محصله


کابل پوهنتون د موډ او فېشن د نندارتون بڼه غوره کړې وه ، جوپه – جوپه هلکان او نجونۍ په رنګارنګ لباسونو کې ګرځېدلې ، ځينې خو به داسې وو ، چې تر څو به دې ترې خبره اورېدلې نه وه ، نو د خارجي ګومان پرې کېده .

يو ناڅاپه به په کړس – کړس خندا ګانې شوې ، په ملا به مات شول او ځينو بيا لکچر نوټونه مخ ته نيولي وو او ورو- ورو ګامونه يې اخيستل .

هرې ونې لاندې څو تنه سره راټول وو ، يو شور جوړ و ، چا به ويل : هغه درېيم سوال دې څنګه کړ ؟
بل به غږ کړ : دې ظالم خو دومره سخت سوالونه راوستي وو .

زه هم له دوه نورو کليوالو ملګرو سره ، د يوې و نې سيوري ته ناست وم .

زموږ اول کال و ، دغو پرديو تقليدونو او بې حجابيو ته فکر وړي وو ، يو ناڅاپه مې يوه ملګري غږ کړ :
افرين ! دغه ده د حياناکې لور ، دغې ته وايي اصيله پښتنه ...
مخ مې وګرځو : هلته له يوه واړه موټره په حجاب کې يوه دنګه نجلۍ راکوزه شوه ، له ملګرو سره ګډه مخ په موږ را روانه وه .
په خپلو کې په خبرو لګياوې ، له نږدې کېدو سره يي اواز هم لوړېده ، هغې خپلې ملګرې ته ، چې کيڼ لاس ته يې روانه وه ، وويل :
داښه خبره ده چې انسان بايد ترقي خوښه کړي ، خو افسوس ! چې موږ پرمختګ يواځې په مود ، فېشن او پردي تقليد کې ګورو .

دغو خبرو زما له سره د تشويش پيټى کوز کړ ، غم شريکه مې پيداشوه . هغه ورو- ورو ، مخکې تله او له سترګو پناه شوه ، خو د زړه له سترګو مې پناه نه شوه .

له يوه ملګري مې د هغې په اړه وپوښتل ، هغه هم سمه نه پېژانده خو وې ويل چې د طب محصله ده او له يوې درنې کورنۍ څخه ښکاري .
که څه هم ماخپله خاوره پرېښوده ، خو د هغې خيالونه راسره مله پاتې شول . ځان سره مې پردېس کړل .
کله چې به مې هلته د( سکول ) او يا ( کالج ) نجونې ولېدې ، هغه به مې سترګو ته نېغه ودرېده .
له يوکال وروسته بيرته خپل ګران هېواد ته راستون شوم ، کابل ته را ورسېد م .
داوخت دلته د واک پر سر جګړه توده وه .

ځاى ځاى کورونه ، دولتي تاسيسات او يادگاري څلي نسکور پراته وو .

د کابل ښايسته فضا د باروتو لوګيو نيولې وه ، ټوپک په لاس کسان ګوته په ماشه ګرځېدل ، د توپونو او راکټونو درنو ډزو شيبه په شيبه د غوږونو پردې کړنګولې .

يو ناڅاپه به تور لوګي غېږ – غېږ پورته شول ، څانګې به ورژېدې او په مڼده به خلک له کورونو راووتل .
زه خپل پخواني ملګري سره دوکان کې ناست وم . تېرې کيسې موکولې ، هغه پر اوږه ټپ راکړ او وه يې ويل : خبر شوې ؟
رنګ مې بک والوت . لاسونه مې سست شول زړه مې ډيپ ولوېد .
هله ژروايه ، څه خبره ده ؟
- هغه ژوره ساه راښکله : هاغه د ازموينې ورځې دې په ياد دي ؟ هغه حيا ناکه نجلۍ چې ...
ما خبره ور پرې کړه : هو ، ټوله کيسه راياده شوه خبره کوه .
هغه ، سوړ اسويلى وکېښ ، شونډې يې په غاښ کړې ، سترګې يې سرې شوې ، اسمان ته يې وکتل : د ظالمانو دې کور وران شي .
زما حلق وچ شو ، اوار رپېدلم ، سترګې مې د هغه په شونډو نښتې وې .
ملګري مې بيا خوله پرانېسته :
تقريبا دوه مياشتې وړاندې يې په کور راکټ ولګېد ، دا بله کوټه کې په مطالعه لګياوه ، انګړ سره لنبه شو اوکله چې يې د لنبو په منځ کې وروڼه او پلار وليدل بېهوښه شوه .
څو ورځې اخوا دېخوا لالهانده ګرځېده ، ورو- ورو ښه شوه ، د زړې مور او وړو خويندو غم ور له غاړې شو ، ډېر دفترونو ته ودرېده خو چا يې غږ وانه ورېد .
يو ناڅاپه مې د ملګري غږ ټپ شو ، سر يې وښورو : اوس ، کله کله دلته هم راځي .
د کيسې د اورېدو وس مې بايلولى و ، پر زنګنو مې سر کېښود ، هماغه ورځ مې په ياد شوه چې دا له ښکلي واړه موټره په ښايسته جامو کې راکوزه شوه اوله خپلو ټولګيوالو سره يې قدم واهه

ناګهانه مې ملګري و ښورولم ، سترګې مې پورته کړې ، په مخامخ والګا مې سترګې ونښتې .
د والګا څنګ ته په شلېدلو جامو کې دنګه جينۍ ولاړه وه ، پيوندي ټکري کې يې ځان تاوکړى و .
موټر سيټ ته يې لاس وغځو ، خو خالي يې راکش کړ . سر يې وښورو مخ په موږ را روانه شوه ، وروور ورو نږدې کېده .
ذهن مې دوه کاله وروسته لاړ ، هماغه دپوهنتون ورځې مې په ياد شوې ، زه لا خپلو فکرونو کې وم چې ملګري مې سر رانږدې کړ ، وروريې راته وويل : ودې پېژانده ، داهماغه د طب محصله ده .
محمد نعمان دوست ، کابل ، شهر نو
١٣٧٧ ، ٢ ، ٩ ، چهارشنبه