى يووالى په موخې په دي درنې غونډه کې ګډون وکړئ.

وخت : دسهارلس بجو نه تر ماښام پورې

نيټه :دشنبې ورځ 4 /3 /2017
د کب (حوت) د مياشتی ١۴ /١٣٩٥

پته :
Stadthalle Bad Godesberg
Friedrich -Ebert Str. 80
53177 Bonn (Germany)

داړيکو پته : عبدالرحمٰن نياز.
Abdul-Rahman Niaz
بریښناليک : niaz@ gmx.de
Mobile: 0049-160-99119988
Skype: abdurrahmanniaz niaz